د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه، چې ۱۱ توپونه یې لا پاتې وو او د ۲۰۲۴ کال اتلولي یې خپله کړه.
له دې مخکې شري لنکا الف لوبډلې د ټولو شلو اورونو له لوبولو او ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته افغان ابدالیانو لوبډلې خلاف ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.
په ځوابي لوبه کې افغان ابدالیانو د زبید اکبري وېکټه له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له لاسه ورکړه.
له ده وروسته لوبډلمشر دروېش رسولي له صدیق الله اتل سره د ملګرتیا لپاره ډګر ته ووت. نوموړی د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او پر ځای یې تجربه کار کریم جنت د لوبې ډګر ته راووت.
کریم جنت د درې شپږیزو پر مټ له ۲۷ توپونونو د ۳۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
صدیق الله اتل د دې لوبړۍ نورو سیالیو په څېر په پایلوبه کې هم ښه وځلید او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. نوموړی له ۵۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. اتل د اسیا ایمرجېنګ جام په دې سیالیو کې نژدې ۳۸۶ منډې وکړې.
صدیق الله اتل د لوبلړۍ غوره لوبغاړی او الله محمد غضنفر د نن پایلوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې د څوارلسو منډو بدل کې یې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان له لوري الله محمد غضنفر او بلال سمېع د پیل په لومړیو پنځو اورونو کې له شلو په کمو منډو ۴ شري لنکایي لوبغاړي وسوځول او له دې سره یې افغانستان ته په توپ اچوونه کې د ښه پیل بنسټ کېښود.
د افغانستان کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو پایلوبه کې د افغان ابدالیانو لوبډلې د شريلنکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپله خوشالي ښولې.
نوموړی په یوه وېډیو وېډیويي پیغام کې وايي، په اسیايي لوبډلو کې د تنکیو ځوانانو اتلولي ګټل اسانه کار نه دی، خو نن افغان لوبغاړو افغانستان ته یوه ستره اتلولي وګټله او هیله یې دا ده چې له همدې لوبغاړو ته ملي لوبډلې ته ښه لوبغاړي ولري.
دسته: ورزش
-
اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله
-
د بنګلهدېش پر وړاندې لوبو ته افغان لوبډله وټاکل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېتې، د بنګلهدېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه.
یاده لوبډله کې د حشمتالله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ لوبغاړي ټاکل شوي دي.
ټاکل شوې، چې یادې سیالۍ د روان کال د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.
په لوبډله کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام عليخیل، عبدالمالک، ریاض حسن، درویش رسولي، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نائب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، نوراحمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ او فریداحمد ملک هغه لوبغاړي دي چې به لوبډله کې ټاکل شوي. -
د افغانستان فوټبال اوولس کلنې لوبډلې، فلیپین ته ۸ – صفر ماته ورکړه
د افغانستان د فوټبال تر اوولس کلونو کشرو لوبډلې فلیپين ته په لوی توپیر ماته ورکړه.
د اوولس کلونو زلمکو د فوټبال اسیايي سیالیو جام ته د لارموندنې په پړاو کې افغانستان د فیليپين له لوبډلې څخه ۸ پر صفر وګټله.
په دې سیالیو کې، چې د کمبودیا په کوربه توب روانې دي، د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان پر فیلپين سربېره له کمبودیا، بنګله دېش او ماکاو سره هم سیالۍ لري.
د فیلیپين پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د اوولس کلنو لوبډلې لوبغاړي وارث شېرزي او ارش احمدي دوه ـ دوه او نوید محبوبي، یاسر ساپي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري یو ـ یو ګول وواهه.
د افغانستان دوهمه سیالي به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ماکاو پر وړاندې وي.
د ویلو ده چې د فوټبال اسيايي سیالیو د لارموندنې پړاو د ۴۳ هېوادونو ترمنځ پيل شوي دي چې په لسو بیلابیلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي. -
افغان الف لوبډلې تر سریلانکا وروسته بنګله دېش مات کړ
د اسیا ایمرجینګ جام د ګروپي لوبو په ۲مه لوبه کې افغان الف لوبډلې د ۴ وېکټو په توپیر بنګلهدېش الف لوبډله ماته کړه.
