دسته: نړۍ

  • پاکستان دامریکا دوست نه دی(جان کربی)

    پاکستان کله هم د امریکا تخنیکي اتحادی دوست نه دی پاتی شوی
    دامريکا دجمهور رييس وياند جان کربي ويلي دي چې پاکستان کله هم ټيکنکل اتحاد نه لري او په دې برخه کې کومه موافقه نه ده شوې .

    دامريکا دقومي سلامتۍ وياند جان کربي په واشنگټن کې دجمهوررئيس دفتر ته وئيلي دي چې په دې ترڅ کې دسيمې څخه دپارلمان لپاره پاکستان سره شريکه ده.

    د جان کربی په خبره، د سرحدی سرحد څخه د خلکو د ملاتړ او د قربانیانو د قربانیانو سره د مقابلې لپاره د پاکستان سره د پاکستان په مقابل کې د پاکستان سره د مبارزې په برخه کې د کار کولو عزم نه بدلیږی خو کله کله د امریکا ټیکنیکل اتحادیه هم نه راځه

  • پر یمن او غزې داسراییلو بمباري

    پر یمن او غزې داسراییلو بمباري

     

    اسراییل د ډرون بریدونو په ځواب کې په یمن کې بندرونه او پوځي تاسیسات بمباروي
    اسراییلو په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې درنې بمبارۍ وکړې، چې د بریښنا سټیشنونه او پوځي تاسیسات یې په نښه کړل.

    د یوې بهرنۍ خبري ادارې د راپور له مخې، اسراییل د جمعې په ورځ په یمن کې د حوثیانو په اهدافو بریدونه وکړل، چې په کې د بریښنا سټیشن او ساحلي بندرونه شامل وو، د یمن د توغندیو او ډرون بریدونو په ځواب کې.

    د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، د یمن دغې ډلې د فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو لپاره په اسراییلو لسګونه توغندي او ډرونونه توغولي دي.

    د یوې بهرنۍ خبري ادارې د راپور له مخې، د جمعې په ورځ، د اسراییلو پوځ په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونو کې د حدیده او راس عیسی بندرونه، د حوزیاز بریښنا سټیشن او پوځي تاسیسات په نښه کړل.

    په بریدونو کې د یو کس د وژل کېدو او ۱۶ نورو د ټپي کېدو راپورونه شته.د یمن په هوايي ډګر د اسراییلو د بمبارۍ له امله د روغتیا نړیوال سازمان د مشر اوریدنه وځنډول شوه
    د یمن حوثیانو پر اسراییلو د بالستیک توغندیو برید کړی
    د اسراییلو وروستي بریدونه وروسته له هغه وشول چې پوځ د پنجشنبې په ورځ له یمن څخه دوه بې پیلوټه الوتکې وویشتلې.

    د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي دي چې حوثیان د اسراییلو پر وړاندې د خپلو کړنو بیه ورکوي او باید درنه بیه ورکړي.

    په همدې حال کې حماس په یمن کې برید وغانده.

    له بلې خوا، په غزه باندې د اسراییلو یرغل دوام لري او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي. سربیره پردې، اسراییلو په لبنان باندې د ډرون برید هم وکړ چې په کې ۵ ملکي وګړي شهیدان شول.

