دسته: نړۍ

  • د بندرعباس په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسیدلی

    د بندرعباس په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسیدلی

    د ايران په بندر عباس کې له مرګونې چاودنې دری ورځې وروسته، د مړو شمېر لا هم مخ په زياتېدو دی. چارواکي د لسګونو ناپېژندل شویو جسدونو یادونه کوي. د دوشنبې په ورځ، په بندر عباس کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۰ ته لوړ شو. د هرمزګان د والي په وینا، ۲۲ کسان لا هم نادرکه دي. بل پلو روغتیايي چارواکي د ۲۲ جسدونو د پېژندلو هڅه کوي.

    په همدې مهال، د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اور وژنې عملیات پایته رسېدلي، خو د هرمزګان والي وايي د قربانیانو لپاره د مرستې او ژغورنې عملیات لاهم روان دي او په وينا يې د سيمې پاکولو او کانټېنرونو لېږدول ښايي تر “دوو اوونيو” وخت ونيسي.

    د ایران حکومت د ‘شهید رجايي’ په نوم مهم بندر کې تر چاودنې وروسته دوشنبه (اپرېل ۲۸/غويي ۸) په ټول هېواد کې “عمومي ماتم” یا ویر اعلان کړی دی.

    د چارواکو به وینا په دې چاودنه کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي هم دي.

    د چاودنې له کبله د رامنځته شوې ککړتیا او لوګیو له امله په بندر عباس او ‘قشم’ سیمه کې ټول ښوونیز او دولتي مرکزونه رخصت کړای شوي دي.

    په همدې حال کې د ایران رسنیو خبر ورکړی چې روسیې درې الوتکې د اور قابو کولو لپاره ورلېږلې دي.

    د يکشنبې په ورځ د تسلیت پیغام تر څنګ د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له ایران سره د اور په مړ کولو کې د همکارۍ وړاندیز کړی و.

    په ایران کې د مسکو سفیر کاظم جلالي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، له روسیې تر مرستې غوښتلو وروسته دغه هېواد په داسې حال کې چې “رخصتي‌ هم وه، په نیمه شپه یې په چټکۍ سره د اور وژنې درې الوتکې د شهید رجايي بندر د اور قابو کولو لپاره راولېږلې.”

    د ایران په هرمزګان کې د کړکېچ د کنټرول مدیر مهرداد حسن زاده ویلي چې اوسمهال “تر ۸۰ سلنه اور قابو شوی دی. د شهید رجايي بندر د اور وژنې ځمکنۍ او هوايي ډلې پر اور مړ کولو لګیا دي.”

    چاودنه د شنبې (اپرېل ۲۶/ غويي ۶) پر سهار د شهید رجايي په نامه بندر کې شوې، چې د ایران سویلي بندر عباس ښار ته نژدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.

    د دې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو بامونه وغورځېدل، کړکۍ ماتې شوې او په سیمه کې ګاډي ویجاړ شول.

    چاودنه دومره زوروره وه، چې د پېښې له ځایه ۵۰ کیلومتره لېرې یې اغېز محسوس شوی. د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، شپږ کسان لا هم تري تم دي.

    د ایران مدني دفاع ادارې مسوولین وايي، د اور وژنې ”اتیا سلنه عملیات” ترسره شوي دي.

    د چارواکو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي:” له لومړنیو ساعتونو راهیسې ۷۵۲ روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.”

    په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۹۰ کسان تر اوسه په روغتونونو کې بستري دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

    احتمال شته چې د مړو شمېر لوړ شي. روغتونونو کې په پراخه کچه له خلکو د وینې ورکولو غوښتنه شوې.

    ایراني چارواکو تر اوسه په بندر کې د چاودنې لامل نه دی په ګوته کړی.

    ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي، د بندر عباس په شهید رجايي بندري سیمه کې یوې زورورې چاودنې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.

