د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي، د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره د اوکراین جګړې پایته رسولو په تړاو خبرو ته چمتو دی.
ټرمپ چې، ټاکل شوې تر راتلونکې یوې میاشتې امریکا کې واک تر لاسه کړي، ژمنه یې کړې، چې د اوکراین جګړه به پای ته رسوي.
پوتین د روسیې خلکو ته د سوال او ځواب په کلنۍ غونډه کې ویلي، له ټرمپ سره کتنې ته چې په خبره یې، له کلونو راهیسې یې ورسره نه دي کتلي چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د نوي حکومت جوړولو بهیر روان دی، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي، چې یوازې د اوقیانوس بحر د سیمو ترمینځ اتحاد (ټرانس اېټلانټېک الاینس) په اوکراین کې جګړه درولای او سوله پر ځای کولای شي.
د نوموړي اشاره د امریکا او اروپا اتحاد ته وه، چې د اوقیانوس سمندر دواړو خواوو ته پراته دي.
په برسلز کې غونډه په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین ښارونه او بېخبنا په دوامداره توګه د روسیې د بې پیلوټکه الوتکو او توغندیو تر بریدونو لاندې دي او د دې ترڅنګ د وسلو او سرتېرو له کمښت سره مخامخ د اوکراین پوځ د هغه هېواد په ختیځ کې د روسیې د چټک پرمختګ د مخنیوې په ترڅ کې له زیاتېدونکو مشکلاتو سره مخامخ دی.
دسته: نړۍ
-
پوتین د اوکراین د جګړې پای لپاره ټرمپ سره خبرو ته چمتووالی وښود
-
نه ایران سره دښمني او نه هم اسراییلو سره جګړه کوو
د هیئت تحریر الشام مشر د اسرائیلو هوايي بریدونه وغندل او دا یې په سیمه کې “د نه توجیه کېدونکي تاوتریخوالي زیاتوالی” وباله. ابو محمد جولاني وویل، سوریه نوره له جګړې “ستړې” ده او د بلې نښتې توان نه لري.
د بشار اسد له سقوط وروسته، اسرائیل د بېساري نظامي کمپاین په ترڅ کې د سوریې د پوځ اډې او نظامي وسلې په بېوقفې ډول په بېلابېلو برخو کې بمبار کړي دي. اسرائیل وایي دغه بریدونه د دې لپاره کېږي چې د “توندلارو” ځواکونو د ستراتیژیکو وسلو ترلاسه کولو مخه ونیسي.
اوس احمد شرع، چې پخوا د ابو محمد جولاني په مستعار نوم پېژندل کېده، له یوه تلویزیون سره په مرکه کې د اسرائیلو د دغو بریدونو دلیلونه “ناروا پلمه” بللي دي.
د سوریې د بشري حقونو څار، چې په بریتانیا کې مېشت دی، راپور ورکړی چې اسرائیل د شنبې په ماښام د لږ تر لږه پنځو ساعتونو په اوږدو کې د سوریې پر بېلابېلو اهدافو ۶۱ توغندي ویشتلي دي. د اسرائیلو بریدونه له یوې اونۍ راهیسې په پرلهپسې ډول روان دي
-
دحزب الله مشر:سوریه کې زمونږ دښمن حاکم دی
د حزب الله مشر نعیم قاسم وایی د اسد رژیم له نسکوریدو سره،موږ د سوریې له لارې پوځي اکمالاتي لار له لاسه ورکړه
بیروت: د لبنان د مقاومت غورځنګ حزب الله مشر نعیم قاسم تایید کړه چې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته حزب الله اوس له ایران څخه سوریې ته د پوځي اکمالاتو لاره له لاسه ورکړې ده.دعربي ميډيا له مخې دحزب الله مشر نعيم قاسم تيره ورځ په خپلو خبرو كښې وويل سوريه له يو خطرناك توسيع پرست دښمن سره مخامخ ده او په سوريه كښې د ګولان په لوړو بفر زون د اسرائيلي پوځ قبضه د دې خبرې ثبوت دي .
نعیم قاسم وویل هیله من دی چې د سوریې نوي واکمنان به اسرائیل د دښمن په توګه په رسمیت وپیژني او له اسرائیلو سره به نورمالې اړیکې جوړې نه کړي.
د حزب الله مشر وویل، تر څو چې په سوریه کې وضعیت ارام شوی نه وي، د سوریې خلک د یاغیانو په اړه نظر نه شي ټاکلی، تمه ده چې د سوریې نوی حکومت به په حکومت کې ټول ځواکونه او ګوندونه شامل کړي.
