دسته: خبر

  • داوکراین غړیتوب لپاره دناټو تازه ژمنه

    په واشنګټن کې جوړه شوې د ناټو سرمشریزه پایته ورسیده.

    په واشنګټن کې دناټو د ۳۲ غړو هېوادونو سرمشریزې ، اوکرایین ته د څلوېښت مېلیاردو ډالرو په اندازه د نوې پوځي مرستې اعلان او په یاد سازمان کې د غړیتوب ورکونو ملاتړ  وکړ.

     ‘یانس سټولټنبرګ’ چې اوس مهال دناټو سرمنشي دی او په لنډه موده کې به خبل ځای نوي منشي ته ورکړي،له اوکرایین سره د روزنې او لوجیستیک په برخه کې ملاتړ لپاره نور ګامونه هم اعلان کړل او ویې ویل چې یوازې د لوېدیزو هېوادونو لخوا د کیېف لپاره معتبر او دوامداره ملاتړ به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قانع کړي چې نشي برلاسه کېدی.

    هغه وویل “ناټو په غړو هېوادونو کې د اوکرايني ځواکونو روزنه او اسانچاري همغږې کوي، دا اوکرایین ته د مرستو ورکړه پلانوي او تنظیموي او دغه راز ورته وسایل هم لېږي او رغوي. موږ به د اوکرایین وسله والو ځواکونو د پراختیا اوږدمهال ملاتړ هم وکړو. خو دا به ناټو د جګړې یو اړخ نه کړي بلکې له اوکرایین سره به مرسته وکړي چې د ځان د دفاع حق عملي کړي.”

    د ناټو د غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پوځي مرستې او روزنې همغږۍ لپاره په یوه نوي مرکز سلا شوي چې دا به د دې ټلوالې او اوکرایین ترمنځ اړیکي لا ژور کړي.

    په دې اعلامیه کې راغلي چې د غړو هېوادونو او اوکرایین ترمنځ دا ډول ژمنې په ناټو کې د اوکرایین غړيتوب ته د “پله” رول ولوبوي.

    ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم تائید کړه چې اېف-۱۶ جنګي‌ جېټ الوتکې د ډنمارک او نیدرلنډز له لارې اوکراییني‌ ځواکونو ته پر لاره دي.

    دا به لومړی ځل وي چې اوکرایین دغه پرمختللې الوتکې تر لاسه کوي، هغه څه چې کیېف يې له دې وړاندې بیا بیا غوښتنه کړې.

    تر دیې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ کړی و چې اوکراین ته په ناتو کې غړیتوب ورکول به جګړه نوروسېمو ته هم وغځوي

  • ګیلامن وزیر زمونږ دملت یو لوی اتل و(منظور پښتون)

    ګیلامن وزیر زمونږ دملت یو لوی اتل و(منظور پښتون)

     

    په دې خاوره باندې موږ هر یو ملګري‌ دا وعده کړې ده، چې سرونه مو قربان دي،‌ جایدادونه مو قربان دي، خاندانونه مو قربان دي. خو موږ پر شا کېږو نه.

    دا د پښتون ژغونې غوځنګ مشر منظور پښټون دهغې وینا یوه برخه ده چې د کیلامن وزیر د شهادت په مناسبت یې خپلو ملګرو ته وکړه.

    منظور وړاندې وویل:”زموږ له خپلو شهیدانو سره دا وعده ده، چې هر کله زموږ او ستاسې روحونه سره ملاوېدل، موږ به د خپلواکۍ، د خپلې خاورې او خپل وطن د جوړولو په دې جنګ او مزاحمت کې درغلي یو، بله لار به نه وي.

    منظور پښتین د ګیله من وزیر شهادت د پېمز روغتون مخ ته راټولو شویو کسانو ته په وینا کې داسې حال کې تایید کړه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مخکښ مشران او د ګیله من وزیر ورور یې څنګ ته ولاړ وو.

    هغه وویل “زموږ په خوږ ورور او زموږ د ملت په یو لوی اتل باندې ګوزار دومره سخت شوی و، چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسېدلی و.”

    نوموړي زیاته کړه “زما تر ټولو نږدې ملګری و. په دغه تحریک کې تر ده نږدې ملګری زما څوک نه و او بیا تر ټولو فرمان بردار ملګری و. یو عظیم او غیرتي ژوند یې تېر کړ.”