  • د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو استعفا وکړه

    د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو استعفا وکړه

    د لومړي وزیر په توګه له نژدې یوې لسیزې وروسته جسټن ټروډو د کاناډا د واکمن ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.
    ټروډو په پلازمېنه اوټاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، تر هغه به د لومړي وزارت پر څوکۍ پاتې شي چې د لېبرال ګوند نوی مشر نه وي ټاکل شوی.
    دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو مياشتو کې د لېبرال ګوند ځينو غړو او يو شمېر کاناډايي وګړو د نوموړي د استعفا غوښتنه کوله.
    دا فشارونه د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د دغه هېواد د ماليې وزير کريسټيا فريلنډ له ناڅاپي استعفا وروسته لاپسې زيات شول.
    جسټن ټروډو هم د خلکو په منځ کې محبوبیت له لاسه ورکوي او ځینې نظر پوښتنې ښیې چې د هغه ګوند د سږکال په عمومي ټاکنو کې د ماتې په لور روان دی.
    تر دې مخکې کاناډايي رسنیو ویلي وو چې ښاغلی ټروډو پلان لري د چهارشنبې په ورځ د لېبرال ګوند له عمومي غونډې مخکې استعفا وکړي.
    د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د خپلې استعفا له اعلان وروسته وويل “زه یو مبارز یم او زما ټول وجود راته وایي چې باید مبارزه وکړم.” هغه د کاناډا د پارلمان حالت ته په اشارې وویل، “پارلمان له میاشتو راهيسې فلج شوی”.
    جسټن ټروډو ټینګار وکړ چې هېواد يې نوي پارلمان ته اړتيا لري او د مارچ تر ۲۴ يې د ځنډېدو اعلان وکړ. نوموړي وويل، هېواد يې په راتلونکو ټاکنو کې د “اصلي غوراوي” مستحق دی.
    ټروډو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کاناډا د لېبرال ګوند مشر او له ۲۰۱۵ راهيسې لومړی وزير دی.
    د لېبرال ګوند د قانون له مخې مشر کولای شي هر وخت خپله استعفا اعلان کړي. که استعفا سملاسي وي، تر هغه چې د ګونډ غړي نوي مشر ته رايه ورکوي یو لنډمهالی مشر ټاکل کېږي. ټروډو کولی شي د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې په دفتر کې پاتې شي.
    کله چې نوی مشر وټاکل شي، ټروډو باید د لومړي وزیر واکونه پرېږدي او خپل ځای ناستي ته یې وسپاري.
    دا پروسه معمولاً څو میاشتې وخت نیسي، خو داسې نه ښکاري چې د دغه ګوند غړي دې د نوي مشر د ټاکلو په برخه کې د چټکتیا هڅه وکړي.
    د لومړي وزير په توګه له ۹ کلنۍ واکمنۍ وروسته د رای ورکوونکو او د ګوند د ځينو غړو تر منځ د جسټن ټروډو شهرت خورا کم شوی.
    په وروستيو ټولپوښتنو کې يوازې ۲۲ سلنه کاناډايانو د هغه له مشرۍ رضايت ښودلی و. دا د لومړي وزير په توګه تر دې مهاله د نوموړي د محبوبيت تر ټولو ټيټه کچه ده.
    د کاناډا په سیاست کې د ښاغلي ټروډو د محبوبیت کمېدل په داسې حال کې یوه مهمه مسئله ګرځېدلې چې د نظرپوښتنو له مخې د محافظه کار ګوند د مشر پیر پویلیور محبوبیت د ښاغلي ټرودو په پرتله لږ تر لږه ۲۴ سلنه لوړ دی.
    دا کولی شي په راتلونکو ټاکنو کې لیبرالانو ته لوی سرخوږی جوړ کړي.

  • د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه

    د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه

    ۱۱۶ کلنه جاپانۍ ښځه تومیکو ایتوکا، چې د نړۍ تر ټولو زړه ښځه بلل شوې وه، له نړۍ سترګې پټې کړې.
    د هغې نوم د نړیوالو ریکارډونو په کتاب، ګینس کې د نړۍ د تر ټولو د زړې ښځې په توګه ثبت شوی و. د جاپان د حکومت د زړو خلکو د چارو مسوول، یوشیتسوګو ناګاتا، وویل چې تومیکو ایتوکا د دسمبر په ۲۹مه مړه شوې، خو د هغې د مړینې خبر د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۴ مه) خپور شو.
    تومیکو ایتوکا د ۱۹۰۸ کال د مې په ۲۳مه زېږېدلې وه. هغې تېر کال د نړۍ تر ټولو د زړې ښځې تر مړینې وروسته، چې ۱۱۷ کلنه وه، دا لقب ترلاسه کړ.
    کله چې تومیکو ایتوکا خبره شوه چې د نړۍ تر ټولو د زړو ښځو په لېست کې لومړۍ ده، یوازې یې دومره وویل: «مننه.»
    دا ۱۱۶ کلنه جاپانۍ ښځه په خوراکونو کې کیلې او د جاپان یو ډول دودیز مشروب “کالپیس” (چې تروو یا شوملو ته ورته دی) ته لېواله وه.
    جاپاني چارواکو تېر کال د هغې د ۱۱۶مې کلیزې په مناسبت یوه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه، چې په کې هغې ته ګلان او د زوکړې کیک ډالۍ شول.
    تومیکو ایتوکا په خپل ژوند کې دوه ځله د جاپان د اونتاکي غرزه ۳۰۶۷ متره لوړې څوکې ته په ختلو بریالۍ شوې وه. هغې څلور اولادونه (دوه زامن او دوه لوڼې) لرل، خو د مړینې پر وخت یې یوازې یوه لور او یو زوی ژوندی وو. هغې پنځه لمسیان هم لرل.
    دې جاپانۍ ښځې د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کې د خپل مېړه د کالیو جوړولو د کارځای مدیریت کاوه. د هغې مېړه په ۱۹۷۹ کال کې مړ شوی و.
    د نړۍ تر ټولو د زاړه انسان لقب اوس د برازیل یوې ۱۱۶ کلنې ښځې “اینا کانابارو لوکا” ته رسېدلی، چې له تومیکو ایتوکا یوازې ۱۶ ورځې کشره ده.

