د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکرایین ته اجازه ورکړې چې د امریکا له خوا ورکړل شوي اوږد واټنه توغندي پر روسیې د برید او روسيه کې دننه د موخو په نښه کولو لپاره کارولی شي.
سي بي اېس امریکایي نيوز د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خولي دا خبره تائيد کړې ده. خو سپینې ماڼۍ او پنټاګون تر اوسه د دغه خبر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي. که چېرې دغه ګام پلی شي دا به د روسيې او اوکرايين جګړې په اړه د امریکا په سياست کې د پام وړ بدلون وي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي د روسیې په خاوره کې د موخو په نښه کولو لپاره د اوږد واټن ويشتونکو امريکايي توغنديو کارولو اجازه نه ده تائيد کړي خو ويلي يې دي چې “رسنۍ وايي داسې جواز ورکړل شوی. بريدونه په خبرو نه کېږي، توغندي به خپله ځان وښيي.”
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي له څو مياشتو راهيسې د دې غوښتنه کوله چې امريکا دې پر لرې واټن ويشتونکو توغنديو بنديز لرې کړي تر څو اوکرايين وکولی شي په روسيه کې موخې په نښه کړي.
رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، اوکرایین پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې اوږد واټنه بریدونه پیل کړي، خو د امنیتي اندېښنو له امله یې جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د يادونې وړ ده چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين تر دې وړاندې لوېديځو هېوادونو ته د دې بنديزو د لرې کولو په اړه خبرداری ورکړی و.
نوموړي د روان کال په سپټمبر مياشت کې ويلي وو “که چېرې داسې وشي دا به په جګړه کې د ناټو د مخامخ ښکېلېدو په معنی وي.”
پوتين زياته کړې وه، “دا به په دې معنی وي چې د ناټو هېوادونه، امریکا او اروپايي هېوادونه د روسيې پر خلاف جنګېږي.”MISSILE RANGE PUBLIC AFFAIRS
د اوږد واټن دا توغندي د امریکايۍ لاک هېډ مارټن شرکت له خوا جوړ شوي دي.
د دې توغنديو ځانګړتيا دا ده چې تر ۳۰۰ کيلومترو پورې واټن وهلی شي او د چټک سرعت له امله يې ويشتل او له منځه وړل خورا ستونزمن دي.
دا توغندي اوکرايين ته د امريکا له خوا ورکړل شوي او وړاندې اوکرايين په کرايميا کې هم کارولي دي.
په روسيه کې دننه د بريدونو لپاره د امریکايي توغنديو د کارولو پرېکړه د اوکرايين له خوا له پرلپسې غوښتنو وروسته په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ لوړې ته دوه مياشتې وخت پاتې دی. ښاغلي زيلېنسکي تل د اوکرايين له پولو لرې د روسيې پوځي موخو په نښه کولو لپاه د امريکايي وسلو د کارولو اجازه غوښته.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اوکرايين ولسمشر ويللي وو، ډاډه دی چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال به له روسيې سره د اوکرايين جګړه له هغې مخکې چې تمه يې کېده “ژر پای ته ورسېږي.”
ډونلډ ټرمپ تل دا وايي چې د هغه لومړيتوب د جګړې پايته رسول دي، هغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ پر اوکرايين د روسيې له يرغل سره پیل شوه او نوموړی يې د پوځي مرستو په بڼه د امريکا د سرچينو ضايع کېدل بولي.
د روان کال په پيل کې د امريکا د استازو جرګې د اوکرايين لپاره د ۶۱ ميليارده ډالرو پوځي مرستې ټولګه تصويب کړه.
امریکا اوکرايین ته تر ټولو ډېرې وسلې ورکوي. د نړيوال اقتصاد لپاره د کيل انسټيټوټ په وينا د جګړې له پيله د ۲۰۲۴ کال د جون تر پايه امریکا د ۵۵،۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات دغه هېواد ته لېږلي او يا يې د استولو ژمنه کړې ده.
