دسته: نړۍ

  • پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

    پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

    د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د شنبې تر نیمايي ورځې پورې په ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو ملېشو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان شهیدان او له ۴۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.

    د الشفا روغتون کارکوونکو او عیني شاهدانو خبري اژانسونو ته وویل، په یوه پیښه کې چې د غزې ښار په یوه لوبغالي رامنځته شوه، د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول.

    دغه لوبغالی د هغو بې ځایه شویو خلکو د استوګنې لپاره کارول کېده چې هلته په موقتو کېږدیو کې ژوند کوي.

    یو عیني شاهد وايي، دوی هلته ناست وو، چې ناڅاپه پر سړک یوه لویه چاودنه وشوه.

    احمد قیشاوي رویټرز خبري اژانس ته وویل: “دا سیمه له خیمو ډکه وه، اوس خیمې تر خاورو لاندې دي. موږ په خپلو خالي لاسونو تر ساعتونو پورې کېندنې کولې.”

    دی زیاتوي: ”دلته نه مطلوب کسان شته او نه هم ترهګر، هغسې چې دوی (اسرائیلیان) ادعا کوي، بلکې یوازې ملکي خلک او ماشومان دي، چې په بې زړه سوي توګه په نښه شول.”

    د المواسي سیمې اپارتمانونو پر یوه بلاک او یوې خیمې بریدونو کې د ۱۴ نورو کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوی، چې ویل کېږي، ځینې یې ماشومان دي.

    سهیونیستي اشغالګرو (ای ډي ایف) تر اوسه د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د شنبې په ماښام یې یوه اعلامیه کې ویلي، د جمعې پر ورځ یې د غزې ښار په صبرا سیمه کې د حماس پوځي څانګې یو لوړ پوړی غړی حخم محمد عیسی العیسی وژلی دی.

    اشغالګر ادعا کوي چې العیسی د حماس پوځي څانګې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه یو و، د حماس د عمومي امنیت شورا غړی و او پر اسرائیل یې د حماس ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ برید “پلان جوړولو او پلي کولو کې مهم رول” لوبولی و.

    اسرائیلي اشغالګرو  د اکتوبر هغه برید په ځواب کې پز غزه بمبار‍ۍ پیل کړې، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

    د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۶۰۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

    ،د جمعې ورځې له اسرائیلي بمبارۍ وروسته خلک او خیمې تر خاورو لاندې شوي.

    د المواسي سیمې په برید کې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار ووژل شول، چې خپلوانو یې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي، په خوب ویده وو، چې وژل شوي دي.

    د شنبې پر ماسپښین د جعفا ښوونځي ته نږدې تفاح سیمه کې د هوایي برید پایله د یو شمېر کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي. دا هغه ځای دی، چې د غزې سلګونه بې ځایه شویو خلکو پکې پناه اخیستې.

    د فلسطین عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په دې برید کې لږترلږه اته کسان ووژل شول، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل وو.

    روغتیايي چارواکي وايي، چې امبولانس او د مدني دفاع عمله د لارو ویجاړېدو له کبله هغو قربانیانو په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ وو، چې په کنډوالو کې ایسار پاتې وو.

    په ورته مهال، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هیله من دی چې په راتلونکې اونۍ به اوربند وشي.

    قطري منځګړي وايي، دوی هیله لري چې د امریکا فشار به د اسرائیل او ایران ترمنځ له اوربند وروسته، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ شخړه پای ته ورسېده، یوه توافق ترلاسه کړي.

    په مارچ میاشت کې یو دوې میاشتنی اوربند هغه وخت مات شو، چې اسرائیلي ځواکونو پر غزه تازه بریدونه پیل کړل. هغه اوربند چې د جنوري پر ۱۹مه پیل شوی و، د درې پړاوونه درلودل، خو له لومړي پړاوه هم تېر نه شو.

    د هغې هوکړې په دویم پړاو کې دایمي اوربند، په اسرائیل کې د فلسطیني بندیانو خوشي کېدو بدل کې په غزه کې د ژوندي پاتې یرغمل شویو کسانو بېرته ستنیدل او له غزې نه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل شامل وو.