دغه سیالي یکشنبه ماښام ترسره شوه.
پیل کې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
بنګلهدېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې وکړې، چې پکې پروېزحسین تر نورو زیاتې ۵۴ منډې وکړې.
افغان الف لوبډلې لپاره بلال سمیع، قیس احمد، شرفالدین او کریم جنت یو ـ یو لوبغاړی وسوزوه.
افغان ابدالیانو د توپوهنې پاڼۍ کې صدیق اتل د لوبې د ۲۰م اور په وروستي توپ په شپږیزې سره د بنګلهدېش هدف پوره کړ.
اتل پهدې لوبه کې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا د اسیا په ایمرجینګ جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پرلهپسې دوهمه بریا وه. تر دې وړاندې یې په لومړۍ لوبه کې سرېلانکا ته ماته ورکړې وه.
افغان لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه د اکټوبر په ۲۲مه نېټه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. -
کرکټ/انګلېند پرخلاف دپاکستان بیسارې ماته
دانګلستان پر وړاندې د پاکستان له بیسارې ماتې وروسته د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی مکي آرتر وايي، ډېر تبلیغات لوبغاړي له حقیقته لېرې کوي او لوبغاړي ځان له خپل اصلي مقام څخه لوړ ګڼي.
د انګلستان په وړاندې له سختې ماتې وروسته مکي آرتر په ټولنیزو رسنیو خپل فکر څرګند کړ او نه یوازې د کومو لوبغاړو مهارت او کوم عوامل یې یاد کړل بلکې هغه عوامل یې هم یاد کړل چې د لوبډلې په مورال او کارکردګۍ یې منفي اغیز کړی دی.
پاکستان د انګلیند پرخلاف روان تست سریز په لومړۍ لوبه کې دیو اننیګز او ۵۷ رنزونو په توپیر ماته وخوړه چېدپاکستان په تاریخ کې یو نوی ریکارد دیږ
تردی وړاندی داسترلیا پر وړاندې هم دری ټسټونه او دبنګله دیش پر وړاندې هم دوه تسټ لوبې وبایللې.
خو پخوانی روزونکی وایی چې پاکستاني لوبغاړي بې ساري استعدادونه لري او هغه سم لوبغاړي دي چې بايد په ميدان کې شتون ولري، خو د لوبډلې د کارکردګۍ د ښه والي لپاره په انتخاب، چاپيريال او مديريت کې د هماهنګۍ موندلو ته اړتيا ده.
نوموړي پر لوبغاړو د زياتې تبصرې له امله هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې د رسنيو او يا د لوبغاړو د اجنټانو له خوا بې ځايه تبليغات د لوبغاړو په ذهنونو کې يو غير واقعي انځور جوړوي، چې له امله يې دوى خپل وقار هېروي.
هغه وويل، په دې پوهېدل مهم دي چې دا بايد د پاکستانۍ لوبډلې لپاره د لوبېدو لپاره تر ټولو ښه وخت وي، د لوبغاړو له مهارتونو څخه په سمه توګه کار اخيستل کېږي، منظم او مسلکي چاپېريال ته اړتيا ده، څو په پوره توجه سره ترسره شي. کولی شيږ
دپاکستان کرکټ بورد واردمخه تصمیم نیولی دی چې د سویلي افریقې پروړاندې راتلونکې ټسټ لوبه کې د دغه ټیم کپتان بدل کړي.
-
سویلي افریقې پروړاندیې دافغانستان تاریخي بریا
د درېيو یوه ورځنیو لوبو لړۍ پرون په شارجه کې پیل شوه چې افغان لوبډله پکې خپله تاریخي بریا ثبت کړه
د دې لوبې پچه سویلي افریقا ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
سویلي افریقا د ۳۴ اوور تر ۳ توپه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د سویلي افریقا لپاره تر ټولو ډېرې(۵۲) منډې ویان مولېر وکړې.
که څه هم چې دافغانستان ملي لوبډله په سر کې د توپوهنې ښه ننداره وړاندې نه کړه او څلور وتلی لوبغاړي يې د کپتان شهیدي په ګډون په څلویښتو منډوکې اوټ شول خو
عظمتالله عمرزي او ګلبدین نایب د لوبې تر ګټلو ملګرتیا وغځوله. دوی دواړو نسبتآ چټکه لوبه وکړه او د سویلي افریقا لخوا ورکړل شوي هدف ته یې په ۲۶م اوور کې ځان ورساوه.
