دسته: نړۍ

  • امریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

    امریکا د القاعده د غړي الغامدي د نیولو لپاره جایزه اعلان کړه

    د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره، ایف بي آی د سعودي عربستان د یوه وګړي حمزه الغامدي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې ده.
    ایف بي آی وویل، الغامدي د القاعده شبکې غړی دی او د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې په بریدونو کې لاس لري.
    ایف بي آی همداراز وايي چې الغامدي د افغانستان او تاجکستان په ګډون د وسله والو شخړو په سیمو کې برخه اخیستې او د القاعده په شبکه کې یې مهم رول درلود.
    په نیویارک ښار کې د ایف بي آی د ساحوي دفتر مسووله کریستي کورتیس وايي:”موږ هیر کړي نه دي، درویشت کاله وروسته، ایف بي آی لا هم د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي او د هغو کسانو په لټه کې دی چې غواړي موږ ته زیان ورسوي.”
    الغامدي د اسامه بن لادن نژدې ملګری و، چې د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو پورې یې د هغه د امنیتي ځواکونو د باوري غړي په توګه کار کاوه. هغه د افغانستان کابل ته نژدې د القاعده میلمستونونه هم چلول، او د القاعده شبکې غړو ته یې لوژستیکي ملاتړ چمتو کاوه.
    د متحدوایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د حمزه الغامدي د نیولو یا هغو معلوماتو لپاره، چې د نوموړي د نیولو سبب شي تر ۵ ملیون ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

  • اوکراین ته د اوږد واټن توغندیو د کاریدو اجازه ورنکړل شوه.

    اوکراین ته د اوږد واټن توغندیو د کاریدو اجازه ورنکړل شوه.

    د امریکا ولسمشر جو بایډن، او د برتانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر، سپینه ماڼۍ کې له کتنې وروسته، اوکرایین ته د روسیې په خاوره کې دننه د هدفونو ویشتلو لپاره د اوږد واټنو توغندیو د کارولو د اجازې ورکولو په تړاو کومې پرېکړې ته د رسېدو یادونه نه ده کړې.
    د برتانیا لومړي وزیر ویلي، چې دغه خبرې د ټولیزې تګلارې په اړه وې، او په وینا یې، د کوم ځانګړي ګام په اړه سره نه دي غږېدلي.
    هغه دا خبره رد کړه، چې ګواکې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو مشران په خپلې هغې ګواښنې وېرولي، چې ویلي یې دي، که اوکرایین ته د روسیې پر وړاندې د اوږدواټنو وسلو د کارونې اجازه ورکړي، نو دا به له مسکو سره په جګړه کې د دغه پوځي سازمان د ورښکېلېدو په مانا وي.
    ښاغلي سټارمر وویل چې له ولسمشر بایډن سره په لیدنه کې یې د اوکرایین، منځني ختیځ او هند – ارام سمندر په اړه خبرې کړې دي.
    تمه وه چې دواړه مشران به کیېف ته د روسیې خاوره کې دننه د ځینو اهدافو ویشتلو لپاره د لوېدیزو متحدانو لخوا د ورکړل شویو اوږد واټنه توغندیو د کارېدو د اجازې په اړه یوه پرېکړه هم اعلان کړي.
    خو له لیدنې وروسته د برتانیا د لومړي وزیر خبرو کې د داسې کوم څه څرک نه دی لیدل شوی.
    ښاغلي سټارمر د دې پوښتنې په ځواب کې ایا جو بایډن یې قانع کړ چې اوکرایین ته اجازه ور کړه، د لوېدیځ لخوا په ورکړل شویو اوږد واټن ویشتونکو وسلو د روسیې خاوره په نښه کړي، وویل له ښاغلي بایډن سره یې د اوکرایین، منځني ختیځ او د هند-ارام سمندر په څېر پر بېلابېلو موضوعاتو ګټورې خبرې اترې کړې دي.
    سپینې ماڼۍ هم ویلي، دوی په دغه لیدنه کې د ایران او شمالي کوریا له خوا روسیې ته د وژونکو وسلو د ورکولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
    له جوبایډن سره د کیېر سټارمر له لیدنې وړاندې په یوه جلا خبري کنفرانس کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، واشنګټن په هغو محدودیتونو کې د څه بدلون راوستل نه غواړي چې اوکرایین ته د روسیې خاوره کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره د امریکا د جوړو شویو وسلو د نه کارولو په اړه وضع شوي دي.
    اوکرایین له خپلو لوېدیزو ملاتړو روسیه کې دننه د اهدافو ویشتلو لپاره د دغو وسلو د کارولو اجازه غواړي.
    خو لوېدیز ملاتړي یې د کړکېچ د پراخېدو له وېرې داسې څه ته زړه نه ښه کوي.
    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ور کړی، که اوکرایین ته دغه اجازه ورکړل شي، نو دا به له روسیې سره د ناټو، اروپايي هېوادونو او امریکا د مخامخ جګړې په مانا وي.