    پر پنجشنبه د حماس یوه لوړ پوړي چارواکيوویل، منځګړو په غزه کې د نوي اوربند او د یرغملو خوشي کېدو توافق لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي، خو له اسرائیل سره خبرې لا هم په ټپه ولاړې دي.

    بل لور د شنبې پر ماښام په تل ابیب کې یوه لاریون شوی، چې په کې د حماس لخوا په غزه کې د پاتې یرغمل اسرائیلیانو د خوشي کېدو لپاره د یوې هوکړې غوښتنه وشوه. منتظیمینو شعارونه ورکول: “د جګړې پای ته رسولو او په یوه پړاو کې د ټولو (یرغملو) کورونو ته ستنېدو وخت راغلی دی”.

  • ایران او اسراییل ته اوښتي زیانونه

    ایران او اسراییل ته اوښتي زیانونه

     

    د اسراییل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې دواړو هیوادونو هره ورځ څومره زیانونه ګاللي دي؟

    د اسراییل او ایران ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې په جریان کې په ایران کې د پوځي افسرانو او اټومي ساینس پوهانو په ګډون له ۶۰۰ څخه ډیر کسان ووژل شول.

    له بلې خوا، د اسراییل لخوا نړۍ ته وړاندې شوي ارقامو له مخې، د ایراني بریدونو په پایله کې له ۲ درجن څخه ډیر اسراییلیان ووژل شول، مګر دواړه هیوادونه په دې جګړه کې هره ورځ په سلګونو ملیون ډالر زیانونه هم ګاللي دي.

    اسراییل څومره زیانونه ګاللي دي؟

    ایران په زړورتیا سره جګړه وکړه، راتلونکې اونۍ له ایران سره خبرې اترې کیږي، ممکنه معامله: ټرمپ

    کارپوهانو اټکل کړی چې اسراییل د جګړې پرمهال د ایراني توغندیو او ډرونونو سره د مقابلې لپاره د انټرسیپټر توغندیو لوی شمیر کارولی، د دې توغندیو ورځنی لګښت تر 200 ملیون ډالرو پورې اټکل شوی.

    په وال سټریټ ژورنال کې په خپاره شوي راپور کې، د اسراییل د ملي امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ څیړونکی یاهوشوا کالسکي د ایران په وړاندې د کارول شوي توغندیو لګښت اټکل کړی.

    د ډیویډ سلینګ سیسټم: دا سیسټم د لنډ او اوږد واټن توغندیو د ویجاړولو لپاره کارول کیږي، چې د یو ځل فعالولو لپاره شاوخوا 700,000 ډالر لګښت لري.

    د تیر درې سیسټم: دا سیسټم د جګړې په جریان کې د اوږد واټن بالستیک توغندیو د ویشتلو لپاره کارول کیږي، چې د یو ځل فعالولو لپاره شاوخوا 4 ملیون ډالر لګښت لري.

    د تیر دوه سیسټم: د جګړې په جریان کې کارول شوي د دې سیسټم لګښت د هر مداخلې لپاره شاوخوا 3 ملیون ډالر دی.

    د یوې امریکایي مجلې د راپور له مخې، اسراییل باید د ایران پر وړاندې د جګړې پر مهال په خپل هوايي دفاع یا د توغندیو ضد سیسټم هره ورځ له ۱۰ ملیون څخه تر ۲۰۰ ملیون ډالرو پورې مصرف کړي.

    د ایران لخوا د توغندیو بریدونو په پایله کې، په اسراییل کې ډیری ودانۍ، په ځانګړې توګه په تل ابیب، حیفا او بیر شیبه کې ویجاړې شوې. راپور د دې زیانمنو شویو ودانیو د ترمیم لګښت ۴۰۰ ملیون ډالر اټکل کوي.

    د یوې امریکایي مجلې د راپور له مخې، ایران په حیفا کې د تیلو په تصفیه خانې برید وکړ، او د ملیاردونو روپیو په ارزښت زیربناوو ویجاړولو سربیره، اسراییل باید هره ورځ ۸۵۰ ملیون روپۍ زیان وزغمي.

    ایران څومره زیان لیدلی؟

    که څه هم د ایران حکومت تر اوسه د جګړې پر مهال د اقتصادي زیانونو په اړه ارقام نه دي خپاره کړي، خو د اټومي ځایونو په ګډون ودانیو ته زیان، د ایران لپاره لسګونه ملیارد ډالر اټکل شوی دی.

