دسته: خبر

  • یوه اونۍ کې دمخدره توکو۱۵۰فابریکې ویجاړې شوي دي

    یوه اونۍ کې دمخدره توکو۱۵۰فابریکې ویجاړې شوي دي

    دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایی په تیره یوه اونۍ کې دمخدره توکو دتولید ۱۵۰فبریکې یې له منځه وړي دي.

    دیاد وزارت دمعلوماتو له مخې، د نشه يي توکو پر توليد سربېره په دغو فابريکو کې د کيمياوي توکو د توليد په موخه کيمياوي مواد هم پروسس کېدل.

    دسرچینې په وینا له دې جملې څخه ۷ فابریکې په نیمروز ولایت کې، ۳۶ د نشه یي توکو فابریکې په فراه، ۳ فابریکې په هرات او ۹۷ فابریکې په غور ولایت کې له منځه وړل شوې دي.

    افغان حکومت په هیواد کې دمخدره توکو پر وړاندې دمیارزې لپاره خپل امکانان کمب ولي

    مولوي ذبيح الله مجاهد وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوى سرچينې محدودې دي او د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره د دوى محدودې سرچينې کارول کېږي.

    په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د نیول شویو نشه یي توکو له جملې څخه ډېری یې کیمیاوي نشه یي توکي دي چې په هېواد کې دننه تولیدېږي او د پلور لپاره بېلابېلو ښارونو ته قاچاق کېږي.

    وروسته له دی چې په افغانستان کې دشرابو دمخنیوي په برخه کې پراخ او اغیزمن اقدامات شوي دي ، دنورو کیمیاوي نشه ای توکو تولید او کارول زیات شوي دي .

     

     

  • ۲۰۰۰۰زروسیلاب ځپلوسره مو مرسته کړې ده (دخوړونړیوال سازمان)

    ۲۰۰۰۰زروسیلاب ځپلوسره مو مرسته کړې ده (دخوړونړیوال سازمان)

    د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې  له څه باندې ۲۰ زره سیلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.

    د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ، د جنورۍ په دریمه،  یو پیغام خپور کړ چې وايي سیلابونو په اغیزمنو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي. دغه سازمان ویلي چې دې مسلې د خوړو نړیوال پروګرام ته د خوړو رسول ستونزمن کړي دي. په پیغام کې راغلي دي: “تر اوسه مو نږدې شل زره هغو کسانو ته چې سیلاب ځپلي دي د خوراکي توکو مرسته کړې ده

    د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو اوونيو کې د بغلان، غور، تخار، فارياب، بدخشان، سمنګان، سرپل، هرات، بادغيس، لغمان، باميان، فراه، نورستان او کاپيسا ولايتونه د سېلابونو شاهد وو. له دې مخکې دپه افغانستان کې له طبیعی پیښو سره دمبارزی وزارت ویاند جانان صیاد په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې د ثور له ۲۰مې د غبرګولي تر لومړۍ نېټې پورې په هېواد کې سېلابونو ۲۹۴ کسان وژلي او ۲۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.

  • لغمان کې۶تنو ته مرګ ژوبله واوښته

    لغمان کې۶تنو ته مرګ ژوبله واوښته

    په لغمان کې د دوو قومونو ترمنځ وسله واله نښته کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي .

    په لغمان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ په وسله واله نښته کې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. دسر چینو په وینا دغه پېښه د چنګاښ په ۲مه، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د الیشنګ ولسوالۍ په “مسمت” سیمه کې رامنځته شوې ده.

    د دغې پېښې په قربانیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شخړه د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده.

    په همدې حال کې د لغمان د امنيې قوماندانۍ وياند يونس يوسفزى وايي، چې د دې پېښې په تړاو يې ٢٥ کسان نيولي دي.

    لغمان دافغانستان په ختیڅه سیمه کې داسی یو ولایت دی چې وخت ناوخت دڅمکې پرسر پکې شخړي او مرګ ژوبله رامنځته کیږي . تیر کال هم په ورته پیښ کې دریو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

  • دوحه کې د ګډون په اړه کابل کې سلامشورې

    دوحه کې د ګډون په اړه کابل کې سلامشورې

    د ریاست الوزراسیاسي مرستیال مولوي عبدلکبیرپه مشرۍ،کمیسیون د دوحې په غونډه کې د ګډون په اړه سلا مشورې وکړې

    لاتردی دمه د دغې مشورتي ناستې پایلې نه دي اعلان شوي خو داسی ښکاری چې افغان حکومت د دوحې په دریمه غونډه کې دیو لوړ رتبه پلاوي له لارې ګډون وکړي.

