اسلامي امارت افغانستان ته د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتو د ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچرډ بېنېټ، پر ورتګ بندیز لګولی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د جرمني دوېچ وېله رسنیزې شبکې سره خبرو کې ادعا کړې، چې ښاغلي بېنېټ د دوی د حکومت پر ضد تبلیغ کاوه او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.
مجاهد زیاته کړه د بېنېټ په اړه باید ووایم چې افغانستان ته د هغه په راتګ بندیز لګېدلی دی. ځکه چې د افغانستان په اړه پروپاګند لپاره ګومارل شوی و او داسې یو څوک نه دی چې موږ یې پر خبرو باور وکړو.
بېنېټ د افغانستان په اړه د بشري حقونو په خپلو څو راپورونو کې د طالبانو پر حکومت د ښځو او لږکيو د حقونو له امله نیوکې کړې، هغه انتقادونه چې طالبانو هېڅکله هم نه دي منلي.
ښاغلې بېنېټ څو ځله افغانستان ته سفر کړی او د کورنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په ګډون يې له ګڼ شمېر چارواکو سره کتلي دي.
ښاغلي بېنېټ په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه خپل وروستي رپورټ کې د زده کړو او کار په برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیت، روغتیايي، عدلي او قضايي سکتور ته د ښځو نه لاسرسی او ځینې نورې بشري ناخوالې یادې کړې وې.
اسلامي امارت بیا د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر رپوټ رد کړی و او دا يې د اذهانو خربولو هڅه بللې وه.
دسته: خبر
-
افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر راتګ بنديز ولګول شو.
-
ایران پراسراییلوبریدنه کوي(دامریکې مشران)
واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې اسلامي جمهوریت اندېښمن دی چې پر اسرائیلو یې برید به ددی لامل شي چې امریکا او اسراییل دایران پراټومي تاسیساتو ګډ بریدونه وکړي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې له لفظي ګواښونو سره سره اسلامي جمهوریت د پردې تر شا ډېر اندېښمن دی او احتمالي غبرګون به یې هم ډیر کوچنی وي.
دغې ورځپاڼې څرګنده کړې ده چې داسلامی جمهوریت سفیرانو په سیمه کښې له هغو ډلو سره په کتنو کښې چې په سیمه کښې یې له ملاتړه برخمن دی له هغوی څخه وغوښتل چې له احتیاط څخه کار واخلی او د قدرت د ښودلو او د پراخې جګړې د مخنیوی لپاره د دوو لاسوندونو ترمینځ یوه منځنۍ لاره غوره کړی .
د پورتني راپور په دوام کښې د عراق د پارلمان د یوه غړي له قوله راغلي دي: «اسلامي جمهوریت موږ ته ویلي چې محدود غبرګون به ولري. ځکه هغه نه غواړي چې جګړه پراخه شي.
له بلې خوا دامریکې پخواني ولسمشر او راتلونکوټاکنوته د جمهوري غوښتونکونومانددونالدترمپهم ویلي دي چې ایران پر اسراییلو بریدنه کوي ځکه چې دغه برید به دریمه نړیواله جګړه پیل کړي.
-
په باجوړ کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول
د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې تېره ورځ خبر ورکړ چې درې سرتېری یې هغه مهال ووژل شول چې امنیتی ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د افغانستان له خاورې د وسله والو د ورتګ د مخنیوي هڅه کوله.
د پاکستان د پوځ مطبوعاني دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د اګست د اتلسمې او نولسمې ترمنځ په شپه، د ټي ټي پي یوې ډلې هڅه کوله د پاکستان – افغانستان پولې ته ننوځي، په باجوړ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. په دې نښته کې درې پوځیان او ۵ حمله کوونکي ووژل شول.
تر دې یوه ورځ وړاندې دوه پاکستاني پوځیان هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې د خیبرپښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پرې برید وشو.
ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو د کلاچۍ او منډهي ترمنځ په لاره کې پر پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او درې نور له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شول.
د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي. -
اسلامي امارت یو شمېر هیوادونو ته ویلي چې سفارتونه یې د افغانستان استازیتوب نه کوي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څو بهرنیو حکومتونو ته په استولي لیک کې ویلي چې د افغانستان د سفارتونو فعالیتونه چې اوس هم د پخواني جمهوریت د هغو ډیپلوماتانو له خوا اداره کیږي چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، لغوه ګڼل کېږي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا د باندنیو چارو وزارت ډیر دا ډول لیکونه لوېدیځو هیوادونو ته استولي دي. په دغو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته په غیر رسمي ډول د لیک د ورسیدو خبر ورکړل شوی خو تراوسه کوم هیواد د افغان سفارتونو د فعالیت د مخنیوي په تړاو اقدام نه دی کړی.
اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال له ګومارل شویو دیپلوماتانو سره د تماس هڅې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دندو به یې نه لیرې کوي خو اکثرو پخوانیو دیپلوماتانو له دوی سره له تعامله ډډه کړې ده.
د جولای په ۳۰مه، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې نور په بلجیم، سویس، اتریش، فرانسې، یونان، سویډن، بریتانیا، ناروې، کاناډا، اسټرالیا سفارتونه او د جرمني د بن او برلین په ښارونو کې د قونسلګرۍ خدمتونه په رسمیت نه پیژني او د هغو له لوري صادر شوي پاسپورټونه او وېزې او نور اسناد ورته د منلو نه دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو ماموریتونو له خوا صادر شوی اسناد — چې د تضمین بانډونه، د غیر مسؤلیت لیکونه، تصدیقونه، د پاسپورټ صادرول، د پاسپورټ نوی کولو سټیکرونه، او د ویزې سټیکرونه پکې شامل دی — د امارت لخوا د اعتبار وړ نه ګڼل کیږی. -
بهرنیو هېوادونو ته له کندهار ولایت څخه ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادر شوې.
د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولینو ویلي چې په تېرو ۴ میاشتو کې یې بهرنیو هېوادونو ته ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره کړې ده.
د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ادارې مطبوعاتي مسؤل نور الله نوري وایي د دغې مېوې زياته برخه کشمش او زیره ده
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولایت د وچې مېوې ډېره برخه هند ته صادرېږي.
د اسلامي امارت چارواکي هم وخت پر وخت له افغانستانه د بهرنیو صادراتو د زیاتیدو خبره کوي. -
د افغان پناه غوښتونکو پر پټو سفرونو د جرمني د حکومت او اپوزیسیون غبرګون.
په جرمني کې افغان پناه غوښتونکي او کډوال سره له دې چې د پناه غوښتلو د دلیل په توګه ادعا کوي چې په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، افغانستان ته سفرونه کوي.
آر ټي ایل په یوه راپور ادعا کړې چې ډیری افغانان له نیمګړتیاوو څخه ګټه اخلي، ډیری وختونه د سفري ادارو (ټریول ایجنسیو) په مرسته، له اجازې پرته خپل هیواد ته ځي.
افغان کډوال د دوه ځله ننوتلو (ډبل انټري) ویزې په کارولو سره د ایران له لارې افغانستان ته سفر کوي. کله چې دوی افغانستان ته ننوځي، د هغوی ننوتل یوازې په یوه کاغذ ثبتیږي، او چې بېرته جرمني ته ستنیږي کوم ثبوت نه وي چې افغانستان ته تللي دي.
RTL وايي وروسته له هغه یې د افغانانو د دې کار څرک ولګاوه چې په جرمني کې میشتو افغانانو افغانستان ته د خپلو سفرونو عکسونه او فلمونه په ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک کې شریک کړل.
د آر ټي ایل مستند راپور د هامبورګ په یوې سیمې تمرکز کوي چې هره اوونۍ ډیری افغانان ورڅخه خپل هیواد ته ځي.
په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانانو په جرمني کې ژوند کاوه. د ټریول ایجنسي د چلوونکو په وینا، سلګونه افغانان هره اوونۍ یوازې له هامبورګ څخه خپل هیواد ته په شنو یا نیلي پاسپورتونو سفر کوي.
نیلی پاسپورتونه د هغو کسانو لپاره ځانګړي سفري اسناد دي چې په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي او د خپل اصلي هیواد د پاسپورت پر ځای ورڅخه کار اخلي.
د دې سفرونو په اړه د خبرونو په غبرګون کې، د اګست په 15، د جرمني د مهاجرت کمیشنر، یواخیم سټمپ پناه غوښتونکو ته خبرداری ورکړ چې د تفریح یا رخصتۍ لپاره خپلو هیوادونو ته سفر ونه کړي او که دوی وموندل شي چې دا کار یې کړی دی نو نتیجې به یې وویني.
دغه کمېشنیر زیاته کړه جرمني باید نړیوال پاتې شي، مګر احمق نه، هغه بیلډ ورځپاڼې ته وویل، کوم کسان چې له موږ څخه یې د خوندیتوب غوښتنه کړې او خپل هېواد ته د رخصتۍ لپاره تللي، د خوندیتوب حق فوراً له لاسه ورکوي او نور په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري. -
د متحده عربي اماراتو دولتمشر په روغتون کې د ملاحسن آخند لیدو لپاره ورغی.