    د راپور له مخې، د اسراییلو د بریدونو له امله اغیزمن شوي د ایران اټومي سایټونه د تهران لپاره د ملیاردونو ډالرو په لګښت جوړ شوي، او د جګړې پرمهال د دې اغیزمنو سایټونو لګښت به بې له شکه د ایران لپاره خورا ګران وي.

    دا هم ویل کیږي چې د دې جګړې په جریان کې چې څو ورځې یې دوام وکړ، ایران د مادي زیانونو له پلوه د اسراییلو په پرتله ډیر تاوان زغملي دي.

    د امریکا د یوه فکري ټانک راپور نور هم وايي چې حتی د اسراییلو له برید دمخه، ایران د ساختماني او زیربناوو لپاره ۵۰۰ ملیارد امریکایي ډالرو ته اړتیا درلوده، او دا د برید وروسته څو ملیارد ډالرو ته لوړ شوی دی

  • غزه کې د فلسطین د مقاومت په برید کې ۷ اسراییلي پوځيان ووژل شول

    غزه کې د فلسطین د مقاومت په برید کې ۷ اسراییلي پوځيان ووژل شول

     

    اسراییل وایی چې د دوی یو زغره وال موټر پرځای پرځای شوي بارودي موادو ختلی اوچاودنه رامنځته شوې ده

    د اسراییلي رسنیو په وینا، مقاومت لا دمخه په هغه ځای کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې اسراییلي سرتیري باید تیر شي، او کله چې د اسراییلي پوځ یو زغره وال موټر په چاودیدونکو توکو ولګېد، چاودنه وشوه چې تلفات یې رامنځته کړل.

    د راپور له مخې، سرتیري پرون په جنوبي غزه کې ووژل شول او ټول وژل شوي سرتیري د انجینرۍ کنډک پورې اړه لري، پداسې حال کې چې د وژل شویو سرتیرو عمرونه د ۱۹ او ۲۱ کلونو ترمنځ دي.

    دغه راز د سه شنبې په ورځ په جنوبي غزه کې په یوه بله پیښه کې یو اسراییلي سرتیري هم ټپي شو.

    د اسراییلي رسنیو په وینا، پوځ په غزه کې د وژل شویو ۶ سرتیرو هویت څرګند کړی، خو د یو سرتیري هویت لا نه دی څرګند شوی.

  • ټرمپ د استخباراتي معلوماتو افشا کولو موضوع کې پر امریکايي رسنیو سختې نیوکې کړې

    ټرمپ د استخباراتي معلوماتو افشا کولو موضوع کې پر امریکايي رسنیو سختې نیوکې کړې

    د متحدو ایالتو ولسمشر ډونلډ ټرمټ د استخباراتي ارزونې په تړاو د رسنیو رپوټونو ته غبرګون څرګند کړی.

    پر خپله خواله رسنۍ ټروث سوشل یوه تازه پیغام کې پر امریکايي رسنیو او د دوی پر خبري پوښښ سختې نیوکې کړې.

    نوموړي لیکلي: ”جعلي خبرونه سي این این، له ناکام نیویارک ټائمز سره یو ځای په یوه ډله کې د دې هڅې لپاره یو ځای شوي چې په تاریخ کې تر ټولو بریالي بریدونه بې معنی ثابت کړي. په ایران کې اتومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي! ټائمز او سي این این دواړه د خلکو لخوا رټل کېږي.”

    د ټرمپ حکومت اداره پرلپسې هغه رپوټونه ردوي چې وايي، د امریکايي بریدونو له کبله د ایران اتومي پروګرام له منځه نه دی تللی.

    د یوې نظر پوښتنې پایله چې په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس خپره کړې، ښيي چې په دې هېواد کې ډېری خلک، یعنی ۵۶ سلنه د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکايي ځواکونو له بریدونو سره مخالف وو.

    د خلکو لوی اکثریت دې نظر پوښتنې ته ځواب کې ویلي، ولسمشر باید د دې بریدونو لپاره د امریکا کانګرېس هوکړه ترلاسه کړې وای. د خلکو لوی اکثریت یعنی ۸۵ سلنه ګډونوالو د اړوند ګوندونو

    په ورته وخت د برید ملاتړو او مخالفینو له ګوندي لیدلوري په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي، چې د برید ډېری ملاتړي یعنی ۸۵ سلنه ګډونوال جمهوري غوښتونکي رایې ورکوونکي دي.

