په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د غزې په دیر البلح سیمه کې اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي ګوزارونه کړي دي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونه (ای ډي اېف) بیا وايي، په خدیجه نومي دې ښوونځي کې د حماس د قوماندې یو مرکز فعالیت کاوه. ای ډي ایف ځواکونه زیاتوي، حماس وسله والو په دې ځای کې وسلې زېرمه کولې او د پټنځای په توګه یې کاراوه.
د غزې عامې روغتیا مسوولین بيا وايي، د پېښې په تړاو خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې د پېښې قربانیان ملکي خلک دي او ډېری پکې ماشومان دي.
د غزې عامې روغتیا وزارت مسوولینو په وینا په دیر البلح او خان یونس سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو له کبله د شنبې له سهار راهیسې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۸۹ کسان ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د اسرائیلو روغتیايي سرچینو ویلي، د جولان په لوړو کې د اسرائیلو تر ولکې لاندې مجدل شمس کلي کې د توغندیز برید له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنکي زلمیان او ځوانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان او تنکي ځوانان دي چې په سیمه کې یې د فوټبال په میدان کې لوبې کولې.
د اسرائیلو پوځ ویلي، یو توغندی د دروزمېشتو په ښار کې لګېدلی دی. دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو پر شمالي سرحدونو تر ټولو خونړی برید دی.
اسرائیلي رسنیو ویلي، دغه توغندي د لبنان د حزب الله ډلې له خوا توغول شوي دي. دا برید په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو او دغې ډلې ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د حزب الله لخوا د دې برید ځواب ورکولو ته تیاری نیسي.
دسته: نړۍ
-
په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو لخوا په یوه ښوونځي د برید له امله ۳۰ تنه وژل شوي.
-
ایتوپیا کې ژغورونکو له خټو ۲۲۹ مړي رایستلي.
د ایتوپیا حکومت وایي چې د ځمکې ښویدنې له پېښې وروسته ژغورونکې ډلې له خټو څخه ۲۲۹ جسدونه رایستلي او د نورو مړو د پېداکولو هڅې روانې دي.
دځمکې ښویدنې دغه پېښه د تېرې یکشنبې په ماښام دایتوپیا یا حبشې د ګوفا زون په یوه لیرې پرته غرنۍ سیمه کې له سختو بارانونو وروسته رامنځ ته شوې.
ځایي چارواکو وویل چې د ممکنه ژوندي پاتې شویو خلکو لټون “په شدت دوام لري” خو “د مړو شمېر لاهم لوړېدی شي”.
په عکسونو کې ښودل شوي چې په سلګونو کسان د پېښې په ځای کې راټول شوي او د خاورو لاندې د ژوندیو کسانو په لټه کې دي.سرچینه،REUTERS
ګوفا د سوېلي ایتیوپیا یوه برخه ده چې د پلازمېنې ادیسه بابا سوېل لویدیز شاوخوا ۳۲۰ کیلومتره کې موقعیت لري.
د یادونې وړده چې مخکې هم ایتیوپیا کې د ځمکې ښوېیدنې او سېلابونو پېښې رامنځ ته شوې دي. د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د دغه هېواد په جنوب کې د سختو بارانونو له کبله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول. -
ټرمپ کمالاهریس بې کفایته او نااهله بللې.
د جو بایډن مرستیالې کمالا هرېس، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند کاندیده ده، د دوشنبې په ورځ د دالاور ایالت په ویلیمنګټن ښار کې د بایډن هاریس مرکزي دفتر ته لاړه او وویل: “د ګټلو لپاره میدان ته راغلې” او که د امریکا په تاریخ کې د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه سپینې ماڼۍ ته ورشي نو په خپل هېواد کې به د مېرمنو قانوني حق بېرته ترلاسه او د ماشوم د ضایع کولو حق به ورکړي.
کمالا هرېس دا هم ویلي، که ولسمشره شي، یو اصلي هدف به یې د امریکايي ټولنې د منځنۍ کچې وګړو ځواکمنول وي.
مېرمن هرېس وویل، د هغې په اند د ۲۰۲۵ پروژه چې مېرمن هرېس یې “افراط” بولي، به امریکا شا ته بوځي.
هغې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د ۲۰۲۵ کال په پروژه کې وړاندیز شویو اهدافو او هیلو ته په اشاره وویل: “امریکا مخکې هم دا ډول سیاستونه ازمویلي او موږ لیدلي چې دا ډول تګلارې په سوکالۍ پای ته نه دي رسېدلي. موږ ولیدل چې دوی د اقتصادي نابرابرۍ او بېعدالتۍ لامل شوي او له همدې امله به موږ بېرته هغه حالت ته نه ستنېږو.”
په ورته وخت کې ولسمشر جو بایډن د خپلې استعفا د اعلان پرمهال وویل چې دی به په راتلونکو څو ورځو کې د خپل هېواد له خلکو سره د خپلې استعفا د لاملونو په اړه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړي.
