دسته: خبر

  • منظور پښتون اوتحریک انصاف له پوځي عملیاتو سره مخالف وښود

    PK

    تحریک انصاف ګوند پر قبایلي سیمو پوځي عملیات دپاکستان دقوانینو پرخلاف  او منظور پښتون دډالرو دګټلو یوه هڅه بولي.

    وروسته تر هغې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو پلان منظور کړ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو  ملي اسمبلۍ مخې ته راټول  او پر حکومت یې نېوکې وکړي چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.

    د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې.

    دوی وایي  په وینا د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو نه دي.

    بلې خواته دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات د ډالرو د ترلاسه کولو او پښتنو د بربادولو یوه هڅه بللې ده.

    منظور پښتون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې پښتانه تل مجبوره شوي دي چې یا خپل وطن پریږدي او نورو ملکومو ته د کار او روزۍ يبدا کولولپلاره لاړشي او یا هم دلږو پیسو په بدل کې مزدوري وکړي تر څو واکداري دوی ته پاتې شي .

    خو د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو ښکېلو ادارو او اړخونو د رایو په اتفاق لومړي وزیر د ترهګرۍ ا و سخت دریځۍ پرضد د نویو عملیاتو پیل منظور کړی.

    د ملي عمل پلان غونډه کې د پوځ د مشرانو ترڅنګ، د فدرالي کابینې غړو، د ایالتونو اعلی وزیرانو او نورو اړوندو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

    دې عملیاتو ته د ‘عزم استحکام’ یا د ”ثبات هوډ” نوم ورکړل شوی. د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي د ملي عمل پلان په غونډه کې د دې ملي پلان په اړه د شته نیمګړتیاوو په اړه خبرې وشوې.

    د ملي عمل پلان په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له خونړي برید وروسته جوړ شو او موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه.

  • کرېکټ نړیوال جام: افغانستان دنړۍ اتله لوبډله ماته کړه

    کرېکټ نړیوال جام: افغانستان دنړۍ اتله لوبډله ماته کړه

    ((دا د یوې لوبډلې او د یو ملت په توګه زموږ لپاره ستره بریا ده، په نړیوال جام کې اتلانو ته ماتې ورکول یو ښه احساس دی ))

    دا دافغانستان دملي لوبډلې مشر راشد خان دهغې وینا یوه برخه ده چې نن سهار یې آسترلیا ته تر ماتې ورکولو وروسته په خبري غونډه کې وکړه.

    په ننۍ لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د۶ لوبغاړو په سوځیدو، سیال ټیم ته د ۱۴۹ منډوهدف وټاکه .

    رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدران دلوبې تر ۱۵ اوورپورې ودریدل او د۱۱۸ منډو ملګرتیا یې وکړه خو تر هغوی وروسته بیا کوم لوبغاړی د ډيرو منډو په جوړولو بریالی نه شو .

     

    په ځواب کې د استرلیا ټیم ټول لوبغاړي دلوبې په ۲۰ اوور کې د ۱۲۷ منډوپه جوړولو ، له لوبې بهرشول .دافغانستان له اړخه ګلبدین نایت ۴،نوین الحق۳،محمد نبی ،راشد خان او عمرزي یو یو لوبغاړي یې وسوځول.

    داسترلیا لوبډلې له وتلي لوبغاړي مکسیول پرته  نور لوبغاړي ښه  ونه ځلیدل او دافغان توپ اچونکو له لورې ډیر ښه قابو شول.

    افغان لوبډله،سیمي فاینل ته د وتلو لپاره ،بنګله دیش سره یوه بله لوبه په مخ کې لري خو استرلیا باید د هندوستان لوبدلې ته ماته ورکړی تر څو سیمي فاینل ته لاره ومومي.

  • دافغانستان وضعیت په تړاو ګډ تحلیلي لارښود خپور شو

    دافغانستان وضعیت په تړاو ګډ تحلیلي لارښود خپور شو

    د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د افغانستان وضعیت په اړه تازه ګډ تحلیلي لارښود خپور کړی دی.

    دغه لارښود چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو لخوا په متفقه توګه تایید شوی، په‌کې ویل شوي چې افغان میرمنې ، نجونې او نورې زیان منونکې ډلې په افغانستان کې د ځورونې له خطر سره مخ دي.

