دسته: نړۍ

  • اوکراین ادعا کړې چې د روسییې زر کیلومتره خاوره یې لاندې کړې

    اوکراین ادعا کړې چې د روسییې زر کیلومتره خاوره یې لاندې کړې

    د اوکرايين د پوځ مشر اولکساندر سيرسکي وايي د دوی ځواکونو د روسيې زر کيلومتره مربع خاوره نيولې ده.
    نوموړي دا هم ويلي چې، د اوکرايين پوځ به په کورسک سيمه کې خپلو پوځي عملياتو ته چې اووه ورځې وړاندې پيل شوي دوام ورکړي.
    د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي وايي،”روسيې د نورو کورونو ته جګړه وروړه خو اوس جګړه بېرته روسیې ته غځېدلې ده.
    بل پلو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين دغه عمليات جدي پاروونکي بللي او روسي ځواکونو ته يې امر کړی چې د دښمن ځواکونه بېرته له خپل هېواده وباسي.
    د جګړې له کبله د کورسک سيمې اوسېدونکي خوندي ځايونو ته ستنېږي. په دې وروستيو کې ۶۰ زرو کسانو ته امر شوی چې له دغې سيمې ووځي.
    يو ځايي قومندان وايي، شاوخوا ۲۸ کلي د اوکراييني ځواکونو په لاس کې دي، ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي او وضعيت لا هم کړکېچن دی.
    اوکراييني ځواکونو اووه ورځې وړاندې د تېرې سې شنبې په ورځ د روسيې پر خاوره بريدونه پيل کړل.
    ويل کېږي دغو عملياتو او پرمختګونو د اوکراييني ځواکونو مورال لوړ کړی دی خو شنونکي دا هم وايي چې دا به د اوکرايين پر وړاندې نوي ګواښونه وزيږوي.
    د بريتانيا په پوځ کې يوه مهمې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ويلي، مسکو ښايي د دې بريد له کبله دومره غوسه شي چې اوکرايين کې پر ملکي وګړو او بنسټيزو تاسيساتو خپل بريدونه دوه برابره زيات کړي.
    د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په خپلو څرګندونو کې چې په دولتي ټلویزيون خپرې شوې ویلي، د دښمن ښکاره موخه د نفاق زړي کرل، شخړه، وېره خپرول او د روسي ټولنې د يووالي له منځه وړل دي.
    نوموړي زیاته کړې، د دفاع وزارت اصلي دنده دا ده چې دښمن له خپلې خاورې وباسي.
    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، د روسیې پوځ به ډېر ژر د دې عملیاتو ځواب ورکړي.

  • د اولمپيک نړېوالې لوبې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسیدې.

    د اولمپيک نړېوالې لوبې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسیدې.

    د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د ۲۰۲۴ کال نړیوالې اولمپیک لوبې په پرتمینو مراسمو په رسمي توګه پای ته ورسېدې. په دې ا لوبو کې د څه باندې ۲۰۰ هېوادونو لوبغاړو په ۳۲ برخو کې د ۳۲۹ مډالونو د ګټلو لپاره سيالي وکړه.
    د دغو دوه اونیزو سیالیو په پای کې امریکا د سرو زرو د څلوېښتو او په ټوله کې د ۱۲۶ مډالونو په ګټلو لومړی ځای خپل کړ.
    چین هم د سرو زرو څلوېښت او ټول ۹۱ مډالونه وګټل. جاپان ۲۰، اسټرالیا ۱۸، فرانسې ۱۶، نېدرلنډز ۱۵ او بریتانیا د سرو زرو ۱۴ مډالونه وګټل.
    د پاريس اولمپیک لوبو کې شپږو افغانانو چې دری نارينه او دری ښځينه وو په بېلابېلو سپورتي برخو کې سيالي وکړه. خو هېڅ کوم افغان لوبغاړی د مډال په ګټلو ونتوانېد.
    په افغان لوبغاړو کې کيمیا یوسفي په ځغاسته، محمد صمیم فیض‌زاده په جودو، فریبا هاشمي په بایسکل ځغلونه، شاه محمود نورزي په ځغاسته، فهیم انوري په لامبو کې او یولدوز هاشمي هم په بايسکل ځغلونه کې برخه واخيسته.
    د پای په مراسمو کې د اولمپیک بیرغ د امریکا د لاس اېنجلېس ښاروال ته وسپارل شو، چې ښار به یې په ۲۰۲۸ کال کې د را روانو اولمپیک لوبو کوربه وي.
    د مراسمو د یوې برخې په توګه، د امریکا اوڅار فلم ستوری، ټام کروز، په پاریس کې د فرانسې سټېډیم ته په خپل فلمي انداز د رسیو په مټ ورښکته شو او د اولمپیک بیرغ یې په موټرسایکل له لوبغالي له ځانه سره یووړ.
    د اولمپیک د نړیوالې کمېټې مشر دا لوبې بریالۍ وبللې او ټینګار یې وکړ چې په یوه وېشلې نړۍ کې اولمپیک د سولې هڅوونکی دی.

