دسته: خبر

  • دجوبایدن استعفا یقیني شوه

    Image result for جوبایدن

    Axios وېبپاڼې د ډیموکراټ ګوند د څو مشهورو او جګپوړو شخصیتونو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، راپور ورکړی چې د ګوند د کانګرس د مشرانو او نږدې ملګرو له فشارونو وروسته جوبایډن به په راتلونکې اونۍ کې د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه په وتلو قانع شي.

    که څه هم چې نوموړې ویبپاڼې د فشارونو او شخصیتونو په اړه څه نه دي ویلي خو درې ورځې وړاندې دامریکې پخواني ولسمشر او د دموکراټانو وتلې څیره بارک اوباما هم له جو بایدن نه غوښټی و چې پر خپلې نوماندۍ باندې بیا کتنه وکړي.

    پرجوبایدن تر هغې وروسته نیوکې زیاتې شوې چې له خپل سیال دونال ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې ښه ونه ځلید او دټرمپ د نیوکو ځوابونه یې سم ورنه کړل.

  • ۴۰پناه غوښتونکي دهایتي په ساحل کې مړه شوي دي

    این قایق از شهر ساحلی کاپ-هائیتین کشور هائیتی حرکت خود را آغاز کرده بود

    د هایتي په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۴۰ پناه غوښتونکي وژل شوي دي.
    دغه کښتۍ د هایتي له ساحلي ښار کیپ هایتین څخه خپل سفر پیل کړی و.
    د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا د هایتي په شمالي ساحل کې د پناه غوښتونکو کښتۍ کې د اور لګیدو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي دي.د دې ادارې په وینا د دې کښتۍ ۴۱ تنه سپرلۍ د هایتي د ساحلي ګارد له خوا ژغورل شوي دي.

    اعلان شوی چې دا کښتۍ د کیپ هایتین له ساحلي ښار څخه د ترکیې او کایکوس ټاپوګانو ته د 220 کیلومترو په واټن کې روانه وه.

    د ترکس او کایکوس ټاپوګان د کارابین سمندر او د هایټي په شمال کې د برتانیایو له سمندري سیمو څخه دی.

    د اور لګېدنې کره لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو یوه ځايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په کښتۍ کې سپاره کسانو ،له سمندر د خوندي تېرېدو په موخه د مراسمو پر مهال،شمعېبلې کړې وې، چې له امله یې په کښتۍ کې دننه د ګازو بیرل وچاودېد.

  • غزه کې پر لنډه مهاله حکومت موافقه

    غزه کې پر لنډه مهاله حکومت موافقه

    په قاهره کې د پرون ورځې غیر مستقیمې خبرې د “پیچلو قضیو په جزیاتو” باندې متمرکزېوي په عین حال کې، په غزه کې د “موقت حکومت” د جوړولو د وړاندیز په اړه خبرې روانې دي.
    واشنګټن پوسټ د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې اسراییل او حماس په اصولو کې د یوه “موقت حکومت پلان” په اړه موافقه کړې چې له مخې به یې حماس او اسراییل دواړه نه وي. په عین حال کې، “امنیتي ځواکونه” چې د متحده ایالاتو لخوا روزل شوي او د “منځني عرب متحدینو” لخوا یې ملاتړ کیږي د غزې په تړانګه واکمن وي.
    دغه چارواکي څرګنده کړه چې دا ځواکونه به د اسرائیلو له خوا تر ارزونې وروسته د فلسطیني ادارې شاوخوا ۲۵۰۰ غړي ولري.
    په بدل کې، د سپینې ماڼۍ سلاکار جیک سلیوان پرون وویل: “موږ د غزې په اړه یوې موافقې ته د رسیدو احتمال وینو.” په داسې حال کې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې هغه په ​​​​غزه کې د اوربند چوکاټ ته غاړه کیږدي چې دا مهال خبرې اترې روانې دي.
    خو غربي او سیمه ایزو سرچینو د «پټو شیطاني جزییاتو» باندې خپله ویره او اندیښنه څرګنده کړه.
    په همدې حال کې پرون د جي ۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په لویدیځه غاړه کې د ۵ میشت ځایونو د قانوني کولو او د ۱۲۷۰ هکتاره ځمکې د ضبطولو په اړه د اسرائیلو د حکومت اعلامیه وغندله.
    جي ۷ دا عمل د اوسلو له تړون وروسته د ځمکو د غصب تر ټولو لوی اعلان ګڼي.