    بل لور د دې هوايي بریدونو ډېری مخالفین، یعنی ۷۸ سلنه ګډونوال د دیموکرات ګوند رایې ورکوونکي دي.

    خو دې نظر پوښتنې ته د ځواب ورکوونکو یو پاموړ ټکی دا دی چې ګډوال نه خو ځان دیموکرات بولي او نه هم جمهوریت غوښتونکي، بلکې په اصطلاح خان ‘خپلواک’ بولي.

    په دې کسانو کې چې ځان خپلواک بولي، ۶۴ سلنه ګډونوالو له دې بریدونو سره مخالفت کړی او یوازې ۳۶ سلنه کسان یې ملاتړي دي، یعنی خپلواک رایې ورکوونکو لوی اکثریت د دې هوايي بریدونو په هکله دیموکراتانو ته ورته نظر څرګند کړی دی.

  • ۱۲ورځې جګړې څه رامنځته کړل

    ۱۲ورځې جګړې څه رامنځته کړل

    دایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې  په پوځي ډګر کې څه وښودل؟

    دوسلو او سیستمونو ننداره:
    دفاع سیسټمونه لکه اوسپنیز کنبد، فلاخن ، دادوود او تاد سیستمونه کولای شي د ډېرو هوایی بریدونو مخه ونیسيخو په مقابل کې ایراني توغندي کولای شي ټولې دفاعي کرښې هم ماتې کړي.

    دغه توغندي چې ایران ادعا کړوې وه دنیه به حیرانه کړي، اسراییلو  ژورې ته د رسیدو وړتیا لرله ، حتی د ډیرو مداخلو سره سره بیا هم له څو هیوادونو او څو دفاعي کرښو څخه تېر شول.

    یاد توغندي چې څو ډوله یې په دې جګړه کې وکارول شول ددقیقې نښې ویشتلو وړانیا هم لري.ایران دیادو توغندیو پرمت وتوانېد چې داسراییلو پوځي ُاستخباراتي او هوايي اډې هم پّ نښه کړي.

    داسراییلو له خوا دایف ۳۵ الوتکو پراخ کارول چې ایران ته یې سخت زیانونه هم واړول خو دلومړي ځل لپاره دغه الوتکې هم را نسکورې شوې.

     

    په سمندر کې جګړه او د هرمز تنګي
    ایران دهرمز تنګي دتړلو پریکړه وکړه کوم چې دعربي هېوادونو او غربي نړۍ لپاره حیاتي ارزښت لري خو امریکې له چین څخه د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.

    د هرمز په تنګي کې د محدود سمندري ښکیلتیا یا معددي کولو احتمال شتون درلود.

    دوه اړخیزې کمزورتیاوې:
    اسراییل:
    د څلورو دفاعي کرښو سره سره، د راکټ باران او بې پیلوټه الوتکو پروړاندې زیان منونکی ثابت شو په ځانګړي توګه په حیاتي ساحو کې لکه تل اویو  او حیفا.

    دغه راز په قطر کې د امریکایي اړې ویشتل،ثابتوي چې ایران د امریکې غوندې هېواد دفاعي سیستم هم ماتولای شي.

    ایران:
    توغندي، رادار او په لویدیز کې د زیربنایی اډې او د هیواد مرکز د هوا او سایبر بریدونو لخوا په نښه کیږي.

    د لوړواسراییلي بریدونو په وړاندې هوایی دفاع کې ضعف.

    استخباراتي جګړه:

    پّ استخباراتي جګړه کې ایران کمزوری او اسراییل برلاسی ثابت شو.دایران لوړ رتبه جنرالان د هغه هېاود دلوی درستیې او سپاه پاسدارانو دمشر په ګډون دننه ایران کې د موساد د جاسوسانو له خوا ترور شول چې ایران ته لویه او جبران نه منونکې ضایعه ده. خو ایران ونه شو کړای چې دننه اسراییل کې داسې پیښې رامنځته کړي.

     د سایبر عملیات او بریښنایی جګړه
    دواړو لوریو د سایبر جنګ کړی چې د اردو، مخابراتي او ښاري سیسټمونو ګډوډولو لپاره سایبر جنګ کړی دی.