  • دهنیه په وژلو کې د کورنیو کړیو دلاس لرلواټکل

    دهنیه په وژلو کې د کورنیو کړیو دلاس لرلواټکل

     

    سپاه پاسدارانو د هنيه په وژنه کې د “داخلي نفوذ” فرضیه پیاوړې کړه
    د امريکا د نيويارک ټايمز او برتانوي ټلګراف له دوو په زړه پورې خبرونو وروسته په ايران کې د پاسداران ګارډ هڅه وکړه چې د حماس د غورځنګ د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د وژلو کيسه په خپل انحصار کې وساتي. ، او په دې وروستیو کې وویل چې “یو لنډ واټن توغندی په تهران کې د هغه پر استوګنځي لګیدلی ، دا یوه کیسه ده چې ممکن د داخلي نفوذ احتمال زیات کړي.
    امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ادعا کړې، هغه بم چې دوه مياشتې وړاندې په تهران کې د حنيه په مرکزي دفتر کې ايښودل شوى و، د هغه د وژنې لامل و، په داسې حال کې چې د برتانوي ورځپاڼې The Telegraph څېړنو ښودلې چې موساد (د اسرائيلو استخباراتي اداره) يو له هغو څخه و. ایراني اجنټانو دا بم په هغه ودانۍ کې په دریو جلا خونو کې کارولی چې د حماس غورځنګ مشر پکې اوسېده.د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د شنبې په سهار په فارسی او  عربی ژبو یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ: د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر د لنډ واټن ویشتونکی توغندی په وسیله ووژل شو.
    سپاه پاسداران په دې باور دي چې د هنیه وژنه د صهیونیسټي رژیم له خوا د امریکا د حکومت په ملاتړ طرحه شوی عمل دی. سپاه پاسداران د غچ اخیستو ژمنه وکړه او ویې ویل: صهیونیسټي جنایتکار او ترهګر رژیم به د دغه جنایت ځواب ترلاسه کړي او په مناسب وخت، ځای او طریقه به خپله سخته سزا ترلاسه کړي.
    د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیټې غړی احمد بخشیش اردستانی په عین حال کښې د سپاه پاسداران د بیان په ځواب کښې وویل د حنیه د وژلې په هکله دوه احتمالی سناریوګانې شتون لری.
    اردستاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د هنیه د وژل کېدو په اړه دوه احتمالي سناریوګانې شته، یوه دا ده چې اسرائیلو د توچل سټېشن له نمبر ۲ څخه د یوې کوچنۍ الوتونکي توغندي په وسیله هدف په نښه کړ او دوهمه صحنه دا ده چې کوچنی مرغۍ نه وه. بلکې په ایران کې دننه ځینې نفوذي کسان د توچل سټیشن نمبر 2 ته نږدې ځای پر ځای شوي دي او د هانیه د اوسیدو ځای یې د میزایل په څیر وسلې په نښه کړی دی.
    دا سټیشن د غره په سر کې موقعیت لري چې د “قدس پوځ” اړوند د “امام علي” کمپ ته سترګې په لار دی. دغه مېلمستون د «قدس ځواک» تر څارنې لاندې په یوه پیاوړې امنیتي سیمه کې موقعیت لري، چې د «امام علي» کمپ په نامه یادېږي، چې د «انقلابي پوځ» او نورو ملیشو د پراکسي ډلو د غړو د روزنې لپاره کار کوي.