دسته: نړۍ
-
اوکراین کولای شي په امریکایي وسلو په روسیه کې اهداف په نښه کړي
-
د سهیونستي رژیم په تازه بریدونو کې ۳۴ تنه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان دي
د غزې په شمال کې د سيمه ييزو مرستندويه ادارو په وينا، په بيت لاهيا سيمه کې د استوګنې په يوه پنځه پوړيزه ودانۍ د اسرائيلو هوايي بريد کې لږ تر لږه ۳۴ تنه شهیدان شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د ملکي دفاع مرستندويه ادارې له قوله ويلي چې په وژل شويو کې ډېری ښځې او ماشومان دي او داسې وېره شته چې د مړو شمېر به لا پسې زيات شي ځکه چې لسګونه کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د راپور له مخې په پېښه کې لږ تر لږه اووه تنه ټپيان شوي هم دي.
د اسرائيلو پوځ د غزې په شمالي سيمو کې د هوايي بريدونو پخلی کړی او موخه يې د حماس ډلې د بيا ځای پر ځای کېدو مخنیوی ياد کړی دی.
په همدې مهال يادې ادارې خبر ورکړی چې د يکشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۷ د غزې پر مرکز کې د کډوالو پر يوه پنډغالي جلا بريد کې ۱۵ تنه وژل شوي دي. همدا ډول د غزې جنوب د رفح ښار کې د اسرائیلي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
خو د اسرائيلو پوځ وايي د يکشنبې په بريدونو کې يې د دوی په ټکو “ترهګر” په نښه کړي دي.
د اسرائيلو پوځ په يوه بيان کې ويلي، “موږ د پوځي عملياتو له سيمې د ملکي وګړو د ايستلو لپاره پرلپسې هڅې کړې دي.” خو د دغو سيمو ډېری اوسېدونکي وايي نه غواړي له خپلو مېنو ووځي.
د ملکي دفاع مرستندویه ادارې وياند محمود بسيل ويلي، په بيت لاهيا کې په هغه پنځه پوړيزه ودانۍ چې بريد پرې شوی شپږو کورنيو ژوند کاوه. نوموړی وايي “له ټپيانو سره د مرستې امکان هم محدود دی ځکه چې هوايي بريدونه په پرلپسې ډول دوم لري.”د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
يو کس چې کورنۍ يې په دې ودانۍ کې وه، “موږ ټولو په خپلو سترګو مرګ وليد. هر څه خوځېدل.”
په سیمه کې يوې ښځې هم په غوسه له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، “موږ له تاسو سره څه کړي؟ موږ تاسو ته څه زيان رسولی؟ څه جرم مو کړی؟ موږ په خپلو کورونو کې يو، ولې غواړئ چې موږ وشړئ.”
تېره اوونۍ د جباليا د ګډوالو په کمپ کې د اسرائيلو په هوايي بريد کې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول. د غزې ښار په يوه بل هوايي بريد کې د پنځو تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.
په تېرو پنځو اوونيو کې له کله چې د غزې په شمال کې د اسرائيلو پوځ د بريدونو نوي پړاو زور اخيستی، د دغو سيمو شاوخوا ۱۳۰ زره اوسېدونکي بيا بېځايه شوي دي.
خو ملګري ملتونو وايي لا هم ۷۵ زره ولسي وګړي په بيت لاهيا او بيت حانون کې پاتې دي چې د څښاک اوبو او خوړو ته ډېر محدود لاسرسی لري.
څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې اسرائيل د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د جبري بې ځايه کولو له کبله په “جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو” په مرتکبولو تورن کړ.
ملګري ملتونه وايي په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دې تړانګې شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس چې ۱.۹ میلیونه وګړي کېږي بې ځايه شوي دي. د غزې شاوخوا ۷۹ سلنه سیمه د اسرائیلي پوځ له خوا د “جګړو د فعاله سیمې” په توګه اعلان شوې او اوسېدونکو ته یې د سملاسي وتلو خبرداری ورکړی.
له تېر يوه کال راهيسې چې اسرائيلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړي د حماس د روغتيا وزارت په وينا له ۴۳۰۰۰ زيات کسان شهیدان شوي دي.
دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر په اومه نېټه پر شمالي اسرائیلو بې ساری برید وکړ – په شمالي اسرائیلو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او په غزه کې یې تر ۲۰۰ ډېر یرغمل کړل. -
دونالد ترمپ دپوځ په تصفیې لاس پورې کړی دی
د دونالد ترمپ ټیم له پنتاګون څخه د پخوانیو پوځي افسرانو د لری کولو بهیر پیلوی.
دامریکې لوی درستیز هم د ګوښّ کیدونکو افسرانو په لیست کې شال دی.
واشنګټن: د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ موقتي ټیم د پنټاګون د چارواکو د ګوښه کولو لپاره لیستونه جوړ کړي دي.
یوې بهرنۍ خبري ادارې دعوه کړې ده چې د ډونلډ ټرمپ د واک د انتقال ټیم د پنټاګون د یو شمېر چارواکو د لېسټونو جوړول پېل کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په هغو افسرانو کې ممکن د ګډو ځواکونو لوی درستیز هم شامل وي چې پکې د پوځ، سمندري او هوايي ځواک مشر او د ملي ګارد غړي شامل دي
د ډونلډ ټرمپ د کابینې نومونې هم د هغه پلویان ناراضه کړي دي
راپور کې د ټرمپ د انتقالي ډلې ته نږدې یوې سرچینې ویلي، ډېری هغه چارواکي چې ګومان کېږي له مارک مېلي سره تړاو لري، چې د ټرمپ د پخواني ولسمشر په دوره کې یې د دفتر د رییس په توګه دنده ترسره کړې، له دندې ګوښه شي.
سرچینې زیاته کړه چې د افسرانو مفصل لیست چمتو شوی او هر هغه افسر چې د مارک میلي لخوا ټاکل شوی یا وده کوي له دندې به ګوښه شي.
د راپور له مخې، د امریکايي خبریال باب ووډوارډ کتاب ‘WAR’ چې تېره میاشت خپور شو، مارک میلي ته اشاره کړې او ټرمپ یې فاشیست مشر بللی.
باید وویل شي، چې ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم د دفاعي بنسټونو پر افسرانو او د هغوی پر مسلکي رول نیوکې کړې دي.
-
په چین کې د موټر په وسیله په برید کې تر ۸۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
د چین پولیسو اعلان کړی چې په جنوبي ښار ژوهای کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دې کسانو ته مرګ ژوبله وروسته له هغه واوښته چې یو شکمن کس د ورزشي مرکز مخې ته خپل موټر پر خلکو وخېژاوه.
د پولیسو په وینا، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
دا وحشیانه برید هغه وخت وشو چې خلکو په سپورتي مرکز کې تمرین کاوه.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو د دې پیښې جزئیات له یوې ورځې ځنډ وروسته خپاره کړل، او د پېښې ویډیوګانې له ټولنیزو رسنیو څخه لرې شوې دي.
د موټر چلوونکی ۶۲ کلن سړی دی چې په یوه کوچني جیپ موټر یې په ورزشي مرکز برید وکړ او هغه کسان یې لاندې کړل چې په سپورت بوخت وو.
د دې برید مظنون، چې نوم یې «فان» دی له برید وروسته هڅه کوله چې ځان په چاقو ووهي خو مخکې تر دې چې ځان ته ډېر زیان واړوي، ونیول شو. نوموړي خپله غاړه سخته ژړبله کړې او اوس په کوما کې دی.
د ژوهای ښار د سیمهییزو پولیسو په وینا، چلوونکی سمدستي روغتون ته انتقال شوی دی. -
اسراییل دعرب لیک غوښټنه رد کړه
اسراییب د عرب لیک دبیړنۍ ناستې وړاندیز رد کړد اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د یوه خپلواکه فلسطیني دولت جوړول “حقیقي” نه دي.