نعیم قاسم وویل دا سمه ده چې له سوریې څخه د حزب الله د پوځی اکمالاتو لاره د بشارالاسد د رژیم له ختمیدا وروسته ختمه شوې ده خو هیله من دی چې دغه لاره به د نوی حکومت له راتلو وروسته بیرته پرانیستل شی او یا به نوهبله لاره ولټوو.
-
لبنان کې داسراییلې بې پیلوتو الوتکو برید
د لبنان په خیام سرحدي سیمه کې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې د حزب الله د غړي په نښه کولو ادعا کړې ده
اسراییل ادعا کړې چې په لبنان کې یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب الله یو غړی په نښه کړی دی.د يو بهرنیو اژانسونو له مخې اسرائيل دعوه کوي چې د لبنان په سرحدي سيمه خيام کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حزب الله يو غړی په نښه شوی دی.
له بلې خوا صهیونیسټی پوځیانو په لبنان کښې له اوربنده سرغړونه وکړه او هغه پوسته یې په نښه کړه چې د پناهځای په توګه کارول کیده .
د دې تر څنګ په غزه کې د اسراییلو بمبارۍ دوام لري چې په پایله کې یې ۶۶ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د تیر کال راهیسې په غزې د اسراییلو په روانو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۴ زره تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
-
افغانستان دترهګرو ځاله نه شوه(انتوني بلنکن)
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې تر وتلو وروسته افغانستان د ترهګرو ځاله نه شوه
انتوني بلینکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلله. هغه وويل: “موږ ته ويل شوي وو چې افغانستان به د تروريستانو مور وي، خو القاعده بيا په افغانستان کې ځان ټينګ نه کړ او هلته مو د القاعدې مشر له کوم عسکر پرته وواژه.”د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو امریکا ته دا فرصت ورکړی چې پر نورو نړیوالو ننګونو لکه چین او روسیې تمرکز وکړي. ONN هغه نیوکې رد کړې چې له افغانستانه د امریکا وتل د یوه متحد ملت په توګه د امریکا اعتبار ته زیان رسوي.
او هغه وویل: “ډیری خلک ما ته وایي چې زموږ متحدین به نور په امریکا باور ونه کړي، مګر موږ ګورو چې هیوادونه لاهم په اوکراین کې زموږ سره ولاړ دي.”
ملګرو ملتونو د بایډن پر حکومت یو شمېر منتقدین رد کړل، چې روسیه یې هڅولې وه چې له افغانستانه په وتلو سره پر اوکراین برید وکړي.
بلینکن وویل: “موږ له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید تر منځ کومه اړیکه نه وینو.” برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې شو او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وي. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ هم په افغانستان کې زرګونه عسکر درلودل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر این کشور پخوانی دریځ بیا تکرار کړ چې د اشرف غني د حکومت د ژر سقوط وړاندوینه یې نه وه کړې.
هغه وویل: موږ وړاندوینه کړې وه چې کابل به لږ تر لږه یو کال د افغان حکومت په لاس کې وي. دا د معلوماتي بنسټونو ارزونه وه.
خو آن دا نیوکه منلې چې د دوحې تړون د اشرف غني د حکومت اعتبار او د امنیتي ځواکونو باور او مورال ته زیان رسولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسی جرګې په غونډه کې له څو میاشتو ډډه کولو وروسته، له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه ګواهۍ ته حاضر شو. دا غونډه له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د څېړنو یوه برخه ده.
-
غزه کې د ملګرو ملتونو له خوا داوربند دوهمه پریکړه
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي غیر مشروط اوربند لپاره پریکړه لیک تصویب کړ
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي غیر مشروط اوربند پریکړه لیک تصویب شو.
د عمومي اسامبلې په تصویب شوي پریکړه لیک کې له اسراییلو او حماس څخه د ټولو یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه هم شوې ده.
په غزه کې د اوربند د لایحې د تصویب لپاره له ۱۹۳ رایو څخه ۱۵۸ رایې واچول شوې، امریکا، اسرائیلو او اوو نورو هیوادونو د دغه پریکړه لیک مخالفت وکړ او ۱۳ یې برخه واخیسته.
د عمومي اسامبلې په غونډه کې د UNRWA په حق کې 159 رايې، 99 مخالفې او 11 غیر حاضر وو، یو پریکړه لیک هم تصویب شو.
د UNRWA په ګټه تصویب شوی پریکړه لیک له اسراییلو وغوښتل چې د UNRWA ماموریت ته درناوی وکړي او د نړیوالو قوانینو مراعات کړي.