    تر وژنې وروسته، ایران تر شلو ډېر کسان ونیول، چې په کې د استخباراتو لوړپوړي افسران، پوځي چارواکي او په تهران کې د سپاه پاسدارانو د یوه مېلمستون کارکوونکي شامل وو. دا اقدام د “لوی او سپکاوی” امنیتي سرغړونې په ځواب کې و چې د هانیه د وژنې لامل شو ، د تحقیقاتو سره اشنا خلکو نیویارک ټایمز ته وویل.
    دوو ایراني چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د تحقیقاتو د حساسیت له امله اعلان وکړ چې د سپاه پاسداران د استخباراتو څانګې چې په جاسوسۍ کې تخصص لري د تحقیقاتو مسولیت په غاړه اخیستی او د تورنو کسانو د پیژندلو په خاطر یې تعقیب کړی دی. د اور وژنې ډلې چې د دې وژنې پلان یې جوړ کړی، مرسته کړې او ترسره یې کړي

  • محمد یونس د بنګله دیش دلنډ مهالي حکومت دمشر په توګه وټاکل شو

    Image result for محمد یونس بنګله دیشی

    د بنګله دیش ولسمشرۍ  اعلان وکړ چې د نوبل جایزې ګټونکی او دکوچنیو پورونو نامتو  اقتصاد پوه محمد یونس به د دې هیواد دلنډ مهالي حکومت مشري وکړي.بنګله دیش کې اوس وضع ارامه ده او لاریونونه پای ته رسیدلي دي

    ۸۴ کلن محمد یونس، چې په بنګله دېش کې له بې وزلۍ څخه د ملیونونو خلکو د راویستلو لپاره د خپلو هڅو لپاره پیژندل شوی، د محصلینو د لاریونونو د مشرانو په غوښتنه د موقت حکومت مشري لپاره غوره شوی. دغه پرېکړه د ولسمشر محمد شهاب الدین، د اردو او هوايي ځواکونو د قوماندانانو او د محصلینو د مشرانو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وشوه.

    ولسمشر محمد شهاب الدین په هېواد کې له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې او د موقت حکومت جوړېدل یې اړین بللي دي.

    محمد یونس چې دا مهال په اروپا کې دی، د سه شنبې په ورځ له AFP سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د موقت حکومت مشري ته چمتو دی.

     