    رپوټونو کې ویل شوي چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوي. ” چاودنه دومره زوروره وه چې د یوې ودانۍ چت پر کارکونکو نړېدلی.”

    ځېنو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې چاودنې په کانتینرونو کې د کیماوي توکو له امله ډېرې زورورې وې.

    عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي ” لومړۍ په لږه اندازه اور ولګېد خو په سیمه کې د ۴۰ سانټي ګراډه تودې هوا له کبله په چټکۍ دغه اور پراخه شو او د چاودنو لامل شو.”

  • هند د پاکستان پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره اسناد ټولوي

    هند د پاکستان پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره اسناد ټولوي

     

    یوې امریکایي ورځپاڼې ادعا کړې ده چې،له پهلوګم پیښې وروسته، هند د ۱۰۰ بهرنیو ماموریتونو ډیپلوماتان د بهرنیو چارو وزارت ته د معلوماتو شریکولو لپاره بللی دي.

    د ورځپاڼې په وینا، هندي چارواکو ویلي چې د دوی تحقیقات روان دي، او د پهلګام پیښې د مسؤلینو د  پیژندنې معلوماتو په ګډون تخنیکي او استخباراتی هڅې روانې دي.

    د امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، څلورو ډیپلوماتانو چې له دې لنډیزونو سره بلد وو وویل چې نوی ډیلي ظاهرا د خپل ګاونډي او دودیز دښمن پر وړاندې د پوځي اقدام لپاره تابیا نیسي

    له بلې خو یوې هندي رسنۍ ادعا کړې ده چې هند غواړي د پاکستان دننه هدفونه په نښه کړي

    د “نوي پاکستان” پروګرام کوربه شهزاد اقبال سره په خبرو کې، اړوندو سرچینو ویلي چې که هند د پاکستان پر وړاندې کومه غلطه هڅه وکړي، نو پاکستان به نه یوازې دا ډول برید شنډ کړي، بلکې په ځواب کې به پاکستان د پولې هاخوا سلګونه هدفونه هم په ګوته کړي، چې په څو دقیقو کې به په نښه شي.

    اړوندو سرچینو روښانه کړه چې پاکستان وروستۍ تاوتریخوالی نه دی پیل کړی، او نه هم د پاکستان دولت د پهلګام په پیښه کې کوم لاس درلود، او نه هم تر اوسه پورې د پاکستان له خوا د کوم غیر دولتي لوبغاړي په پیښه کې د لاس لرلو کوم شواهد شتون لري.

  • اسراییلو له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه واچوي

    اسراییلو له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه واچوي

    واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر، ران درمر، د امریکا له جګپوړو چارواکو غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو د ځواکمنو “سنګرماتوونکو” بمونو د کارولو امکان په پام کې ونیسي.

    د دې راپور له مخې، درمر په ګډو غونډو کې ویلي دي چې د ایران اتومي تاسیسات، چې تر مځکې لاندې دۍ، یوازې هغه مهال له منځه وړل کېدای شي چې د امریکا هوایي ځواک د ۳۰ زره پونډ وزن لرونکي سنګرماتوونکي بمونه وکاروي.

    دا معلومات د اسراییلو د پخوانیو استخباراتي چارواکو او امریکایي استخباراتي چارواکو له، چې د دغو غونډو له جزییاتو خبر وو، له قوله خپاره شوي دي.

    واشنګټن پوسټ همداراز افشا کړې ده چې د تېر نوومبر د ټاکنو د پایلو له مخې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، درمر له ټرمپ سره د هغه په مار-اې-لاګو کې هستوګمځي کې اوږدې خبرې کړي دي. په دې لیدنه کې د ټرمپ زوم او سلاکار جرد کوشنر او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازی، سټیو ویتکاف، هم حاضر وو.

    د راپور له مخې، دا کتنه د درمر په ابتکار ترسره شوې وه، او څو اسراییلي چارواکو ویلي چې هدف یې “د امریکا او اسراییل ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د نوو بنسټونو ایښودل” و.

