د هیئت تحریر الشام مشر محمد جولاني، له دې وروسته چې اسلامپاله ځواکونه په سوریه کې بریالي شول، د دې هېواد پر یوه تر ټولو مهمه څېره بدل شوی دی. آیا هغه د سوریې راتلونکی جوړولی شي، یا د هغه تېرې تېروتنې به د دې لارې لپاره لوی خنډ وي؟
د سوریې د ولسمشر بشار اسد نسکورول هغه هدف و چې ابومحمد الجولاني د هغه لپاره په کلونو مبارزه وکړه. اوس، له ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته، د هغه تر مشرۍ لاندې اسلامپال ځواکونه دمشق ته ننوتي او دغه ښار یې “ازاد” اعلان کړی. دا پېښه د سوریې په معاصر تاریخ کې یو مهم ټپال دی، خو د سوریې د راتلونکي او د جولاني د رول په اړه ډېرې پوښتنې پاتې دي.
د محمد الجولاني په وینا، د اسد د رژیم ماته ناشونې وه. ده د بشار اسد د رژیم له نسکورېدو څو ورځې مخکې له سي این این سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «د رژیم د ماتې تخمونه له هماغه پیله په دې رژیم کې موجود وو… ایرانیانو هڅه وکړه چې رژیم ته بیا سا ورکړي او وخت یې وغځوي، وروسته روسانو هم د ملاتړ هڅه وکړه. «خو حقیقت دا دی: دا رژیم مړ دی.»
دا څرګندونې د جولاني د ځواکونو د بریا او د بشار اسد د دورې د پای ته رسېدو په اړه د ده اعتماد ښيي. سره له دې، دا پوښتنه پاتې ده چې آیا دا بریا کولی شي په سوریه کې د ثبات او بیا رغونې پیل شي، یا هېواد به لا هم له نویو شخړو او ستونزو سره مخامخ وي؟
د ابومحمد الجولاني تر مشرۍ لاندې هیئت تحریر الشام ډله پخوا د سوریې د القاعدې څانګه وه. الجولاني د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د جبهه النصره مشري وکړه او هماغه مهال مشهور شو. خو په تدریج یې هڅه وکړه چې د ځان په اړه تصویر بدل کړي.
الجولاني خپله جهادي لونګۍ پرېښوده او پر ځای یې د نظامي یونیفورم اغوستلو ته مخه کړه. په ۲۰۱۶ کې له یې القاعده سره د اړیکو له پرې کولو وروسته، هڅه وکړه چې ځان معتدله سیاسي څېره وښيي. خو له دې سره سره، ډېری لوېدیځ هېوادونه او کارپوهان لا هم هیئت تحریر الشام ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
جولاني، چې اصلي نوم یې احمد الشرا دی، په سعودي عربستان کې زېږېدلی دی. کورنۍ یې د جولان د لوړو اوسیدونکې وه او د اسد د رژیم له مخالفانو څخه وه. پلار یې د سیاسي فعالیتونو له امله کلونه په سوریه کې په زندان کې و او بیا جلاوطنۍ ته اړ شو.
په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغله وروسته ځوان جولاني له سوریې څخه ووت او په عراق کې له القاعده سره یوځای شو، ده هلته پنځه کاله بند تېر کړ. کله چې د ۲۰۱۱ کال له انقلاب سره هممهاله د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوه، جولاني بېرته خپل هېواد ته راغی او جبهة النصره یې تاسیس کړه، چې وروسته هیئت تحریر الشام شو.
له ۲۰۱۶ کال راهیسې، الجولاني هڅه کړې چې خپل ځان د القاعده او داعش په څېر له نورو افراطي ډلو څخه جلا کړي. هغه په ۲۰۱۵ کال کې په یوه مرکه کې وویل چې د داعش خلاف، پر لویدیځ د برید نیت نه لري او حتا د اسد د حکومت له نسکوریدو وروسته له علوي اقلیت څخه د غچ اخیستو هڅه نه کوي.
