دسته: نړۍ

  • ټرمپ د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د جګړې له امله ملامت کړی.

    ټرمپ د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د جګړې له امله ملامت کړی.

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا اوکرایین کې د جګړې پیلېدو پړه د دغه هېواد پر ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي اچولې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د اوکرایین شمال ختیځ کې پر سومي ښار د روسیې په توغندیو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ کسان ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپيان شول.

    ټرمپ ویلي زېلېنسکي له ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین جګړه کې د “میلیونونو خلکو د وژلو” په پړه کې شریک دی.

    هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “باید له ځانه شل چنده غټ چا سره جګړه پیل نه کړئ او بیا دا هیله هم لرئ چې خلک توغندي درکړي.”

    نوموړي د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن هم د دې جګړې د پیلېدو له کبله ملامت کړ.

    ټرمپ دا څرګندونې داسې حال کې کوي چې پر سومي ښار د روسیې د یکشنبې ورځې خونړي برید پراخه غوسه راوپاروله. دا روان کال اوکرایین کې پر ملکي خلکو باندې د روسیې تر ټولو وژونکی برید و.

    هغه د دغه برید په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل، دا “وحشتناک” و او دا چې ده ته ویل شوي روسیې “تېروتنه کړې”، خو جزییات یې ورنه کړل.

    ټرمپ وویل: “میلیونونه خلک د درېیو کسانو له کبله ووژل شول… راځئ ووایو لومړی نمبر پوتین، دویم نمبر بایډن چې هېڅ نه پوهېده چې څه کوي، او زېلېنسکي.”

    اټکل کېږي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۴مه د روسیې لخوا پر اوکرایین د بشپړ یرغل له پیل راهیسې ټولو خواوو ته میلیونونه نه، بلکې سلګونه زره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

    ټرمپ د زېلېنسکي وړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل چې نوموړی “تل د توغندیو پېرلو په لټه کې وي”.

    د امریکا ولسمشر وویل: “کله چې جګړه پیلوئ، باید پوه اوسئ چې ګټلی یې شئ.”

    ډونلډ ټرمپ تر ‌دې مخکې هم په وار وار جو بایډن او ولودیمیر زېلېنسکي‌ د جګړې پیلېدو له کبله پړه بللي دي.

    دا په داسې حال کې ده چې روسیې لومړی د ولسمشر په توګه د زېلېنسکي تر ټاکل کېدو مخکې، ۲۰۱۴ کال کې پر اوکرایین برید کړی او بیا یې په ۲۰۲۲ کال کې د پراخې کچې یرغل پرې وکړ.‌

    ټرمپ وویل “بایډن [جګړه] درولې شوه، زېلېنسکي درولې شوه او پوتین هېڅکله باید پیل کړې نه وای. ټول ملامت دي.”

    د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ کړکېچ تېره فبرورۍ سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال له ناندریو راهیسې اوج کې دی.

    ټرمپ په هغې غونډه کې زېلېنسکي تورن کړی و چې ګوندې له “دریېمې نړیوالې جګړې” سره لوبېږي او له دې کبله یې سختې نیوکې پرې کړې وې چې ولې یې ژر له روسیې سره د سولې خبرې نه دي پیل کړې.‌

    د امریکا ولسمشر برعکس له مسکو سره د اړیکو ښه کولو هڅې کړې دي.

    ټرمپ تېره میاشت وویل چې له پوتین سره یې “ښې” ټیلیفوني خبرې کړې او د روسیې ولسمشر تر هغې یوه اوونۍ وروسته نوموړي ته سوغات په ډول یو انځور استولی و.

    واشنګټن فبرورۍ کې له مسکو سره د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک پر ضد رایه وکاروله چې روسیه یې اوکرایین سره د جګړې له کبله “تېري کوونکې” پېژندله.

  • حماس د اسرائيلو له خوا په اوربند کې د بې وسلې کېدو وړانديز رد کړی

    حماس د اسرائيلو له خوا په اوربند کې د بې وسلې کېدو وړانديز رد کړی

    د راپورونو له مخې حماس د اسرائیلو لخوا د شپږو اونیو مشروط اوربند وړاندیز رد کړی دی.