  • پاکستان یوځل بیا د افغانستان په تازه مېوو ګمرکي تعرفې لوړې کړي

    پاکستان یوځل بیا د افغانستان په تازه مېوو ګمرکي تعرفې لوړې کړي

    افغان سوداګر وايي پاکستان دتېر په څېر یوځل بیاد افغانستان په تازه مېوو محصولات پورته کړي او دوی اړ دي چې له بڼوالو د مېوو پېرودل و ځنډوي
    د افغانستان په تودو ولایتونو کې د بېلابېلو مېوو، په ځانګړې توګه د انګورو د ټولولو فصل پیل او یوازې درې میاشتې وخت لري.
    افغان بڼوال او کروندګر له اوږدې وچکالۍ وروسته سږ کال د خپلو باغونو محصولاتو ته خوښ وو او تمه یې درلوده، چې تش جېبونه او دسترخوانونه به یې ډک شي خو داسې ښکاري چې پاکستان یې دا هیلې په اوبو لاهوکړي.
    د پاکستان له اړخه دغه هېواد ته پر وارداتي توکو د نویو تعرفو اعلان ټیک پر داسې مهال شوی چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د کرهنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د انګورو فصل رارسیدلی.
    خو د افغانستان سوداګرۍ خونه وایي اوسنۍ ستونزه د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي.
    د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي پاکستان د افغانستان پر محصولاتو ګمرکي تعرفه ځکه لوړه کړې چې افغانستان په ژمي کې د پاکستاني پر مېوو لوړه تعرفه لګولې وه.

  • ایټالیا او هسپانیا په کابل کې سفارتونه پرانیزي

    ایټالیا او هسپانیا په کابل کې سفارتونه پرانیزي

    چهارشنبه د چنګاښ ۲۷ : ایټالیا او هسپانیا په کابل کې د خپلو سفارتونو پر بیا پرانستلو غور کوي. بلومبرګ رسنیو د خپلو سرچینو په قول ویلي چې یو شمېر اروپايي هېوادونه پر ورته اقدام غور کوي،خو فرانسوي، جرمني او بریتانوي چارواکو دغه موضوع رد کړې ده.
    بلومبرګ په خپل راپور کې ویلي چې ایټالیا په وروستیو اوونیو کې د امنیتي وضعیت او موجودو شرایطو د ارزونې لپاره یو پلاوی کابل ته استولی چې وضعیت له نژدې وارزوي.
    د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی، کابل ته راغلی دی.
    انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه مرکه کې وویل، «موږ پر دې مسلې کار کوو.
    زموږ د سفیر له خوا یو ماموریت پیل شوی دی. هسپانیا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې وايي افغانستان ته د خپل سفیر پر استولو غور کوي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الباریز هم په دې اړه وویل چې “هر څومره ژر چې لږ تر لږه امنیتي شرایط برابر شي، زه به خپل سفیر بېرته واستوم.”
    هغه وویل، هسپانیا یوه میاشت وړاندې افغانستان ته د خپل سفیر د استولو لپاره چمتووالی ښودلی و، خو وروسته له هغې یې دغه اقدام وځنډاوه چې داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید وکړ.
    الباریز زیاته کړه چې له دغه برید وروسته د هسپانیا سفیر د څو ورځو لپاره کابل ته سفر وکړ.

  • د اقلیمي بدلونونو بدې اغېزې! افغانستان کې وروستیو ناورینونو ۱۵۰۰ ماشومانو بې کوره کړي.

    د اقلیمي بدلونونو بدې اغېزې! افغانستان کې وروستیو ناورینونو ۱۵۰۰ ماشومانو بې کوره کړي.