په دې ترڅ کې، هیئت تحریر الشام په ادلب ولایت کې د ملکي حکومت د جوړولو هڅه کړې ده. خو د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ډلو په وینا، دغه ډله په جنګي جنایتونو او د مخالفانو په ځپلو تورنه ده.
محمد جولاني اوس د پام په مرکز کې دی. ډېر سوریه وال حتا د اسد سیکولرو مخالفانو، د هغه د ځواکونو په پرمختګ خوشالي کړې او دا یې د سوریې لپاره بری بللی دی. خو لا هم د سوریې راتلونکې او د الجولاني د رول په اړه ګڼې پوښتنې پاتې دي.
جولاني پخوا د القاعده په شان ډلو سره نژدې اړیکې لرلې. د امریکا له لوري تر تعقیب لاندې و او د ده د نیولو لپاره یې ۱۰ میلیون ډالره جایزه ایښې ده.
ده ته په ورپېښو ننګونو کې د سوریې له دیموکراتیکو ځواکونو (SDF) سره اړیکې، د ازادو شویو سیمو کنټرول او ساتنه او د نړیوالو اړیکو مدیریت شامل موضوعات دي.
ایا هغه به وکولی شي له دې ننګوتو سره مقابله وکړي او سوریه ثبات ته ورسوي؟ او که یا د هغه تېرې تېروتنې به د هغه پر راتلونکي سیوری وغوړوي؟ وخت به دا ټولې پوښتنې ځواب کړي.
محمد الجولاني له سيایناین سره په خپله مرکه کې په دې خبرې ټینګار کړی و چې د بهرنیو ځواکونو وتل د سوریې لپاره اړین دي. هغه په سوریه کې د امریکا، ترکیې، روسیې، ایران او د ایران د نیابتي وسلهوالو ځواکونو پر شتون نیوکه وکړه او ویې ویل: «زه فکر کوم چې کله دا رژیم نسکور شي، دا مسئله به حل شي او بیا به په سوریه کې د هېڅ بهرني ځواک اړتیا نه وي.»
دا څرګندونې د جولاني هغه لیدلوری ښیي چې د سوریې راتلونکی له بهرنۍ مداخلې پرته تصوروي. خو هغه ننګونې چې ورته پرتې دي، لکه له سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره اړیکې، کولی شي د دې غوښتنې د پلي کېدو احتمال پېچلې کړي.
محمد جولاني په خپله مرکه کې د اسد د کورنۍ پر واکمنۍ نیوکه وکړه چې له ۱۹۷۱ کال راهیسې په سوریه کې واک په لاس کې لري. هغه وویل: «سوریه داسې حکومت ته اړتیا لري چې پر اساسي ادارو ولاړه وي، نه داسې نظام چې په هغه کې یو واکمن په خپل سر پرېکړې کوي.»
ده د اسد د رژیم د کلونو ظلم ته په اشارې وویل: «د قدرت د ساتلو لپاره په دې کلونو کې رژیم سلګونه زره کسان وژلي، مخالفان یې زندانونو ته اچولي او میلیونونه کسان یې په بېرحمانه توګه بېځایه کړي دي.»
جولاني د هېواد د جوړښت په بنسټیز بدلون ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ د یوې سترې پروژې په اړه خبرې کوو؛ د سوریې د بیا جوړونې په اړه. هیئت تحریر الشام یوازې د دې خبرو یوه برخه ده او کېدای شي په هر وخت کې له منځه ولاړ شي. دا ډله موخه نه ده، بلکې وسیله ده ترڅو د دې رژیم پر وړاندې مبارزه وشي.»
اوس، څو ورځې وروسته له هغې چې جولاني له سيایناین سره مرکه وکړه، د اسد رژیم نسکور شوی دی او د جولاني د ژمنو د پوره کېدو لپاره لار پرانیستل شوې ده. وخت به وښيي چې هغه به خپلې ژمنې پوره کړي که نه.
