دسته: خبر

  • د عالیقدر امیرالمومنین داختریزپیغام بشپړ متن

     

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام
    بِسْمِ اللّٰہَ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
    ﷲ أکبر ﷲ أکبر، لا إله إلا ﷲ وﷲ أکبر، ﷲ أکبر ولله الحمد
    الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بﷲ من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
    اما بعد: فقد قال ﷲ تبارک وتعالی:
    ــــ قُلۡ اِنَّ صَلَاتِیۡ وَ نُسُکِیۡ وَ مَحۡیَایَ وَ مَمَاتِیۡ لِلّٰہِ رَبِّ الۡعٰلَمِیۡنَ ﴿۱۶۲﴾ۙ [سورة الأنعام] ترجمه: ووايه(ای محمده)دوی ته بېشکه لمونځ زما او قرباني زما او (طاعتونه د) ژوندون زما او مرګ زما (پر صالح عمل ) خاص ﷲ لره دی چي رب (پالونکی ) د ټولو عالمیانو (د جهان )دی [کابلی تفسیر] ــ وَ اَتِمُّوا الۡحَجَّ وَ الۡعُمۡرَۃَ لِلّٰہِ ؕ… وَ اتَّقُوا اللّٰہَ وَ اعۡلَمُوۡۤا اَنَّ اللّٰہَ شَدِیۡدُ الۡعِقَابِ﴿۱۹۶﴾ [سُورَةُ البَقَرَة] ترجمه: او پوره اداکړئ حج او عمره خاص ﷲ جل جلاله لره …. او وېرېږئ له ﷲ جل جلاله څخه ، او پوهه شئ چې بېشکه ﷲ جل جلاله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی . [کابلی تفسیر] ــ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی ﷲ تعالی عنه قَالَ : ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ -صلى ﷲ عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وسَمّى وَكَبّرُ قال: رَأَيْتُهُ وَاضِعًا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ بسم ﷲ وﷲ اکبر، متفق عليه.
    ترجمه: له حضرت انس رضیﷲ تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د دوو ښکرونو والا پسونو (چې د هغه ښکرونه اوږده وه يا دا چې ښکرونه يې مات نه و) او کمر (برګ يعنی د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه، رسول ﷲ صلی ﷲ عليه وسلم بسم ﷲ، ﷲ اکبر ويلو سره په خپل لاس (مبارک) سره هغه ذبح کړل، حضرت انس رضی ﷲ عنه فرمايي چې ما وليدل چې رسول ﷲ -صلی ﷲ علیه وسلم- د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه (مبارکه) ايښې وه او بسم ﷲ، ﷲ اکبر يې ويل. [بخاري او مسلم] خلاصه داچې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم په دوه برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې په خپل لاس ذبح کړل، بسم ﷲ يې وویله او تکبیر يې ووایه او خپله پښه يې د هغو په اړخو ايښې وه.
    ــ عَنْ عَائِشَةَ رضی ﷲ تعالی عنها أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى ﷲ عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» [مشکوة المصابیح] ترجمه: بي بي عائشه رضی ﷲ تعالی عنها فرمایي: چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم وفرمایل:
    د ابن ادم د نحر (د قرباني کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چې د ﷲ جل جلاله په نزد د وينې بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي، او (د قربانۍ) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو، نوکونو ( ښنګريو ) سره راشي او د قربانۍ وينه مخکې د دې څخه چې په ځمکه توی شي (يعنی د ذبح کولو د ارادې په وخت) په بارګاه الهي کې قبليږي نو تاسو د دې په وجه (يعنی قربانۍ کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ.
    خپلو ټولو مؤمنو مجاهدو افغانانو او مسلمانانو وروڼو ته!
    السلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!
    و بعد: تاسو ټولو ته د هر څه له مخه د لوی اختر مبارکي وایم، ﷲ تعالی مو عبادتونه، قربانۍ، حجونه، خیراتونه او نور نېک عملونه قبول کړه.
    دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځې په داسې حال کې لمانځو چې د شرعي نظام او سرتاسري امن څخه د ﷲ تعالی په نصرت، د اسلامي امارت، د شهیدانو او معلولینو د قربانیو او د مسلمانانو د دعاوو په سبب برخمن یوو، نو پکار دی چې ټول د ﷲ تعالی شکر اداء کړو.
    محترمو وروڼو! اوس زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت جوړېږي چې د موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو، د شرعي نظام د پرمختګ او کامیابۍ لپاره لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړو، خپل اتفاق او اتحاد لا نور تقویه کړو او هر مسئول خپل مسئولیت ته متوجه شي، غفلت ونه کړي، خپل وظائف پر خپل وخت سر ته ورسوي، یو د بل سره همغږي وکړي، یو د بل په کارونو کې مداخله ونه کړي او پوره کوښښ وکړي چې شریعت اول پر خپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړي.