په پریکړه لیک کې د UNRWA څخه هم غوښتنه شوې چې هغه مرستې چمتو کړي چې ورته اړتیا لري د غزې تړانګې ته پرته له مداخلې د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د ۷ نیټې راهیسې د اسراییلو په یرغل کې ۴۴ زره ۸۰۵ فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۱۶ زره ۲۵۷ زیات ټپیان شوي دي. په شهیدانو او ټپیانو کې تر نیمايي زیات یوازې ماشومان او ښځې دي.
-
سوریه د امریکې او اسراییلو له خوا سقوط شوه(خامنه ای)
د سوریې پیښې د امریکا او صهیونیسټانو د ګډ پلان محصول دی
دایران مذهبي مشز وایي چې په سوریې کښې د وروستیو پیښو اصلی دسیسه جوړونکی او اصلی طرحه کوونکی او اصلی قوماندانی په امریکا او صهیونیسټ رژیم کښې ده، مونږ شواهد لرو او دغه شواهد د شک لپاره هیڅ ځای نه پریږدی.ایت اله خامنه ای په تهران کې له ګڼو ایراني وکړو سره په کتنه کې د سوریې بدلونونو ته په کتو وویل
– په دې کې باید شک ونه شي چې په سوریه کې څه وشول د امریکا او صهیونیسټانو د ګډ پلان محصول دی، هو، د سوریې یو ګاونډي حکومت په دې برخه کې ښکاره رول لوبولی او لوبولی یې دی او اوس هم لوبوي، دا هر څوک لیدلی شي. اجنټ هغه د امریکا او صهیونیسټ رژیم اصلي دسیسه جوړونکی او اصلي طرحه کوونکی دی، موږ شواهد لرو، دا شواهد د شک لپاره هیڅ ځای نه پریږدي.
– مقاومت دا دی، د مقاومت جبهه دا ده: هرڅومره چې تاسو فشار راوړئ هومره قوي کیږي ، څومره چې تاسو جرم کوئ ، هومره هڅول کیږي. هرڅومره چې له دوی سره جګړه وکړئ هغومره به پراخه شي او زه تاسو ته وایم چې د الهي ځواک په شاوخوا کې به د مقاومت لړۍ د پخوا په پرتله ټوله سیمه پوښي.
– دغه جاهل شنونکی چې د مقاومت له مفهوم څخه ناخبره دی، فکر کوي چې کله مقاومت کمزوری شي، نو اسلامي ایران به هم کمزوری شي، او زه وایم چې د خدای په قدرت، د خدای په حکم، ایران پیاوړی او ځواکمن دی او د قدرت په لور به ځي. حتی ډیر پیاوړی.
امریکا به هم نه ټوټه ټوټه کیږي، د خدای په فضل، د خدای په قدرت به امریکا هم د مقاومت د جبهې په واسطه له سیمې وشړل شي.
-
غزه کې جګړه نه ختموم(نتانیاهو)
د اسراییلو لومړي وزیر په غزه کې د جګړې د نه ختمولو اعلان وکړ
نتانیاهو وایی که په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي، حماس به بیرته ځواک ترلاسه کړي او بریدونه پیل کړي
تل ابیب: د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو په غزه کې د جګړې د نه ختمولو اعلان کړی دی.د اسراییلو لخوا په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو نسل وژنه دوام لري او په غزه کې په تازه بریدونو کې تر ۳۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اسرائیلو پوځ د غزې په شمال کې د ۳ اسرائیلي پوځیانو د وژل کېدو او د حماس د مقاومت د ۱۰ جنګیالیو د شهادت ادعا کړې ده.
د رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د اوربند هڅې دوام لري او ویلي یې دي چې د غزې جګړه به پای ته ونه رسوي، که دا کار وکړي، نو حماس به بیا ځواکمن شي او بریدونه به پیل کړي.
د بله پلوه د نتانیاهو خلاف د فساد د دوسیو اوریدل پرون په تل ابیب کې ځمکې لاندې بنکر کې ترسره شول، اسراییلیانو د محکمې بهر مظاهره وکړه او د نتنیاهو د سزا غوښتنه يي وکړه.