  • د لندن په ګډون په يو شمېر لويو ښارونو کې د نوي کال لمانځنې.

    د لندن په ګډون په يو شمېر لويو ښارونو کې د نوي کال لمانځنې.

    د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ۲۰۲۵ کال د رارسېدو په مناسبت لمانځنې روانې دي. د لندن تر څنګ په دوبۍ، سېډني او يو شمېر نورو لويو ښارونو کې په زړه پورې اورلوبې نندارې ته وړاندې شوې.
    د نيويارک په ګډون په يو شمېر نورو ښارونو کې خلک د نوي کال مراسمو ته چمتووالی کوی.
    په سویلي کوریا کې بیا د الوتکې غورځېدو پېښې له کبله د نوي کال مراسم یا ځنډول شوي او یا هم لغو شوي دي.
    د اسټرالیا په سډني کې ۱۲ بجو ته د ساعتونو ستنو له رسېدو سره سم اورلوبې پیل شوې او ځايي اوسېدونو د سمندر پر غاړه د مېلو لپاره د راټولېدو په بڼه خوښي څرګنده کړه.
    له بیجینګ نیولې تر کوالالمپور پورې میلیونونه خلک په مېله ځایونو کې د ۲۰۲۴ کال پای ته رسېدو او نوي ۲۰۲۵ کال رادبره کېدو لمانځنې لپاره یو ځای شوي وو.
    په چین کې د نوي کال له مراسیمو مخکي ولسمشر شي جینپینګ چینیایانو ته په وینا کې وویل، د هېواد اقتصاد یې ”مخ پر بره” روان دی.
    نوموړي دغه راز هغو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې چین په خپلواکه تایوان کې د دیموکراسي پلوه ځواکونو په نظر ورته ګوري.
    په سوریه کې بیا خلک له نیمې پېړۍ وروسته د نوي کال ورځ په داسې حال کې پیلوي، چې پر دغه هېواد د اسد کورنۍ واکمني له منځه تللې.
    سوریه د کردانو، ارمینیایانو، اسوریانو، مسیحیانو، دروز، علوي شیعه ګانو او عرب سنیانو په ګډون د بېلابېلو توکمونو او مذهبونو پیروانو هېواد دی، چې سني عربان پکې د مسلمانانو اکثریت تشکیلوي.
    هئیت تحریر الشام چې د بشار الاسد حکومت ړنګولو په بریدونو کې یې مخکښ رول درلود ژمنه کړې، چې په دې هېواد کې به د ټولو لږکیو حقونو او ازادي ساتي.
    د جي ایم ټي له مهال سره سم به د ماښام پنځه نیمې بجې په میانمار کې کال بدل شي او ورپسې به د جي ایم ټي پر مهال ماښام شپږ بجې بنګله دېش کې هم نوی ۲۰۲۵ کال پیل شي.