  • لوېدیځه غاړه کې درې اسرائیلیان وژل شوي، او اردوغان د اسلامي هېوادونو د ټلوالې جوړیدو غوښتنه کړې

    لوېدیځه غاړه کې درې اسرائیلیان وژل شوي، او اردوغان د اسلامي هېوادونو د ټلوالې جوړیدو غوښتنه کړې

    اسرائيلي چارواکي وايي، د اردن او اشغال شوې لوېديځې غاړې ترمنځ په سرحدي پوله کې د اللنبي پل سره نژدې په ډزو کې درې اسرائيليان وژل شوي دي.
    د اسرائیلو د پوځ د چارواکو په وینا، بریدګر چې د لارۍ چلوونکی و، د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.
    د اسرائیلو پوځ په دې هکله ویلي: “په یوه لارۍ کې یو کس د اللنبي پل سیمې ته نژدې شو او له لارۍ له وتلو وروسته یې د پله سیمه کې پر مېشتو اسرائیلي امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.”
    خپاره شوي ویډیويي تصویرونه ښيي چې بریدګر ټرمینل ته ننوځي او تر درېیو ډزو وروسته د اسرائیلي امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل کېږي. درې واړه وژل شوي کسان اسرائیلي ملېشیې وې.
    د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې ویلي برید دوی کړی او ویلي يې دي چې دا د اسرائیل وحشيانه ټول‌وژنې ته طبيعي غبرګون دی.
    برید داسې مهال شوی چې په سیمه‌ييز کچ ترينګلتیا ډېرېدونکې ده او د غزې جګړه هم دوولسمې میاشتې ته ننوځي.
    بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د اسلامي نړۍ هېوادونه باید د هغه ګواښ مقابلې ته په یوه ټلواله کې راټول شي چې ده د اسرائیل ډېرېدونکې پراختیا غوښتنه وبلله.
    هغه د اسرائیل په ډزو کې د یوې ترک توکمې امریکايۍ د وژل کېدو په غبرګون کې د اسلامي مدرسو د يوې ټولنې غونډې ته په استانبول کې د وینا پر مهال وویل:
    “یوازېنی اقدام چې کولی شي د اسرائیل د دولت لوړ پروازونه، لارنیونې او ترهګري ودروي هغه د اسلامي هېوادونو یو کېدل دي”.
    ده زیاته کړه: “د اسرائیل د پراختیا غوښتنې د ډېرېدونکي ګواښ په مقابل کې د همغږۍ رامنځ‌ته کولو په موخه له مصر او سوریې سره د اړیکو ښه کولو لپاره ترکیې په دې وروستیو کې ګامونه اوچت کړي”.
    هغه د اسرائیل پراختیاغوښتنه داسې ګواښ وباله چې لبنان او سوریه يې هم له خطر سره مخ دي.
    اردوغان او نور ترک چارواکي پر غزې د اسرائیل له برید وروسته پر اسرائیل بیا بیا او جدي نیوکې کوي او د حماس ملاتړ يې اعلان کړی.

  • ترکیه دعربي هیوادونودکمزوري کولو هڅه کوي(اسراییل)

    إردوغان ونتنياهو.. ما القاسم المشترك بينهما؟ | الميادين

    اسراییل دترکیې ولسمشر ورو ستی وړاندیز،په کلکو الفاظو غندلی دی.

    د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز  په یوه وینا‌پاڼه کې د ولسمشر اردوغان خبرې خطرناک او لمسوونکي درواغ بللي او ویلي يې دي چې “د ترکیې مشر کلونه کېږي چې له ایران سره همکاري کوي تر څو د سیمې منځ‌لاري عربي رژیمونه کمزوري کړي”

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې اسلامي هیوادونه باید د هغه څه په وړاندې چې د اسرائیلو د «پراخیزم مخ پر زیاتیدونکي ګواښ» یې بولي، یو ایتلاف جوړ کړي.

    ښاغلي اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یوه ترکي نژاده امریکايي ښځه د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شوه. دغې مېرمنې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو جوړولو پر ضد په مظاهرو کې برخه اخیستې وه او د فلسطیني او ترکي چارواکو په وینا د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوې ده.