دسته: نړۍ
-
محمد جولاني، څوک دی او له کومو ننګونو سره مخامخ دی؟
-
سوریه کې د۱۰۰۰۰۰ بندیانو حال
دمشق: د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو او د تحریر الشلام له بریا وروسته د سوریې له زندانونو څخه د خوشي شویو بندیانو د وحشت کیسې راپورته کیږي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم له پرځېدو او د وسلوالو له خوا د پلازمېنې دمشق په ګډون د سوریې د نورو سیمو له نیولو وروسته په زرګونو کسان چې له زندانونو خوشې شوي، د هغوی د ژوند کیسه کوي. بند
الجزيرې په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو تاييد کړه چې پکې يوه بندي ويلي چې په زندان کې مې نوم نه و، يوازې يو شمېر، د بشار حکومت له خوا را واخيستل شوم او زندان ته واچول شوم او کورنۍ مې فکر کاوه چې مړ شوی يم.
دغه ځوان وویل، «ډیری نور کسان هم پرته له دې چې خپلو کورنیو ته ووایي په زندان کې ساتل شوي وو او کلونه یې په زندان کې تیر کړل.
د راپور له مخې له زندانه یو شمېر نورو خوشي شویو کسانو ویلي چې ټاکل شوې وه نن په دار ځړول شي خو اوس ازاد شوي دي.
یو کس وویل: «زما په ګډون ۵۴ کسان له نن څخه ۳۰ دقیقې مخکې اعدام شوي وو، خو اوس موږ ازاد یو، اوس د دمشق په زړه کې ولاړ یو.
د سوریې له زندانه یو بل بندي علي حسن په ۱۹۸۶ کال کې د لبنان په شمال کې له یوې پوستې د سوري پوځیانو له خوا نیول شوی و، هغه مهال ۱۸ کلن و او د پوهنتون محصل و. د هغه د نیول کیدو راهیسې د هغه هیڅ نښه نشته.
چارواکي به په ټولنیزو رسنیو کې غوښتنه وکړي چې په زندانونو کې د ځمکې لاندې حجرو بریښنایی کوډونه چمتو کړي چې د بشار رژیم په زندانونو کې کار کولو چارواکو او د یاغی اردو مشرانو ته ورکړي ترڅو شاوخوا 100,000 کسان خوشې کړي. هلته بندیان دي په CCT کې لیدل کیدی شي. بنچ د قضایی کمیسیون لخوا نومول شوی دی.
-
دپاکستان ستره محکمه:پوځي محاکم د فیصلو واک نلري
د جسټس امين الدين په مشرۍ د سترې محکمې ٧ کسيز آئيني بنچ د پوځي عدالتونو د مقدمو فيصله کولو اړوند د درخواستونو اورېدنه وکړه.
جسټس مسرت هلالي ريمارکس ورکړو چې پوځي عدالتونو ته د قضيو فيصله کول د پوځي عدالتونو د اختياراتو د منلو په معنا دي.
په پوځي عدالتونو کې د ملکي کسانو د مقدمې د بندولو درخواست رد، پخواني چيف جسټس باندې جرمانه لگول شوې ده
د سترې محکمې آئيني بينچ په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمې اورېدنه تر سبا پورې وځنډوله.
تر دې وړاندې آئیني بنچ د پاکستان د پخواني چیف جسټس جواد ایس خواجه د ۲۶م آئیني ترمیم تر فیصلې پورې په پوځي عدالتونو کې د مقدمې چلولو درخواست رد کړی و او په هغه یې شل زره روپۍ جرمانه لګولې وه.
د اوريدنې په مهال عدالت د جواد ايس خواجه له وکيل څخه پوښتنه وکړه چې آيا دوي آئيني بنچ پيژني؟ په دې اړه وکیل وویل، زه د اساسي قانون د بنچ قضاوت نه منم.
جسټس جمال مندوخېل د پاکستان د پخواني چيف جسټس جواد ايس خواجه له وکيل نه وغوښتل چې د محکمې له خونې ووځي، چې په ځواب کې يې وکيل وويل چې د جوډيشل کميشن لخوا موجوده آئيني بنچ نومول شوى دى.
-
د بشارالاسد حکومت نسکور شو
د سوریې حکومت وسله والو یاغیانو بالاخره له یوې اونۍ جګړې وروسته د سوریې پلازمینه د دمشق ښار ونیوه او په دې سره یې د اسد کورنۍ شاوخوا نیمې پېړۍ واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.