  • سوېلي کوریا کې یوه الوتکه له دېوال سره جنګېدلې؛ ۱۷۹ کسان پکې وژل شوي

    سوېلي کوریا کې یوه الوتکه له دېوال سره جنګېدلې؛ ۱۷۹ کسان پکې وژل شوي

    د سوېلي کوریا د جنوب په موان هوايي‌ ډګر کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال له ځغاستلیکې وتلې او له دیوال سره جنګېدلې ده.
    چارواکو تر اوسه په دې پېښه کې د ۱۷۹ کسانو وژل کېده تایید کړي دي.‌
    د جېجو هوايي شرکت په دې ۷۳۷-۸۰۰ ډوله بوینګ الوتکه کې چې د تایلنډ له بنکاک الوتې وه، ۱۸۱ کسانو سفر کاوه.
    د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري چې دا الوتکه له ځغاستلیکې تر وتلو وروسته یوه دېوال سره جنګېږي او اور اخلي.
    د سوېلي کوریا چارواکو ویلي ممکن الوتکه له یوه مرغه سره د ټکر او د خرابې هوا له امله رامنځته شوې وي.
    د موان د اور وژنې د ادارې مشر لي جيونګ هيون په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “د پېښې لامل له مرغانو سره ټکر او د خرابې هوا له امله دی. خو د پېښې دقیق لامل به د ګډې څېړنې تر بشپړېدو وروسته اعلان شي.”
    له دې پېښې تر اوسه یوازې د دوو کسانو د ژوندي وتلو خبر ورکړ شوی، چې ویل کېږي دواړه د الوتنې د عملې غړي دي.
    د قربانیانو له ډلې، ۷۱ نارینه او ۷۱ ښځینه مړي پېژندل شوي دي، خو د ځینو نورو مړو جنسیت نه دی معلوم شوی. په ورته وخت کې، د الوتکې د عملې دوه کسان ژوندي ژغورل شوي او روغتون ته لېږدول شوي.
    د راپورونو په وینا ، ۱۷۳ سپرلۍ د جنوبي کوریا او دوه یې تایلینډيان وو.
    تر اوسه د ژغورنې هڅو لپاره ۱۵۶۲ کسان ګمارل شوي، چې له دې ډلې ۴۹۰ د اور وژنې ادارې کارکوونکي او ۴۵۵ پولیس افسران دي.
    د هوايي ډګر یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بېړنیو حالاتو اداره هڅه کوي د الوتکې له وروستۍ برخې مساپر وژغوري.
    د سوېلي کوریا د اور وژنې ادارې په یوه بیان کې ویلي د اور وژنې ګڼ ماشينونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.
    موان هوايي ډګر د پلازمینې سیول جنوب په شاوخوا ۲۸۸ کیلومترۍ کې پروت دی.
    د جنوبي کوریا د هوايي چلند صنعت د الوتنې د خوندیتوب په برخه کې خورا ښه ریکارډ لري.
    دا د “جېجو” هوایي شرکت په تاریخ کې لومړۍ مرګونې پېښه ده. دغه شرکت په ۲۰۰۵ کال کې جوړ شوی او د سوېلي کوریا له سترو ټیټ لګښتي هوایي شرکتونو ګڼل کېږي.