    اسراییل هڅه کړې چې د ایران د توغندیو رادار او سیستمونه ګډوډ کړي.

    ایران هم په اسراییلو کې د ښاري، بریښنا او اوبو اوبو سیستمونو د سایبر حملو وړتیا هم ښودلې ده.

    ایران ښودلې چې د ویجاړیدو ظرفیت لوړ ظرفیت لري، مګر د شخړې ته دوام ورکولو وړتیا محدوده ده (په ځانګړي توګه د هوایی ځواک او دفاع په برخه کې).

    اسرایل له څو ګواښونو سره مخ شو؛ شمال ته په ورته وخت کې شمال ته (حزب الله)، سویل (غزه) او ختیځ (ایران).

    د دواړو هېوادونو دفاعي وړتیا او دوسلو تخنیک  ټولو ته څرګند شو کیدای شي نور هېوادونه هم ورته وسلې جوړې کړي.

    درسونه:

    ایران باید پرخپل هوایی مدافعې باندې کار وکړي او دغه راز خپل استخباراتي سیستم باندې له سره بېا کتنه وکړي.

    اسراییل دی په دی پوه شي چې دامریکې دفاعي سیستمونه نهشي کولای دغه هېواد وساتي ځکه خو باید د خوندي پاتې کیدو نورې لارې ولټوي

  • اوربندمونه دی مات کړی(ایران)

    اوربندمونه دی مات کړی(ایران)

     

    په داسی حال کې چې اسراییل،ایران داوربند به ماتولو تورنوي. ایراني چارواکي وایی په وروستېو ساعتونو کې د دوی له خوا هیڅ توغندی نه دی توغول شوی.

    تردی وړاندی داسراییل د دفاع وزیراداعا وکړه چې ایران دوه توغندي داسراییلو پر لورې توغولي او اسراییل به ورته غاښ ماتوونکی څواب ورکړی.

    دا په داسی حال کې دی چې د اسراییلو حکومت په رسمي ډول له ایران سره اوربند اعلان کړی دی.

    د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دې اړه اعلان وکړ: “موږ د ایران د اټومي او توغندیو ګواښونو په له منځه وړلو کې خپل اهداف ترلاسه کړي دي.”

    هغه د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د هغه څه لپاره مننه وکړه چې هغه یې “د ایران د اټومي ګواښ په له منځه وړلو کې ګډون” بللی دی.

    نتنیاهو زیاته کړه: “موږ د ایران سره د ټرمپ د وړاندیز شوي اوربند تړون سره موافقه کړې ده،” او ټینګار یې وکړ: “اسراییل به د ایران لخوا د اوربند هر ډول سرغړونې ته قاطع ځواب ووایی.”

    د اسراییلو د حکومت په بیان کې ویل شوي چې د شیرانو ډان عملیاتو تاریخي لاسته راوړنې راوړې او اسراییل یې د نړۍ د قدرتونو په ډله کې ځای پر ځای کړی دی.

    سربېره پردې، ټینګار وشو چې د اسراییلو پوځ “د تهران په اسمان بشپړ هوايي کنټرول ترلاسه کړی”، د ایران د پوځي قوماندې جوړښت ته یې سخت زیان رسولی، او د مرکزي حکومت لسګونه اهداف یې ویجاړ کړي دي.

    په حقیقت ټولنیزپاڼه کې په خپل وروستي پیغام کې، ډونالډ ټرمپ په ایران او اسراییلو غږ وکړ چې له دې څخه سرغړونه ونه کړي، او اعلان یې وکړ چې “اوربند اوس نافذ دی.”

  • د اېران او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو .

    د اېران او اسراییلو ترمنځ اوربند وشو .

    ولسمشر ټرمپ د اسرائیل او ایران تر منځ پراخېدونکې کړکېچ کې مداخله وکړه، یو لوی قیمار یې وواهه، خو په ظاهره دا خطر د اوس لپاره د هغه په ګټه ښکاري.

    د سې شنبې پر شپه ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، چې ایران او اسرائیل د اوربند په هکله توافق کړی او دا پرمختګ په راتلونکي کې د دوام لرونکې سولې لپاره لار هوارولای شي.

