نړیوال بانک د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې فارِس حداد زیروس یې د افغانستان لپاره د نوي رئیس په توګه ګومارلی دی.
حداد زیروس تر دې مخکې د مالدیپ، نیپال او سریلانکا لپاره د نړیوال بانک د رییس په توګه دنده ترسره کړې.
نړیوال بانک ویلي په یوه خبرپاڼه کې ویلي:
“ښاغلی فارس حداد زیروس د افغانستان لپاره د نړیوال بانک نوی رییس ټاکل شوی، او دنده یې له نن څخه د اجرا وړ ده. هغه د آغلې میلندا ګود ځای نیسي چې د نړیوال بانک نوې دنده یې په غاړه اخیستې ده. د ښاغلي حداد زیرووس وروستۍ دنده د مالدیپ، نیپال او سریلانکا لپاره د نړیوال بانک د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.”
فارس حداد- زیروس د کار د رامنځته کولو او ټول شموله ودې د پیاوړتیا لپاره د خصوصي سکتور او کوچنیو او متوسطو شرکتونو په ځانګړې توګه د ښځو له خوا د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
په همدې حال کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر د نوي رئیس د ټاکل کیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه بانک باید په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کار بیا پیل کړي.
د کارپوهانو په اند، سره له دې چې بندیزونو د هېواد پر بانکي سیستم منفي اغېز کړی، نو تمه ده چې د نړیوال بانک د فعالیتونو پراخېدل به د افغانستان د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
حداد زیروس، د متحده ایالاتو تابعیت لري، له ۱۹۹۶ راهیسې له نړیوال بانک سره کار کوي.
دسته: خبر
-
نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وټاکه
-
اروپا،کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د سفارتونو اسناد نه منو(بهرنیو چارو وزارت)
د بهرنیو چارو وزارت وایی چې نور په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد نه مني. د افغانستان د پخواني حکومت له خوا نومول شوي ډیپلوماتان اوس هم د دغو ادارو مسوولین دي چې له افغان حکومت سره مشورې نه کوۍ.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او قونسلګرۍ ماموریتونو څخه یې په وار وار غوښتي چې لږ تر لږه د قونسلګرۍ په چارو کې له مرکز سره د افغانانو د ستونزو د حل لپاره اړیکه ونیسي.
اعلاميه کې په “بريتانيا، بلجيم. ، جرمني، سویس، اتریش، فرانسه، یونان، ناروې، کاناډا او استرالیا کې مېشتو افغان کډوالو ته ويل شوي، چې له نن ورځې څخه به د دغو ادارو له خوا د “تعفيف، تأييد، د جزايي مسووليت نشتوالى، پاسپورټ او د پاسپورټ د تجديد سټيکر، ويزې او داسې نور” ونه منل شي:
دبهرنیو چارو وزارت په خبرتیا کې راغلي دي چې سپارښتنه کیږي چې مراجعین په نورو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته لاړ شي ترڅو ویزې یا د قونسلګرۍ اسناد ترلاسه کړي.
-
تهران کې د اسمعیل هنیه وژل کیدل
د ایران سپاه پاسدارانو په تهران کې د حماس د د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.
د سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په وینا نن په تهران کې د اسماعیل هنیه پر استوګنځي برید شوی او په دې پېښه کې نوموړی او د هغه یو ساتونکی وژل شوی دی.
دغه اعلاميه د دې پېښې په اړه نور څه نه دي ويلي او يوازې وايي چې د پېښې د لامل او ابعادو په اړه بپلټنې کوي.
له دغې پېښې یوه ورځ مخکې ښاغلی هانیه په تهران کې د ایران د ولسمشر مسعود پژشکیان د لوړې په مراسمو کې له هغه او د اسلامی جمهوریت له لارښودعلی خامنه ای سره وکتل.
ښاغلي پزشکیان له اسماعیل هنیه سره په کتنه کې ډاډ ورکړی و چې له حماس ډلې سره د اسلامي جمهوري رژیم ملاتړ به له دې وروسته هم په لا زیات قوت سره دوام وکړي.
اسماعیل هنیه له علي خامنه اي سره په کتنه کې د غزې جګړې ته په اشارې سره چې اوس یې له پیل څخه درې سوه ورځې تیرې شوي، ټینګار وکړ چې دا جګړه یوه “نازک او تاریخي پړاو” ته رسېدلې ده او د حماس ځواکونه باید خپله اتلولي ثابته کړي.