مخکې له دې چې ډونلډ ټرمپ ځان ته غوره کړی مرستیال جي ډي وانس په اوهایو کې خپله وینا پیل کړي، ډونلډ ټرمپ په ټولنیزه شبکه “تروت سوشل” کې پر جو بایډن او کمالا هرېس نیوکې وکړې.
هغه لیکلي: “جو بایډن به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر ثبت شي. ”
ټرمپ د کډوالو په باب د کمالا هرېس فعالیت ته په کنایه وویل، کمالا هیریس یوه نا اهله ښځه ده او زمونږ د سرحدونو وضعیت به نور هم خراب کړي. -
دجوبایدن استعفا یقیني شوه
Axios وېبپاڼې د ډیموکراټ ګوند د څو مشهورو او جګپوړو شخصیتونو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، راپور ورکړی چې د ګوند د کانګرس د مشرانو او نږدې ملګرو له فشارونو وروسته جوبایډن به په راتلونکې اونۍ کې د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه په وتلو قانع شي.
که څه هم چې نوموړې ویبپاڼې د فشارونو او شخصیتونو په اړه څه نه دي ویلي خو درې ورځې وړاندې دامریکې پخواني ولسمشر او د دموکراټانو وتلې څیره بارک اوباما هم له جو بایدن نه غوښټی و چې پر خپلې نوماندۍ باندې بیا کتنه وکړي.
پرجوبایدن تر هغې وروسته نیوکې زیاتې شوې چې له خپل سیال دونال ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې ښه ونه ځلید او دټرمپ د نیوکو ځوابونه یې سم ورنه کړل.
-
۴۰پناه غوښتونکي دهایتي په ساحل کې مړه شوي دي
د هایتي په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۴۰ پناه غوښتونکي وژل شوي دي.
دغه کښتۍ د هایتي له ساحلي ښار کیپ هایتین څخه خپل سفر پیل کړی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا د هایتي په شمالي ساحل کې د پناه غوښتونکو کښتۍ کې د اور لګیدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي دي.د دې ادارې په وینا د دې کښتۍ ۴۱ تنه سپرلۍ د هایتي د ساحلي ګارد له خوا ژغورل شوي دي.اعلان شوی چې دا کښتۍ د کیپ هایتین له ساحلي ښار څخه د ترکیې او کایکوس ټاپوګانو ته د 220 کیلومترو په واټن کې روانه وه.
د ترکس او کایکوس ټاپوګان د کارابین سمندر او د هایټي په شمال کې د برتانیایو له سمندري سیمو څخه دی.
د اور لګېدنې کره لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو یوه ځايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په کښتۍ کې سپاره کسانو ،له سمندر د خوندي تېرېدو په موخه د مراسمو پر مهال،شمعېبلې کړې وې، چې له امله یې په کښتۍ کې دننه د ګازو بیرل وچاودېد.
-
غزه: د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي
چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ : د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د غزې تړانګې پر سوېلي او مرکزي سیمو د اسرائیلو بمباریو او بریدونو له ۶۰ ډېر کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
بریدونه په داسې ځایونو هم شوي چې خپله اسرائیلو هم بشري او غیرجنګي اعلان کړې. اسرائیلی پوځ وايي هلته د ملکیانو د وژنې راپورونه پلټي.
په یوه برید کې، د خان یونس سوېلي ښار په لویدیځه څنډه مواسي سیمه کې چې خوندي یا له جګړې خالي اعلان شوې، یو موټر په نښه شوی او لږ تر لږه اوولس کسان پکې وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان شوي.
فلسطيني چارواکو ویلي چې په دغه ګاډي کې څلور کسان سپاره وو او یوه اردني ساحوي روغتون ته څېرمه د بې ځایه شوو کورنیو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په نښه شوی. په تېرو لسو ورځو کې څوځله اسرائیلو د ملکي فلسطینیانو په پنډغالو بریدونه کړي.
بل برید په مرکزي غزه کې په نصیرات د کډوالو پنډغالي کې د ملګرو ملتونو لخوا مدیریت کېدونکي یوه ښوونځي شوی او لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې دوی فلسطيني جنګيالي په نښه کول او اوس د ملکي مرګژوبلې اړوند راپورونه پلټي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې پر غزه د برید له پیل راهیسې يې په تېرو نهو میاشتو کې د حماس د پوځي شاخې نيمايي مشرتابه یې له منځه وړې او شاوخوا څوارلس زره جنګیالي یې وژلي او یا یې نیولي.
