دسته: سیمه

  • د پاکستان په پارلمان کې موږکانو سخته وېره او سرخوږی پېداکړی.

    د پاکستان په پارلمان کې موږکانو سخته وېره او سرخوږی پېداکړی.

    د پاکستان پارلمان ته د موږکانو سرخوږی؛ “موږکان دومره غټ او څاربه دي، چې ښايي پیشوګانې هم ترې وډار شي.
    د پاکستان پارلمان ته موږکان په سرخوږي اوښتي او اوس یې له شره د ځان خلاصولو لپاره مرسته غوښتې ده.
    د پارلمان ودانۍ کې د موږکانو د موجودیت ستونزه تر هغې وروسته رامخ ته شوه چې د کار او مسکن وزارت په ۲۰۰۸ کال کې د عامه کمېټې د یوې ناستې لاسوندونه وغوښتل.
    خو کله چې چارواکي ارشیف ته ورغلل، نو مالومه شوه چې د اسنادو ډېره برخه موږکانو خوړلې ده.
    دا موضوع وروسته د پارلمان له رئیس سره شریکه شوې او هغه په اسلام باد کې د پراختیايي چارو ادارې “سي ډي اې” ته په یوه مکتوب کې ولیکل چې اړوندې څانګې ته په دې برخه کې د ګام اخیستو لارښوونه وکړي.
    د پاکستان د قامي اسمبلۍ ویاند ظفر سلطاني ویلي، ډېر موږکان د پارلمان په لومړي پوړ کې دي چې د کمیټو خونې په کې وي.
    په لومړي پوړ کې همدا راز د سیاسي ګوندونو د پارلماني غړو او د وزارتونو د قایمه کمېسیونونو ناستې هم ترسره کېږي.
    په دغه پوړ کې په مشرانو جرګه کې د اپوزېسیون د مشر دفتر او یو کانتین هم دي.
    د قامي اسمبلۍ ویاند وايي دغلته موږکان دومره غټ او څاربه دي چې ښايي پېشوګانې هم ترې وډارې شي.
    د دغه پارلمان یو کارکوونکی وایي، د بېلابېلو پوړونو تالارونه د ښایست لپاره مسطح شوي او “کله چې ماښام او خلک کم شي، نو موږکان په چتونو کې داسې منډې وهي لکه د ځغاستې سیالي چې یې وي”.
    دی زیاتوي چې د پارلمان کارکوونکي اوس له دغه کار سره عادت شوي خو که څوک نوي ورشي نو ډارېږي.
    د پاکستان د قامي اسمبلۍ ویاند ظفر سلطان ویلي، چې د پارلمان له ودانۍ د موږکانو ختمولو لپاره د کال ۱۲ لکه روپۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
    د نوموړي په وینا دا چې د پارلمان ودانۍ د ترمیم او ساتنې مسوولیت د پلازمېنې د پراختیايي چارو ادارې ‘سي ډي اې’ ته راجع دی، نو همدې کبله ترې غوښتل شوي چې دا چاره داوطلبۍ ته وړاندې کړې او ګټونکی شرکت ته یې په سملاسي توګه د لاس په کارېدو خبره وکړه .
    د طفر په وینا پیشوګانې د پارلمان په بېلابېلو سیمو کې خوشې شوي.
    د یادونې ده چې د پارلمان ودانۍ اسلام اباد کې یوازنۍ دولتي ځای نه دی چې موږکانو یې کارکوونکي پزو ته راوستي.
    د سي‌ډ‌ي‌اې یوه ویاند فایق علي وویل، د پلازمېنې نږدې ټولو پخوانۍ ودانۍ موږکانو نیولې دي.
    دی وايي هغه کمپنۍ چې د ۱۲ لکو روپیو دغه بولي ګټي نو په یوه ځل به نه، بلکې ټول کال به د موږکانو لمنځه وړولو مسوولیت ترسره کوي.