    ــ علماء کرام زموږ په ټولنه کې تر ټولو ستر مسئولیت لري، ﷲ تعالی د دوی په حق کې فرمايلي دي: وَ اِذۡ اَخَذَ اللّٰہُ مِیۡثَاقَ الَّذِیۡنَ اُوۡتُوا الۡکِتٰبَ لَتُبَیِّنُنَّہٗ لِلنَّاسِ وَ لَا تَکۡتُمُوۡنَہٗ ۫ فَنَبَذُوۡہُ وَرَآءَ ظُہُوۡرِہِمۡ وَ اشۡتَرَوۡا بِہٖ ثَمَنًا قَلِیۡلًا ؕ فَبِئۡسَ مَا یَشۡتَرُوۡنَ ﴿۱۸۷﴾ [سورة ال عمران] ترجمه : او (یاد کړه) هغه وخت چې واخیست ﷲ عهد محکم له هغو کسانو ځني چې ورکړی شوی دی دوی ته کتاب چې خامخا به بیانوئ تاسي هرومرو (خامخا) دا (کتاب) خلقو ته او نه به يې پټوئ تاسې نو وغورځاوه دوی دا (کتاب) وروسته له شاوو خپلو او وايې خیست په (عوض د) دې (کتاب) قېمت لږ نو بد اخیستل د دوی (دغه اخیستل) دي (یا نو څومره بد دی) هغه شی چې دوی يې پیري (اخلي ).
    تفسیر: یعنی د اهل الکتاب له علماوو ځنې عهد اخیستی شوی و هغه احکام او بشارتونه چې په کتاب ﷲ کښې دي ښايې هغه په خورا ښه ډول نورو خلګو ته ور وښيئ او هېڅ یوه خبره مه ترې پټوئ او مه اړول راړول پکښې کوئ او مه يې معناګانې بدلوئ، مګر دوی هېڅ زموږ د دې امرونو پروا ونه کړه او د لږې ګټې له امله يې هغه ټول عهدونه اوپیمانونه مات اوشرعي حکمونه يې بدل او د ﷲ تعالی په آیتونو کښې يې لفظي اومعنوي تحریفات وکړل. د هغه شي ښکارول چې ډير زیات ضروري و یعنی د نبي کریم صلی ﷲ علیه وسلم بشارت يې بیخي پټ کړ هغو مره چې دوی د مال په صرفولو کښې بخل کوي، د علم په ښودلو کښې هم له بخل ځني کار اخلي د دې بخیلي منشاء هم د مال اوجاه او د دنیوي متاع له مینې ځنې پرته بل شی نه و. دلته يې ضمنا زموږ د اسلام علماوو ته هم تنبیه فرمایله چې تاسئ د دنیا په مینه کښې اخته شوی، هسې مه کوئ ( بلکې په هر وخت، هرځای او د هر چا په مقابل کښې امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوئ او هېڅکله او هېچېرې شرعي احکام له خلکو مه پټوئ، ځکه چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم هم فرمایلي دي: هر چا چې پټ کړ علم له اهل د علم څخه قیزه به شي په قیزه داور سره).[ کابلی تفسیر] ــ همداډول متنفذین او د خلکو مشران مسئولیت لري، چې په خپل استقامت سره د ﷲﷻ شرعي حکمونه په جامعه کې نافذ کړي، د خلكو حقوق خپلو حقدارانو ته ورسوي او هر شی په خپل ځای کې کښېږدي؛ ځکه که دوی له دین څخه کاږه شي دا ټول شرعي نظام او امن به له منځه ولاړ شي.
    ‎د زینب په نوم يوې ښځې چې د احمس قبيلې وه د ابوبکر صديق رضی ﷲ تعالی عنه څخه پوښتنه وکړه:
    ‎قَالَتْ مَا بَقَاؤُنَا عَلٰى هَذَا الأَمْرِ الصَّالِحِ الَّذِي جَاءَ اللّٰهُ بِهِ بَعْدَ الْجَاهِلِيَّةِ قَالَ بَقَاؤُكُمْ عَلَيْهِ مَا اسْتَقَامَتْ بِكُمْ أَئِمَّتُكُمْ قَالَتْ وَمَا الأَئِمَّةُ قَالَ أَمَا كَانَ لِقَوْمِكِ رُؤُوسٌ وَأَشْرَافٌ يَأْمُرُونَهُمْ فَيُطِيعُونَهُمْ قَالَتْ بَلَى قَالَ فَهُمْ أُولٰئِكَ عَلَى النَّاسِ. رواه البخاري
    ‎هغې وويل: ” زموږ پاته کيدل به په دې ښه شي (اسلام) کې چې ﷲﷻ د جاهلیت وروسته موږ ته راپه برخه کړ؛ ترکومه وخته وي؟ هغه وویل: ستاسو پاته کيدل به په دې ښه شي(اسلام) کې تر هغه وخته وي تر څو پورې چې ستاسو امامان د اسلام سره مخلص وي.
    هغي وویل: ” امامان څوک دي؟” ده ورته وویل ایا ستا د قوم لپاره سرداران او اشراف خلك نشته چې خلك د دوی د حکم اطاعت کوي؟ هغې وويل: “هو شته”، ده ورته وویل: همدا د خلکو امامان دي، (که دغه امامان پر اسلام او شريعت باندې برابر وو ټول خلك به برابر وي او که دوی شريعت پرېښود، خلک به يې هم پرېږدي او د ټولې بدبختۍ مسئوليت به د دغو مشرانو پر غاړه وي.)
    نو ځکه باید زموږ مشران او مخور د خپل شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري، په خپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او توصیو کې د خلکو ښه ذهن سازي وکړي، په ټولنه کې د اتفاق او وحدت ساتلو او د فتنو او فساد د مخنیوي لپاره جدي مبارزه وکړي، ځکه دوی ته خلک غوږ نیسي، د دوی نظریات د ټولنې په متوجه کولو کې رول لري او دا د دین تر ټولو لوی خدمت دی.