    تر دی واندی ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دوحې درېیمه غونډه به د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي. ددریاست الوزرا دفتر د پنجشنبې په ورځ د زمري په دریمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په سپېدار ماڼۍ کې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو او اړمنو هېوادوالو ته د بشري مرستو پر رسولو هم خبرې وشوې.

    . ملګرو ملتونو ویلي دي چې د دې غونډې هدف “له افغانستان سره په منظم او منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.” دغه سازمان په یوه بیان کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډی کارلو کابل ته د سفر په ترڅ کې  چارواکو ته په دوحه کې راتلونکې غونډې ته بلنه ورکړې ده. د افغانستان دریاست الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون د د «موقعیت» منلو ته مشروط بللی دی. عبدالکبیر دا اونۍ اغلې ډی کارلو ته وویل چې افغانستان د حکومت په بشپړ کنټرول کې دی او دا هېواد “یو امیر لري او د هغه اطاعت کیږي.” د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل به ښايي د راتلونکې غونډې یو له مهمو بحثونو څخه وي، 

  • دناروی پروړاندی داسراییل غبرګون

    دناروی پروړاندی داسراییل غبرګون

    اسراییل د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو په اړه د ایرلنډ او ناروې د پرېکړې په غبرګون کې له دغو دوو هېوادونو څخه خپل سفیران  راوبلل.

    د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې که اسپانيا فلسطين په رسميت وپېژني، نو د اسراييلو سفير به  ور وغوښتل شي.

    د ناروې حکومت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې هیواد یې غواړي فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

    په ورته وخت کې د آیرلنډ دولتي ټلویزیون راپور ورکړ چې د ایرلنډ او هسپانیې مشران به ورته یوه اعلامیه خپره کړي.

    د بهرنیو چارو وزیر ناویري وویل چې د نیوري او ځینو اروپايي هیوادونو لخوا د فلسطین رسمي رسمیت به په شپږو ورځو کې ترسره شي.

    د ناروې لومړي وزیر جوناس ګار سټور وویل، د دوه دولتونو حل لاره د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره یوازینۍ مناسبه سیاسي حل لاره ده.

    په بیان کې ټینګار شوی: “موږ باور لرو چې د دوه دولتونو حل د اسراییلو په ګټه دی.”

    د هسپانیا د حکومت یوه چارواکي اعلان وکړ چې لومړی وزیر پیډرو سانچیز پلان لري چې د چهارشنبې په ورځ د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپیژني.

     

  • افغان حکومت په رسمِي بڼه دوحې ته وبلل شو

    افغان حکومت په رسمِي بڼه دوحې ته وبلل شو

     

    کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال روسماري ډي کارلو د سفر په پای کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې په درېیمه ناسته کې له طالبانو څخه په رسمي ډول د ګډون غوښتنه کړې ده.

    د ملګرو ملتونوپه رسمي خبرپاڼه کې ویل شوی دي چې د درېیمې ناستې موخه له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو د لا همغږي، همغږي او رغنده توب زیاتول دي.

    دیادې خبرتیا پربنسټ تمه ده چې دغه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.

    د سیاسي چارو او سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روسماري ډی کارلو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له بېلابېلو خواوو سره دافغانستان پر روان وضعیت باندی خبرې کړي دي.

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې Rosamari DiCarlo کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر له مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی، پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

    دریاست الوزرامرستیال مولوي کبیر په دوحه کې د افغانستان  د نه حاضریدو له امله تېر کنفرانس نیمګړی وباله او ټینګار یې وکړ چې دا ځل باید د دوی شرطونه ومنل شي، څو له افغانستان څخه هم یو پلاوی په دغه ناسته کې ګډون وکړي. .

    د دوحېلومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې وه او دویمه ناسته  د روان کال په فبرورۍ کې شوې وه.

    ملګرو ملتونو په دوحه کې تېرې ناستې رغنده وبللې او ویې ویل، چې د هر اړخیزې حکومتولۍ، بشري حقونو ته د درناوي، ښوونې او روزنې او د افغان ښځو او نجونو د کار په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ګډون کوونکو هېوادونو نظرونه ګډ او مثبت وو.

  • مراسم خاکسپاری ابراهیم رییسی

    مراسم خاکسپاری ابراهیم رییسی

    مراسم خاکسپاری ابراهیم ریسی و همراناهش  برگزارشد

    جسدابراهی رییسی رییس جمهور ،حسین امیر عبدالهیان وزیر امور خارجه وچهارتن دیگر از ماموران بلند رتبه ایران  به خاک سپرده شد.

    رهبر مذهبی ایران ایت الله خامنه ای نماز جنازه انها را در میان جمع کثیری از مردم و رهبران سیاسی ایران اداکرد وحین ادای نماز ودعا چند بار اشک ریخت.

