دسته: ورزش

  • کرېکټ: د اسيا جام مهالوېش اعلان شو، سيالۍ د هند پر ځای “متحده عرب اماراتو” کې ترسره کېږي.

    کرېکټ: د اسيا جام مهالوېش اعلان شو، سيالۍ د هند پر ځای “متحده عرب اماراتو” کې ترسره کېږي.

    د کرېکټ اسيا شورا وايي د ۲۰۲۵ کال د اسيا جام سيالۍ به د هند پر ځای په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي.

    د يادې شورا مشر محسن نقوي پر ټولنيزې رسنۍ اېکس ليکلي چې دا سيالۍ به د روان کال د سپټمبر پر ۹ پيل او تر ۲۸ نېټې به دوام وکړي.

    د ۲۰۲۵ کال د اسيا جام سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره کېدي خو د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ د وروستيو نښتو او روانو ډيپلوماټیکو کړکېچونو له کبله يې حالت ناڅرګند و. د دې سربېره دواړه هېوادونه اوس هم په یوه ګروپ کې ځای لري.

    که څه هم د کرېکټ اسيا شورا مشر محسن نقوي د شنبې په ورځ د اسيا جام د ۱۷ پړاو د نېټې اعلان وکړ خو تراوسه پورې د هند کرېکټ بورډ په دې تړاو ګوم غبرګون نه دی ښودلی.

    د اسیا جام شل اوريزو سياليو کې اته لوبډلې ګډون کوي چې په هغوی کې د افغانستان په ګډون د يادې شورا پنځه بشپړ غړي بنګله دېش، هند، پاکستان او شري لنکا دي او تر څنګ به يې متحده عرب امارات، عمان او هانګ کانګ هم برخه وي.

    په الف ګروپ کې د هند او پاکستان سربېره عمان او کوربه متحده عرب امارات شامل دي. په ب ګروپ کې افغانستان، شري لنکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ګډون کوي.

    د افغانستان لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ سره د سپټمبر پر ۹ نېټه ده. دويمه لوبه يې له بنګله دېش سره پر۱۶ او درېیمه لوبه پر ۱۸ نېټه له شري لنکا سره ده.

    له هر ګروپ څخه به دوې دوې غوره لوبډلې بل پړاو ته لار مومي او له دوی څخه به دوې لوبډلې د سپټمبر پر ۲۸ په پايلوبه کې سره مخامخ شي.

    هند د اسيا جام سږنيو سياليو کوربه دی خو د پاکستان او هند کرېکټ بورډونو هوکړه وکړه چې که چېرې کوم ټورنمېنټ په هند يا پاکستان کې وي نو د دوی لوبې به په درېيم هېواد کې ترسره کېږي.

    دا تړون د روان کال په پيل کې په پاکستان کې د چمپينز ټرافۍ له سياليو مخکې لاسليک شو. هند خپلې ټولې لوبې په دوبۍ کې ترسره کړي او پايلوبه يې هم وګټله.

    په يوه ګروپ کې د هند او پاکستان د ساتلو پرېکړه ځکه مهمه ده چې دا له مالي پلوه د ټورنېمنټ تر ټولو ګټوره لوبه بلل کېږي.

    که دواړه لوبډلې په يوه ګروپ کې وی نو تمه کېږي چې دوه ځله به سره مخامخ شي او که دواړه لوبډلې پايلوبې ته ووځي نو د دری ځله مخامخ کېدو امکان هم لري. خو د یادولو وړ ده چې د اسيا جام په تاریخ کې تر دې مهاله هېڅکله د هند او پاکستان تر منځ پايلوبه نه ده شوې.

  • افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری وفات شو

    افغان کرېکټ لوبڅار بسم الله جان شینواری وفات شو

    د کرېکټ لوبې مشهور افغان لوبڅار بسم الله جان شینواری د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

    د افغانستان کرېکټ بورډ پر فېسبوکپاڼه د ښاغلي شینواري د مړینې په مناسبت یوه پیغام کې د خواشینۍ څرګندونه شوې.

