دسته: خبر

  • د پېښور اعلی وزیر : په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

    د پېښور اعلی وزیر : په خیبر پښتونخوا کې د عملیاتو اجازه نه ورکوو

    د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په بنو سیمه کې یوې غونډې ته وینا کې وویل، ”د خیبر پښتونخوا د اعلي وزیر په توګه اعلان کوم چې په دې صوبې کې به د عملیاتو اجازه ور نه کړو.”
    نوموړي زیاته کړه، ”قرباني ورکول زموږ په وینه کې شامل دي. زموږ نیکونو دا رازده کړي، د دې هېواد لپاره به وینه ورکړو، خو خپلې پرېکړې به موږ خپله کوو. زموږ پرېکړې به بل څوک نه کوي.”
    د یادونې ده، چې په دا وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه (ایپکس) له یوې غونډې وروسته ویلي وو، چې د “عزم استحکام” په نامه نوي عملیات به پیل کړي، چې د سیاسي ګوندونو مشرانو او په ځانګړې توګه د پښتنو سیاسي مشرانو او د مخکینیو قبایلي سیمو مخورو ورسره مخالفتونه وکړل.
    په بنو کې تېره اوونۍ ځايي اوسېدونکو په دې سیمه کې د ناامنیو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړل، چې په ترڅ کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او ۲۵ نور ټپیان شول.
    د ډزو له هغې پېښې ورسته د بنو احتجاجي لاریون په یوه پرلت بدل شو. وروسته د پرلت مشرانو د صوبايي حکومت له مشرتابه سره خبرې وکړې او هغوی ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې.
    په دې غوښتنو کې له سیمې د “ښو” او “بدو” طالبانو د ټولو مرکزونو ختمولو او د پوځي عملیاتو پر ځای ځايي پولیسو او ترهګرۍ ضد ځواکونو ته د زیات واک ورکولو او فعالیت اجازې ورکولوغوښتنه هم شامله وه.
    بل لور د جمعې پر ورځ اعلی وزیر ګنډاپور د بنو خلکو ته په یوه غونډه کې وویل، ”په اپیکس کمېټه کې تفصیلي خبرې وشوې او هلته هماغسې پرېکړه وشوه، چې تاسو غوښتل. له ما سره لیکلي اسناد شته.”
    نوموړي وویل، له ۱۶ ټکیو یو دا و، چې پولیس به هغې مدرسې یا ځای ته ورځي، چې (مرکز) بلل کېږي او دا موضوع به حل کوي.
    د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو د جولای په لومړیو کې په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټيکاو لپاره مهم دي.

  • هند افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

    هند افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړه

    هند له نژدې ۳ کلونو وروسته افغانانو ته د وېزې ورکړه بیا پیل کړې ده.
    د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي دي.
    جیسوال په یوه خبري غونډه کې له افغانستان سره د هند پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، «موږ د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لرو.»
    د پخواني افغان حکومت تر نسکورېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و. دا مهال په کابل کې په سفارت کې یوازې یو تخنیکي ټیم پاتې دی.
    زرګونه افغان محصلان، چې د تېر کال تر اګست مخکې په رخصتۍ هیواد ته راغلي وو، د جمهوري حکومت له تسکورېدو او د هند له لوري د سفارت له بندېدو وروسته په افغانستان کې پاته شول. هغوی ډیر شکایتونه وکړل چې زده کړې یې په هند کې نیمګړې پاته شوي دي.
    هند په احتیاط او تدریج د اسلامي امارت سره اړیکې پیل کړي. په تېرو درو کلونو کې یې افغانستان ته د چابهار بندر له لارې لسګونه زره ټنه غنم د مرستې په توګه رالیږلي دي.

  • ډاډ درکووچې زمونږ خاوره چاته ګواښ نه ده (دکورنېو چارو وزیر)

    Kabul

    نړیوال دی  افغانستان کې صادقانه چلند وکړي تر څو د دواړو تر منځ واټن کم شي.

    داخبره دافغانستان دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی په کابل کې دکار نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وکړه.

    نوموړي کابل د کار دوه ورځني ملي کنفرانس ته په خپله وینا کې چې پرون پای ته ورسېد، ټینګار وکړ چې طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي ځکه خو افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی.‌

    سراج الدین حقانی له بهرنیانو وغوښټل چې په  افغانستان کې پانګونه وکړي.

     د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې هغه  اندېښنې بې بنسټه وبللې چې دشانکهای تړون په وروستۍ غونډه کې له افغانستانه داحتمالئي ترهګریزو فعالیتونو په هکله ښودل شوې وې

    نوموړي وویل له نړۍ څخه مو غوښتي چې افغانستان ته دې د پرون پر سترګو نه ګوري.