    د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه کې مالوماتي منابع او د دې ټولنې غړیو هېوادونو ویلي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه نقض شوي او دغه برخه د ځورونو له خطر سره مخ ده.

    د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره : ((داروپايي ټولنې ۲۷غړیو هېوادونو دا تائید کړه چې په افغانستان کې ښځې، نجونې او نور د تاوتریخوالي سره مخ ډلې د ځورونو له خطر سره مخ دي. د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه  کې مالوماتي منابعو او ددې ټولنې غړیو هېوادونو د مالوماتو په بنسټ په افغانستان کې واکمنو چارواکو د ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادي منع کړې او دغه برخه د ځورونو له خطر سره لاهم پر خپل ځای پاتې ده.))

    همدا راز په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴  کال موندنو ښودلې چې له بهرنیو ځواکونو سره د افغان کارکوونکو، د دولت ضد ډلو او د قومي او مذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو ترڅنګ مهمه اړتیا بللې ده.

    د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره : ((د ۲۰۲۴ کال موندنې تائیدوي چې له طالبانو څخه د پخواني حکومت چارواکو، له بهرنیو ځواکونو سره افغان کارکوونکو، د طالبانو ضد ډلو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو قومي اومذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو تر څنګ مهمه اړتیا ده. ))

    د اسلامي امارت ویاند بیا وایي چې د دې راپور ټولې برخې دبهرنیو چارو وزارت څېړي او خپل نظر به پخپل وخت سره شریک کړي.

    خو په ټوله کې باورونه دا دي چې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه هغه ننګونې دي چې ډېری کورنۍ د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

    دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د ښځو کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو بر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي؛ څو د نړۍوالو له لوري پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو ته بهانه پاتې نه‌شي.

    د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې سربېره له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو په هېواد کې د ښځو پر کار او او له شپږم ټولګي پورته په زده کړو بندیزونو ته اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت یې په ځلونو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

    خو اسلامي امارت بیا له دې وړاندې په ځلونو ویلي چې د اسلامي او شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه تامین دي او د نجونو زده‌کړو لپاره په ځانګړي پلان کار کوي.

  • سرپرست حکومت په دوحې ناسته کې ګډوڼ تائید کړ

    سرپرست حکومت په دوحې ناسته کې ګډوڼ تائید کړ

    User Rating: Be the first one !

    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دافغانستان په تړاو ددوحې درېیمه ناسته مهمه بللې او ویلي یې دي چې په دغه کنفرانس کې د ګډون پرېکړه د ناستې د اجنډا له بشپړې ارزونې وروسته شوې ده.
    اسلامي امارت له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په راروانه درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازي د ګډوڼ خبر ورکوي.
    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دغه پرېکړه یې د ناستې د اجنډا له بشپړې څېړلو وروسته کړي؛ خو وايي تر دې دمه د ګډون کوونکي تشکلیل په تړاو پرېکړه نه ده نهايي شوې.
    نوموړي د یادې ناستې اجنډا مهمه بللې چې په خبره یې پکې به د افغانستان د روان سیاسي اقتصادي او بشري وضعیت او لاسته راوړنو په تړاو بحث وشي.
    شنونکي د دوحې راروانه ناسته مهم بولي او د افغانستان د موجوده سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو ته د حللارې د موندنې لپاره یو ښه فرصت بولي.
    د نظر خاوندان وايي، له نړۍوالې ټولنې سره پر یوه میز پر شته ستونزو او ننګونو بحث کولای شي دواړه خواوې د روانو مسائلو په اړه واحد دریځ ته راوبولي.
    دغه شنونکي وايي ورته ناستې کولای شي له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د رسمي تعامل مزل رالنډ، لګېدلي محدودیتونه راکم او په پای کې رسمیت پېژندنې ته لار هواره کړي.
    باور دا دی چې اوسنیو شرایطو ته په کتو اسلامي امارت ته پکار ده چې د دې ناستې په څېر هېڅ داسې فرصت له لاسه ورنه کړي چې له نړۍ سره د مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره ګټور تمامېدلی شي.
    دوحه پوره دوه اونۍ وروسته داسې مهال د افغانستان په تړاو د درېیمې ناستې کوربه دی چې له دې وړاندې هم دوه نورې ورته ناستې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره شوي چې افغان حکومت پکې ګډون نه درلود او د ماناداره ګډون غوښتنه یې کړې وه.
    ټاکل شوې دغه دوه ورځنۍ ناسته د روانې جون میاشتې په دېرشمه پیل او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترېش ترڅنګ به د ګڼو هېوادونو او نړیوال سازمانونو مشران پکې حضور ولري.