  • د غزې شمال کې وروستی لوی روغتون د اسرائیلو د بريد له امله تړل شوی

    د غزې شمال کې وروستی لوی روغتون د اسرائیلو د بريد له امله تړل شوی

    د روغتيا نړيواله اداره وايي، د اسرائيلو پوځ د غزې په شمال کې وروستی لوی روغتون له کاره غورځولی دی.
    د دې ادارې په وينا د جمعې په ورځ د اسرائيلو د پوځ په بريد کې د کمال عدوان روغتون اصلې برخې سختې سوځېدلې او ويجاړې شوې دي.
    د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتيايي چارواکو د شنبې په ورځ وويل، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتيايي برخې کارکوونکي هم نيول شوي دي.
    د روغتون مشر ډاکتر حسام ابوصفيه له لومړنیو کسانو و چې د جمعې ورځې د اسرائيلو هوايي بريد کې يې د شاوخوا ۵۰ تنو د وژل کېدو اعلان وکړ.
    د روغتيا نړيوالې ادارې د هغو ناروغانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې چې له روغتونه وتلو ته اړ شوي دي.
    بل پلو اسرائيل وايي حماس دغه روغتون د خپل قوماندې د مرکز په توګه کاراوه خو په دې اړه يې شواهد نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل نړيوالو رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې په مستقله توګه غزې ته ولاړ شي.
    د ياد روغتون کارکوونکو ويلي، د اسرائيلو له بريدونو وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول دوی د اسرائيلو پوځ په زور له دې ځايه ايستلي دي.
    د اسرائيلو پوځ د جمعې په ماسپښين وويل چې دوی د روغتون په سیمه کې عمليات ترسره کوي او دا ځای يې د “حماس د ترهګرو مرکز” بللی و.
    له عملياتو وړاندې اسرائیلي پوځ ويلی وو، چې ملکي وګړو، ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو ته يې د وتلو لاره برابره کړې وه.
    په غزه کې د جګړې په پیل کې اسرائیلو ژمنه وکړه چې د حماس واکمني او پوځي وړتیاوې به له منځه وړي. د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو او نورو لخوا د باور وړ ښکاري د جګړې له پیله، تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
    د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ډېره برخه یې بېځایه شوي دي او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته شوې ده.

  • د نړۍ تر ټولو چټک ریلګاډی به په راتلونکي ۲۰۲۵ کې حرکت پیل کړي

    د نړۍ تر ټولو چټک ریلګاډی به په راتلونکي ۲۰۲۵ کې حرکت پیل کړي

    د انټرېسټنګ انجنیرینګ ویبپاڼې د راپور له مخې، داسې ښکاري چې چین په وروستیو کې د CR450 د سریع السیر یا ایکسپریس ریلګاډي ازموینه کړې ده.
    دا د نړۍ تر ټولو تېز تجارتي ریلګاډی دی، چې تمه کېږي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې فعالیت پیل کړي. د دې ریلګاډی ازمایښتي سرعت په ساعت کې۴۵۰ کیلومتره دی، چې مخکې يې له تیانجین څخه بیجینګ ته د ازمېښت راپور ورکړل شوی و.
    دغه ریلګاډی له اړخه یا له څنګه د یوه غشي په څېر ښکاري او د هغه مخ د یوې ګولۍ په څېر جوړ شوی دی چې کوچنۍ زاویه لري. بل لور ته، د کنټرول کوټه یې په ښکلو څراغونو سمبال ده.
    تېره میاشت د CR450AF-0001 ریلګاډي د ازموینې یوه ویډیو خپره شوه، خو تازه تصویرونه ښیي چې CR450 ۸ واګونونه او یو سریال نمبر لري.
    CR450 د چین وروستی ډیزاین شوی سریع السیر ریلګاډی دی، چې په تجارتي حالت کې په ساعت کې په ۴۰۰ کیلومتره سرعت سره حرکت کولای شي. نوی ماډل CR450 د CR400 په پرتله شاوخوا ۱۲ سلنه سپک دی، ۲۰ سلنه لږ انرژي مصرفوي او د هغه د بریک سیسټم ۲۰ سلنه ښه شوی دی.
    چین ادعا کوي چې د نړۍ د ریلګاډي تر ټولو لویه سریع السیر شبکه یې جوړه کړې، ترڅو د خلکو د زیاتېدونکي اړتیا لپاره مناسب او آرام ټرانسپورټ برابر کړي. د دې هېواد د د سریع السیر ریللارې اوږدوالی تر ۴۵ زره کیلومترو زیات دی.

  • په سوريه کې به وسله والې ډلې منحل او له پوځ سره به یو ځای شي.

    په سوريه کې به وسله والې ډلې منحل او له پوځ سره به یو ځای شي.

