دسته: خبر

  • ّپاسخ اسراییل به تعلیق کمک های نظامی امریکا

    پس از تصمیم تعلیق درامدن کمک های نظامی امریکا به اسراییل،نخست وزیر اینکشور میگوید باناخنهایی خود خواهیم جنگید.

    استقرار تانک‌ها و خودروهای نظامی اسرائیل در نزدیکی مرز با نوار غزه روز پنجشنبه (AFP)

     سفیر اسرائیل در سازمان ملل به رادیو «ماکان» اسرائیل گفت: «اظهارات (بایدن) بسیار ناامیدکننده است، زیرا از زبان رئیس‌جمهوری است که ما از ابتدای جنگ از او تشکر کرده‌ایم».
    بنیامین نتانیاهو، نخست‌وزیر اسرائیل نیز اظهارات بایدن را رد کرد و گفت که کشورش آماده است در صورت لزوم به تنهایی بایستد.
    وی افزود: «همان‌طور که قبلاً گفتم اگر مجبور باشیم با ناخن‌های خود می‌جنگیم … اما ما خیلی بیشتر از ناخن خود داریم پس با این قدرت معنوی و به یاری خدا با هم پیروز خواهیم شد».
    یوآو گالانت، وزیر دفاع اسرائیل نیز پیامی به «دشمنان و دوستان» ارسال کرد و در آن گفت که اسرائیل برای دستیابی به اهداف نظامی خود در نوار غزه آنچه لازم باشد انجام خواهد داد.
    قبل ازین رییس جمهور امریکا حوبایدن برای اولین بار اعلام کرده بود که سلاح‌هایی که اسرائیل از کشورش به دست آورده بود برای کشتن غیرنظامیان در نوار غزه استفاده شده است.
    وی اشاره کرد که دولت وی تصمیم گرفت تحویل انواع خاصی از بمب‌ها به اسرائیل را که آسیب جدی به غیرنظامیان وارد می‌کند، متوقف کند.
    مخالفن سیاسی بایدن نیز اورادر معرض فشارهای داخلی قرار داده و خواستار برکناری وی شدند.
    دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور سابق آمریکا، بایدن را به «جانبداری از تروریست‌ها» متهم کرد و گفت: «کاری که او در قبال اسرائیل انجام می‌دهد شرم‌آور است. اگر هر یهودی به جو بایدن رای دهد، باید از خودش خجالت بکشد».
    مایک جانسون، رئیس مجلس نمایندگان آمریکا، تعلیق ارسال تسلیحات به اسرائیل را سیاستی «فاجعه‌بار» و «مخرب» دانست و آن را «مستقیماً مغایر با خواست کنگره» دانست.
    دیروز واشینگتن بار دیگر با حمله به رفح مخالفت کرد. متیو میلر، سخنگوی وزارت خارجه آمریکا گفت: واشینگتن معتقد است که هرگونه عملیات نظامی بزرگ در رفح، موقعیت اسرائیل را در مذاکرات گروگان‌گیری با حماس تضعیف می‌کند.

  • کندهار ته دپاکستاني پوځ دپلاوي سفر

    کندهار ته دپاکستاني پوځ دپلاوي سفر

    دافغانستان او پاکستان ترمنځ ترسختو لفظي شخړو اوتورونو وروسته دپاکستاني پوڅ یو لوړرتبه پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

    دپاکستاني سرچینو په وینا د دغه هیواد دپوځ يو پلاوى د ثور په ٢٣مه، دافغانستان سویلي ولایت  کندهار ته سفر کوي.

    د پاکستاني سرچینو په وینا، د سرحدونو مديريت او د ټي ټي پي د سازمانونو د پراختيا په اړه اندېښنه به د خبرو اترو موضوع وي.

    ویل کیږي دغه سفر دافغانستان په موافقې ترسره کیږي او پاکستاني لوری د یادسفر ټول جزییات په رسمي توګه افغانستان ته سپارلي دي .

    پاکستان په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د ټی ټي پي دموجودیت او فعالیتونو تورونه پورې کړي دي حو په وروستیو میاشتو کې دغه تورونه لا پسې سخت شول .

