دسته: ورزش
-
د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالو ته نامتو افغان لوبغاړي غوره شوي
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د نهم پړاو شپږیزه لیګ کرېکټ سیالیو لپاره د ټولو لوبډلو نوملړونه اعلان کړل چې پکې یې د مشهورو افغان لوبغاړو د ګډون یادونه هم شوې.
دا لیګ د یوه کال په ځنډ د روانې اګست میاشتې پر ۱۲مه نېټه کابل کې پېلېږي.
په دې کورنیو سیالیو کې لوبډلې په پنځو زونونو وېشل شوې او د کورنیو نویو ځوانانو تر څنګ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم د لوبډلو د ترکیب برخه ده.
کرېکټ بورډ ویلي، د افغانستان د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان به د سپین غر زمریانو او د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي به د بند امیر ښامارانو لوبډلمشري کوي.
کابو پنځه کاله کېږي چې راشد خان د افغانستان کورنیو سیالیو کې ګډون نه دی کړی او اوس یې دغو سیالیو کې ګډون ته د ډېرو پام اوښتی دی.
په شل اوریزه بڼه تر سره کېدونکو دغو سیالیو کې په عمومي ډول د افغانستان د کورني کرېکټ پیاوړي لوبغاړي د ملي لوبډلې له مشهورو لوبغاړو سره یو ځای لوبېږي.
تېرو کلونو کې دغو سیالیو ته لوبغاړي د بولیو له لارې هم اخېستل شوي، خو سږ کال د افغانستان غوراوي کمیټې لوبغاړي به بېلابېلو لوبډلو وېشلي دي.
د راشد خان او حشمت الله شهیدي تر څنګ ابراهیم ځدراڼ د ميس عینک اتلانو، رحمت شاه د بوست ساتونکو او عظمت الله عمرزی د امو نهنګانو لوبډلمشران ټاکل شوي دي او د هرې لوبډلې په جوړښټ کې څو نوي لوبغاړي ښکاري.
کرېکټ بورډ محمد نبي، رحمان الله ګوربز، نوین الحق، فضل حق فاروقي او یو شمېر نور لوبغاړي هم چې دا مهال په سوداګریزو لیګونو کې دي، دې سیالو ته غوره کړي دي.
ویل کېږی دوی به ډېر ژر کابل ته ستانه شي.
د تېرو پړاونو شبږیزې لیګ سیالیو کې ځینې بهرني لوبغاړي هم غوره شوي وو، خو په کمسارې بڼه دا ځل پکې هیڅ بهرنی لوبغاړی نشته.
د دې تر څنګ یو شمېر نور افغان لوبغاړي چې ځینې وخت په کورنیو سیالیو کې ښه ځلېدلي هم له پامه غورځول شوې دي.
وفادار مومند، افتاب عالم، عبدالله عادل، شوکت زمان، بهار علي او یو شمېر نور لوبغاړي شته چې په شل اوریزو سیالیو کې کومې لوبډلې ته نه دي غوره شوې او نه یې هم کرېکټ بورډ په اړه څه ویلي. -
سریلانکا په لومړي ځل د ښځو آسیا جام اتلولي وګټله.
د شري لنکا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې هند ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د آسیا جام اتلولي ترلاسه کړه.
دغې لوبډلې وکولای شول چې د هند لخوا ورکړل شوی د ۱۶۶ منډو هدف په اسانۍ پوره او اتلولي په خپل نوم کړي.
د هند د ښځو کرېکټ لوبډلې په پایلوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۶۵ منډې کړې وې، شري لنکایۍ ښځو دا منډې په ۱۸م اوور کې داسې مهال پوره کړې چې یواځې دوه لوبغاړې یې اوټ شوې وې، او له دې سره یې پایلوبه د اتو وېکټو په توپیر وګټله.
دا په تېرو نهو اتلولیو کې لومړی ځل شو چې د شري لنکا ښځو لوبډله د اسیا جام اتلولي ګټي.
له دې مخکې اووه جامونه هندۍ او ۲۰۱۸م کال کې یوه اتلولي د بنګله دېش ښځو کرېکټ لوبډلې ګټلې.
