دسته: خبر

  • میسي او رونالډو د سروزروتوپ له نوملړ څخه ووتل

    له ۲۰۰۳ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو د ۲۰۲۴ کال د نارینه وو دسروزروتوپ جایزې ته د نوماندانو په لیست کې نه دي.

    د سروزروتوپ لپاره د ۳۰ نوماندانو په نوملړ کې، چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۴مه خپور شو، د نړۍ د فوټبال د دغو دوو سوپر سټارانو نومونه، چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې له ۲۱ څخه ۱۵ جایزې ګټلي او یا یې نومولي دي، نه تر سترګو کېږي.

    رونالډو له ۲۰۱۷ کال راهیسې د سروزروتوپ جایزه نه ده ګټلې، په داسې حال کې چې میسي په ۲۰۲۳ کال کې دا جایزه وګټله.

    په هرصورت، دوی د 2008 څخه تر 2017 پورې هره جایزه ګټلې ده.

    میسي د 2024-2025 فصل کې د انټر میامي لپاره په 12 لوبو کې 12 ګولونه او 10 مرستې کړي دي.

    همدارنګه، رونالډو د 2023-2024 فصلونو کې د 35 ګولونو سره غیر معمولي وړتیا ښودلې ده.

    پر دې سربیره پرتګالي ستوري په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ فصلونو کې په سعودي عربستان کې د النصر لوبډلې لپاره دوه ګولونه وکړل.

    د سروزروتوپ له نوملړ څخه د دغو دوو نړیوالو فوټبال ستورو د نومونو د ایستلو لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو ګومان کېږي چې دا بدلون ښايي د دغو لوبغاړو د لوړ عمر او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدو له امله وي. د فوټبال لیګونو کې.

    د ۲۰۲۴ کال د نارینه وو توپ جایزې مراسم د روان کال د اکټوبر په ۲۸ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره کېږي.

  • کابل ! ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او دیارلس نور ټپیان دي

    کابل ! ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي او دیارلس نور ټپیان دي

    د پلازمېنې کابل د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له کبله مرګژوبله اوښتې ده.
    د اسلامي امارت د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په قلعه بختیار سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي دي.
    ځدراڼ زیاتوي په دغه پېښه کې چې تېر مازدیګر رامنځته شوې، ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي.
    په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.Twitter پای
    د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي، چې ټپیان پر وخت روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
    تر دې دمه د یادې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو له دې مخکې د ورته پېښو تر سره کولو ادعا داعش ډلې کړې وه.
    بلخوا اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډلې فعال حضور رد وي او ادعا کوي، چې یاده ډله دومره وړتیا نه لري، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

  • اسلامي امارت  له ترکمنستان سره د ریلارې او د تورغونډۍ بندر د پراختیا په اړه موافقې لاسلیک کړې

    اسلامي امارت له ترکمنستان سره د ریلارې او د تورغونډۍ بندر د پراختیا په اړه موافقې لاسلیک کړې

    ترکمنستان او د افغانستان اسلامي امارت د تورغونډۍ بندر د پراختیا او له تورغونډۍ د هرات د صنوبر تر سیمې د ریللارې د جوړېدو دوه قرادادونه لاسلیک کړل.
    د اسلامي امارت چارواکو وویل چې دا قراردادونه ترکمنستان ته د دوی د اقتصادي پلاوي د سفر په لړ کې لاسلیک کړي دي.
    ددوی په وینا، ترکمنستان به ډېر ژر د دواړو پروژو عملي کار پیل کړي.
    له بل لوري د ټولګټو وزارت په وینا، له تورغونډۍ څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومتره پټلۍ جوړول د امارت او ترکمنستان د چارواکو تر منځ د دوه اړخیزو موافقو یوه برخه ده.
    چې په عملي کیدو سره به یې د توغونډۍ بند او ریللارې پراختیا به سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د چټک لیږد په شمول ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.
    د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې ترکمنستان او افغان چارواکو په عشق اباد کې په یوه غونډه کې د اقتصادي همکاریو څو موافقې لاسلیک کړې.
    دا موافقې د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو په هدف لاسلیک شوې دي.
    د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ددواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه لیدنه د جمعې په ورځ د اګست په ۳۰مه ترسره شوه.
    د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری، عشق اباد ته د سفر پر مهال د پلاوي مشری کوله. د افغانستان بانک، مالیې او د بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم په پلاوي کې شامل وو.