  • اختریزو پیغامونو کې پر یووالي ټینګار شوی

    اختریزو پیغامونو کې پر یووالي ټینګار شوی

    User Rating: Be the first one !

    رئيس الوزرا ، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله په خپلو پيغامونو کې د هېواد ابادي، دایمي ثبات او پرمختګ لپاره یووالی مهم بللی دی.
    حامد کرزي پر حکومت غږ کړی چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.
    د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو او پخوانيو سیاسیونو د لوی اختر په مناسبت اختریزو پیغامونو کې پر افغانانو د یووالي، نظام ملاتړ او د زده کړو پر اهمیت او اړتیا ټینګار کړی دی.
    پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په خپل اختریز پيغام کې چې په خواله رسنیو یې خپور کړی افغانانو ته یې داختر مبارکي ویلې او پر حکومت یې غږ کړی چې د هیواد د ا بادۍ او فلاح لپاره دې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.
    حامد کرزي ویلي، (( که چېرې غواړو چې هېواد او خلک مو د پردو له احتياجه خلاص شي او د خپلو بچیانو پر مټ د بريا او پرمختګ لوړو درجو ته ورسېږي نو لازمي ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بچیانو (نجونو او هلکانو) ته د زدکړې او تعلیم زمينه برابره کړو. بيا هم پر اسلامي سرپرست حکومت ږغ کوم چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.))
    دغه راز د تیر حکومت اجرایه رئيس او د پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله په خپل اختریز پيغام کې ویلي چې سږکال لوی اختر په داسې مهال راځي چې فقر، بیکارۍ او طبیعي پېښو موږ هېوادوال په شدید ډول اغېزمن کړي او ډېر شمېر هېوادوال له اقتصادي ننګونو سره لاس و ګریوان دي.
    د پخلاینې عالي شورا پخوني مشر داکټر عبدالله عبدالله اختریز پيغام کې ویلي، ((زموږ د هېواد ابادي او پرمختګ زموږ په یووالي، ګډ کار، د ټولو لپاره د زدکړو او کار د مشروع حق په تامین کې نغښتی دی. د افغانستان خلک باید په ځيرتیا سره د ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع ته په احترام کولو او د ټولو لپاره د سوله ییز ژوند د زمینې په برابرولو سره، همغږي او یو موټی شي.))
    ددې سربیره ګڼ شمیر اوسنیو چارواکو په خپلو اختریزو پيغامونو کې د نظام ملاتړ باندې ټینګار کړی او ولس ته یې ډاډ ورکړی چې د اختر شپې ورځې دې په ډاډمنه امنیتي فضا کې ولمانځي.
    رئيس الوزرا محمد حسن اخند په خپل اختریز پيغام کې پر مسوولینو غږ کړی چې مسوولیتونه په سمه ادا او د خلکو خدمت وکړي.
    د سرپرست حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند اختریز پيغام کې داسې ویليذ ((په امارتي مسؤلینو غږ کوم چې د ولس خدمت ته په پوره اخلاص او لوړ همت سره ودریږي. په هره برخه کې باید د هیوادوالو د هوساینې او پرمختګ لپاره اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې هیڅ نوع سستي یا غفلت و نه کړي.))
    سبا دوشنبه په هیواد کې د لوی اختر اوله ورځ ده.
    امنیتي مسوولینو په ټول هیواد کې د لوی اختر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي او افغانانو ته ډاډ ورکوي چې پرته له اندېښنې او ویرې دې د اختر شپې ورځې په خوښۍ ولمانځي.

  • اوربند لپاره د ولایمیر پوتین تازه شرطونه

    اوربند لپاره د ولایمیر پوتین تازه شرطونه

    د روسیې ولسمشر ولاییر پوتین وایی، که اوکراین له څلورو سیمو خپل ځواکونه وباسي، مسکو به د اوربند امر وکړي او خبرو اترو ته به داخل شي.

    ولادیمیر پوتین وړاندې شوي شرایط “ډېر ساده” وبلل او ویې ویل چې کیف باید خپل ځواکونه د اوکراین په ختیځ او سویل کې د دونیتسک، لوهانسک، خرسون او زاپوریزیا له سیمو څخه وباسي.