    هغه زیاته کړه “که دوی [بهرنیان] خپل اخلاص وکړي، دغه فاصله به ان شاالله نوره هم له مینځه ولاړه شي. د دوی تشویش خو دا و چې افغانستان تهدید او مشکل دی، نن خو الحمدالله هغه تشویش هم نشته”.

    ښاغلي حقاني وویل “د خوارجو او باغیانو ځالي له مینځه تللي دي… یرغلګر پر وړاندې افغانانو دفاع کړې، نن د نورو پر وړاندې ژمن یو او چا ته تهدید نه یو. زموږ خاوره چا ته تهدید نه دی او ډاډ درکوو”

  • ترکمنستان له قزاقستان څخه د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ جوړولو کې د برخې اخیستو غوښتنه کړې

    ترکمنستان له قزاقستان څخه د تورغونډۍ-هرات اورګاډي پټلۍ جوړولو کې د برخې اخیستو غوښتنه کړې

    د ترکمنستان چارواکو قزاقستان ته بلنه ورکړې چې د تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک رېل پټلۍ په جوړولو کې برخه واخلي. دا پټلۍ چې د ترکمنستان له لوېدیځې پولې تېرېږي، د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته غځېږي.
    ورته مهال د پاکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت او د ټاپي پروژې پر تطبیق او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې دي.
    له بل لوري،د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ترکمنستان او افغانستان پر پوله په تورغونډۍ ښارګوټي کې د لوژستيکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې او ډېر ژر به د دغه مرکز د جوړېدو چارې پيل شي.
    پر دې سربېره د ترمز – مزار – کابل – پېښور د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو تړون هم په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط ۵ میاشتې وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د درې واړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
    دغه پروژه چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري، ۴،۸ میلیارده امریکايي ډالره لګښت پرې راځي.
    د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د تودو اوبو لاره د دوی له هېوادونو څخه تېره شي.
    د ازبکستان، پاکستان او افغانستان حکومتونو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د اورګاډي د دې پټلۍ د جوړولو لارنقشه لاسلیک کړې ده.
    د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت ویلي، د دغې پروژې بشپړېدل به د سیمه ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا کې مرسته وکړي.

  • د کار ملي کنفرانس؛ د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وشوې.

    د کار ملي کنفرانس؛ د کاري فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وشوې.

    د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړ کړی چې د حکومتي چارواکو، د نړیوالو موسسو او خصوصي سکټور استازو پکې ګډون کړی دی.
    دا وزارت وايي، دغه کنفرانس به په هېواد کې د بې کارۍ کچې راټيټولو سره مرسته وکړي.
    د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، “په کنفرانس کې د بې کارۍ په عواملو، ورته د حل لارو په پيدا کولو او پر هغو ستونزو چې د افغانستان د کار په بازار کې موجودې دي، بحثونه وشول.”
    د کار ملي کنفرانس ته د امارت لومړي وزیر په خپل پیغام کې په افغانستان کې د کار رامنځته کول د خپل حکومت لومړیتوب بللی، خو ورته مهال یې پر نړیوالو بنسټونو او خصوصي سکتور غږ کړی چې د کار ملي کنفرانس په بریالیتوب کې پوره ونډه واخلي.
    د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه کنفرانس کې ځینو مواردو ته په اشاره وویل، نړیوالې ټولنې د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي.
    د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ابراهیمي زیاته کړه ، زموږ اټکل دا دی چې د دغه کنفرانس د تعهداتو له تطبيق وروسته به د بې کارۍ کچه ټيټه شي.
    له بلې خوا د نړیوال بانک په دا وروستیو کې ویلي، لږ تر لږه تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانستان د اقتصادي وضعیت به همداسې مخ په ځوړند روان وي.

  • له ژمنې سره سره د چمن- سپین بولدک لار لا هم بنده ده.

    له ژمنې سره سره د چمن- سپین بولدک لار لا هم بنده ده.