  • د حماس لخوا یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی اعلان شو

    د حماس لخوا یحیی سنوار د اسماعیل هنیه ځایناستی اعلان شو

    حماس اعلان کړی چې یحیی سنوار به د اسماعیل هنیه ځای ناستی وټاکل شي.
    د یحیی سنوار په اړه ویل کېږي چې د غزې جګړې له پیل راهیسې په دې تراړه کې دی، خو کله هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې د اوسېدو د ځای ځایګي په اړه څه مالومات شته.
    اسرائیلي ځواکونو څو ځایه د هغه د موندلو په هدف عملیات هم کړي دي.
    په تېرو میاشتو کې د اسرائیلو وینا دا وه چې نوموړی غزه کې ایسار پاتې او له خپلو ساتونکو سره تر ځمکه لاندې تونلونو کې پټ دی.
    اسرائیلي ځواکونه دا هم وايي چې نوموړی د موندل کېدو له وېرې له هېچا سره اړیکه نه نیسي.‌
    اسرائیل نوموړی د حماس د هغو چارواکو له ډلې ګڼي چې د اکتوبر ۷مه یې د دغه هېواد پر سوېل د خونړي برید امر ورکړی دی.
    اسرائیل هم پر دې باور دی چې یحیی سنوار د اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته عملآ د حماس دویم کس ګڼل کېږي.
    هنیه تېره اوونۍ د ایران پلازمېنه تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.‌
    په دې وروستیو کې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای پر ویب‌پاڼه د ښاغلي هنیه د شهادت په مناسبت یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ښاغلی هنیه له نوموړي سره په یوه لیدنه کې یحیی سنوار ورپېژني.
    سنوار ۶۲ کلن دی او په ابو ابراهیم هم پېژندل کېږي.
    دی د غزې تراړې په سویل کې د د کډوالو په خان یونس پنډغالي کې زېږېدلی.
    د مور او پلار په اړه یې ویل کېږي چې د اشکلون دي خو نیکونه یې د دغه ښار پرېښودلو ته اړ شوي.
    دا اجباري کډوالي په ۱۹۴۸ کال کې تر هغې جګړې وروسته پېښه شوه،‌ چې پایله کې یې د اسرائیل هېواد د رامنځته کېدو اعلان وشو.‌ یحیی سنوار ښوونځی په خان یونس کې لوستی او وروسته یې د غزې له اسلامي پوهنتونه په عربي ژبه کې لیسانس اخیستی.
    اسرائیلو هغه لومړی ځل په ۱۹۸۲ کال کې چې لا ۱۹ کلن و، د “اسلامي فعالیتونو” په دلیل ونیو او تر هغې وروسته په ۱۹۸۵ کال کې بیا ونیول شو. ښاغلي سنوار په همدې موده کې د حماس د بنسټګر شیخ احمد یاسین باور ترلاسه کړ.
    هغه د حماس له رامنځته کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۸۷ کال کې د “المجد” په نوم د دې ډلې داخلي ‌امنیت وېرونکی سازمان جوړ کړ.
    د المجد نوم ځکه ژر خوله په خوله او مشهور شو چې پر اخلاقي جرمونو تورنېدونکي کسان به یې مجازاتول.
    په ۱۹۸۸ کال کې وویل شول چې نوموړي د دوو اسرائیلیانو د تښتولو او وژلو هوډ درلود.‌
    نوموړی په همدغه کال له نیول کېدو وروسته په اسرائیل کې د ۱۲ فلسطینیانو د وژلو په تور محاکمه او څلور ځله په عمري بند محکوم شو.‌
    یحیی سنوار له ۱۹۸۸ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې له اسرائیل سره تر ۲۲ کلونو ډېر زندان تېر کړ.
    نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د بندیانو په تبادله کې خوشې شو.
    په هغې تبادله کې ۱۰۲۷ فلسطیني او عرب‌اسرائیلي بندیان د یوه یرغمل شوي اسرائیلي سرتېري “ګیلعاد شلیط” په بدل کې ازاد شول‌. ګیلعاد شلیط له حماس سره پنځه کاله اسیر و.‌
    اسرائیلو د سنوار له خوشې کولو وروسته د غزې اشغال پای ته ورساوه.

  • بنګله دېش کې دلنډمهاله حکومت تابیا

    مظاهره کوونکو د شیخ حسینه واجد رسمي استوګنځي ته له ننوتلو وروسته هلته د بنګله دېش ملي بیرغ ورپاوه.

     

    دبنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسیه واجد دهغې پر ضد تر پراخو لاریونونو وروسته له هیواده وتلې او پوځ وایی چې یو لنډمهاله حکومت به رامنځته شي.

    نوموړې وروسته له هغې استفعا وکړه، چې پر ضد یې دغه هېواد کې په زرګونه کسان احتجاجونو ته راووتل.

    رپوټونه وايي، شیخ حسینه واجد او خور یې د پوځ په یوه چورلکه کې له هېواده وتلې او ګومان کېږي، چې هند ته لېږدول شوې دي.

    د  پوځ مشر په یوه ټلویزیوني ویېنا کې ویلي دي چې ، پوځ د موقت حکومت جوړولو په تړاو خبرې پیلوي.

    له هېواده د شیخ حسینه واجد له وتلو څو ساعته وروسته ولسمشر محمد شهاب الدین د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او اپوزېسیون مشرې خالده ضیا د خوشي کولو امر وکړ.

    دبنګله دیش لوی درستیېژ  وقار الزمان هیله څرګنده کړه، چې له ولسمشر محمد شهاب الدین سره  وویني او دواړه په شریکه یوه حل لاره ومومي.

  • منځني ختیځ کې زیاتیدونکی کړکیچ

    الوتکې
    عراق کې د امریکې پر یوې پوځي ادې تر توغندویز برید وروسته په منځني ختیځ کې د کړکیچ زیاتیدو او یوې پراخې جګړې د پیلیدو ویرې او اندیښنې زیاتې شوي دي.

    یاد برید داسې مهال شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي، د حماس او حزب الله د لوړپوړو مشرانو له وژل کېدو وروسته منځني ختیځ کې حالت نازک شوی دی.

