دسته: ورزش
-
دکرکټ نړیوال جام ،ویست اندیز پاپوا ته ماتې ورکړه
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ نړیوال جام په دویمه لوبه کې د پاپوا لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ په C ګروپ کې مخکښ ټیم شو. د پاپوا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې کړې او اته لوبغاړي یې له لاسه ورکړل. بل خوا د ویسټ انډیز لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ. د امریکا د تکزاس ایالت په دالاس ښار کې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د نړیوال جام په پرانیستونکې لوبه کې د امریکا لوبډلې کاناډا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام په نهم پړاو کې لومړۍ لوبه د سه شنبې په ورځ د جون میاشتې په ۴ مه نېټه د یوګانډا له لوبډلې سره ترسره کوي او بیا به د نیوزیلنډ، پاپوا نیو ګیني او لوېدیځ له لوبډلو سره لوبه کوي. -
دکرکت ۲۰۲۴کال دلوبو مهالویش اعلانشو
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ نړیوال جام به د روان کال د جون له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې د امریکا او ویسټ انډیز په ګډه کوربتوب ترسره شي.
په دې سیالیو کې افغانستان په C ګروپ کې له یوګانډا، نیوزیلنډ، نیو ګیني او ویسټ انډیز سره دی. -
ای پی ایل کې د کلکتې اتلولي
د شاهرخ خان کلکتې نایټریډرز لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د هند د کرېکټ غوره لیګ “ایپياېل” پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد ته په اتو وېکټو ماته وکړه او اتلولي یې وګټله.
د افغانستان رحمان الله ګوربز هم سږکال اتلې لوبډلې کلکتې لپاره لوبېده او په ننۍ لوبه کې یې (۳۹) منډې وکړې.
هغه د کلکتې د توپ اچونې پاڼۍ کې د وېکټو تر شا درې کېچونه ونیول.
د نننۍ لوبې پچه حیدراباد ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وې.
خو د حیدر اباد لوبغاړي ژر یو په بل پسې وسوځېدل او کلکتې ته یې یوازې د ۱۱۴ منډو هدف وټاکلی شو. حیدر اباد لپاره تر ټولو ډېرې (۲۴) منډې لوبډلمشر پېت کامېنز وکړې.
د کلکتې له اړخه په توپ اچونه کې اندرې رسل ۳ وېکټې واخیستې.
کلکتې ورکړ شوی هدف د دوو ویکټو په زیان په داسې حال کې پوره کړ، چې ۵۷ توپونه یې لا پاتې وو.
وېکتېش لېر ۵۲ او رحمان الله ګوربز ۳۹ منډې وکړې.
-
راشد خان دملي لوبډلې مشرۍ لپاره کابل نه ویست اندیز ته ځي
د افغانستان د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو دملي لوبډلې کپټان راشد خان کابل ته راغلی او پلان لري چې د سیالیو د لړۍ لپاره ویسټ انډیز ته ولاړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه کې د دغه خبر په خپرولو سره د دغه افغان او نړیوال کرکټ ستوري راتګ اعلان کړ.
راشد خان د شنبې په ورځ د ثور په ۲۹مه کابل ته راغی او د کرکټ بورډ د مشرتابه او افغان کرکټ لوبغاړو له خوا یې تود هرکلی وشو.
ټاکل شوې چې نوموړی له کابل څخه ویسټ انډیز ته ولاړ شي، چې هلته به د کرکټ د ۲۰ اورونو نړیوال جام ترسره شي.
-
شکست تیم امو در برابر مس عینک
در مسابقه دوم امروز تیم مس عینک، با درخشش نوید عبید و با تفاوت یازده دوش تیم آمو را شکست داد. در این دیدار، «نوید عبید» بازیکن ٢٣ ساله تیم مس عینک که بهترین بازیکن میدان انتخاب شد، ٧٣ دوش انجام داد و نقش بزرگی در پیروزی تیمش داشت.
تیم مس عینک که قرعه را برده بود، ابتدا توپزنی کرد و در ٢٠ آور با از دست دادن ٥ بازیکن، ١٨٧ دوش انجام داد. نوید عبید و ابراهیم زدران بهترین بازیکن این تیم در وقت اول بودند.