د یادونې وړده چې پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې له ۳۸۷۱۰ کسانو ډېر وژل شوي چې له ۱۴۶۸۰ یې ډېرې ښځې، ماشومان او د لوړ عمر وګړي دي، خو تردې دمه عربي نړۍ او نورو هېوادونو په دغو بریدونو سترګې پټې کړي او د اسرائیلو د دغو جنایاتو پروړاندې یې هېڅ ډول غبرګون نه دې ښودلی. -
اسپانیا داروپا ۲۰۲۴ کال د فوټبال د نړېوال جام اتلولي وګټله
دوشنبه د چنګاښ ۲۵ : د ۲۰۲۴ کال اروپايي فوټبال اتلولیو پایلوبه کې اسپانیا انګلنډ ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.
د لوبې تر لومړۍ نیمې پورې هېڅ یوه لوبډله و نه توانېده، چې ګول وکړي. خو په ۴۶ دقیقه کې د اسپانیا نیکو ویلیمز توپ د انګلنډ ګول ته ورساوه او لومړی ګول یې وکړ.
د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې بیا د انګلنډ کول پالمر د انګلنډ له لوري ګول وکړ او سیالي یې په یوه- یوه ګول برابره کړه. خو مایکل اویارزابیل د لوبې په ۸۶ مه دقیقه کې د اسپانیا لپاره ګټونکی ګول وکړ او لوبډله یې د یو په مقابل کې په دوو ګولونو مخکې شوه د الوبه د جرمني په برلین کې ترسره شوه.
انګلنډ لوبډله پایلوبې ته هالنډ ته د یو مقابل کې له دوو ګولونو ورکولو وروسته رسېدلې وه.
اسپانیا بیا درې ځله د دې سیالیو اتله لوبډله پاتې شوې.
د ۲۰۲۴ کال اروپايي اتلولیو کې د اسپانیا له لوري ځوان لوبغاړی لامین یامال خورا ښه وځلېد، چې د پایلوبې له پیل یوه ورځ مخکې ۱۷ کلن شو. دی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې په اروپايي سیالیو کې د اسپانیا لپاره ولوبېد.
انګلنډ لوبډلې له ۱۹۶۶ راهیسې د فوټبال کومې مهمې سیالۍ پایلوبه نه وه ګټلې او د دې لوبډلې روزونکی ، ګارېت ساوتګېټ لومړی ځل وتوانید لومړی ځل له هېواده بهر د اروپايي اتلولیو پایلوبو او د یوې مهمې لوبې پایلوبې (یورو او نړیوال جام نیمه پایلوبې) ته ورسوي.
انګلنډ لوبډله د اروپا اتلولیو کې له دې مخکې دوه ځله له اسپانیا سره مخامخ شوې او دواړه ځله انګلنډ لوبډله بریالۍ شوې وه. نننۍ سیالۍ د دې دواړو لوبډلو تر منځ د اروپايي اتلولیو په سیالیو کې درېیمه هغه وه، چې اسپانیا وګټله. -
اسراییلو په حدیده بندر کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي
د اسرائیلو پوځ وايي د هوایي بریدونو په یوه نوې څپه کې یې د یمن په حدیده بندر کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د حدیده بندر “د ترهګريزو موخو لپاره د ایراني وسلو، پوځي تجهیزاتو او نورو تجهیزاتو د لېږد لپاره کارول کېږي.”
د یمن حوثي ډلې پورې تړلو رسنیو هم دا بریدونه تائید کړي دي.
حوثیانو پورې تړلي المسیره ټلویزیوني چینل راپور ورکړ چې د حدیده پر بندر شپږ بریدونه شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي، امریکا په دې بریدونو کې هېڅ رول نه درلود.
تل ابیب ته څېرمه پر بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر د یمن د حوثیانو لخوا له توغنديز برید وروسته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ وکړ چې دا برید به بې ځوابه نه پرېږدي.
نوموړي ایران د حوثیانو “ترهګر مشر” وباله او ګواښ یې وکړ چې دواړه به د اسرائیلو د ځواب خوند وڅکي. ده ټینګار وکړ چې د ایران پر وړاندې د ځواب ورکولو وخت او ځای به د اسرائیلو په خوښه وي.
حوثیانو د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې امریکا په نویو بریدونو کې د یمن پلازمېنه صنعا او د هغې شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.
د سبا خبري اژانس، چې د یمن حوثي ډلې سره تړاو لري، راپور ورکړی چې په بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د یمن حوثي یاغیانو، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د بن ګوریون پر نړیوال هوايي ډګر د وروستي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دوی د برید لپاره “هایپرسونیک بالستیک توغندی” کارولی دی.
توغندی د بن ګوریون هوايي ډګر په سیمه ولګېد، شپږ کسان یې ټپیان کړل او د ځینو هوايي شرکتونو الوتنې لغوه شوې.