     د عراق په لوېديځ کې د الاسد پر هوايي اډې راکټي بريد ،امریکایی پوځیانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده پر دغه اډه دوه توغندي توغول شوي چې يو یې د اډې دننه لګېدلی دی.

    جو بايډن

    تر دی پیښې وړاندې د امريکا ولسمشر جو بايډن پر اسرائيلو د احتمالي بريد په اړه د خپل ملي امنيت له لوړ پوړي ټيم سره کتلي و.

    ښاغلي بايډن په دی ناسته کې خپلو امنیتي لوړ رتبه مامورینو ته له اسراییلو څخه د ایران او حزب الله د احتمالي بریدونو د ملاتړاو ساتنې اقدامات توضیح کړي دي.

    ایران تازه ویلي دي چې په سېمه کې جنګ نه غواړي خو اسراییل باید ارو مرو خپل ځواب ترلاسه کړي.

    له بلې خوا د لبنان حزب الله هم په بيروت کې د وژل شوي خپل يوه جګپوړي قومندان فواد شکر د غچ اخيستو ګواښ کړی او وايي دا جګړه يوه نوي پړاو ته ننوتلې ده.

    په سيمه کې د جګړې له وېرې، د هغو حکومتونو شمېر چې له خپلو اتباعو یې غوښتي چې له لبنانه ووځي، مخ په زیاتېدو دی.

    یو شمیر ډیرو هیوادونو خپلو اتباعو ته وار دمخه ویلي دي چې له لبنان او ایران څخه ووځی.

    تر دی دمه دایران او حزب الله له خوا د غچ اخیستونکو بریدونو  وخت او بڼه نه ده څرګنده شوې خو داسې بریښي چې راتلونکې ۷۲ ساعتونو پورې به کومه ستره پیښه رامنځته شي

  • بنګلدیش کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې ۸۰ تنه وژل شوي

    بنګلدیش کې د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې ۸۰ تنه وژل شوي

    په بنګله دېش کې له هغه وروسته لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول، چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا غوښتونکي مظاهره چیان له بلوا ضد پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.
    د تاو تریخوالي دا وروستۍ څپه له هغه وروسته سخته شوه، چې د محصلینو ټولنو د حکومت پر ضد د امر نه منلو تحریک پیل کړ.
    ځايي چارواکي وايي، ۱۳ پولیس هغه مهال ووژل شول، چې په سراج ګنج سیمه کې زرګونو کسانو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ.
    پولیس او د واکمن ګوند ځینې غړي په داسې حال کې لیدل شوي، چې پر احتجاج کوونکو یې ډزې کولې.
    په تېره جولای میاشت کې د دې احتجاجونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۲۷۰ ډېر کسان په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.
    په ټول هېواد کې د ماښام له شپږ بجو وروسته په ګرځېدو، راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
    په تېره جولای میاشت کې د دې احتجاجونو په لړ کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې د پولیسو په ډزو ویشتل شوي دي.
    په تېرو دوو اونیو کې بیا د رپوټونو له مخې په همدې لړ کې د امنیتي ځواکونو له لوري نژدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.
    په نیول شویو کسانو کې د اپوزېسیون غړي او محصلین شامل دي. بل لور د اغلې حسینې واجد عوامي لیګ ګوند پلویان هم د هېواد په لر او بر کې لاریونونه کوي.
    د دواړو لوریو لپاره راتلونکې څو ورځې خورا ننګونکې بلل کېږي.
    په ډاکه کې د شنبې پر ورځ د زرګونو خلکو یوې غونډې ته په وینا کې د محصلینو ټولنو یوې مشرې ناهید اسلام وویل: ”شیخ حسینه باید نه یوازې استعفا وکړي، بلکې د وژنو، چور، تالان او فساد په هکله باید یوه محاکمه وشي.”
    دا احتجاجونه د شیخ حسینه واجد لپاره یوه سخته ننګونه بلل کېږي، چې په تېره جنورۍ کې پرلپسې څلورم ځل د هېواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه. د یادونې ده، چې مهمو اپوزېسیون ګوندونو د جنورۍ له دې ټولټاکنو سره پرېکون کړی و.
    تېره میاشت محصلین د اعتراض په توګه په دولتي دندو کې د یوې لویې برخې هغو کسانو خپلوانو لپاره ځانګړي کولو پر ضد لارو، کوڅو ته راووتل، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستانه د بنګله دېش خپلواکۍ اخیستلو په جګړه کې برخه اخیستې وه.