    یوه لوړپوړي فلسطیني چارواکي چې د اسرائيلو او حماس تر منځ د خبرو له بهیر سره بلد دی، ویلي، دغه پلان نه د جګړې د پایته رسولو او نه هم له غزې د اسرائيلي ځواکونو د وتلو تضمين ورکوي. دا دواړه د حماس ممهمې غوښتنې دي چې د نيمايي يرغمل شويو د خوشي کولو په بدل کې يې وړاندې کړې دي.

    حماس دغه وړانديز په داسې حال کې رد کړی چې په غزه کې د اسرائيلو له خوا مرګوني بريدونه دوام لري.

    په همدې مهال، د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړی چې “په غزه کې بشري وضعیت اوس ښایي د تېرو اتلسو میاشتو راهیسې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی وي.”

    شپږ اوونۍ کېږي چې اسرائیلو غزې ته د توکو ورتګ بند کړی، او دا د جګړې له پيله راهيسې د توکو تر ټولو اوږد بندیز بلل کېږي.

    د ملګرو ملتونو ادارې د اسرائیلو دا ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې په غزه کې کافي خوراکي توکي شته او وایي دا کلابندي ښایي د نړیوال بشري قانون خلاف وي.

    خو د اسرائیلو لومړی وزير وايي د دې له کبله يې غزې ته د توکو پر ورتګ بنديز لګولی چې حماس د يرغملو خوشي کولو ته اړ شي او د هغه اوربند غځولو ته غاړه کېږدي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه پايته رسېدلی دی.

    په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر ویلي، “هلته شته همکاران وايي، بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې د ولسي وګړو تلفاتو کې او د پاتې زېربناوو ويجاړي کې زیاتوالی دی.”

    ویل کېږي اسرائیلو تېره اوونۍ ناوخته د اوربند خبرو کې ښکېلو سیمه‌ییزو منځګړو ته د اوربند خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده.

    له دې وړانديز وروسته، د حماس یو پلاوی چې مشري یې د مذاکراتو مشر خلیل الحیة کوله، د مصر استخباراتو له چارواکو سره په قاهره کې وکتل.

    یاد فلسطیني چارواکي ویلي، “اسرائیلو د مصر له لارې د حماس غورځنګ ته استول شوي وړاندیز کې په څرګند ډول د جګړې د ختمېدو او يا له غزې د وتلو پرته د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې.له همدې امله حماس دا وړاندیز په بشپړ ډول رد کړ.”

    باور دا دی چې په لومړي ځل اسرائیلو د اوربند د پرمختګ لپاره د حماس د بې وسلې کولو شرط وړاندې کړی، کوم چې د حماس لپاره سره کرښه بلل کېږي.

    یاد فلسطینی چارواکي اسرائیل تورن کړل چې یوازې د وخت ضایع کولو هڅه کوي، او غواړي یرغمل شوي کسان ترلاسه او جګړه اوږده کړي.

    اټکل کېږي چې لا هم ۵۹ یرغمل شوي کسان په غزه کې پاتې دي، چې له هغوی ۲۴ يې ژوندي دي.

     

    د عکس سرچینه،AFP

    د سې شنبې په ماسپښین، د حماس د نظامي څانګې ویاند وویل، دوی له هغه ډلې جنګیالیو سره اړیکه له لاسه ورکړې چې د اسرائیلي-امریکايي یرغمل ایدان الیګزانډر ساتنه کوي.

    دوی وايي دا ړیکه ځکه پرې شوې چې د دوی پر “موقعيت مستقیم بريد شوی” دی.

    ابو عبیده د دې ادعا لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، او دا یې هم نه دي ویلي چې تماس کله پرې شوی. اسرائیل وايي پر هغو ځايونو بريدونه نه کوي چې ګومان کېږي یرغمل په کې ساتل کېږي.

    حماس د شنبې په ورځ د دغه ۲۱ کلن سرتېري یوه ویډیو خپره کړه، چې داسې ښکاري تر فشار لاندې خبرې کوي او د اسرائیلو پر حکومت نيوکه کوي.

