دسته: نړۍ

  • پرسوري ځواکونو داسراییلي الوتکو درنه بمباري

    پرسوري ځواکونو داسراییلي الوتکو درنه بمباري

     

    د اسراییلو جنګي الوتکو په سویدا ولایت کې د سوریې د پوځ پر پوستو بمباري کړې ده
    په بریدوو کې د سوریې د پوځ ټانکونه ویجاړ شوي دي
    لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یسرایل کاټز د اسراییلو پوځ ته امر وکړ چې د سوریې د پوځ ځواکونه او هغه وسلې بمبار کړي چې د سویدا ولایت کې د سیمه ایزو وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره مداخله کړې وه.

    د اسراییلي رسنیو په وینا، د نتنیاهو او کاټز لخوا په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي: “موږ د اسراییلو پوځ ته امر کړی چې سمدلاسه د سوریې د رژیم ځواکونه او هغه وسلې چې دوی سویدا سیمې ته لیږلي دي په نښه کړي، ځکه چې د دوی هدف د دروز په وړاندې عملیات کول دي، کوم چې په سیمه کې د بې وسلې کولو پالیسۍ سره په ټکر کې دي.”

    په بیان کې ویل شوي چې اسراییل په سوریه کې د دې اقلیت ملاتړ ته ژمن دی، د هغه څه سره سم چې دا یې “په اسراییل کې د خپلو دروز اتباعو سره ژوره او ورورګلوۍ اړیکه” په توګه بیان کړې.

    نتنیاهو او کاټز دا هم ټینګار وکړ: “موږ د سوریې رژیم د دروزیانو د په نښه کولو څخه د مخنیوي او زموږ د پولو سره نږدې د سیمې د بې وسلې کولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوو.”

    په ورته وخت کې، د سوریې رسمي خبري اژانس (SANA) راپور ورکړ د اسراییلو اشغالګرو جنګي الوتکو د سویدا ښار په نښه کړ، چې په سویلي سوریه کې د دروز اکثریت لري.”

    د دوشنبې په ورځ، اسراییل اعلان وکړ چې دوی د سویدا په کړکیچن سیمه کې د سوریې د اردو ټانکونه ویجاړ کړي او خبرداری یې ورکړ چې د دروزیانو په نښه کول به زغم نه کړي.

    له بلې خوا، د سوریې د کورنیو چارو وزارت وویل چې سویدا ته د ځواکونو د ننوتلو هدف یوازې د امنیت ډاډمن کول او د اتباعو د ژوند ساتنه ده، او د عامه او شخصي ملکیتونو د هر ډول سرغړونې په وړاندې یې خبرداری ورکړی دی.

    حکومتي ځواکونه د دوو ورځو سختو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره سویدا ښار ته ننوتل. دا د دسمبر په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت له واک ته رسیدو راهیسې په ښار کې د حکومتي ځواکونو لومړی حضور دی.

  • په غزه کې د بمبارۍ له کبله د اوبو ترلاسه کولو په تمه ولاړ ماشومان وژل شوي

    په غزه کې د بمبارۍ له کبله د اوبو ترلاسه کولو په تمه ولاړ ماشومان وژل شوي

    د غزې مرکزي برخه کې مرستندویان وايي، د شپږ ماشومانو په ګډون هغه لس کسان د اسرائیلي اشغالګرو  په بمبارۍ کې وژل شوي، چې د اوبو بوشکو ډکولو ته ولاړ وو.

    د االنصره په العوده روغتون کې چې د وژل شویو کسانو مړي وروړل شوي، یو ډاکتر وايي، دوی ته د پېښې له ځایه د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۶ ټپیان هم وروړل شوي دي.

    عیني شاهدان وايي، یوه ډرون د خلکو پر هغه کتار د توغندي ګوزار وکړ، چې په النصره کډوالو کمپ کې د اوبو یوه ټانکر ته له تشو بوشکو سره د اوبو موندلو په تمه ولاړ وو. له اسرائیلي پوځ سره د پېښې په هکله د نظر څرګندولو لپاره اړیکه نیول شوې.