    قرار است محمد مخبر، کفیل ریاست جمهوری و علی باقری کنی، سرپرست وزارت خارجه ایران، عصر چهارشنبه میزبان مراسم سوگواری با حضور هیئت‌های خارجی باشند.

    برمبنای گزارشات حدود ۴۰ هیئت خارجی در این مراسم حاضر خواهند بود و چند نفر از سران کشورها هم به ایران سفر می‌کنند.

    اسماعیل هنیه، از رهبران جنبش حماس، یکی از عمده‌ترین مقام‌های خارجی بود که صبح چهارشنبه در مراسم تشییع ابراهیم رئیسی و دیگر کشته‌شدگان سانحه سقوط هلیکوپتر دیده شد

  • پرچاه بهار بندر به ډیر ترکیزوکړو(دهندلومړی وزیر)

    پرچاه بهار بندر به ډیر ترکیزوکړو(دهندلومړی وزیر)

    ډيلي به هڅه وکړي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي

    دهندوستان هیواد لومړي وزیر نریندرا مودي ددی خبرې تر څنګ ویلي دي چې دچاه بهار له لارې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې زیتول غواړي.

    ښاغلي مودي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې له ایران سره د چابهار بندر د عملي کولو لپاره د ۱۰ کلن تړون لاسلیکول یو مهم ګامبللی واویلي دی، چې ډیلي به افغانستان او د منځنۍ اسیا سیمې سره د نښلولو لپاره کار وکړي.

    د چابهار بندر پراخول د ایران، هند او افغانستان تر منځ یوه له درې اړخیزو پروژو څخه ده، چې تړون یې په ۲۰۱۶ کال کې د نرېندرا مودي، حسن روحاني او محمد اشرف غني تر منځ په تهران کې لاسلیک شو.

    د تړون یو مهم هدف د ایران له لارې د افغانستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه له نړۍوالو اوبو په ځانګړې توګه له هند سره نښلول وو.

    له دې قرارداد وروسته د دغه بندر عملیاتي مسوولیت یوې هندي کمپنۍ پر غاړه واخیست. په دې موده کې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو لویه برخه له همدې لارې شوې ده.

    پر افغان سوداګرو د پاکستان له سختو بندیزونو وروسته یو شمېر سوداګر د کراچۍ بندر پر ځای چابهار بندر ته لومړیتوب ورکوي

  • دابراهیم رییسی دجنازې مراسم پیل شوي دي

    دابراهیم رییسی دجنازې مراسم پیل شوي دي

    دایران پخواني ولسمشر  ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم په تبریز کې پیل شوي دي .

    د ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو چورلکه په ختیځ اذربایجان کې د یکشنبې په ماسپښین (مې ۳۰)دهوايي پیښې ښکار شوه.

    له۱۸ساعته پلټنو وروسته دوشنبې په سهار (مۍ ۳۱) کله چې چورلکه وموندل شوه، د ښاغلي رئیسي او نورو مسافرو د مړینې خبر په رسمي ډول اعلان شو.

    په دې پېښه کې پر ولسمشر ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان سربېره، د جمعه تبریز ښار امام محمد علي الحاشم، د ختیځ اذربایجان والي ملک رحمتي او د ولسمشرۍ د ساتنې د قطعې قوماندان مهدي موسوي هم وژل شوي دي.

    په ایران کې پنځه ورځنی ماتم اعلان شوی او نن چهارشنبه په تهران کې د ابراهیم رئیسي د جنازې د مراسمو په مناسبت رسمي رخصتي اعلان شوې ده.

  • د جام  منار د  سېلابونوله امله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی

    د جام منار د سېلابونوله امله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دی

    په غور کې عینی شاهدان وایی  وروستیو سیلابونو د جام ۸۰۰ کلن منار د نړېدو له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

    د دغه تاريخي منار شاوخوا سيمې دسختو سیلابونو له امه چې دپرله پسې بارانونو په وته راوتلي دي په بشپړه توګه تر اوبو لاندې شوی دي.

    که څه هم چې خپاره شوي انځورونه یوازي د دی منار داحاطې یوالونه ښیي چې تر اوبو لاندي دي خو دځینو شاهدانو په وینا داوبو کچه د دغه ۶۴ متره منار تر لس مترۍ پورې رسیدلې ده.‌

    وروستیو سیلابونو دافغانستان په څو ولایتونو کې درانه انسانی تلفات و زیانونه رامنځته کړي دي .

    ځینو اعلان شویو شمیر له مخې تر ۲۰۰۰۰ زیات افغانان د یادرو سیلابونو په وجه بې کوره شوي دي .

    یوازی دبغلان په ویلات کې د پنځو زیات کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوی دي .