    دی خوا ته دافغانستان حکومت یاد تورونه بې اساسه او بابیزه ګڼي دي .

    دافغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند تیره اونۍ د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې په سختو ټکو رد او وغندلې چې پر چینايی انجنیرانو دبرید په تړاو مطرح شوې وې.

  • نگرانی سازمان ملل از ازدیاد تلفات درافغانستان

    نگرانی سازمان ملل از ازدیاد تلفات درافغانستان

    ازدیادشمار تلفات ناشی از سیلاب ها،پای سازمان ملل متحد را به افغانستان کشید.

    ملل متحد می گوید که در حال هماهنگی با دولت طالبان برای کمک رسانیست.

    در حالی که بر اثر بارندگی‌ها و سیل‌های اخیر در افغانستان تلفات جان‌باختگان افزایش یافته است، آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد در بیانیه‌ای از تلفات سیل در افغانستان ابراز تاسف کرده ومیګوید  که در حال هماهنگی با دولتافغانستان برای ارائه کمک‌های اضطراری به سیل‌زدگان است.

    مقام‌های حکومت  افغانستان می‌گویند که بر اثر سیلاب در شمال بغلان، تخار، بدخشان و غرب هرات و غور، بیش از 200 تن جان خود را از دست داده و نزدیک به 250 تن دیگر زخمی شده‌اند.

    مقام های حکومت افغانستان تعداد جان باختګان سیلاب های اخبر در کشور را ۲۰۰ تن میګویند اما برخی از نهاد های بین المللی شمار تلفات را بیشتر ار۳۰۰ تن ګزارش داده اند.

    شاهادن عینی نیز شمار تلفات را بیشتر از ازقام ذکر رشده در ګزارشات خوانده ومیګویند که بیشتر از هزارباب منزل مسکونی در ولایات مختلف افغانستان ویران شده است.

     

  • 200کشته وزخمی در 4ولایت شمالی

    200کشته وزخمی در 4ولایت شمالی

     سیلاب های شدید در ولایات بغلان، بدخشان ،بغلان ،تخار و غور افغانستان تلفات سنگین وخسارات هنگفت مالی برجا گذاشته است.

    تصویر نشر شده در شبکه های اجتماعی نیز بیانگر انست که صد هامنزل مسکونی در اثر این سبلاب ها ویران ویا خسارهمند شده اند.

    مولوی سرکار قوماندان امنیه مرکز بغلان ومسوولان اداره مبارزه با حوادث طبیعی میگویندسیلاب های شدید ،مناطق شیخ جلال، قریه گاز، لقیام و گودانو سلام خیل در مرکز بغلان را اسیب فراوان سانیده و 60 غیرنظامی به شمول زنان و کودکان در آنجا جان باختند.

    از سویی هم مسوولان ریاست مدیریت حوادث طبیعی تخار می گویند که در اثر سیلاب های اخیر بیش از 20 تن در این ولایت جان باخته اند، صدها منزل مسکونی و صدها زمین زراعتی ویران شده و خسارات مالی و جانی زیادی وارد شده است. به مردم منطقه منتقل شده است

    منبع می گوید که این سیلاب ها در تخار چال، اشکمش، نمک آب و فرخار خسارات زیادی وارد کرده و ممکن است سطح تلفات و خسارات مالی افزایش یابد.

    ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی افغانستان در پیام ایکس گفت که به وزارت های پیشگیری از بلایای طبیعی، دفاع و داخله و مقامات محلی دستور داده شده است که به کمک سیل زدگان آمده و از همه امکانات استفاده کنند.

    امار دقیق تلفات و خسارات تاهنوز روشن نیست زیرا هر لحظه امکان بیشتر شدن ان وجود دارد.

    بارندگی های اخیر سبب سیلابهای مدحش در چندین ولایت کشور شده و بر مبنای ّیشگویی های جوی امکان بارش و سیلاب ها در روز های انده نیز وجود دارد.

  • بلوچستان کې د ۷پنجابیانو وژل کیدل

    بلوچستان کې د ۷پنجابیانو وژل کیدل

    په بلوچستان کې د پنجاب ایالت ۷ اوسېدونکي دوسلوالوپه ډزو کې وژل شوي دي.