    د اسلامي امارت د محاکمو ټولو قضاتو او مسؤلینو ته لارښوونه کېږي چې خپل درانه مسئولیت ته په کتو د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې له پخوا ډېر جدي و اوسي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر مينځ توپير ونه کړي، له هر چا سره عدالت او مساوي چلند وکړي، د ﷲ سبحانه و تعالی په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه ګوري؛ بلکې جرم ته دې وګوري، د مظلوم دفاع دې وکړي، د ظالم مخنیوی دې وکړي او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ څخه پرته کوښښ وکړي.

    زموږ د مجاهدینو د جهادونو او قربانیو ستر هدف په واقعي بڼه د شرعي نظام تطبیق او په ټولنه کې د شرعي احکامو اجرا وه، دا ستر هدف د محاکمو تر فعالیتونو او ښه خدمت پورې اړه لري.
    د ارشاد، حج او اوقافو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه هم باید ډېر کوښښ وکړي چې د علماء کرامو او متنفذینو سره یو ځای د خلکو د دعوت، نېکو اعمالو د ترویج او د خپلو مسئولیتونو په دایره کې د شرعي نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړي او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروي.
    ــ زموږ تجاران او صنعتکاران وروڼه باید د وطن د آبادۍ لپاره لا ډېر کوښښ وکړي ترڅو زموږ وطن خودکفا شي او د نورو له احتیاجه وژغورل شي، که موږ د استقلال او آزادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید په وړاندې درېدل غواړو، نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول په امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري، راځئ په ګډه د خپل کور د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.
    د اسلامي امارت اړوند اقتصادي ارګانونه هم باید د خپلو تاجرانو او صنعتکارانو لا ډېر حمایت وکړي، هغوی ته ښه زمینه مساعده کړي او د پرمختګ سره یې مرسته وکړي.

    د اسلامي امارت د مهاجرینو وزارت او نور مربوطه ارګانونه همدا ډول په ولایاتو کې والیان ټول باید د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پرځای کړي او د حمل او نقل په برخه کې تر وسه وسه همکاري ورسره وکړي.

    ــ د اسلامي امارت ټول امنیتي او ملکي کارکوونکي باید خپلو خپلو کارونو ته ښه او جدي متوجه وي، د یو بل په کارونو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي؛ ځکه داسې کول د ګډوډۍ، بې اعتمادۍ او خپګان سبب ګرځي، همدا راز د خلکو خدمت کول عبادت دی، موږ تاسو ته چې ﷲ تعالی د خلکو مسئولیت را په غاړه کړی دی، دا یو الهي امتحان دی، باید چې ډېره توجه وکړو، خلکوته د خدمت په لاره کې غفلت رانه ونه شي؛ ځکه غفلت عذر نه دی، باید ډېر بیداره واوسئ، د خلکو لپاره کارونه اسانه کړئ، سختۍ مه کوئ، سهولت کوئ، ﷲ تعالی به پر تاسو آساني وکړي، د خلکو وخت مه ضایع کوئ، د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ، د خلکو سره وخت په وخت لیده کاته کوئ، د هغوی شکایت او غږ اورئ، ترڅو څوک د چا حق ونه خوري، څوک چاته ضرر ونه رسوي، او هر څوک خپل خپل حق ترلاسه کړي.
    نظام د خلکو د پلار او متکفل حیثیت لري، باید د یوه پلار په څېر د خلکو خیال وساتي، د حقوقو یې ساتنه وکړي او د امانتونو څخه یې څارنه او مراقبت وکړي.
    په روایت کي راځي:
    عن أبي الشماخ الأزدي، عن ابن عم له من أصحاب النبي صلی ﷲ عليه وسلم، أتی معاوية فدخل علیه، فقال: سمعت رسول ﷲ صلی ﷲ عليه وسلم يقول: ” مَنْ وَلِيَ أَمْرًا مِنْ أَمْرِ النَّاسِ ثُمَّ أَغْلَقَ بَابَهُ دُونَ الْمِسْكِينِ وَالْمَظْلُومِ أَوْ ذِي الْحَاجَةِ، أَغْلَقَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى دُونَهُ أَبْوَابَ رَحْمَتِهِ عِنْدَ حَاجَتِهِ وَفَقْرِهِ أَفْقَرَ مَا يَكُونُ إِلَيْهَا” [ أخرجه أحمد].
    ترجمه: ابو الشماخ الأزدي رحمه ﷲ تعالی د خپل تره له زوی څخه چې د رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم صحابي (رضی ﷲ تعالی عنه) دی روایت کوي چې هغه معاویه رضی ﷲ تعالی عنه ته ورغی او ورته ویې ویل، ما له رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم څخه اورېدلي دي: چاته چې د مسلمانانو په چارو کې کوم کار وسپارل شي بیا یې خپله دروازه د مسکین، مظلوم او اړمن کس پر مخ وتړله، ﷲ تعالی به د هغه پر مخ د هغه د حاجت او فقر پر مـهال د خپل رحمت دروازې وتـړي، داسـې مـهال چې هغه به د ﷲ تعالی رحمت ته تر هر وخت ډېره اړتیا لري.
    ــ د امیر د فرمانونو او حکمونو اطاعت وکړئ؛ ځکه اطاعت لازم او واجب دی، باید ټول یې مراعات کړي او ټول د اطاعت په چوکاټ کي پر مخ لاړ شي.
    حضرت عمر رضی ﷲ تعالی عنه فرمایلي دي : إنه لا إسلام إلا بجماعة ، ولا جماعة إلا بإمارة ، ولا إمارة إلا بطاعة. [رواه عنه الدارمي.] ترجمه: نشته اسلام مگر په یوه ټولنه او یو اتفاق سره، نشته جماعت او اتفاق مگر په امارت سره نشته امارت مگر په اطاعت سره.
    ــ د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونو محصلین او د مکاتبو زده کوونکي ټول باید خپلو خپلو درسونو او مسئولیتونو ته متوجه شي، د استاذانو، کتابونو او علم احترام وساتي او د ورته مهیا شوي فرصت قدر وکړي او ښه استفاده ترې وکړي.
    ګورئ! وخت په عبثو شیانو ضایع نه کړئ، هرشی چې د وخت د ضایع کېدو سبب ګرځي، باید سخت پرهېز ورڅخه وکړئ او خپل اصلي مقصود ته متوجه شئ.
    ﷲ تعالی فرمایلي دي: وَ الَّذِیۡنَ ہُمۡ عَنِ اللَّغۡوِ مُعۡرِضُوۡنَ ﴿ۙ۳﴾[سورة المؤمنون] ترجمه: او هغه (کسان هم بهرمند شول) چې دوی له ناکاره کارو (بدو اقوالو او بدو افعالو) څخه مخ ګرځوي. ( یعنی په فضولو او بېکاره مشاغلو کې خپل وخت نه ضایع کوي.
    نبي کریم صلی ﷲ علیه وسلم فرمایلي دي: من حسن اسلام المرء ترکه ما لا یعنیه. [رواه الترمذي] ترجمه: د یوه انسان د ښه اسلام له نښو دا ده چې هغه کارونه پریږدې چې ده ته ګټه نه رسوي.
    راتلونکي نسلونه به ستاسو پوهې او تجربو ته محتاج وي، نو باید ځانونه ډېر وړ او پوه خلک جوړ کړئ، باید ډېر کوښښ او توجه وکړئ چې ښه علمي شخصیتونه او کدرونه درڅخه جوړ شي ترڅو د اسلام، اسلامي نظام او خلکو ښه خدمت وکړای شئ.
    ــ سږ کال بیا هم له افغانستان څخه تر دېرش زره پورې حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت ﷲ شریف ته تللي، له هغوی او حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ټولو راغلیو حجاجو کرامو څخه هیله کوم چې موږ او ټول اسلامي امت ته دعاګانې وکړي.
    د فلسطين په غزه او نورو سیمو کې په مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د صیهونستانو بریدونه او ظلمونه لا هم روان دي، دا لوی انساني جنایت او سخت ظلم دی، اسلامي امارت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یوځل بیا خپل حمایت اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.
    په پای کې یو ځل بیا ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وایم. ﷲ تعالی مو عبادات، قربانۍ او حجونه قبول وګرځوه او تل خوشحاله او سوکاله اوسئ. والسلام
    امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده
    ۷/۱۲/۱۴۴۶ هـ ق
    ۱۴/۳/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/6/4م

