دسته: سیمه

  • پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

    پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی دی

    افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په پاکستان کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو، قومي وېش، اقتصادي بحران، او د قانون حاکمیت د کمزورۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

    خلیلزاد په خپله “ایکس پانه” لیکلي، چې د پاکستان اوسنی حکومت باید د وضعیت د ښه کېدو او د لا زیات کړکېچ د مخنیوي لپاره مؤثر او بیړني اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

    خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په تېرو اونیو کې په پاکستان کې د هدفي وژنو، له تاوتریخوالي ډکو بریدونو او پراخو مظاهرو راپورونه ورکړل شوي دي.

    د بشري حقونو ادارو هم په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو او د قانون د حاکمیت کمزوري کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

    په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ نه بلې ته په خرابېدو دی او هره ورځ ترې د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

  • اسراییل څنګه وتوانېد ایراني چارواکي غافلګیرکړي

    اسراییل څنګه وتوانېد ایراني چارواکي غافلګیرکړي

     د بیت المقدس پوسټ ورځپاڼې څرګنده کړه چې اسراییلو د ایران په خاوره کې د پوځي برید ترسره کولو دمخه د ایراني چارواکو د غولولو او ګمراه کولو لپاره یو پیچلی او دقیق رواني او رسنیز عملیات ترسره کړل.
    د اسراییلو ورځپاڼې د دې عملیاتو توضیحات خپاره کړل، چې موخه یې د حیرانتیا عنصر لوړول او د ایران د غبرګون ځنډول وو.
    د بیت المقدس پوسټ راپور ورکړ: د جعلي ارامۍ په شپه، پداسې حال کې چې نړۍ د اټومي خبرو اترو نوي پړاو ته انتظار باسي او رسنیو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د رخصتۍ او د هغه د زوی د واده په اړه راپور ورکړ، اسراییل د خپلو یو له خورا پټو او غولوونکو عملیاتو وروستي پړاوونه چمتو کول.
    د اسراییلو خپرونې زیاته کړه چې په ورته وخت کې، د تړلو دروازو تر شا او د اسراییلو د امنیت شورا په خونو کې، د ایران دننه د بریدونو پریکړه وشوه. د یروشلم پوسټ په وینا، اسراییل په قصدي ډول د ملي امنیت شورا غونډه داسې وړاندې کړه لکه څنګه چې دا د حماس سره د یرغمل نیونکو خبرو اترو په اړه وي ترڅو تهران غولوي او هغه برید پیل کړي چې باید د سهار له لمر ختو مخکې په ایران کې ترسره شي پرته له کوم خبرتیا څخه.
    د راپور له مخې، کله چې غونډه پیل شوه، حکومت په بشپړ ډول د پوځي عملیاتو ترسره کولو موافقه وکړه. د اسراییلو رسنۍ ښیي چې د تهران له برید څخه مخکې د غزې په یرغمل نیونکو خبرو اترو په اړه د بحث په پلمه د ملي امنیت شورا غونډه پیل شوه.
    دا ادعا هم کوي چې چارواکي به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ایران او امریکا د اټومي خبرو اترو د نوي پړاو څخه مخکې واشنګټن ته واستوي.
    دا د اسراییلو د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د اختلاف په اړه د غلطو راپورونو او د نتانیاهو د شخصي پلانونو په منځ کې راځي، پشمول د هغه د زوی د واده پرمهال د خپل هیواد د هوایی حریم د تړلو اراده. دا ټول د څارونکو د ګمراه کولو په هدف ترسره شوي، د ورځپاڼې لخوا د چارواکو د مرکو او نقلونو له مخې. د رسنیو پوښښ د حیرانتیا عنصر زیاتولو او د ایران د غبرګون ځنډولو لپاره و. د اسراییلو بریدونو د ایران د لوړ پوړو امنیتي او پوځي قوماندانانو د مړینې لامل شو، په شمول د ایران د اټومي پروګرام لوړ پوړي چارواکي.
  • د بلوچستان د ازادۍ پوځ په مستونګ او نورو سیمو کې د پوځ او ملېشو ګنې پوستې نیولي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ په مستونګ او نورو سیمو کې د پوځ او ملېشو ګنې پوستې نیولي

    د بلوچستان د آزادي پوځ وايي چې جنګیالیو یې د مستونګ په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ او په لويه لاره کې د ملېشه ځواک (لیویز) پر پوستو بریدونه کړي، او یو شمېر یې نیولي دی.