حماس هم په یوه بیان کې د مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ښاغلي هنیه حضور ته په اشارې سره ویلي چې اسرائیلو هغه په نښه کړ.
د حماس یو جګپوړی چارواکی وايي، د دې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه به بې ځوابه پاتې نه شي.
-
د ټولو سیم کارټونو پر ثبت د مخابراتو وزارت ټینګار
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، په افغانستان کې د «ام.ټي.ان» مخابراتي شرکت له رئیس هشام رمضان سره په کتنه کې؛ د مخابراتي ستونزو پر حل او د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پر بهیر خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ام.ټي.ان» شرکت مسئولینو، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې دوی توانیدلي تر دې دمه د دغه شرکت د ۱۰۰ مخابراتي سایټونو خدمات 4G” “ ته لوړ او څه باندې ۷۰۰ زره سیمکارټونه د قانون مطابق ثبت او راجسټر کړي.
مولوي نجیب الله حقاني هم، د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کول، د ټولو مخابراتي شبکو مکلفیت ګڼلی او ویلي یې دي چې مخابراتي شرکتونه باید په دې برخه کې آسانتیاوې ډېرې او پروسه ګړندۍ کړي.
هغه زیاته کړې چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په هېواد کې ټولو مخابراتي شرکتونو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي؛ نو مخابراتي شرکتونه هم باید د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې قوانین رعایت کړي. -
د هواپېژندنې ادارې په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلونواو تېزو بادونو اټکل کړی دی.
دغه ریاست تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې اټکل وکړ چې نن (سې شنبه) به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې بارانونه واوري.
د باران انداره په بیلابیلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۶ میلي مترو پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې د بارانونو ترڅنګ د دوړو، بادونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه هم شوې ده.
سږنی کال د ورښتونو او سیلونو له پلوه د افغانستان لپاره په تېرو شاوخوا ۵ لسیزو کې بې ساری دی.
د ژمي لومړۍ دوې میاشتې وچې تېرې شوې خو له درېیمې میاشتې څخه یې ورښتونه بیل شول چې د سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې یې دوام کړی دی.
د چاپیریال متخصصان دا ورښتونه له اقلیمي بدلون سره بې ارتباطه نه بولي او وايي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د سترو صنعتي هیوادونو له کبله د رامنځته شوي اقلیمي بدلون تر ټولو زیات تاوان ورکوي.
تراوسه پورې د سیلونو له کبله سلګونه افغانان مړه شوي او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه او سلګونه کورونه یې ویجاړ شوي دي. -
مولوي کبیر د اېران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته رسیدلی
په داسې حال کې، چې د د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو ته د ګډون لپاره ورغلی؛ اسلامي امارت له یوې میاشتې راهیسې له اېران څخه افغانستان ته د ۱۲۸ زرو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی.
په ایران کې مېشت افغان کډوال هم د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده شکایت لري.
دوی وايي، له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې افغان کډوال آن د ایرانیانو له لوري هم ځورول کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم منلې چې، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۲۸ زره کسان له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دوی کې ۵۲ زره شاوخوا په جبري توګه را ایستل شوي دي، نور یې پخپله خوښه راغلي دي.
اسلامي امارت ایران ته د مولوي کبیر د سفر پر مهال د افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو یا نه خبرو په تړاو څه نه دي ویلي.
څه موده مخکې د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ایران ته په سفر تللی و، خو د کډوالو پر ستونزو یې د خبرو یادونه نه وه شوې. -
د کوزې پښتونخوا په کورمه کې د دوه ډلو ترمنځ په شخړه کې ۳۰ تنه وژل شوي.
د پښتونخوا ایالت په کورمه کې د فرقه ییزو شخړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر یو نیم سلو ډېر ټپیان شوي دي.
دا شخړه پنځه ورځې مخکې د سنیانو او شیعه ګانو د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې ملکیت پر سر پیل شوې وه، چې وروسته یې فرقه یي بڼه خپله کړه.
ویل کېږي، تر اوسه پورې د دې شخړې د مخنیوي لپاره حکومتي هڅې او د ځايي مخورو جرګې، مرکې ناکامه شوې دي.
