دسته: خبر

  • قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه

    قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه

    قزاقستان د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د نللیکې (ټاپي) په جوړولو کې ګډون ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
    اذرنیوز خبري اژانس د قزاقستان د صدراعظم په قول راپور ورکړی چې له ترکمنستان سره مذاکرات روان دي څو د دې پروژې په برخه کې د قزاقستان ممکنه ونډه وڅېړل شي.
    د TAPI ګاز نللیکه ټولټال ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږده ده او د څلورو هېوادونو له خاورې تېرېږي: ترکمنستان – ۲۱۴ کیلومتره، افغانستان – ۷۷۴ کیلومتره، پاکستان – ۸۲۶ کیلومتره، چې بیا د هند تر پولو پورې رسېږي.
    د ګاز نللیکې د ترکمنستان برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې وې، بشپړې شوې دي. په افغانستان کې یې کار د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳مه پیل شو. د دې نللیکې وړتیا به هر کال ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز وي. د پروژې لومړنی لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
    سره له دې چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د سپټمبر په یوولسمه د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د پیل مراسم جوړ کړل خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د دې پروژې لګښت به له کومه برابریږي.
    د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو د پرانستنې مراسم د ترکمنستان د ماري په سلیم چشمه سیمه کې جوړ شول.
    د اسلامي امارت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر هدایت الله بدري د اکتوبر په ۷ مه د ټاپي له اجرايي ريیس مراد امانوف سره وکتل او له هغه سره یې د دې پروژې د عملي کار د چټکولو په اړه خبرې وکړې.

  • حماس دخپلو پوځي بریاوو تازه ویدیو ګانې خپرې کړې

    حماس دخپلو پوځي بریاوو تازه ویدیو ګانې خپرې کړې

     

    حماس د اسراييلي ځواکونو او نيول شويو جاسوسي الوتکو په نښه کولو ويډيوګانې خپرې کړې
    د فلسطین د مقاومت غورځنګ رسنیو په غزه کښې له صهیونیسټی پوځیانو سره د نښتو او مرګ ژوبلو ویډیوګانې خپرې کړې.

    د حماس پوځي څانګې القسام  د غزې په شمال کې د جبالیا په کمپ کې د اسراییلي ټانک د ویجاړولو ویډیو خپره کړه.

    د القسام  په جبالیه کیپ کې پر اسرائیلي پوځ د بریدونو ویډیو هم خپره کړې ده.

    د حماس رسنیو ویلي، مجاهدینو له سختې جګړې وروسته صهیونیسټي پوځیان شاتګ ته اړ کړل.

    په غزه کې د اسراييلي پوځ يو ډګروال د ماين په يوه بريد کې وژل شوی دی

    د دې تر څنګ القسام  په جبالیه کې د اسرائیلو یوه جاسوسي بې پیلوټه الوتکه نیولې، چې ویډیو یې هم خپره شوې ده.

    د اسرائیلو پوځ د جبالیه کمپ مخې ته د خپل یوه ډګروال وژل کېدل تایید کړل، ویې ویل چې د ۴۰۱ مې لوا ډګروال احسن داکسا په شمال کې له حماس سره په جګړه کې وژل شوی دی.

    ډګروال دقسا یو له هغو لوړ پوړو اسراییلي پوځیانو څخه دی چې په غزه کې وژل شوی دی.

  • پښتین؛ له فشار سره سره به د ریاستي ظلم خلاف مبارزه کوو

    پښتین؛ له فشار سره سره به د ریاستي ظلم خلاف مبارزه کوو

    د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د اکتوبر د یوولسمې جرګې پس په (پي ټي ایم) باندې د پاکستاني حکومت ظلم ورځ نه بلې ته په زیاتېدو دی.
    پښتین څو شېبې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تر نن ورځې د دوی ۱۰۰۰ نه زیات ملګري اوس هم زندانیان دي او نور هم نیول کېږي.
    پښتین لیکلي: “د ظالم ریاستي ادارو له خوا په زرګونه د تحریک ملګري د سخت دریځ ترهګر په شیډول فور کې ولیکل شول، د لیسټ هره ورځ په زیاتیدو دې او د ټولو خلاف کاروائې روانې دي.”
    هغه وایي د جرګې تر پیل وړاندې یې دې هرڅه ته چمتووالی نیولی دی.
    پښتین وایي، پاکستانی حکومت که هرڅومره هم د دوی د مبارزې مخه ونیسي، خو بیا به هم دوی د ریاستي ظلم خلاف مبارزه دوامداره ساتي.
    دا په داسې حال کې ده چې تازه پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د “ولسي پاڅون” په نوم لاریونونه کوي.
    په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په خیبر او مومندو او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو پښین، زیارت او چمن کې سهار مهال اعتراضي غونډې او لاریونونه وشول او په نورو ښارونو کې غونډې روانې دي.