    تر دې وړاندې، د اکسیوس نشریې هم د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې تېره اوونۍ د ایران او امریکا د اتومي خبرو پر مهال، ران درمر هم په روم ښار کې موجود و.

    له موضوع درېیو خبرو اسراییلي سرچینو هم ویلي چې درمر د دغو خبرو اترو له پیل یوه ورځ مخکې په پاریس کې د ایران د خبرو اترو لپاره د امریکا له استازي، سټیو ویتکاف، سره لیدلي وو.

    امریکا په تېرو اوونیو کې او له تهران سره د اتومي مذاکراتو د پیل په درشل کې، خپلې څو بي-۲ بمبارد الوتکې د دیه‌ګو ګارسیا نظامي اډې ته انتقال کړې دي.

    د بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې ځانګړی وړتیا لري چې له درنو دفاعي سیستمونو څخه تېرې شي او د ۳۰ زره پونډه وزن لرونکو لویو “نفوذي بمونو” (GBU-57A/B) په کارولو سره تر مځکې لاندې تاسیسات له منځه وړي.

    دا هدایتېدونکي او سنګرماتوونکي بمونه چې ۱۴ ټنه وزن لري، یوازې د بي-۲ الوتکو په وسیله انتقالېدای شي او د پیاوړو مرکزونو د ویجاړولو لپاره ډیزاین شوي، چې پکې د ایران احتمالي تاسیسات هم شامل دي.

    د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې، متحدو ایالتونو په لومړي ځل له بي-۲ الوتکو څخه د یمن د حوثیانو د زیرمو د ویجاړولو لپاره کار واخیست.

  • دپاپ فرانسیس دجنازې مراسم جریان لري

    دپاپ فرانسیس دجنازې مراسم جریان لري

     

    ددونالد ترامپ په ګډون مهم مشران دپاپ دجنازې په مراسمو کې حضور لري

    د پاپ فرانسیس د جنازې مراسم، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو، پیل شوي دي. د نړۍ له پنځوسو څخه زیات مشران او په سلګونو زره ماتم کوونکي په واتیکان او شاوخوا سړکونو کې راټول شوي دي ترڅو په مراسمو کې برخه واخلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په روم کې دی. دا د ولسمشر په توګه د هغه په ​​دوهمه دوره کې لومړی بهرنی سفر دی.
    د ډېرو هېوادونو مشرانو او د شاهي کورنیو غړو د نن ورځې په مراسمو کې د ګډون تایید کړی دی؛ په شمول د برتانیا ولیعهد شهزاده ویلیم، د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون، د هسپانیې پاچا فیلیپ شپږم او ملکه لیټیزیا، او د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا.

    دغه راز دنن په مراسمو کې لاندې شخصیتونه حضور لري

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ

    د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن او پخوانۍ لومړۍ میرمن جیل بایډن

    کیر سټارمر، د برتانیا لومړی وزیر

    اروسولا فون دیرلین، د اروپایی کمیسیون مشره

    فرډینند مارکوس جونیئر، د فیلیپین ولسمشر

    د ارجنټاین ولسمشر، خاویر میلي

  • عمان کې دایران او امریکې دخبرو اترودریم پړاو

    عمان کې دایران او امریکې دخبرو اترودریم پړاو

     

                                               داورانیمو غني کول او د توغندیو پروګرام؛ د عمان د خبرو اترو اصلي ټکي دي

    د ایران د اټومي قضیې د څارونکو سترګې په عمان متمرکزې دي. چیرې چې د ایران او متحده ایالاتو تخنیکي متخصصین د ځینو حساسو او اړینو جزئیاتو بیاکتنې لپاره سره ګوري چې کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د نوي تړون لپاره لاره هواره کړي.

