دسته: خبر

  • پرونۍجګړې په اړه دحزب الله او اسراییل متضادې ادعاوې

    پرونۍجګړې په اړه دحزب الله او اسراییل متضادې ادعاوې

     

    حزب الله او اسراییل دواړه په پرونۍ جګړه کې دبریا او مقابل لوري ته دسختو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.

    جګړې په اړه دحزب الله لدعا سره سم د دوی له خوا د خپل لوړپوړي قومندان د وژلو په غبرګون کې د حزب الله لومړی غبرگون د هغه مرکز په نښه کولو سره ترسره شو چې په حقیقت کې د اسرائیلو د جاسوسي عملیاتو د تفکر مرکز دی او د وژني عملیات د همدې اډې تر لارښوونې لاندې ترسره کیږي.
    په داسې حال کښې چې داسراییل حکومت د لبنان د اسلامی مقاومت د پوځ د لوړ رتبه قوماندان فواد شیکر د وژل کیدو په غبرګون کښې د حزب الله د پرونیو عملیاتو د ناکامۍ په توګه د پرونیو عملیاتو د توجیه کولو هڅه وکړه. خو عبراني رسنیو، د هارتز په ګډون دوی څرګنده کړه چې د حزب الله توغندي او ډرون په اشغال شوي فلسطین کې ستراتیژیک اهداف په نښه کوي، په شمول د اسراییلو استخباراتي او جاسوسي مرکزونه.

    دحزب الله عمومی منشی سید حسن نصرالله پرون ماښام په خپله وینا کې دصهیونیسټ داسراییل  هغه ادعاوې چې دحزب الله عملیات یې شنډ کړی دی رد کړ او ټینګار یې وکړ: مونږ په اسرائیلو کښې دترهه ګرۍ دعملیاتو لومړنی هدف چې ګولوت اډه وه په نښه کړی دی . په دې اډه کې، چې د “امان” په نوم د اسراییلو د پوځي استخباراتو ادارې پورې اړه لري، د دښمن 8200 واحدونه ځای پر ځای شوي دي. د ګیلوت اډه د لبنان له پولو څخه 110 کیلومتره او د تل ابیب څخه 1500 متره لیرې ده.

    د حزب الله د عمومی منشی په وینا، د برید هدف په ګیلوت کې د پوځی استخباراتو اډه وه او په الجلیل او ګولان کې یو شمېر اډې او بیرکونه هم په نښه شوی دی. پریکړه دا وه چې د څو دقیقو لپاره 300 کاتیوشا توغندي وتوغول شي او د اوسپنې ډوم سیسټمونه یې ښکیل کړي ترڅو بې پیلوټه الوتکې تیر شي، او دا لومړی ځل و چې موږ د بیکا سیمې څخه ډرون پیل کړ.

    نصرالله تاکید وکړ: ټولې هغه بې پیلوټه الوتکې چې له بیکا څخه توغول شوې وې د لبنان له پولې او د فلسطین تر نیواک لاندې په خوندي توګه ټاکل شویو هدفونو ته ورسیدې او زمونږ ځانګړی پوځي هدف تل ابیب ته نږدې د 8200 پوځي استخباراتو مرکز وو.

    له بلې خوا داسراییل لومړي وزیر نتن یاهو ادعا کړې ده چې د حزب الله ټول بریدونه شنډ کړي دي او داسارییلو ۱۰۰ جنګي الوتکو  دحزب الله راکټي سیستمونه ل منځه وړي دي.

     

  • د کلیو د پراختیا وزیر وايي، د واخان سړک کار دوام لري

    د کلیو د پراختیا وزیر وايي، د واخان سړک کار دوام لري

    د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، په واخان کې د چین تر پولې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې دوام لري.
    د واخان پر دهلیز د تېر جمهوري حکومت په مهال کار پیل شوی و خو د تحولاتو له کبله نیمګړی پاته شو. تېر کال اسلامي امارت وویل چې د دې سړک د جوړولو چارې یې پیل کړي او ډېر ژر به بشپړې شي.
    خو اوس ښاغلی اخوندزاده وايي، په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته د واخان چین دهلیز د ۳۶۰ میلیون افغانیو په قرارداد سره بیا پیل شوی دی.
    اخونزاده دا هم وویل چې نړیوال بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې د دې بانک نابشپړې یا نیمکاره پروژې به بیا پیل کړي.
    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر یادونه وکړه چې بهرنیانو په افغانستان کې نژدې ۲۰ زره نیمه بشپړې شوې پروژې پرېښي دي.
    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خپل یو کلن راپور کې ټینګار کړی چې د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (MRRD) خپله داخلي بودجه او مرستې د هیواد په ټولو برخو کې په مرستو مصرفوي.