  • جرمني د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت ورکړی

    جرمني د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ ته یوه اوونۍ وخت ورکړی

    په جرمني کې خبرې سرچینو ,ویلي چې د دغه هیواد حکومت افغانستان ته د ۲۸ تنو له لېږلو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بون کې قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اوونۍ پورې وخت ورکړی چې یا له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او یا هم خپل ماموریتونه بند کړي.
    د سرچینو په وینا، د دې فشارونو هدف دا دی چې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره لاره هواره کړي چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.
    دا په داسې حال کې ده چې جرمني د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته په لومړی ځل د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ او ۲۸ “جنایتکار” افغان کډوال یې له لیپزګ هوایي ډګر څخه په یوه الوتکه کې کابل ته ولېږل.
    د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په اروپا کې یې د افغانستان له سفارتونو او کونسلګریو په ځلونو د همکارۍ او تعامل غوښتنه کړې وه.
    د چارواکو په وینا چې اکثره کونسلي چارې له کابل سره له همغږۍ پرته “په خپله خوښه او له منل شویو اصولو څخه په څرګنده سرغړونه او اقدامات دي.
    وروسته له دې چې اسلامي امارت اعلان وکړ چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ کونسلګریو او سفارتونو اقدامات د دوی لپاره د منلو نه دي، د امارت د باندنیو چارو وزارت د اروپايي هیوادونو د باندنیو چارو وزارتونو ته یو لیک ولېږه چې دا کونسلګرۍ او سفارتونه بند کړي.
    په لندن، بلجیم، برلین، بون، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان ماموریتونه په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره له همکارۍ او همغږۍ څخه انکار کړی دی.

  • د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

    د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

    د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست له اټکل سره سم به نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې بارانونه واوري.
    دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د باران ترڅنګ د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته او په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو پورې وي.
    د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار هغه ولایتونه دي چې پکې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده.
    د هوا پیژندنې ادارې همداراز په یادو ولایتونو کې د تېزو ورښتونو او سیلونو ترڅنګ د برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.
    سږ کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تېرو کلونو خلاف د ژمۍ له وروستۍ میاشتې راهیسي بارانونو دوام کړی چې له کبله یې خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.
    دا ورښتونه او سیلونه د اقلیمي بدلون پابله بلل کېږي.
    پرون د غزني او کندهار څو اوسیدونکو رسنیو ته وویل چې بارانونو یې انګور تر ډېره حده خراب کړي دي.

  • د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د تېزو بارانونو اټکل شوی

    د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست له اټکل سره سم به نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې بارانونه واوري.
    دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د باران ترڅنګ د سیلونو د راوتلو احتمال هم شته او په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۵ میلي مترو پورې وي.
    د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار هغه ولایتونه دي چې پکې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه شوې ده.
    د هوا پیژندنې ادارې همداراز په یادو ولایتونو کې د تېزو ورښتونو او سیلونو ترڅنګ د برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.
    سږ کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تېرو کلونو خلاف د ژمۍ له وروستۍ میاشتې راهیسي بارانونو دوام کړی چې له کبله یې خلکو ته د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.
    دا ورښتونه او سیلونه د اقلیمي بدلون پابله بلل کېږي.
    پرون د غزني او کندهار څو اوسیدونکو رسنیو ته وویل چې بارانونو یې انګور تر ډېره حده خراب کړي دي.

  • ایا منګولیابه ولادیمیرپوتین ونیسي؟

    Image result for دجرمونو نړیواله محکمه

    دجرمونو نړیوالې محکمې او اوکراین په شریکه له منګولینا غواړي چې دغه هیواد ته دسفر پرمهال ولادیمیر پوتین ونیسي او محکمې ته یې وسپاري

     د ای سي سي لخوا د ولادیمیر پوتین د نیولو له حکم وروسته  دالومړی ځل دی چېولادیمیر پوتین په یو بهرني سفر کې منګولیا ته ځي.

    سره له دې چې په اوکرایین کې چارواکو غوښتنه کړې، منګولیا دې دغه هېواد ته له رسېدو وروسته د ښاغلي پوتین د نیولو غوښتنه وکړي، کرملېن ویلي، د لیدنې په اړه “هېڅ اندېښنه” نه لري.

    د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف په مسکو کې خبریالانو ته وویل، “موږ له خپلو منګولیايي شریکانو سره ښه اړیکه لرو.”

    “البته، د ولسمشر د سفر ټول اړخونه په دقت سره چمتو شوي دي.”

    کارپوهان په دی اند دي چې دمنګولیا هیواد اوس له یولوی چلنج سره مخدی څکه چې نړیوالې محکمې له خپلو ټولو غړو غوښټي دي تر څو د ولادیمیز پوتین په اړه دیادې محمکې پریکړې ته ژمن پاتی شي