    د روسیې ولسمشر ویلي، که اوکراین په رسمي ډول له ناټو سره د یوځای کېدو پلان لغوه کړي او له دې نورو شرطونو سره موافقه وکړي، د اوربند حکم به سمدستي عملي شي او خبرې به پیل شي.

    ښاغلي پوتین ټینګار وکړ چې دا حکم به “سمدستي” پلي شي او د اوکرایني ځواکونو بې پرې او خوندي وتل به تضمین شي.

    د جګړې په دریم کال کې، روسیې د اوکراین نږدې یو پر پنځمه برخه خاوره کنټرول کړه. اوکراین وايي، سوله به یوازې د روسیې د ځواکونو د بشپړ وتلو او د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په بیا رغونه کې وي.

    داجچې دولایمیر پوتین تازه شرطونه په جګړه کې د روسیې برلاسي ښيی او که کمزوري؟ د ډیرو کار پوهانو نظریات یې ځانته راګرځولي دي .

    ډیری کار پوهان پّ دی ند دي چې روسیه او پتین نور له جګړې ستړي دي او په یوه  نه یوه توګه ورته د حل لارې په لټه کې دی

  • نړیوال جام کې دافغانستان دریمه او مهمه بریا

    نړیوال جام کې دافغانستان دریمه او مهمه بریا

    افغانستان پی ـ ان ـ جې ته په ماتې ورکولو، کوارتر فاینل ته لاره ومونده

    د افغانستان په نننۍ بریا کې د محمد نبي او ګلبدین نائب ملګرتیا مهم رول درلود.

    افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اوریز نړیوال جام ګروپ سیالیو په لړ کې نن سهار وختي  پاپوا نیو ګیني (پي این جي) کرېکټ لوبډلې ته د ۷ ویکیټو په توپیر ماتې ورکړه او کوارترفاینل ته ووته

    لوبه سهار دافغانستان پر مهال ۵بجې او ۳۰ دقیقې پیل شوه چې  پی  ان جي لوبډلې د ۱۹ اعشاریه پنځه اوورونو تر پایه پورې ۹۵ منډې و کړې، ټولې وېکټې یې له لاسه ورکړې او افغانستان ته یې د ۹۶ منډو هدف وټاکه.

    خو افغان لوبدلې بیا یوازې د ۳ ویکیټو په سوځیدو،ټاکل شوی هدف د ۱۶ اوور په پیل کې ترلاسه کړ.

    ګلبدین نایب ۴۹ منډې وکړې او ناسوځیدلی پاتی شو.فضل حق فاروقي د نن لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. نوموړي ۱۶ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

    دافغانستان توپوهنه ښه پیل نه شوه او ابراهیم ځدراڼ له هېڅ منډې پرته لومړی افغان لوبغاړی و، چې د لوبې په دویم اوور کې یې وېکټه له لاسه ورکړه. په درېیم اوور کې رحمان الله ګوربز د ۱۱ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د لوبې په نهم اوور کې عظمت الله عمرزي د ۱۳منډو له جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه. خو له دې وروسته تجربه کارو افغان لوبغاړو محمد نبي او ګلبدین نائب خورا ښه ملګرتیا وکړه او تر بریا پورې دواړه ناسوځېدلي پاتې شول.

    دافغانستان راتلونکې لوبه له ویست اندیز ملي لوبډلې سره ده خو دواړه لوبډلې وار د مخه دکوارتر فاینل پړاو ته ختلي دي.

  • داریانانیوز دسیاسِي خپرونو مسوول په کابل کې دول شوی دی

    داریانانیوز دسیاسِي خپرونو مسوول دناڅرګندو وسلوالو له خوا دبول شوی دی.

     

    د اریانا نیوز تلویزون د سیاسي او خبري خپرونو کوربه عبدالعزیز سخي زاده د دوو کسانو له خوا چې ځانونه یې دامنیتي ځوکونو غړي معرفي کړي دي،دبول شوی دی.

    عزیز سخی زاده په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې دوو کسانو چې ځانونه يې د امنیتي ځواکونو غړي معرفي لومړی تهدید او بیا ووهل شوم او بیا یې رانه پیسې غوښتلې خو دسیمې دخلکو په مداخلې بیرته لاړل.