  • پر ایران د اسرائیلو د برید پلان

    پر ایران د اسرائیلو د برید پلان

     

    د ایران پر ضد د اسراییلو د ځوابي برید پلان په اړه مهم پټ معلومات افشا شوي، چې وروسته امریکا په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

    هغه اسناد چې معلومات لري د اکتوبر په 15 او 16 نیټه دي او د جمعې په ورځ د “منځني ختیځ سپیکټر” په نوم په ټیلیګرام حساب کې خپاره شوي وروسته په آنلاین بڼه خپاره شول.

    امریکايي چاینل CNN وايي، له دې پېښې سره تړلو درې کسانو د څېړنو پخلی کړی، په داسې حال کې چې یوه یې د اسنادو صداقت تایید کړی دی.

    یوه امریکایي چارواکي CNN ته وویل چې دا لیک “ډیر د اندیښنې وړ” دی.

    اسناد په “پوره راز” نښه شوي او داسې نښې لري چې دا یوازې د متحده ایالاتو او د هغې د 5 متحدینو لخوا لیدل کیدی شي، “پنځه سترګې”، یعنې استرالیا، کاناډا، نیوزیلینډ او انګلستان.

    په دې اسنادو کې پر ایران د احتمالي برید لپاره د اسراییلو د چمتووالي تفصیلات راغلي  دي.

    یو سند چې د نېشنل جیوګرافیک د استخباراتو ادارې لخوا ترتیب شوی، ویلي چې په دې پلان کې اسراییلو ته د وسلو لېږد هم شامل دی.

    یو بل سند د ملي امنیت ادارې ته منسوب شوی او د اسرایلو د هوايي ځواکونو تمرینونه پکې دي، چې له هوا څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي هم پکې شامل دي.

    یوه امریکایي چارواکي CNN ته ویلي چې تحقیقات په دې لټه کې دي چې د پنټاګون ادعا شوي اسنادو ته چا لاس رسی درلود.

    CNN وايي چې دا لیک د امریکا او اسراییلو په اړیکو کې په خورا حساس وخت کې راځي او د اسراییلو غوسه به راولي.

    باید یادونه وشي چې تېر کال د امریکا د استخباراتو یوه لوی لیک د جنوبي کوریا او اوکراین په ګډون له متحدینو او شریکانو سره د امریکا اړیکې هم اغېزمنې کړې دي.

  • دایران پر پولې د ګڼو افغانانو قتل عام

    ایران
    ایراني ځواکونو د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو د راپورونو په اړه پراخ غبرګون وښود وروسته له هغه چې د ایران او پاکستان ترمنځ په ګلګان سرحدي سیمه کې د ایراني ځواکونو له خوا د لسګونو افغانانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول، پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي.
    ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې دغه افغانان له پاکستان څخه ایران ته د پیسو د تبادلې پر مهال د “ماینونو په چاودنه” کې وژل شوي دي. په بېلابېلو ټولنیزو شبکو کې ګڼ کسان ټپیان شوي دي.
    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي له خوا په فارسي او انګلیسي ژبو په خپره شوې خبرپاڼه کې دا د یوې بدمرغه پېښې په توګه غندل شوي دي.
    د افغانستان دپخواني حکومت استازي وويل، دغه غير انساني ګام د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو، د کډوالو د حقونو او د ګاونډيو او دوستو هېوادونو ترمنځ د سولې له روحيې سره په ټکر کې دى. د افغانستان استازي د دې پېښې په اړه د بېړنۍ او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې او د ایران له حکومت څخه یې هم په پوره روڼتیا سره د ځواب ویلو غوښتنه کړې ده. دغه راز له تهران څخه غوښتل شوي دي چې ددغې پيښې مسوولين د منګوليا محکمې ته په ګوته کړي او په کوريا کې دده د وژل کيدو شمير هم تاييد کړي .
    په ملګرو ملتونو کې دپخواني حکومت استازولی ویلي چې افغانان د خراب اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او امنیتي شرایطو له امله ایران ته ځي.
    پر ټولنیزو شبکوکې دننه او بهر دغه پیښه په سختو ټکو غندل شوې او په نړیاله محکمه کې دیادې پیښې د څیړل کیدو کلکه غوښټنه شوې ده.
    دا په داسی حال کې دی چې په افغانستان کې دایران سفیر کاظمی قمي اونورو چارواکو له پیښې انکار کړی وو خوووسته د سپاه پاسدارانو لوړ رتبه افسروانو پیښه تاییده کړه خو نور تعبیرونه ورسره مله کړل.