  • په جرمني کې د افغان او سوري کډوالو د نه منلو په اړه اندېښنې

    په جرمني کې د افغان او سوري کډوالو د نه منلو په اړه اندېښنې

    د جرمني په لویدیځ ښار سولینګن کې د چړې په وسیله له وژونکي برید وروسته په دغه هیواد کې د کډوالو د یو شمېر مخالفانو غبرګونونه پارېدلي دي. په عین وخت کې قضایي چارواکو د دې برید په اړه د “ترهګرۍ ضد” تحقیقات پیل کړي دي.
    د جرمني د اپوزیسیون مسیحي دیموکرات اتحادیې مشر په حکومت غږ وکړ چې جرمني ته د افغان او سوري کډوالو د ورتګ مخه ونیسي. ویل کیږي چې په دې برید کې ښکېل کس، چې درې تنه یې وژلي او اته ټپیان کړي، پولیسو ته اعتراف کړی چې هغه دا کار کړی دی.
    د جرمني د تروریزم ضد قضایي چارواکي وایي، پر دغه ځوان سوري (د سوریې تبعه) د اسلامي دولت ډلې یا داعش د غړیتوب شک دی او هغوی مستقیم شواهد موندلي چې هغه له دې برید سره تړاو لري.
    راپورونه وایي چې هغه په سولینګن ښار کې د پناه غوښتنې په یوه مرکز کې اوسېده.
    په همدې حال کې د جرمني د مسیحي دیموکراتیک اتحادیې (CDU) مشر فریدریش مرڅ جرمني ته د افغانانو او سوریه والو د ورتګ د مخنیوي غوښتنه وکړه.
    ګومان کېږي چې په جرمني کې د دې ډول بریدونو یو اصلي هدف دا دی چې په دغه هیواد کې، چې تر بل هر اروپايي هیواد زیات کډوال مني، د مسلمانو کډوالو مخه ونیول شي.
    داعش یا اسلامي دولت ډلې، د شنبې په ورځ په خپل ټیلګرام چاینل کې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست، خو د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.
    له بلې خوا ښاغلي مرڅ د هغو کډوالو ایستلو ته هم اشاره وکړه چې له سوریې او افغانستان څخه جرمني ته ورغلي وو او زیاته یې کړه: “موږ به نور د دغو هیوادونو هیڅ کډوال ونه منو.”

  • د کمانډر فواد شکر د وژلو غچ: حزب الله په اسرائیلو له 400 څخه زیات راکټونه او ډرون بریدونه کړي

    د کمانډر فواد شکر د وژلو غچ: حزب الله په اسرائیلو له 400 څخه زیات راکټونه او ډرون بریدونه کړي

     

    بیروت: د لبنان د مقاومت تنظیم حزب الله د خپل قوماندان فواد شاکر د وژلو غچ اخیستو لپاره د شپې ناوخته پر اسرائیلو ۳۲۰ راکټونه او تر ۱۰۰ زیات چاودیدونکي ډرون وویشتل.

    د الجزیرې د خبر له مخې حزب الله د اسرائیلو په شمال کې په مختلفو ښارونو د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو بریدونه کړي، حزب الله په خپل برید کې د اسرائیلو پوځي تاسیسات او د اوسپنیزې ساحې دفاعي سیستم په نښه کړی دی.

    د حزب الله له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې موږ د خپل قومندان فواد شکر د وژلو د غچ اخیستو په موخه پر اسرائیلو ۳۲۰ توغندي توغولي او دا یوازې زموږ د غچ اخیستنې لومړی پړاو دی، چې اوس بشپړ شوی دی.

    د حزب الله له برید وروسته تل ابیب ته ټولې الوتنې وځنډول شوې، خو اوس بېرته پیل شوې.

    له بلې خوا د حزب الله له بریدونو وروسته په اسرائیلو کې د راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره بیړنی حالت اعلان شوی او خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو لارښوونه شوې ده.

    اسرائیلي جنګي الوتکو هم پر لبنان بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې د اسرائیلو پوځ هم ادعا کړې وه چې زموږ د هوايي ځواک ۱۰۰ جنګي الوتکو د حزب الله د راکټونو په مرکزونو بریدونه کړي، چې زرګونه راکټونه یې د حزب الله له برید وړاندې له منځه وړي دي .