نوموړي وويل، “موږ باید داسې لارې ولټوو چې څنګه پرمختګ وکړو، ځینې اړخونه چې موږ یې ښه کولی شو په هغې باید تمرکز وکړو، او زه فکر نه کوم چې یو فلسطیني دولت به دا ترلاسه کړي. او له همدې امله، زه فکر نه کوم چې دا دریځ نن ورځ واقعیت ولري، او موږ باید واقعیت پسې لاړ شو. “
خو د لبنان په اړه وایي د حزب الله پر وړاندې د اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې “یقینی پرمختګ” شوی دی
عرب لیک دیوې بیړنې ناستې په ترڅ کې دجګړې پای ته دسیدو او یو خپلواک فلسطیني دولت دجوړیدو غوښټنه کړې دهږ
دعرب لیک په غونډه کېد سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په غزه کې د اسرائيلو کړنې وغندلې او “نسل وژنه” يې وبلله. دا لومړی ځل دی چې د سعودي لوړ پوړی چارواکی په غزه کې د جګړې له پيل راهيسې پر اسرائيلو کلکې نيوکې کوي او جدي غبرګون ښيي.
محمد بن سلمان د عربو او اسلامي هېوادونو بېړنۍ ناستې ته د وينا پر مهال پر لبنان او ايران هم د اسرائيلو د بريدونو له کبله نيوکې وکړې او د اسرائيلو د پوځي عملياتو د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه يې وکړه.
دا ناسته د دوشنبې په ورځ (۱۱ نومبر) د سعودي عرب په کوربتوب او د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په حضور ترسره شوه.
محمد بن سلمان وويل، “موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې په فلسطین او لبنان دواړو کې زموږ پر وروڼو د اسرائیلو بریدونه په سملاسي توګه بند کړي، د نړیوالې سولې او امنیت په ساتلو کې خپل مسوولیتونه ادا کړي، اسرائیل مکلف دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د حاکمیت درناوی وکړي او د هغه هېواد په ملي حاکمیت له بریدونو ډډه وکړي.”
په همدې مهال د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير ويلي چې دا د نړيوالې ټولنې ناکامي ده چې په غزه کې جګړه نه ده درېدلې او اسرائيل يې په غزه کې د “قحطۍ او لوږې” په رامنځته کولو تورن کړل.
په ناسته کې د عرب لیګ یا عربي هېوادونو د ټولنې مشر احمد ابو الغيط، وویل داسې کلیمې نشته چې د فلسطین د خلکو درد په بشپړه توګه پکې بیان شي.
نوموړي وویل چې جګړه به تر هغې پای ته ونه رسېږي چې نړیواله ټولنه پر اسرائیلو فشار را نه وړي.
ښاغلي ابو الغيط زياته کړه، “له بې انصافۍ، وژنو او شکنجې سره سوله نه راځي. د نن ورځې سرمشریزه نړۍ ته یو روښانه پیغام لېږي چې نړۍ نوره نشي کولی دې دوامداره وژنو ته شا کړي. د نړیوالې ټولنې کمزوري د دې لامل شوه چې د اور لمبې له غزې تر لبنانه پورې ورسېږي، د دې وضعیت دوام د ټولې سیمې راتلونکې له لوی ګواښ سره مخ کړې ده. نړیوالو قوانینو ته بې احترامي او د ځواب نه ویلو له امله د اسرائیلو مشران نور هم هڅول شوي چې خپل لیونتوب ته دوام ورکړي.”
په دې بېړنۍ غونډه کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د لبنان ولسمشر نجيب ميقاتي او د نایجیریا ولسمشر تر څنګ د يو شمېر نورو عرب او مسلمان هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.
دې ناستې ته د سوريې ولسمشر بشار الاسد او د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد رضا عارف هم ورغلي وو.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی په تهران کې د خبرو پر مهال ویلي د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ترمپ باید د جګړې درولو لپاره جدي کار وکړي.
نوموړي ويلي، “د نړیوالې ټولنې تمه له ښاغلي ټرمپ دا ده چې په غزه او لبنان دواړو کې د نسل وژنې او سیمه کې د ناامنۍ د زیاتوالي مخه ونیسي.”