    د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او ټپي کيدو په اړه ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د اسلامي امارت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.

    ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ داچې د پیښې سیمه له هېواده بهر ښودل کېږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.

  • اسراییل ته دماریکې تازه ګواښ

     

    See the source image

    که اسراییل غزې ته د بشري مرستو درسیدو مخه دب کړي  پوځي مرستې به ورته محدودې کړي

    که اسراییل غزې ته د بشري مرستو درسیدو مخه دب کړي  پوځي مرستې به ورته محدودې کړي
    دامریکې متحده ایالات وایي  که اسراییل غزې ته د بشري مرستو درسیدو مخه دب کړي  پوځي مرستې به ورته محدودې کړي.
    امریکا اسرائیلو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې که راتلونکو دېرشو ورځو کې غزې ته نورې بشري مرستې پرې نه ږدي د دې خطر شته چې د امريکا ځينې پوځي مرستې به پرې بندې شي.

    دا په ليکلې بڼه خبرداری چې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو لاسليک کړی په غزه کې د جګړې له پیل راهيسې د امريکا او د متحدينو تر ټولو سخت ګواښ بلل کېږي.

    د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن او د دفاع د وزیر لوېډ اسټن له خوا په دې لاسلیک شوي لیک کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړل شوی چې که تر راتلونکو دېرش ورځو غزې ته ۳۵۰ لارۍ بشري مرستې پرې نه ږدي او د بشري مرستو رسوونکو پر وړاندې خنډونه لرې نه کړي نو د دې امکان شته چې امریکا پر اسرائیلو ځینې پوځي مرستې بندې کړي.

    د دې لیک په یوه برخه کې په امریکا کې هغو قوانینو ته اشاره شوې چې له هغه هېواد سره پوځي مرسته بندوي چې ولسي وګړو ته د بشري مرستو مخه نیسي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې اوس اسرائیلو ته دا خبرداری ورکول کېږي وويل، “په تېرو میاشتو کې لیدل شوي چې غزې ته د بشري مرستو اندازه ثابته نه ده پاتې شوې. دا مرستې له پنځوس سلنه زیاتې را کمې شوي دي. نور د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو مناسبه وګڼله چې د اسرائیلو حکومت ته دا په ډاګه کړي چې باید بدلون راشي او غزې ته لا ډېرې مرستې پرېږدي.”

    نوموړي دغه راز وویل امریکا پوهېږي چې غزې ته د بشري مرستو رسېدل ممکن دي او دا د اسرائیلو مسؤولیت دی چې د بشري مرستو پر وړاندې بايد خنډونه لرې کړي.

    د امریکا له دې خبرداري سره هم مهاله په ځانګړې توګه د غزې شمال کې د اسرائیلو پوځي عملیات دوام لري.

    پوځ ویلي د دې عملیاتو موخه دا ده چې د حماس وسله وال پرې نه ږدي چې بیا د جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

    ملګري ملتونه وايي د غزې له شماله څه د پاسه پنځوس زره خلک وتلي خو لا هم شاوخوا ۴۰۰ زره کسان پاتې دي او د خوړو لپاره ډېر لږ څه لري.
  • ایران وپاکستان باندی دافغان حکومت سخته نیوکه

    در حالی که تنش بین ایران و طالبان در حال افزایش است، مهاجران افغان در ...

    د افغانستان  د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه تونده وینا کې له افغانانو سره د ایران او پاکستان پر چلند نیوکه وکړه او دغه دواړه هېوادونه یې د دوه اړخیزو اړیکو او قوانینو په سرغړونې تورن کړل.

    ښاغلي ستانکزي د سوداګرو په یوه غونډه کې وویل: “ځینې ایراني ورځپاڼې او سیاستوال د افغان کډوالو په اړه پارونکي کلمې وايي او هڅه کوي چې په دې هېواد کې د افغانانو لپاره ځای کم کړي.”

    هغه د ایران له حکومت او مشرتابه څخه وغوښتل چې له افغان مهاجرینو سره د «اسلامي شفقت او د ګاونډیانو حقوقو» چلند وکړي.

    ښاغلي ستانکزي وویل، چې په ایران کې افغانان سبسایډي نه اخلي، بلکې په خپله کار کوي، مالیه ورکوي او د ایران په سوکالۍ کې یې مهم رول لوبولی دی، نو له دوی سره باید ناوړه چلند ونه شي.