    د افغان کرېکټ بورډ په پیغام کې زیاته شوې: ”افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان لوبڅارنې پلاوي معتبر غړي بسم الله جان شینواري د مړینې په مناسبت د هغه له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان کرېکټ له ټولې ورورلۍ سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوي.”

    د کرېکټ بورډ په پیغام کې زیاته شوې، ”د بسم الله جان شینواري یاد به تل زموږ په زړونو او ذهنونو کې وي.”

    ښاغلي شینواري د کرېکټ لوبڅارنې خورا اوږده تجربه درلوده او د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبڅارانو (ایلیټ پلاوي) غړی و.

    د افغانستان کرېکټ بورډ مسوولینو په وینا بسم الله جان شینواري په ۳۴ یوه ورځنیو، ۲۶ شل اووریزو، ۳۱ لومړۍ درجه، ۵۱ – اې درجه او ۹۶ شل اووریزو سیالیو کې د رسمي لوبڅار په توګه ونډه درلوده.

    ښاغلي شینواري د لوبې په ډګر کې د لوبڅارۍ تر څنګ په لسګونو کورنیو او نړیوالو لوبو کې د (ټي – وي) لوبڅار په توګه هم برخه اخیستې وه.

    د کرېکټ په هکله معلوماتي وېبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو له مخې ښاغلي شینواري د ائرلنډ او افغانستان تر منځ د ۲۰۱۷ کال په دسمبر کې لومړی ځل په شارجه کې د نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه او وروستی ځل یې د امریکا او عمان تر منځ په اماراتو کې د روان کال فبرورۍ پر ۱۸مه د یوې نړیوالې لوبې لوبڅار په توګه مسوولیت ترسره کړ.

    په افغانستان کې له شمشاد شخصي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ښاغلي شینواري ویلي و، له شاوخوا ۱۹۹۲ کال راهیسې یې له کرېکټ سره تعلق دردلود، چې پاکستان کې یې د کډوالۍ ژوند کاوه.

    نوموړي په همدې مرکه کې ویلی و، چې خپله یې هم کرېکټ لوبه کوله او هېواد ته له ستنېدو وروسته یې په ۲۰۱۱ کال کې د لوبڅار په توګه مسوولیت پر غاړه واخیست، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د لومړنۍ نړیوالې لوبې لوبڅارنه وکړه.

  • افغانستان په۲۰۲۶ نړیوال جام کې د لوبېدورسمي وړتیا ترلاسه کړه

    افغانستان په۲۰۲۶ نړیوال جام کې د لوبېدورسمي وړتیا ترلاسه کړه

     

    د درجه بندۍ (رینکنګ)پر بنسټ د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام لپاره د افغانستان وړتیا رسمي شوه.
    د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د رسمي اعلان سره، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هغو ټیمونو په ډله کې ده چې د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام لپاره وړتیا یې د ICC د درجه بندۍ پر بنسټ تایید شوې ده. دا سیالۍ به د هند او سریلانکا په ګډ کوربه توب ترسره شي.

    افغانستان اوس مهال د شل اوریزو کرکټ نړیوال درجه بندۍ کې نهم مقام لري؛ خو ICC ویلي چې ټیمونو د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې د دوی د نړیوال درجه بندۍ پر بنسټ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې خپل ځای خوندي کړی دی.

    هغه ټیمونه چې تر اوسه یې وړتیا ترلاسه کړې ده:
    هندوستان او سریلانکا (ګډ کوربه)، افغانستان، آسټرالیا، بنګله دیش، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، امریکا، پاکستان، نیوزیلینډ، ایرلینډ او کاناډا دي.

    د دې ټیمونو په منځ کې، متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې د پاکستان په وړاندې د سوپر اوور ګټلو سره په راتلونکي پړاو کې ځای ترلاسه کړ. پاکستان، نیوزیلینډ او ایرلینډ هم د راتلونکي نړیوال جام لپاره کوالیفای شول، سره له دې چې د دوی د نړیوال درجه بندۍ پر بنسټ، سوپر ایټونو ته د پرمختګ لپاره پاتې راغلل.