    د سیمې خلکو له پېښې سملاسي وروسته په شخصي موټرو او خرګاډو کې ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

    دا برید په داسې حال کې شوی، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې هوايي او توغندیز بریدونه زیات کړي دي.

    د غزې ملکي دفاع ادارې یوه ویاند په خبره پر یکشنبه د مرکزي غزې او غزې ښار پر بېلابېلو استوګنې ودانیو د هوايي بریدونو له کبله ۱۹ نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.

    له بل لوري د غزې په جنوب کې د ناصر روغتون وايي د مرستو د وېش په يوه سیمه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

    په سيمه کې فلسطيني وګړو رسنیو ته  ويلي د شنبې په ورځ په داسې حال کې اسرائيلي ځواکونو پرې ډزې کړې چې خلکو د خوراکي توکو د ترلاسه کولو هڅه کوله.

    اسرائیلي اشغالګرو  پېښه رد کړې او وايي، د دوی له خوا په ډزو کې هېڅ کس نه دی لګېدلی.

    خو جلا يوه اسرائیلي پوځي چارواکي ويلي، د هغو خلکو د خورولو لپاره ډزې شوې چې د اسرائيلو دفاعي ځواکونو “ګواښ” بللی و.

    د دواړو خواو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائيد شوې. اسرائيل د بي بي سي په ګډون نړيوالو خبري رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته سفر وکړي.

    خو وروسته شنبې ناوخته بي بي سي داسې ويډيوګانې ليدلې چې په پلاستيکي کڅوړو کې مړي په کې ښکاري، نرسان او يو شمېر کسان چې جامې يې په وينو لړلې ورته ولاړ ليدل کېږي.

    په بله ويډيو کې يو کس وايي، خلک د مرستې لپاره ولاړ و چې پنځه دقيقې پرې مخامخ ډزې وشوې. يوه روغتياپال اسرائیلي پوځيان تورن کړل چې خلک يې په “بې رحمۍ” وژلي دي.

    رويټرز خبري اژانس ويلي، دوی له هغو شاهدانو سره خبرې کړې چې وايي، خلک په سر او سينو ويشتل شوي. دغه اژانس همدا راز ويلي چې په ناصر روغتون کې يې په سپينو کفنونو کې نغښتي جسدونه ليدلي دي.

    نژدې هره ورځ د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي امنيتي ځواکونو له خوا خلکو د وژل کېدو خبر ورکول کېږي.

    اسرائيلو د روان کال په مارچ کې پر غزه بشپړ بنديز ولګاوه او د دو مياشتو اوربند له ماتولو وروسته يې پر حماس پوځي عمليات پيل کړل. اسرائيلو ويل غواړي پر ياده ډله فشار واچوي چې اسرائيلي يرغمل خوشی کړي.

    که څه هم غزې ته د خوراکي توکو پر لېږد بنديز يو څه نرم شوی خو لا هم د خوراکي توکو، درملو او سون توکو سخت کمښت موجود دی.

    د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (انروا) وايي په غزه کې زرګونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او هر ورځ نوې پېښې رامنځته کېږي.

    دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو او امریکا د غزې د بشري مرستو د بنسټ په نامه د مرستو د وېش نوی سيستم جوړکړی چې په وينا يې غواړي له دې لارې حماس ته د مرستو د رسېدو مخه ونيسي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تېره جمعه ويلي، تراوسه د مرستو ترلاسه کولو اړوند يې د ۷۹۸ تنو وژل کېدل ثبت کړي چې له دې ډلې ۶۱۵ تنه يې د مرستو د وېش مرکزونو ته څېرمه وژل شوي. دا مرکزونه چې د جنوبي او مرکزي غزې په پوځي سیمو کې دي د امریکا شخصي امنيتي کمپنيو له خوا ساتل کېږي.

    نور ۱۸۳ تنه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه ادارو له کاروانونو سره نژدې وژل شوي دي.

