دسته: سیمه

  • د پاکستان د ناکراریو په دوام کې؛ ۸ پوځیان وژل شوي، ۷ پولیس تښتول شوي

    د پاکستان د ناکراریو په دوام کې؛ ۸ پوځیان وژل شوي، ۷ پولیس تښتول شوي

    په خیبرپښتونخوا کې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو په جلا جلا بریدونو کې اته پوځیان وژل شوي او اووه د پولیس تښتول شوي دي.
    د پاکستان یوې امنیتي سرچینې د سې شنبې په ورځ، د لړم ۲۹مه، فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې د تېرې ورځې په جګړه کې، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د تیرا په سیمه کې د پوځ او وسله‌والو تر منځ شوې وه، اته پوځیان او نهه یاغیان وژل شوي دي.
    د پاکستاني طالبانو ډلې د دې جګړې مسوولیت منلی دی.
    د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي هم په همدې ایالت کې له یوې امنیتي پوستې څخه د اوو پولیس افسرانو تښتول کېدا تایید کړې ده.
    د یوه امنیتي چارواکي په وینا، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، بریدګرو د دې پولیس افسرانو وسلې هم له ځان سره وړي دي.
    پاکستان په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او بلوچ بېلتون غوښتونکو له سختو بریدونو سره مخامخ دی. ځینې راپورونه وايي چې دواړو ډلو پراخې ساحې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
    د پاکستان د ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي هېواد پر امنیتي ځواکونو تل د اسلام‌پالو ډلو او یا د بېلتون‌پالو له لوري بریدونه کېږي.
    څه کم یوه میاشت وړاندې، د لړم په څلورمه، ټي ټي پي ۱۰ پولیسو وژلي وو. او تر دې راوروسته د لړم په ۱۹ مه بلوچ بیلوتون غوښتونکو د کوټې د یلګاډي په مرکزي تمځي کې لږترلږه ۱۹ پاکستاني پوځیان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل.
    د لړم په ۲۶مه، د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې اووه پاکستاني پوځیان د بېلتون‌پالو ځواکونو له خوا ووژل شول.

  • په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوستې د برید له امله ۷ تنه پاکستاني ملېشې وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي

    په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوستې د برید له امله ۷ تنه پاکستاني ملېشې وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان دي

    د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې نامالو وسله والو د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې پکې لږ تر لږه اوه سرتېري وژل شوي او لسو ډېر نور ټپیان دي.
    د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي د دغې پېښې له تایید سره زیاته کړې چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
    دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا پېښه د کلات په شاه مردان نومي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه داسې پوسته شوې چې افسران او سرتېري پکې وو.
    ویل کېږي ټپیان د کوټې پوځي روغتون ته لېږدول شوي.د دغې پېښې مسؤولیت د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بي‌اېل‌اې) منلی دی.IMAGES
    همداراز د تېرې پنجشنبې په ورځ د بلوچستان زیارت ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو یوې بمې چاودنې د یوه افسر په ګډون دوه سرتېري وژلي وو.
    له دې مخکې د روانې نومبر میاشتې پر نهمه د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې چاودنې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي وو.
    هغه مهال ځايي امنیتي‌ چارواکو ویلي وو، په دې پېښه کې ۶۲ نور کسان ټپیان شوي هم وو.
    هغه برید په لومړیو کې په ولسي خکو شوي حمله بلل کېده او په پراخه کچه غبرګونونه یې هم پارولي وو خو وروسته رسنیو وویل چې په دې چاودنه کې پاکستاني ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
    د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بي‌اېل‌اې) ویاند جنید بلوڅ هم رسنیو ته په یوه لنډ استولي بیان کې ویلي وو، “د کوټې ښار د اورګاډو تمځای کې یې د پاکستاني ځواکونو پر یوې ډلې ځانمرګی برید کړی دی”.
    له دې مخکې اکتوبر میاشت کې هم د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو چاودنه مرګ ژوبله اړولي وه.
    میاشت وړاندې دغې بمي چاودنه کې هم لږ تر لږه د درېیو سرتېرو د وژل کېدو او څلورو نورو ټپي کېدو پخلی شوی و.

