د بریتانیا نوي لومړي وزیر کېیر سټارمر تېر حکومت له خوا روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو پروګرام لغوه اعلان کړ.
ښاغلي سټارمر د روانډا سکیم په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل “د روانډا پروګرام له پیلېدو مخکې مړ او ښخ شوی دی.”
هغه د وړو کیښتیو په وسیله بریتانیا ته د پناه غوښتونکو ورتګ ته په اشارې وویل روانډا ته د کډوالو د لېږلو پلان د کډوالو د ورتګ د مخنیوي په توګه کار ونه کړ. سټارمر وايي، “د روانډا پلان له پېلیدو دمخه ناکاره او په نشت حساب و. هېڅکله د کډوالو د راتلو مخنیونکی نه و. هغو شمیرو ته وګورئ چې د دې کال څه باندې لومړیو شپږو کې راغلي دي. دا د ریکارډ په کچه شمېرې دي. دا هغه ستونزه ده چې موږ ته په میراث پاتې ده. دا پلان هېڅکله د مخنیوي په توګه کاریدلی نه شي. تقریبا برعکس، ټول په دې پوهیږي په ځآنګړي ډول ورانکارې ډلې، چې روانډا ته د کډوالو د استولو چانس خورا کم و، تر یو سلنې هم کم.”
روانډا ته د پناه غوښتونکو استولو موخه د مخکېني لومړي وزیر رشي سوناک د هغو هڅو یوه برخه وه، چې ویل يې، د انګرېز چېنل له لارې د راتلونکو غېر قانوني کډوالو مخنیوی وکړي.
پلان داوه، هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریتانیا ته راځي، روانډا ته به ولېږدول شي او له هغه ځایه د پناه غوښتنه وکړي – که غوښتنه یې نه منل کېده، نو بېرته به خپلو هېوادونو ته استول کېږي.
اوسني واکمن او د اپوزيسيون نورو ګوندونو او د بشري حقونو ډلو هغه مهال هم پر دغه پلان سختې نيوکې کولې او مخالف یې وو.
د بريتانيا مخکېني لومړي وزير ريشي سوناک وړاندې ويلي و، د کډوالو لېږد به په جولای میاشت کې پیل شي.
ټاکل شوې وه چې رونډا ته د کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې شوې وای خو له قانوني ننګونو وروسته په وروستۍ شېبه کې وځنډول شول.
دسته: خبر
-
د برېتانیا نوي لومړي وزیر روانډا ته د پناه غوښتونکو د استولو پلان لغوه کړ.
-
سټارمر دبریتانیا نوی لومړی وزیر شو
دکارګر ګوند مشر کېیر سټارمر دبریتانیا لومړی وزیر شو.کار ګر ګوند وروسته له ۱۴ کلونودپارلمان لوی اکثریت ترلاسه کړی دی.
محافظه کار ګوند چې شاوخوا ۱۴ کاله په واک کې وو، په ټاکنو کې لویه ماته خوړلې او مخکېني لومړي وزیر ریشي سوناک په ټاکنو کې د نه ځلېدو له امله له خپلو ګوندي ملګرو او خلکو بښنه غوښتې.ښاغلی سوناک نژدې ۲۰ میاشتې په واک کې وو. نوموړي د بریتانیا پاچا درېیم چارلز ته د استعفا له وړاندې کولو مخکې ملت ته لنډه وینا وکړه او نوي لومړي وزیر ته یې مبارکي وویله . ښاغلی سوناک به د خپل ګوند له مشرۍ هم په څو میاشتو کې استعفا وکړي.
کارګر ګوند د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۲۶ ته اړتیا درلوده خو دغه ګوند څه باندې ۴۱۰ څوکۍ تر لاسه کړي چې لوی اکثریت بلل کېږي. کارګر د حکومت جوړولو لپاره له ټاکلې اندازې ۱۷۴ ډېرې څوکۍ لري.