    اسرائیلي اشغالګرو منلې چې ځينې داسې پېښې شوې چې ولسي وګړو ته په کې زيان رسېدلی او وايي هڅه کوي د خلکو او ځواکونو تر منځ “کېدونکی تاوتريخوالي” تر ډېرې کچې کم کړي.

    د غزې د بشري مرستو بنسټ تور لګوي چې ملګري ملتونه د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت له لوري وړاندې شوې “ناسمې شمېرې” کاروي.

    د روانې مياشتې په پيل کې د غزې د بشري مرستو بنسټ يوه پخواني امنيتي قرارداي وويل، څو ځله يې ليدلي چې همکارانو يې پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې چې هېڅ ډول ګواښ يې نه پېښاوه. د غزې بشري مرستو بنسټ دا ادعاوې ټولې په ناسمې بللې دي.

    اسرائیلي اشغالګرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د پولې له بلې غاړې د یوه ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس له منځه وړلو لپاره عمليات پیل کړل. د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.

    د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۷۸۲۳ تنه وژل شوي دي.

    د غزې نفوس ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوې ده. اټکل کېږي چې له ۹۰ سلنې ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.

  • اسرائیل پلان لري چې د غزې اوسېدونکي په رفح کې یوه کمپ ته ولېږدوي

    اسرائیل پلان لري چې د غزې اوسېدونکي په رفح کې یوه کمپ ته ولېږدوي

    د اسرائیل دفاع وزیر وايي، خپل پوځ ته یې لارښوونه کړې، چې په غزه کې ټول فلسطینیان د دې سیمې په سویل کې یوه کمپ ته ولېږدوي.

    اسرائیل کاټز د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې غواړي د رفح ښار په کنډوالو کې یو “بشردوستانه ښار” جوړ کړي، چې پیل کې شاوخوا شپږ سوه زره فلسطینیان او بالاخره ټول دوه اعشاریه یو میلیون نفوس پکې ځای پر ځای شي.

    دی وايي، هدف دا و چې خلک له امنیتي پلټنې وروسته هلته دننه راوستل شي، چې ډاډ ترلاسه شي، د حماس وسله وال نه دي، او د وتلو اجازه به نه ورکول کېږي.

    هغه زیاته کړه چې که شرایط اجازه ورکړي، نو د هغه احتمالي ۶۰ ورځني اوربند په ترڅ کې به ودانیزې چارې پیل شي، چې اسرائیل او حماس هڅه کوي خبرې پرې وکړي.

    په اسرائیل کې د بشري حقونو یوه مدافع وکیل دا پلان غندلی او وايي، دا “د بشر ضد جرم لپاره له عملیاتي پلانه” کم څه نه دي.

    میکائیل سفارد ګارډین ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: ”دا ټوله خبره د غزې سویلي څنډو ته د نفوسو لېږدول دي، چې بیا وروسته له دې تړانګې بهر وایستل شي.”

    له دې مخکې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې له یوې اشغال شوې سیمې په زوره د خلکو ایستل یا شړل د نړیوال بشري قانون له مخې سخت ممنوع چاره او “توکمیز چاڼ ته ورته” ده.

    فلسطیني ادارې یا حماس تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

    پر دوشنبه ناوخته د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه وړاندیز په هکله وغږېد، چې له جګړې وروسته به امریکا د غزې کنټرول واخلي او اوسېدونکي به یې د تل لپاره بل چېرې مېشت کړي.

    نتنیاهو وویل: “زه فکر کوم ولسمشر ټرمپ یو شاندار نظر لري، دا ازادانه اختیار بلل کېږي. که خلک غواړي چې پاتې شي، دوی به پاتې کېږي، خو که دوی غواړي چې لاړ شي، نو دوی باید لاړ شي…

    موږ له متحدو ایالتونو سره له نژدې کار کوو، چې داسې هېوادونه ومومو چې هڅه کوي هغه څه درک کړي، چې دوی تل ویلي – چې دوی غواړي فلسطینیانو ته یو ښه راتلونکی ورکړي. ”

    ټرمپ په دې هکله وویل: ”موږ له… شاوخوا هېوادونو ښه همکاري درلوده، هر یوه ښه همکاري درلوده. نو، یو څه به ښه وشي.”