    دې بېلتون غوښتونکې ډلې رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې ځواکونو یې تیره شپه د مستونګ د پولیسو والي خان سټېشن (ماموریت) نیولی، او بلې ډلې یې د کوټې-کراچۍ په لويه لاره کې د لیویز پوستې نيولي او تر یوې ګړۍ پورې یې سړک بند کړی و.

    ازادي غوښتونکو په دې عملیاتو کې د پوليسو سټېشن او د هغو موټرونه ويجاړ کړل او له پرسونلو څخه يې شپږ وسلې هم ضبط کړې.

    ازادي غوښتونکو د لیویز (ملېشه) ۶ پرسونل له نیولو وروسته د هغوی د بلوڅ هویت پر اساس په مشروط ډول خوشې کړل.

    بلوچ آزادي غوښتونکو د یکشنبې په شپه د مستونګ د خادکوچه په سيمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته بريد وکړ. دې بريد شل دقيقې دوام وکړ، چې پکې اتومات او درنې وسلې وکارول شوې. په نتيجه کې دوه پوځيان ځای پر ځای وژل شوي، او دښمن ته نور تلفات او د مالي زيانونه هم اوښتي دي.

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي:« د مې په ۲۷مه نېټه، ازادي غوښتونکو په کوټه کې د جي ډي ای په ميدان کې د اشغالګر پاکستاني پوځ پر اجنټ، محمد نبي خيلجي وسله‌وال بريد وکړ، چې په کې هغه سخت ټپي شو. دغه ایجنټ په اصطلاح د تحریک جوانان پاکستان، مارخور وینګ کوټې مشر دی، چې د پاکستان د پوځ په فرمایش غونډې او جشنونه جوړوي. محمد نبي همداراز د خلکو د ګومارلو په هڅو او ګواښونو کې ښکیل و.»

  • د بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار نیولی، حکومت د وسله والو برید تاییدوي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار نیولی، حکومت د وسله والو برید تاییدوي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې جنګیالیو یې تېر ماښام په بلوچستان کې سوراب ښار په بشپړ ډول نیولی،ټول امنیتي ځواکونه یې ژوندي نیولي یا په شا تمبولي او د ټولو دولتي ادارو، د پولیسو د ماموریتونو (تاڼو)، بانکونو او نورو ادارو کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

    د بلوچستان ایالتي حکومت هم تاییدوي چې د دولت وسله والو مخالفانو په سوراب ښار کې پر دولتي ادارو او د چارواکو پر کورونو بریدونه کړي او د دې ښار مرستیال کمیشنر یې وژلی دی.

    د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی رشید ریند وویل چې د دولت وسله والو مخالفانو په دغه ایالت کې د څو دولتي چارواکو پر کورونو بریدونه کړي، او مرستیال کمیشنر هدایت الله بولیدي یې وژلی دی.

    خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، پولیس او ملېشه ځواکونه یې ژوندي نیولي، له هغوی څخه یې وسلې اخیستي او هغوی یې په مشروط ډول په دې خاطر خوشي کړي چې په خټه بلوچان وو.

    دوی همداراز وايي چې مرستیال کمیشنر هدایت الله بلیدي هڅه کوله چې برید وکړي او دوی د دې لپاره چې د هغه مخه ونیسي نوموړی په یوه خونه کې بندي کړ مګر هلته یې په تصادفي ډول سا بنده شوه او مړ شو.

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ همداراز ادعا کوي چې د سوراب ښار د نیولو ترڅنګ یې د کوټې – کراچۍ لویه لار هم بنده کړې ده.