راپورونه وایي چې د هیئت تحریرشام په نوم د سوریې حکومت مخالف وسله وال یاغیان د یکشنبې سهار بې له کوم شدید مقاومت څخه د سوریې پلازمینې دمشق ته ننوتل او د ولسمشر بشارالاسد حکومت یې ړنګ کړو.
له بل لوري د رويټرز خبري اژانس وايي ولسمشر بشار الاسد په چورلکه کې يوه نامعلوم ځای ته تللی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله هم وايي، یوه شخصي الوتکه چې د دمشق له هوايي ډګره پورته شوې، ښايي بشار الاسد پکې سپور و.
رویټرز خبري اژانس د بشارالاسد د حکومت د مخالفو دوو سرچینو په حواله ویلي چې دوی دمشق ته د پوځ او یا د حکومتي ځواکونو له کوم مقاومت پرته ننوتلي دي.
د یادونې وړده چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له 2000 کال راپدېخوا د خپل پلار حافظ الاحسد تر مرګ وروسته 24 کاله د سوریې ولسمشر وه او د نوموړي پلار حافظ الاسد همدارنګه 24 کاله یعنې له 1976 څخه تر 2000 میلادي کال پورې د سوریې ولسمشر وه. -
تحریر الشام دبشارالاسد په ۱۰۰ کیلو مترۍ کې
په سوریه کې ایراني او روسي ځواکونو وروسته له هغه په وتلو پیل وکړ چې یاغیانو د بیلابیلو ښارونو کنټرول ترلاسه کړ
دمشق: د سوریې یاغیانو چې د روسیې د ولسمشر بشارالاسد د پوځ پر ضد جنګیږي، د حمص او درعا ښارونه هم نیولي دي.د بهرنیو رسنیو په وینا، په سوریه کې یاغیان د پلازمېنې دمشق پر لور پرمختګ کوي او یاغیان د بشارالاسد پوځ په شاتګ ته اړوي.
د راپور له مخې، د یاغیانو ډلې حیات التحریر الشام جنګیالیو د حمص مرکزي ښار هم نیولی او د سوریې پوځ له دغه ښاره وتلی دی.
بهرنۍ رسنۍ راپور ورکوي چې یاغیان اوس هغه ولایت ته ننوتلي چې د 2011 عرب پسرلي غورځنګ مرکز و.
د بهرنیو رسنیو په حواله، د یاغیانو سرچینې وايي چې پوځ د یوې معاملې له مخې د وتلو پریکړه کړې او دوی ته پلازمینې دمشق ته خوندي لاره ورکړل شوې ده.
په راپور کې راغلي چې که له یوې خوا یاغیان د دمشق پر لور د پرمختګ په حال کې دي، له بلې خوا د نوې کورنۍ جګړې له امله زرګونه کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له بلې خوا امریکايي رسنیو ادعا کړې چې د ایران د قدس ځواک جګپوړو جنرالانو د سوریې له سیمو وتل پیل کړي او د روسیې پوځ هم له طرطوس بندر څخه وتل پیل کړي دي.
-
دسوریې دوه مهم ښارونه دتحریرالشام په منګولو کې
دبشار الاسد پوځ د حما ښآر بې له کومې جګړې او مقاومته ، خپلو مخالفینو ته خوشی کړی دی.
د سوریې حکومتي چارواکو او ملاتړو یې ټینګار کاوه چې پوځ به په حما ښار کې ودریږي، حتی که یاغیان ښار ته ننوځي.
لږ وروسته، د سوریې پوځ تایید کړه چې دوی له حما څخه وتلي او د لومړي ځل لپاره یې د ښار کنټرول یاغیانو ډلو ته سپارلی دی.
د یوې اونۍ په اوږدو کې د دوو لویو ښارونو له نیولو وروسته، د یاغیانو بل هدف، چې د تحریر الشام اسلامي ډلې مشري کوي، د حمص ښار دی.