  • په پاکستان کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

    په پاکستان کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

    په پاکستان کې د ناامنیو په دوام دوه پاکستاني پوځیان هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې د خیبرپښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پرې برید وشو.
    ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو د کلاچۍ او منډهي ترمنځ په لاره کې پر پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او درې نور له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شول.
    د کلاچۍ پولیس وايي چې دا برید د ټي ټي پي د ګنډاپور ډلې کړی دی خو دې ډلې یا په مجموع کې ټي ټي پی تراوسه څه نه دي ویلي.
    ډیره اسماعیل خان او وزیرستانونه په ځانګړي ډول ډېرې نارامې سیمې دي او پر پاکستاني پوځیانو ډېرې حملې کېږي.
    تر دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان له پوځ سره د ټي ټي پي د جنګیالیو په نښته کې څلور پوځیان ووژل شول.
    د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.
    د پاکستان لوی درستیز د اګست د څوارلسمې په وینا کې د پاکستاني طالبانو تحریک فتنه الخوارج وبلل او ژمنه یې وکړه چې هغوی به له منځه یوسي خو د چارو کتونکي وايي، داسي نه ښکاري چې د پاکستان پوځ دې د ټي ټي پي د له منځه وړلو توان ولري په تیره بیا چې اوس د پخوا په شان د امریکا بې پېلوټه الوتکې ورسره مرسته نه کوي او نه د پخوا په شان ډېرې پیسې او وسلې ورکوي.
    له بلې خوا پاکستان په سخته اقتصادي تنګسه کې دی او په داسي حالت کې اوږدې ګوریلايي جګړې ته ځان نه شي ټینګولی.
    په وروستیو کې د روسي فدرالي جمهوریت استخباراتي چارواکو په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو په لاس د پښتونخوا د سقوط په هکله جدي اندېښنه لري.

  • ايران وايي د جګړې پراخولو په لټه کې نه دی خو اسرائيلو ته به ځواب ورکړل شي

    ايران وايي د جګړې پراخولو په لټه کې نه دی خو اسرائيلو ته به ځواب ورکړل شي

    په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې تاوترېخوالی مخ په زیاتیدو دی اېران یوځل بیا ګواښ کړی چې اسراېیل به د اېران د پرېکنده ځواب سره مخ شي.
    په همدې مهال د ايران د بهرنیو چارو وزير علي باقري کني هم د هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په ليدنه کې يو ځل بيا اسرائيل په تهران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه په وژنه تورن کړي او اسراېیلو ته یې ګوتڅنډنه کړې چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
    په ورته وخت کې کې د اېران ولسمشر پزشکيان د روسیې د ملي امنیت له رییس سرګي شويګو سره د خبرو پر مهال په تهران کې د اسماعيل هنيه وژنه د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو خلاف سرغړونه بللې.
    نوموړي ويلي، ايران په هېڅ صورت په سيمه کې د جګړې او کړکېچ پراخولو په لټه کې نه دی خو په وينا يې “اسرائیل به د خپلو جنايتونو او ګستاخۍ ځواب ترلاسه کړي.”
    ايران د اسماعيل هنيه د وژنې پړه چې تېره اوونۍ په تهران کې ووژل شو، پر اسرائيلو اچوي خو اسرائيلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
    سرګي شويګو وروستی ځل تېر کال چې هغه مهال د دفاع وزير و ايران ته په رسمي سفر تللی و.
    ايران وايي، د روسيې دغه لوړ پوړي چارواکي ته يې بلنه ورکړې چې پر سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو او دوه اړخيزو اړیکو خبرې وکړي.
    د ايران د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې دغه شورا نه ده توانېدلې چې د “اسرائیلو د کړنو پر ضد” يوه ساده بيانیه ورکړي.
    په تهران کې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې ایران يې د غچ اخيستو ګواښ کړی په سيمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