    په مارچ میاشت کې عربي هېوادونو د ټرمپ پلان بدیل په توګه د ۵۳ بیلیونو ډالرو یوه پلان ملاتړ وکړ، چې له مخې یې باید د هغه ځای فلسطینیان پر خپل ځای پاتې شي.

    دوی دغه راز د فلسطینیانو هر ډول بې ځای کولو موضوع په ټینګار سره رد کړه او دا چاره یې ”له بشري حقونو سرغړونه، د بشریت ضد یو جنایت او توکمېز چاڼ” وباله.

    فلسطیني ادارې او حماس هم د مصر پلان تایید کړ، خو امریکا او اسرائیل ویل چې دا په غزه کې واقعیتونو ته حل نه دی.

    فلسطینیان د نکبه له تکراره وېره لري، چې د “ناورین” لپاره عربي کلمه ده او د هغې پېښې یادونه کوي، چې په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل دولت له رامنځته کېدو وروسته سلګونه زره خلک له جګړې مخکې او د جګړې په ترڅ کې له خپلو کورونو څخه وتښتېدل یا وشړل شول.

    هغه ډېری کډوال په غزه کې پاتې شول، چې دوی او اولادونه یې د ټولټال نفوس درېیمه برخه جوړوي.

    د ملګرو ملتونو مسوولینو په وینا ۹۰۰ زره نور کډوال په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې اوسي او درې اعشاریه څلور میلیونه فلسطیني کډوال بیا په اردن، سوریه او لبنان کې ژوند کوي.

    اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د پولې له بلې غاړې د یوه ناڅاپي برید په ځواب کې د حماس له منځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړ، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.

    د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه راهیسې په غزه کې له ۵۷،۵۰۰ څخه ډېر خلک وژل شوي دي.

    د غزې نفوس ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوی دی. اټکل کېږي چې له ۹۰ سلنې ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي، د روغتیايي اسانتیاوو مرکزونه، د څښاک اوبو نظام او حفظ الصحې سیسټمونه ویجاړ شوي دي او د خوړو، سون توکو، درملو او سرپناه کمښت نشتوالی یا کمېدل معمول دی.

  • اسرائیلي اشغالګرو په یمن کې پر حوثي وسلوالو پراخ بریدونه پېل کړي.

    اسرائیلي اشغالګرو په یمن کې پر حوثي وسلوالو پراخ بریدونه پېل کړي.

    اسرائیل وایي یمن کې یې پر حوثي یاغیانو پراخ بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیل پوځ د دوشنبې پر سهار، جولای اوومه وویل، پر حوثیانو یې د یمن په الحدیده، راس عیسی، او الصلیف بندرونو کې بریدونه پیل کړي.

    د دې بریدونو له پیل سره هممهاله، د اسرائیل د دفاع وزیر پر اېکس لیکلي، چې ”حوثي یاغیان دې د تهران په څېر برخلیک ته چمتو واوسي.”

    له دې بریدونو لږ مخکې اسرائیلي پوځ د سیمې خلکو ته له هدف کېدونکو سیمو د وتلو خبرداری ورکړ. اسرائیلي پوځ په خبرداري کې د سیمې له وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا سیمې پرېږدي یا دې ترې لېرې شي، ځکه چې هوایي بریدونه به ژر پیل شي.

    د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاټس هم د بریدونو له پیل سره سم په ټولنیزو رسنیو خپل پیغام کې لیکلي و چې د بریښناکوټونه او هغه بېړۍ یې هدف دي چې حوثي یاغیانو دوه کاله مخکې ”تښتولې” وې.

