دسته: خبر

  • پنجشیرته دروسې پانګوالو پاملرنه

    پنجشیرته دروسې پانګوالو پاملرنه

     

    روسي سوداګر غواړي چې د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د کانونو او تولیدي فابریکو په برخه کې پانګونه وکړي.

    يو شمېر روسي پانګوالو پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي سره وکتل او ويې ويل، چې د تخنيکي مشخصاتو له مخې د کانونو په برخه کې دېرش ميليونه ډالره پانګونه کوي

    او د توليدي فابريکو لکه شربت، د مېوو د جوسو، د توليد فابريکو جوړولو ته لېواله دي. دغه راز دمعدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو دتولید په برخه کې هم پانګونې کوي.

    دوی وایی چې پر دې بنسټ به هر کال د درې میلیونه ډالرو په ارزښت دغه محصولات له پنجشیر څخه نورو هېوادونو ته صادر شي.

  • سویلي افریقې پروړاندیې دافغانستان تاریخي بریا

     

    Crickt

    د درېيو یوه ورځنیو لوبو لړۍ پرون په شارجه کې پیل شوه چې افغان لوبډله پکې خپله تاریخي بریا ثبت کړه

    د دې لوبې پچه سویلي افریقا ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.

    سویلي افریقا د ۳۴ اوور تر ۳ توپه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۶ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.

    د افغانستان له لوري توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

    د سویلي افریقا لپاره تر ټولو ډېرې(۵۲) منډې ویان مولېر وکړې.

    که څه هم چې دافغانستان ملي لوبډله په سر کې د توپوهنې ښه ننداره وړاندې نه کړه او څلور وتلی لوبغاړي يې د کپتان شهیدي په ګډون په څلویښتو منډوکې اوټ شول خو

    عظمت‌الله عمرزي او ګلبدین نایب د لوبې تر ګټلو ملګرتیا وغځوله. دوی دواړو نسبتآ چټکه لوبه وکړه او د سویلي افریقا لخوا ورکړل شوي هدف ته یې په ۲۶م اوور کې ځان ورساوه.‌

    دالومخړی ځل دی چې افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په لړ کې سویلي افرقې ته په عټ توپیر ماتی ورکويږ

    د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه فضل‌الحق فاروقي ته ورکړل شوه چې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو.

  • د روغتیا وزارت د پولیو واکسین د مخنیوي ادعا رد کړه

    د روغتیا وزارت د پولیو واکسین د مخنیوي ادعا رد کړه

    د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې په افغانستان کې د پولیو د واکسیناسیون د کمپاین د بندیز خبر سم نه دی.
    تر دې مخکې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ملګرو ملتونو له قوله ویلي و چې اسلامي امارت د پولیو واکسین کمپاین بند کړی دی.
    د روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان وویل، “تر دې دمه، د واکسین د بندیز په اړه هیڅ رسمي لیک نه دی صادر شوی.”
    زمان د پولیو واکسین ګټور وباله او په ایکسپاڼه کې یې لیکلي: “د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین له خپلو ټولو قانوني او تخنیکي اصولو سره سم تطبیق کړی څو دا اغیزمن او ګټور وي.”
    افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هیوادونه دي چې تر دې دمه یې د دې ناروغۍ د خپریدو مخه نه ده نیولې.
    د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۸ پېښې ثبت شوې دي.
    تېر کال په افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې وې.
    اسوشیتیدپریس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي چې له موضوع خبر و، ویلي، چې د کور پر کور واکسین پر ځای په جوماتونو کې د واکسین د ورکړې سپارښتنه شوې ده.

  • ناقانونه افغان کډوال به په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.

    ناقانونه افغان کډوال به په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.