  • امريکا له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنانه ووځي

    امريکا له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنانه ووځي

    په منځني ختيځ کې د مخ په زياتېدونکي کړکېچ په جريان کې امریکا له خپلو وګړو غوښتي چې په هر ډول شته ټکټ له لبنانه پښې سپکې کړي.
    تر دې وړاندې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ لمې هم ورته خبرداری ورکړی و چې په وينا يې په سيمه کې وضعيت په چټکۍ خرابېدلی شي.
    ايران په تهران کې د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې اسراېیل په کې پړ ګڼي د “سختې سزا” ګوتڅنډنه کړې ده. د اسماعيل هنيه له وژل کېدو څو ساعته وړاندې د لبنان په بېروت کې د حزب الله يو جګپوړی قومندان فواد شکر هم وژل شوی و.
    داسې وېره ده چې د لبنان حزب الله ډله چې د ايران ملاتړ ورسره دی د غچ اخيستو هڅه وکړي او په بدل کې به د اسرائیلو له سخت غبرګون سره مخ شي.
    د امریکا سفارت د شنبې په ورځ وويل، هغه څوک چې په لبنان کې د پاتې کېدو پرېکړه کوی، “بايد احتياطي پلانونه” او د “اوږدې مودې لپاره خوندي ځای کې پناه” واخلي.
    د امریکا د دفاع وزارت ویلي، په سيمه کې نورې جنګي بېړۍ او جېټ الوتکې ځای پر ځای کوي چې د ايران او د هغوی تر قوماندې لاندې ډلو د احتمالي بريدونو پر وړاندې د اسرائيلو دفاع وکړي.

  • په کلېفورنیا کې ځنګلي اور هرساعت ۵۰۰ جریبه ځمکه له منځه وړي.

    په کلېفورنیا کې ځنګلي اور هرساعت ۵۰۰ جریبه ځمکه له منځه وړي.

    د امریکا د شمالي کلیفورنیا په ځینو برخو کې یو لوی ځنګلي اور په یوه ساعت کې۲۰ مربع کیلومتره مخته ځي.
    په کلیفورنیا کې د اوروژنې د مبارزې اداره وايي د پارک اور چې د چارشنبې په ورځ د مشکوک قصدي اور لګېدو له کبله بل شوی، د چیکو په شمال ختیځ کې له ۳۴۸ جرېبه ډېره ځمکه سوځولې او د شنبې په ورځ یوازې صفر سلنه کنټرول شوی دی.‌
    شاوخوا ۲۵۰۰ اور وژونکي د اور پر کابو کولو بوخت دي اور مبارزه کوي.
    یو ۴۲ کلن سړی د پنجشنبې په ورځ په بټ کاونټي کې د الیګیټر هول ته نژدې د سوځېدونکي موټر په خوشي کولو او ځغاستلو او د اور د پیلولو په شک نیول شوی دی.
    دا سږکال په کلیفورنیا ایالت کې ترټولو لوی اور دی او د نیویارک ښار د پنځو ناحیو د اندازې ۱٫۵ برابره ډېره سیمه یې سوځولې ده.
    د اور وژنې د پېښې قوماندان په خبره چې اور په یو ساعت کې ۵۰۰۰ جرېبه ځمکې ته په سرعت سره خپرېږي
    لږترلږه ۱۶ چورلکې د اور په کابو کولو کې مبارزه کوي، همدارنګه هوايي ډېری ټانکرونه له پاسه اوبه غورځوي.
    د ځنګل اور په بټ کې خلک اجباري وتلو ته اړ کړي، په ۲۰۱۸ کې د کلیفورنیا تر ټولو وژونکي د “کمپ اور” له ۸۰ ډېر کسان وژلي وو.
    اندېښنه دا ده چې که دولتونه د کاربن ډای اوکسایډ غازو د خپرېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه وانخلي، نو د نړۍ هوا به لا ډېره پیسې توده شي.