  • د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

    د هوا پېژندنې ادارې په ۱۱ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې

    د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، دوړو، بادونو، او سیلونو اټکل کړی دی.
    دا اداره وړاندوینه کوي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو به په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ میلي مترو پورې وي.
    د دې ادارې له اټکل سره سم به، په کابل، پنجشیر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، بدخشان، نورستان، خوست، ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې بارانونه وشي.
    د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې څانګې هم اعلان کړی چې په دې دوو ورځو کې د سالنګ په ګډون په لویدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د تندرونو امکان شته. د باد د سرعت په اړه اټکل شوی چې په ساعت کې به له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
    په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سیلونو له کبله د خلکو یو شمېر کورونه زیانمن شول.

  • ژر به د اسلامي امارت سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي

    ژر به د اسلامي امارت سفیر په تاشکند کې کار پیل کړي

    د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ازبکستان او افغانستان تر منځ د سفیر د ټاکلو په اړه د هوکړې خبر تایید کړ او ویې ویل چې عبدالغفار تیروي اوس مهال په تاشکند کې خپل فعالیتونه پیلوي.
    د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي ویلي، افغانستان او ازبکستان په دې اړه یوې موافقې ته رسېدلي او تمه کیږي چې نوی ټاکل شوی سفیر به ډېر ژر په تاشکند کې کار پیل کړي.
    هغه زیاته کړه: په اوس وخت کې له ځینو نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکې کچې د لوړولو په اړه یو لړ تفاهمونه شوۍ دي.
    جلالي زیاته کړې، په تېرو دریو کلونو کې اسلامی امارت ځان د یو باثباته او قوي نظام په توګه ثابت کړی دی، او سیمه او نړۍ ورځ په ورځ دا حقیقت درک کوي. په نژدې راتلونکې کې به عبدالغفار تیروي په تاشکند کې د سفیر په توګه خپل فعالیتونه پیل کړي.
    دیادونې وړده چې تېره اونۍ، بدر الدین حقانی په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه وټاکل شو.

  • افغانستان او پاکستان هممهاله د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي

    افغانستان او پاکستان هممهاله د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلوي

    افغانستان او پاکستان به په راتلونکې میاشت کې له یو بل سره هممهاله د پولیو ضد واکسین کمپاینونه پیل کړي او د ساري ناروغیو د له منځه وړلو لپاره به نوې هڅې وکړي.
    د جنورۍ له میاشتې راهیسې، پاکستان د پولیو ۱۶ پېښې ثبت کړي دي، چې ۱۲ یې په بلوچستان په ایالت پورې تړاو لري.
    په پاکستان کې په دې ناروغۍ اخته درې ماشومان مړه شوي دی.
    د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان د بیړنیو عملیاتو مرکز همږغوونکي انعام الحق قریشي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د قضیو زیاتوالی په دریو فاکتورونو پورې اړه لري: د نفوسو حرکت چې د ویروس خپریدو لامل کیږي، د ځینو والدینو له خوا د خپلو ماشومانو له واکسین کولو څخه انکار، او د کافي خوړو نه رسېدل چې په ماشومانو کې معافیت کمزوري کوي.
    پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس وحشي ډول پکې خپور دی.
    تر دې وړاندې نایجریا هم د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د پولیو ویروس لرونکی هیواد ګڼل کېده خو نایجیریا د ۲۰۲۰ په اګست کې له پولیو څخه پاک اعلان شو، او له ۲۰۱۶ راهیسې یې د پولیو هیڅ نوې قضیه نه ده ثبت کړې.

  • بلوچستان ته د منظور احمد پښتین په ورتګ بندیز ولګول شو.

    بلوچستان ته د منظور احمد پښتین په ورتګ بندیز ولګول شو.

    د پاکستان بلوچستان صوبايي حکومت دغه ایالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.
    د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سولې په ګټه او د خلکو د ارامښت او د امنیتپه موخه بلوچستان ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ په سملاسي توګه د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګوي او په دې موده کې به هغه د دغه ایالت هېڅ ولسوالۍ ته نه پرېښوول کېږي.
    په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچينو ویلي چې په پام کې و، ښاغلی پښتين د اګست پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او د دغه ایالت ځينو نورو سيمو ته سفرونه وکړي.
    د دغه غورځنګ ګڼو غړو پر اېکس خواله رسنۍ د بلوچستان حکومت دغه ګام غندلی او ځينو یې ویلي چې ګواکې د پاکستان حکومت له ‘پښتون قومي جرګې’ په وېره کې دی نو ځکه د منظور پښتين مخنیوی کوي.
    خو دوی ویلي چې هېڅوک به یې مخه ونه شي نیولی.
    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت یوه ستره ولسي جرګه رابولي.
    د یادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ۱۱ اکتوبر جرګې ته د خلکو بللو لپاره هغو ۶۰ ضلعو یا ولسواليو ته ځي چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي.
    ښاغلي پښتين د ۱۱ اکتوبر جرګه د پښتنو تاریخي جرګهبللې او شاوخوا لس ورځې وړاندې یې وویل چې د دې قومي جرګې بنسټيز کارونه بشپړ شوي دي.