    که څه هم ایران او اسرائیل په څرګند ډول دا توافق نه دی تائید کړی، خو د سپینې ماڼۍ چارواکي دا د پردې تر شا یوه لویه بریا بولي.

    که ولسمشر ټرمپ وتوانېږي چې دا کړکېچ ختم کړي، چې دی یې ”۱۲ورځنۍ جګړه” بولي، نو دا به ټولې سیمې ته د یوې پراخېدونکې جګړې مخنیوي ګټور ګام وي او هغه هم داسې مهال چې امریکا پر شنبه د ایران اتومي تاسیسات بمبار کړل او داسې اندېښنې ډېرې شوې وې، چې ښايي امریکا په دېکړکېچ کې نوره هم ښکېله شي.

    د اوربند په هکله د ټرمپ په پیغام کې ویل شوی و: “له هغې انګېرنې سره چې هر څه داسې کار وکړي، چې باید یې وکړي، چې کوي به یې، زه غواړم دواړو هېوادونو ته مبارکي ووایم.”

    د امریکا ولسمشر د اسرائیل-ایران کړکېچ ته د “۱۲ ورځنۍ جګړې” نوم ورکړی.

    ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي: “دا یوه داسې جګړه وه، چې کېدای شي تر کلونو پورې یې دوام کړی وای او کېدای شي ټول منځنی ختیځ یې ویجاړ کړی وای، خو داسې و نه شول او هیڅکله به داسې و نه شي!”

    له بلې خوا په تهران کې عیني شاهدانو د بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي، له ځايي وخت سره سم د ګهیځ له څلورو بجو راهیسې یې د چاودنو او دافع هوايي ډزو غږونه نه دي اورېدلي.

    دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په تهران، کرج او رشت ښارونو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.

  • که هنددسیندداوبو تړون ونه مني نوپاکستان به جګړه وکړي( بلاول بوټو)

    که هنددسیندداوبو تړون ونه مني نوپاکستان به جګړه وکړي( بلاول بوټو)

     

    اوس کشمیر یوه نړیواله مسله ګرځیدلې، دا زموږ بریا ده چې یوه داخلي مسله یوه نړیواله مسله ګرځیدلې ده.
    اسلام آباد: د پي پي پي مشر بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې هند دوه انتخابونه لري: د سیند د اوبو تړون ومني، که نه یې مني او بندونه یا کانالونه جوړوي، نو پاکستان به جګړه وکړي.

    په ملي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال، بلاول بوټو د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي د نوم اخیستلو پرته نیوکه وکړه او ویې ویل چې زموږ په سیمه کې هم د نتانیاهو ارزانه کاپي شته، موږ د جګړې، ډیپلوماسۍ او بیانیې په ډګر کې هند ته ماتې ورکړې ده.

    هغه وویل چې موږ د هند د خلکو د ګټې لپاره هم جګړه کوو، د پاکستان او هند د خلکو ګټه په سوله کې ده، هند غواړي زموږ راتلونکي نسلونه د اوبو لپاره جګړه وکړي، د پاکستان د اوبو د بندولو ګواښ د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه ده.

    لومړی لبنان ته راغلل، بیا یمن ته او اوس ایران ته، که موږ خبرې ونه کړو، دوی به موږ ته راشي، بیا به د خبرو کولو لپاره څوک نه وي: بلاول

    د پیپلز ګوند مشر وویل چې د هند لپاره دوه انتخابونه شته، که چیرې دوی د سیند د اوبو تړون ومني او که ونه مني، نو بندونه یا کانالونه به جوړ کړي، نو پاکستان به جګړه وکړي، چې وروسته به د شپږو سیندونو اوبه پاکستان ته ورکړل شي.

    بلاول بوټو زیاته کړه چې د امریکا ولسمشر وايي چې باید منځګړیتوب وشي، هند د کشمیر د خپلې داخلي موضوع په نومولو څخه لاس اخیستی دی، د کشمیر په اړه په نړۍ کې هر ځای خواخوږي شته او اوس کشمیر یوه نړیواله موضوع ګرځیدلې ده، دا زموږ بریا ده چې یوه داخلي موضوع یوه نړیواله موضوع ګرځیدلې ده.