  • هند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه کړي.

    هند د “سندور” په نوم عملیاتو کې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه کړي.

    د هند چارواکو ویلي چې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه یې د “سندور” عملیاتو په نوم هوایي بریدونه ترسره کړي او پکې د پاکستان ۹ ځایونه په نښه شوي دي.

    هندي چارواکي ادعا کوي چې بریدونه یوازې پر هغو اهدافو شوي چې د ترهګرۍ له فعالیتونو سره تړاو لري، او وایي چې د پاکستان هیڅ ډول پوځي تاسیسات ندي په نښه شوي.

    بلخوا د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي سیمې هدف ګرځولې دي چې دوی به بې ځوابه پاته نشي.

    د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په بریدونو کې تر دې دمه ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

    هند پوځ پر پاکستان تازه برید ته د “سندور” عملیاتو نوم ورکړی.

    سندور هغه سور رنګ دی چې هندوان پخپلو ودونو کې د ناوې ټنډه پرې سره کوي او په نورو مذهبي مراسمو کې یې هم کاروي.

    له بلې خوا د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري وايي، تر اوسه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ټولټال ۲۴ بریدونه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

    د پاکستاني پوځ په وینا تردې دمه هند د پاکستان د کوټلي، مظفرآباد او بهاولپور ښارونو پر بېلابېلو برخو د هوا له لارې توغندیز بریدونه کړي دي.

    د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا وکړه چې د هند د توغنديزو بریدونو په غچ کې، پاکستان د هند د هوايي ځواک دوه جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلی دی، په داسې حال کې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا وکړه چې د پاکستان هوايي ځواک پنځه هندي الوتکې ویشتلي او څو بې پیلوټه الوتکې یې ویجاړې کړې دي. خو د هند هوايي ځواک تر اوسه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

  • په بندرعباس کې د چاودنې له مله له ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.

    په بندرعباس کې د چاودنې له مله له ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.

    رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بندر عباس په چاودنه کې د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ تنو وا وښت.

    که څه هم د یادې چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم.

    دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې هممهاله په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو درېیم پړاو پیل شوی دی.

    بل خوا د ایران د نفتو تصفیې ادارې ویلي، چې دا چاودنه او اورلګیدنه له تصفیه خونو، سون موادو او د تېلو له پایپ لاینونو سره هېڅ تړاو نه لري.

    ایراني چارواکو ویلي، چې د چاودنې غږ تر ۳۰ کیلو مټرو پورې اورېدل شوی دی.

    د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر کمپیوټرونه د یوه سایبري برید له امله زیانمن شوي وو، چې د لارو او اوبو د تګ راتګ پر سیستم یې اغېز کړی و.

    بل لورته بیا د ایران د سرې میاشتې مشر بابک محمودي رسنیو ته تر دې دمه د لږ تر لږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده.

    سرچینه وایي، چې چاودنه تیره ورځ څه باندې ۱۲ بجې د بندر عباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې ده.

  • پاکستان کې چاودنې ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

    پاکستان کې چاودنې ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

    پاکستاني رسنۍ وایي، په بلوچستان ایالت کې د یوې درنې چاودنې له کبله ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    د راپورونو له مخې، دا پېښه د دې ایالت په ماستونګ سیمه کې رامنځته شوې.

    د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

    د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

    پاکستان په دې وروستیو کې د نا امنیو په لومه کې سخت راګیر شوی، چې د شنونکو په باور د خلاصون لار ترې ورکه ده.

    د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون ترهګرې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

    شهباز شریف دا هم ویلي وه: «افغانستان زموږ ورور هېواد دی او موږ طبیعي ګاونډیان یوو. موږ باید د ښو ګاونډیانو په توګه په دوستانه فضا کې ژوند وکړو، خو له بده مرغه داسې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان له افغان خاورې فعالیت کوي او زموږ پر بې‌ګناه خلکو بریدونه کوي.»