    د ایران د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال مجید تخت روانچي او د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي کوي. برعکس، د امریکا ټیم کې د مختلفو وزارتونو شاوخوا ۱۲ استازي شامل دي، په شمول د بهرنیو چارو وزارت، د خزانې وزارت، او استخباراتي ادارو، او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ پلان جوړونې رییس مایکل انټوین لخوا رهبري کیږي. انټوان د JCPOA یو سخت منتقد و.

    د خبرو اترو اصلي تمرکز به د یورانیمو د غني کولو او د هغې د اندازې مسله وي. دا په داسې حال کې ده چې د دې مسلې په اړه د امریکا دریځونه تر دې دمه متضاد ښکاري.

    تېره میاشت، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ټینګار وکړ چې تهران باید د خپل اټومي پروګرام “بشپړ له منځه وړلو” سره موافقه وکړي. خو، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټاکوف د دې امکان په اړه خبرې وکړې چې ایران ته اجازه ورکړل شي چې د غني کولو کچه ۳.۶۷٪ وساتي، کوم چې په JCPOA کې هم شامل و.

    له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د ډونالډ ټرمپ اداره چمتو ده چې تهران ته اجازه ورکړي چې ملکي اټومي پروګرام ولري، په دې شرط چې دا پروګرام یوازې په وارد شوي اټومي سونګ توکو تکیه وکړي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې که امریکا “حقیقي غوښتنې” وړاندې کړي، نو موافقه ممکنه ده. هغه د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو او د یورانیمو د سوله ایز غني کولو د ایران حق په رسمیت پیژندلو ټینګار هم وکړ.

    د غني کولو د مسلې سربیره، داسې ښکاري چې د ایران د توغندیو پروګرام به هم په خبرو اترو کې راپورته شي. یوه باخبره ایراني چارواکي دا خبر تایید کړ او رویټرز ته یې وویل چې ایران د خبرو اترو په لاره کې ترټولو لوی خنډ د خپل توغندیو پروګرام ګڼي، نه د یورانیمو غني کول.

    ایراني چارواکي څرګنده کړه چې تېره اونۍ له روم څخه له وتلو وروسته، ایراني مذاکره کوونکي په دې باور وو چې متحده ایالاتو دا منلې ده چې تهران به نه په بشپړه توګه خپل د غني کولو پروګرام بند کړي او نه به خپل ټول غني شوي یورانیم وسپاري. خو، د توغندیو پروګرام د شخړې یوه لویه نقطه پاتې ده.

    هغه یادونه وکړه: “په عامه خبرو اترو او دوه اړخیزو تفاهمونو کې د اختلاف یوازینۍ پاتې مسله د توغندیو مسله ده.” ایراني چارواکي ټینګار وکړ چې د توغندیو د پروګرام په اړه د تهران دریځ ثابت دی او ایران د JCPOA کې شامل شوي موادو څخه هاخوا نور امتیازات نه وړاندې کولو ته لیواله دی. د هغه په ​​وینا، د ایران دفاعي وړتیا “د خبرو اترو وړ نه ده”.

    د یادونې وړ ده چې عباس عراقچي، چې ټاکل شوې ده د متخصصینو له غونډې وروسته له سټیو ویټیکر سره “غیر مستقیم” غونډه ولري، پرون، د جمعې په ورځ مسقط ته ورسید.

    تر دې مخکې، د خبرو اترو دوه نور پړاوونه په مسقط او روم کې ترسره شوي وو، چې دواړو خواوو “مثبت او رغنده” وبلل.

  • پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

    پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

    د واتیکان د خبر له مخې پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. واتیکان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له هغه چې پاپ بینیډیکټ شپاړسم له خپلې دندې استعفا ورکړه، کاردينال جورج ماریو برګولیو د ۲۰۱۳ په مارچ میاشت کې د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره وټاکل شو.

    د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته، کارډېنل کېون فارېل د رومن کاتولیکې کلیسا مشر شو او تر هغه چې نوی پاپ ټاکل کېږي نوموړی به دا دنده پر غاړه لري.