د غونډې ګډونوالو په غزه کې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو او تاسيساتو د دوی پر وينا د اسرائيلو “پر لپسې بریدونه” هم وغندل.
تېره مياشت اسرائيلو په په دې هېواد او اشغال شوي ختيځ بيت المقدس کې د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادراې (انروا) بنديز ولګاوه او دا اداره يې د حماس په همکاري تورنه کړه.
د امریکا او بريتانيا په ګډون يو شمېر هېوادونو د اسرائيلو د دې ګام په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې په وینا يې دا غزې ته د مرستې لېږدولو وړتياوې محدودوي.
د ریاض د ناستې په وروستي ګډ بیان کې راغلي چې د مخکنیې غونډې په دوام یو ځل بیا غوښتنه کېږي چې روانه جګړه باید ژر تر ژره پایته ورسېږي.
په دغه بیان کې همدارنګه د اسرائیلو له خوا په ملکي خلکو د بریدونو بدو پایلو ته هم اشاره شوې او له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې اسرائیل د عدالت محکمې ته راکش کړي او همدا ډول خلکو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره لاره پرانیزي.
د بیان په بله برخه کې راغلي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د ټولې نړۍ لپاره بدې پایلې لري او اسرائیل باید د ټولو هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
دا د عربي او اسلامي هېوادونو دويمه بېړنۍ غونډه ده چې ترسره کېږي. په رياض کې د لومړنۍ غونډې يو کال پوره کېږي خو له هغه راهيسې په سیمه کې تاوتریخوالی لا پراخ شوی او نورو هېوادونو ته هم غځېدلی دی.
اسرائيل اوس نه يوازې غزه کې له حماس سره په جګړه بوخت دي، بلکې لبنان کې د حزب الله سره په يمن کې يې پر حوثيانو ګوزارونه کړي او د دې ټولو په منځ کې يې له ايران سره هم نښتې درلودې.
د غونډي په ګډ بيان کې د اسرائیلو تر څنګ د خپلواک فلسطین دولت جوړښت د ستونزو اصلي حل بلل شوی.
-
د ټرمپ سلاکار : د اوکرایین تمرکز باید پر سوله وي، نه د سیمو پر بېرته نیولو.
د ډونلډ ټرمپ یو جګپوړی سلاکار وايي، اوکرایین کې به د امریکا د نوې ادارې هڅې د لاندې شویو سیمو بېرته نیولو پر ځای د جګړې پر پای ته رسولو متمرکزې وي.
د جمهوریپال ګوند یوه ستراتېژي جوړوونکی برایان لانزا ویلي، د ټرمپ حکومت به د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وغواړي، چې سولې لپاره خپل یو رښتینی لیدلوری وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، زېلېنسکي باید ومني چې کرايميا نوره روسیې ته بایلل شوې او د امریکا لومړيتوب یوازې د وژنو درول دي.
هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګيي ریابکوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکرایین په تړاو د ډونلډ ټرمپ پلان واوري.
لانزا وايي، که اوکرایین غواړي چې روسیې ته بایللې ځمکې بېرته راوګرځوي نو خپل کار یې دی.
د هغه له خبرو داسې ښکارېده چې ښايي له اوکرايين څخه وغواړي چې له خپلې نیول شوې ځمکې تېر شي.
نوموړی وایي: “هغه څه چې اوکرايين ته يې ویل غواړو دا دي چې هغه څه چې تاسو د سولې واقعبینانه لید ګڼئ، هغه د ګټلو نه دی. نو راځئ ریښتيني واوسو او که ولسمشر زېلېنسکي مېز ته راځي او وايي چې یوازې هغه وخت سوله شونې ده، چې موږ کرایميا بېرته ولرو نو دا موږ ته ښيي چې هغه جدي نه دی.”
دا داسې څه دي چې ښايي اوکرایین به یې اورېدل نه غوښتل. خو د براین لانزا خبرې او د خبرو ډول ښکاروي چې د ټرامپ را روانه اداره لېواله نه ښکاري چې اوکرایین دې له روسي نیواکګرو خلاص کړي.