    خو تازه د اسلامي امارت  مرستیال ویاند حمدالله فطرت، د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې له افغانستان څخه وسله‌والې ډلې پاکستان ته ننوځي.

    نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان امنیتي ستونزه د اسلام‌ اباد کورنۍ مسئله ده.

    فطرت څرګنده کړه: «افغانستان باید د پاکستان د امنیتي ستونزو په خاطر ملامت ونه ګڼل شي. دا موضوعات باید د اسلام‌اباد د کورنیو چارو په چوکاټ کې وڅېړل شي.»

    هغه زیاته کړه، افغانستان تل هڅه کړې چې په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته کړي او نه‌غواړي چې د نا امنۍ سرچینه وپېژندل شي.

  • بلوڅانو د خپلو درې لاریونوالو له وژل کیدو وروسته خپل احتجاج ته دوام ورکړی.

    بلوڅانو د خپلو درې لاریونوالو له وژل کیدو وروسته خپل احتجاج ته دوام ورکړی.

     

    پاکستان کې د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه وايي چې پولیسو د جمعې پر ورځ د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې پر سریاب واټ د دوی د احتجاج پر ګډونوالو ډزې کړې او درې کسان یې وژلي دي.

    دوی اوس د وژل شویو کسانو جنازې هم له ځان سره ایښي او خپل احتجاج او پرلت ته یې دوام ورکړی.

    ماه رنګ بلوڅ تور پورې کړی چې د پولیسو په ډزو درېیو وژل شویو کسانو کې یو ۱۲ کلن هلک دی.

    خو د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند وایي، چې پولیسو د اجتجاج کوونکو پر خلاف د قانون له مخې ګام اخیستی او دا چې “تر اوسه مشخصه نه ده چې لاریونوالو د چا مړي پر سړک ایښي او احتجاج کوي.”

    هغه رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي: “د سړک بندېدو له کبله له کراچۍ او نورو ښارونو راتلونکي مساپر له کړاو سره مخ وو. پولیسو د سړک پرانیستلو لپاره د قانون مطابق اقدامات وکړل.”

    د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند زیاتوي تر هغې چې مړي روغتون ته ونه لېږول شي او روغتیايي معاینات یې و نه شي، د مړینې د لامل موندل یې ممکن نه دي.

    هغه دا ادعا هم کوي چې ګوندې احتجاج کوونکو پر تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی، پر پولیسو ډبرې ورولې، یوه ښځینه او څو نور پولیس یې ټپیان کړي دي. شاهد رند وايي، لس کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

    د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه او د دوی د احتجاج ځینې ګډونوال وايي، چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز او اوب‌شیندي هم کارولي دي.

    د سریاب سیمې د تاڼې د پولیسو یوه چارواکي عتیق‌الرحمان تایید کړې چې تر ۳۰۰ پورې کسانو پر سریاب سړک پرلت ته دوام ورکړی. نوموړي زیاته کړې چې د احتجاج په ځای کې درې مړي هم ایښي دي.

    د ځايي پولیسو دغه چارواکي منلې چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز کارولی، خو وايي د ‘ډزو’ په اړه مالومات نه لري.‌

    د یادونې ده چې د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له پنجشنبې ورځې راهیسې پر سریاب روډ د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت پیل کړی. دا احتجاج تېرې څو ورځې د دې کمېټې د مشرانو د نیول کېدو په غبرګون کې شوی. د احتجاج ګډونوال دا تور هم پورې کوي چې ګوندې په بلوچستان کې وژل کېدونکي کسان له پېژندګلوي او کورنیو ته له سپاره کېدو پرته په پټه ښخېږي.

    له دې سره هممهاله د کوټې ښار پر قمبراني سړک د نیولو شویو بلوڅانو د کورنیو غړو هم چې اکثریت یې ښځې وې، احتجاج پیل کړی وی.