    کارډېنل فارېل د دوشنبې سهار د پاپ د مړینې اعلان وکړ. نوموړی هغه کس دی چې د پاپ د مړینې یا استعفا څخه د بل پاپ تر ټاکنې پورې واتیکان اداره کوي.

    فارېل د ايرلنډ په ډوبلېن کې زیږېدلی. د اسپانیا په سالامانکا پوهنتون او د روم په پونټیفیکل جورجين پوهنتون کې یې زدکړې کړې دي.

    نوموړی تر ۲۰۰۷ کال پورې د ډالاس بېشپ و. وروسته پاپ فرانسیس ترې وغوښتل چې واتیکان کې دنده ترسره کړي او بیایې د کارډېنل رتبې ته لوړ کړي.

    د بريتانیا له وېسټ منېسټر نیولې تر وارسا، مکسیکو ښار، کیېف او نورو ښارونو کې، زرګونه خلک د پاپ فرانسيس د درناوي لپاره راټول شوي دي.

    دیادونې وړده هغه مهال چې یو پاپ ومري یا هم استعفا وکړي، کاتولیکه کلیسا یوه ځانګړي حالت ته ځي چې ” رسولي تشه” ورته ویل کېږي.

    دغه مهال د پاپ څوکۍ داسې بلل کېږي چې څوک نه لري نو ځکه خو د نوي پاپ تر ټاکل کېدو ځیني واکونه او اجرایوي چارې ځنډول کېږي.

    هم مهاله په واتیکان کې د لوړې پوړۍ ځینې دندې هم ځنډول کېږي او په نړیواله کچه د کاتولیکې کلیسا لخوا هیڅ مهمې پرېکړې نه کېږي.

    د دې هر څه لامل دا ښودل کېږي چې کلیسا بې پرې پاتې شي او د چا تر اغېز لاندې رانه شي او یا ترې هم ناوړه ګټه پورته نه شي . له بلې خوا د الازهر شیخ پاپ فرانسیس د بشر دوستۍ ښه بېلګه بللی د اسلامي نړۍ د یوه معتبر بنسټ الازهر مشر شیخ احمد طیب، پاپ فرانسیس ” یو انساني ورور ” بللی او ویلي یې دي چې هغه د بشر دوستۍ یوه بېلګه وه.

    شیخ طیب مصر ته د پاپ څو کاله وړاندې سفر ستایلی او ویلي یې دي ” انسانیت ته د خدمت وقف، د بې وزلو دفاع او د بېلابېلو دینونو او کولتورونو ترمنځ د اړیکو جوړولو مخکښ و.”

    طیب ویلي، د الازهر او واتیکان ترمنځ اړیکې د پاپ فرانسیس په موده کې پراخې شوې وې. دغه اړیکې په ۲۰۱۷ کال کې د الازهر د سولې کنفرانس کې له ګډونه پیل او په ۲۰۱۹ کال کې د انساني ورورولۍ د سند په لاسلیک سره یې دوام وکړ.

    شیخ طیب ویلي، پاپ له اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول عرب ټولنې سره له نژدې لیدنو ژمنتیا درلوده او پر غزې د یرغل پر مهال او همدا ډول نړۍ کې د اسلام ضد کرکې پر وړاندې یې رغنده رول درلوده.

    دیادولو ده چې د پاپ فرانسیس جنازه به د تیرو مراسمو په پرتله یو څه جلا وي.د مراسمو پیل به د واتیکان د لوړ پوړي کارډینل یا مذهبي مشر کیون فاریل په مشرۍ وي چې د “مړینې رسمي تایید ” به اعلانوي او د پاپ جسد به په تابوت کې اېښودل کیږي.

    د پاپ جنازه په دودیز ډول یوه پیچلې موضوع وه، خو پاپ فرانسیس په دې وروستیو کې د جنازې بهیر ساده کولو لپاره ځینې پلانونه تصویب کړل.