    شېرمحمد عباس ستانکزي وويل، چې د طالبانو حکومت له ايران سره ښې سوداګريزې اړيکې لري او هره ورځ سلګونه او زرګونه کامرو ورته تګ راتګ کوي.
    شېرمحمد عباس ستانکزي وويل، چې د طالبانو حکومت له ايران سره ښې سوداګريزې اړيکې لري او هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ سلګونه او زرګونه لارۍ تګ راتګ کوي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

    هغه وویل، دواړه هېوادونه تر بندیزونو لاندې دي او افغانستان د ایران لپاره یوازینۍ لاره خلاصه ده او اړتیا ده چې د افغاني توکو لپاره د ایراني ګمرکونو او بازارونو پر وړاندې خنډونه لرې شي.

    د افغان حکومت چارواکي وايي چې د ایراني سوداګرو او استازو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو ایران د افغاني محصولاتو او محصولاتو لپاره لازم بازار نه دی برابر کړی.

    یو شمېر افغانان چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي د اسلام قلعه په پوله کې د ایراني پولیسو له خوا له “تاوتریخوالي” څخه شکایت کوي او ځینو یې بي بي سي ته ویلي چې د اوسېدو له اسنادو سره سره له ایرانه په زوره ایستل شوي دي.

  • دپښتنو لویې جرګې دپریکړو مهم ټکي

    دپښتنو لویې جرګې دپریکړو مهم ټکي

     

    دپښتون ژغونې غورځنګ په بلنې دجوړې شوې لویې جرګې د پریکړو مهم ټکي:

    : “پاکستاني پوځ او وسله وال تنظیمونه چې په بېلا بېل نومونو د داعش نه تر طالب پورې یادېږي، دې جرګې مشترکه پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې ټایم دې ورسره چې زمونږ د خاورې نه دې وځي.”

     که چیري په دې دوو مياشتو کې په دې خاوره امن خرابوونکي قوتونه د دې خاورې څخه ونه وتل، بيا به دا جرګه خپل بندوبست کوي، چې څنګه د دې خاورې څخه او د دغې وطن څخه مونږ هر دغسې قوت ايستلی شو، چې په دې خاوره جنګ جوړوي.

     

    د هرې ولسوالۍ څخه به ۳۰۰۰ بې وسلې کسانو يو لښکرچې مجموعي شمیر به یې له دوه سوو زرو کسانو څخه زیات وي هم جوړوي.

     

    په ډېورنډ کرښه باندې څومره هم د تګ راتګ او تجارت دروازې، لارې دي، د ۱۸۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ پورې چې په کومو قوانينو باندې پښتنو افغانانو ته د تګ راتګ اجازت وو بغېر پاسپورټ او ويزې، بیرته عملي کیږي.

     

     

    په خیبر پښتونخوا کې د لانجمن قانون، “اېکشن اېن اېډ اف سېول فاور” د ختمولو غوښتنه کړې. د دغه قانون له مخې پوځ ته د کوم مشکوک کس د نیولو او تر نا معلومې مودې په بند کې د ساتلو اختیارورکړل شوی دی. زیاتره قانون پوهان دغه قانون “تور قانون” بولي.

    جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتنو په منځ کې د قبيلو د يو بل ترمنځ شخړې دي، يا په دې وطن باندې د فرقو په بنياد باندې کوم جنګونه دي، د هغو د حل کولو د پاره جرګې خپله يوه جرګه جوړه کړه، هغه به ټولوولسوالیو ته ځي په ځانګړي ډول به کورمې ولسوالۍ ته ځي او هلته او په نورو ټولو ولسوالیو کې به د جنګ بندۍ پرېکړې کوي.

     

    جرګې په بدیو کې د ښځو د ورکولو د رواج ختمولو پرېکړه هم کړې او پر پي ټي اېم یې د پاکستان د حکومت د بندیز د لیرې کولوغوښتنه کړې ده. دغې جرګې د هغو پروژو تړلو خبره هم کړې چې که د جرګې استازې ډلې یې د پښتنو په ګټه نه ګڼي او ویلي دي چې په جرګه کې د ګډونوالو خلاف د کوم ممکنه ګام اخستلو پر خلاف به جرګه هم ودرېږي.

     

    همداشان جرګې د پاکستان د حکومت له خوا د د بندو شویو پیژاند پاڼود بیرته ازادولو غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی چې که دا کار ونه شو نو دا نور پښتانه به هم د پاکستان پیژند پاڼې بېرته ورکوي او په بدل کې دې حکومت، د ښاغلي پښتین په وینا، د دوی اعلان ته انتظار وکړي.