    دپولیسو په په وینا دغه پیښه ،چې یو تن ټپي هم لري، د ګوادر په سربندر سیمه کې شوې ده.

    د پولیسو په وینا وژل شویو کسانو د سلماني کار کاوه او د پنجاب خانیوال سیمې اوسېدونکي وو.

    د ګوادر سیمې پولیسو مرکز مشر محسن بلوچ بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې د پېښې خبر تائید تر څنګ وویل، چې تېره شپه نژدې درې بجې نامعلومو کسانو په یوه استوګنځي کې پر دې کسانو ډزې کړې چې پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

    تر اوسه هیچا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

    د یادونې ده، چې له دې مخکې د اپریل میاشتې پر ۱۳مه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې نامعلومو کسانو په ډزو کې د پنجاب ایالت ۱۱ اوسېدونکي وژل شوي وو او پنځه نور ټپیان شوي وو.

  • (افغانستان انترنشنل)سره هرډول همکاري مردوده وګڼل شوه

    (افغانستان انترنشنل)سره هرډول همکاري مردوده وګڼل شوه

    شکایتونو او رسنیزو تخلفاتو ته د رسیدنې کمسیون په خپله پرونۍ غونډه کې دافغانستان انترنشنل شبکه تحریم کړې او یادې شبکې سره هر راز همکاري مردوده ګڼلې ده .

    یادکمسیون له خوا دافغانستان انترنشنل دتحریم دلایل داسې یاد شوي دي:

    رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالیسستانو او رسنوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو، ملي ګټو او انساني غوښتنو له مخې ټاکل کېږي او پامنیوی یې د رسنیو او ژورنالېستانو لپاره اړین وی.
    د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو سرغړاویو د ارزونې کمېسیون چې له سره یې فعالیت پیل کړی دی، د رسنیو مسلکي، حقوقي او اخلاقي موارد، رسنیز شکایتونه له نژدې او په خورا مسلکي ډول څاري او وخت پر وخت له رسنیو سره خپلې پرېکړې او سپارښتنې شریکوی.
    افغانستان انټرنیشنل راډیو او ټلوېزیون چې له هېواده بهر د هېواد د ننه لپاره خپرونې کوي، په لوی لاس ځینې مسلکي سرغړاوی او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي. د رسنیزو سرغړاویو د ارزونې کمېسیون په نوموړي رسنۍ شوي شکایتونه د ۱۴۰۳ هـ ل د غويي د نولسمې نېټې په جلسه کې وارزول چې ځینې یې له خپل ولس سره په دې ډول شریکوي.
    ۱- د وګړیو او حقوقي شخصیتونو د خصوصی حریم پامنیوی او ورته درناوی چې د اسلام مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانګړی ځای لري، د دې رسنۍ لخوا پرې په وار وار تېری کېږي.
    ۲- شخصیت وژنه چې له مسلکي پلوه په بشپړ ډول رسنیز جرم دی د افغانستان انټرنیشنل د خپرونو ورځنۍ چاره ده.
    ۳- له مسلکي پلوه د خبرونو کره والی او سموالی یوه مهمه چاره ده، خو نوموړی راډیو، ټلوېزیون دا مسلکي چاره د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.
    ۴- تحریف یا په معلوماتو کې ګوتوهنه چې یو مسلکي جرم دی، دا رسنۍ یې په خلاص مټ ترسره کوي.
    ۵- د رسنیو یوه ډېره مهمه دنده چې د ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتنه ده، افغانستان انټرنیشنل یې لا زیانمنوي.
    ۶- د افغانستان انټرنیشنل خپرونې د ټولنې د یووالي او سالمیت پر ځای په هېواد کې بېلابېلو قومی، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته لمن وهي.
    ۷- د افغانستان انټرنیشتل راډیو، ټلوېزیون د خپرونو محتوا او د وړاندې کوونکیو کړه وړه له افغانۍ ارزښتونو او دیني غوښتنو ښکاره سرغړاوی دی.
    ۸- د اطلاعاتو د ترلاسي لپاره له سرچینو سره معامله او ان کله کله د معلوماتو او کلپونو په بدل کې بډې ورکول یوه بشپړه اخلاقي او حقوقي تېروتنه ده، چې نوموړی ټلوېزیون یې ترسره کوي.
    ۹- په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالېزم له مهمو اصلونو څخه دی، چې نوموړی ټلوېزیون ان د مېلمنو په غوراوي کې هم دا مسلکي چاره تر پښو لاندې کوي، په خپلو خپرونو کې داسې کسان مېلمانه کوي چې د خپلو عقدو او شخصي تمایلاتو له مخې د اورېدونکو عامه افکار زیانمنوي.
    ۱۰- تر ټولو بده دا چې په هېواد کې د حاکم نظام او ټیکاو پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دوښمنانو تبره ته لاستی اچوي.
    دا او دېته ورته لسګونه موارد دی چي نوموړی رسنۍ ترې سرغړونه کوي.
    ټول شنونکې، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره به بحثونو کې له ګډون او هرډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې نوموړې رسنې ته د خپراوي د اسانتیاوو برابرول ممنوع دي.
    د افغانستان مؤمن ولس څخه هیله ده چې د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوزېزون سره د خپل ایمانی او ملي مسؤولیت له مخې مقاطعه وکړي.