    د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.

    په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

    د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بې‌ځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضله‌اوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.

  • مذاکراتو په اړه دایران اوامریکې متضادې خبرې

    مذاکراتو په اړه دایران اوامریکې متضادې خبرې

     

    آټومی پروګرام دخبرو اصلی برخه ده(امریکا).پرسروکرښو خبرې نه کوو(ایران)

    د ټرمپ استازی: د خبرو اترو اصلي تمرکز د ایران اټومي او وسلو پروګرامونه دي؛ سپاه پاسداران: زموږ پوځي ځواک د خبرو اترو وړ نه دی

    د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیف ویټیکاف له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې له ایران سره خبرې اترې “مثبت، رغنده او قانع کوونکې” وبللې او ویې ویل چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ خبرې اترې په دوو بنسټیزو محورونو کې ګرځي: د هیواد د یورانیمو د غني کولو وړتیاوو تایید او د وسلو پروګرام. خو اوس، د ایران انقلابي ګارډ قول اردو اعلان کړی چې د ایران پوځي وړتیاوې له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو کې د “سرې کرښې” په توګه دي.

    ویتکاف، چې د عمان په خبرو اترو کې یې د امریکایي پلاوي مشري کوله، په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې ایران “اړتیا نلري چې له ۳.۶۷ سلنې څخه زیات غني کړي.”

    د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال په اټومي تړون کې، د غني کولو دا کچه د هغه حد په توګه ټاکل شوې وه چې ایران ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ورکړل شوې وه.

    ښاغلي ویټکاف تایید کړه چې ایران “اړتیا نلري چې له ۳.۶۷ سلنې څخه زیات غني کړي.” په ځینو مواردو کې، دوی د 60 سلنې څخه ډیر د غني کولو کچې ته رسیدلي دي. دا ممکنه نه ده. “تاسو نشئ کولی ملکي اټومي پروګرام ولرئ، لکه څنګه چې دوی ادعا کوي، مګر د 3.67 سلنې څخه پورته غني کول.”

    ښاغلي ویټکاف وویل چې د ایران د وسلو د سکتور په تایید کې “توغندی شامل دي، د توغندیو ډولونه چې دوی هلته زیرمه کړي دي” چې د بمونو د توغولو لپاره کارول کیدی شي.

  • دمصر په کوربه توب داسراییل او حماس خبرې ناکامې شوې

    دمصر په کوربه توب داسراییل او حماس خبرې ناکامې شوې

    حماس،تل پاتی اوربند،خو اسراییل یوازې دبندیانوتبادله غواړي

    د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د مصر په پلازمېنه قاهره کې خبرې اترې پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېدې.

    په غزه کې د اوربند د تړون د بیا پیلولو او د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره په قاهره کې وروستۍ خبرې اترې پرته له کوم مهم پرمختګ پای ته ورسېدې.

    د خبري اژانسونو په وینا، فلسطیني او مصري سرچینو د دوشنبې په ورځ وویل چې حماس خپل دریځ ساتلی دی چې هر ډول تړون باید د جګړې بشپړ پای ته رسیدو لامل شي.

    اسراییلو تېره میاشت په غزه کې خپل پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې په جنوري کې د اوربند موافقه ناکامه شوه او ټینګار کوي چې تر هغه چې حماس په بشپړه توګه مات نشي، بریدونه به دوام ولري.

    حماس وايي چې د جګړې د پای ته رسولو او له غزې څخه د وتلو په بدل کې د یرغمل شویو کسانو د سپارلو لپاره چمتو دی، خو د اسراییلو وړاندیز د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره نه دی، بلکې یوازې د یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو لپاره دی.

    مصر د غزې د اوربند لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی،

    د حماس یوه جګپوړي چارواکي عربي رسنیو ته ویلي چې مصر حماس ته د اوربند لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی دی، خو په څرګنده توګه یې ویلي چې له اسراییلو سره هیڅ ډول موافقه تر هغه وخته ممکنه نه ده چې د فلسطیني مقاومت ډلې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.