د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ محمدبن زاید النهیان د خپل هیواد هغه روغتون ته لاړ چې د اسلامي امارت رييس الوزرا پکې بستر دی.
د اسلامي امارت ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
ملاحسن اخوند تېره ورځ د متحده عربي اماراتو له دولتمشر سره په کتنه کې د دغه هېواد د سخاوتمندانه چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې متحده عربي اماراتو تل په خلاص لاس د پراختیايي پروژو او بیارغونې له لارې د افغانانو ملاتړ کړی دی.
د اسلامي امارت چارواکو د ملاحسن د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي. د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واک ته رسیدو د درېیمې کالیزې په مراسمو کې د ملاحسن پیغام د نوموړي د دفتر ريیس ولوست. ملاحسن آخند ډېر لږ ږغېږي او ډېر لږ لیدل کېږي. -
قزاقستان چمتو دی چې د تورغونډۍ- سپین بولدک ریللارې لپاره وسایل ورکړي
قزاقستان د افغانستان له تورغونډۍ تر سپین بولدک پورې د ریللارې د جوړېدو په پروژه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود.
د قزاقستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه هیواد د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین د خپل هیواد د ترانسپورت او مواصلاتو له عمومي ريیس مومیتان چاکي یف سره له کتنې وروسته وویل چې قزاقستان له ترکمنستان سره په ګډه د شمال – جنوب د نړیوال ترانسپورتي کوریدور جوړېدو ته لېوالتیا لري.
ده وویل چې قزاقستان تیار دی چې د افغانستان د هرات د تورغونډۍ او د کندهار د سپین بولدک ترمنځ د ریللارې د جوړېدو لپاره وسایل مهیا کړي.
قزاقستان په وروستیو کې له ترکمنستان سره په ګډه په هرات کې د تېلو د یوه لوی زېرمتون په جوړولو کې برخې اخیستو ته هم جمتووالی ښوولی و. -
راتلونکې جرګه باید قومي عدالت ته لاره پرانیزي(منظور پښتون)
دپښټون ژغونې غورځنګ مشر منظور پښتون وایی د پښتنو دتاریخې جرګې لپاره جمتوالی شته او یاده جرګه په ټاکلی وخت دایریږي.
نوموړی اعلان وکړ چې د دغې جرګې په وخت او ځای ځایګي هم سلا شوي .
پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، له دې وروسته د ځينو معلوماتو د راټولولو او خلکو د رابللو لړۍ پیلوي.
منظور پښتون د لومړي ځل لپاره تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت “یوه ستره ولسي جرګه” رابولي.
پښټون هغه مهال ويلی و چې نور د پښټو تګ له حکومت سره نه کیږي زمونږ مشران به پریکړه وکړي چې ځه وکړو .
دپښټون یاده وینا د دی تاریخي جرګې اهمیت لا زیات کړی دی.
منظور پښتون وايي ”په دغې جرګه کې څوک میلمانه نشته او ټول ګډونوال په ګډه کوربانه دي او هره پرېکړه به د خلکو په خوښه کېږي.”
منظور پښتون اعلان کړی چې سر له ننه به ټولو پښتون مېشتو سیمو ته د کره شمېرو ټولولو ځانګړې فورمې لېږي.
د ښاغلي پښتون په ټکو هڅه کوي چې “په پښتنو د تپل شوې جګړې” له کبله دوی ته د اوښتو هر ډول زیانونو کره حساب (ډېټا) را جمع او بیا یې د جرګې پر ورځ تر ګډونوالو ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي له دې جرګې باید ”قومي عدالت” ته یوه زمینه برابره شي داسې چې پرېکړې به یې ولسي بنسټ ولري.
-
د سالنګ لار د باري موټرو او بسونو پرمخ د سنبلې تر لومړۍ بنده ده
د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لارې د پاتې برخې د ترمیم لپاره به دا لار د سنبلې تر لومړۍ نېټې پورې بنده وي.
د دغه وزارت ویندوی اشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې له کوچنیو موټرو پرته، چې پر نوې فرعي لاره تګ راتګ وکړي، لوی باري موټرونه او بسونه به د سنبلې تر لومړۍ نېټې پورې په دې لاره د تګ راتګ اجازه نه لري.
اسلامي امارت تېر کال د سالنګ تونل ترمیم کړ او ویې ویل چې د دې لارې د بیارغونې چارې یې بشپړې کړي دي.
سالنګ د افغانستان له پلازمېنې، جنوب او ختیځ سره د شمال د ۹ ولایتونو د ارتباط اصلي لاره ده.