    منظور پښتین پاکستان کې د پښتنو حقونو لپاره پیل کړې مبارزه کې د خپلو نورو وژل شویو ملګرو،‌ په ځانګړې توګه د ارمان لوڼي او عارف وزیر یادونه هم وکړه.‌

  • ګیلامن پښتون بالاخره د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

    د لر او بر افغان ستر داعي، او د پښتو ژبې انقلابي شاعر ګیلامن پښتون د پاکستان د اسلام آباد په یو روغتون کې تېره شپه د ژورو ټپونو له امله د ژوند پور پرې کړ.
    پرهغه درې ورځې وړاندې د څو تنو لخوا د چړو او لرګیو مرګونی برید وشو چې وروسته د درملنې لپاره د اسلام آباد پمز روغتون ته ولیږدول شو خو د پرله پسې هڅو وروسته بیاهم د هغه ژوند ونه ژغورل شو.
    ښاغلي ګیلامن وزیر به تل په خپلو شعرونو او مبارزو کې پښتون قوم یووالي ته رابوله او تل به یې پاکستاني ریاست د پښتنو په وژنه او د پښتونو په سیمو کې په ناامنۍ تورناوه.
    د پښتنون قوم دغه سترمبارز څو ځلي د هغه د تندو بیانونو له امله بندي کړی او شکنجه کړی هم وه، خو نوموړي به تل ویل چې ترڅو یې د پښتنو حقوق نه وي ترلاسه کړي خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.ټاکل شویده چې د ښاغلي ګیلامن پښتون جنازه به د شاندارو مراسمو په ترڅ کې په پښتونخوا کې په خپله پلرنی هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

  • دافغانانو د ایستلو بهیر ودروئ(پاکستان ته دملګرو ملتونو پیغام)

    فیلیپو ګرانډي

    د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې مشر دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې دافغانانو د سړلو بهیر ودروي.

    د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په وینا دپاکستان لوړي وزیر ژمنه کړې چې دافغانانو د سړلو بهیر دریدلی وساتي کوم چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. دې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې فېلېپو ګراندي دا خبره شهباز شریف ته په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د لیدنې پر مهال کړې او په وینا یې له هغه یې غوښتي، چې د کډوالو د ستنونې دا بهیر درېدلی وساتي.

    پاکستاني حکومت د دغه بهیر د درونې په تړاو لا څه نه دي ویلي. د ملګرو ملتو د ادارې په ویناپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي ګراندي له پاکستاني لومړي وزیره د کډوالو د ثبتونې د کارتونو د مودې غځونه او د هغوی د نورو ستونزو په اواري کې مرسته هم غوښتې ده.

    داکتنه په داسې حالاتو کې تر سره کیږي چې پاکستان ته ورغلی چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې له دغه هېواده شپږنیم لکه کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

    افغان حکومت تر اوسه څو څو ځلې د پاکستان دغه کړنه غندلې او د درولو غوښټنه یې کړې ده خو پاکستاني چارواکو ورته پاملرنه نه ده  کړې.

    له ایران او پاکستان څخه دافغان کډوالو دشړلو روان بهیر،افغانستان او ملګرو ملتونو یې اندېښةن کړي دي

  • پر روسیې د اوکراین بیساري هوايی بریدونه

    پر روسیې د اوکراین بیساري هوايی بریدونه

     اوکراین په روسیه کې پر تصفیه خانو د برید پړه پر غاړه واخیسته. په ورته وخت کې، مسکو ټینګار کړی چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د برید په پایله کې د روسیې په سویل کې د کراسنودار په سیمه کې د دوی په یوه چانځای اور لګیدلی.
    د اوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه بیان کې اعلان وکړ: دغو بې پیلوټه الوتکو د رادار سټیشنونو او نورو پوځي اهدافو سربیره، د روسیې په جنوب لویدیځ کې د ابیبسکي، ایلسکي، کراسنودار او استراخان په سیمو کې د تیلو د تصفیې کارخانې په نښه کړې.
    تر دې مخکې د روسیې پوځ ویلي وو: د تورې بحیرې او کریمیا په ټاپو وزمه کې چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، ۷۰ بې پیلوټه الوتکې، د روسیې په کراسنودار سیمه کې ۴۳ بې پیلوټه الوتکې او یوه بله الوتکه د روسیې په ولګوګراد سیمه کې رانسکوره کړې ده. له بلې خوا د امریکا د ملی امنیت د شورا ویاند جان کربی اعلان وکړ: لومړیتوب کیف ته د هوایی دفاعی سیسټمونو ورکول دي او دغه هیواد به د اوړی تر پایه نور دفاعي توغندی ترلاسه کړی. هغه زیاته کړه: دا پریکړه د روسیې لخوا د سختو بریدونو په ترڅ کې د اوکراین د بیړنۍ اړتیا د پیژندلو لپاره د متحده ایالاتو لخوا شوې ده
  • داسعارو پر ګرځنده تبادلې بندیز