    د حماس یو چارواکی وايي چې د حماس دریځ لاهم پر خپل ځای دی چې د هر ډول تړون اساس باید په غزه کې د اسراییلو د روانې جګړې پای او د اشغالګرو ځواکونو وتل وي. دغه چارواکي وویل چې د حماس د وسلو په اړه هیڅ ډول خبرې اترې امکان نلري.

    د حماس د مشر په وینا، د مصر په وړاندیز کې د ۴۵ ورځو لنډمهاله اوربند شامل دی چې په بدل کې یې غزې ته د خوړو او سرپناه توکو د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

    حماس وايي چې اوربند یوازې هغه وخت ممکن دی چې د اسراییلو یرغل په بشپړه توګه پای ته ورسیږي، چې تر دې دمه پکې له ۵۰،۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

  • په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له امله ۳۲ تنه وژل شوي

    په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له امله ۳۲ تنه وژل شوي

    اوکرايیني‌ چارواکي وايي د دغه هېواد شمال ختیځ کې د سومي ښار پر مرکز د روسیې د توغندیو په یوه برید کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي او د لسو ماشومانو په ګډون ۸۴ نور ټپیان دي.

    د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي د روسیې د بالستیک توغندیو په دغه “وحشتناک برید” کې عادي خلک په نښه شوي او دا چې روسیه به د ده په وینا له پیاوړي فشار پرته د جګړې غځولو ته دوام ورکړي.

    د رپوټونو له مخې دوه سکندر ډوله بالیستیک توغندي په سیمه‌ییز وخت د سهار پاو باندې لس بجې د سومي د دولتي پوهنتون او د کانګرس مرکز شاوخوا ولګېدل.‌

    تر پېښې وروسته خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې د توغندیو د لګېدو د ځای شاوخوا پر سړکونو په وینو لړلي جسدونه پراته دي. په وژل شویو کې لږترلږه دوه ماشومان دي.

    اوکرایيني چارواکو ویلي، ټولټال ۲۰ ودانۍ زیانمنې شوې چې څلور په کې ښوونیز تاسیسات، پنځه اپارتمانونه او پاتې چایخونې او دوکانونه دي. لس موټرونه او ښاري برقي بسونه هم ویجاړ شوي دي.

    زېلېنسکي له نورو هېوادونو د “سخت” غبرګون غوښتنه کړې. نوموړي ویلي “خبرې د بالیستیک توغندیو او هوایي بمونو” مخنیوي‌ کې پاتې راغلې.

    هغه وویل، “متحد ایالتونه، اروپا او په نړۍ کې بل هر هغه څوک چې د دې جګړې او وژنو پای غواړي. روسیه کټ‌مټ همدا ډول ترهه غواړي او دا جګړه غځوي. پر یرغلګر له فشار پرته، سوله ناممکنه ده.”

    د اوکرایین ولسمشر وویل دا خورا مهمه ده چې په نړۍ کې هېڅوک چوپ او بې پروا پاتې نه شي.

    د اوکراینۍ چارواکو په وینا د پوهنتون د کانګرس مرکز ډېر وخت د ماشومانو ټولګیو لپاره کارول کېږي، او ځایی اوسېدونکي وايي چې دا ځای “د ټول ښار تعلیمي مرکز” دی.

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها هم دغه برید غندلی دی.‌

    هغه د اېکس یوه پیغام کې لیکلي، “ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. د یوې لویې عیسوۍ رخصتۍ پر مهال د داسې برید کول مطلق ناوړه دی.”

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر وايي، دوه میاشتې کېږي‌ چې روسیې د امریکا دا غوښتنه له پامه غورځولې چې له اوکرایین سره دې له قید او شرط پرته اوربند وکړي. هغه زیاته کړې “روسیې، د دې پر ځای خپله ترهه لا ډېره کړې ده.”

    دیادونې ده چې دغه برید کې کارېدلي توغندي له کسلټر مهماتو ډک شوي وو، چې پراخه ساحه کې خلک له تفکیک پرته وژلی شي.