د هغه دا خبرې داسې مهال وې چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول جوزېف بورېل د اوکرايين پلازمېنې کيېف ته ورغلی چې د اروپا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړي.
خو د امریکا له مرستې پرته به د اروپايي ټولنې ملاتړ د دې لپاره کافي نه وي چې د روسیې د پوځ مخه ډب کړي.
بلخوا د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګيي ریابکوف ویلي چې د اوکرایین په اړه د ډونلډ ټرمپ د وړاندیز اورېدو ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې چې دغه ناورین ته ساده حل شونی نه دی. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې که واشنګټن د اوکرایین پر سر ناندرۍ ډېرې کړي یا د روسیې کنګل شوې شتمني ضبط شي نو دا ښايي له امریکا سره د دوی دیپلوماتیکې اړیکې لا ترینګلې کړي.
ښاغلي ټرمپ د کمپاین بهیر کې، په وار وار ویلي، د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه “په یوه ورځ کې” پای ته رسولی شي. کله چې دی وپوښتل شو څنګه؟ هغه د یوې معاملې خبره وکړه، خو له جزییاتو ورکولو په څنګ تېر شو.
ښاغلي ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته په یوه مرکه کې ویلي، تمه لري د روسیې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي. ولسمشر پوتین بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې او هغه یې “زړور سړی” بللی دی.
د ټرمپ دیموکرات مخالفان، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي، وايي د نوموړي چلن د اوکرایین لپاره د تسلیمېدو په معنی دی او ټوله اروپا به له خطر سره مخ کړي.
خو ډونلډ ټرمپ په دوامداره توګه ویلي، لومړیتوب یې د جګړې پای ته رسول او د متحدو ایالتونو د سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی دی. -
د ټرمپ سلاکار : د اوکرایین تمرکز باید پر سوله وي، نه د سیمو پر بېرته نیولو.
د ډونلډ ټرمپ یو جګپوړی سلاکار وايي، اوکرایین کې به د امریکا د نوې ادارې هڅې د لاندې شویو سیمو بېرته نیولو پر ځای د جګړې پر پای ته رسولو متمرکزې وي.
د جمهوریپال ګوند یوه ستراتېژي جوړوونکی برایان لانزا ویلي، د ټرمپ حکومت به د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وغواړي، چې سولې لپاره خپل یو رښتینی لیدلوری وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، زېلېنسکي باید ومني چې کرايميا نوره روسیې ته بایلل شوې او د امریکا لومړيتوب یوازې د وژنو درول دي.
هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګيي ریابکوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د اوکرایین په تړاو د ډونلډ ټرمپ پلان واوري.
لانزا وايي، که اوکرایین غواړي چې روسیې ته بایللې ځمکې بېرته راوګرځوي نو خپل کار یې دی.
د هغه له خبرو داسې ښکارېده چې ښايي له اوکرايين څخه وغواړي چې له خپلې نیول شوې ځمکې تېر شي.
نوموړی وایي: “هغه څه چې اوکرايين ته يې ویل غواړو دا دي چې هغه څه چې تاسو د سولې واقعبینانه لید ګڼئ، هغه د ګټلو نه دی. نو راځئ ریښتيني واوسو او که ولسمشر زېلېنسکي مېز ته راځي او وايي چې یوازې هغه وخت سوله شونې ده، چې موږ کرایميا بېرته ولرو نو دا موږ ته ښيي چې هغه جدي نه دی.”
دا داسې څه دي چې ښايي اوکرایین به یې اورېدل نه غوښتل. خو د براین لانزا خبرې او د خبرو ډول ښکاروي چې د ټرامپ را روانه اداره لېواله نه ښکاري چې اوکرایین دې له روسي نیواکګرو خلاص کړي.
د هغه دا خبرې داسې مهال وې چې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤول جوزېف بورېل د اوکرايين پلازمېنې کيېف ته ورغلی چې د اروپا د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړي.