    د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ ‘سېف دې چېلډرن’ په یوه اعلامیه کې ویلي چې له ۱۵۰۰ ډېر ماشومان په افغانستان کې د اقليمي ناورینونو وروستۍ څپه کې بې کوره شوي او دا يې په دغه هېواد کې د وروستیو لسیزو سخت بشري ناورینونه یاد کړي.
    د دغه بنسټ په وینا چې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې په وروستي توپان کې په ځپل شوو سیمو کې شاوخوا ۱،۳۶ مېلیونه وګړي اوسېږي چې له اته نیم لکو ډېر یې ماشومان دي.
    ‘سېف دې چېلډرن’ دا هم ویلي چې وروستي توپان په تورخم کې د راستنېدونکو پنډغالي او مرکزونه هم زيانمن کړي او دغه راز يې د تیلېفوني شبکو او سړکونو په ګډون د اړتیا وړ خدمات زیانمن کړي.
    ډاکټران وايي، چې په ننګرهار کې د وړمې ورځې د باران او توپان له امله شوې ویجاړۍ کې د مړو-شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۵۰ ته پورته شوی دی.
    په دې پېښو کې د ځپل شویو خلکو د لاسنیوي د پڅ بهیر په اړه هم نیوکې او شکایتونه ډېر شوي، خو طالب چارواکو ویلي، چې زیانمنو شویو کورنیو سره یې تازه د نغدي مرستو لړۍ پیل کړې ده.
    بل لور ته، په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له درنو ورښتونو وروسته سېلابونه راوتلي، چې له امله یې د پنځو کسانو د مړینې خبرونه راغلي دي.
    د هوا پوهنې ادارې نن او سبا په اوولسو ولایتونو کې د نورو سختو ورښتونو او په ځینو سیمو کې یې له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی دی.
    د جلال اباد ښار په شاوخوا سیمو کې سیلابونو او توپان پراخه وېجاړي هم اړولې ده.‌ په ګڼو سیمو کې برېښنا پرې شوې او د سړکونو له غاړې ونې هم ماتې شوې دي.

  • ننګرهار کې اورښتونو او توپان “۴۰ تنه” وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.

    ننګرهار کې اورښتونو او توپان “۴۰ تنه” وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.

    سه شنبې د چنګاښ ۲۶ : د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې سختو اورښتونو، توپان او سېلابونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
    په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، د بارانونو، ږلۍ او توپانونو لکه کبله تر دې مهاله “۴۰” تنه وژل شوي او له “۲۵۰ تنو” زیات ټپيان دي.
    د ننګرهار په مرکزي روغتون کې يوې سرچينې هم بي بي سي ته وويل چې تر دې مهاله ۲۸ تنه مړي او څه باندې ۲۰۰ ټپيان وروړل شوي دي.
    د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو مشر قريشي بدلون وايي، د دغه ولايت د مرکز جلال اباد، بټي کوټ، سره رود او بهسودو ولسواليو تر څنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم زيانونه اوښتي دي.
    د نوموړي په وينا ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون تر څنګ يو شمېر نورو روغتونونو ته هم لېږدول شوي دي.
    د بارانونو او توپانونو له کبله په بټي کوټ، بهسودو، سره رود ولسواليو او په مرکز کې سلګونه جريبه ځمکه هم ويجاړه شوې او ولاړ فصلونه يې له منځه وړي دي.
    د ځايي رسنيو په وينا د سره رود ولسوالۍ د مستي خېلو په کلي کې د يوه کور د چت راپرېوتو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
    ويل کېږي په ښار او يو شمېر نورو سيمو کې د برېښنا او مخابراتي شبکو ستنې غورځېدلې دي چې له امله برېښنا پرې شوې او په سيمه کې مخابراتي خدمتونه هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
    افغانستان د نړۍ یو له هغو بې وزلو هېوادونو دی، چې سږ کال د سختو ورښتونو او د طبیعي پېښو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.
    د یادونې وړده چې څه موده وړاندې د افغانستان په شمال د بغلان ولایت په څو ولسوالیو کې سختو سېلابونو سلګونه کسان ووژل او د کرنیزو ځمکو یوه لویه برخه یې ویجاړه کړه. د دغه هېواد شاوخوا ۸۰ سلنه وګړو ژوند پر کرنه تکیه دی.

  • پردونالدټرمپ برید کوونکی یو کیڼ اړخی کمونیست و

    پردونالدټرمپ برید کوونکی یو کیڼ اړخی کمونیست و

    پردونالدټرمپ برید کوونکی د کمونیست او کیڼ اړخې انټيفا ډلې غړی و .
    دامریکې فدرال پولیس FBI وایي شل کلن توماس متیو کروکس  د بیتیل پارک، پنسلوانیا څخه و.