    اوکرایین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت کېلاګ ویلي، چې دا برید “د شرافت له ټولو کرښو تېرېږي” او دا چې “ولسمشر ټرمپ له همدې امله د دې جګړې پای ته رسولو لپاره سختې هڅې کوي.”

    د اروپايي ټولنې جګپوړې ډیپلوماتې، کاجا کالاس، پر اېکس لیکلي چې دا ګوزارونه “د روسیې د سختېدونکو بریدونو یوه وحشتناکه بېلګه ده، په داسې حال کې چې اوکرایین یو غیر مشروط اوربند منلی دی.”

    د بریتانیا لومړي وزیر سر کېير سټارمر هم دا برید “وحشتناک” بللی.

    هغه ویلي، “ولسمشر زېلېنسکي سولې لپاره ژمنتیا ښودلې ده، ولسمشر پوتین باید اوس له کوم شرط پرته بشپړ او سملاسي اوربند ومني- څنګه چې اوکرایین منلی دی.”

    د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون ویلي، د سومي بریدونه پر روسیه باندې عاجل د اوربند د پلي کولو اړتیا ښيي.

    سټارمر او مکرون دواړه په اوکرایین کې د سولې د هر ډول تړون د پليتابه لپاره پر پلانونو باندې کار کوي.

    دا برید داسې مهال کېږي چې منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیف وېټکوف د جمعې پر ورځ سنټ پیټرزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

  • په ناروې هیواد کې د روسیې خوا ته ادرار جریمه لري

    په ناروې هیواد کې د روسیې خوا ته ادرار جریمه لري

    ناروې د خپلو ښایسته منظرو، د وچې او سمندر ترمنځ د حیرانوونکو، تنګو او ژورو ننوتو او راوتلو برخو، او بې شمېره نورو طبیعي ښکلاوو په خاطر مشهوره ده.

    دا هیواد په دې هم مشهور دی چې خلک یې طبعیت ته ډېر درناوی کوي. خو که تاسو د دې هېواد شمال ته د سفر نیت لرئ او غواړئ د یاکوب‌سِلفا سیند ته نژدې، چې د ناروې او روسیې ترمنځ د پولې یوه برخه جوړوي، کمپ ووهئ، نو باید دا خبرداری جدي وګڼئ.

    که ناروې ته سفر کوئ، هیڅکله هم د روسیې لوري ته د ادرار کولو فکر مه کوئ، ځکه ښایي له درنې جریمې سره مخامخ شئ چې اندازه یې ۳۱۵ یورو (نژدې ۲۶ زره افغانۍ) ده.

    په یوه لوحه کې، چې د نامعلومو کسانو له خوا ګرنس یاکوب‌سِلفا (تفریحي ځای کې نصب شوې، دا خبرداری ورکوي چې: «روسیې خوا ته ادرار کول منع دي.»

    که څه هم دا خبرداری په لومړي سر کې ټوکه ښکاري، خو د ناروې د سرحدي چارو کمېشنر، ینس-آرنه هویلوند، تایید کړې چې دا کار کېدای شي د ۳۱۵ یورو جریمې سبب شي.

    د ناروې «بارنتس آبزرور» ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي هویلوند وضاحت ورکړی چې د ناروې قوانین په ښکاره ډول وايي: «په پوله کې د ګاوندي هیواد یا د هغه د چارواکو پر وړاندې هر ډول سپکاوی منع دی.»

    په دې حالت کې، د ګاوندي هیواد پر لور ادرار کول بې‌احترامۍ یا پاروونکی اقدام تعبیرېدلای شي.

    که څه هم ښاغلي هویلوند ومنله چې «په طبیعت کې ادرار کول په خپله سپکاوی نه دی»، خو ټینګار یې وکړ چې «هر څه په نیت پورې اړه لري» او تر ټولو مهم دا چې دا کار په کوم ځای کې ترسره کېږي.

    دا سرحدي سیمه د نظارتي کامرو تر څار لاندې ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې قانون سرغړونه نه کېږي.