    د کاناډا ټیم هم د امریکا سیمه ایز فاینل ګټلو سره د 2026 ټورنمنټ لپاره کوالیفای وکړ.

    اووه ځایونه پاتې دي
    د 20 ټیمونو لیست بشپړولو لپاره یوازې اوه ځایونه پاتې دي، کوم چې به په 2025 کې د دریو سیمه ایزو پړاوونو له لارې ټاکل کیږي. دا پړاوونه به په افریقا، آسیا/ختیځ، آسیا-پاسیفیک او اروپا کې ترسره شي.

    د 2026 نړیوال جام به 20 ټیمونه او 55 لوبې ولري، لکه څنګه چې په تیرو نسخو کې. د سیالۍ جوړښت به د پنځو ټیمونو څلور ګروپونه، بیا دوه سوپر ایټونو، نیمه پای لوبې او فاینل ولري.

  • دT20آسیاجام لوبې سبتمبرکې پیلیږي

    دT20آسیاجام لوبې سبتمبرکې پیلیږي

     

    د هند په کوربه توب د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام دلوبو ځای وتاکل شو

    د سرچینو په وینا، پریکړه شوې ده چې د ۲۰۲۵ کال دآسیا اتلولۍ جام لوبئ په سپتمبرمیاشت کې په دوبۍ کې ترسره شي.

    د سرچینو په وینا، دی جم پورې اړند مسایل د وروستي کېدو په حال کې دي، د اسیا جام به په T20 بڼه کې ترسره شي. دا ځل به د اسیا جام کوربه توب د هند په غاړه وي.

    هندي رسنۍ راپور ورکوي چې د اسیا جام ممکن د سپتمبر په ۴ یا ۵ پیل شي، چې پکې د پاکستان، هند، افغانستان، بنګله دیش، سریلانکا او متحده عربي اماراتو لوبډلې به لوبې وکړي.

    سرچینې وايي چې د اسیا جام څخه مخکې د درې اړخیزې لړۍ په اړه هم خبرې روانې دي.

    د اسیا جام څخه مخکې د درې اړخیزې لړۍ په اړه د پاکستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ خبرې روانې دي.

  • هند،د۵سلیزو سره سره،انګلیند ته لوبه وبایلله

    هند،د۵سلیزو سره سره،انګلیند ته لوبه وبایلله

     

    هندوستان انګلیند په مقابل کې لومړۍ ټست لوبه په داسی حال کې وبایلله چې هندی لوبغاړو په دوو پاڼیو کې ۵ سلیژې ترسره کړې.
    د هند د لوبډلې پخوانی کپتان سنیل ګواسکر لیډز کې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د انګلستان پر وړاندې د هند پر ماتې نیوکه وکړه.

    په لیډز ټیسټ کې، هند ۴۷۱ او ۳۶۴ منډې جوړې کړې، پداسې حال کې چې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۶۵ او په دویمه پاڼۍ کې ۳۷۳ منډې جوړې کړې.

    انګلستان د ۵ ویکټو په زیان د ۳۷۱ منډو هدف ترلاسه کولو سره هند ته ماتې ورکړه، له دې لوبې وروسته، هند لومړۍ لوبډله شوه چې د پنځو سلیزو سره سره هم ټیسټ وبایلله.

    سنیل ګواسکر د هند د لوبډلې د ماتې په اړه وویل، ‘د بریا کریډیټ انګلستان ته ځي، سره له دې چې هند پنځه سلیزې وهلې، انګلستان ډاډه و، د هند لوبډلې فرصت له لاسه ورکړ پداسې حال کې چې اضافي منډو لوی توپیر رامینځته کړ’.

    په لیډز ټیسټ کې د انګلستان له خوا ماتې خوړلو سره، هند یو ناغوښتل شوی ریکارډ هم جوړ کړ

    د هند پخواني کپتان وویل چې تر هغه ځایه چې د فیلډینګ خبره ده، دا غوره نه و، راځئ چې ووایو نه یوازې کیچونه بلکې آوټ فیلډینګ هم خورا متوسط ​​و.