  • دافغانانو اعدام بندکړئ(ایران ته دبشري سازمانونوپیغام)

    دافغانانو اعدام بندکړئ(ایران ته دبشري سازمانونوپیغام)

     

    یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، په ایران کې لږ تر لږه ۸۰ افغان نارینه اعدام شوي، چې د تیر کال په پرتله درې چنده زیات دي.

    دبشري حقونو ۸۴ ملاتړسازمانونه او ادارې په ایران کې د افغان اتباعو د اعدام د بندولو غوښتنه کوي
    د بشري حقونو ۸۴ سازمانونه او ادارې په ایران کې د افغان اتباعو د اعدام د بندولو غوښتنه کوي
    د دې سازمانونو او ادارو په اعلامیه کې راغلي: “یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، په ایران کې لږ تر لږه ۸۰ افغان نارینه اعدام شوي، چې د تیر کال په پرتله درې چنده زیات دي.”

    د ایران د بشري حقونو سازمان او د ایران او نړیوالو بشري حقونو ۸۳ سازمانونو او ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په ایران کې د افغان اتباعو د اعدام د بندولو لپاره هڅې وکړي.

    د دغو ۸۴ سازمانونو او ادارو په اعلامیه کې راغلي: “په ایران کې د افغان اتباعو اعدامونه په بې ساري کچه زیات شوي دي. دا اعدامونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه پیل شول چې پنځه افغان اتباع یې اعدام کړل.”

    د بیان له مخې، دا رجحان په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۶ اعدامونو سره دوام وکړ، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ اعدامونو ته ورسید، او په ۲۰۲۴ کال کې د پام وړ ۸۰ اعدامونه ثبت شول.

    د بیان له مخې، د ۲۰۲۵ کال په پنځو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۳۲ افغان اتباع اعدام شوي دي.

    د ایران د بشري حقونو د سازمان رییس، محمود امیري مقدم وویل: “په ایران کې میشت افغان اتباع د ټولنې له کمزورو برخو څخه دي او د اسلامي جمهوریت د اعدام د ماشین تر ټولو ارزانه قربانیان دي.”