  • د ایران او اسراییل د کړکېچ له کبله د افغانستان پر هوا د الوتکو بیروبار ډېر شوی

    د ایران او اسراییل د کړکېچ له کبله د افغانستان پر هوا د الوتکو بیروبار ډېر شوی

    د نړیوالو الوتنو د څار اداره وایي چې د سینګاپور هوايي شرکت، بریتیش ایروېز او لوفتانزا هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي قلمرو الوتنې زیاتې کړې دي.
    د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه د جمهوریت له سقوط وروسته د نړۍ کابو ټولو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه الوتنې منع کړې او د افغانستان پر ځای یې نور مسیزونه غوره کړل ځکه چې د افغانستان د هوايي لارښوونې او رادار سیستمونه یا ویجاړ شول اویا یې تخنیکي عمله له هیواده ووته.
    د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم دغه خدمات تر اوسه په بشپړ ډول فعال نه دی خو هوایي شرکتونه د افغانستان هوایي قلمرو د ایران او اسراییل ترمنځ د هوایي قلمرو په نسبت خوندي بولي.
    د Flightradar24 ادارې، چې په نړۍ کې د الوتکو د الوتنو مسیر څاري، یوه ویاند ایان پیچنیک Ian Petchenik وویل چې د نړۍ په ځینو برخو کې د کړکېچونو له کبله له هوایي حریمونو څخه د کاراخیستو محاسبه هم بدله شوې ده او ډیری هوایي شرکتونه د امکان ترحده د خطر کمولو په لټه کې دي.
    ده زیاته کړه، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوسني کړکیچ له کبله د هوايي شرکتونو لپاره د افغانستان فضا خوندي ښکاري.
    د دې سازمان د شمېرو له مخې د روانې اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د افغانستان له هوایي قلمرو څخه د الوتنو شمیر اووه برابره زیات شوی دی.
    په ایران کې د حماس د اسلامي غورځنګ د سیاسی مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ویره پیدا شوه چې ایران به غچ اخیستونکی اقدام وکړي. لا هم په دې اړه د هوايي شرکتونو اندېښنه پای ته نه ده رسیدلې.

  • د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې درانه سېلابونه راوتي اوپه ۱۶ ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بارانونو وړاندوینه شوې

    د جلال آباد ښار ۷ ناحیې غوچکو ساحې او سره رود ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي کې د شدید باران له امله سیلابونه راوتلي
    د ځایي چارواکو له قوله، د نن شپې شدید باران له امله د جلال آباد ښار ۷ ناحیې اړوند غوچکو، ماما مېنه کلیو او سره رود چمتلې ښارګوټي اړوند سیمو کې سیلابونه راوتلي، چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې لسګونه کورونه او دوکانونه یې زیانمن کړي دي.
    د دغو سېلابونو له امله د یو شمېر کسانو د ټپي کیدو او دغه راز یوه ماشوم مړینه تایید شوې ده.
    ګومان کیږي، چې د ځاني او مالي زیانونو سطحه به لوړه شي.
    د امارت چارواکو د سېلاب د ځپلو مرستې ته د دوی د ځواکونو د رسیدو خبر ورکړی او ویلي، چې د ژغورنې هڅې روانې دي.
    ویل کیږي چې دا سېلابونه د جلال اباد ښار تر فاطمه الزهرا روغتونه هم رسېدلي او ښایي نور لا پراخ شي.
    په ورته وخت کې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پیژندنې ریاست د هوا د اټکل پر اساس، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د باران او سیلونو خبرداری ورکړی دی.
    د هواپېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د چهارشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سیلونو امکان شته.
    اټکل کیږي چې په بیلابیلو سیمو کې د باران اندازه د ۵۰ او ۹۰ میلي مترو ترمنځ وي.
    دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د غزني، پکتیکا، پکتیا، زابل او میدان وردګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بارانونو فصلونو او د خلکو باغونو ته زیان اړولی او ځینې سړکونه یې ویجاړ کړی دی.
    په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (پنجشیر، غوربند، لوګر، میدان وردګ، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې خوړونو کې شته.
    سږنی کال د ورښتونو له نظره په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساری دی. خو له دې سره سره لا هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کموالي او وچکالۍ شکایتونه کېږي.