دسته: خبر

  • په افغانستان کې د شري يا سرخکان ناروغي په ډېرېدو ده

    په افغانستان کې د شري يا سرخکان ناروغي په ډېرېدو ده

    د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان او د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت دواړه وايي، په دغه هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغي پېښې ډېرې شوې دي.
    ددغه وزارت په وینا، په روان کال کې د شري ناروغۍ د مشکوکو پېښو له لسو زرو ډېرو ازموینو نژدې شپږ زره مثبتې ثبت وې.
    د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د روان ۲۰۲۴ کال په تحلیلي راپور کې کښلي چې شری یا سرخکان د ۲۰۲۱ کال له نیمايي راهیسې په افغانستان کې په ډېرېدو دی. په دغه راپور کې راغلي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې یې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د شري شپږ زره مثبتې پېښې او له دغې ناروغۍ لږ تر لږه ۲۲۳ مړینې ثبت کړې دی.
    د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د دغې ناروغۍ مشکوکې پېښې هم د تېر کال پرتله ډېرې شوې دي.
    امرخېل زیاتوي، دغه وزارت غواړي د راتلونکي میلادي کال په پیل کې د شري ناروغۍ د واکسين ملي کمپاین پلی کړي چې په کې به ۱۶ مېلیونه له لس کلونو ټیټ عمره ماشومان واکسین شي.
    نوموړی وايي، “په نژدې مياشتو کې موږ پلان لرو چې د شري د واکسين ملي کمپاين تطبيق کړو، د دې په توسط سره به موږ وکولی شو چې په افغانستان کې د شري له زياتېدونکو واقعاتو مخنيوی وکړو. له ولسونو مو هم غوښتنه همدا ده چې په داسې حالتونو کې که د دوی ماشومانو کې نښې او علايم د سرخکان راښکاره کېږي، بايد نور ماشومان ورڅخه وژغورل شي او دوی په دغسې حالتونو کې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه وکړي تر څو د دوی د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ نشي.”
    دغه وزارت له دې وړاندې د کورنیو بې ځایه شوو شمېر ډېرېدل او د کډوالو په تېره بیا له پاکستانه ورستنېدل هم د شري د ناروغۍ لا خپرېدو لامل بللي و.

  • پاکستان او سري لانکا دهاګ کانګ سوپر سکس فاینل ته ووتل

    پاکستان دا ځل هم د کرکټ د نړیوالو سیالیو په سیمی فاینل کې نیوزي لینډ ته ...

    هانګ کانګ سوپر سیکس: پاکستان اسټرالیا ته او سريلانکا بنګله دیش ته په ماتې ورکولو ، فاینل ته ورسېدل.
    مونګ کوک: د هانګ کانګ سوپر سیکس سیالیو کې پاکستان اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

    د هانګ کانګ سوپر سیکس سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان اسټرالیا ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

    د استرالیا لپاره ډین کریسټین او سام هزلیټ په ۴۲ او ۲۶ منډو ناسوځیدلي پاتې شول او جیک ووډ په ۳۶ منډو وسوځید.

    د پاکستان لپاره فهیم اشرف یوه وېکټه واخیسته.

    پاکستان د ۱۰۸ منډو هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

    د پاکستان له لوري عامر یامین ۲۴ او فهیم اشرف ۱۹ او اصف علي په ترتیب سره ۳۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

    دغه راز په دویمه نیمه پایلوبه کې سریلانکا بنګله دیش ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

    سریلانکا د ۱۰۴ منډو هدف یو بال مخکې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د سریلانکا سنډوون ویرا کوډي ۵۰ منډې وکړې. داننجیالکشان ۲۴ منډې او نیمیش ویموختي ۱۲ منډې وکړې.

    د هانګ کانګ سوپر سیکس سیالیو پای لوبه به د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شي.

  • که ایران بیا برید وکړي داسراییلومخه نه نیول کیږي(امریکا)

    که ایران بیا برید وکړي داسراییلومخه نه نیول کیږي(امریکا)

     

    په داسی حال کې چې دایران مذهبي مشر او دهغه هیواد امنیت شورا پر اسراییلو دبیا برید پخلی کړی دی،امریکا خبرداری ورکوي، چې که ایران بیا برید وکړي، نو اسرائیلو مخه نه شی نیول کیدای.

    امریکايي رسنیو څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې ایران ښايي د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې پر اسراییل برید وکړي.
    امریکا ایران ته خبرداری ورکړی چې بیا دې پر اسرائیلو برید ونه کړي.

    امريکايي چارواکو له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې که ايران پر اسرائيلو بريد وکړي، نو دوی به ونه شي کړای، چې د غچ اخيستلو مخه ونيسي.

    د ایران مذهبي مشر امر کړی چې پر اسرائیلو د نوي برید لپاره چمتووالی ونیسي

    تېره ورځ د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي وو چې امریکا او اسراییل به د ایران پر ضد د خپلو اقداماتو په وړاندې سخت ځواب ورکړي.

    هغه په ​​تهران کښې په یولړ مراسمو کښې وویل د امریکا او صهیونیسټی حکومت په شمول دښمنان باید پوه شی چې هر هغه څه چې د ایران او د مقاومت د جبهې په خلاف ترسره کوی سخت ځواب به ورکړی .