    المیادین، چې د حوثي یاغیانو رسمي رسنۍ ده، پر الحدیده بندر بریدونه تائید کړي، خو د تلفاتو یا زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

    د اسرائیل د دفاع وزیر وايي، دې عملیاتو ته د ”تور بیرغ” نوم ورکړل شوی او پر خواله رسنۍ اېکس یې یوه پیغام کې ولیکل: ”حوثیان باید د خپلو کړنو درنه بیه ورکړي. د یمن برخلیک به د تهران په څېر یو څه وي. هر څوک چې هڅه وکړي اسرائیل ته زیان ورسوي، خپله به زیان وويني او هر لاس چې د اسرائیل پر لور وغځېږي، پرې به شي.”

    اسرائیل له دې مخکې هم د یمن پر الحدیده بندر هوایي بریدونه کړي، خو د دې هېواد د چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تازه بریدونه ډېر سخت دي او احتمال شته چې دوام وکړي.

    اسرائیل په یمن کې داسې مهال بریدونه پیل کړي، چې د دې هېواد لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په پار واشنګټن ته د سفر په حال کې دی.

    د غزې جګړې له پیله راهیسې حوثیانو چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، څو ځله پر اسرائیل توغنديز بریدونه کړي او په سره سمندر کې یې سوداګریزې بېړۍ په نښه کړي دي.

    د اسرائیل هوايي ځواک وایي، د دوشنبې سهار بریدونه د حوثیانو پرله‌پسې بریدونو ته ځواب دی، چې د اسرائیل او د دغه هېواد د وګړو پر ضد ترسره شوي.

    اسرائیلي پوځ زیاته کړې، هغه بندرونه چې په دې بریدونو کې په نښه شوي، د “ایراني رژیم له خوا د وسلو د لېږد اصلي مرکزونه” وو، چې له لارې یې ”پر اسرائیل او دې هېواد پر متحدینو ترهګریز بریدونه ترسره کېدل.”

    رویټرز خبري آژانس په دې هکله خپل رپوټ کې ویلي، چې د دې بریدونو له پیل څو دقیقې وروسته حوثي ډلې ادعا وکړه چې د اسرائیل هوایي بریدونو پر وړاندې یې دفاعي سیسټم فعال کړی.

    هغسې چې اسرائیل ادعا کوي، د دې هوایي بریدونو یو هدف د “ګالکسي لیډر” نومې کښتۍ وه، چې حوثیانو د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې نیولې وه، دغه کښتۍ اسرائیل د نړیوالو اوبو د څار لپاره کاروله.

    د راس الکثیب برېښناکوټ هم د اسرائیلو د هوایي بریدونو له موخو یو و، چې د اب او تعز ښارونو په ګډون شاوخوا سیمو ته برېښنا ورکوي.

    د الحدیده بندر، چې په یمن کې میلیونونه ملکي وګړو ته د بشري مرستو رسېدو مهم بندر بلل کېږي، د تېر یو کال په ترڅ کې څو ځله د اسرائیل په بریدونو کې په نښه شوی دی.

  • غزه کې د۶۰ ورځني اوربند شرایط څرګند شول

    غزه کې د۶۰ ورځني اوربند شرایط څرګند شول

     

    په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د هغه ۶۰ ورځني اوربند او اسرانو دتبادلې شرایط څرګند شول چې اسراییلو ورسره موافقه کړې ده.

    امریکایی ورځپاڼې ادعا کړې چې د ۱۰ یرغمل شویو او ۱۸ وژل شویو اسراییلیانو جسدونه به په ۵ مرحلو کې وسپارل شي، او د جسدونو او یرغمل شویو خوشې کیدو سره به فلسطیني بندیان خوشې شي.

    له بلې خوا، اسراییلي ورځپاڼې ادعا کړې چې حماس به د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د مراسمو له ترسره کولو ډډه وکړي.

    دا باید په یاد ولرئ چې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې اسراییل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند د نهایی کولو لپاره شرایطو سره موافقه کړې ده.

    د ټرمپ په وینا، هغه به د ټولو خواوو سره کار وکړي ترڅو په 60 ورځو کې جګړه پای ته ورسوي، پداسې حال کې چې قطري او مصري چارواکي به وروستۍ وړاندیزونه وړاندې کړي.