  • په ایران کې د افغان محصلانو شمېر ۳۳ زره ته رسیدلی.

    په ایران کې د افغان محصلانو شمېر ۳۳ زره ته رسیدلی.

    ایراني رسنۍ وايي چې په دغه هیواد کې ۳۳ زره افغانان محصلان په زده کړو بوخت دي.
    تسنیم خبري اژانس، بې له دې چې دې ته اشاره وکړي چې د دغو کسانو څومره په مدرسو یا علمیه حوزو او څومره په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، ویلي چې په ایران کې د نړیوالو محصلانو کابو ۹۵ سلنه عراقیان او افغانان دي او یوازې نژدې ۵ زره د نورو هیوادونو اتباع دي.
    تسنیم آژانس تسنیم د شنبې په ورځ د لړم ۲۶مه د ایران په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلانو په اړه په راپور کې د محصلانو د چارو د پخواني رييس هاشم داداش‌پور په قول ویلي چې تر اوسه «۵۶ زره عراقي» او «۳۳ زره افغان» محصلان په ایران کې زده‌کړو ته جذب شوي دي.
    دا په داسي حال کې ده، چې د ۱۴۰۰ کال د لوړو زده‌کړو د څېړنې او پلان جوړونې موسسې د معلوماتو له مخې، یوازې «شاوخوا ۹ زره افغان محصلان» په پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت وو.
    د تسنیم په راپور کې نه ده څرګنده شوې چې د «۳۳ زره افغان محصلانو» له ډلې څخه څومره یې اوس په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.
    په ورته وخت کې، دا هم نه دي څرګند چې له «۵۶ زره عراقي محصلانو» څخه څومره یې د حشدالشعبي غړي یا د دیني زده‌کړو طالبان (طلبه) دي.
    د حشدالشعبي د ښوونې او روزنې مرستیال، حسین موسوي بخاتي، تیر کال د چنګاښ په ۱۸مه د تهران په سفر کې د تهران پوهنتون له چارواکو سره له غونډې وروسته له دې پوهنتون سره د «توافق او همکارۍ» اعلان کړی و.
    نوموړي ویلي و چې د دې توافق له مخې، «د حشدالشعبي ځواکونه د “محصلانو” په توګه او د زده‌کړو لپاره د تهران پوهنتون ته لېږل کېږي.»
    د دې خبر خپرېدو د یو شمېر محصلانو اعتراضونه پارولي وو. د تهران پوهنتون یوې ډلې محصلانو د حشدالشعبي د غړو د محصل په توګه منل پر «پوهنتون پوځي یرغل» ګڼلی و. د تهران د پولیتخنیک آزادي غوښتونکې ټولنې په یوه اعلامیه کې دا عمل «د اعتراضونو د غلي کولو لپاره نوی جنګ» بللی و.
    همدارنګه، د هغو کسانو یوه برخه چې د «عراقي محصلینو» په توګه یاد شوي، د جامعة المصطفی العالمیه په نوم په دیني او مذهبي زده‌کړو بوخت طلاب دي، چې د دوی کره شمېر هم څرګند نه دی.
    جامعة المصطفی العالمیه په ۱۳۸۷ کال کې د علي خامنه يي په لارښوونه د «د بهرنیو تعلیمي مدرسو او حوزو سازمان» او «د نړیوالو اسلامي علومو مرکز» له یوځای کېدو څخه رامنځته شوې ده. دا اداره د ایران له لوري د شیعه تبلیغاتو لپاره یوه مهمه اداره ګڼل کېږي.

