دسته: خبر

  • ټاکل شوې ده چې نن په هرات کې د ټاپي پروژه رسماً افتتاح شي.

    ټاکل شوې ده چې نن په هرات کې د ټاپي پروژه رسماً افتتاح شي.

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې نن به د دې پروژې د پرانستونکو مراسمو په خاطر په هرات ښار کې عمومي رخصتي وي.
    ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د جوړېدو په پرانستونکو مراسمو کې د اسلامي امارت او ترکمنستان یو شمېر چارواکي ګډون وکړي.
    تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د ترکمنستان کوم چارواکي په دې مراسمو کې برخه اخلي.
    ترکمنستان ویلي چې دا نللیکه یې د افغانستان تر پولې رسولې ده.
    د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سږ کال د جولای په ۲۷ مه ویلي و چې ډېر ژر به په هېواد کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه بشپړ او عملي چارې پیل شي.
    امیرخان متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې ویلي و چې د ټاپي نللیکي غځول یې د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
    نوموړي د اګست په ۶ مه وویل چې د ټاپي پروژې د اجرا لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسیدلی او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.
    د ټاپي پروژې وړاندیز په ۱۹۹۰ لسیزه کې شوی و، خو په پروژه کې د شاملو هېوادونو ترمنځ یې د پلي کېدو هوکړه په ۲۰۱۰ کال کې وشوه.
    په ۲۰۱۰ م یا ۱۳۹۴ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیران له لوري په ګډه پرانیستل شوه.
    خو دغه پروژه له هغه وروسته په افغانستان کې د ناامنۍ او د ۱۴۰۰ کال د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.
    دا نللیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې ترکمنستان ونډه والو هېوادونو ته په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز صادر کړي.

  • راتلونکو شپږو مياشتو کې به دوه ميليونه غير قانوني کډوال له ایران څخه وویستل شي.

    راتلونکو شپږو مياشتو کې به دوه ميليونه غير قانوني کډوال له ایران څخه وویستل شي.

    د ایران حکومت وایي چې د روان کال تر پایه به نژدي دوه میلیونه هغه بهرنیان له ایرانه وباسي چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري.
    ایراني چارواکي ډېر ځله د بهرنیو وګړو ټکی افغان کډوالو ته کاروي.
    د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې په ایران کې د هغو کسانو شمېر معلوم کړل شوی چې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې اوسېږي خو په وینا یې وروستۍ کره شمېره به یې د کورنیو چارو وزارت لخوا اعلانېږي.
    په همدې حال د ایران د کورنیو چارو نوي وزیر اسکندر مومني ویلي، اوس مهال ایران کې د بهرنیو وګړو په اړه بېلا بېلې شمېرې شته خو وايي په پام کې ده چې دې برخه کې یوه څېړنه ترسره شي چې د بهرنیو وګړو دقیق شمېر معلوم شي.
    نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د پولو د تړلو غوښتنه هم کړې ده.
    وړمه ورځ په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي له یوه تلویزون سره په خبرو کې ویلي وو چې د پولو د تړلو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.
    ایراني حکومت په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په څېر لسګونه زره افغانان په زور افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
    دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ایران ورتلونکو بهرنیو وګړو ته د ضمانت یا کفالت شتون هم حتمي کړی او ورسره يې د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د بې اسنادو بهرنیو وګړو د نیولو او ایستلو اړوند اقدامات پراخ کړي دي.
    د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال او د چابهار ولسوال او د البرز ولایت چارواکو هم پر بې اسنادو بهرنیو وګړو د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.
    له دې سره په ایران کې افغان کډوال له نور فشار سره هم مخ شوي چې ورسره هلته د ژوند، کار او کور کرایه کولو په څېر شرایط نور هم ګران شوي.
    په سلګونو زره او ان څو نسله افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي، د ډېرو هلته ماشومان پیدا او را لوی شوي دي، خو له دې سره سره بیا هم هلته کډوال پاتې دي او ایرانی تابعیت نه دی ورکړل شوی.
    په ايران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سر ټکوي، د پوليسو او عامو وګړو له خوا د ځورولو وېډيوګانې يې هم وخت ناوخته پر ټولنيزو رسنيو خپرېږي.