دا لوبې د شري لنکا په کوربتوب وشوې، د دغه هېواد کرېکټ بورډ اعلان کړی و چې د پایلوبې لېدو ته نندارچیان په وړیا ډول ورتللی شي.
هندۍ لوبډلې د پچې له ګټلو سره لومړی پخپله توپ وهنه کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د شپږو وېکټو په زیان د ۱۶۵ منډې جوړې کړې دا په ښکاره لوی هدف و خو شري لنکایۍ لوبغاړو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې پوره کړ. -
د سختو امنیتي تدابیرو سره د المپیک سیالۍ پرانیستل شوې.
د فرانسې پلازمېنې پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړېوالې لوبې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
له شدید باران او د پاریس د اورګاډو په لیکو کې له پراخو ګډوډیو سره سره لسګونه زره کسان د دغو مراسمو لیدو ته راټول شوي وو.
ډېرو ننداچیانو د فرانسې درېرنګه او نور ملي بیرغونه رپول. د ‘سن’ سیند د شاوخوا شپږ کیلومترو په اوږدو کې د ډېرو پرتو ودانیو پر کړکیو هم بیرغونه لګول شوي وو.
د ګڼو نورو سندرغاړو او هنروالو منځ کې لیډي ګاګا او ایا ناکامورا هم په ژوندۍ بڼه ننداره وړاندې کړه.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې د فرانسې استخبارات د هغو کسانو په لټون بوخت دي چې د پاریس د اورګاډو په لیکو کې یې د ګډوډیو په رامنځته کولو سره د اولمپیک لوبو د پرانیستې جشن او مراسم له ستونزو سره مخ کړل.
د فرانسې لومړي وزیر ‘ګابریل اتل’ ویلي، چې پر خلکو د دې ورانکارۍ اغېزه “پراخه” وه.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس اولمپیک لوبو د امنیت ساتنې لپاره شاوخوا ۴۵ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
پر دې سربېره زرګونه خصوصي امنیتي سرتېري او د پوځ شاوخوا لس زره سرتېري هم د امنیت ساتنې په برخه کې همکاري کوي.
د یادونې وړده چې د المپیک نړېوالې سیالۍ په مېلیونونو مینه وال لري او هرکال په دغو سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو څخه په لسګونو لوبغاړي په مختلفو لوبو کې برخه اخلي . -
اسپانیا داروپا ۲۰۲۴ کال د فوټبال د نړېوال جام اتلولي وګټله
دوشنبه د چنګاښ ۲۵ : د ۲۰۲۴ کال اروپايي فوټبال اتلولیو پایلوبه کې اسپانیا انګلنډ ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.
د لوبې تر لومړۍ نیمې پورې هېڅ یوه لوبډله و نه توانېده، چې ګول وکړي. خو په ۴۶ دقیقه کې د اسپانیا نیکو ویلیمز توپ د انګلنډ ګول ته ورساوه او لومړی ګول یې وکړ.
د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې بیا د انګلنډ کول پالمر د انګلنډ له لوري ګول وکړ او سیالي یې په یوه- یوه ګول برابره کړه. خو مایکل اویارزابیل د لوبې په ۸۶ مه دقیقه کې د اسپانیا لپاره ګټونکی ګول وکړ او لوبډله یې د یو په مقابل کې په دوو ګولونو مخکې شوه د الوبه د جرمني په برلین کې ترسره شوه.
انګلنډ لوبډله پایلوبې ته هالنډ ته د یو مقابل کې له دوو ګولونو ورکولو وروسته رسېدلې وه.
اسپانیا بیا درې ځله د دې سیالیو اتله لوبډله پاتې شوې.
د ۲۰۲۴ کال اروپايي اتلولیو کې د اسپانیا له لوري ځوان لوبغاړی لامین یامال خورا ښه وځلېد، چې د پایلوبې له پیل یوه ورځ مخکې ۱۷ کلن شو. دی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې په اروپايي سیالیو کې د اسپانیا لپاره ولوبېد.