په لسگونو زره خلک له ښاره تښتي له دې اندیښنې چې راتلونکې لویه جگړه به سخته وي
-
ملګرو ملتونودفلسطینی حکومت دجوړیدوقرار دادمنظور کړ
دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې له اسرائیلو غوښتل شوي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره له اشغال شوې فلسطیني خاورې ووځي. عمومي اسمبلۍ دغه پرېکړه ليک په ١٥٧ رايو سره تصويب کړ، امريکا او اسراييلو يې مخالفت وکړ او ٧ هېوادونو په رايه اچونه کې برخه وانخيسته.
عمومي اسامبلې همداراز د فلسطین د خپلواکۍ حق او خپلواک دولت په رسمیت وپیژاند او په لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تړانګې د اسرائیلو اشغال یې غیر قانوني اعلان کړ. د عمومي اسامبلې په دې غونډه کې د نړيوالو قوانينو له مخې د فلسطين د مسئلې د دوو دولتونو له حل څخه په کلکه ملاتړ څرګند شو او ويې ويل، چې د ١٩٦٧ کال د سرحدي وېش له مخې، د دوو دولتونو حل په دې مانا دى، چې دواړه هېوادونه بايد په کې ژوند وکړي. د یو بل سره سوله او نظم. د غونډې په ترڅ کې د 2025 کال په جون کې په نیویارک کې د فرانسې او سعودي عربستان د ګډ صدارت لاندې د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې د فلسطین مسلې ته د دوه دولتونو حل یقیني کولو لپاره د لوړې کچې نړیوال کنفرانس د رابللو اعلان هم وشو.
-
روسیې او امریکا سوریه کې یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې د روان امنیتي وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه ترسره شوه.
په دې بېړنۍ غونډه کې د واشنګټن او مسکو استازو یو بل پر دې تورن کړل، چې په سوریه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو ترمنځ دا لفظي شخړه تېره شپه وشوه.
د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه وکړه.
هغه د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي.
دغه غونډه وروسته له هغې رابلل کیږي چې د ولسمشر، بشر الاسد مخالفې ډلې، تحریر الشام د سوریې حلب ښار نیولی او د لا پرمختګ خبر یې هم ورکړی دی. -
سویلي کوریا! اجتجاج کوونکي د ولسمشر استعفا غواړي.
د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يول د بېړني پوځي حکومت له اعلانولو څو ساعته وروسته بېرته له خپلې دې پرېکړې په شا شوی دی.خو د نوموړي د پرېکړې سره د مخالفت څپې دومره پراخې شوې چې د دغه هېواد تر ټولو سترې سوداګريزې ټولنې چې شاوخوا يو ميليون غړي لري، ويلي، تر هغه به اعتصاب ته دوام ورکړي چې ښاغلي يون سوک يول له خپلې دندې استعفا نه وي کړې.
همدا ډول په زرګونو احتجاج کوونکي چې د پوځي حکومت له اعلان راهيسې په پلازمېنه سيول کې د پارلمان مخې ته راټول شوي هم د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.
د جنوبي کوريا پارلمان د سې شنبې په شپه د رايو په اکثريت د پوځي حکومت اعلانېدل رد کړل.
امريکا په جنوبي کوريا کې د پوځي حکومت د لغوه کېدو هرکلی کړی او وايي، په سيول کې له نژدې د وضعيت څارنه کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د جنوبي کوريا د ولسمشر دغې پرېکړې هېښ کړي او په بشپړه توګه ترې ناخبره وو.
امريکا او جنوبي کوريا په سيمه کې دوه ستراتيژيک همکاران دي. شاوخوا ۳۰ زره امريکايي سرتېري د شمالي کوريا د ګواښ پر وړاندې د سيول ساتنه کوي.IMAGES
د سې شنبې په ورځ د جنوبي کوريا ولسمشر يون سوک يول په يوه ناڅاپي ټلويزيوني وينا کې د پوځي حکومت اعلان وکړ.
نوموړي وويل، چې د شمالي کوريا د کمونيستي ځواکونو او د حکومت ضد عناصرو پر وړاندې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره پوځي حکومت اړين دی.