    سه شنبې د زمري دویمه: د چمن اوسېدونکي او کاروباریان وایي چې د سپین بولدک – چمن دروازه لا هم تړلې او دوی ته پر افغاني تذکرو او شناختي کارت د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
    دا په داسې حال کې ده چې د چمن د پرلت مشرانو اعلان وکړ چې خپل لس میاشتنی پرلت په دې خاطر پای ته رسوي چې د پاکستان د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک عنایت الله کاسي پرلتوالو ته اعلان وکړ چې د پاکستان حکومت د مذاکراتو په نتیجه کې ورسره منلې چې خلک د پخوا په ډول د چمن – سپین بولدک پر دروازه پر پاکستاني شناختي کارت او افغاني تذکرو تګ راتګ کولی شي.
    د دوی په وینا، د چمن – سپین بولدک د لارې د پرانستل کېدو ترڅنګ د پرلت د مرکزي کمېټې غړی او ویاند صادق خان هم، چې دوې میاشتې پخوا د پاکستان حکومت له لوري نیول شوی وه، پرون خوشي شو.صادق خان هیله څرګنده کړه چې دا لار به بیا نه بندیږي.
    خو اوس د چمن سلګونو اوسېدونکو او د کرښې د دواړو خواوو کاروباریانو دروازې ته په دې تمه مراجعه وکړه چې هغه به پرانستل شوې وي، خو د پاکستان حکومت له پاسپورته پرته د تګ راتګ اجازه ورنه کړه.
    اټکل دادی چې د پاکستان حکومت د دې لارې د پرانستلو ژمنه د دې لپاره کړې وه چې د بنو د اعتراض په شمول د پښتنو غوسه کمه کړي.

  • کانونو وزارت: د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي

    کانونو وزارت: د روانې اوونۍ تر پایه د مس عینک پروژې عملي چارې پيلیږي

    سه شنبې د زمري دویمه : د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې د روانې اوونۍ تر پایه به د لوګر د مس عینک کان د کیندنې چارې عملاً پيل شي.د دغه وزارت ویاند همایون افغان په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
    له دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت اټکل کړی و چې د مس عینک په کان کې د مسو د زېرمې کچه، څه باندې ۱۱ مېلیون ټنو ته رسېږي.
    د صنایعو او کانونو خونې هم ویلي چې د دغه کان د استخراج له عملي کېدو سره، د زرګونو تنو لپاره د کار زمینه برابرېږي.
    د مس عینک کان د کابل سوېل ختیځ ۴۰ کیلومټرۍ کې د لوګر په بې‌حاصلې سیمه کې موقعیت لري، دغه کان په نړۍ کې د مس تر ټولو ستر کان دی او د افغانستان د یوه طبیعي پانګې د سرچینې په توګه شمېرل کېږي.
    د مس عینک کان تړون د ام‌سي‌سي چینايي شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ خو د هغه استخراج چارې د بېلابېلو دلیلونو له امله بشپړې نه شوې.

  • دکاملاهیرس کاندیدیدل او دجوبایدن استعفا

    دکاملاهیرس کاندیدیدل او دجوبایدن استعفا

    د 2024 کال د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو څخه د جو بایډن وتلو او د کاملا هاریس ملاتړ ته پراخه عکس العملونه
    وروسته تر هغې چې جوبایدن له ولسمشریزو ټاکنو ووت او له خپلې مرستیالې کاملاهیرس ستاینه یې وکړه،دنړۍ یو شمېر مشرانو او لوړ پوړو امریکايي چارواکو،دا پرېکړه د هغه د “وطن دوستي ګڼلې ده.

    د یکشنبې په ورځ، د جولای په 31، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ډیموکراټ ګوند له نوماندۍ څخه لاس واخیست. د خپلې استعفا څخه څو دقیقې وروسته، هغه د خپل ځان او کاملا هیرس د عکس په خپرولو سره د هغې د نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.

    اغلې هیرس په یوه بیان کې وویل: “زه ویاړم چې د ولسمشر تایید ترلاسه کړم.”

    د دیموکرات ګوند څخه د امریکا د ولسمشر لومړي مرستیال ۸۱ کلن جوبایډن د خپلې وینا په دوام وویل، «زما نیت دا دی چې (د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند) نوماندي ترلاسه کړم او وګټم.

    د جو بایډن د استعفا پریکړه د دیموکراتانو د مخ په زیاتیدونکي غوښتنو په پایله کې شوې او پراخه عکس العملونه یې راوپارول.

    د نړۍ د مشرانو په لومړي غبرګون کې د برتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر په یوه بیان کې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د جوبایډن کړنې د امریکا د خلکو په ګټه وګڼلې او له ټاکنیزې نوماندۍ څخه د هغه د وتلو د پرېکړې په غبرګون کې یې وویل: د بایډن پریکړه “د درناوي وړ” ده، ولې هغه د امریکا او خلکو د ګټو په اړه فکر کوي.

    د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په X ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي: “زه ولسمشر بایډن له کلونو راهیسې پیژنم. “هغه یو لوی سړی دی او هرڅه چې کوي هغه د خپل هیواد او خپل هیواد سره مینه لري.”