    هغه زیاته کړه: “د افغان ضد خبرو اترو په هڅولو سره، حکومت د ډیرو اعدامونو لپاره لاره هواروي. د ایران خلک، مدني ټولنه او نړیواله ټولنه باید د افغانانو د اعدامولو سیاسي لګښت لوړولو لپاره په کلکه غبرګون وښيي او د دې اعدامونو د بندولو لپاره کار وکړي.”

    په ایران کې د افغان اتباعو اعدام د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ لوړ شوی دی. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې، په ایران کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان اعدام شوي، چې د تیر کال په پرتله درې چنده زیات دي.

    د بشري حقونو دغو سازمانونو ادعا وکړه چې دا اعدامونه په خاموشۍ سره ترسره کیږي، نو له همدې امله په ۲۰۲۴ کال کې د ۸۰ اعدامونو څخه یوازې شپږ یې د رسمي سرچینو له لارې اعلان شوي.

    د طالبانو سره د تړون نه مراعات
    دا اعدامونه سره له دې چې افغان طالبانو مخکې د ایران له حکومت سره د افغان بندیانو د نه اعدامولو او د طالبانو زندانونو ته د هغوی د لیږدولو په اړه د تفاهم اعلان کړی و، خو داسې ښکاري چې ایران دې تړون ته غاړه نه ږدي.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د تیر کال په می میاشت کې وویل چې په ایران کې ۲۰۰ افغان اتباع په اعدام محکوم شوي دي.

    هغه وویل چې طالبانو له ایران سره یوې هوکړې ته رسیدلي چې د دې بندیانو د اعدام سزا به عملي نه شي بلکې افغانستان ته به وسپارل شي.

  • پوتین د ایران په شخړه کې د رول لوبولو وړاندیز کړی

    پوتین د ایران په شخړه کې د رول لوبولو وړاندیز کړی

     

    د امریکا ولسمشر وایی چې پوتین د ایران په شخړه کې د رول لوبولو وړاندیز کړی.
    د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې او د ایران د قضیې په اړه په تلیفوني خبرو اترو کې برخه اخیستې ده.

    د امریکا ولسمشر دا زنګ “مثبت” وباله مګر ویې ویل چې دا د سولې لامل نه شو. د ټرمپ په وینا، ایران د اټومي تړون په اړه د پریکړې کولو پروسه ځنډوي او اړتیا لري چې ژر تر ژره روښانه ځواب ورکړي.

    هغه زیاته کړه چې پوتین د ایران په شخړه کې د رول لوبولو وړاندیز کړی او ملګرتیا یې ګټوره موندلې ده.
    ټرمپ ټینګار وکړ چې په دې زنګ کې یې پوتین ته خبرداری ورکړی چې ایران باید هیڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

    ډونالډ ټرمپ وویل چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې یو ساعت او ۱۵ دقیقې یې دوام وکړ، پوتین په کلکه ټینګار وکړ چې هغه به د روسیې په هوايي اډو باندې د وروستي برید ځواب ووایی.

    له بلې خوا، کریملین اعلان وکړ چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ د تلیفون خبرې مثبتې او رغنده وې، او ټرمپ پوتین ته خبر ورکړ چې واشنګټن د روسیې په هوايي اډو باندې د اوکراین د برید څخه خبر نه و.

    په دې اړه، د ولادیمیر پوتین سلاکار اعلان وکړ چې ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د ایران په قضیه کې د مسکو مرسته اړینه ده.

    د دې لوړ پوړي روسي چارواکي په وینا، ټرمپ ولسمشر پوتین ته خبر ورکړ چې هغه به د ایران په قضیه کې د روسیې د مرستې څخه مننه وکړي.

    د پوتین، زیلینسکي او ټرمپ سره د لیدنې د امکان په اړه، د پوتین سلاکار وویل چې د زیلینسکي سره لیدنه په عملي لحاظ تمه نه کیږي.

  • اسلامي امارت له هغو هېوادونو  د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره ده

    اسلامي امارت له هغو هېوادونو د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره ده

    د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت وایي، له هغو هېوادونو یې د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره شوې ده.

    د اسلامي امارت  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همدا راز ویلي چې په دې وروستیو کې هېڅ هېواد ته افغان څاروي هم نه دي صادر شوي.

    دا وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکې ایران له افغانستانه د څارویو واردول منع کړي دي.

    خو د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم شهامت وویل، “په دې وروستیو کې ایران او بل هېڅ هېواد ته د افغانستان څاروي‌ نه دي صادر شوي. همدا راز د عامې روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره له هغو هېوادونو هم د څارویو واردول منع اعلان شوي چې د حیواناتو ناروغي پکې خپره ده.”

    د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هرات په ګډون د افغانستان له ځینو ولایتونو رپوټونه ورکړل شول چې د ‘طبق’ او د نورو حیواني ناروغیو له کبله د مالدارانو ګڼ څاروي مړه شوي دي.

    مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي، “له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیول شوي.”

    د لوی اختر په رارسېدو سره د ‘کانګو’ په نوم د ناروغۍ خطر هم ډېرېږي چې تر ډېره له څارویو سره د تماس له کبله انسانانو ته ورځي.

    د افغانستان ځينو سيمه‌ييزو رسنیو هم خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو سیمو کې د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او یو شمېر کسان یې له کبله مړه شوي‌ هم دي.

    د کاظم شهامت په وینا، “د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیولي دي او هڅه کوي چې د حیواني ناروغیو مخه ونیسي.”

    په همدې حال کې کابل ښاروالي هم وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره یې د حیواني ناروغیو د مخینوي لپاره یو لړ لارې چارې سنجولې دي.