    له دې وروسته، د جون په 26، یوې اسراییلي ورځپاڼې ادعا وکړه چې د غزې جګړه په 2 اونیو کې پای ته رسیږي او 4 عربي هیوادونه به د حماس پر ځای د غزې اداره په غاړه واخلي.

  • دT20آسیاجام لوبې سبتمبرکې پیلیږي

    دT20آسیاجام لوبې سبتمبرکې پیلیږي

     

    د هند په کوربه توب د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام دلوبو ځای وتاکل شو

    د سرچینو په وینا، پریکړه شوې ده چې د ۲۰۲۵ کال دآسیا اتلولۍ جام لوبئ په سپتمبرمیاشت کې په دوبۍ کې ترسره شي.

    د سرچینو په وینا، دی جم پورې اړند مسایل د وروستي کېدو په حال کې دي، د اسیا جام به په T20 بڼه کې ترسره شي. دا ځل به د اسیا جام کوربه توب د هند په غاړه وي.

    هندي رسنۍ راپور ورکوي چې د اسیا جام ممکن د سپتمبر په ۴ یا ۵ پیل شي، چې پکې د پاکستان، هند، افغانستان، بنګله دیش، سریلانکا او متحده عربي اماراتو لوبډلې به لوبې وکړي.

    سرچینې وايي چې د اسیا جام څخه مخکې د درې اړخیزې لړۍ په اړه هم خبرې روانې دي.

    د اسیا جام څخه مخکې د درې اړخیزې لړۍ په اړه د پاکستان، افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ خبرې روانې دي.

  • دفردو تاسیستاتوته سخت زیانونه اوښټي دي(عراقچي)

    دفردو تاسیستاتوته سخت زیانونه اوښټي دي(عراقچي)

     

    ایران دلومړي ځل لپاره تایید کړې چې د امریکا په بریدونو کې اټومي تاسیسات یې سخت زیانمن شوي دي.

    د امریکا رسنیو سره په یوه مرکه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تایید کړه چې د امریکا بمبارۍ د فردو اټومي تاسیساتو ته سخت او جدي زیان رسولی دی.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د زیان ارزونه او اټکل کوي، چې وروسته به حکومت ته د زیان راپور وسپارل شي.

    امریکا د جون په ۲۲مه په فردو، نطنز او اصفهان کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ، او د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران پر دریو اټومي ځایونو بریالي برید شوی او د فردو اټومي تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

    له بلې خوا، د امریکا رسنیو ادعا وکړه چې د امریکا استخباراتو موندلې چې د ایران پر دریو اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو اساسي مواد نه دي ویجاړ کړي.

    یاده دی وي چې تردې وړاندې دایران چارواکو ټینګار کاوه چې دامریکې بریدونه اغیزمن نه ول او لږه خساره یې رامنځته کړې ده

  • ترراتلونکې اونۍ باید غزه کې اوریند وشي(دونالد ټرمپ)

    ترراتلونکې اونۍ باید غزه کې اوریند وشي(دونالد ټرمپ)

     

    ټرمپ: اسراییل د ۶۰ ورځني اوربند لپاره شرایطو سره موافقه کړې، او زه هیله لرم چې حماس هم  دا کار وکړي

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په لومړۍ نیټه د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسراییل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند له شرایطو سره موافقه کړې ده.

    هغه زیاته کړه چې ټولې خواوې به په دې موده کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

    ټرمپ دا هم وویل چې د تل ابیب موافقه د هغه ټیم لخوا د “اسرائیلیانو سره د اوږدې او ګټورې غونډې” وروسته راغله. هغه هیله څرګنده کړه چې “حماس به دا وړاندیز ومني دټرمپ په وینا دا چاره د ټول منني ختیځ په ګټه ده که نه نو، هغه باور لري، په سیمه کې وضعیت “نه یوازې ښه نه شي، بلکې خراب به شي.”