    د سوريې مشر احمد الشرع وايي، ټولې وسلې به د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې وي چې په وينا يې په هغو کې د کوردانو وسلې هم شاملې دي.
    نوموړي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره له کتنې وروسته يوې خبرې غونډې ته وويل، چې “وسله والې ډلې به ډېر ژر منحل او د سوريې له نوي پوځ سره يو ځای شي” خو د دې لپاره کړنې لپاره يې کره نېټه اعلان نه کړه.
    د ترکيې لومړي وزير ټينګار وکړ چې سوريايي وګړو په يوازې توګه بشار اسد نسکور کړ او د هيئت تحرير الشام ډلې مشرانو ته يې وويل، “دا بريا يوازې ستاسو ده او د بل هېچا نه ده، سوريې ستاسو د سرښندونو له دې تاریخي فرصت ګټه پورته کړې ده.”
    ترکيه د تحرير الشام ډلې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يې په سوريه کې واک تر لاسه کړ، اصلي ملاتړې بلل کېږي.
    دا کتنه د دمشق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، ښاغلي الشرع چې په ابومحمد الجولاني مشهور و، د پخوا خلاف دا ځل د پوځي جامو پر ځای په درېشي او نېکټايي کې راڅرګند شو.
    دا د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته پلازمېنې دمشق ته د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير دويم سفر دی.

  • په جرمني کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر خېژول شوی، دوه کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان دي

    په جرمني کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر خېژول شوی، دوه کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان دي

    د جرمني په ختیځ ښار ماګدیبورګ کې ځايي چارواکي وايي، د خلکو ګڼې ګوڼې ته د یوه موټر ننوتو له کبله ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.
    دا پېښه چې د ځايي مسوولینو په خبره یو برید ښکاري، د کرسمس (عیسویانو اختر) په یوه ځانګړي بازار کې رامنځته شوي.
    د ځايي پولیسو خبري شبکې ایم ډي ار د رپوټ له مخې دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
    ځايي چارواکي وايي، په پېښه کې ۸۶ کسان ټپیان شوي، چې د ۱۵ تنو روغتیايي وضعیت خواشینونکی دی.
    د ساکسونې-انهالت ایالتي مشر د پېښې ځای کې خبریالانو ته وویل، مشکوک بریدګر چې نیول شوی دی، ۵۰ کلن سړی دی، د سعودي عرب تابعیت لري، په ۲۰۰۶ کې جرمني ته راغلی او د یوه ډاکتر په توګه یې دنده درلوده.
    د نوموړي په وینا تحقیقات ښيي، چې بریدګر دا برید په یوازې سر کړی او په وینا یې د ټپیانو شمېر ته په کتو سره د مړینې شمېر زیاتېدو احتمال نه ردوي.
    د پېښې ځای کې اخیستل شوي تصویرونه ځینې کسان ښيي، چې پر ځمکه پراته دي او د بېړنیو خدمتونو ادارو ګاډي د پېښې ځای کې ولاړ دي.
    ځايي پولیس وايي، د پېښې په سیمه کې ”پراخ عملیات” روان دي. په یوه ناتائید شوې ويډیو کې یو موټر لیدل کېږي، چې په چټکۍ سره د بازار په منځ کې د روان خلکو منځ ته ننوځي.
    د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د ماګدیبورګ ښار یوه ویندوی له قوله ویل شوي، په سیمه کې ټول روغتونونه د ”تلفاتو یوې لویې پېښې” ته چمتوالی کوي.
    د جرمني صدراعظم (چانسلر) اولاف شولز وايي، له ماګدیبورګه راغليو رپوټونو ”د ناوړه وضیعت په هکله ویره راسره پیدا کړې ده.”
    نوموړي زیاته کړه: ”له قربانیانو او د دوی له خپلوانو سره خواخوږي څرګندوم. موږ د دوی تر څنګ ولاړ یو او د ماګدیبورګ ښار د ټولو اوسېدونکو تر څنګ یو. زه په دې سختو ساعتونو کې د بېړنیو خدماتو او مرستندویانو مننه کوم.”
    دا لومړی ځل نه دی، چې په کرسمس بازار کې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.
    له دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې د تونس انیس امیري چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې عریضه کړې وه او له اسلامي دولت نومې ډلې سره یې تړاو درلود، د برلین په کلیسا بازار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه لارۍ خېژولې وه، چې پایله کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او ۴۹ نور ټپیان وو.
    له هغې پېښې دوه کاله وروسته د فرانسې ستراسبورګ ښار کې یوه ټوپکوال د کرسمس بازار پر مشتریانو ډزې وکړې، پنځه کسان یې ووژل او ۱۱ نور یې ټپیان کړل. بریدګر بیا دوې ورځې وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.