دالومخړی ځل دی چې افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لړ کې سویلي افرقې ته په عټ توپیر ماتی ورکويږ
د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه فضلالحق فاروقي ته ورکړل شوه چې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو.
-
د فوتسال نړیوال جام، افغانستان انګولا ته ماته ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوتسال په نړیوال جام کې په خپله لومړۍ سیالي له انګولا سره مخامخ شو او د دغه هیواد ملي لوبډلې ته یې ۶-۴ ماتې ورکړه.
دې سیالۍ کې، چې د کابل مازدیګر په پنځه بجې د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په هومو لوبغالي کې پیل شوې وه، افغان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ۵ ګولونه او انګولا یې په وړاندې ۲ ګولونه ووهل.
د مسابقې په دوهمه نیمايي کې انګولا دوه نور او افغانستان یو بل ګول ووهه او په دې ترتیب دا سیالي افغانستان د ۴ په وړاندې په ۶ ګولونو وګټله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.
افغانستان به خپله دوهمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له ارجنټاین سره وکړي. -
میسي او رونالډو د سروزروتوپ له نوملړ څخه ووتل
له ۲۰۰۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو د ۲۰۲۴ کال د نارینه وو دسروزروتوپ جایزې ته د نوماندانو په لیست کې نه دي.
د سروزروتوپ لپاره د ۳۰ نوماندانو په نوملړ کې، چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۴مه خپور شو، د نړۍ د فوټبال د دغو دوو سوپر سټارانو نومونه، چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې له ۲۱ څخه ۱۵ جایزې ګټلي او یا یې نومولي دي، نه تر سترګو کېږي.
رونالډو له ۲۰۱۷ کال راهیسې د سروزروتوپ جایزه نه ده ګټلې، په داسې حال کې چې میسي په ۲۰۲۳ کال کې دا جایزه وګټله.
په هرصورت، دوی د 2008 څخه تر 2017 پورې هره جایزه ګټلې ده.
میسي د 2024-2025 فصل کې د انټر میامي لپاره په 12 لوبو کې 12 ګولونه او 10 مرستې کړي دي.
همدارنګه، رونالډو د 2023-2024 فصلونو کې د 35 ګولونو سره غیر معمولي وړتیا ښودلې ده.
پر دې سربیره پرتګالي ستوري په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ فصلونو کې په سعودي عربستان کې د النصر لوبډلې لپاره دوه ګولونه وکړل.
د سروزروتوپ له نوملړ څخه د دغو دوو نړیوالو فوټبال ستورو د نومونو د ایستلو لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو ګومان کېږي چې دا بدلون ښايي د دغو لوبغاړو د لوړ عمر او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو له امله وي. د فوټبال لیګونو کې.
د ۲۰۲۴ کال د نارینه وو توپ جایزې مراسم د روان کال د اکټوبر په ۲۸ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره کېږي.
-
ډ افغانستان د فوتسال لوبډلې، ګواتیمالا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تېره ورځ د د ګواټیمالا ملي ټیم ته ۵-۴ افغانستان ماته ورکړه.
د انټرکانټینټال جام سیالیو په لړ کې دا مسابقه د تایلینډ په کوربتوب ترسره کېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د خبر پر اساس، د افغانستان او ګواټیمالا سیالي د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې پیل شوې وه چې په پایله کې یې افغانستان ۵ او ګواټیمالا ۴ ګولونه ووهل.
دا په انترکانټنینټل سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه.
ټاکل شوې چې نن سې شنبې افغان لوبډله د کوېت پر وړاندې سیالي وکړي. -
صدیق اتل د ۲۰۲۴م کال شپږیزې لیګ غوره توپوهونکی او غضنفر غوره توپ اچونکی شو.
د شپږیزې لیګ پایلوبه کې بند امیر ښامارانو د امو نهنګانو لوبډلې ته د یوه لوبغاړي په زیان د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه چې په بدل کې یې امو نهنګانو دا منډې د دریو لوبغاړو له سوزیدو وروسته په ۱۹م اوور کې پوره کړې، له دې سره امو نهنګانو د اووه وېکټو په توپیرپه لومړي ځل د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله.