    د خپلې غوسې په څرګندولو سره، سنیل ګواسکر وویل چې پچ د بیټینګ لپاره خورا ښه و، د بالرانو نیوکه کول ګران دي، دا لومړۍ ټیسټ لوبه وه، زه هیله لرم چې لوبغاړو درس زده کړی وي.

  • یوه لوبه کي د کرکـټ په تاریخ ک دوه بېسارې پیښې

    یوه لوبه کي د کرکـټ په تاریخ ک دوه بېسارې پیښې

     

     یوه لوبه  ۳ سوپر اورونو ته ورسېده او درییم سوپر اورکې هیڅ منډه جوړه نه شوه.

    د T20 درې اړخیزې لړۍ په لوبه کې، هالنډ له دریم سوپر اور وروسته نیپال ته ماتې ورکړه. د لومړي ځل لپاره په مسلکي کرکټ لوبه، T20 او لیست A کې، لوبه  دریم سوپر اور تهلاړه او په لومړي ځل دییم سوپر اور کې هیڅ مڼډه جوړه نه شوه.

    په ګالسکو کې د T20 درې اړخیزې لړۍ په لوبه کې، هالنډ له دریم سوپر اور وروسته نیپال ته ماتې ورکړه. هالنډ په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې یې د نیپال ټیم ​​د ۸ ویکټو په زیان سره ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

    په لومړي سوپر اور کې، نیپال ۱۹ منډې جوړې کړې، او د نیپال ټیم ​​هم د ۱۹ منډو په جوړولو بریالی شو.

    په دوهم سوپر اور کې، هالنډ ۱۷ منډې جوړې کړې، او د نیپال ټیم ​​هم د ۱۷ منډو په جوړولو بریالی شو.

    خو په دریم سوپر اوور کې، نیپال په څلورو توپونو کې دوه ویکټې له لاسه ورکړې او کومه منډه یې جوړه نه کړه. هالنډ د ګټلو لپاره یوې منډې ته اړتیا درلوده، کله چې د هالنډ بیټسمین شپږیزه ووهله ترڅو لوبه وګټي.

  • پرتګال او هسپانیا داروپایی لیګ پایلوبه تر سره کوي

    پرتګال او هسپانیا داروپایی لیګ پایلوبه تر سره کوي

     

     فرانسې په وړاندې د هسپانیې د ۵-۴ بریا او د جرمني په وړاندې د پرتګال د ۲-۱ بریا سره، د ۲۰۲۵ کال د UEFA د ملتونو لیګ فاینل، د دواړو ګټونکوټیمونو ترمنځ کیږي.

    په همدې اساس، پرتګال او هسپانیه به د یکشنبې په ورځ، د جون په ۸مه، ۲۰۲۵ کال کې د میونخ په الیانز ارینا کې یو بل سره مخامخ شي. لوبه به د افغانستان  په وخت د شپې په ۹بجو او ۳۰ دقیقو بپیل شي. جرمني او فرانسه به د همدې ورځې په ۱۶:۳۰ بجو د سټوټګارټ په MHP ارینا کې د ملتونو لیګ د کوالیفای لوبه هم وکړي.

    د هسپانیې په وړاندې د پرتګال وروستۍ بریا په ۲۰۱۰ کال کې په یوه دوستانه لوبه کې وه (۴-۰). دواړو ټیمونو تر اوسه ۴۰ ځله سره لیدلي دي، چې هسپانیې ۱۸ ګټلي او پرتګال یوازې ۶ ګټلي دي. د دواړو ټیمونو ترمنځ ټولې ۱۶ لوبې په مساوي توګه پای ته رسیدلي دي.

    دا د UEFA د ملتونو لیګ څلورم فاینل دی او لومړی ځل دی چې موږ به په سیالۍ کې یو تکرار ګټونکی وګورو. هسپانیه (د ۲۰۲۳ کال اتل) به دفاعي اتلولي وي او پرتګال (د ۲۰۱۹ کال اتلولي) به د لومړي ځل لپاره ګټونکی وي. فرانسې هم په ۲۰۲۱ کال کې اتلولي وګټله. نو له دې دوو ټیمونو څخه به یوه د دوهم ځل لپاره اتلولي ترلاسه کړي او په ټورنمنټ کې به تر ټولو ښکلې لوبډله وي.

  • وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو تقاعد اعلان کړ

    وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو تقاعد اعلان کړ

    د نړۍ په کچه مشهور هندي توپ وهونکی وېراټ کوهلي له ټېسټ لوبو د سملاسي تقاعد اعلان کړی دی.

    نوموړي دغه پرېکړه د انګلنډ پر وړاندې له پنځو ټېسټ لوبو وړاندې چې د جون پر ۲۰ مه پيلېږي کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دې خبر لږ وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ د هند د ټېسټ لوبډلې کپټان روهېت شرما هم له ټېسټ لوبو سره مخه ښه وکړه.

    کوهلي چې ۳۶ کلن دی د هند لپاره يې په ټولو ۱۲۳ ټېسټ لوبو کې ۹۲۳۰ مندې کړې دي. د منډو اوسط يې ۴۶.۸۵ دی.

    وېراټ کوهلي پر ټولنيزو رسنيو ليکلي: “۱۴ کاله مخکې مې د هند د ټېسټ لوبو جامې واغوستې. دې فارمټ زه ازمويلی، روزلی او داسې زدکړې راکړې چې تل به راسره وي.”

    کوهلي په ۲۰۲۴ کال کې د نړيوال شل اوريز جام له ګټلو وروسته له نړيوالو شل اوريزو لوبو د تقاعد اعلان کړی و خو تمه ده چې نوموړی به د هند لپاره په یو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ولوبېږي.

    کوهلي په ۲۰۱۱ کال کې د وېسټ انډيز پر وړاندې خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه او وروسته د هند د ټېسټ لوبو کپټان شو. د ۶۸ لوبو مشري يې وکړه او له دې يې ۴۰ لوبې وګټلې چې همدې د هند تر ټولو بريالی لوبډلمشر کړ.

    کوهلي وايي، “سپینو جامو کې لوبېدل يو ژور احساس راکوي، چوپه خواري، اوږدې ورځې، هغه شېبې چې ښايي نور يې ونه ګوري خو تل له لوبغاړي سره پاتې کېږي. د دې فارمټ پرېښودل اسانه نه دي خو سمه پرېکړه يې ګڼم. ما پوره هڅه کړې او دې ما ته تر تمې ډېر څه راکړي”.

    د هند کرېکټ بورډ د کوهلي ستاينه کړې او وايي، “هغه د هند کرېکټ لپاره د غوره والي، مشرتابه او ژمنتيا معيارونه بدل کړل.”

    د هند کرېکټ بورډ مشر راجر بېني وايي، “د وېراټ کوهلي نوم به د هغو افسانوي لوبغاړو په ډله کې وي چې د ټېسټ کرېکټ ښکلا يې نندارې ته وړاندې کړه. هغه نه يوازې غوښتل چې ډېرې منډې وکړي بلکې د سخت فارمټ پر وړاندې يې د لوړې کچې ژمنتيا هم لرله. د هغه مشرۍ له جرئت، باور او د ماتې نه منلو له ذهنيت سره د هند د لوبې بڼه بدله کړه”

    “ده يوه نسل ته دا درس ورکړ چې د سپينو جامو [ټېسټ لوبو] قدر وکړي او د هغه اغېز به د لسګونو کلونو لپاره محسوسېږي”.

    کوهلي له ډېرې مودې راهيسې د ۳۰ سليزو په لرلو د خپل نسل له څلورو غوره توپ وهونکو لکه د انګلنډ جو روټ، د اسټراليا سټيو سمېت او د نيوزيلنډ کېن وېليمسن یو ګڼل کېده.

    يوازې سچن ټنډولکر، راهول ډراوېډ او سونيل ګواسکر د هند لپاره تر کوهلي ډېرې ټېسټ منډې کړې دي خو د لوبډلمشر په توګه د هند لپاره تر نورو ډېرې (۲۰) سليزې لري.

    کوهلي په ټېسټ لوبو کې وروستۍ سليزه د تېر کال په نومبر کې د اسټراليا پر وړاندې ووهله چې دا يې د ۱۶ مياشتو په موده کې يوازنۍ سليزه وه.