انګلنډ لوبډلې له ۱۹۶۶ راهیسې د فوټبال کومې مهمې سیالۍ پایلوبه نه وه ګټلې او د دې لوبډلې روزونکی ، ګارېت ساوتګېټ لومړی ځل وتوانید لومړی ځل له هېواده بهر د اروپايي اتلولیو پایلوبو او د یوې مهمې لوبې پایلوبې (یورو او نړیوال جام نیمه پایلوبې) ته ورسوي.
انګلنډ لوبډله د اروپا اتلولیو کې له دې مخکې دوه ځله له اسپانیا سره مخامخ شوې او دواړه ځله انګلنډ لوبډله بریالۍ شوې وه. نننۍ سیالۍ د دې دواړو لوبډلو تر منځ د اروپايي اتلولیو په سیالیو کې درېیمه هغه وه، چې اسپانیا وګټله. -
هسپانیا به داروپا دفوتبال جام ګټونکی وي
د ۲۰۲۴ کال د اروپا د ملتونو جام د کوارټر فاینل مرحلې ټولې څلور لوبې ترسره شوې او د هغو څلورو لوبډلو دنده ده چې د دغو سیالیو په ګټلو سره د دغه ټورنمنټ نیمه پای پړاو ته ورسیږی.
د اسپانیا ملي لوبډلې د جرمني ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، د فرانسې ملي لوبډلې د پرتګال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه، د انګلستان ملي لوبډلې د سویس ملي لوبډلې ته په پنالټي گولونو کې ماتې ورکړه او د هالنډ ملي لوبډلې د ترکیې ملي لوبډلې په ماتولو،نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه. د یورو 2024 فاینل. او اوس دوی باید د دوه فاینلیسټانو دندې ټاکلو لپاره یو بل سره مخ شي.
Opta، چې د معلوماتو او احصایو او کړنو بیاکتنې له لارې د اتلولۍ ګټلو لپاره د هرې ټیم چانسونه اندازه کوي، اوس ادعا کوي چې د هسپانیا ملي ټیم د یورو اتلولۍ جام پورته کولو لپاره غوره چانس لري.
-
نړیوال جام :افغانستان دنړۍ څلورو مخکښو لوبډلو په کتار کې ودرید
افغان ملي لوبډله نن تر یوې سختې مقابلې وروسته د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو، دنړیوال جام سیمی فاینل ته ووته.
دافغان کریکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د شل اوریز جام نیمهپایلوبې ته لاره مومي.
دغه لوبه چې د کریکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام ۵۲ لوبه وه ، دافغان لوبډلې په توپوهنه پیل شوه چې په ټاکل شویو شلو اوورنو کې د ۵ لوبغاړو په سو ځیدو ،افغان لوبډلې بنګله دیش ته د۱۱۶ منډو هدف وتاکه.
بنګله دیش ټیم په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لوبډلمشر راشد خان له لوبې وروسته خبري غونډې ته وویل: “د یوې لوبډلې په توګه نیمهپایلوبه زموږ لپاره یوه هیله وه، دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه سیالۍ پیل کړه او څه باور مو ترلاسه کړ.
“دا د باور وړ نه ده. هرڅوک ډېر خوشحاله دي، چې موږ په نیمهپایلوبه کې پاتې شوو.
راشد خان نن د افغان لوبډلې په ګټه عالي توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي له ډګره بهر کړل، همدا راز نوین الحق هم د بنګلهدېش څلور تکړه لوبغاړي له لوبې وایستل.
اندیا ،انګلیند او سویلي افریقا به په نیمه پایلوبه کې له افغانستان سره سیالي وکړي.
-
کرېکټ نړیوال جام: افغانستان دنړۍ اتله لوبډله ماته کړه
((دا د یوې لوبډلې او د یو ملت په توګه زموږ لپاره ستره بریا ده، په نړیوال جام کې اتلانو ته ماتې ورکول یو ښه احساس دی ))
دا دافغانستان دملي لوبډلې مشر راشد خان دهغې وینا یوه برخه ده چې نن سهار یې آسترلیا ته تر ماتې ورکولو وروسته په خبري غونډه کې وکړه.
په ننۍ لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د۶ لوبغاړو په سوځیدو، سیال ټیم ته د ۱۴۹ منډوهدف وټاکه .
رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدران دلوبې تر ۱۵ اوورپورې ودریدل او د۱۱۸ منډو ملګرتیا یې وکړه خو تر هغوی وروسته بیا کوم لوبغاړی د ډيرو منډو په جوړولو بریالی نه شو .
په ځواب کې د استرلیا ټیم ټول لوبغاړي دلوبې په ۲۰ اوور کې د ۱۲۷ منډوپه جوړولو ، له لوبې بهرشول .دافغانستان له اړخه ګلبدین نایت ۴،نوین الحق۳،محمد نبی ،راشد خان او عمرزي یو یو لوبغاړي یې وسوځول.
داسترلیا لوبډلې له وتلي لوبغاړي مکسیول پرته نور لوبغاړي ښه ونه ځلیدل او دافغان توپ اچونکو له لورې ډیر ښه قابو شول.
افغان لوبډله،سیمي فاینل ته د وتلو لپاره ،بنګله دیش سره یوه بله لوبه په مخ کې لري خو استرلیا باید د هندوستان لوبدلې ته ماته ورکړی تر څو سیمي فاینل ته لاره ومومي.
-
نړیوال جام کې دافغانستان دریمه او مهمه بریا
افغانستان پی ـ ان ـ جې ته په ماتې ورکولو، کوارتر فاینل ته لاره ومونده
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام ګروپ سیالیو په لړ کې نن سهار وختي پاپوا نیو ګیني (پي این جي) کرېکټ لوبډلې ته د ۷ ویکیټو په توپیر ماتې ورکړه او کوارترفاینل ته ووته
لوبه سهار دافغانستان پر مهال ۵بجې او ۳۰ دقیقې پیل شوه چې پی ان جي لوبډلې د ۱۹ اعشاریه پنځه اوورونو تر پایه پورې ۹۵ منډې و کړې، ټولې وېکټې یې له لاسه ورکړې او افغانستان ته یې د ۹۶ منډو هدف وټاکه.
خو افغان لوبدلې بیا یوازې د ۳ ویکیټو په سوځیدو،ټاکل شوی هدف د ۱۶ اوور په پیل کې ترلاسه کړ.
ګلبدین نایب ۴۹ منډې وکړې او ناسوځیدلی پاتی شو.فضل حق فاروقي د نن لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. نوموړي ۱۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.
دافغانستان توپوهنه ښه پیل نه شوه او ابراهیم ځدراڼ له هېڅ منډې پرته لومړی افغان لوبغاړی و، چې د لوبې په دویم اوور کې یې وېکټه له لاسه ورکړه. په درېیم اوور کې رحمان الله ګوربز د ۱۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د لوبې په نهم اوور کې عظمت الله عمرزي د ۱۳منډو له جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه. خو له دې وروسته تجربه کارو افغان لوبغاړو محمد نبي او ګلبدین نائب خورا ښه ملګرتیا وکړه او تر بریا پورې دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.
دافغانستان راتلونکې لوبه له ویست اندیز ملي لوبډلې سره ده خو دواړه لوبډلې وار د مخه دکوارتر فاینل پړاو ته ختلي دي.
-
نړیوال جام ،یوګانډاپر وړاندې دافغانستان لویه بریا
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې ،یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
داپه نړیوال جام کې دافغانستان لومړنۍ لوبه او لومړنۍ بریاده.
نننۍ لوبه کې چې نن سهار دافغانستان پر وخت سهار پنځه بجې پیل شوه ، افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، د ټولو ۲۰ اوورنو له لوبې وروسته یې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې، ۱۸۳ منډې یې وکړې او یوګانډا ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.
یوګانډا لوبډلې دپورتني ټارګټټ دترلاسه کولو لپاره په دوهمه پانۍکې په ۱۶ اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوځیدو،۵۷ منډې جوړې کړې.
فضل حق فاروقي د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې یوازې د نهو منډو بدل کې یې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.
دی سره په سی ګروپ کې دافغان لوبډلې پوزیشن دنورو سیالانو پر تله ښه شو .
په سی ګروپ کې ویست اندیز ،نیوزیلاند،پاپوا ټیمونه هم شامل دي .