-
سوربه کې د بندیانو دځورونې عاملین محاکمه کیږي
هغو کسانو ته به انعامونه ورکړل شي چې په جرمونو کې دخیل افسرانو په اړه معلومات ورکوي: د بغاوت
دمشق: د حیات التحریر مشر ابو محمد الجولاني ، چې په سوریه کې یې بشارالاسد له واکه لرې کړی،د هغو افسرانو نوملړ خپور کړ چې په تېر رژیم کې یې د تاوتریخوالي پېښې څارلې.په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته په زرګونو بندیان له زندانونو خوشې کیږي، چې کلونه کلونه د بشار د پوځ له خوا په زندانونو کې ساتل شوي او شکنجه شوي دي.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې دتحریر الشلام مشر ابو محمد الجولاني نن د هغو افسرانو نوملړ خپور کړ چې په پخواني رژیم کې یې د تاوتریخوالي څارنه کوله، په داسې حال کې چې د هغو افسرانو په اړه چې په جرمونو کې لاس لري، د جایزو اعلان هم کوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې حيات التحرير د سوريې حکومتي پوځ ته عمومي عفوه اعلان کړې وه.
له بلې خوا، د سوریې د ملکي دفاع ادارې، سپینې هیلمټ اوس د سیدنایا په بدنام زندان کې د بندیانو لټون لغوه کړی او اعلان یې کړی چې نور د ځمکې لاندې حجرې شتون نلري او په دې زندان کې د زرګونو کسانو ساتل ممکن ندي موندل شوي او ټول بندیان خوشي شوي دي
-
اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې لسګونه هوايي بریدونه کړي
په سوریه کې د بشري حقونو څار یو سازمان، چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو څار دغه سازمان وايي، په دې بریدونو کې د دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو یو شمېر پوځي هدفونه په نښه شوي دي. اسرائیل وايي، دا بریدونه یې ځکه کړي، چې د سخت دریځو وسله والو لاسونو ته د وسلو لوېدو مخنیوی وشي.
دغه سازمان وايي، په برزه سیمه کې د ساینسي څېړنو پر یوه مرکز برید شوي دي. موږ د هغه ځانګړي ساینسي په هکله نه پوهېږو چې په برزه سیمه کې پرې بمباري شوې ده.
خو په ۲۰۱۷ کال کې داسې اسناد موندل شوي وو چې ، په برزه کې یې د سانیسي علومو او څېړنو مرکز (اېس اېس ار سي) یوې څانګې په تړاو و، چې کیمیاوي وسلې یې چمتو کولې. د دغه سازمان د مسوولینو په وینا په ۲۰۲۴ کال کې په سوریې کې د اسرائیلي بمباریو له کبله ۴۱۶ سرتېري وژل شوي دي.
بل لور د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د بشار الاسد حکومت له ړنګېدو وروسته د دې هېواد پر وضعیت د غور لپاره غونډه کوي. د اېس او اېچ ار مسوولینو په وینا اسرائیلي الوتکو له تېرو دوو ورځو راهیسې په سوریه کې سلګونه بریدونه کړي دي، چې په دمشق کې پر هغه ځای برید هم پکې شامل دی، چې ایراني ساینسپوهانو پکې توغندي چمتو کول.
دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د ملګرو ملتونو اړوند ماهرینو په سوریه کې واکمنو ته خبرداری ورکړی، چې د مشکوکو کیمیاوي وسلو د خوندیتوب په تړاو باید ډاډ ترلاسه کړي.،GETTY IMAGES
د نړیوال بشري قانون له مخې د څرګند پوځي هدف په شتون کې هم د کیمیاوي وسلو کارول ممنوع چاره ده، ځکه د دې وسلو هیئت داسې دی، چې توپیر نه شي کولای. دا معلومه نه ده، چې سوریه څومره کیمیاوي وسلې لري، خو داسې باور شته، چې مخکیني ولسمشر بشار الاسد د دې ډول وسلو زېرمې درلودې او نوموړي چې په دې هکله کومه اعلامیه درلوده، هغه بشپړه نه وه.
سوریې د کیمیاوي وسلو ممنوعیت سازمان (او پي سي ډبلیو) هوکړه په ۲۰۱۳ کال کې د پلازمېنې دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلې له یوه برید وروسته لاسلیک کړه، چې زهرجن ګاز پکې شامل و او له کبله یې له ۱۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول. د هغې پېښې تصویرونو نړیواله ټولنه وبوږنوله.
لوېدیځو قدرتونو هغه مهال ویل، چې داسې برید یوازې حکومت کولای شي، خو بشار الاسد یې پړه پر اپوزېسیون اچوله. د او پي سي ډبلیو له هوکړې او د هغو ټولو ۱۳۰۰ ټنه کیمیاوي موادو له ویجاړولو سره سره چې اسد حکومت یې شتون منلی و، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو بریدونه لا هم کېږي.
د بي بي سي شننې له مخې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د سوریې په کورنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۶ ځله کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.