  • عاصم منیر وايي، له افغانستان سره پر پوله یې د مدیریت پیاوړی سیستم جوړ کړی

    عاصم منیر وايي، له افغانستان سره پر پوله یې د مدیریت پیاوړی سیستم جوړ کړی

    د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو پولو د ساتنې لپاره د ترهګریزو ډلو په مقابل کې «د سرحدي مدیریت یو پیاوړی سیستم” جوړ کړی دی.
    سره له دې چې عاصم منیر له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې د مدیریت د پیاوړي سیستم د جوړولو خبره کوي، دې ادعا ته هم دوام ورکوي چې ګواکي د ټي ټي پي وسله وال د بریدونو لپاره له افغانستان څخه وراوړي.
    جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې له اسلامي امارت وغوښتل چې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.
    د پاکستان لوی درستیز په اسلام‌اباد کې د “مارګلې ډیالوګ ۲۰۲۴” په ناسته کې د پاکستان په سولې او ثبات کې د رول په اړه وینا وکړه.
    هغه په دې غونډه کې وویل: “ترهګري په نړیواله کچه د بشریت لپاره ګډ ګواښ دی، او پاکستان د دې پر وړاندې د مبارزې ته جدي ژمن دی.”
    عاصم منیر زیاته کړه چې پاکستان د دې هدف په موخه د خپلو پولو د ساتنې لپاره له افغانستان سره د سرحدي مدیریت یو پیاوړی سیستم رامنځته کړی دی چې د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي چې ده “د خوارجو فتنه” او د نړۍ د ټولو ترهګریزو تنظیمونو او نیابتي عواملو د مرکز په توګه یاد کړ.
    پنځه میاشتې وړاندې، پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې تحریک طالبان پاکستان “د خوارجو فتنه” وبلله او له دولتي بنسټونو یې وغوښتل چې دا ډله د خوارجو فتنه وبولي.
    عاصم منیر همداراز ټینګار وکړ: “پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه تمه لري چې د دې هېواد له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.”
    په وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.
    اسلام‌اباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې څخه د دې بریدونو د ترسره کولو لپاره استفاده کوي، خو امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
    پاکستان په وروستیو کې د بلوچستان د مرکز کوټې د ریلګادي په تمځي کې برید هم، چې لږترلږه ۱۹ پوځیان پکې ووژل شول او مسوولیت یې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په غاړه واخیست، له افغانستان سره وتاړه.

  • په خيبرپښتونخوا او رومانیا کې د سېلابونو له امله په لسګونو تنه مړه شوي.

    په خيبرپښتونخوا او رومانیا کې د سېلابونو له امله په لسګونو تنه مړه شوي.

    په خيبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له کبله لږتر لږه شپږ کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. يوه پېښه د دغه ايالت په چارسده سيمه کې رامنځ ته شوې چې د باران له کبله د يوه کور د چت راپرېوتو په ترڅ کې د يوې کورنۍ پنځو غړيو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
    په وژل شويو کسانو دری ماشومان او د هغوی مور او پلار شامل دي.
    بله پېښه په بر دير کې د تندر راپرېوت له کبله رامنځ ته شوې چې له امله يې يو تن وژل شوی دی. د بارانونه له کبله ځينو کورونو ته زيان هم اوښتی دی.
    د خيبر پښتونخوا د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې له مخې د روان کال د جولای مياشت له پيل راهيسې په دغه ايالت کې تر دې مهال ټول ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.
    د يادې ادارې په وينا د بارانونو او سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
    په دې وروستیو کې د اقلیم بدلون له کبله بې وخته بارانونه، سېلابونه او توپانونه خیبر پښتونخوا کې د ځاني او مالي زيان سبب شوي دي.
    دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې د اروپا په مرکزي او ختيځو برخو کې هم سخت بارانونه اورېدلي چې له کبله يې په رومانيا، چک جمهوريت، پولنډ، اتريش، سواکيا او هنګري کې سېلابونه راوتلي او په سيندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
    رومانيا کې د سېلابونو له کبله څلور کسان وژل شوي دي. حکومت د جنوب ختيځ په ګالاتي سيمه کې او په جنوب کې د زرګونو بېځايه شويو کسانو لپاره لنډمهالي ځايونه جوړ کړي دي.
    پوځي چورلکې او کښتۍ د بېځايه شويو سره د مرستې لپاره استول شوې دي. د رومانيا لومړي وزير مارچل چولاکو ويلي، د حکومت لومړيتوب د سېلابونو له کبله د پېښېدونکې مرګژوبلې مخنيوی دی.
    په پولنډ کې د کورنيو چارو وزير توماس سيموناک په ځينو سيمو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له کبله وضعيت نازک بللی دی.
    د چک جمهوريت په شاوخوا ۳۸ بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی. په پلازمېنه پراګ کې د اوبو کچې لوړوالې له کبله خنډونه اېښودل شوي او خلکو ته ويل شوي چې سمندرغاړو ته له ورتګه ډډه وکړي.

  • پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران نیول شوي

    پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران نیول شوي

    د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند عمومي منشي، بیرسټر ګوهر، د دې ګوند یو بل مشر شیرافضل مروت او شعیب شاهین پاکستاني امنیتي ځواکونو نیولي دي.
    د تحریک انصاف ګوند یوه مشر زلفي بخاري د ګوند دې لوړپوړو غړو نیول تائید کړي دي.
    رپوټونه وايي، بېرسټر ګوهر او شیرافضل مروت په پلازمېنه اسلام اباد کې د پارلمان ودانۍ مخې ته نیول شوي دي.
    د پاکستان تحریک انصاف ګوند کراچۍ څانګې له رسمي اېکس پاڼې په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ”نامعلومو کسانو چې عادي کالي یې اغوستي وو، بیرسټر شعیب شاهین له خپله دفتره په داسې حال کې تښتولی، چې ناوړه چلن یې ورسره کاوه.”
    پر خواله رسنیو یو شمېر خپرو شویو تصویرونو کې هم لیدل کېږي، چې د پي ټي ای عمومي منشي او شېر افضل مروت د پاکستان پارلمان ودانۍ مخې ته نیول کېږي.
    د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه بل مشر حماد اظهر بیا په پنجاب ایالت کې د ګوند له مشرانو غوښتي، چې له نیول کېدو د ځان ژغورنې په پار باید (خوندي) ځایونو ته لاړ شي. نوموړي دغه راز په یوه اېکس پیغام کې ویلي، په لاهور ښار کې به د ګوند غونډه د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه کېږي او په وینا یې، ”(د کامیابۍ له پلوه به) د تېرو غونډو ریکارډ هم مات کړي.”
    د یادونې ده، چې پاکستان تحریک انصاف ګوند پرون د پلازمېنې په سنګجاني سیمه کې غونډه کوله، خو اسلام اباد کې ځايي چارواکو د غونډې اجازې ورکولو تر څنګ ویلي و، چې که له ټاکليو اصولو سرغړونه وشي، منتظمین به یې له قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
    اسلام اباد کې ځايي چارواکو پي ټي ای ته له مازدیګر څلورو د ماښام تر اووه بجو پورې د غونډې کولو اجازه ورکړې وه، خو له ټاکلي وخت ځنډېدو وروسته چارواکو پولیسو ته امر کړی و، چې د غونډې ځای ته ورغلي خلک له هغه ځایه وشړي.
    دغه راز پرون ماښام د تحریک انصاف ګوند پلویانو او پولیسو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته چارواکو د وضعیت کابو کولو لپاره ملېشه ځواک (ایف سي) ځواکونه سیمې ته استولو خبره کړې وه.
    په پام کې وه، چې تحریک انصاف ګوند د پلازمېنې په سنګجاني سیمه کې غونډه وکړي، خو اسلام اباد ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې د پولیسو او غونډې ګډون کوونکو تر منځ له تاوتریخوالي وروسته ملېشه ځواک بلل شوی و.
    یو ځايي چارواکي پرون ماښام ناوخته وویل، د غونډې لپاره تحریک انصاف ته ورکړل شوی، وخت یو ساعت مخکې پای ته رسېدلی، او له همدې کبله باید دوی غونډه ختمه کړي.

  • د پاکستان یوه اداره چې د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، اګست تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله

    د پاکستان یوه اداره چې د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، اګست تر ټولو خونړۍ میاشت وبلله

    د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸ کال له جولای را په دېخوا د دغه هیواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.
    دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې په تېر اګست کې په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې شوي خو د ورتېرو میاشتو پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې.
    د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه او په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي.
    د دې مرکز پر اساس، په وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ د دولت وسله وال مخالفان دي.
    خو دا په داسي حال کې ده چې د دولت وسله وال مخالفان د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې تر دې په ځلونو ډېرې ښيي. یوازې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د بلوچستان د وروستۍ اوونۍ په هممهاله بریدونو کې، چې د دغه ایالت په ۱۱ ښارونو کې یې وکړې، د ۱۳۰ امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا وکړه.
    د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز په اګست میاشت کې د ټپیانو شمېر ۱۷۵ تنه ښودلی او ویلي دي چې دا کسان په ۸۳ بریدونو کې ژوبل شوي دي.
    په راپور کې یادونه شوې چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۲ وسله وال وژل شوي او نور په نښتو کې وژل شوي دي.
    د دې ادارې پر اساس، په جولای میاشت کې ۷۸ تنه وژل شوي وو.