زبېد اکبري، شاهدالله کمال او محمد اسحاق چې د افغانستان د کورني کرېکټ نوې ځلېدونکي لوبغاړي دي د دغې هدف په پوره کولو کې مهم او اغېزناک رول ولوباوه، د امو نهنګانو په ګټه دغو لوبغاړو په ترتیب سره ۴۰،۵۹ او ۴۷ منډې وکړې.
له دې مخکې د دغې لوبې پچه حشمت الله شهیدي وګټله او خپله یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
په دې لوبه کې د بندامیر لوبډلې لوبډلمشر حمشت الله شهیدي ۷۸ او د پیل توپوهونکي صدیق الله اتل ۷۵ ارزښتناکه منډې جوړې کړې خو د ۱۷۹ منډو هدف یې لوبډله له ماتې ونه ژغورله.
په دغو دواړو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ځینې پیاوړي او د کورني کرېکټ یو شمېر ځلیدلې لوبغاړي لوبېدل.
په نننۍ لوبه کې د فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي په ګډون د امو نهنګانو هیڅ کوم بالر په وېکټ اخېستلو بریالی نشو او د بند امیر لوبډلې یوازینۍ اوټ لوبغاړی کریم جنت هم د اعجاز احمدزي لخوا د منډې جوړولو پر مهال وسوځېد.
بند امیر لوبډلې په ۲۰۱۷م کال کې د شپږیزې لیګ اتلولي ګټلې وه، هغه مهال د دغې لوبډلې لوبډلمشر راشد خان و.
امو نهنګانو بیا د شپږیزې لیګ هیڅ کومه اتلولي نه لرله او سږنۍ اتلولي سره یې د ګټې لومړۍ حساب پرانېست.
صدیق الله اتل پایلوبه کې د ۷۵ مهمو منډو له جوړولو سره په شپږیزه لیګ کې د ډېرو منډو جوړونکي لوبغاړي ځای خپل کړ،نوموړی له دې مخکې د شپږیزو لیګ لومړي پړاو سیالیو کې د ۳۴۸ مجموعي منډو سره مخکښ و. د پایلوبې سره د هغه ټولې منډې ۴۲۳ شوې چې دا د نهم پړاو شپږیزه لیګ کې تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې دي. د هغه تر څنګ نور ځلېدونکي لوبغاړي هم ټول نوې ځوانان دي او د ملي لوبډلې هیڅ لوبغاړی په لومړیو پنځو غوره توپ وهونکو کې نشته.
د صدیق اتل وروسته زبید اکبري، دروېش رسولي، عبدالمالک، وفی الله تره خېل او حسن عیسی خېل د نهم پړاو شپږیزې لیګ غوره ځلېدونکي او مخکښ توپوهونکي بلل کېږي.
په توپوهنه کې بیا الله محمد غضنفر د سږني لیګ غوره توپ اچونکی نومول شوی او د دې ویاړ جایزه ورکړل شوې، نوموړې نن پایلوبه کې یوه وېکټه واخېسته خو په ټولو نهو سیالیو کې له ۱۸ وېکټو سره مخکښ دی.
د امو نهنګانو زبید اکبري بیا د ټولو سیالیو غوره لوبغاړی او وفی الله تره خېل د شپږیزې لیګ تر ټولو ځوان ښه لوبغاړی نومول شوی دی.
افغانستان له همدې کورني کرېکټه ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي غوره کوي او که د غوراوي کمیټه د صدیق اتل په څير د نورو ځلېدونکو لوبغاړو وروستۍ سیالۍ پام کې نیسي شک نشته چې د افغانستان له اوږده مهال راهیسې روانه د توپوهنې ستونزه ورسره کمېدی شي.
د توپ اچونې برخه کې بیا الله محمد غضنفر، حمزه هوتک، فضل حق فاروقي او ننګیال خروټی مخکښان دي.
و به کتل شي چې تر ټولو مشهورو کورنیو دغو سیالیو کې ځلیدونکو لوبغاړو باندې په راتلونکي کې څومره باور کېږي؟