    له ۲۰۲۰ کال راهيسې کوهلي په ټېسټ لوبو کې يوازې دری سليزې بشپړې کړې وې او دغه موده کې يې د منډو اوسط ۳۰.۷۲ و.

    د کوهلي شهرت، ځواک او اغېز بيانول اسانه نه دي. دی د نړۍ د تر ټولو ځواکمن کرېکټ خوښوونکي هېواد يو تر ټولو لوی ستوری دی چې تر ډېره به د ټېسټ لوبو مينوالو په زړونو کې ځای ولري.

  • د ۱۴ کلن هندي کرېکټ لوبغاړي نوی ریکارډ: سوریاوانشي په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله

    د ۱۴ کلن هندي کرېکټ لوبغاړي نوی ریکارډ: سوریاوانشي په ۳۵ توپونو سلیزه ووهله

    د کرېکټ په روانو ای‌پي‌اېل یا د هند غوره لیګ سیالیو کې ۱۴ کلن وېبو سوریاوانشي تاریخ جوړ کړ او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په شل اووره لوبو کې چټکه سلیزه وهي.

    دې چپ لاسي زلموټي د ‘راجستان رایلز’ لپاره د ‘ګجرات ټايټنز’ پر وړاندې ښکلې لوبه وکړه او د راشد خان توپ اچونې سره هم مخامخ شو. سلیزه یې د راشد خان په یوه توپ د شپږیزې په وهلو سره پوره کړه.

    ټولټال یې ۳۸ توپونه ولوبول او ۱۰۱ منډې یې جوړې کړې چې اووه څلوریزې او ۱۱ شپږیزې پکې شاملې دي.

    د خپلې لوبډلې له بل توپوهونکي یشاسوي جېسوال سره یې په ګډه ملګرتیا ۱۶۶ منډې وکړې چې هغه هم په ۴۰ توپونو ۷۰ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

    تر راشد خان وروسته چې پراسد کرېشنا سوریاوانشي ته توپ اچونه پیل کړه نو په ‘یارکر’ بال یې وېکټ ترې وویشتله، ویې سوځاوه او د کرېکټ په اصطلاح د دوی اوږد “پارټنرشېپ” یې مات کړ.

    له دې سره وېبو سوریاوانشي په ای‌پي‌اېل سیالیو کې دویم او د یوه هندي لوبغاړي په توګه لومړی تر ټولو ګړندۍ سل منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

    تر ده مخکې په ۲۰۱۳ کې په دې لوبو کې د ويسټ انډيز کرېس ‌ګېل په ۳۰ توپونو سلیزه وهلې وه. ګېل هغه مهال په ای‌پي‌اېل کې د ‘رایل چېلېنجرز’ لپاره د ‘پونې وارییرز’ په خلاف لوبېده.

    په دې لوبه کې ګجرات ټايټنز په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې کړې وې چې سیالې راجستان رایلز لوبډلې د سوریاوانشي چټکې سلیزې په مرسته په ۱۵ اوور کې ټاکل شوی هدف ترلاسه او د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې لوبه د اتو وېکټو په توپير وګټله.

    دیادونې ده چې سوریاوانشي تازه همدا تېره میاشت خپله ۱۴ کلني ونمانځله.

    هغه وېبو سوریاوانشي چې څو کاله مخکې یې د هند غوره لیګ کرېکټ سیالۍ کتلې، تېر کال پرې په همدې لوبو کې بولي وشوه او راجستان رایلز لوبډلې په شاوخوا ۱۱ میلیونه هندي روپیو د لوبو لپاره واخیست.

    دی د هند د ای‌پي‌اېل په تاریخ کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو چې د همدې روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې خپلې لوبډلې د لوبېدو چانس ورکړ. وړتیا یې په هماغه لومړۍ لوبه کې ښکاره کړه چې په لومړي توپ یې شپږیزه ووهله.

    د تېر کال په اکتوبر میاشت کې چې دی لا ۱۳ کلن و، په ۵۸ توپونو یې سلیزه ووهله او د خلکو په خوله شو.