    دسخي زاده په وینا له یادو دوو تنو څخه یو یې دځایی خلکو له خوا پیژندل شوی دی  چې ويل کېږي د ګذر د يوه وکيل زوى دى، خو د بل کس هويت لا هم نه دى معلوم.

    دی مسلې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو ټولونو غبرګونونه یې هم راپارولي دي

    د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون رییس محمد بشیر هاتف وايي: دا پېښه په افغانستان کې د ټولو خبریالانو او رسنیو لپاره د اندېښنې وړ ده، نه یوازې د خبریالانو بلکې دټولنې د هر بې دفاع غړي پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند او وهل دبول،  له قانون څخه سرغړونه او جرم دی ،دافغانستان دخبریالانو او رسنیو فدراسیون دکورنیو چارو له وزارت څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د دې قضیې عاملین ونیسي او رسنیو او د افغانستان خلکو ته د خپلو اجرااتو له پایلو ډاډ ورکړي.

  • په تهران کې د۱۰۰۰ په شا او خواکې مړي موندل شوي دي

    په تهران کې د۱۰۰۰ په شا او خواکې مړي موندل شوي دي

    په ۱۴۰۲ کال کې په تهران کې ۹۴۲ ناپېژانده جسدونه موندل شوي چې ۸۳ جسدونه یې د افغانانو دي.

    د ۸۳ افغانانو تر څنګ یو جسد د بنګله دېش او بل جسد د پاکستان تبعه دی. پاتې نور مړي د ایراني اتباعو دي.
    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د مړو ۶۴ سلنه نارینه او ۳۶ سلنه یې ښځې دي.

    همدارنګه، د ناپېژندل شویو مړو ۴۰سلنه داسې ځوانان دي چې د 45 کلونو څخه کم عمرونه لري.
    تردی دمه د یادو جسدونو په اړه تفصیلات نه دي خپاره شوي او نه هم  د مړینې دلایل یې ویل شوي دي.

  • دملګرو ملتونو پر یو ښوونځي داسراییلو بریدپه لس هاوو مرګ ژوبله

    دملګرو ملتونو پر یو ښوونځي داسراییلو بریدپه لس هاوو مرګ ژوبله

    اسراییلو د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د ملګرو ملتونو د یوه ښوونځي ودانۍ په نښه کړه، چې د اسراییلو پوځ وايي د حماس د افراطي ډلې مرکز و. په غزه کې روغتیايي چارواکو اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ (جون ۱۷) د غزې تړانګې په مرکز کې پر یوه پناه ځای باندې د اسرائیلي پوځ په برید کې د ۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي دي. دغه سرپناه، چې د غزې په مرکزي برخه کې د ناصرات په کمپ کې موقعیت لري، چې یو ښوونځی و، د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې UNRWA لخوا اداره کیږي. په ټوله غزه کې د UNRWA تر څارنې لاندې ښوونځي په تیرو اتو میاشتو کې د جګړې له پیل راهیسې د غزې د 2.3 ملیون خلکو اکثریت لپاره پناه ځایونه دي. روغتون چارواکو اعلان وکړ چې په دغه ښوونځي کې د وژل شویو کسانو پر جسدونو سربېره د شپږو نورو کسانو جسدونه چې پر یوه کور د اسرائیلو په برید کې وژل شوي وو، دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. د بې سرحده ډاکټرانو د راپور له مخې د سه شنبې او چهار شنبې په ورځو کې لږ تر لږه ۷۰ مړي او ۲۰۰ ټپیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د غزې مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي. د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې په مرکز کې یې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په نوي پړاو کې پر هغه مرکز برید کړی چې د حماس د سخت دریځې ډلې «اشرافي» ځواکونو او همدارنګه د فلسطین د اسلامي جهاد سازمان د پوځي څانګې غړي ځای پر ځای وو. ځکه چې دوی یو “سمدستي خطر” ګڼل کیده. حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې له خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کیږي. د اسرائیلو پوځ هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د غزې په مرکزي برخه کې یې د دیر البلاح په ختیځه برخه او البریج کمپ کې د دوی د ځواکونو عملیات د «وسلوالو بنسټونو» پر ضد له هوایي او ځمکنیو عملیاتو سره پیل کړي او د ورځې په اوږدو کې یې «د هدفي عملیاتو» سره دوام لري. په دواړو سیمو کې.