    د بودیجې په اړه په خبرو کې هغه وویل چې زه د حکومت د فدرالي بودیجې ملاتړ کوم، زه د لومړي وزیر، د مالیې وزیر او بهرنیو چارو وزیر څخه مننه کوم چې دا ځل یې په بودیجه کې د پیپلز ګوند سره ښکیلتیا څرګنده کړه، دا یو ښه اقدام دی چې حکومت معاشونه او تقاعد زیات کړي دي، په هرصورت، موږ د معاشونو او تقاعد نور زیاتوالی غواړو.

    د پيپلز ګوند مشر وويل چې د پيپلز ګوند داسې هيلې وې چې موږ يې په بوديجه کې نه شو ترلاسه کولای، دوی غوښتل چې جنوبي پنجاب ته د پنجاب ۳۰ سلنه برخه په PSDP کې ورکړل شي، دوی غوښتل چې فدرالي حکومت د فدرالي فنډ په بڼه د بلوچستان او خيبر پښتونخوا ملاتړ وکړي، د ماليې وزير وويل چې موږ به په راتلونکې بوديجه کې کښېنو او هڅه به وکړو.

  • یو شمیر هیوادونه چمتو دي چې اسلامي جمهوریت ته اټومي سرګلولې ورکړي.

    یو شمیر هیوادونه چمتو دي چې اسلامي جمهوریت ته اټومي سرګلولې ورکړي.

     

    د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې ادعا وکړه چې “یو شمیر هیوادونه” چمتو دي چې د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو وروسته اسلامي جمهوریت ته اټومي سرګلولې ورکړي.

    په پیغام کې، میدویدیف ادعا وکړه چې د اصفهان، نتانز او فردو په دریو ځایونو باندې د امریکا بریدونه برعکس اغیز درلود او د هغه څه څخه مختلف پایلې ته ورسیدل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې اراده کړې وه.

    د میدویدیف په وینا، “د اټومي موادو بډای کول – او اوس موږ په صادقانه توګه ویلای شو، د اټومي وسلو تولید – به دوام ومومي.”

    هغه لیکلي چې د بریدونو وروسته، “ټرمپ کولی شي د نوبل د سولې جایزه هیره کړي.”

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې مسکو د ایران په اټومي ځایونو باندې د امریکا بریدونه په کلکه غندي.

    یادوزارت په یوه بیان کې وویل چې دا غیر مسؤلانه پریکړه، پرته له دې چې څه دلیل لري، په څرګنده توګه د نړیوال قانون، د ملګرو ملتونو منشور او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده.دروسیې دبهرنیو چارو وزارت زیاته کړه: “موږ د بریدونو د پای ته رسولو او د سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې ته د وضعیت د بیرته راګرځولو لپاره د شرایطو د رامینځته کولو لپاره د هڅو د زیاتوالي غوښتنه کوو.

  • د امریکا بهرنیو چارو وزرات په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته د احتیاط خبرداری خپور کړ

    د امریکا بهرنیو چارو وزرات په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته د احتیاط خبرداری خپور کړ

    پر ایران د امریکا له بریدونو وروسته په ټوله نړۍ کې امریکايي اتباعو ته د احتیاط کولو خبرداری ورکړل شوی دی.

    په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي:

    ”په بهر کې د امریکایانو او امریکايي ګټو پر ضد د احتجاجونو احتمال شته. د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې امریکایانو ته خبرداری ورکوي، چې احتیاطي تدبیرونه زیات کړي.”

    دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو د امریکا ضد مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    په ورته وخت کې د ایران ولسمشرۍ مقام پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې پزشکیان وايي، ”پر ایران پوځي یرغل شوی او په کلکه مو له ځانه دفاع وکړه.”

    ”موږ تل ویلي، چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې خبرو او مذاکراتو ته چمتو یو، خو د دلیل منلو پر ځای بل لوري د ایران ملت تسلمېدو غوښتنه وکړه.”

    پزشکیان زیاته کړه: ”زموږ ملت به هیڅکله ظلم او ځورونې ته تسلیم نه شي او طبیعي ده چې یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.”

    له فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکرون سره له ټیلیفوني خبرو وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، ”امریکا به د خپل یرغل ځواب وویني.”