    Image result for سراس شهزاده

    د افغانستان حکومت د کابل په شهزاده سرای کې د اسعارو د تبادلې په ستر بازار کې د ګرځنده پیسو د تبادلې پر فعالیت بندیز ولګاوه.

    د کورنیو چارو وزارت پرون په خپله اعلامیه کې چې د استخباراتو د ریاست، مرکزي بانک او د صرافانو د اتحادیې له خوا هم لاسلیک شوې وه، د سرای شهزاده د ګرځنده پیسو د تبادلې په بازار کې د بهرنیو اسعارو لیلام منع کړی دی.

    داسعارو دتبادلې ګرځنده سیستمونه دکار جواز نلری او حکومت ته له خپلو عوایدو منظمه مالیه هم نه ورکوی.

    ځینې کارپوهان اندیښنه لري چې دی سره به دسل هاوو افغانانو کار او بار پای ته ورسیږي  خو ځینې نور بیا دا اقدام د تورو پیسو د را واردولو او صادرولو دمخنیوي او مالیاتي سیستم د ښه کیدو لپاره یو پرځای او ګټور اقدام بولي

    په شهزاده سرای کې د پیسو د خدمتونو او د اسعارو د تبادلې پر شرکتونو سربېره، یو شمېر کسانو له څو کلونو راهیسې  د ګرځنده تبادلې دفترونه درلودل.

  • منظور پښتون:ولس ډالري جګړه نه مني.پوځ:دادپاکستان دثبات عملیات دي

    منظور پښتون:ولس ډالري جګړه نه مني.پوځ:دادپاکستان دثبات عملیات دي

    “مونږ پخپله خاوره پوځي عملیات نه غواړو”
    دا هغه شعار دی چې د پښتونخوا دبیلابیلوسیمو اوسیدونکوله خوا په پراخو لاریونونو کې ویل کیږي.
    تر هغې وروسته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتون پر پښتنو غږ وکړ چې دکیدونکو پوځی ډالري عملیتو پرخلاف لاریونونو کې برخه واخلي،دپښتونخوا په بیلابیلو

    په پښتونخوا کې د ناامنیو له زیاتېدو او د پاکستان لخوا د نویو پوځي عملیاتو له منظورۍ وروسته غبرګونونه او نېوکې مخ په ډېریدو دي.

    په دې لړ کې نن یکشنبه د پښتونخوا په بېلابېلو لویو او وړو ښارونو کې لاریونونه، اعتراضي ناستې او غونډې شوې دي. تر ټولو لوی ولسي اعتراض د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې شوی دی.

    په دغه لاریون کې د لکي مروت د اوسېدونکو ترڅنګ زرګونو نورو فعالانو او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.

    بر لکي مروت سربېره صدې بازار، تور غر، باړې بازار، شمالي وزیرستان، بنو، لولاريي ، چارسدې، کلا سیف الله، بونیر، چمن ، مردان، باجوړ ، ژوب، ټانک او د پښتونخوا په ځينو نورو سیمو کې هملاریونونه ، اعتراضي ناستې او احتجاجونه شوي دي.

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ د ټولنیزو رسنیو له لارې پر خلکو غږ کړی و، چې په دغو پلان شویو اعتراضونو کې ګډون وکړي.

    ښاغلي پښتین ویلي په پښتون وطن کې د ناامنۍ، ترهګرئ او جنګونو خلاف به خلک هوښیاروي او په وینا یې ولسونه نور په خپلو سیمو کې ډالري جګړې نشي تېرولی.

    هغه زیاته کړې د لاریونونو له لارې پښتون وطن کې د برېښنا د ناروا پرچاوۍ او همداراز له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ پر لارو د وضع شویو بندیزونو پر ضد به هم غږ پورته کوي.