  • جرمني افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل دي

    جرمني افغانستان ته د هغو افغانانو استول پیل کړل، چې په جرمونو کې ښکېل دي

    رپوټونه وايي، هغه الوتکه چې ۲۸ افغانان په کې سپاره ول کابل ته رسیدلې.
    د کابل هوايي ډګر کې د اسلامي امارت چارواکو هم منلې، چې له جرمني اېستل شوي افغانان کابل ته رسېدلي دي.
    د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې اسلامي امارت ته ورسیده، لومړی ځل دی چې په دې کچه افغانان بېرته هېواد استول کېږي.
    د جرمني حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ وویل، ”دا ټول هغه افغان وګړي وو، چې ټول د جرمونو له کبله محکوم شوي وو، دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د دوی د ډیپورټ کولو امرونه صادر شوي وو.” نوموړي د افغان کډوالو د جرمونو د بڼې څرګندونه و نه کړه
    د اي پي خبري اژانس په رپوټ کې راغلي، جرمني افغانستان کې د اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو دا هېواد غواړي له نورو لارو اړونده چارې ترسره کړي.
    رپوټونه وایي چې د دې کډوالو د ستنولو لپاره قطري چارواکو د جرمني او امارت ترمنځ خبرې کړې دي.
    د کډوالو دا ستنونه په جرمني کې د چاقو له یوه وژونکي برید څخه یوه اوونۍ وروسته کېږي. په هغه بريد کې يوې ۵۶ کلنې مېرمنې، دوه نارينه وو، چې ۵۶ او ۶۷ کاله عمر لري خپل ژوند وبايله.
    د جرمني لومړي وزير اولاف شولتز دا بريد يو “وحشيانه عمل” بللی و او وړاندې يې ويلي وو، چې په دغه بريد کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونيول شي.
    د اې پي رپوټ پر بنسټ یاد برید ترسره کولو باندې یو سوریایی وګړی تورن دی، چې جرمني کې یې پناه اخیستې وه.
    دې رپوټ کې راغلي، چې ټاکل شوې وه، یاد تورن کس تېر کال بلغاریا ته دېپورټ کړي خو د رپوټونو له مخې د یو څه وخت لپاره نادرکه و او بهر کېدو څخه یې ډډه کوله.
    همدارنګه ویل شوي‌، چې یاد سوریايی د وژنې او په یوه ترهګریز سازمان کې د غړیتوب په شک کې د تېرې یکشنبې په ورځ ونیولی شو، چې څېړنې یې روانې دي.
    اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې پرته له دې، چې شواهد وړاندې کړي د جمعې د ورځې د برید مسوولیت ومانه.
    نوموړې ډلې په خپل خبري سایټ کې ویلي، چې بریدګر عیسویان په نښه کړي او دا بریدونه یې “د فلسطین او نورو مسلمانانو د غچ اخیستو په پار ترسره کړي.”

  • اسلامي امارت وایي د افغانستان الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان هوکړه د منلو نه ده.

    اسلامي امارت وایي د افغانستان الوتکو په اړه د امریکا او ازبکستان هوکړه د منلو نه ده.

    د اسلامي امارت د دفاع وزارت پر خپله وېبپاڼه ویلي، له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ راز “معامله” ورته د منلو نه ده.
    په اعلامیه کې ویل شوي، “د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.”
    په اعلامیه کې له ازبکستانه هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له هوکړې ډډه وکړي.
    “د ازبکستان له حکومت څخه هیله کېږي چې په دې برخه کې له هر ډول معاملې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.”
    تر دې مخکې رپوټونو کې ویل شوي وو چې ازبکستان او امریکا د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته لېږدول شوې وې.
    ځینو رسنیو په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنیک له قوله رپوټ ورکړی و چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.
    هېنک ویلي وو چې دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی.
    هغه زیاته کړې چې “دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو څښتان یې تل موږ وو.”
    د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.
    د امریکا دفاع وزارت مخکې هم ويلي وو، هغه چورلکې به طالبانو ته نه سپارل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې وې.
    په ټولیز ډول له افغانستانه ازبکستان ته ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي چورلکې لېږدول شوې دي.

  • امریکا وایي د افغان پوځ تښتول شوې الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

    امریکا وایي د افغان پوځ تښتول شوې الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي.

    د ازبکستان او امریکا چارواکو د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغان پوځ له خوا ازبکستان ته سپارل شوې وې.
    په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنک له قوله ځینو رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.
    هېنک ویلي چې دغه الوتکې به همدلته پاتې وي او دا تړون رسمي شوی دی.
    د دغه دیپلومات په وینا امریکا او ازبکستان دا مهال د یوه ګډ پروګرام په پلي کولو بوخت دي خو تر دې ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.
    دهېنک په وینا دغه الوتکې هېڅکله د افغانستان نه وې، بلکې د امریکا وې. افغان پوځ کارولې، خو اصلي څښتن یې امریکا وه.
    وړاندې هم د امریکا دفاع وزارت ويلي وو، هغه چورلکې به اسلامي امارت ته نه سپارل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بېول شوې وې.
    د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وړاندې ويلي وو، د دې چورلکو د برخلیک په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا یې دومره معلومه ده، چې اسلامي امارت ته به نه ورکول کېږي.
    مخکې له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته ورسېږي، په دغه هېواد کې ۱۶۴ جنګي الوتکې وې، چې اوس یوازې ۸۱ پاتې دي.
    په ټولیز ډول له افغانستانه ازبکستان ته ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ پوځي چورلکې لېږدول شوي دي.
    تر دې وړاندې په افغانستان کې اسلامي امارت له ازبکستان او تاجکستانه غوښتي وو، چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته ستنې کړي.
    د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت کې د د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پر ازبکستان او تاجکستان غږ وکړ چې هلته ور وړل شوې الوتکې دې دوی ته وسپاري او ګواښ یې وکړ چې د دوی “حوصله دې نه آزمايي.”
    اسلامي امارت تردې دمه د یادې موضوع په اړه غبرګون نه دې څرګند کړی.