هلته په کورمه کې عیني شاهدان وايي، نن پنځمه ورځ هم نښتې روانې وې او د دواړو لوریو لخوا درنې او سپکې وسلې کارول شوې دي.
شخړه په لومړي سر کې د مدګي او ګلاب نومي کلیو د دوو اوسېدونکو کورنیو تر منځ پيل شوې، خو وروسته د شاوخوا بوشهره، ملي خېل، ډنډر، بالش خېل، صده، کونج عليزی، مقبل، پېواړ او ترمنګل سيمو ته هم غځېدلې ده.
د سیمې د ځینو اوسیدونکو په خبره،ځايي چارواکو او د سیمې مخورو څو ځله د اوربند لپاره هڅې کړې، خو تر اوسه پورې یې کومه پایله نه درلوده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د خواله رسنۍ فېسوبک له لارې په یوه پیغام کې ویلي، په کورمه کې جګړه روانه ده، خو د مخنیوي لپاره یې چارواکي نه خو خپل مسوولیت ترسره کوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي، چې سیمې ته ورشي او د روغې، جوړې راوستلو هڅه وکړي. -
دپوهنې وزارت: عصري زده کړې فرض کفایي دي، ډرون به جوړوو.
د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیبالله اغا وايي چې عصري زده کړې کول فرض کفایي دي.
نوموړي د سږني کانکور د مخکښانو په ستاینغونډه کې ویلي:«نړۍ آسمان ته ورسیده ، ډرن یې په اسمان کې ګرځي زه او ته د ډرن په مقابل کې څه لرو؟ هېڅ نهلرو؛ خو دا به جوړوو دا په موږ او تاسو باندې لازمه ده، نه موږ د خپل نظام حفاظت کولای شو او نه د دغې خپلې خاورې، د خپلې جغرافیې حفاظت کولای شو.»
سید حبیبالله اغا زیاته کړه :«زموږ او تاسې افغاني او اسلامي ټولنه، عصري علومو ته اړتیا لري. د عصري علومو زدهکړه کفايي فرض ده. »
هغه دا هم ویلي، چې په پوهنیزو بنسټونو کې به د ټلیفون او ټولنیزو رسنیو استعمال منع کړل شي. -
یو چینایي شرکت په کونړ کې د درې برښنا بندونو جوړلو ته لېوالتیا ښودلې.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي،یوه چینايي شرکت په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید پر ۳ سترو بندونو پانګونې ته زړه ښه کړی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یوه چینايي شرکت مسوولینو د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې په کونړ ولایت کې په درېیو سترو بندونو ( شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ په دغه لیدنه کې، د چینایي شرکت مسؤلینو په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده؛ چمتو دي، چې ژر له دغه وزارت سره په همدې موخه د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړي او په عملي توګه چارې پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د برېښنا د تولید په بندونو کې د دغه چینايي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کونړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شتون لري او که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، نو افغانستان به وکولای شي، چې ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغه چینايي شرکت مسؤلینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې عملي چارې یې ژر پیل شي. -
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت مخه په بې ساري ډول نیول شوې
یوې برتانیایي مؤسسې د سپوږمکۍ له لارې د تصویرونو له اخیستلو وروسته څرګنده کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نژدې 50٪ کم شوی، او له دې کښت سره د مبارزې لپاره روانې هڅې به سبب شي چې سږکال دا بوټی په بې ساري ډول کم شي.
د بریتانیا د السیس (Alcis) موسسې د تازه راپور له مخې، سږ به دویم پر له پسې کال وي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې پر کوکنارو بې ساری بندیز لګول کېږي.
راپور وايي چې د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۲۲ پورې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۴ ولایتونو د کرنې نقشه ښیي چې د کوکنارو تر کښت لاندې ساحه تر 4,000 هکتارو کمه شوې ده. حال دا چې په ۲۰۲۳ م کال کې په نژدې ۱۶,۰۰۰ هکتارو مځکه کوکنار کرل شوي وو.
راپور وايي، دا هغه ۱۴ ولایتونه دي چې په ۲۰۲۲ کې د ټول افغانستان د کوکنارو ۹۲ سلنه پکې کرل شوي وو.