    د کابل ښاروالۍ ادارې مالداران د سړکونو پر سر د څارویو له خرڅولو منع کړي او ځينې ځانګړي ځایونه یې ورته ټاکلي دي.

    د کابل ښاروالۍ یوه مسؤل نعمت الله بارکزي وویل، “له ټولو ښاریانو مو هیله ده چې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې څاروي وپلوري او واخلي. ځکه چې د عامې روغتیا وزارت ټيمونه د کانګو وېروس چې د حیواناتو په څرمنې او ویښتانو کې وي، د کنټرول لپاره هلته دوا پاشي، نو خلک دې په دې کې له موږ سره یوه فرهنګي همکاري وکړي.”

    ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د کابل ښاروالۍ ځينې “نظارتي ډلې” به په ښار – بازار کې ګزمې کوي، وضعیت به څاري او “ستونزو ته به ځان رسوي.”

    دغه ۱۲ ځایونه د کابل ښار ۲۵ ناحیو لپاره په دې توګه ټاکل شوي دي چې معلومات یې کابل ښاروالۍ له بي‌بي‌سي سره شریک کړي دي.

  • د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي

    د سپین بولدک دروازه به د را روان اختر څلور ورځې تړلې وي

    د اسلامي امارت  د سرحدي پولیسو ریاست وايي، د را روان لوی اختر لومړۍ دوه ورځې به د سپین بولدک دروازه به د مسافرو پر مخ تړلی وي.

    یاد ریاست زیاته کړې، چې دا دروازه به له دویمې ورځې وروسته د ورځې له ۱۲ بجو تر ۳ بجو مسافرو ته پرانېستل شي.

    چارواکو زیاته کړې چې د سپین بولدک دروازه به د اختر له لومړۍ تر څلورمې ورځې پورې د بار وړنکو، خالي او ټرانزیټ موټرو پر مخ تړلې وي.

    چارواکو نه دي ویلي، چې د کومو دلایلو له امله سپین بولدک دروازه د اختر تر څلورمې تړلې ساتي.

    دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د سرحدي پولیسو ریاست وايي، چې په هلمند کې پاکستان سره د بهرامچې دروازه د دواړو لوریو له نښتې وروسته پرانېستل شوې ده.

  • روسیې د اسلامي امارت سفیر ومانه.

    روسیې د اسلامي امارت سفیر ومانه.

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې، په مسکو کې د امارت د سفیر د منلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا خبره وکړه.

    تر دې مخکې مسکو کې د امارت استازی د سرپرست یا شارژدافیر په کچه و.

    روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې کابل کې سفارت بند نه کړ.

    د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې، مولوي ګل حسن د مسکو لپاره د اسلامي امارت د سفیر په توګه معرفي شوی دی.

    د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی تر ډیپلوماټیکو راشو – درشو محدود نه دی. اسلامي امارت وړاندیز کړی چې له روسیې سره سوداګرۍ کې د روسیې او افغانستان پولي واحد یعني روبل او افغانۍ د ډالر پر ځای وکارول شي.

    د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنۍ سوداګري نږدې درې سوه میلیونه ډالره ده.

    دا شمېر د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان له سوداګرۍ په څو برابره کم دی، خو غزیزي ویلي، له روسیې به د نفتو محصولاتو واردات پام وړ زیات شي.

    پر روسیه د لوېدیځ له بندیزونو سربېره افغانستان له دغه هېواده تېل او ګاز واردوي او د روسیې د غنمو یو مهم مارکېټ دی.

    د مالي او بانکي چارو شنونکی ضیا شفايي چې د افغانستان بانکي سکتور کې د کار تجربه هم لري، پر دې باور دی چې روسیه ښايي له دغه وړاندیز سره هوکړه وکړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هغومره نه ده چې په افغانستان کې د ډالر کمښت جبران کړي او دا ډول کار ښايي د امریکا له غبرګون سره هم مخ شي.

    همداراز اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وروستیو کې د روسیې د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته سفر کې هم په یوه اقتصادي ناسته کې ګډون وکړ او د مسکو او کابل ترمنځ پنځه سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

    هغه دا هم وویل چې بېجینګ هم غواړي په سوداګرۍ کې پر ملي پیسو د راکړې ورکړې خبرې پیل کړي، د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري نږدې یو میلیارد ډالره ده.

    د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو تېره اوونۍ د دغه هېواد د مهمو امنیتي چارواکو ناسته کې وویل، وروسته له هغه چې د روسیې سترې محکمې د”منع شويو او ترهګرو ډلو” له نوملړه د طالبانو د ایستلو حکم ورکړ، اوس له کابل سره د همکاریو پراخه زمینه برابره شوې ده.

    په داسې حال چې اسلامي امارت له روسیې سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته پام ډېر کړی، خو روسیه لا هم له افغانستانه امنتي اندېښنې لري.

    د روسیې دفاع وزیر اندره بلوسوف ویلي چې له شلو ډېرې توندلارې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او شونې ده چې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

    هغه د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې د ټولیز امنیت تړون د دفاع وزیرانو غونډه کې زیاته کړه، “دا هره ډله له ۱۵ زرو ډېر وسلوال لري چې همسایه او تر هغه هاخوا هېوادونو ته یې احتمالي نفوذ د زیاتېدو په حال کې دی.”