خو د امریکا له مرستې پرته به د اروپايي ټولنې ملاتړ د دې لپاره کافي نه وي چې د روسیې د پوځ مخه ډب کړي.
بلخوا د روسيې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګيي ریابکوف ویلي چې د اوکرایین په اړه د ډونلډ ټرمپ د وړاندیز اورېدو ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې چې دغه ناورین ته ساده حل شونی نه دی. نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې که واشنګټن د اوکرایین پر سر ناندرۍ ډېرې کړي یا د روسیې کنګل شوې شتمني ضبط شي نو دا ښايي له امریکا سره د دوی دیپلوماتیکې اړیکې لا ترینګلې کړي.
ښاغلي ټرمپ د کمپاین بهیر کې، په وار وار ویلي، د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه “په یوه ورځ کې” پای ته رسولی شي. کله چې دی وپوښتل شو څنګه؟ هغه د یوې معاملې خبره وکړه، خو له جزییاتو ورکولو په څنګ تېر شو.
ښاغلي ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته په یوه مرکه کې ویلي، تمه لري د روسیې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړي. ولسمشر پوتین بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې او هغه یې “زړور سړی” بللی دی.
د ټرمپ دیموکرات مخالفان، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په همکارۍ تورنوي، وايي د نوموړي چلن د اوکرایین لپاره د تسلیمېدو په معنی دی او ټوله اروپا به له خطر سره مخ کړي.
خو ډونلډ ټرمپ په دوامداره توګه ویلي، لومړیتوب یې د جګړې پای ته رسول او د متحدو ایالتونو د سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی دی. -
قطر د سهیونیستي رژیم او حماس ترمنځ منځګړیتوب ځنډولی
قطري چارواکي وايي، د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د منځګريتوب په موخه يې خپلې هڅې ځنډولې دي.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه بيانيه کې ويلي، دا هلې ځلې به هغه مهال بيا پيل کړي چې حماس او اسرائیل “مذاکراتو ته لیوالتیا وښيي.”
قطري ویاند دواړه لوري تورن کړي، چې له روانو خبرو د هغه څه له پاره ناوړه ګټه پورته کوي، چې ده “محدودې سیاسي موخې” بللې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لس ورځې وړاندې یې ښکېلو لوریو ته خبر ورکړی چې که حماس او اسرائیل هوکړې ته ونه رسېږي نو د منځګړي په توګه به خپلې هڅې د اوس لپاره وځنډوي.
د دغه د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي د حماس او اسرائیلو تر منځ د قطر منځګړیتوب د اوس لپاره ځنډول شوی او کله چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړین جدیت رامنځته شي قطر به د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د هڅو سرلاری وي.
نوموړي قطر کې د حماس د دفتر د تړلو په اړه خپرو شویو رپوټونو ته غبرګون کې ویلي چې دا رپوټونه هم دقیق نه دي، ده ویلي قطر کې د حماس د دفتر هدف له ښکېلو لوریو سره د اړیکو ټينګول دي.
د قطر له خوا دا سپیناوی وروسته له هغه شوی چې رسنیزو رپوټونو کې وویل شول چې قطر غزه کې د اوربند لپاره هڅو کې د منځګړي په توګه لاس په سر شوی او حماس ته یې ویلي چې دوحه کې یې اوسنی دفتر بې ګټې دی.
دغه راز یوې ديپلوماتیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبرې اژانس ته ویلي، تر هغه چې اسرائیل او حماس له خبرو ډډه کوي دوی منځګړیتوب ته دوام نه شي ورکولی او له همدې امله دوحه کې د حماس دفتر “بې ګټې” دي.
خو د حماس یوه لوړ پوړي غړي یاد اژانس ته ویلي قطر دوی ته نه دي ویلي چې دوحه کې خپل دفتر وتړي.
قطر، مصر او امریکا د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لپاره منځګړیتوب کړی. د دې هېوادونو د هڅو په پایله کې د ۲۰۲۳ کال نومبر کې د یوې اوونۍ اوربند وشو حماس یو شمېر یرغمل شوي کسان او اسرائیلو فلسطیني زندانیان خوشی کړل. له هغه وروسته دیادو هېوادونو هڅې بې پایلې وې.