په همدې مهال حوثیانو ګواښ کړی چې د اسراییلو پر هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
دوی په یوه بیان کې ويلي چې “د اسراییلو په هوايي ډګرونو، په ځانګړې توګه د بن ګوریون هوايي ډګر به په مکرر ډول د بریدونو به مټ د اسرائیلو په اسمان کې د دښمن الوتنې په پراخه کچه بندې کړي.”
د بن ګوریون په هوايي ډګر د یمني حوثیانو د توغندیو برید او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران په وړاندې د ګواښونکو څرګندونو وروسته، ايراني چارواکو د حوثي غورځنګ پر “خپلواکۍ” ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې دوی به د هر ډول تېري په وړاندې سخت ځواب ووایی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یمني حوثیانو پرېکړه “خپلواکه” بللې او خبرداری یې ورکړی چې د ایران وسله وال ځواکونه به “هر ډول تېري” ته “سخت” ځواب ورکړي.
له دې وړاندې د ایران د دفاع وزیر هم ورته خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو “که پر ایران برید وشي یا جګړه پرې وتپل شي، موږ به په زور سره ځواب ورکړو.”
-
ملګري ملتونه: سوډان کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو شمېر لس میلیونه او د کډوالو نږدې ۲ میلیونو ته رسېدلی.
ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې تازه رپوټ ښیې، د سوډان کورنۍ جګړې له کبله د بې ځایه شویو شمېر لس میلیونه او ګاونډیو هېوادونو ته د کډوال شویو کسانو شمېر بیا نږدې دوه مېلیونو ته رسیدلی دی.
دا د جګړې له کبله د خلکو د بې ځایه کېدو د تر ټولو لوی کړکېچ ښکارندويي کوي چې شمېر یې د اوکرائین او سوریې په جګړه کې له بې ځایه شویو هم اوړي.
یو اېن ایچ سي ار په خپاره شوي رپوټ کې ویلي، د وروستي څه باندې یوه کلن کړکېچ له کبله یوازې له شپږ سووو زرو ډېر کډوال ګاونډي چاډ هېواد ته اوښتي.
له دغو نویو شمېرو سره ښکاري، تر ټولو ډېر سوډانیان چاډ ته کډوال شوي کوم ځای چې وار له مخه د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کالونو جګړو له کبله هم له نیم میلیون د ډېرو کډوالو کوربه دیGETTY IMAGES
د چټک ملاتړ یاغي ډلې مشري جنرال محمد حمدان دګالو کوي او د دولتي وسله وال پوځ مشري جنرال عبدالفتاح البرهان کوي.
په دغو جګړو کې د زرګونو کسانو د مړینې تر څنګ د میلیونونو خلکو کډوالي او سختو کړاوونو د مرستندویه بنسټونو اندیښنې هم پارولي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مرستندویه بنسټونو غږ کړی، چې په دې سخت حالت کې له کډوالو مرستې ونه سپموي.
د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې تېره نومبر میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د مرستو کمښت به په چاد کې د نږدې یو نیم میلون کډوالو سره د مرستو بهیر سخت زیانمن کړي او په وینا یې دا بېل کړکېچ زیږولی شي.
په همدې مهال ګڼو سازمانونو څرګنده کړې چې نژدې ۲۰ میلیونه خلک کابو په هرو دوو سودانیانو کې یو یې د خوراکي توکو له سخت ناخوندیتوب سره مخ دی. دوی خبرداری ورکړ، که جګړه ونه درېږي او په جګړه ځپلو سیمو کې بندو پاتې کسانو ته مرستې ونه رسېږي، نو له لوږې سره به مخ شي. -
دحماس بریدونو ته د اسراییل ځواب
ترهغې وروسته چې داسراییلو پلازمینه د حماس توغندیو ولړزاوه،د رفح په یوه سیمه باندې د اسرائیلو په برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.
د فلسطیني سرې میاشتې اداره وايي، د اسرائیلو له هوايي برید وروسته په رفح ښار کې د کډوالو په کمپ کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر مخ په ډېرېدو دی او لږ تر لږه ۳۵ کسان د سوځېدو له امله وژل شوي دي.اسراییل هم په یادبرید کې ملکي تلفات تاییدوي خو ادعا کوي چې په دې برید کې یې د حماس مرکزي دفتر په نښه کړی او د دوی دوه لوړپوړي غړي یې وژلي.
حماس په توغندویزو بریدونو کې له رفح څخه پر تل ابیب اته توغندي توغولي وو، چې دا د روان کال له پیل راهیسې پر دغه اسرائیلي ښار لومړنی اوږد واټنه برید دی.
په رفح کې داسراییلو تازه بریدونو ُنړیوال غبرګونونه هم رامنځه کړي دي د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل د رفح په کمپ کې د کډوالو پر خیمو د اسراییلو د برید په اړه وویل:«هغه څه چې تېره شپه وشول د جګړې د سمدستي د بندولو لپاره د عدالت د نړیوالې محکمې د پرېکړې د عملي کېدو غوښتنه کوي.