    روسیې له داعش سره د مبارزې لپاره اسلامي امارت ته د مرستې وړاندیز کړی دی، خو د کابل او مسکو ترمنځ د نظامي همکارۍ څرنګوالی او څومروالی لا روښانه نه دی.

  • غزې په اړه توافق ته نږدی یو(دونالد ترمپ)

    غزې په اړه توافق ته نږدی یو(دونالد ترمپ)

    د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام وویل،باور لري چې د اسراییلو او حماس ترمنځ په غزه کې د اوربند تړون ډیر نږدې دی او ممکن ډیر ژر اعلان شي.

    امریکایي چارواکي په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند لپاره د “وړاندیز شوي تړون” په اړه د حماس رسمي ځواب ته انتظار باسي.

    په عین حال کې، حماس اعلان کړی چې دوی د فلسطیني ډلو او ډلو سره د اوربند وړاندیز په اړه مشوره کوي چې پدې وروستیو کې یې د منځګړو له لارې د ویتکاف څخه ترلاسه کړی دی.

    له بلې خوا، د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی چې اسراییل د نوي پلان سره موافقې ته لیواله دی، مګر حماس ډډه کوي. د دې ځنډ اصلي لامل د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ژمنتیا نشتوالی دی.

    د ورځپاڼې په وینا، لوړ پوړو اسراییلي چارواکو وویل: “اسرائیل دا پلان مني، مګر دا په هیڅ ډول ډاډه نه ده چې حماس به یې ومني.”

    د دې سرچینو په وینا، د دې یو دلیل په پلان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ژمنتیا نشتوالی دی، یوه مسله چې د حماس په مشرتابه کې “د بحث وړ” پاتې ده.

    تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۱۹ میاشتو څخه زیات دوام لرونکي جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

    د دوه میاشتني اوربند وروسته، اسراییل د مارچ په نیمایي کې په غزه کې خپل بریدونه بیا پیل کړل او د می په ۱۷مه یې خپل پوځي عملیات ګړندي کړل. اسراییل ویلي چې د برید هدف “د حماس له منځه وړل او د بندیانو خوشې کول” دي؛ هغه بندیان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په اسراییلو باندې د حماس د ناڅاپي برید په جریان کې نیول شوي وو، لاهم په غزه کې ساتل کیږي.

    د حماس سرچینو تیره اونۍ وویل چې غورځنګ د متحده ایالاتو په ملاتړ شوي تړون سره موافقه کړې ده. خو د حماس د سیاسي دفتر غړي، بسم نعیم، د پنجشنبې په ورځ وویل: “د اشغالګرو ځواب په اصل کې د اشغال تصویب او د وژنې او لوږې دوام معنی لري، او دا زموږ د خلکو هیڅ غوښتنې نه پوره کوي، په ځانګړې توګه د جګړې او لوږې بندول.”

    په هرصورت، هغه زیاته کړه: “د ډلې مشرتابه د بشپړ ملي مسؤلیت سره د دې وړاندیز ځواب په پام کې نیسي.”

    خو حماس ته نږدې یوې سرچینې AFP ته وویل چې “دا نوی وړاندیز د پخوانۍ وړاندیز څخه یو ګام شاته دی”، “چې پکې د دایمي اوربند لپاره د خبرو اترو لپاره د متحده ایالاتو ژمنه وه.”

    خبرو اترو ته نږدې دوو سرچینو هم تایید کړه چې د متحده ایالاتو په نوي وړاندیز کې د 60 ورځو اوربند شامل دی چې ممکن 70 ورځو ته وغځول شي. د پلان له مخې، حماس به 10 ژوندي بندیان او د 9 مړو بندیانو جسدونه خوشې کړي. په بدل کې، په لومړۍ اونۍ کې به فلسطیني بندیان خوشې شي، او په دویمه اونۍ کې به د ژوندیو او مړو بندیانو ورته شمیر سره ورته تبادله ترسره شي.

    د غزې تړانګه په بشري بحران کې ده، او سره له دې چې د اسراییلو له دوو میاشتو څخه زیاتې مودې بندیز وروسته د مرستو رسولو پیل شوی، سیمه لاهم د لوږې له سخت بحران سره مخ ده.

  • جرمني د افغانانو لپاره د پناه ورکولو شرایط سختوي

    جرمني د افغانانو لپاره د پناه ورکولو شرایط سختوي

    د جرمني د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دبرینت» یوه نوې طرحه د خپل هیواد کابینې ته وړاندې کړې چې له مخې یې د هغو کډوالو کورنۍ چې یوازې فرعي حمایت لري، نه شي کولی ژر له خپلو عزیزانو سره په جرمني کې یوځای شي.

    فرعي حمایت هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د رسمي پناه شرایط نه لري، خو که خپلو هېوادونو ته ستانه شي، له جدي خطر سره مخامخ کېږي — چې زیاتره پکې افغانان دي.

    د نوې طرحې له مخې، د دغو کډوالو کورنۍ یوازې له دوو کلونو وروسته او هغه هم د “ډېرو بیړنیو شرایطو” په صورت کې کولای شي جرمني ته ورشي. د جرمني حکومت غواړي له دې لارې دا پیغام ورکړي چې د دوی د مهاجرت سیاست بدل شوی او غواړي د هغو عواملو مخه ونیسي چې کډوال دې هېواد ته جذبوي. دا مهال تر ۳۵۱ زره زیات کسان په جرمني کې د فرعي حمایت تر چتر لاندې ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي.