  • په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

    په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

    په ناروې کې د افغانستان سفارت مسوولین وايي، د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه په اوسلو کې سفارت وتړي.
    په دغه هېواد کې د افغان سفارت له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د افغانستان سفارت تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
    په اعلامیه کې دغه راز د اسلامي امارت د هغو څرګندونو یادونه شوې، چې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې یې په ناروې کې د افغانستان سفارت په ګډون په یو څو اروپايي هېوادونو کې د افغان سفارتونو د کونسلي خدمتونو له منلو انکار وکړ.
    په اوسلو کې د افغانستان سفارت تړل کېدو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، “د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند مسوولینو د جولای پر ۲۴ د امارت یاداشت یوه حقوقي معظله وبلله او د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.”
    په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د اسلامي امارت په یاداشت کې د دې سفارتونو کې د فعالو دیپلوماتان هم له دندو ګوښه شوي.
    دا په داسې حال کې ده چې د ډ سپټمبر په اومه د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وویل په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا يې کارکوونکي له دندو ګوښه شول.
    د یادونې ده، چې له دې مخکې د روان کال په اکتوبر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د افغانستان ځینې سفارتونه “بې اعتباره” اعلان کړي وو، چې په دې کې د ناروې او بریتانیا لپاره د افغانستان سفارتونه هم شامل وو.
    له دې وړاندې په اسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو ویلي وو، چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

  • پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

    پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

    په “خوست” ولایت کې ځايي سرچینې وايي، پر دیورند کرښه د پاکستاني او افغان پوځیانو ترمنځ جګړه له څو ساعتونو وروسته پای ته رسېدلې ده.
    سرچينې زياته کړې چې دغه شخړه تېره شپه د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ پورې اړوند د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ونښته.
    د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوری ادعا کوٍي چې د نښتې لامل په دې سيمه کې د طالبانو له خوا د امنيتي پوستو جوړول و.
    څرګنده نه ده چې پاکستانی لوری، چې په خپله یې په یو اړخیز ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې ازغن سیم نصب کړی او بې شمېره پوستې یې جوړې کړي، ولې د افغانستان له لوری د پوستو له جوړېدو سره مخالفت کوي.
    پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو پر اساس د ۵ پوځیانو ټپي کېدا تایید کړې او ویلي چې د دوه کسانو حالت د اندېښنې وړ دي.
    سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې معلوم نه دی خو په افغانستان کې ځینو سرچینو اعلان کړی چې په دې جګړه کې د اسلامي امارت یو امنیتي سرتېری وژل شوی او پنځه پاکستاني پوځیان هم ټپیان شوي دي.
    په همدې حال کې په خوست کې د اسلامي امارت مرستیال والي محبوب شاه قانت سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې “پر افغان خاوره هر ډول یرغل ته ځواب ورکړي”.
    قانت دا خبره د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او سرحدي ځواکونو سره په کتنه کې وکړه او ویې ویل چې هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره تېرى وکړي.
    دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوې ورځې وړاندې هم په همدې سيمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته شوې وه.

  • ترکیه دعربي هیوادونودکمزوري کولو هڅه کوي(اسراییل)

    إردوغان ونتنياهو.. ما القاسم المشترك بينهما؟ | الميادين

    اسراییل دترکیې ولسمشر ورو ستی وړاندیز،په کلکو الفاظو غندلی دی.

    د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز  په یوه وینا‌پاڼه کې د ولسمشر اردوغان خبرې خطرناک او لمسوونکي درواغ بللي او ویلي يې دي چې “د ترکیې مشر کلونه کېږي چې له ایران سره همکاري کوي تر څو د سیمې منځ‌لاري عربي رژیمونه کمزوري کړي”

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې اسلامي هیوادونه باید د هغه څه په وړاندې چې د اسرائیلو د «پراخیزم مخ پر زیاتیدونکي ګواښ» یې بولي، یو ایتلاف جوړ کړي.

    ښاغلي اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې یوه ترکي نژاده امریکايي ښځه د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شوه. دغې مېرمنې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو جوړولو پر ضد په مظاهرو کې برخه اخیستې وه او د فلسطیني او ترکي چارواکو په وینا د اسرائیلي ځواکونو له خوا وژل شوې ده.

    د ترکیې ولسمشر، چې د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۷ مه) یې استانبول ته نژدې د اسلامي ښوونځیو د ټولنې په یوه غونډه کې ګډون کړی و، وویل، «یوازینۍ اقدام چې د اسراییلو د ارمانونو، غلاوو او دولتي تروریزم مخه نیولی شي د اسلامي هېوادونو یووالی دی.»