    د روسیې مشهور سوداګر، میخائیل خودورکوفسکي، چې په ټولنیزو رسنیو کې ځان د روسیې د اپوزیسیون مشر، اصلاح‌غوښتونکی او پخوانی سیاسي بندي معرفي کوي، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې، یعنې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، پر ایکسپاڼه لیکلي و:
    «د ناروې او روسیې پوله تر ټولو شمالي او همداراز د ناټو او روسیې ترمنځ د پولې تر ټولو باثباته برخه ده. د ناروې چارواکي غواړي دا ثبات وساتي، او اوسني محدودوونکي قوانین یې لا سخت کړي دي. اوس، نه یوازې دا چې د روسیې خاورې ته لاس اچول یا د روسیې خواته ډبرې غورځول منع دي او جریمه لري، بلکې حتی روسیې ته ادرار کول هم جریمه لري.

    کله چې د ناروې د سرحدي چارو له کمېشنر څخه د دې عمل د احتمالي سزا پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا پرېکړه به پولیس کوي.

    دا لومړی ځل نه دی چې داسې عمل، چې بې‌ضرره ګڼل کېږي، جریمه لري. په یوه پېښه کې، یوې ښځې د دې لپاره نژدې ۹۰۰ یورو جریمه ورکړه چې لاس یې د سیند د اوبو د بهیر څخه هاخوا، د پولې لور ته اوږد کړی و.

  • امریکااو ایران،پرونۍ خبرې اترې مثبتې ویللې

    امریکااو ایران،پرونۍ خبرې اترې مثبتې ویللې

     

    ایران او امریکې ترمنځ د پرون ورځې خبرې اترې “د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیدي په شاندار استوګنځي کې وشوې، چې د مسقط هوایی ډګر ته نږدې “بیت هیل” نومیږي.” “په دې غونډه کې د ایران او امریکا د هر اړخ څخه پنځه پنځه استازو او د عمان درې استازو ګډون کړی و، چې د دواړو خواوو ترمنځ یې په انګلیسي ژبه پیغامونه ورسول.”

    دراپورونو له مخې د خبرو اترو له پای ته رسیدو وروسته، دواړو خواوو یوازې د څو دقیقو لنډې خبرې اترې وکړې کله چې دوی لاړل.”

    له بلې خوا، سپینې ماڼۍ د شنبې د ورځې خبرې اترې مثبتې وبللې. سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې سټیو ویټیکر په مسقط کې له عباس عراقچي سره “ډیرې مثبتې او رغنده” غونډې او بحثونه کړي دي.

    په بیان کې ویل شوي چې “ویټکوف عراقچي ته ټینګار وکړ چې هغه د ټرمپ څخه یو ماموریت لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، که امکان ولري.”

    له بلې خوا، عباس عراقچي د ایران له دولتي تلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل: “زه فکر کوم چې موږ د خبرو اترو لپاره یو ګډ بنسټ ته رسیدو ته ډیر نږدې یو، او که موږ راتلونکې اونۍ دې بنسټ ته ورسیږو، نو موږ به یو لوی ګام پورته کړی وي او موږ به وکولی شو چې په دې بنسټ ریښتینې خبرې پیل کړو.”
    دایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني په ایکس ټولنیز شبکه کې لیکلي: “د ایران او امریکا د خبرو اترو لومړی پړاو په رغنده او مسلکي فضا کې ترسره شو.

    حکومت د بندیزونو د لرې کولو او د خلکو په ژوند د فشار کمولو په هدف د ډیپلوماسۍ لاره تعقیبوي. خو که د خبرو اترو سره وي یا پرته، زموږ مسؤلیت دا دی چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره هره هڅه وکړو.

     

  • چیناییان له روسانو سره یوځای د اوکراین پرخلاف جنګیږي

    چیناییان له روسانو سره یوځای د اوکراین پرخلاف جنګیږي

     

    لږترلږه څو سوه چینایي اتباع د روسیې د ځواکونو په لیکو کې د اوکراین پر وړاندې جنګیږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې “سلګونه” چینایي اتباع د روسیې په استازیتوب په اوکراین کې جنګیږي، نوموړی څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې روسیه غواړي چین داوکراین په جګړه کې ښکېل کړي.