    دا محدودیتونه د نورو مهاجرتي اصلاحاتو ترڅنګ پلان شوي دي. په نورو محدودیتونو کې د هغو مهاجرو لپاره چې ښه ادغام شوي، له درې کلونو وروسته د تابعیت اخیستو د امکان لغوه کول شامل دي.

    یاده طرحه د کلیسا، زرغون ګوند او د کډوالو د حقونو د مدافع سازمانونو له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې، دوی وايي دا ډول محدودیتونه پر کډوالو لا زیات فشار راوړي او د کورنیو د یوځای کېدو حق محدودوي.

    دا طرح به تر تصویب وروسته د جرمني پارلمان او فدرالي شورا ته وړاندې شي. حکومت هڅه کوي چې دا طرح د جولای تر ۱۱مې، د پارلمان تر دوبنیو رخصتیو مخکې تصویب کړي.

  • د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې سفیر ټاکي

    د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې سفیر ټاکي

    پاکستان پریکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر مقام د سفیر کچې ته لوړ کړي، ترڅو د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکي اړیکې پیاوړې شي.

    د نړیوالو قوانینو له مخې، شارژدافیر ته د سفیر په څېر ځانګړې حقوق او خوندیتوب ورکړل شوی دی، او عموماً په دې حقونو کې د شارژدافېر ټیم هم شاملېږی. خو د شارژدافیر مقام د سفیر په پرتله ټیټ وي او د رسمي ډیپلوماتیکو مراسمو په مهال د سفیر په څېر درناوی نه لري.

    پاکستان د اسلامي امارت  د واک ته رسیدو په لومړیو کې افغانستان ته سفیر واستاوه او ورپسې یې څو سفیران بدل رابدل کړل خو کله چې د طالبانو له حکومت سره یې د ټي ټي پي پر سر اړیکې خرابې شوې، کابل ته خپل سفیر شارژدافېر ونوماوه څو اسلامي امارت ته ته خپل خپګان وښيي.

    د جمعې په ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۱۹ مه، ما د پاکستان له پلاوي سره کابل ته یو ډېر ګټور سفر وکړ، چې له امله یې د پاکستان او افغانستان اړیکې مثبت لوري ته روانې شوې.»

    هغه زیاته کړه، د دې «مثبت پرمختګ» د دوام لپاره یې د پاکستان د حکومت له خوا په کابل کې د خپل دیپلوماتیک حضور د شارژدافیر له کچې څخه د سفیر کچې ته د لوړولو پرېکړه کړې ده.

    هغه په خپل پوسټ کې همداراز لیکلي: «زه ډاډه یم چې دا ګام به د ښو اړیکو د لا پیاوړتیا، د اقتصادي، امنیتي، ترهګرۍ ضد او سوداګرۍ په برخو کې د پاکستان او افغانستان د همکاریو د ژورتیا او د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتو تبادلو په برخه کې مرسته وکړي.»

    که څه هم ډار په افغانستان کې د سفیر کچې ته د خپل دیپلوماتیک حضور پرېکړه کابل ته له خپل سفر سره تړلې، خو دا موضوع په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان په غیر رسمي درې اړخیزه غونډه کې یاده شوه او د چین په منځګړتوب پرې فیصله وشوه.

  • کانادا،داروپایی اتحادیې له پوځي تړون سره یوځای کیږي

    کانادا،داروپایی اتحادیې له پوځي تړون سره یوځای کیږي

     

     د هر کاناډایي ډالر څخه چې په خپل هیواد کې په دفاع مصرف کیږي ۷۵ سینټه امریکا ته ځي،  چې  غیر عاقلانه  دی.

    د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي چې د هغه حکومت پلان لري چې هیواد یې د جولای تر لومړۍ نیټې پورې، د کاناډا د ملي ورځې پورې، د لویو اروپایي پوځي تړونونو غړی کړي، ترڅو د کاناډا امنیت پیاوړی کړي.

    د سه شنبې په ورځ د CBC کاناډا سره په خبرو کې، ښاغلي کارني وویل چې هغه هیله لري چې ډیر ژر به د هغه هیواد لپاره د Rearm EU 2030 پلان سره د یوځای کیدو لپاره اسناد لاسلیک کړي، کوم چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د اروپا نظامي لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالی غواړي، چې یو هدف یې په متحده ایالاتو باندې د براعظم نظامي او امنیتي انحصار کمول دي.

    په مرکه کې، ښاغلي کارني وویل چې د هر کاناډایي ډالر څخه چې په خپل هیواد کې په دفاع مصرف کیږي ۷۵ سینټه امریکا ته ځي، کوم چې هغه “غیر عقلمندانه” ګڼي. کاناډا د متحده ایالاتو سره ډیری نظامي او امنیتي تړونونه لري.

    د ښاغلي کارني څرګندونې د اوټاوا او واشنګټن ترمنځ د کړکیچونو په مینځ کې راځي، په کوم کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مکرر ډول د کاناډا د متحده ایالاتو سره د یوځای کولو لپاره د خپلې غوښتنې په اړه خبرې کړې دي.

    پرون، ښاغلي ټرمپ د کاناډا په پارلمان کې د بریتانیا د پاچا چارلس دریم په شتون کې وویل چې سپینې ماڼۍ د ښاغلي کارني ادارې سره د هغه د توغندیو دفاعي گنبد پلان سره د یوځای کیدو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.