  • اسراییل د ملکي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کاروي

    اسراییل د ملکي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کاروي

    دامریکې ولسمشر جوبایډن اعتراف کړی چې اسراییل د ملکي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کاروي
    امریکايي ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که اسرائیل پر رفح برید وکړي، نو دغه هېواد ته به د امریکا د وسلو د استولو مخه ونیسي.

    دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر پر غزې د اسرایلو د بریدونو په اړه داسې خبرې کوي چې غواړي پر تل ابیب فشار راوړي چې پر رفح د برید مخه ونیسي.

    اسراییلي چارواکو تر اوسه د بایډن د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو، چې په رفح کې به پوځي عملیات دوام ولري.

    اسراییلو د هوايي بریدونو سربیره خپل ځواکونه د فلسطین په رفح بندر کې ځای پر ځای کړي او دغې سیمې ته د بشري مرستو لاره یې تړلې ده.

    متحده ایالات د اسراییلو د وسلو لوی تولیدوونکی دی او دا پروسه یې وروسته له هغه ګړندۍ کړه چې حماس پر دغه هیواد برید وکړ او اسرایلو پر غزې بریدونه پیل کړل.

    په هرصورت، جو بایډن وویل چې د اسراییلو د دفاع لپاره کارول شوي وسلې لکه د اوسپنې ډوم ضد توغندیو سیسټم به دوام ومومي.

    تر دې مخکې امریکايي چارواکو تایید کړې وه، چې واشنګټن د ملکي وګړو د زیان د احتمالي خطر له امله د بمونو لېږدول بند کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د اسراييلو سفير دا اقدام “ډېر مايوسوونکی” وباله خو ويې ويل چې دا څرګنده ده چې امريکا به اسرائيلو ته د وسلو لېږل بند نه کړي.

  • ِِپررفح ښاربرید دټولو نړیوالو اصولو خلاف جنایت دی(اسلامي امارت)

     

    دافغانستان اسلامی امارت پر رفح باندی دصیهونیستي څواکونو دبمبارۍ په تړاو لاندې  خبرتیا خپره کړې ده:

    بسم ﷲالرحمن الرحیم

    د افغانستان اسلامي امارت د غزې په رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژيم  لخوا وحشيانه بمبارۍ په سختو ټکو غندي.

    رفح ښارګوټی چې د غزې په جنوب کې وروستی ښار دی او د تيرو شپږو مياشتو جګړو او بمباريو له کبله د غزې له شمال، مرکزي غزې او خان يونس څخه تر ۱.۴ ميلونه بي کوره شوي فلسطیني مسلمانان پکې په خورا بدو شرايطو کې مېشت شوي او په ویره کې ژوند کوي، اوس يو ځل بيا د صهیونیستي رژیم یرغلګرو ځواکونو د ټولو نړيوالو اصولو په خلاف په ستر جنايت لاس پورې کړی او  پخپلو بي رحمانه بمباريو يې بي ګناه فلسطيني مسلمانان هدف ګرځولي، د افغانستان اسلامي امارت دغه عمل جنګي جنايت او د فلسطيني مسلمانانو ټولوژنه بولي او یوځل بیا په اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي چې د دې ناورين مخه ونيسي او له هرې ممکنه لارې دي هڅه وکړي چې د غزې محاصره مسلمانانو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسیږي.