  • منظور پښتون:ولس ډالري جګړه نه مني.پوځ:دادپاکستان دثبات عملیات دي

    منظور پښتون:ولس ډالري جګړه نه مني.پوځ:دادپاکستان دثبات عملیات دي

    “مونږ پخپله خاوره پوځي عملیات نه غواړو”
    دا هغه شعار دی چې د پښتونخوا دبیلابیلوسیمو اوسیدونکوله خوا په پراخو لاریونونو کې ویل کیږي.
    تر هغې وروسته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتون پر پښتنو غږ وکړ چې دکیدونکو پوځی ډالري عملیتو پرخلاف لاریونونو کې برخه واخلي،دپښتونخوا په بیلابیلو

    په پښتونخوا کې د ناامنیو له زیاتېدو او د پاکستان لخوا د نویو پوځي عملیاتو له منظورۍ وروسته غبرګونونه او نېوکې مخ په ډېریدو دي.

    په دې لړ کې نن یکشنبه د پښتونخوا په بېلابېلو لویو او وړو ښارونو کې لاریونونه، اعتراضي ناستې او غونډې شوې دي. تر ټولو لوی ولسي اعتراض د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې شوی دی.

    په دغه لاریون کې د لکي مروت د اوسېدونکو ترڅنګ زرګونو نورو فعالانو او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.

    بر لکي مروت سربېره صدې بازار، تور غر، باړې بازار، شمالي وزیرستان، بنو، لولاريي ، چارسدې، کلا سیف الله، بونیر، چمن ، مردان، باجوړ ، ژوب، ټانک او د پښتونخوا په ځينو نورو سیمو کې هملاریونونه ، اعتراضي ناستې او احتجاجونه شوي دي.

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ د ټولنیزو رسنیو له لارې پر خلکو غږ کړی و، چې په دغو پلان شویو اعتراضونو کې ګډون وکړي.

    ښاغلي پښتین ویلي په پښتون وطن کې د ناامنۍ، ترهګرئ او جنګونو خلاف به خلک هوښیاروي او په وینا یې ولسونه نور په خپلو سیمو کې ډالري جګړې نشي تېرولی.

    هغه زیاته کړې د لاریونونو له لارې پښتون وطن کې د برېښنا د ناروا پرچاوۍ او همداراز له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ پر لارو د وضع شویو بندیزونو پر ضد به هم غږ پورته کوي.

    خو د پاکستان پوځ بیا له دغو مخالفتونو سره سره دغه عملیات د خپل هېواد ثبات لپاره ‘مهم’ بللي دي.

    د پاکستان پوځي لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو همدا تېره ورځ په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټېکاو لپاره مهم دي.

    دشهبار شریف په مشرۍد پاکستان اوسني ملکي حکومت هم دغه عملیات یوه اړتیا بللې.

  • مسی، بهترین بازیکن ۲۰۲۳ شناخته شد

    مسی، بهترین بازیکن ۲۰۲۳ شناخته شد

    مراسم بهترین‌های فوتبال در سال ۲٠۲۳ میلادی، شب گذشته به میزبانی شهر “لندن” انگلستان از سوی فدراسیون جهانی فوتبال برگزار شد که لیونل مسی کاپیتان تیم ملی فوتبال “آرژانتین” با کسب ۴۸ رای جایزه بهترین بازیکن سال ۲٠۲۳ میلادی را از سوی فیفا به دست آورد.

    افزون بر آن، جایزه بهترین دروازه بان را در سال ۲٠۲۳ میلادی “ادریسون” اهل برازیل به سودش اختصاص داد و جایزه بهترین سرمربی به “پپ‌گواردیولا” اهل اسپانیا در این مراسم رسید.

    از سویی هم، “آیتانا بونماتی” بازیکن با تجربه بارسلونا به حیث بهترین بازیکن زنان سال ۲۰۲۳ گزینش شد و “سارینا ویگمن” جایزه بهترین سرمربی زنان را کسب کرد.

    در کنار آن، واکر، کورتوا، هالند، ام‌باپه، استونز، دیاس، بلینگام، دی‌بروینه، سیلوا، وینیسیوس و لیونل مسی از سوی فیفا به عنوان تیم منتخب سال ۲٠۲۳ میلادی در این مراسم گزینش شدند.