په جنوبي کوريا کې د پوځي حکومت اعلان د راتلونکي کال د بوديجې د لايحې په اړه د “خلکو ځواک” ګوند او اپوزسيون د ګوندونو تر منځ له اختلاف وروسته وشو.
د جنوبي کوریا دواړو مهمو ګوندونو د پوځي حکومت له اعلان سره مخالفت کړی.
د ډیموکراټ ګوند مشر، چې د حکومت مهم مخالف ګوند دی، د پوځي حکومت اعلان د اساسي قانون خلاف ګڼلی.
د خلکو د ځواک ګوند مشر، چې یون سوک یول یې غړی دی، د پوځي حکومت اعلان “ناسم” ګام بللی او ويلي يې وو چې ګوند به یې مخنیوی وکړي.
یون سوک یول له ۲۰۲۲ کال راهیسې د جنوبي کوریا ولسمشر دی او د ځينو جنجالونو او رسواييو له کبله په ټولپوښتنو کې کم شهرت لري.
د جنوبي کوریا په پارلمان کې ډېری څوکۍ د مخالفو استازو په واک کې دي، چې له دې امله ښاغلي یون د قوانينو په تصويب کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د جنوبي کوریا د اساسي قانون له مخې، پارلمان کولای شي د رایو په اکثریت سره پوځي حکومت ړنګ کړي. له ۱۹۸۰ کال راهېسې دا لومړی ځل دی، چې په جنوبي کوریا کې پوځي حکومت اعلانېږي. -
د سوریې مخالف وسلهوال څوک دي؟
په سوریه کې د حکومت مخالفو وسلهوالو له کلونو وروسته خورا پراخ بریدونه پیل کړل. تر یکشنبې پورې دې وسلهوالو د سوریې د دویم لوی ښار حلب (پراخې سیمې) ونیولې او په سویل کې یې د حما سیمې پر لور پرمختګ کاوه.
همدا بریدونه د دې لامل شول، چې په سوریه کې دېره روسي هوايي ځواکونه له ۲۰۱۶ کال وروسته لومړی ځل پر حلب بمباري وکړي او د سوریې حکومتي ځواکونه له دې ښاره ووځي.
د دغو بریدونو مشري د هيئة تحرير الشام (ایچ ټي اېس) په نامه وسلهوالې ډلې وکړه، چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له پخوا ښکېله ده. دا ډله په ۲۰۱۱ کال کې د جبهةالنصرة په نامه جوړه شوه، چې له القاعده سره یې مخامخ تړاو درلود.
د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم د دې ډلې په تاسیس کې ښکېل و.
دا له هغو اغېزناکو او خونړیو ډلو یوه بلل کېده، چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت پر ضد جنګېدل. د انقلابي جذبې پر ځای جهادي جذبه د دوی محرکه قوه بلل کېده او هغه مهال همدا داسې موضوع وه، چې د یاغیانو لوی ایتلاف او دوی تر منځ یو ځای کېدو ته خنډ بلل کېده.
په ۲۰۱۶ کال کې بیا د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني په ډاګه له القاعده سره د تړاو پرې کولو اعلان وکړ، جبهةالنصرة یې منحل کړه او یو کال وروسته یې له نورو ورته ډلو سره د ټلوالې له جوړولو وروسته د هيئةتحرير الشام په نامه نوی سازمان جوړ کړ.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د سوریې جګړې په هکله فکر کېده، چې پای ته رسېدلې. د دې هېواد په لویو ښارونو کې د ولسمشر بشارالاسد واکمنۍ ته هېڅ لوی ګواښ نه لیدل کېده، خو د سوریې ځینې برخې بیا د ده د حکومت له کنټروله وتلې وې.
په دې کې د سوریې په ختیځ کې د کردانو اکثریت سیمې هم راځي، چې د کورنۍ جګړې له پیله تر ډېره د سوریې مرکزي حکومت له کنټروله وتلې دي. په سویل کې هم په وقفې سره تاوتریخوالي دوام درلود. دا هغه سیمې دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې له همدې سیمې د بشارالاسد حکومت پر ضد پاڅون پیل شو.