در وقت دوم مسابقه تیم آمو در ٢٠ آور، نتوانست بیش از ١٧٦ دوش انجام دهدوهشت بازیکنش رانیز ازدست دادږ
طارق استانکزی با ٥١ دوش بهترین بازیکن تیمش بود.
در تیم مس عینک نیز ضیاءالرحمن با سه ویکت بهتر از دیگران ظاهر شد.
-
هالندکین ته په ۴ګولونوماته ورکړه
د کین په وړاندې د هالنډ غاښ ماتوونکی ګول د پینالټي ځای څخه دوه ګولونه او دوه په زړه پورې ګولونه چې پیپ ګاردیولا وویل، د باور وړ نه وو؛
ایرلینګ هالینډ د نن شپې لوبې لومړی لوبغاړی و چې کین ته یې د 4 ګولونو په ورکولو سره غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.
د “سپورټس درې” په وینا، د نن شپې د هالنډ د کارکردګۍ له لیدلو وروسته لومړی شی چې د فوټبال مینه والو او خلکو په ذهن کې راځي دا دی چې هغه څنګه د ښار په دوهم ګول کې دومره کودتا وکړه، خو ایرلینګ هالنډ د نورو مارانو په څیر نه دی. هغه اوس په ویډیو لوبو کې خپل شخصیت لري، که څه هم د هغه په اړه تل د نړۍ په اړه یو څه شتون لري ځکه چې هغه د بې وزله نیلسن سیمیډو څخه تیریږي لکه څنګه چې د یو ناڅرګند ځواک لخوا له ځمکې څخه پورته شوی و، مګر کود کافی نه و او سرلیک ته لاهم اړتیا وه. نمرې هالنډ دا کار په ښه توګه ترسره کړ او د مانچسټر سیټي ۹ نمبر لوبغاړي د مقابل لوري په کونج کې په زړه پورې سلیزه ووهله او ګول یې خلاص کړ. هدف دومره حیرانوونکی او بشپړ و چې لږ شمیر خلکو د روډري عالي تحویل ته پام وکړ. -
نړیوال جام لپاره دافغانستان ملي لوبډله اعلان شوه
افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال ای سي سي کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې راشد خان به یې مشري کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې چې نن سې شنبه (اپریل ۳۰مه) د بورډ پر فېسبوک پاڼه خپره شوې، ویل شوي، رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نائب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټی، مجیب الرحمان، نور احمد، نوین الحق، فضل الحق فاروقي، او فرید احمد ملک د سږني کرېکټ شل اوریز جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل دي.
د شل اووریزو لوبو دې نړیوال جام ته افغان کرېکټ بورډ د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی.
د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د یوې اعلامیې له مخې حشمت الله شاهدي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان شل اوریزې لوبډلې مشر و، د سږ کال په اعلان شوې لوبډله کې شامل نه دی، خو محمد اسحاق، کریم جنت او نور احمد بیا هغه لوبغاړي دي، چې د ۲۰۲۲ په نړیوال جام کې نه وو، خو په سږنۍ لوبډله کې یې نومونه شامل دي.
-
مسی، بهترین بازیکن ۲۰۲۳ شناخته شد
مراسم بهترینهای فوتبال در سال ۲٠۲۳ میلادی، شب گذشته به میزبانی شهر “لندن” انگلستان از سوی فدراسیون جهانی فوتبال برگزار شد که لیونل مسی کاپیتان تیم ملی فوتبال “آرژانتین” با کسب ۴۸ رای جایزه بهترین بازیکن سال ۲٠۲۳ میلادی را از سوی فیفا به دست آورد.
افزون بر آن، جایزه بهترین دروازه بان را در سال ۲٠۲۳ میلادی “ادریسون” اهل برازیل به سودش اختصاص داد و جایزه بهترین سرمربی به “پپگواردیولا” اهل اسپانیا در این مراسم رسید.
از سویی هم، “آیتانا بونماتی” بازیکن با تجربه بارسلونا به حیث بهترین بازیکن زنان سال ۲۰۲۳ گزینش شد و “سارینا ویگمن” جایزه بهترین سرمربی زنان را کسب کرد.
در کنار آن، واکر، کورتوا، هالند، امباپه، استونز، دیاس، بلینگام، دیبروینه، سیلوا، وینیسیوس و لیونل مسی از سوی فیفا به عنوان تیم منتخب سال ۲٠۲۳ میلادی در این مراسم گزینش شدند.