    له بلې خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا برید په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه چې د یکشنبې پر مازدیګر د ایران په غوښتنه رابلل شوې وه، ویناوالو پکې توندې، تېزې څرګندونې وکړې، خو کومه پرېکړه پکې و نه شوه او نه هم پکې کوم پرېکړه لیک تصویب شو.

    غونډه د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په خبرو پیل شوه، چې په وینا یې ملګري ملتونه چمتو دي، چې د یوه سوله ییز حل لپاره هر ډول هڅه وکړي.

    نوموړي زیاته کړه، د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بمباري په داسې یوه سیمه کې خطرناک بدلون دی، چې له مخکې له کړکېچ سره مخامخ ده.

    ګوتېرش وویل، د منځني ختیځ خلک د ویجاړۍ یو بل پړاو نه شي زغملای.

    د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر رافائل ګروسي د دې غونډې یو بل وینا وال و، چې په خبره یې پر اتومي تاسیساتو باید پوځي بریدونه وشي او د (امریکا) تېرې شپې بریدونه ښايي تاوتریخوالی ډېر کړي.

    ګروسي زیاته کړه، اداره یې د اوس لپاره فرودو کارځای کې تر ځمکه لاندې د اوښتي زیان کچې ارزونه نه شي کولای.

    د روسیې استازي چې د امنیت شورا له پنځو اصلي غړو یو او د وېټو حق لرونکی هېواد دی، وویل، پر ایران د امریکا بریدونه د ایران له هر ډول تحریک پرته ترسره شوي او یو ځل بیا ثابته شوه، چې امریکا نړیواله ټولنه په پام کې نه نیسي.

    د روسیې سفیر وویل، امریکا ځان (عمومي قاضي) بولي چې باید هماغسې عدالت وکړي، چې دوی یې غواړي او د (خپل) نړیوال تسلط دوام لپاره چمتو ده، چې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي. د روسیې استازي وویل:

    ”پرېږدئ، در یاده شي، چې هېچا امریکا ته اجازه نه ده ورکړې، چې دا ډول چلن وکړي.”

    د امریکا استازې په نن‍ن‍ۍ غونډه کې هم وویل، ”د ایران رژیم باید اتومي وسله و نه لري” او په وینا یې پر فردو، نطنز او اصفهان اتومي تاسیساتو د امریکايي بریدونو هدف د تهران له ۴۰ کلونو زیاتو هڅو او په ځانګړې توګه د یورانیمو بډای کولو وړتیا له منځه وړل و.

    د امریکا استازې په ​​وینا، دا اقدام د نړیوالې ناامنۍ د سرچینې له منځه وړلو او “زموږ له متحد اسرائیل سره د مرستې لپاره او د ځان د دفاع لپاره د هغوی له حق سره سم او د ملګرو ملتونو د منشور په چوکاټ کې په هدف ترسره شوی دی. ”

    همدارنګه د امریکا متحدو التونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د ایران پر اتومي کارځایونو د برید امر وکړ او دا بریدونه یې بریالي وبلل او د ایران له لاسونو یې د اتومي بم اخیستلو خبره وکړه، په یوه نوي پیغام کې ویلي:

    ”پوهېږم، چې له سیاسي پلوه باید د رژیم بدلون خبره و نه شي، خو که د ایران اوسنی رژیم نه شي کولای د ایران پخوانی عظمت بېرته راولي، ولې باید هلته رژیم بدل نه شي؟ میګا”

    ټرمپ د خپل پیغام په پای کې د څلورو تورو مخفف میګا یا (MIGA) لیکلی، چې ”د امریکا پخواني برم بیا راوستلو” په معانا کارول کېږي، خو په دې پيغام کې یې د امریکا لپاره د سر توری (اې) د ایران لپاره د کارول کېدونکي توري (ای) سره بدل کړی دی، چې معنی یې ”د ایران پخواني برم بیا راوستل دي.”

    د ولسمشر ټرمپ دغه پیغام د یکشنبې پر مازدیګر داسې مهال د نوموړي پر خواله رسنۍ ټروت سوشل خپور شو، چې له دې څو ساعته مخکې د امریکا دفاع وزیر پیټ هګسټ په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا پوځي عملیات ”د ایران پر ضد نه، بلکې د ایران اتومي پروګرام پر ضد شوي” او پنټاګان او سپینه ماڼۍ په ایران کې د رژیم بدلون هڅه نه کوي.