    پاپ د لرګي یو ساده تابوت غوره کړی په یوه لوړ ځای عامو خلکو ته د جسد لیدودود یې لغوه کړ. پرځای به یې، ویر کونکو ته بلنه ورکړل شي چې داسې حال کې خپل درناوی وړاندې کړي چې د هغه جسد به تابوت کې دننه پروت وي، پوښ یې لرې کیږي. فرانسیس به په روم کې د سینټ ماري کلیسا یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

    دا له یوې پېړۍ ډېره موده کې لومړی ځل دی چې یو پاپ له واتیکانه بهر سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.

  • دامریکې په ۵۰ ایالتونو کې دترمپ ضد لاریونونه

    دامریکې په ۵۰ ایالتونو کې دترمپ ضد لاریونونه

     

    په لس هاوو زره خلکو د امریکې ولسمشر دونالد ټرمپ د پالیسیو پر ضد په مختلفو ایالتونو کې لاریونونه پیل کړي دي.
    د لاریونونو غوښتنه د ۵۰۵۰۱ غورځنګ لخوا ورکړل شوې وه، چې معنی یې د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې د ۵۰ لاریونونو غورځنګ دی
    د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، نن د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د ولسمشر ټرمپ د پالیسیو پر ضد لاریونونه روان دي، چې ګڼ شمېر خلک پکې ګډون لري.

    د راپور له مخې، لاریون کوونکو په واشنګټن ډي سي کې هم په لوی شمیر کې راټول شوي دي، دغه راز  د نیویارک او فلوریډا په ګډون په بیلابیلو ځایونو کې هم لاریونونه پیل شوي دي.

    د امریکايي رسنیو په وینا، په واشنګټن ډي سي او د امریکا په نورو ښارونو کې د ټرمپ پر ضد د لاریونونو غوښتنه د ۵۰۵۰۱ غورځنګ لخوا شوې ده. ۵۰۵۰۱ د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې د پنځوسو لاریونونو غورځنګ استازیتوب کوي.

    د راپور له مخې، د لاریونونو تنظیموونکي وايي چې دوی د ټرمپ ادارې د غیر ډیموکراټیکو او غیرقانوني اقداماتو پر وړاندې د لاریونونو غوښتنه کړې ده.

  • دخبرو دوهم پړاو اوپر اټومي تاسیساتو دبرید ګواښ

    دخبرو دوهم پړاو اوپر اټومي تاسیساتو دبرید ګواښ

     

    په داسی حال کې چې نن دایتالیا په روم ښار کې دایران او امریکې د هستوي خبرو اترو دوهم پړاو پیل شوی دی، اسراییلي چارواکي وایی د ایران پر اټومي تاسیساتو برید ،ناشونی نه دی

    اسراییلي چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې دوی به د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي، او نتانیاهو ټینګار کوي چې له ایران سره هر ډول خبرې اترې باید د تهران د اټومي پروګرام په بشپړ ډول له منځه وړلو لامل شي.

    د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو اترو دوهم پړاو، چې د عمان په منځګړیتوب ترسره کېږي، بنن پّ روم ښآر کې پیل شوي دي

    په وروستیو میاشتو کې، اسراییل د ټرمپ ادارې ته د ایراني تاسیساتو د برید لپاره یو لړ انتخابونه وړاندې کړي دي. د باخبره سرچینو په وینا، د دې انتخابونو څخه ځینې یې د پسرلي په وروستیو او دوبي کې پلان شوي دي.

    د رویټرز سرچینې وايي چې په پلانونو کې د هوایي بریدونو او ځانګړو ځواکونو عملیاتو ترکیب شامل دی چې احتمال لري د تهران وړتیا ګډوډ کړي چې د میاشتو یا حتی یو کال یا ډیرو لپاره خپل اټومي پروګرام په نظامي توګه وکاروي.

    د چهارشنبې په ورځ، نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې په سپینه ماڼۍ کې د نتانیاهو سره د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې واشنګټن غواړي له تهران سره ډیپلوماټیکو خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او په لنډ وخت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ملاتړ ته چمتو نه دی.