    هغه دا هم یادونه وکړه چې “قطريان او مصريان، چې د سولې راوستلو لپاره يې ډېر څه کړي دي، به هغه کسان وي چې دا وروستۍ وړاندیز وکړي.”

    ټرمپ دغه راز  وویل چې هغه هیله لري چې “تر راتلونکې اونۍ پورې په غزه کې اوربند وشي”، او ټینګار یې وکړ چې هغه به د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په دې اړه “په کلکه” خبرې وکړي.

    ټرمپ وویل چې د نتنیاهو سره د هغه خبرې اترې، چې راتلونکې دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې ټاکل شوې، “به د غزې او ایران فایلونه شامل وي.”

  • پر سوریې د امریکا بندیزونه لغوه شول.

    پر سوریې د امریکا بندیزونه لغوه شول.

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو اجرائیوي امر لاسلیک کړی، چې پر سوریې د امریکا لګول شوي بندیزونه ورسره پای ته ورسېږي.

    سپینه ماڼۍ وايي، د بندیزونو لېرې کولو هدف د ”سولې او ثبات پر لور” د سوریې پرمختګ ملاتړ کول دي. دغه بندیزونه چې پر هر ډول بهرنۍ پانګونه لګېدلي وو، د بشار الاسد حکومت پر ضد لګول شوي وو، چې په تېره دسمبر میاشت کې وسله والو مخالفینو نسکور کړ.

    سپینه ماڼۍ وايي، دوی به ”له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو لپاره د رغنده اقداماتو، بهرنیو ترهګرو سره مبارزې او پر ترهګرو فلسطیني ډلو د بندیزونو په ګډون” د سوریې نوي حکومت فعالیتونه څاري.

    د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني وايي، د بندیزونو له لېرې کېدو سره به د اقتصادي بیارغاونې پر وړاندې ”خنډ لېرې شي” او د نړیوالې ټولنې پر مخ به سوریه پرانیستل شي.

    د یادونې ده چې پر اسد او د ده همکارانو او دغه راز پر اسلامي دولت نومې ډله او ایراني نیابتي ډلو د امریکا بندیزونه پر ځای پاتې دي.

    ټرمپ په تېره مې میاشت کې د سعودي پلازمېنه ریاض کې د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره له لیدو مخکې ویلي و، پر سوریې لګېدلي بندیزونه به لېرې کړي.

    د امریکا له نوي اعلان وروسته د دمشق په لارو، کوڅو کې خوښۍ لمانځل کېږي.

    د الشرع اسلامپاله ډله، هيئة تحریر الشام (ایچ ټي اېس)، چې د بشار الاسد حکومت د نسکورولو مشري یې وکړه، په سوریې کې د القاعدې ملګری وو، خو په ۲۰۱۶ کال کې یې اړیکې ورسره پرې کړې. ایچ ټي اېس لا هم د ملګرو ملتونو، متحده ایالاتو او انګلستان لخوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوی دی.

    د دوشنبې ورځې اجرائیوي امر د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لارښوونه کوي، چې د ایچ ټي اېس دې نومونې ته ”بیاکتنه” وکړي.

    په دې امر کې دغه راز ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالات د سوریې له نوي حکومته غواړي چې د سوریې په شمال ختیځ کې د هغو کمپونو مسوولیت پر غاړه واخلي چې د اسلامي دولت نومې ډلې زندانیان پکې ساتل کېږي.

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر د سږ کال په لومړیو کې د سوریې انتقالي دولت د ملاتړ غږ کړی و او خبرداری یې ورکړی و، چې د اقتصادي پرمختګ په لړ کې ناکامي به ”په پراخه کچه د بشپړې کورنۍ جګړې” لامل شي.

    د سوریې ۱۳ کلنې خونړۍ کورنۍ جګړې په پای کې چې د بشارالاسد حکومت له منځه لاړ، د سوریې له ۹۰ سلنه ډېرو خلکو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه.