د سوریې په سارايي سیمو کې بیا د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو د پټنځایونو له کبله اوس هم خلک له خطر سره مخامخېږي. په ځانګړې توګه دا خطر هغه وخت لا زیات شي، چې ځايي خلک په دې سیمو کې د خوراک یو ډول مرخېړي موندلو لپاره سارا ته وځي.
په شمال لوېدیځ ادلب کې بیا تر ډېره واک د هغو وسلهوالو ډلو دی، چې د جګړې له پیله مخکښ وو. ایچ ټي اېس چې په ادلب کې تر نورو برلاسې وسلهواله ډله ده، پر حلب یې ناڅاپي برید پیل کړ. سوریې حکومت تر څو کلونو هڅه کوله د ادلب کنټرول ترلاسه کړي او له همدې کبله هلته جګړه روانه وه. خو په ۲۰۲۰ کال کې بیا د روسیې په منځګړیتوب چې له اوږدې مودې راهیسې د اسد حکومت ملاتړی دی او دغه راز د ترکیې په منځګړیتوب چې د یاغیانو ملاتړی هېواد دی، یو اوربند وشو، چې تر ډېره پر ځای پاتې و.
په دې ښار کې نژدې څلور میلیونه کسان اوسېږي. دا ډېری کسان د هغو سیمو اوسېدونکي وو، چې د بشار الاسد حکومت پوځیانو له ویجاړونکو جګړو وروسته بېرته ونیولې او اوسېدونکي یې ادلب ته وتښتېدل.
ادلب د خورا خونړیو جګړو له ډګرونو یو و او دغه راز په همدې ځای کې یاغیانو خورا ستره ماتې وخوړه. د بریا لپاره ولسمشر اسد یوازې پر خپل هغه پوځ تکیه نه شوی کولای چې وسلې او تجهیزات یې کم، مورال یې ټیټ او ډېری د جبري عسکري خدمت لپاره راوستل شوي وو. دوی به ډېر ژر تیت او پرک شول او تر ډېره وخته يې خپل سنګرونه کلک نشوی ساتلی.
د دې پر ځای نوموړي د روسیې پر هوايي ځواک تکیه ډېره کړه او دغه راز یې په ځمکنۍ جګړه کې تکیه تر ډېره پر هغو وسلهوالو ملېشو وه، چې د ایران پوځي مرستې ورسره کولې. په دې کې حزب الله وسلهوال هم وو. اوس داسې ډېر شکونه نه دي پاتې چې دا وروستیو کې په لبنان کې د اسرائیلو بریدونو حزبالله ته زیان اړولی او دغه راز په سوریه کې پر ایراني پوځي قوماندانانو د اسرائیلو بریدونو په ادلب کې جهادي او یاغي وسلهوالې ډلې هڅولې دي، چې پر حلب یو داسې ناڅاپي برید وکړي، چې تمه یې نه کېده.
هيئةتحرير الشام ډلې له څه مودې راهیسې په ادلب کې خپل مرکزیت پیاوړی کړی او په دې سیمه کې یې د واکمنۍ واګې په لاس کې دي، خو د رسمیت موندلو هڅې یې له بشري حقونو د سرغړونې تورونو له کبله ټکنۍ پاتې دي.
دغه ډله له ځینو نورو وسلهوالو ډلو سره هم په تاوتریخوالي کې ښکېله پاتې شوې.
له ادلب هاخوا د دوی غوښتنې هم تر اوسه څرګندې نه دي. له القاعده سره له پرېکون وروسته د یوه پراخ خلافت رامنځته کولو پر ځای لکه داعش چې یې ناکامه هڅه وکړه، د یوه سخت دریځه اسلامي حکومت جوړولو لپاره د دې ډلې ټول پام یوازې پر سوریه ورټول دی. تر اوسه پورې دغې ډلې په پراخه کچه د سوریې کړکېچ بیا تازه کولو او یا هم د هېواد په ډېرو برخو کې د اسد حکومت واکمني ننګولو هڅې هم نه دي څرګندې کړې.