    د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانی هم جو بایډن ته په ایکس کې لیکلي: “ستاسو د رهبرۍ او دوامداره خدمت لپاره مننه. “د استرالیا-امریکا اتحاد ستاسو په دوره کې تر بل هر وخت پیاوړی شوی، د ډیموکراتیکو ارزښتونو، نړیوال امنیت، اقتصادي سوکالۍ او د اقلیم په برخه کې زموږ د ګډې ژمنې سره.”

    د جرمني صدراعظمې اولاف شولتز د امریکا، اروپا او نړۍ لپاره د بایډن د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او په X ټولنیزه شبکه کې یې لیکلي: “له بایډن څخه مننه، زموږ همکاري نږدې ده، ناټو پیاوړې ده او متحده ایالات یو ښه او د باور وړ ملګری دی. “د هغه پریکړه چې بیا نه ودریږي د ستاینې وړ دی.”

    د آیرلنډ لومړي وزیر سایمن هاریس په یوه بیان کې د بایډن د “نړیوال مشرتابه” ستاینه کړې او لیکلي یې دي: “جو بایډن، په ټولو پوستونو کې چې هغه یې ترسره کړی، تل د آیرلینډ په ټاپو کې د سولې لپاره یو بې بنسټه غږ او په زړه پورې مدافع و، او زموږ هیواد یې پوروړی دی. دا د هغه لپاره لوی پور دی.”

    د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرزوګ د بایډن د “د اسراییلو د خلکو د نه ستړي کیدونکي ملاتړ” لپاره د هغه د لسیزو اوږده دندې په ترڅ کې ستاینه وکړه، لیکلي یې دي: “جو بایډن، د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه چې د جګړې په وخت کې یې اسراییلو ته سفر وکړ، د مډال ګټونکی دی.” د اسراییلو د ولسمشرۍ ویاړ، او د یهودي خلکو د ریښتیني متحد په توګه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د نه ماتیدونکې اړیکې نښه ده.”

    د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د جو بایډن پریکړه “زړورتیا او وقار” وبلله او په X ټولنیز شبکه کې یې لیکلي: “د روسیې د تیري په مقابل کې د اوکراین په ملاتړ کې د هغه هوډ او رهبري مثالی وه. د هغه ستر ولسمشر لپاره چې په دوامداره توګه یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ لپاره مبارزه کړې، له دندې ګوښه کیدل لوی کار دی.»

    له بلې خوا، د روسیې غبرګونونه مختلف وو.

    د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې خبري اژانس ته ویلي، مسکو د جوبایډن له پرېکړې وروسته چې خپل ټاکنیز کمپاین پای ته رسوي، پرمختګونه له نږدې څاري، خو ټاکنو ته لا هم څلور میاشتې پاتې دي او دا یوه اوږده موده ده چې په کې ډېر شیان بدلیدلی شي. “موږ باید صبر وکړو او وګورو چې څه پیښیږي.”

    د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم د جوبایډن د استعفا په غبرګون کې ادعا کړې، چې د امریکا د رسنیو او سیاسي کړیو د لاس وهنې په اړه باید پلټنې وشي، چې ولې یې د بایډن د رواني وضعیت په اړه حقیقت پټ کړ او لوبه یې وکړه. د عامه افکارو سره.”

    د روسیې د ولسي جرګې مشر ویاچسلاف ولادین هم ویلي چې د امریکا ولسمشر باید د اوکراین د شخړې او د اروپا او روسیې اقتصاد ته د زیانونو په اړه حساب ورکړي. “بایډن په ټوله نړۍ او په خپل هیواد کې ستونزې رامینځته کړې، او اوس چې هغه به انتخاب نشي، هغه به د ټاکنو انتظار کولو پرته وتښتي.”

    په متحده ایالاتو کې دننه ، د ټاکنو له سیالۍ څخه د جو بایډن د وتلو عکس العملونه او د جمهوري غوښتونکي نوماند ټرمپ پروړاندې د کاملا حارث ملاتړ ، ډیر ننګونکي وو.

    د امریکا د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د دې کال له انتخاباتو څخه د جو بایډن د وتلو په غبرګون کې د هغه پر ضد خپلې نیوکې تکرار کړې او ویلي یې دي چې بایډن باید په لومړي سر کې کاندید نه وای.

    د یکشنبې په ورځ له NBC سره په یوه مرکه کې، د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر،جو بایډن “د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو بد ولسمشر” بللی او ادعا یې کړې چې د بایډن تګلارو امریکا ته “ضرر” ورکړی دی.