    په هغه لوبه کې دی د هند تر ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبډلې لپاره د ځوانانو په ټېسټ لوبه کې د اسټرالیا په خلاف په چېنای کې لوبېده.

    دی تېر کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې هم ولوبېد او منډې يې وکړې.

    سوریاوانشي د هند په لوېدیځ ایالت بېهار کې رالوی شوی او هماغلته یې د خپل ایالت لپاره د کرېکټ لومړۍ درجه یا فرسټ کلاس لوبې هم کړې دي.

    د هند غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل اېکس‌پاڼې د سوریاوانشي د خولې خبرې هم خپرې کړې دي چې دی پکې د خپل مور او پلار “منندوی” دی.

    دی وايي، “زه چې نن هر څه یم، د خپل مور او پلار له برکته یم. چې تمرین ته به تلم نو مور به مې کله سهار وختي اته بجې راته پاڅېدلې وه،‌ په داسې حال کې چې د شپې به یوولس بجې وېده شوې وه. ایله څو ساعته خوب به یې کاوه او ما ته به یې ډوډۍ تیاروله.”

    سوریاوانشي په دې لنډو خبرو کې همدا راز وايي، د دې لپاره چې دی خپلو لوبو او کرېکټ ته ورسېږي مشر ورور او پلار به یې د کور لپاره د نفقې ګټلو بوج پورته کاوه.

    دی زیاتوي، “پلار مې زما لپاره کار پرېښود او مشر ورور مې د هغه کارونو ته اوږه ورکړه.‌ د کور ګوزاره ډېره په سختۍ کېده. خو پلار به مې په ټینګار راته ویل چې ته به کرېکټ کوې. نو خدای هم هر چا ته د هغه د زحمت ثمره ورکوي. نو زما هر بریالیتوب یا لاس ته راوړنې چې ګورئ، دا مې د مور او پلار له برکته دي.”

  • بارسلونااو ریال مادرید نن شپه دهسپانیا جام پایلوبه تر سره کوی

    بارسلونااو ریال مادرید نن شپه دهسپانیا جام پایلوبه تر سره کوی

     

     

    د هسپانیا د جام د مهمې فاینل په درشل کې، د ریال ماډریډ او د هسپانیا د فوټبال فدراسیون ترمنځ نوې کړکیچ رامنځته شوی دی.

    ریال ماډریډ ګواښ کړی چې که چیرې لوبڅار ریکارډو ډی بورګوس بینګوسیا او د ویډیو مرستیال لوبڅار ګونزالیز فیورټیس بدل نه شي نو له فاینل څخه به لاس واخلي.

    ټاکل شوې ده چې ریال ماډریډ او بارسلونا نن شپه د کوپا ډیل ری فاینل لوبه د ځایي وخت په ۱۰:۰۰ بجو د سیویل په لا کارتوجا لوبغالي کې وکړي. په هرصورت، د ریفري په وړاندې د مادرید وایټز اعتراضونو د لوبې دمخه رسمي پلانونه هم اغیزمن کړي دي.

    ریال ماډریډ مخکې له دې هغه مطبوعاتي کنفرانس او ​​رسمي عکس اخیستل لغوه کړي وو چې ټاکل شوې وه تېر ماښام د لوبې په ځای کې ترسره شي؛ یوه پریکړه چې مستقیم د حکمیت له څنډو سره تړاو لري.

    دا په داسې حال کې ده چې ډی بورګوس نن ماسپښین د فاینل څخه مخکې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ریال ماډریډ په ګډون د کلبونو د فشار او نیوکو څخه ژوره اندیښنه وښودله، او د مطبوعاتي کنفرانس په جریان کې  اوښکې تویې کړې.

    د هسپانیا د فوټبال فدراسیون دلوبحارد بدلون د امکان په اړه وروستی دریځ لا نه دی اعلان شوی. اوس موږ باید وګورو چې د هسپانیا فوټبال پریکړه کونکي به په راتلونکو ساعتونو کې د دې بې ساري بحران سره څنګه مقابله وکړي.