    د ترکیې ولسمشر، چې د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۷ مه) یې استانبول ته نژدې د اسلامي ښوونځیو د ټولنې په یوه غونډه کې ګډون کړی و، وویل، «یوازینۍ اقدام چې د اسراییلو د ارمانونو، غلاوو او دولتي تروریزم مخه نیولی شي د اسلامي هېوادونو یووالی دی.»

    هغه زیاته کړه: له مصر او سوریې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ترکیې وروستي اقدامات د اسرائیلو د پراخیدونکي ګواښ په وړاندې د پیوستون رامینځته کول دي.

  • د هنګري لومړي وزیر د کډوالو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینونو غوښتنه وکړه

    د هنګري لومړي وزیر د کډوالو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینونو غوښتنه وکړه

    د هنګري روس پلوه لومړي وزیر د تېره ورځ خپل مهاجرت ضد دریځ بیا تکرار کړ او ادعا یې وکړه چې مهاجرت د اروپايي اتحادیې پر قوانینو ناوړه اغیزه لري.
    د یورو نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان د جمعې په ورځ د ایټالیا په شمال کې د سیرنوبیو په فورم کې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره د نویو قوانینو غوښتنه وکړه.
    نوموړي وویل ، که تاسو له اوس څخه تر ۲۰۱۴ پورې مودې ته وګورئ، دا دوره د اروپایي اتحادیې د انحطاط د پروسې دوره ده.»
    په نوموړي چې له اوږدې مودې راهیسې د مهاجرت ضد دریځونو له امله پرې نیوکې کېږي، کډوال “زهر” او “بې ضرورته” وبلل. ده دا څرګندونې،سیالي، په اروپا کې جګړه او مهاجرت په نوم د هنګري له لوري د اروپايي اتحادیې د شپږ میاشتني ریاست په لړ کې خپل لومړیتوبونه وبلل.
    دهنګري د لومړي وزیر اوربان له خپلو خبرو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د کډوالو پر ضد څرګندونې لا توندې کړې او د حکومت نورو چارواکو پرې نوره مالګه او مرچ وشیندل.

  • لوېدیزه غاړه کې د “اسرائيلي ځواکونو په ډزو” یوه امریکایۍ ښځه وژل شوې

    لوېدیزه غاړه کې د “اسرائيلي ځواکونو په ډزو” یوه امریکایۍ ښځه وژل شوې

    اشغال شوې لوېدیزه غاړه کې یوه ۲۶ کلنه ترکۍ-امریکایۍ ښځه تر هغې وروسته وژل شوې چې اسرائیلي ځواکونو پر احتجاج کوونکو ډزې کړې.
    عایشه‌نور اېزګي‌ اېګي‌’ د جمعې پر ورځ نابلوس ته نږدې ‘بیتا’ ښار کې د یهود مېشتو ښارګوټو د پراختیا خلاف احتجاج کې برخه اخیستې وه،‌ چې په مرمۍ په سر ولګېده او روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته یې ساه ورکړه.‌
    ځايي‌ رسینو ویلي ډزې سیمه کې موجودو اسرائیلي سرتېرو کړې دي.‌
    د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن دا “خواشینوونکې ضایعه” او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان “وحشیانه” اقدام بللی دی.
    د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اغلې اېګي “د اسرائیل اشغالګرو سرتېرو لخوا په نابلوس ښار کې وژل شوې ده.”
    هممهاله د اسرائیل دفاعي‌ ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) ویلي،‌ “سیمه کې د شویو ډزو پایله کې د یوې بهرنې وګړې د وژل کېدو رپوټونه ارزوي.”
    مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو مېلر ویلي وو، چې واشنګټن په دې تړاو په بېړه مالومات راټولوي چې اغلې اېګي په څرنګه شرایطو کې وژل شوې ده.
    ترکي رسنیو لیکلي، دا ښځه امریکایۍ وګړې او د ترکیې انتالیا کې زېږېدلې وه.‌
    دا پېښه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي ځواکونه له نهو ورځو پراخو پوځي عملیاتو وروسته د جمعې پر ورځ د لوېدیزې غاړې له جنین ښاره او په دغه ښار کې د کډوالو له یوه پنډغالي‌ ووتل.
    د فلسطین روغتیا وزارت وايي،‌ په دې موده کې لوېدیزه غاړه کې ۳۶ فلسطینیان وژل شوي چې ۲۱ یې د جنین اوسېدونکي وو.‌
    فلسطیني وسله والو ډلو ډېر وژل شوي کسان خپل غړي بللي، خو روغتیا وزارت وايي‌ ماشومان هم په کې دي.‌
    اسرائیل تېرو ۵۰ کلونو کې په لوېدیزه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې ګڼ یهود مېشتي ښارګوټي جوړ کړي، چې اوس په کې له ۷۰۰ زرو ډېر یهودان ژوند کوي.‌
    د بریتانیا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون بېلابېلې خواوې د نړیوال قانون له مخې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د ښارګوټو رغول غیرقانوني ګڼي، خو اسرائیل پرې غوږ نه ګروي.