    د سوریې نوي مشر د دې هېواد لږکیو خوندي ساتلو ژمنه کړې، خو په مارچ میاشت کې د سوریې په لوېدیځو ساحلي سیمو کې د نویو امنیتي ځواکونو او بشار الاسد پلویانو تر منځ نښتو پر مهال د اسد علوي قبیلې اړوند سلګونو کسانو وژل کېدو سره د سوریې په لږکیو کې وېره زیاته شوې ده.

    دغه راز د وسله والو سخت دریځو، امنیتي ځواکونو او دروز مذهبي لږکۍ اړوند وسله والو ترمنځ هم نښتې شوې دي. په جون کې بیا د دمشق یوه کلیسا کې د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول.

    د شنبې ورځې له دې امر مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیئوېټ خبریالانو ته وویل، ټرمپ په سوریه کې د سولې او ثبات ملاتړ لپاره خپله ژمنه عملي کوي.

    د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس بارک خبریالانو ته په دې هکله وویل، د بندیزونو لغو کول “د یوې ډېرې ستړې کوونکې، مفصلې او زیارغوښتونکې پروسې پایله وه چې څنګه دا بندیزونه باید لېرې شي.”

    دی زیاتوي، ”سوریه یوه فرصت ته اړتیا لري او همداسې شوي.”

    په سوریې کې د بشار الاسد واکمنۍ پر مهال د دې هېواد ۶۰۰ زره وګړي ووژل شول او ۱۲ میلیونه نور اړ شول، چې خپلې مېنې پرېږدي.

  • غزه کې جګړه بنده او اسیران خوشی کړئ(ټرمپ)

    غزه کې جګړه بنده او اسیران خوشی کړئ(ټرمپ)

     

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د جولای په ۲۹مه، په غزه کې د اوربند موافقې ته د رسیدو او په سیمه کې د پاتې ټولو یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو په اړتیا ټینګار وکړ.

    ټرمپ د حقیقت ټولنیز په یوه پیغام کې لیکلي وو: “د غزې تړون وکړئ … او بندیان بیرته راستانه کړئ.”

    مخکې له دې، ټرمپ په خپلو ویناوو کې ویلي وو چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د غزې په تړانګه کې د یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو لپاره له حماس سره خبرې اترې کوي.

    هغه د نتانیاهو سره پیوستون هم څرګند کړ، د هغه د فساد محاکمه یې وغندله، او دا یې د “بې رحمه کمپاین” په توګه تشریح کړه چې کولی شي په سیمه کې روانې ډیپلوماتیکې هڅې اغیزمنې کړي.

    د شنبې په شپه په یوه بل ټویټ کې، ټرمپ ولیکل: “دا طنز چې عدالت نومیږي به د ایران او حماس سره خبرې اترې اغیزمنې کړي،” او زیاته یې کړه چې نتانیاهو “اوس مهال د حماس سره خبرې اترې کوي ترڅو د یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو په هدف یوې موافقې ته ورسیږي.”

    د دونالد ټرمپ له تویتونو سره هم مهاله د شنبې په شپه د تل ابیب په یرغمل شوي چوک کې لسګونه زره د جګړې ضد لاریون کوونکي راټول شول او په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د پاتې یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو غوښتنه یې وکړه.

    په عین حال کې، د یدیعوت احارونوت ورځپاڼې د اسراییلو د سیاسي سرچینې په حواله راپور ورکړ چې ټرمپ په غزه کې د جګړې ژر پای ته رسول غواړي.

    د سرچینې په وینا، د ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف لخوا د پلان لپاره د وخت لنډولو لپاره یو اختیار پورته شوی دی.

    د اسراییلو چینل ۱۳ هم د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې نتانیاهو به واشنګټن ته د خپل راتلونکي سفر په جریان کې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د نویو موافقو ته د رسیدو په اړه بحث وکړي.

    نتانیاهو پلان لري چې په راتلونکو دوو اونیو کې سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي.

    ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې هغه باور لري چې په غزه کې اوربند په یوه اونۍ کې ممکن دی.