    د اوکراین ولسمشر د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۲مه، په بروکسل کې د اوکراین د متحدینو د پوځي مشرانو په غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله وینا کې وویل: “اوس مهال، موږ داسې معلومات لرو چې ښیې چې لږترلږه څو سوه چینایي اتباع د روسیې د ځواکونو په لیکو کې د اوکراین پر وړاندې جنګیږي.”

    د اوکراین ولسمشر تېره چهارشنبه ادعا وکړه چې روسیه هڅه کوي چین د کیف پر وړاندې په جګړه کې ښکېل کړي.

    زیلینسکي اعلان وکړ چې بیجینګ د اوکراین په جګړه کې د روسیې له خوا د چینایي اتباعو د کارولو څخه خبر دی او ټینګار یې وکړ چې کیف د لږترلږه ۱۵۵ چینایي اتباعو په اړه معلومات لري چې د اوکراینیانو پر وړانی په لومړۍ لیکه کې جنګیږي.

    له بلې خوا، چینایي چارواکو د تیرې پنجشنبې په ورځ د زیلینسکي پر څرګندونو نیوکه وکړه او هغه یې غیر مسؤلانه وبللې.
    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل چې د هغه هیواد “تل له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د وسله والو شخړو له سیمو څخه لرې پاتې شي.”

    ویاند همدارنګه په “اړونده خواوو غږ وکړ چې د غیر مسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.”

  • دامریکې او چین تر منځ دتعرفو جګړې دوام

    دامریکې او چین تر منځ دتعرفو جګړې دوام

     

    چین پر ۱۸ نورو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین د اسعارو په لاسوهنه تورن کړ، خو چین د امریکا تعرفې “ځورونې” وبللې
    امریکا او چین ترمنځ د تعرفو شخړه لاسخته شوه چې له امله یې چین پر ۱۸ نورو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول.

    د یوې بهرنۍ خبري ادارې په وینا، دواړو هېوادونو یو بل باندې تورونه هم لګولي دي.

    کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین د اسعارو په لاسوهنه تورن کړ، چین د امریکا د تعرفو دا کار ځورونکی وباله.

    له بلې خوا، چین هم پر ۱۸ نورو امریکایي شرکتونو بندیزونه لګولي دي او د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې چین د پرمختګ له حق څخه بې برخې کېدای نشي. چین به د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتنې لپاره اغیزمن اقداماتو ته دوام ورکړي.

    په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې هم په متحده ایالاتو باندې د ۲۵ سلنه غچ اخیستونکي تعرفې لګول تصویب کړل، په داسې حال کې چې روسیې د متحده ایالاتو تعرفې د نړیوال سوداګرۍ سازمان د اصولو خلاف وبللې.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نوي تعرفې ښیي چې متحده ایالات د نړیوالو سوداګریزو قوانینو پابند نه دی.

    تیره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو باندې د غچ اخیستونکو تعرفو اعلان وکړ.

    د ټرمپ لخوا لګول شوې تعرفې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ په ځانګړي ډول سخته سوداګریزه جګړه پیل کړې ده.

    په چین باندې د امریکا ټولټال تعرفې ۵۴ سلنې ته لوړې شوې وې، چې په ځواب کې یې چین د امریکایي محصولاتو په وارداتو باندې ۳۴ سلنه تعرفې او په متحده ایالاتو باندې نور سوداګریز محدودیتونه اعلان کړل.

    د چین له اعلان وروسته، ولسمشر ټرمپ وویل چې که چین ۳۴ سلنه تعرفه بیرته وانخلي، نو امریکا به پر چین لګول شوې تعرفه ۱۰۴ سلنه ته لوړه کړي. په چین باندې دا ۱۰۴٪ تعرفه پرون نافذ شوه.

    اوس، د امریکا د ۱۰۴٪ تعرفې په ځواب کې، چین د امریکايي محصولاتو په وارداتو تعرفه ۸۴٪ ته لوړه کړې او نور سوداګریز محدودیتونه یې اعلان کړي دي، چې په ځواب کې یې امریکا اوس په چین باندې سوداګریز تعرفه ۱۲۵٪ ته لوړه کړې ده.