    ډاکترې ماه رنګ بلوڅ ویلي، ‘د پوهنتون مخې ته پرلت روان و چې دوه بجې ګڼ شمېر پولیس راغلل، اوښلن ګاز یې وکاروه او ډزې یې وکړې چې پایله کې یې درې کسان ووژل شوی او ۱۳ ټپیان شول.”

    د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې د جبري بې‌درکه بلوڅانو د موندلو لپاره هڅې کوي

    نوموړې زیاتوي چې ټپیان د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي.

    د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې مشره ادعا کوي چې پولیسو له دوو تر شپږ بجو پورې اوښلن ګاز کاراوه.

    بلخوا د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بیا تور پورې کړی، چې د احتجاج ګډونوال د امنۍ او ګډوډۍ د رامنځ ته کولو هڅې کوي.

    هغه په خپاره کړي بیان کې خبرداری ورکړی چې “چا ته د بې قانونۍ اجازه نه شي ورکول کېدای. که د قانون ماتولو او د امن اخلالولو هڅه کېږي، نو حکومت یې په چپه خوله ننداره نه شي کولی.”

  • مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

    مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

    له پېښوره رپوټونه وايي مفتي منير شاکر د شنبې پر ورځ/د مارچ ۱۵ مه په یوه چاودنه کې له ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.
    د رپوټونو پر بنسټ پر ښاغلي شاکر د پېښور ښار په ورڅېرمه ورمړ سیمه کې د هغه جومات دروازه کې چې دی لمانځه لپاره ورتلو، پرې بمي چاودنه شوې ده.
    عیني شاهدانو ويلي بم وار له مخه ځای پر ځای شوی و.
    له چاودنې وروسته دی او څلور نور لمونځ کوونکي په ټپي حالت کې نژدې روغتون ته لېږدول شوي وو خو د ډاکټرانو په وینا منير شاکر د “سختو ټپو له کبله روغتون کې ساه ورکړه.”
    د پېښور لېډي ريډېنګ روغتون وياند محمد عاصم په وينا مفتی شاکر ټپي شوي حالت کې روغتون ته وروړل شوی و، او چاودنه کې یې پښه سخته ژوبله شوې وه.
    د روغتون وياند په وينا د وينې زياتې کچې بايللو له امله، مفتي منير شاکر روغتون کې سا ورکړه.
    د ورمړ تاڼې افسر نور محمد رسنیو ته ويلي مفتي شاکر چې د مازيګر لمانځه لپاره جومات ته ننوت، هماغه وخت له مخکې ايښودل شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل، چې ترڅ کې یې د مفتي شاکر په ګډون څلور کسان ژوبل شول، او ټول روغتون ته ولېږدول شول.
    بل پلو د پېښور پوليسو افسر مسعود احمد بي بي سي ته ويلي له لومړيو پلټنو داسې ښکاري چې پر مفتی شاکر بريد، په لاسي بم شوی دی.
    مفتی شاکر څو ورځې مخکې يوه وينا کې ويلي وو، چې پر وټسپ ګواښونه ورته کېږي، او د دغو ګواښونونه سکرينشاټونه یې ځايي تاڼه کې له نورو بېلګو سره سپارلي وو.
    پر مفتي منیر شاکر څو ځله پخوا هم د بریدونو هڅه شوې وه او هغه د “پاکستان پر دولتي ادارو تور لګاوه چې غواړي په نښه یې کړي.”
    ده د منبر پر سر او ځينو ویډیوګانو کې بیا بیا ویل چې ژوند ته یې ګواښونه کېږي او په ټکو یې “که په نښه شي مسئولیت به یې د پاکستاني ادارو پر غاړه وي.”
    په بمي چاودنه کې د ده د وژل کېدو د پېښې مسئولیت لا چا نه دی منلی.
    نامتو دیني عالم او مبلغ مفتی شاکر سيد عبد الله نظامي سره يوه مرکه کې ويل “منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی”.
    مفتي منير شاکر هغه وخت راښکاره شو، چې د لښکر اسلام په نامه يې يوه اورپکې ډله جوړه کړه. په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې د خيبر اېجنسۍ باړه کې د لښکر اسلام او انصار الاسلام ډلو ترمنځ جګړه ونښته. منير شاکر له دې وروسته ځان پټ کړ.
    د لښکر اسلام ډلې مشري بيا د منګل باغ لاس کې شوه، خو د دغو ډلو ترمنځ نښتې همداسې روانې پاتې شوې، چې ورپسې سيمه کې په لويه کچه پوځي عمليات وشول.
    له څه مودې پټېدو وروسته، مفتي شاکر هنګو کې د تدريس او ښوونې لړۍ بيا پيل کړه، خو وروسته بيا له پېښور سره نژدې ورمړ سيمې ته ولېږدېد.
    مفتي منير شاکر پر ټولنيزو رسنيو خورا مشهور و، ده ته اړوند پر ټېکټاک اکونټ يا حساب یې ۹۳ زره فالورز يا څارونکي لرل.
    دی د پښتون قومي جرګې غړی هم و او د ۲۰۲۴ کال اوکتوبر جرګې کې یې له ګډونوالو د پښتنو حقونو ته د وفادارۍ لوړه هم اخېستې وه.
    ښاغلی شاکر د دغې جرګې یو مهم ویناوال و د پښتنو د حقونو پر مبارزې او ويښتابه یې ټينګار کاوه.
    مفتي منير شاکر په خپل دې نظر چې ويل یې “مذهبونه له اسلام سره څه ځانګړی تړاو نه لري” او دا چې دوی يوازې، “د قرآن دين مني”.
    مفتی منير شاکر دا تېر اوکتوبر د بي بي سي سيد عبد الله نظامي سره يوه مرکه کې د ځينو هغو نيوکو ځواب کې چې دی د حديثو کتاب نه مني، ويل “د الله له کتابه علاوه د انسان هر يو کتاب منم، خو د قرآن مطابق چې وي”.
    ده ويل “منکر له يوه کتابه هم نه یم، خو معيار مې ورته قرآن دی”.
    د یادونې وړده چې څه موده په خپلو ستوغو ويناوو او ناندره ييز دريځ پر ټولنيزو رسنیو مشهور شوی و.
    خيبر اېجنسۍ کې يې د “لښکر اسلام” اورپکې ډلې له مشرۍ بيا تدريس ته په مخې، تګلوری بدل کړ، او په وروستيو کې يې د دوديزو ملايانو پر وړاندې نيوکو ته مخه کړې وه.