په تېر ځل ټاکنو کې، چې په ۲۰۱۹ کال وشوې، د بوریس جانسن په مشرۍ محافظه کار ګوند ۳۶۵ څوکۍ ګټلې وې او کارګر ګوند کاندیدانو پر ۲۰۳ څوکیو بریا خپله کړې وه.
کېیر سټامر دبریتانیا دلومړي وزیر په توګه کار پیل کړی اوخپله کابینه یې هم جوړه کړې ده
-
مسعود پزشکیان د اېران د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ – ۵ جولای ۲۰۲۴
د ایران ټاکنو ادارې د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو ۳۰ میلیون کارول شویو رایو له شمېر وروسته وویل، مسعود پزشکیان دا ټاکنې ګټلې دي.
د ایران ټاکنو ادارې د شمېرو له مخې اصلاحات غوښتونکي ډاکتر پزشکیان په دې ټاکنو کې ۵۳ اعشاریه درې او سخت دریځي سیال یې سعید جلیلي ۴۴ اعشاریه درې سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو دا دویم پړاو له هغه وروسته ترسره شو، چې د جون پر ۲۸مه د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید و نه توانېد غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.
د ایران ټاکنو دویم پړاو د پایلو له اعلان وروسته د مسعود پزشکیان ګڼو پلویانو د ایران د ښارونو په واټونو کې د هغه بریا ولمانځله.
د هغه ټاکنه ښايي اوس هغو ځوانانو ته نوې هيلې ورکړي چې د هېواد د وضعيت د ښه والي په اړه يې هيلې له لاسه ورکړې وې او د کډوالۍ په فکر کې وو.
دوی تمه لري، نوی ولسمشر به وکولای شي، چې دغه هېواد په ژورو کې د ډوبېدو مخه ونیسي.
ښاغلي پزشکیان ژمنه کړې، چې له امریکا او لویو ځواکونو سره به د بندیزونو د لېرې کولو لپاره خبرې پیل، د اجباري حجاب په اړه د کړکېچ مخه به ونیسي، د انټرنېټ فلټر کولو چاره به پای ته ورسوي، او د تعامل او سوداګرۍ لپاره به د خپل هېواد دروازې پرانېزي.
خو دا معلومه نه ده چې ښاغلی پزشکیان به تر کومه حده عملي ازادي ولري. ښايي سخت دریځي او توندلاري به د هغه په لار کې خنډونه رامنځته کړي. -
دایران ولسمشریزې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې
د ایران د ټاکنو د مرکزي دفتر د اعلاميې له مخې، له دې امله چې د ولسمشرۍ له څلورو نوماندانو څخه هېڅ يوه هم له نيمايي څخه زياتې سمې رايې نه دي ګټلي، نو ټاکنې دويم پړاو ته غځول شوې دي او په راتلونکي کې به مسعود پزشکیان او سعيد جليلي د د رايو لپاره سيالي وکړي. جمعه. د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو مرکزي دفتر د ګډون کچه ۴۰ سلنه اعلان کړه، چې دا د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په تاریخ کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه ده.
خو د اسلامي انقلاب د ائتلاف شورا د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې په انتخاباتو کښې د خلقو د ګډون په اړه یوه بیانیه خپره کړه او له سعید جلیلي څخه یې قدرداني او ملاتړ څرګند کړ.
د اسلامي انقلابي ځواکونو د ائتلاف شورا د بنسټپالو ډلو سره تړلې ائتلافي جبهه او انتخاباتي لېست دی چې د ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال د اسلامي شورا په انتخاباتو کې یې فعالیت پیل کړ.
دا شورا د ۱۴۰۰ کلیو او کلیو د اسلامي شوراګانو په ټاکنو کې هم فعاله وه، له بلې خوا د اصلاح جبهې مشر او د اتحاد ملت ګوند عمومي منشي اظهر منصوري وايي: ټاکنې د ایران ستر ملت دی.”
خو بلې خوا ته داصلاحاتو د جبهې مشرې اغلې منصوري له رایه ورکوونکو وغوښتل چې په دویم پړاو کې مسعود پزشکیان ته رایه ورکړي.