    هغه زیاته کړه: له مصر او سوریې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ترکیې وروستي اقدامات د اسرائیلو د پراخیدونکي ګواښ په وړاندې د پیوستون رامینځته کول دي.

  • له جرمني څخه د شړل شويو افغانانو له ډلې ۲۴ تنه خپلو کورنيو ته سپارل شوي

    له جرمني څخه د شړل شويو افغانانو له ډلې ۲۴ تنه خپلو کورنيو ته سپارل شوي

    اسلامي امارت وایي ، له جرمني د استول شويو افغانانو له ډلې يې ۲۴ تنه خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
    او څلور تنه لا هم له دوی سره دي. چې خپل خپلوان يې په افغانستان کې نشته.
    همدا ډول په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم ویلي د دې وګړو، له کورنیو د تضمین لیکونو له ترلاسه کولو وروسته، هغوی خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
    نوموړي زیاته کړې چې یاد کسانو له څېړنو او کورنیو څخه یې د ژمن لیکونو له اخیستلو وروسته، دا چې بیا به جرمونه نه کوي له بنده خوشي کړي دي.
    دغه ۲۸ تنه نارینه چې جرمن چارواکي وایي، په جرمونو کې ښکیل وو، یوه اوونۍ وړاندې په ځانګړې الوتنه کې کابل ته استول شوي وو.
    په دوی کې داسې کسان شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۶۰ کالونو رسېږي او‌ ځینې یې وايي‌، لسګونه کلونه یې په جرمني کې ‌ژوند کړی دی.
    وړاندې د یادو کسانو له ډلې یوه یې رسنیو ته ویلي و، د مېرمنې او ماشومانو په ګډون یې ټوله کورنۍ په جرمني کې پاتې ده او په افغانستان کې هېڅوک هم نه لري. د ده په خبره له هرې لارې چې وس یې ورسېږي بېرته په جرمني ته ځي ترڅو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.
    جرمن چارواکي وایي، دغه خلک په جرمونو کې ښکیل وو او د دې حق یې نه درلود چې نور هلته پاتې شي.
    د جرمني حکومت په وینا ښايي یوه بله ډله کسان هم له خپل هېواد څخه وباسي.
    که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په رسمي‌ ډول نه دي ویلي چې دغه کسان د څه ډول هوکړې له مخې کابل ته استول شوي، خو جرمني رسنیو ویلي چې قطري چارواکو د دې هوکړې منځګړتوب کړی دی.

  • د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یوځل بیا نښته رامنځته شوې.

    د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ یوځل بیا نښته رامنځته شوې.

    د افغانستان په جنوب ختيځ خوست ولايت کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د شنبې په ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تازه نښته شوې ده.
    د ځايي رسنيو په وينا دغه نښته د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځ ته شوې چې د دواړو لوريو له خوا په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.
    د پژواک خبري اژانس د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبير احمد عثماني له خولي ويلي، جګړه پرون “مازديګر هغه مهال پيل شوه چې پاکستاني پوځيانو د اسلامي امارت په هغو کسانو ډزې وکړې چې په خپله خاوره کې يې پوسته جوړوله.”
    نوموړی وايي، د دې په ځواب کې افغان ځواکونو پر پاکستاني لوري د سپکو او درندو وسلو ګوزارونه وکړل.
    په نښته کې د مرکژوبلې او اوښتي زيان په اړه کره معلومات نشته او په رسمي ډول هم په دې اړه څه نه دي ويل شوي خو پاکستاني رسنۍ بيا وايي، کورمه کې پر يوې امنيتي پوستې د افغان ځواکونو د توغندي لګېدو له کبله د يوه افسر په ګډون پنځه تنه پوځيان ټپيان شوي.
    د رسنيو په وينا، د افغانستان له خوست ولايت څخه پر کورمې بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې يو توغندی پر امنيتي پوستې لګېدلی دی.
    پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر ويډيوګانې هم خپرې شوې چې په کې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
    ويل کېږي، جګړه اوس درېدلې ده.
    تېره اوونۍ هم دلته د دواړو لوريو تر منځ نښته شوې وه.
    د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې نښتې شوې دي چې مرګژوبله يې هم لرله.