  • تاجکستان کې پرچینایي اتباعو خونړی برید

    تاجکستان کې پرچینایي اتباعو خونړی برید

     

     

    په تاجکستان هېواد  کې په یوه وسله وال برید کې یو چینایی تبعه وژل شوی، څلور چینایان او یو تاجک ټپیان شوی دی.

    سیمه ییزو چارواکو تایید کړې، چې د وسله والو کسانو دغه برید دتاحستان هیواد په سوېل کې د ختلان ولایت د شمس الدین شاهین ولسوالۍ په “زربوز” ولسوالۍ کې شوی دی.

    دا سیمه له افغانستان سره د تاجکستان پولې ته څېرمه پرته ده او سرچینو ویلي چې په دغو سیمو کې قاچاقبران فعال دي.

    د دوشنبې چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم تر دې دمه دیاد برید مسوولیت چا پر عاړه اخیستی دی

    ځايي سرچينو ويلي، چې په دې وروستيو کې په “زربوز” سيمه کې د سرو زرو د استخراج يوه فابريکه ثبت شوې او په دې سيمه کې چينايي کارګران او انجنيران شتون لري.

    په تاجکستان کې اووه سوه چينايان فعال دي، خو دا په تاجکستان کې د چينايي اتباعو پر ژوند لومړی بريد دی خو تر دې وړاندې د پاکستان په ځینو صوبو کې پر چینایي انجنیرانو او کار کوونکو باندې خونړي بریدون شوي دي