  • داعدامونو له ډېرېدو،دعفوې نړیوال سازمان اندېښنې

    داعدامونو له ډېرېدو،دعفوې نړیوال سازمان اندېښنې

     

    تېر کال په ۱۵ هېوادونو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان اعدام شوي دي

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، تیر کال په ۱۵ هیوادونو کې له ۱۵۰۰ څخه ډیر کسان اعدام شوي دي. د بشري حقونو سازمان په ۲۰۲۴ کال کې ایران، عراق او سعودي عربستان د ۹۰ سلنه اعدامونو مسؤل ګڼلي دي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، تیر کال ۱۵۱۸ کسان اعدام شوي، چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې په منځني ختیځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده. په ۲۰۱۵ کال کې، یوه لسیزه وړاندې، ۱۶۳۴ کسان اعدام شوي وو.

    د بخښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې په چین کې په زرګونو هغه کسان چې اعدام شوي دي، په دې راپور کې شامل نه دي. په راپور کې په شمالي کوریا او ویتنام کې هم اعدامونه شامل نه دي.

    د راپور له مخې، ایران، عراق او سعودي عربستان تیر کال د اعدامونو د زیاتوالي مسؤل وو. یوازې دا درې هیوادونه د لږترلږه ۱۳۸۰ اعدامونو مسؤل دي، چې په نړۍ کې د پیژندل شویو اعدامونو له ۹۰ سلنې څخه ډیر پکې شامل دي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، په عراق کې اعدامونه څلور چنده زیات شوي، چې لږترلږه له ۱۶ څخه ۶۳ ته لوړ شوي دي. په سعودي عربستان کې هم اعدامونه دوه چنده شوي، چې ټولټال ۱۷۲ څخه لږ تر لږه ۳۴۵ ته رسیدلي دي.

    د راپور له مخې، اسلامي جمهوریت تېر کال لږ تر لږه ۹۷۲ کسان اعدام کړل، چې د تېر کال په پرتله ۱۱۹ زیات دي، کله چې ۸۵۳ کسان وو. په دې توګه، اسلامي جمهوریت د ټولو پیژندل شویو اعدامونو ۶۴ سلنه مسؤلیت لري.

    د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالامارد وویل: “د مرګ سزا یو کرغیړن عمل دی چې په نننۍ نړۍ کې هیڅ ځای نلري. دا ظالمانه، غیر انساني او سپکونکې سزا ده.”

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، چین، د ایران اسلامي جمهوریت، سعودي عربستان، عراق او یمن هغه پنځه هیوادونه دي چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کیږي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې ایران د هغو کسانو د سزا ورکولو لپاره د مرګ سزا کارولو ته دوام ورکړ چې د ښځو، ژوند، آزادۍ لاریونونو په جریان کې یې نظام ننګولی و. دغه سازمان ویلي چې تیر کال دوه لاریون کوونکي، چې یو یې رواني معلولیت درلود، د لاریونونو په تړاو اعدام شول.

    دې سازمان لیکلي چې سعودي چارواکو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د سیاسي مخالفینو د چوپولو او د هیواد د شیعه اقلیت اتباعو ته د سزا ورکولو لپاره د مرګ سزا کارولو ته دوام ورکړی چې د “حکومت ضد” لاریونونو ملاتړ یې کاوه.

    د بخښنې نړیوال سازمان د ترهګرۍ اړوند جرمونو لپاره د عبدالمجید النمر د اعدام یادونه کړې، که څه هم سازمان ویلي چې د محکمې لومړني اسناد په لاریونونو کې د هغه د ګډون مستند کوي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د اعدامونو له ۴۰ سلنې څخه زیاته برخه د مخدره توکو جرمونو سره تړاو لري.

    سازمان زیاته کړه چې تیر کال یوازې ۱۵ هیوادونو په ځانګړي ډول د مرګ سزا پلي کړه، ۱۱۳ هیوادونو په بشپړ ډول د مرګ سزا لغوه کړې، او ۱۴۵ نورو هیوادونو په قانون یا عمل کې دا سزا لغوه کړې ده.