پوښتنه دا ده چې ولې په دې پړاو کې قطر له منځګړیتوبه لاس په سر کېږي؟ د نړیوالو شخړو د هواري کارپوهان وايي قطر لا له وړاندې د داسې یوې پرېکړې په اړه غور کړی وو.
دیادونې ده چې قطر د تېر کال نومبر میاشت کې د زندانیانو د تبادلې لپاره ډېري هڅې وکړې. خو دا هېواد تېره اپریل میاشت کې وروسته له هغه ډېر ناهیلی شو چې ځینې اسرائیلي کړیو یې پرضد تبلیغ وکړ. ښکاري چې قطریان دې پایلې ته رسېدلي چې هڅو او اوږد صبر یې ښې پایلې نه لري.”
د قطر د منځګړیتوب او د حماس د دفترد تړلو رپوټونه یوه ورځ وروسته له هغه خپاره شول چې رویټرز خبري اژانس د امریکا د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي له قوله رپوټ ورکړ چې امریکا قطر ته ویلي، نور ورته دوحه کې د حماس دفتر د منلو نه دی.
دې چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل لس ورځې وړاندې، قطر حماس ته د امریکا دا خبره رسولې، امریکا له قطریانو سره د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه په تماس کې وو او ورته یې ویلي چې اوس د دې دفتر د تړلو وخت را رسېدلی. -
دحزب الله پر پوځي توان داسراییلو اعتراف
دصهیونیسټ رژیم رسنیو اعتراف وکړ چې دحزب الله توغندوی حملې نه یوازې بندې شوی نه دی بلکې د شمیر او حد په لحاظ هم زیاتې شوی دی . د صهیونیسټی رژیم ۱۲ چینل اعلان کړی، چې حزب الله دجمعې له سهار راهیسې د فلسطین د مرکز حیفا په سیمه او د هغې په شاوخوا سیمو باندې بمباری کړې ده او له لبنان څخه د توغندیو حملې یوازې نه دی بندې شوې. ، مګر د شمیر او حد له پلوه هم وده کړې.
اسراییلي سرچینو خبر ورکړی دی چې دجمعې له سهاره د لبنان له جنوب څخه په پوځي اډو او مرکزونو او د صهیونیسټي پوځیانو په غونډو په لسګونو توغندي ویشتل شوي دي. له بلې خوا حزب الله اعلان وکړ چې داسلامی مقاومت جنګیالیو دکفرکلا ښار په شمال لویدیځ کښې دصهیونیسټ رژیم دعسکرو یوه بیړۍ په یوه لارښود توغندی وویشتله چې دپوځیانو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شو .
عبراني ورځپاڼي معاريف هم اعتراف وکړچې اسرائيل له يو کال راهيسي په اوو محاذونو کي په سيمه ييزه جګړه کي ښکېل دي، چي په ترڅ کي يې شاوخوا دوه فرقې له لاسه ورکړي، پوځ زرګونو عسکرو ته اړتيا لري، په داسي حال کي چي د مړو او ټپيانو شمېر نه دی معلوم. شمیرل شوی
-
ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
د امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کانديد ډونالډ ټرمپ د اکثريت رایو په ګټلو سره د دې هېواد ۴۷م ولسمشر وټاکل شو.
ټرمپ د ۲۷۷ الکټرال رايو ترڅنګ څه باندې ۷۰ ميليونه عامې رايې وګټلې او د دويم ځل لپاره د دې هېواد ولسمشر وټاکل شو.
د ډموکراټانو کانديدې او د ټرمپ سيالې کاملا هاريس د څه کم ۶۶ ميليونو عامو رايو او ۲۲۴ الکټرال رايو په ګټلو سره ونشوه کولی چې د ولسمشرۍ چوکۍ وګټي.
ټرمپ څو شېبې وړاندې په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د ده حکومت به هڅه وکړي تر څو د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې روان کړکېچونه او ترهګري پای ته ورسوي.