    له بده مرغه تر دې مهاله سيمه‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې صهيونيستي رژيم يو ځل بيا د حماس د سولې وړاندیز رد کړي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو وحشي بمبار او ځمکني اشغال ته ادامه ورکړي.

    د افغانستان اسلامي امارت

     

  • اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال ”له پاکستانه افغانستان ته اوړي(دفاع وزارت)

    اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال ”له پاکستانه افغانستان ته اوړي(دفاع وزارت)

    دافغانستان ملي دفاع وزارت وایی چې داعش له پاکستانه افغانستان ته اوړي او پاکستان باید د دی سلې ځواب ووایی .

    یاد وزارت  پاکستاني پوځ هغه ادعا ”بې مسوولیته او له واقعیته لېرې” بللې چې ویلي یې و، پاکستان کې د وروستیو “ترهګریزو فعالیتونو ریښه” له افغانستان سره تړلې ده.

    دملي دفاع وزارت وايي، ”پاکستان کې د ناامنیو پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول له موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه ده.”

    له دې مخکې د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال احمد شریف پر سې شنبه یوې خبري غونډې ته وینا کې وویل، پاکستان کې د نامنیو ریښه په افغانستان کې ده او په خبره یې دا د دوحې له لاسیک شوي تړونه د افغانستان د “موقت حکومت [د طالبانو حکومت] ښکاره سرغړونه” ده.

    احمد شریف دا ادعا هم وکړه چې په داسو سیمه کې پر چینايي انجینرانو په ځانمرګي برید کې د ښکېلو کسانو کړۍ هم له افغانستان سره تړاو لري “ترهګر او د هغوی تسهیلوونکي له افغانستانه کنټرولېدل، په داسې حال کې چې ځانمرګی هم افغان تبعه و.”

    د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې بیا د پاکستاني پوځ ادعا ”په کلکه رد شوې” او د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له لوري په یوه ایکس پیغام کې ویل شوي: ”د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چیني اتباعو وژل کیدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي چې په دواړو صورتونو کي یې مسئولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.”

    په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې حکومت چینايي چارواکو ته هم د دې موضوع په هکله ډاډ ورکړی ”او هغوی (چینايي چارواکي) هم په حقیقت پوه شوي دي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي.”

    د طالبانو دفاع وزارت په اعلامیه کې ادعا شوې، چې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال ”له پاکستانه افغانستان ته اوړي او د هغوی (پاکستان) خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پېښي له هغه هېواد څخه تنظیمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.

  • ایران دافغان کارګرانوداستخدام سزا لاسخته کړه

    ایران دافغان کارګرانوداستخدام سزا لاسخته کړه

    د ایران حکومت د بهرنیو اتباعو د کارموندنې عمومی ادارې له اسنادو پرته د بهرنیو کارګرانو په تیره بیا د افغانانو د استخدامولو جریمه لوړه کړې ده .

    د دغو کارګرانو د استخدام جریمه هره ورځ ۱.۲ میلیونه تومان ده.

    د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د بهرنیو اتباعو د استخدام جریمه د ورځې ۸۸۴۷۱۴ تومان وه.

    داسلامی جمهوریت مقاماتو په ځلونو په دغه هیواد کښې کارګرانو ته په بیلا بیلو سکتورونو کښې د افغانانو د کار کولو په هکله خبرداری ورکړی دی .

    دغه هېواد په ټول ایران کې د کاري اسنادو، موقتي کاري کارتونو او یا د کار له جواز پرته کارګرانو ته د کار پر اجازه بندیز لګولی دی.

    د وروستیو شمېرو له مخې تېر کال څه باندې دوه زره بهرني کارګران په البرز ولایت کې او نږدې ۲۰۰ کارګران په کرمانشاه ولایت کې وپېژندل شول.