    خو د پاکستان پوځ بیا له دغو مخالفتونو سره سره دغه عملیات د خپل هېواد ثبات لپاره ‘مهم’ بللي دي.

    د پاکستان پوځي لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو همدا تېره ورځ په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټېکاو لپاره مهم دي.

    دشهبار شریف په مشرۍد پاکستان اوسني ملکي حکومت هم دغه عملیات یوه اړتیا بللې.

  • کابینې اومهموادارو کې د نویو بدلونونو او مقرریو تفصیل

     

    ‏۱. د افغانستان بانک مخکنی سرپرست ملا هدایت الله بدري، دکانونو او پټرولیم وزارت دسرپرست په توګه.

    ‏۲. د افغاني سرې میاشتي مخکنی مرستیال ملا نورالدین ترابي، د پېښو په وړاندي دمبارزې ملي ادارې دسرپرست په توګه.

    ‌‏۳. د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه.

    ‏۴. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مخکنی سرپرست مولوي مطیع الحق خالص، د چاپیریال ساتني ادارې د سرپرست په توګه.

    ‌‏۵. د افغانستان بانک مخکنی لومړی مرستیال نور احمد اغا، د افغانستان بانک د سرپرست په توګه.

    ‏۶. د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو مخکنی معین مولوي قدرت الله جمال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین په توګه.

    ‌‏۷. د استخباراتو عمومي ریاست، د اقتصادي فساد سره د مبارزې ریاست مخکنی رئیس مولوي احمد الله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د صنعت او سوداګرۍ چارو د معین په توګه.

    ‏۸. د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مخکنی سرپرست حافظ عزیز الرحمن، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه.

    ‌‏۹. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګرځندوی، مالي او اداري مخکنی معین ملا سعدالدین، د چاپيریال ساتنې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شول.

  • پرپاکستان د مولانا فضل رحمن سختې نیوکې

    Image result for فضل رحمن

    پاکستاني چارواکي خپلې ناکامۍ پټوي

    مولانا فضل رحمان ټینګار کوي، چې له شلو کلونو راهیسې د پاکستان خاوره د امریکا د هوايي ځواک په ولکه کې وه.

    د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان ویلي دي چې د افغانستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې د اسلام اباد ناکامي ده.

    دحمعیت علمای پاکستان مشر وړاندې ویلي دي چې پاکستان په تیرو شلو کلونو کښې د افغانستان په ځینو برخو کښې د هوایی حملو د ترسره کولو لپاره امریکې ته خپلې هوایی اډې ورکړې.
    “شل کاله وشول، چې په پاکستان کې ستاسو له پوځي اډو څخه الوتکو الوتنې وکړې او پر افغانستان يې بمباري وکړه.”

    ایا تاسو  دننه پاکستان کې دننه ترهګري له منځه وړې، اوس تاسو له پاکستانه بهر په افغانستان کې ترهګر په نښه کوئ. “تاسو خپلې ناکامۍ پټوئ.”

    تر دې مخکې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د اسلام اباد پر تګلارې نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې پاکستان په تېرو دولسو کلونو کې امریکا ته خپل هوايي حریم ورکړی چې د افغانستان پر سرحدي سیمو بریدونه وکړي.

    دا خبرې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پناه ځایونو د شتون او د هغوی پر پټنځایونو د پوځي عملیاتو د پیلولو په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر له وروستۍ څرګندونې وروسته کړې دي.

  • حماس دامریکې له طرحې سره توافق کړی دی

    حماس دامریکې له طرحې سره توافق کړی دی

    حماس ته نږدې  سرچینې وايي، دغې فلسطیني ډلې د اوربند او د یرغمل شویو او بندیانو د خلاصون په موخه د خبرو اترو د پیلولو لپاره د امریکا وړاندیز منلی دی.

    دلومړي ځل لپاره دایمي اوربند له رامنځ ته کیدو پرته د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره د خبرو اترو له پیلولو سره موافقه کړې ده.

    دغه ابتدایي هوکړې په غزه کې د ۹ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو هیلې زیاتې کړې دي.

    کله چې ښاغلي بایډن دغه پلان د می په ۳۱ (۵ اونۍ وړاندې) بیان کړ، هغه وویل چې دا د اسرائیلو د حکومت د وړاندیز پر بنسټ جوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د امریکا له خوا د ورته پلان پر بنسټ د اوربند په اړه پرېکړه لیک تصویب کړ.