    د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي، هغه افغان کډوال چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري په درناوي به خپل ټاټوبي ته ولېږل شي.
    نوموړي چې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې خبرې کولې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، “له دوی [افغان کډوالو] ځينې پاسپورټونه لري، دلته خپلوان لري، اړیکي لري نو طبيعي ده چې له هغوی سره بايد يو ډول چلند وشي خو يو شمېر نور بيا ناقانونه راغلي چې بايد بالاخره قانون مراعات کړي. ”
    نوموړي زياته کړې، “په هر هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني چوکاټ شته… په همدغه دليل که ان موږ افغانستان ته ورشو او پاسپورټ ونلرو نو ښايي موږ ته لاره رانکړي. نو د قضيې دا اړخ هم بايد په پام کې ونيول شي. موږ سره وروڼه يوو او وروڼه به وو خو د دولتونو تر منځ شته ځينې قانوني چوکاټونه بايد مراعت کړو. ”
    ایران له څه مودې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي د پېښو د ډېرېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
    په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر لوړېدو په تړاو د رپوټونو له خپرېدو سره پر دغو کډوالو فشارونه هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
    په دې لړ کې د ایران د عامه نظم عمومي قومندان احمد رضا رادان وړاندې اعلان کړی و چې د روان کال تر پایه “نژدې دوه میلیونه غیر قانوني وګړي” له ایران ایستل کېږي.ایراني چارواکي ډېر ځله د بهرنیو وګړو ټکی افغان کډوالو ته کاروي.
    ایراني حکومت په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په څېر لسګونه زره افغانان په زور افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
    دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ایران ورتلونکو بهرنیو وګړو ته د ضمانت یا کفالت شتون هم حتمي کړی دی.
    د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال او د چابهار ولسوال او د البرز ولایت چارواکو هم پر بې اسنادو بهرنیو وګړو د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.
    له دې سره په ایران کې افغان کډوال له نور فشار سره هم مخ شوي چې ورسره هلته د ژوند، کار او کور کرایه کولو په څېر شرایط نور هم ګران شوي.
    د یادونې وړده چې په سلګونو زره او ان څو نسله افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي، د ډېرو هلته ماشومان پیدا او را لوی شوي دي، خو له دې سره سره بیا هم هلته کډوال پاتې دي او ایرانی تابعیت نه دی ورکړل شوی.

  • د افغانستان په نیمايي ولایتونو کې د باران وړاندوینه شوې

    د افغانستان په نیمايي ولایتونو کې د باران وړاندوینه شوې

    د افغانستان د هواپېژندنې ادارې له اټکل سره سم نن د سالنګونو په ګډون په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلونو احتمال شته.
    دې ادارې، پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دوی د اټکل له مخې؛ د باران کچه به له (۱۵ څخه تر ۳۰) میلي مترو پورې وي.
    د هوا پېژندنې ادارې د اټکل پر اساس، د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشير، بغلان، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ،بامیان او غور ولایتونو کې د شدیدونو بارانونو، اورښتونو او سېلونو اټکل شوی دی.
    سږ کال په افغانستان کې ورښتونه په تېرو شاوخوا ۵۰ کلونو کې بې ساري بلل شوي او ډېر متخصصان یې دلیل اقلیمي بدلون ښيي.
    د تېر ژمي له وروستۍ میاشتې پرته، چې وچه تېره شوه، ټول کال پر له پسې بارانونه اورېدلي اوله کبله یې سیلونه بهېدلي او د سر و مال ډېر تاوانونه یې اړولي دي.

  • میدان ښار کې ترافیکي پیښې لسوتنو ته مرګ ژوبله واړوله

    Image result for ترافیکي پیښه

    په میدان وردګو ولایت کې دترافیکې پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

    د میدان  سیمه ییزو چارواکو په وېنا دا پېحښه نن سهار یکشنبه د وږي پر 25 د سنګ سیا په مربوطاتو کې د مسافروړنکو او بابرۍ موټرونو ترمېنځ رامنیځته شوې

    د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان  په را استول شوې خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.                                         د وژل شوېو په مینځ کې پلار مور او یوه لورشمال دي .په پښه کې څو کسان ټپي شوي هم دي چې د امنتی ځواکونو له لوري روغتون ته وړل شوي .                          د  ټپیانو حالات د اندېښنې وړ ښودل شوی.

    دا پېښه د ډيورانو د بې پروایې له امله را  مینځته شوې.

    سحر

  • د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

    د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي

    د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر اخونزاده عبدالسلام جواد وايي چې افغانستان د سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
    هغه وویل چې په دې اندازه کې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان صادرات او ۶۲۴ میلیونه نور واردات دي.
    ده زیاته کړه، د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته صادرات زیات کړي.
    له بلې خوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
    د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اغا نوید وویل: “د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره زموږ اړیکې پراخې شوې دي. زموږ صادرات مخ په زیاتیدو دي او له بیلابیلو هیوادونو څخه واردات دوام لري.
    د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان هم په دې اړه وویل: “موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه زیاتره د پټرولیم محصولات واردوو او زموږ صادرات صنعتي توکي دي. زه هیله لرم چې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره زموږ د صادراتو او وارداتو انډول به داسې یوې نقطې ته ورسیږي چې دا سیمه په افغانستان کې تولید شویو توکو لپاره ښه بازار شي.»
    افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ډېر غیرالکولي څښاک صادروي.
    د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا ، د افغانستان د کالنی سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره دی، چې له دې څخه ۲ ملیارد ډالره صادرات او ۸ ملیارد ډالره له نورو هیوادونو څخه واردات دي.

  • لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيلېږي

    لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيلېږي

    د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په پلان کې لري، چې په لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې پيل کړي.
    د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي زیاتوي، چې د دې کانال د لومړي فاز لاټ چارې به د لوړپوړو امارتي چارواکو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال پيل شي.
    د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د لغمان پر شاهي کانال پروژه باندې کابو ۵۰ ملیونه ډالره لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې د یاد ولایت شاوخوا ۲۰ زره هکتاره شاړه دښته خړوبه او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
    بل لورته د لغمان اوسېدونکي هم د دې پروژې پيل ته خوښ دي او هیله مندي ښيي چې ورسره به په دې ولایت کې په زیات شمېر ځوانان په کار بوخت شي.
    د اقتصاد یو شمېر پوهان دا ډول پروژې په لویه کچه د هېواد لپاره ګټورې بولي خو ټينګار کوي چې،اسلامي امارت دې پروژې پشپړاوي ته ورسوي نه دا چې نیمګړې دې پاتې شي.
    دوی وایي یو شمېر پروژې د رسنیو په سرټکو پيل خو وروسته کلونه تېر شي اما پروژه نیمګړې او بیا یې د پوښتنې څوک نه وي.

  • د غور- دایکنډي د پېښې عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

    د غور- دایکنډي د پېښې عاملین به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، جدي هڅې روانې دي چې د دایکنډي او غور ترمنځ د وروستۍ پېښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
    د پنجشنبې په ورځ د غور او دایکنډي ترمنځ ۱۴ تنه شیعه ګان هغه مهال د داعش د څلورو ترهګرو له لوري په بې رحمۍ ووژل شول چې حمله کوونکو ځانونه امنیتي ځواکونه وښودل او د موټرو سپرلیو ته یې وویل چې په یوه مشکوک کس پسې ګرځي.
    له پېښې څخه د یوه روغ وتلي شاهد په وینا، حمله کوونکي ۴ تنه وو، دوی وړاندیز وکړ چې ډله ییز عکس واخلي، یوه یې عکس اخیست، بل یې ویډیو اخیسته خو دوو نورو په دې منځ کې پر ټولو ډزې پیل کړې.
    مجاهد د جمعې په ورځ د دې پېښې په اړه پر خپله ایکسپاڼه کښلي:« په ژورې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سیمه کې زموږ ١٤ عام هېوادوال د انسانیت د دښمنانو له‌خوا په ډېرې بېرحمۍ وژل شوي او ٦ نور يې ژوبل شوي دي.
    د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي او ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.»
    په داسي حال کې چې د ازادۍ جبهې په نوم د امارت یوې مخالفې وسله والې ډلې هڅه کړې چې له دې بې رحمانه برید څخه په سو استفادې هغې ته قومي رنګ ورکړي، مجاهد همداراز ویلي:« په داسې حال کې چې موږ د پېښې له مظلومو قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو؛ د هغه ترڅنګ د پېښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو. »
    داعش پر خپله اعماق ویبپاڼه لیکلي چې د افغانستان په مرکزي برخه کې یې ۱۵ شیعه ګان وژلي او ۶ نور ژوبل کړي دي.

  • اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته کوي

    اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه طبي توکو مرسته کوي

    د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مدیریت کمېشنر یانز لنارچیچ وايي، دوی پلان کې لري چې له افغانستان سره د شاوخوا ۱۰۰ ټنو اړینو طبي توکو مرسته وکړي.
    نوموړي وایي یاده مرسته چمتو ده او ژر به افغانستان ته ولېږدول شي.
    لینارچیچ تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دا وسایل به په یوه بشردوستانه الوتنه کې کابل ته ولېږدول شي او په وینا یې دا په روان کال کې افغانستان ته د اروپايي ټولنې د بشردوستانه هوايي الوتنو درېیمه الوتنه ده.
    هغه زیاته کړه، اروپايي اتحادیې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له دې لارې افغانستان ته ۳۷ الوتنې کړي او ۱۸۵۰ ټنه طبي توکي یې دغه هېواد ته لېږدولي دي.