هغه وویل چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې ښاغلي پزشکیان ته په رایه ورکولو سره به د ایران خلکو ته یو نوی افق پرانیستل شي.
یادو دوو نوماندانو به په کتو راس ښکاري چې راتلونکې جمعه به درایې اجونې مرکزونه د ډیرو رایو اچوونکو شاهدان وي
-
د دوحې د دریمې ناستې په اړه د افغانستان وضاحت
د دوحې په دریمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون اصلي موخه له نړۍ سره د اړیکو پراخول دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې دیاد مطلب تر څنګ زیاته کړه چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان په سختو شرايطو کې يوازې پرې نه ږدي او هېوادونه بايد دافغانستان پر وړاندې خپل مکلفيتونه پوره کړي او زياته يې کړه، چې افغانستان د ټولو هېوادوالو ګډ کور دى.د افغانستان د اسلامي امارت ویاند وړاندی وویل چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغانستان د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالې ټولنې او هېوادونو سره لا زیات تفاهم او تعامل دی.
هغه د هېواد د مسايلو په اړه وويل، چې موږ له نړيوالې ټولنې سره رغنده تعامل غواړو او د هېواد د شرايطو د ښه والي لپاره هڅې کوو.
د ده په وینا، د دوحې په غونډه کې یوازې د اسلامي دولت پیغامونه به نړیوالې ټولنې ته رسول کېږي.
مجاهد د دوحې په ناسته کې د اسلامي امت د استازو شتون د نړیوالې ټولنې له خوا کوم امتیاز نه دی بلکې د اسلامي امارت له استازو پرته به بل هیڅ حقیقي او قانوني شخص د افغانستان په استازیتوب ګډون ونه کړي.
دغه چارواکي زیاته کړه چې زموږ هیله دا ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه ځینې محدودیتونه او شکونه له منځه یوسو.
د هغه په وينا، اقتصادي مسايل، ظالمانه بنديزونه، د اسلامي دولت لاسته راوړنې او په افغانستان کې دننه پر واقعيتونو باور هغه مسايل دي، چې د دوحې په درېيمه ناسته کې به د افغانستان استازي پرې خبرې وکړي.
مجاهد ټینګار وکړ چې د دوحې غونډه د افغانستان د ستونزو د دایمي حل لپاره نه ده او په دې غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب شپږ کسان ګډون وکړي.
مجاهد ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان داخلي مسایل لکه د ښځو کار، د نجونو زده کړه او ټول شموله حکومتولۍ خبرې نه کېږي، بلکې پر نړیوالو مسایلو به خبرې کېږي.
ذبیحالله مجاهد یدویې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دنجونو پر وړاندې دمکتوبو او ښځو پر وړاندې دکار دروازې هم بالاخره پرانیستل کیږي. -
ویانا غونډه:دحکومت دمخالفینو مایوسي اوسخته ګیله
د ویانا د څلورمې غونډې ګډونوالو د یوې بیانیې په خپرولو سره د دوحې د راتلونکې غونډې په ترسره کیدو خواشیني او نیوکه وکړه او له ملګرو ملتو یې وغوښتل چې په دې برخه کښې مسئولانه عمل وکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دوحې د درېیمې ناستې اجنډا ښيي، چې ملګري ملتونه په دې ناسته کې له خپل اصلي ماموریته وتلي او دا سازمان باید د افغانستان د خلکو د استازي په توګه له طالبانو سره خبرې ونه کړي.
د ویانا د څلورمې غونډې په وروستیو بحثونو کې پر دوو مهمو مسایلو خبرې وشوې. د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو د حل یوازینۍ لار د بین الافغاني مذاکراتو او مذاکراتو د بیا پیل لپاره پر وروستۍ هڅې ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې نورو د خبرو تر څنګ پر پوځي انتخاب ټینګار وکړ.