  • پاکستان د پوځ او آی اېس آی د شرموونکیو کارونو افشاکوونکی سناتور ونیوه

    پاکستان د پوځ او آی اېس آی د شرموونکیو کارونو افشاکوونکی سناتور ونیوه

    پاکستاني پولیسو خپل یو سناتور مشتاق د دغه هېواد د پوځ او پوځي استخباراتي ادارې (آی اېس آی) په هکله له شرموونکیو افشاګریو څخه وروسته په شرموونکي ډول نظامي موټر ته ورپورته کړ.
    سناتور مشتاق چې د پاکستان د مشرانو جرګه (ایوان بالا پاکستان) کې د جماعت اسلامي ګوند سناتور وه تېره اونۍ د دغه هېواد له یوه ژورنالیست اسد تور سره په یوه مرکه کې د عافیه صدیقي په مسئله کې د پاکستان د پوځ او آی اېس آی په هکله شرموونکي افشاګرۍ وکړې.
    سناتور مشتاق په خپله ویډیوي مرکه کې وویل، «۲۱ کاله مخکې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) عافیه صدیقي د هغې له درې بچیانو سره یو ځای وتښتوله، بیا یې افغانستان ته واړوله، او هلته یې د ټولو نړېوالو اصولو خلاف امریکایانو ته په لاس ورکړه،»
    مشتاق وویل چې دا خبرې په هغو اسنادو کې واضح ښکاره شوي چې د عافیه صدیقي امریکایي وکیل جمع کړي او دلته په اسلام اباد کې د پاکستان هایکورټ (مرافعه محکمې) ته وړاندې کړای شوي دي.
    مشتاق د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، «محکمې د آی اېس آی لوی رئیس (ډي جي – ډایرېکټر جنرل آی اېس آی) هم پوښتلی چې د کومو شواهدو په اساس یې عافیه تښتولې وه او د کومو شواهدو په اساس یې امریکا ته وسپارله؟»
    سناتور مشتاق وویل چې دا نهایت بې غیرتي ده، او زیاته یې کړه چې، «که شواهد وي هم، آیا یوه اداره دا حق لري چې د محکمې له حکم پرته خپل یو تبعه بل هېواد ته په لاس ورکړي؟»
    مشتاق وویل، «ادارې نه یوازې عافیه بلکې د ملت دغه لور له درې بچیانو سره یو ځای وتښتوله چې دوه بچیان یې اته او لس کاله وروسته راخوشې شول، او یو بچی یې چې هغه وخت یې په غېږ کې و او د شپږو میاشتو و، اوس هم ورک دی او که ژوندی وي اوس به د ۲۲ کالونو ځوان وي،»
    ښاغلي مشتاق وویل، «عافیه په اېف اېم سي کارسوېل فډرل میډیکل سنټر کارسوېل کې بندي ده چې د جنسي زورونې تر ټولو ډېرې پېښې په دغه زندان کې کېږي، او د جهنم کنده بلل کیږي،»
    مشتاق د عافیه صدیقي د وکیل له خولې وویل چې همدا څو ورځې مخکې هم د زندان یوه ساتونکي هغه له جنسي پلوه زورولې ده.