    د راپورونو له مخې د پېښې په ځای کې یو AR-15 ټوپک هم موندل شوی دی. کروکس د ټرمپ د وژلو له هڅې وروسته  دپولیسو له خوا وویشتل شو. توماس کروکس، هغه دپنسلوانیا  هغه ځوان اوسیدونکی دی چې، د لوړې په ورځ جو بایډن ته پیسې ورکړې وې. دا په زړه پورې ده چې پوه شئ چې میتیو بی کروکس، د شوټر پلار توماس میتیو کروکس په پنسلوانیا کې د رواني روغتیا مسلکي داکتر دی. د کروکس پس منظر یو شمیر استخباراتي راپورونو په ګوته کړه چې توماس د پنسلوانیا په جنګ پارک کې ژوند کاوه او د هغه د کیڼ اړخ نظرونو او په تاوتریخوالي پیښو کې د ښکیلتیا لپاره پیژندل شوی و. کروکس څو ځله د عامه اذیت او تیري په تور نیول شوی دی. د کروکس په اړه تحقیقات ښیې چې هغه د درغلیو تاریخ لري، د کیڼ اړخو ډلو سره اړیکې لري، په شمول د هغو خلکو سره آنلاین اړیکو له لارې تاوتریخوالی هڅوي.

  • په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي

    په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي

    دوشنبه د چنګاښ ۲۵ : د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې په کابل کې ۹۰ زره امنیتي کمرې نصب شوي او ډېر ژر به د افغانستان په نورو ښارونو کې هم د دغو کمرو د نصبولو لړۍ دوام وکړي.
    تېره اوونۍ د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې هم د امنیتي کمرو د نصب لړۍ پیل شوه.
    نوموړي زیاته کړه چې د دغو امنیتي کمرو نصب به د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره ډېره مرسته وکړي.
    ښاغلي قانع دا هم څرګنده کړه چې د امنیتي کمرو د څارنې په وسیله یو شمېر پلان شوي امنیتي ضد بریدونه هم شنډ شوي دي.
    خو ده یې کره شمېر په اړه څه ونه ویل.
    تر دې وړاندې ویل شوي وو چې اسلامي امارت د چین د مخابراتي وسایلو له جوړوونکي هوواوې سره د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

  • منظور پښتین پاکستان ته!خپله خاوره نه در پریږدو، د پښتنو تګ نور  درسره نه کیږي.

    منظور پښتین پاکستان ته!خپله خاوره نه در پریږدو، د پښتنو تګ نور درسره نه کیږي.

    یکشنبه، د چنګاښ ۲۴ : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه وینا کې پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی چې نور د پښتنو تګ درسره نه کیږي او نور د دغه هېواد اوسني سیاستونه نه شي زغملای.
    ښاغلي پښتین د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: زه د پاکستان ریاست چارواکو ته هم وایم، داسې ښکاري چې زموږ او تاسو نوره ونه‌شوه، داسې ښکاري، نور دغه حالات چې تاسو جوړوئ پښتانه نور له تاسو سره په دې شرایطو تګ نه‌شي کولای.»
    نوموړي پښتنو ته په خطاب کې ویلي: «حوصلې به نه‌بایلئ، همت به نه‌بایلئ، سل زره سرونه قربان وو؛ خو دا وطن ورته نه‌پرېږدو، دا خپله خاوره به آزاده وو.»
    پښتین همدارنګه د اکتور په یوولسمه د پښتنو د قومي عدالت جرګې د بللو اعلان کړی او ویلي، چې د پښتنو لږ ترلږه ۴۰ زره استازي به پکې د پاکستان د سیاستونو او خپل وضعیت په اړه خپلې پرېکړې کوي.
    هغه په یوه وینا کې پاکستان ته ویلي، چې پر پښتنو یې شل ګوزاره کړي، خو دا ځل به پښتانه منسجم او داسې یو ګوزار وکړي، چې د پښتنو تاریخ او برم به ور په یاد کړي.
    نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې د لوی افغانستان ارمانجن او د پښتنو په انقلابي شاعر او ددغه غورځنګ د رهبرۍ شوراپه غړي ګیلامن وزیر په اسلام آباد کې د څو تنو لخوا مرګوني حمله وشوه چې درې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه او تېره جمعه په وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو. د ښاغلي ګیلامن وزیر په جنازه کې په سل ګونو زره پښتنو برخه اخیستې وه او د افغانستان د بېرغ په اوچتولو سره یې د لر او بر افغان د آزادۍ نارې وهلې.
    پاکستاني رسنیو د منظور پښتین پر دغې وینا هم د تل په شان بندیز لګولی او هم یې د ګیله من وزیر د شهادت اړوند ټول خبرونه او اعتراضات نه دي رسنیز کړي.