  • د بریتانیا حکومت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی

    د بریتانیا حکومت د افغانستان د سفارت د بندېدو امر کړی

    د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې په لندن کې د افغانستان سفیر زلمي رسول د اسلامي امارت سره د تعامل امکان رد کړ او امارت په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان د دیپلومالتیکو مرکزونو د بې اعتبارۍ اعلان وکړ، د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې په لندن کې د افغانستان سفارت بند کړي.
    په لندن کې د افغانستان د سفارت یوې سرچینې تاند ته وویل چې د بريتانيا د باندنیو چارو وزارت د افغانستان سفير زلمي رسول ته ویلي چې سفارت بند کړي.
    د بریتانیا په شمول په ۱۴ هیوادونو کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریتونه اوس هم د افغانستان د پخواني حکومت د هغو ډیپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کیږي چې له امارت سره هیڅ راز تعامل نه کوي.
    دغو دیپلوماتیکو ماموریتونو ویلي چې اسلامي امارت نړیوالو په رسمیت نه دي پېژندلي او دوی هم ورسره تماس نه نیسي. خو د دوی دا کار سبب شوی چې اسلامي امارت هغوی بې اعتباره اعلان کړي او له هغو څخه د پاسپورټ په شمول هرراز اسناد و نه مني.
    په لندن کې د افغانستان سفارت د دغه ښار په مرکزي او خورا قیمتي سیمه کې موقعیت لري او له ښه مرغه د مجاهدینو د حکومت په مهال لیلام نه شو. خو د استاد رباني د حکومت په مهال په ګڼو هیوادونو کې د افغانستان د سفارتونو ودانۍ په ارزانه بیه لیلام شوې او پیسې یې حیف و میل شوې.

  • اسلامي امارت  له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی کړل

    اسلامي امارت له جرمني څخه ایستل شوي افغانان له بنده خوشی کړل

    اسلامي امارت هغه ۲۸ تنه افغانان، چې په جرمني کې په جنايي جرمونو بندیان شوي او بیا افغانستان ته استول شوي وو، خوشی کړي دي.
    په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د جرمني ډي پي اې خبري اژاتس ته وویل، دا کسان، چې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ کابل ته واستول شول، وروسته له هغه خوشې شول چې کورنیو یې په لیکلې بڼه ضمانت ورکړ چې دوی به نور هېڅ ډول جرم نه کوي.
    جرمني ویلي وو چې دا کسان یې په خپله خاوره کې د قتل، جنسي تجاوز او نورو لویو جرمونو په خاطر نیولي وو.
    د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، دا ۲۸ کسان وروسته له هغه افغانستان ته ولېږل شول چې قطر د اسلامي امارت او جرمني چارواکو منځګړتوب وکړ.
    جرمني د ۲۰۲۱ په اګست کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته نه یوازې دا چې هیڅ افغان بېرته افغانستان ته نه و استولی بلکې لسګونه زره نور افغانان یې ومنل. خو په وروستیو کې د دغه هیواد په منهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له خوا د یوه جرمني پولیس له وژل کېدو وروسته د افغان کډوالو د استولو موضوع په دې هېواد کې پر یوې داسي تودې موضوع بدله شوه چې حتي د جرمني سیمه ییز انتخابات یې تر اغېز لاندې راوستل.

  • فرانسه کې سیاسي کړکیچ مات شو

    Image result for میشل بارنی

    د اوونیو سیاسي کړکیچ وروسته ، د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون میشل بارنی  د لومړي وزیر په توګه وټاکه بارنی به د خپلې کابینې نوملړترتیب کړي.

    ۷۳ کلن ښاغلي بارنی تر دې مخکې د ژاک شیراک او نیکولاس سرکوزي د ولسمشرۍ پر مهال د فرانسې په حکومتونو کې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

    هغه د اروپایی اتحادیې د کمیشنرانو څخه هم و او د بریکسټ ریفرنډم وروسته له اروپایی اتحادیې څخه د انګلستان د وتلو په اړه یو له اصلي مذاکره کونکو څخه و.

    ښاغلی بارنیر د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل وخت پر مهال له ایران سره په اتومي خبرو اترو کې هم لاس درلود.

    میشل بارنی د فرانسې په پارلمان کې د حکومت جوړولو لپاره ستونزمنه لاره لري. له لومړنیو ټاکنو سره چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ایمانویل مکرون د پرېکړې له مخې ترسره شول، اوس په پارلمان کې درې لوی سیاسي بلاکونه شتون لري، چې هیڅ یو یې هم اکثریت نه لري او له یو بل سره یې اختلافات ژور دي.