    خو، اسراییلي چارواکي اوس په دې باور دي چې د هغه هیواد پوځ ممکن په ایران باندې محدود برید وکړي چې د متحده ایالاتو لږ ملاتړ ته اړتیا ولري. دا برید به د هغه څه په پرتله خورا کوچنی وي چې اسراییل په پیل کې وړاندیز کړی و.

    د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي رویټرز ته وویل چې تهران د اسراییلو له پلانونو خبر دی او د هر برید په وړاندې به “سخت او پرېکنده” ځواب ووایی.

    دغه ایراني چارواکي رویټرز ته وویل: “موږ باوري معلومات لرو چې ښیې اسراییل د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د لویې کچې برید پلان لري.”

    داسی ښکاری چې پّ خبرو اترو کې د لا زیاتو امتیازاتو دترلاسه کولو تبلیغاتي جګړه تونده شوېاو هر لوری غواړي دخپل سیال روحیه وځپي

  • دایران پر نفتی چارو دامریکې نوي بندیزونه

    دایران پر نفتی چارو دامریکې نوي بندیزونه

     

    امریکا د ایران د تیلو واردونکو شرکتونو او د تیلو ټانکرونو باندې نوي بندیزونه ولګول

    متحده ایالاتو د ایران د تیلو واردونکو شرکتونو او د تیلو ټانکرونو باندې نوي بندیزونه لګولي دي.

    د امریکا د خزانې وزارت په وینا، په ځینو بار وړونکو شرکتونو او د تیلو ټانکرونو باندې په شمول د چین په خاوره کې د تیلو د تصفیې کوچنۍ خپلواکې فابریکې ،بندیزونه لګول شوي دي ترڅو پر ایران فشار زیات کړي، .

    د امریکا د خزانې وزارت وايي چې په چین کې د تیلو تصفیه خانې د ایران د خامو تیلو د یو ملیارد ډالرو څخه د زیاتو ډالرو په ارزښت پیرودلو کې ښکیل دي.

    د خبري اژانس په وینا، چین پر ایران د امریکا بندیزونه نه مني او چین د ایران د تیلو ترټولو لوی واردونکی دی.

    یاده دی وي چې د چین او ایران ترمنځ ډیری سوداګري د ډالرو پرځای په چینایي اسعارو ترسره کیږي.

    د ورځې په پیل کې، متحده ایالاتو د ایران د تیلو د غیرقانوني خرڅلاو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه ولګول.

  • ترمپ ټولنیز امنیت له ګواښ سره مخ کړی(بایدن)

    ترمپ ټولنیز امنیت له ګواښ سره مخ کړی(بایدن)

     

    بایډن وايي، د ټرمپ ادارې په دومره لنډ وخت کې دومره ډیر زیان رسولی دی چې د باور وړ نه دی
    د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن په ډونالډ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ټرمپ نوې ادارې په دومره لنډ وخت کې دومره ډیر زیان رسولی دی چې د باور وړ نه دی.

    جو بایډن په شیکاګو کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې تر اوسه پورې ۷۰۰۰ کارمندان له دندو ګوښه شوي دي. دوی غواړي د منځنۍ طبقې او کارګرو خلکو په نښه کړي ترڅو د دوی شتمن ملګري نور هم شتمن شي. ولسمشر ټرمپ ټولنیز امنیت له خطر سره مخ کوي.

    د ټرمپ د کمولو د پلان په اړه، جو بایډن وویل چې دا اقدامات به زاړه امریکایانو ته ډیر زیان ورسوي.

    د بایډن د وینا څخه مخکې، د سپینې ماڼۍ ویاند حیرانتیا څرګنده کړه، ویې ویل چې بایډن به د شپې وینا وکړي، او دا به د هغه د خوب وخت وي چې ډیر ژر ویده شي.