ورته ګیلې او نیوکې په داسی حالاتو کې رامنځته کیږي چې د دوحې په دریمه ناسته کې دافغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند تر مشرۍ لاندي یو پلاوی ګډون کوي او دا یوازینی پلاوی دی چې دافغانستان په استازیتوب د دوحې په دریمه ناسته کې حضور مومي.
-
مارک روټ د ناتو نوی سرمنشی وټاکل شو
مارک روت د ناټو د نوي عمومي منشي په توګه وټاکل شو
د هالنډ چانسلر مارک روټ (کیڼ اړخ ته) به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ځای ونیسي (د آرشیف عکس).
د هالنډ چانسلر مارک روټ (کیڼ اړخ ته) به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ځای ونیسي (د آرشیف عکس).په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په نننۍ غونډه کې دغه مقام ته د ښاغلي روت د معرفي کېدو پرېکړه وشوه.
ټاکل شوی چې ښاغلی روت په رسمي توګه د روان کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ناټو د اوسني عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ځای ونیسي.
ښاغلي سټولټنبرګ له یوې لسیزې راهیسې دناتو دسر منشي په توګه دنده ترسره کړې ده.
روټ په داسی حال کې د ناتو دنوي سر منشي په توګه ټاکل کیږي چې دغه سازمان همدا اوس په اوکراین کې د روسیې پرخلاف په جګړه بوخت دی.
اټکلونه دا دي چې ناتو به د روسیې پرخلاف خپل دریځ لا سخت کړي
-
دوحې ناستی ته دافغان حکومت پلاوی وټاکل شو
وروسته تر هغې چې په دوحې ناسته کې دافغان حکومت دګډون په هکله دبهرنیو چارو په وزارت کې غونډه تر سره شوه، ذبیح الله مجاهد دوحې لپاره د اسلامي امارت د پلاوي مشر ټاکل شوی دی..
تردی دمه نه دي ویل شوي چې له ذبیح الله مجاهد سره نور کوم حکومتی څیرې په دوحه کې ګدون کوي خو انګیرنې دا دي چې دپلاوي مشر په توګه دذبیح الله مجاهد ټاکنه په دی مانا ده چې افغانستان ته دغه ناسته مهمه ده او مشرتابه غواړي له نږدی نه د دوحې غونډه وڅاري.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د پیغامونو د لړۍ له مخې، په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د همغږۍ په غونډه کې، چې د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ جوړه شوې وه. د حکومت جګپوړی ویاندذبیح الله مجاهد ، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا، طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو برخه درلوده.
تردی دمه په رسمي توګه د دوحې ناستې آجنډا نه ده اعلان شوې خو دذبیح الله مجاهد او پلاوي ګډون په دی مانا دی چې دواړو لوریو(افغانستان او ملګري ملتونه) د غوندې پر آجندا باندې هم هوکړه کړی ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د دوحې د درېیمې غونډې بحثونه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر مسلو متمرکز وي.
وروسته تر هغې چې په دوحې ناسته کې دافغان حکومت دګډون په هکله دبهرنیو چارو په وزارت کې غونډه تر سره شوه، ذبیح الله مجاهد دوحې لپاره د اسلامي امارت د پلاوي مشر ټاکل شوی دی..
تردی دمه نه دي ویل شوي چې له ذبیح الله مجاهد سره نور کوم حکومتی څیرې په دوحه کې ګدون کوي خو انګیرنې دا دي چې دپلاوي مشر په توګه دذبیح الله مجاهد ټاکنه په دی مانا ده چې افغانستان ته دغه ناسته مهمه ده او مشرتابه غواړي له نږدی نه د دوحې غونډه وڅاري.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د پیغامونو د لړۍ له مخې، په دوحه کې په راتلونکې غونډه کې د ګډون په موخه د همغږۍ په غونډه کې، چې د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ جوړه شوې وه. د حکومت جګپوړی ویاندذبیح الله مجاهد ، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد اغا، طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو برخه درلوده.
تردی دمه په رسمي توګه د دوحې ناستې آجنډا نه ده اعلان شوې خو دذبیح الله مجاهد او پلاوي ګډون په دی مانا دی چې دواړو لوریو(افغانستان او ملګري ملتونه) د غوندې پر آجندا باندې هم هوکړه کړی ده.