     

    ښاغلي پښتین ووېل چې جرګې دا فیصله هم کړې چې په یونیفرم یا پرته د یونیفرم کې یو تن که د کوم پښتنون څخه پیسې غواړي نو ټول قام به د دغه ډول کړنو يعني په زور د چا نه د پیسو اخستلو، پر وړاندې ودرېږي.

  • دامریکې ټاکنیزو کمپاینونو اخري میاشت

    دامریکې ټاکنیزو کمپاینونو اخري میاشت

     

    په امریکا کې د راتلونکې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ضد کودتا او د هغه د لیرې کولو هڅې شوې دي.

    په یوه لاریون کې د وینا پرمهال ، پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې جو بایډن هغه د کملا هیرس په پرتله ډیر خوښوي ځکه چې کاملا د هغه ځای نیولی نیسي.

    ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ضد کودتا او د هغه د ګوښه کېدو ادعا کړې ده.

    له بلې خوا د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیدې کملا هرس د خپل روغتیایی راپور په خپرولو سره د بشپړې روغتیا په اړه خبر ورکړ.
    ټرمپ په ښکاره ډول د کاملا هاریس سره د دوهم بحث کولو څخه انکار وکړ
    د دې ترڅنګ نوموړي ویلي چې ډونالډ ټرمپ د خپل طبي راپور خپرولو ته چمتو نه دی، ټرمپ د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره وړ نه دی.

    له دې وړاندې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې خلک به په هیڅ صورت کې کاملا حارث د ولسمشر په توګه ونه ټاکي، له غیر قانوني کډوالو سره به سخت چلند وشي او هغه کډوال چې امریکايي اتباع وژني د مرګ سزا به ورکړل شي.

  • دپاکستان ستبلشمنت ترهګر روزي(منظور پښتون)

    دپاکستان ستبلشمنت ترهګر روزي(منظور پښتون)

    پښتانه د لسیزو راهیسې د پراخ تبعیض، زورزیاتي، جبري ورکیدو، شکنجه کولو، هدفي وژنو او محرومیت سره مخ دي.
    دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون دپښتنو قامی جرګې په پرانسته وینا کې ددی مطلب په څرګندولو سره وویل چې موږ د تعلیم، روغتیا، زیربناوو، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا څخه په لوی لاس محروم ساتل شوي یو
    منظور دغه رازرپه یوه غږیزه مرکه کې بی بی سي ته وویل چې ددپاکستان استخباراتو  د پښتنو له خاورې  ناوړه استفاده کړې او دلته یې ترهګرې ډلې روزلي دي خومونږ له دی وروسته دا اجازه نه وکوو.دپښتون پّ وینا پاکستاني ستلشمنت ترهګري روزي خو پښتانه به ترهګري له منځه وړي.
    د پښتنو قامي‌ جرګې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) له خوا راټولو شويو معلوماتو له مخې، تر دې مهاله له “۶۷ زره ډېر پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶۷۰۰ کسان لادرکه دي.”
    منظور پښتين وويل د اسنادو له مخې تر ټولو ډېر “څه باندې نهه زره” وژل شوي کسان د خيبر له سیمې دي، چېرته چې دغه جرګه روانه ده.
    هغه د جرګې په پرانېستونکي وینا کې وویل چې “پښتانه د لسیزو راهیسې د پراخ تبعیض، زورونو، جبري ورکیدو، شکنجه کولو، هدفي وژنو او محرومیت سره مخ دي.”
    منظور پښتین په داسې حال کې چې د پښتنو وضعیت یې د انځور په ژبه هم ګډونوالو ته ښکاره کاوه وویل ” موږ د تعلیم، روغتیا، زیربناوو، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا څخه په لوی لاس محروم ساتل شوي یو.”
    د پاکستان حکومت په رسمي ډول لا تراوسه د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د دغو راټولو شويو شمېرو په اړه څه نه دي ويلي.
    شریک یې کړئد پښتنو قامي جرګه؛ له “۷۶ زره” ډېر پښتانه په بمي چاودنو، هدفي وژنو او نورو کې وژل شوي
    د پښتو قامي جرګې په درېیمه او وروستۍ ورځ هم بحثونه کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين چې د پښتنو د غه جرګه يې رابللې وايي، نن به مهمې پرېکړې اعلانوي.
    په دغه جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلويانو تر څنګ د مختلفونو ګوندونو په زرګونو کسانو ګډون کړی دی.