  • د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ پاکستاني پوځیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات خپاره کړل

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډله وايي چې د هیروف په نوم په فدايي عملیاتو کې یې ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د ۱۳ ولسوالیو په ۴۰ ځایونو کې ۴۴ بریدونه وکړل.
    دې ډلې پرون (سې شنبې) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو بریدونو په لړ کې یې خپل ۱۳۰ دښمنان وژلي او ۵۵ نور ژوبل کړي دي.
    دوی همداراز ویلي چې د خپلو عملیاتو په لړ کې یې په دوو ځایونو کې د ګاز نللیکه، په ۷ ځایونو کې ریللاره، او په ۲ ځایونو کې پُلونه ویجاړ کړي دي.
    د بلوچستان د ازادۍ ډله، چې پاکستان یې ترهګره ډله بولي، همداراز وايي چې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۳ لارۍ سوځولي چې کاني مواد پکې بار وو.
    د دوی په وینا، د دوشنبې د ورځې په پراخو عملیاتو کې یې په بلوچستان کې په ۱۴ ځایونو کې لارې بندې کړې.
    دا ډله زیاتوي چې د ګوادر په ساحلي سیمه کې یې د پولیسو پر تاڼې د برید په ترڅ کې پولیسو اسیران کړل او له هغوی څخه یې ۲۳ میله وسلې ترلاسه کړې.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بیلابیلو سیمو کې پاکستاني پوخیانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو جزییات ورکړي خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
    د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې چې ۱۴ سرتېري یې وژل شوي او ۲۱ بلوچ بېلتون غوښتونکي یې وژلي دي.
    د پاکستان پوځ عموماً د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلو خبرونه پټوي او رسنیو ته هم اجازه نه ورکوي چې څه ووايي او مقابل لوري ته د مرګ ژوبلو د اړولو په باب له مبالغې کار اخلي.

  • بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان پر امنیتي مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

    بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان پر امنیتي مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

    پاکستاني چارواکي وایي ، د بلوچستان ایالت د پولیسو پر مرکزونو، د ریلګاډي ستېشنونو، ریللارو، عمومي لارو او موټرو د بېلتون غوښتونکو په خونړیو بریدونو کې د څو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي دي.
    پاکستاني رسنیو د پوځ په قول وویل چې د برید کوونکو پر ضد په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۴ امنیتي ځواکونه او همداراز د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۲۱ جنګیالي وژل شوي دي.
    دا په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو له خوا تر ټولو پراخ بریدونه بلل شوي دي.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په شمول بېلتون غوښتونکې ‌ډلې له لسیزو راهیسې د هغه څه په نامه، چې دوی یې د پنجاب استعمار بولي، د پاکستان د امنیتی ځواکونو پر ضد جګړه کوي.
    بلوڅان وايي چې پنجاب د دوی د ګازو په شمول سرچینې لوټي او په بدل کې یې دوی ته څه نه ورکوي او له همدې کبله بلوچستان د پاکستان تر ټولو وروسته پاته او بېوزله ولایت دی.
    چارواکو زیاته کړه ، یاغیانو په وروستیو بریدونو کې په یوه لویه لاره کې له بسونو څخه نیولې تر لاریو پورې موټر په نښه کړل، چې لږ تر لږه ۲۳ کسان یې ووژل او ۳۵ موټرو ته یې اور واچاوه.
    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په بلوچستان کې پر تازه بریدونو په غبرګون کې وویل:«دا بریدونه په پاکستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یو منظم پلان دی.»
    د پاکستان د ریللارو یوه چارواکي، محمد کاشف وویل چې د پاکستان او ایران ترمنځ پر ریل پټلۍ او همداراز د د ریلګاډو پر یوه پُل د چاودونکو موادو په وسیله بریدونه شوي.
    د پلُ د ویجاړېدو له کبله له نورو سیمو سره د کوټې ارتباط پرې شوی دی.
    دغه چارواکي وویل، له بریدونو سره هممهاله یاغیانو په بلوچستان کې د پولیسو پر مرکزونه او د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بی ایل اې) رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې د پوځ په یوه لویه اډه باندې د برید په ګډون د ډیرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.
    د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي:«د “هیروف” په نوم په عملیاتو کې د بي ایل اې د مجید لوا فدايي ځواکونو، د پاکستاني پوځ په بیلا کمپ برید وکړ او په بریالیتوب سره یې د تیرو ۱۸ ساعتونو لپاره د کمپ کنټرول ساتلی او د دښمن پر وړاندې یې جګړې ته دوام ورکړی دی.»