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د دوحې د درېیمې غونډې بحثونه به د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر مسلو متمرکز وي.
-
نړیوال جام :افغانستان دنړۍ څلورو مخکښو لوبډلو په کتار کې ودرید
افغان ملي لوبډله نن تر یوې سختې مقابلې وروسته د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو، دنړیوال جام سیمی فاینل ته ووته.
دافغان کریکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د شل اوریز جام نیمهپایلوبې ته لاره مومي.
دغه لوبه چې د کریکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام ۵۲ لوبه وه ، دافغان لوبډلې په توپوهنه پیل شوه چې په ټاکل شویو شلو اوورنو کې د ۵ لوبغاړو په سو ځیدو ،افغان لوبډلې بنګله دیش ته د۱۱۶ منډو هدف وتاکه.
بنګله دیش ټیم په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لوبډلمشر راشد خان له لوبې وروسته خبري غونډې ته وویل: “د یوې لوبډلې په توګه نیمهپایلوبه زموږ لپاره یوه هیله وه، دا ټول په دې پورې اړه لري چې موږ څنګه سیالۍ پیل کړه او څه باور مو ترلاسه کړ.
“دا د باور وړ نه ده. هرڅوک ډېر خوشحاله دي، چې موږ په نیمهپایلوبه کې پاتې شوو.
راشد خان نن د افغان لوبډلې په ګټه عالي توپ اچونه وکړه او په خپلو ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي له ډګره بهر کړل، همدا راز نوین الحق هم د بنګلهدېش څلور تکړه لوبغاړي له لوبې وایستل.
اندیا ،انګلیند او سویلي افریقا به په نیمه پایلوبه کې له افغانستان سره سیالي وکړي.
-
دحج په مراسمو کې د حاجیانو بېساري تلفات
په سعودي عربستان کې د تودوځي لوړه درجه سږ کال د۱۳۰۰ حاجیانو دمړینې لامل شو.
د سعودي د روغتیا وزیر، فهد الجلاجل ویلي، ۱۳۰۱ حاجیان مړه شوي
دسعودي سر چینو په حواله ۸۳ مړه شوي حاجيان ناراجستر شوي حاجیان دي چې له سرپناه پرته يې په ګرمۍ کې اوږده واټنونه په پښو کچ کړي، په داسې حال کې چې ډیری یې د اوږدې مودې ناروغان او عمر خوړلي هم وو. هغه زياته کړې، روغتيايي مرکزونو د نږدې نيم ميليون حاجيانو درملنه کړې او ځينې يې لا هم په روغتون کې دي.
د سعودي د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې روغتيايي مرکزونو يې د څه باندې پنځو لکو حاجیانو درملنه کړې چې به دوی کې نږدې یو لک او څلوېښت زره يې هغه حاجیان هم وو چې حج ته په رسمي ډول راجستر شوي نه وو.
پر سعودي عربستان نیوکه کېږي چې د حج د خوندي ترسره کولو لپاره ډېر څه نه کوي، په ځانګړې توګه د ناراجستر شوو حاجیانو لپاره چې اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.
د یادولو ده چې ناراجستر شوي حاجیان د هوا سړووونکو خېمو او یا هم د حج لپاره ګوښي شوي ترانسپورت په څېر اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.
سعودي ویلي، دا میاشت یې له مکې څخه سلګونه زره ناثبت شوي حاجیان ایستلي، خو ښکاري چې ډېری یې بیا هم د تېرې اونۍ په حج کې ګډون کړی.
د حج له رسمي وېزې او اجازې پرته، ناثبت شوي حاجیان د حج د مراسمو هغو ځایونو ته نه شي تللی چې په رسمي توګه ۱،۸ میلیون حاجیان ورځي.
د سعودي عربستان د رسمي اعلان له مخې د سږ کال په حج کې هم ۱.۸ مېلیونه حاجيانو ګډون کړی و.