  • فرانسه کې سیاسي کړکیچ مات شو

    Image result for میشل بارنی

    د اوونیو سیاسي کړکیچ وروسته ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون میشل بارنی  د لومړي وزیر په توګه وټاکه بارنی به د خپلې کابینې نوملړترتیب کړي.

    ۷۳ کلن ښاغلي بارنی تر دې مخکې د ژاک شیراک او نیکولاس سرکوزي د ولسمشرۍ پر مهال د فرانسې په حکومتونو کې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

    هغه د اروپایی اتحادیې د کمیشنرانو څخه هم و او د بریکسټ ریفرنډم وروسته له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو په اړه یو له اصلي مذاکره کونکو څخه و.

    ښاغلی بارنیر د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل وخت پر مهال له ایران سره په اتومي خبرو اترو کې هم لاس درلود.

    میشل بارنی د فرانسې په پارلمان کې د حکومت جوړولو لپاره ستونزمنه لاره لري. له لومړنیو ټاکنو سره چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ایمانویل مکرون د پرېکړې له مخې ترسره شول، اوس په پارلمان کې درې لوی سیاسي بلاکونه شتون لري، چې هیڅ یو یې هم اکثریت نه لري او له یو بل سره یې اختلافات ژور دي.

  • په اسرائیلو کې لس ګونو زرو کسانو لاریون او کاري اعتصاب کړی

    په اسرائیلو کې لس ګونو زرو کسانو لاریون او کاري اعتصاب کړی

    په اسرائیلو کې په لسګونه زره خلکو په هغو لویو مظاهرو کې ګډون کړی، چې له امله یې له خپل حکومته له غزې د پاتې یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره له حماس سره د یوه جوړجاړي د منلو غوښتنه کوي.
    په اسرائیل کې یوې ډېرې بانفوذه ټولنې ‘هیستادروت’ د مظاهرو دې غورځنګ د ملاتړ لپاره د دوشنبې پر ورځ د ټوليز کاربنديز غوښتنه هم کړې ده.
    د اسرائیلي سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم په هغو کسانو کې شامل دی، چې پر حکومت یې د عملي اقدام لپاره د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی دی.
    بل لور د اسرائیلي پلازمېنې ښاروال هم پر خواله رسنۍ ایکس اېکسټرنال یوه پیغام کې ویلي، تل ابیب ښاروالي به هم له اعتصاب کوونکو سره یو ځای شي.
    رون هولدای په خپل پیغام کې ویلي، اسرائیل حکومت هغه شپږ یرغمل کسان ”هېر” کړي وو، چې اسرائیلي ځواکونو یې مړي د سویلې غزې په یوه تونل کې وموندل.
    نوموړی وايي، ”اعتصاب له یرغمل کسانو او د دوی له کورنیو سره د یو موټیوالي یو سمبول دی.”
    هغه له خلکو غوښتي چې له سهاره تر غرمې پورې لارو، کوڅو ته ووځي.
    دا مظاهرې له هغه وروسته شوې، چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د هغو شپږ کسانو مړي وموندل، چې حماس یرغمل کړي وو.
    له بل لوري د اسرائیلو عامې روغتیا وزارت مسوولینو وویل، چې دا کسان ”له نژدې واټنه د ټوپک په ډزو” وژل شوي دي.
    د اسرائیل عامې روغتیا ویاندې شیرا سولومن په دې هکله وویل: ”د فورنزیک معایناتو له مخې یرغمل شوي کسان اټکلاً له دې معایناتو د ۴۸ او ۷۲ ساعتونو تر منځ وخت مخکې وژل شوي دي.سرچینه،GETTY IMA
    اسرائیل له هغه وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس د اسرائیل پر سویلي برخه د تېر اکتوبر میاشتې پر ۷مه نېټه برید وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ یې د یرغمل په توګه له ځان سره یوړل.

  • غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي

    غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کېږي

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، یکشنبه، د سپټمبر لومړۍ به په غزه کې شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول پیل شي.
    د يونيسف په وينا، د واکسین لومړی پړاو به د غزې په مرکزي ښار دیر البلاح کې پيل شي.
    په دې پروګرام کې هغو ماشومانو ته واکسين ورکول کېږي چې عمرونه يې له ۱۰ کلونو کم وي. تېره اوونۍ له ۲۵ کلونو وروسته په غزه کې د پوليو مثبته پېښه ثبت شوه.
    اسرائیلو او حماس د ملګرو ملتونو د دې ګام د عملي کېدو لپاره په دريو ځايي ډزبنديو هوکړه هم کړې ده.
    د ملګرو ملتونو ادارې اعلان کړی، چې واکسين به په دريو پړاوونو کې ترسره شي او په هر پړاو کې به په دريو پرله پسې ورځو کې لږ تر لږه اته ساعته جګړه ودرول شي.
    د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ویلي چې لږ تر لږه ۹۰ سلنه ماشومان باید څلورو اوونيو کې دوه ځله واکسین شي.
    خو دا کړنه په غزه کې چې د نژدې یوولسو میاشتو جګړو له امله تر ډېره اغېزمنه شوې او له سترو ننګونو سره مخامخ ده. دلته ډېری خلک بېځايه شوي او د ناپاکۍ او ګڼې ګوڼې په شرايطو کې ژوند کوي.

  • اوکرایني چارواکي وایي امریکا ته به د بریا پلان وړاندې کړي.

    اوکرایني چارواکي وایي امریکا ته به د بریا پلان وړاندې کړي.

    د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ويلي، د روسيې کورسک سيمې ته د دغه هېواد د سرتېرو ننوتل د هغه بريالي پلان برخه ده چې راتلونکې مياشت به يې د امریکا ولسمشر جو بايډن ته وړاندې کړي.
    زيلېنسکي په يوه غونډه کې وويل، “د پلان برياليتوب به په ولسمشر بايډن پورې اړه ولري چې ايا امریکا به اوکرايين ته هغه څه ورکړي چې په دې پلان کې دي او که نه او ايا موږ به اجازه ولرو چې دغه پلان وکارو، که نه.”
    نوموړي وويل، “دا پلان ښايي د ځينو له نظره ډېر خيالي وي خو دا زموږ لپاره يوه مهمه طرحه ده.” ده اشاره وکړه چې دغه طرحه به د امریکا ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو کملا هرېس او ډونلډ ټرمپ ته هم وښيي.
    يو شمېر اوکراييني ځواکونه د روانې اګست مياشتې په لومړيو کې د روسيې کورسک سيمې ته د يرغليزو عملياتو په ترڅ کې ننوتل او روسيه هم ونتوانېده چې دغه بريد په شا وتمبوي.
    د اوکرايين د پوځ لوی درستيز جنرال الکساندر سيرسکي په همدې غونډه کې ادعا وکړه چې، “اوکرايين د سلو ښارګوټو په ګډون د روسيې ۱۲۹۴ کيلومتره مربع خاوره تر کنټرول لاندې لري.” بي بي سي دغه شمېرې نشي تائيدولی.
    نوموړي وويل، “اوکرايين قصد نه لري چې د دې سيمې اشغال ته دوام ورکړي” او په وينا يې د يرغل يوه انګېزه دا وه چې د اوکرايين په ختيځ کې روسي ځواکونو پام واړوي. روسيه هڅه کوي دلته د پوکروفسک ښار چې د اورګاډي مهم مرکز دی ونيسي.
    اوکرايين تر دې مخکې د روسيې پر وړاندې د امريکا له خوا ورکړل شوي بالستيک توغندي کارول خو اوس د لوېديځ پر مرستو د تکيې کمولو لپاره په کور دننه د پوځي تجهيزاتو د توليد د پراختيا لپاره هم کار کوي.
    اوکرايين اوسمهال د روسيې پر وړاندې جګړه کې پر بهرنيو مرستو او وسلو تکيه کوي. ښاغلې زيلېنسکي د سې شنبې په ورځ دې غونډه کې وويل، اوکرايين په وروستیو کې د روسيې له خوا توغول شويو توغنديو د شنډولو لپاره د لوېديځ له خوا ورکړل شوې اېف ۱۶ الوتکې کارولې دي خو زياته يې کړه چې هېواد يې نورو جنګي الوتکو ته هم اړتيا لري.
    روسیې له تېرو دوو شپو راهیسې په اوکرایین کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بريدونه کړې، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ مخه نیول شوې ده.
    پر کورسک له بريد وروسته روسيې اشاره وکړه چې له اوکرايين سره خبرو ته نه حاضرېږي.
    د کرملین وياند ديمېتري پيسکوف د سې شنې په ورځ وويل، “اوس مهال د خبرو اترو موضوع تقريبا په بشپړه توګه خپله معنی له لاسه ورکړې ده.”