    په همدې تړاو، د نومبر د پنځمې نیټې په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید CNN ته وویل چې دا به “اسانه” وي چې د بایډن د مرستیالې کملا هاریس څخه وګټل شي، که چیرې هغه د ډیموکراتیک ګوند د کاندید په توګه وټاکل شي.

    جمهوري غوښتونکو سناتورانو او استازو هم له ټاکنیز کمپاین څخه د جوبایډن د وتلو په اړه ورته غبرګون ښودلی.

    په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د لږکیو مشر میچ مک کانیل د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه د جوبایډن د وتلو په غبرګون کې ادعا وکړه چې اوسنۍ لویې ستونزې لکه د انفلاسیون کچه او د ناقانونه مهاجرینو راتګ.

  • چمن کې پرلتوال: “له نن وروسته به لکه د پخوا په پېژندپاڼه تګ راتګ کوو”

    چمن کې پرلتوال: “له نن وروسته به لکه د پخوا په پېژندپاڼه تګ راتګ کوو”

    دوشنبې د زمري لومړۍ : په چمن کې له نږدې یوولس میاشتو اعتراضونو او پرلپسې پرلت وروسته تنظیمونکي وايي چې بالاخره یې مهمې غوښتنې منل شوې دي.
    د دغه پرلت او حکومت تر منځ د منځګړي پلاوي یوه مشر ملک عنایت الله کاسي زرګونو پرلت کونکو ته په وینا کې ویلي: “د یولسو میاشتو خواري مو پایله ورکړې او ټولې غوښتنې مو منل شوې.”
    نوموړي وویل سر له سبا به د پولې دواړه غاړې تګ راتګ له “تذکره او شناختي کارډ سره کېږي.”
    د دریځ پر سر د هغه دا اعلان په ولولو، خوشحالیو، چکچکو او شعارونو بدرګه کېده. ښاغلي کاسي وویل د پرلت له منځه نیول شوي ټول بندیان هم له زندانه بېرته را خوشي شوي دي.
    د نوموړي په وینا له حکومته یې د شناختي کارډونو جوړولو لپاره ځانګړې اسانتیاوې غوښتې او که څوک پاکستانی کارت نه لري په (ټوکن) به اوښتلی او بېرته راتللی شي.
    له بل لوري د پرلت تنظیمونکو ویلي چې د “حکومت او پرلت کمېټۍ تر منځ اصولي جوړجاړی وشو.
    ویل کېږي د خلکو تګ راتګ لپاره به یو نوی مېکانیزم جوړیږي، خو سملاسي به خلکو ته اجازه ورکړل شي چې پر پخوانۍ تګلاره تګ راتګ وکړي.

  • لیکوال او  شاعر همېش خلیل له دې نړۍ سترګې پټې کړې

    لیکوال او شاعر همېش خلیل له دې نړۍ سترګې پټې کړې

    دوشنبې د زمري لومړۍ : د پښتو ژبې لیکوال، شاعر، څېړونکی، تاریخپوه، کیسه لیکونکی او کره کتونکی همېش خلیل د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
    نوموړی د جولای پر ۲۱مه د پېښور بر تاکال په غریب اباد سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.
    همېش خلیلک په ۱۹۳۰ کال د اپرېل پر ۱۱مه د پېښور په بر تاکال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې. پلار یې انځر ګل نومېده چې له مومندو مرزاخېلو سره یې تعلق درلود.
    دغه پښتون شاعر او لیکوال پنځه کلنۍ کې د خپل کلي په مدرسه کې سبق ویلی، له شپږم جماعت وروسته اسلامیه کالجییټ سکول نه د لسم ټولګي سند اخیستی او اسلامیه کالج کې یې دوولسم هم پایته رسولی. وروسته یې خصوصي زده کړې پېل او په دغه جریان کې یې د (نغمه زار) په نامه لومړۍ شعري ټولګه چاپ شوه.‌
    تر څنګ یې په ورځپاڼو او اخبارونو کې هم ګڼې مقالې او لیکنې خپرې شوې دي.
    لسګونه کتابه یې لیکلي چې ځینې مشهور یې (د غره ګلونه، د فکرونو ډېوې، پښتانه لیکوال، ورکه خزانه، زما سندرې، مومن خان شیرینۍ، ادم خان درخانۍ، حضرت عثان ذو النورین او د قلم خاوندان) دي.
    پر خواله رسنیو په تېره فېسبوک کې ګڼو پښتو لیکوالو او شاعرانو د همېش خلیل مړینه د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
    همېش خلیل د قلم سربېره سیاسي مبارزه هم کوله، چې څو ځله د پاکستان د وخت د حکومت له لوري بندي شوی او بېلابېلو زندانونو ته لېږدول شوی دی.