    د بله پلوه د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ادعا وکړه چې په ایران کې د وروستیو بریدونو نه وروسته په ایران کې د کوم هدف په نښه کول ممکن دي.

  • ‘که نړیوال نړۍ کې بې‌وزلي ختمول غواړي، پیل دې له افغانستانه وکړي’

    ‘که نړیوال نړۍ کې بې‌وزلي ختمول غواړي، پیل دې له افغانستانه وکړي’

    د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په چین کې د فقر کمولو او کرنې پرمختګ نړیوال کنفرانس کې دا غوښتنه کړې ده.
    نوموړی وایي، نړۍ باید په هغو هېوادونو تمرکز وکړي چې د اوبو له کمښت، جګړو او نورو ستونزو سره مخ دي.
    افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي چې د وزارت مرستیال یې له نړۍ غوښتي چې که غواړي په نړۍ کې بیوزلي کمه کړي نو غوره ده چې پیل یې له افغانستانه وکړي.
    نوموړي د کوکنار له بزګرانو سره د بدیل معیشت غوښتنه هم کړې ده.
    په دې کنفرانس کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو نژدې درې سوه استازو ګډون درلود.
    په هم دې حال کې د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت هم ورته غوښتنه کړې ده.
    د دغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې حکومت یې له نړیوالو مرستندویه موسسو او بنسټونو غواړي چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر، د بشري مرستو ترڅنګ د خپلو مرستو ډېره برخه په هېواد کې د بنسټیزو پراختیايي پروژو په تمویل کې مصرف کړي.
    د طالبانو حکومت کې دغه دوې مهمې ادارې داسې مهال له نړۍ د بشري مرستو او لاسنیوي غوښتنه کوې چې له دې مخکې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ ملګرو ملتونو ته په خپل وروستي رپوټ کې له نړیوالو غوښتي وو چې افغانستان هېر نه کړي او له طالبانو پرته د دغه هېواد له خلکو سره په مختلفو برخو کې مرستې جاري وساتي.
    بېنېټ ویلي چې نړیوال باید د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغانانو لاسنیوی وکړي.
    د نوموړي په وینا، دغه مرستې او لاس نیول د هغو خلکو ، لکه معلولین، بې‌سرپسته ښځې، ماشومان او هغه خلک چې د خپلو حقونو لپاره قانوني او حقوقي دعوې لري ډېر اړ دي.
    له دې وړاندې نړیوال بانک او ملګرو ملتونو دواړو ویلي وو چې په افغانستان د بېوزلۍ کچه له بل هر وخته ډېره لوړه شوې چې د نړیوالو بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

  • دجګړې اقتصادي بوج داسراییلو ملا ماتوي

    Image result for وزیر جنگ قبلی اسراییل

    دهغو سروې ګانو له مخې چې تازه داروپایی خبریالانو او څیړونکو له خوا خپرې شوي دي، دغزی جګړې د اسراییلو پر اقتصاد باندې سختې منفي اغیزې کړي دي.

    ددې سروې له مخې د اسرائیلو اقتصاد د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر پورې د پام وړ وده وکړه، خو د جګړې له پیل سره دا وده په چټکۍ سره راټېټه شوه.

    اسراییل داسی یو هیواد دی چې تر ډیربرییده په صخعت باندی ولاړ دی او کرنیز حاصلات یې دومره دپام وړنه دی د اسراییلو په عمده اقتصادي سکتورونوکې پرمختللې ټیکنالوژي او صنعتي تولیدات شامل دي. د اسرایل د الماس صنعت په نړۍ کې د الماسو د پرې کولو او پالش کولو یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې کې د ټولو صادراتو 21٪ برخه جوړوي. , د موټرو وسایط، خام الماس او د تولید اړوند توکي

    د تولید او خدماتو په برخه کې، اسراییل د هیوادونو په منځ کې له ایرلنډ وروسته دویم ځای لري

    د نړیوال بانک په وینا، د ۲۰۲۳ کال په لړ کې د اسرائیل ناخالص تولید یو پر لسمه سلنه کم شوی.

    د اسرائیلو مرکزي بانک وړاندوینه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د اسرائیلو اقتصاد یوازې نیم سلنه وده وکړي.

    په داسې حال کې، چې د جولای په میاشت کې د دې کال لپاره د اقتصادي ودې وړاندوینه یو اعشاریه پنځه سلنه وه.

    تېر کال ډېرو اسرائیلي شرکتونه د کارګرانو له کمښت سره مخامخ شول، چې دې د اقتصادي فعالیتونو ساحه محدوده کړه.

    د افرادو د کمښت لامل دا دی، چې د اسرائیل پوځ له حماس سره د جګړې په پیل کې تر ۳۶۰ زرو زیات رېزرف یا احتیاطي ځواکونه ور وغوښتل.

    که څه هم د هغوی له ډلې ډېر کسان له خدمته اېستل شوي، خو په لبنان کې یې د روانو ځمکنیو عملیاتو لپاره ۱۵۰۰۰ نور ریزرف ځواکونه وربللي دي.

    حکومت د امنیتي ستونزو له امله له غزې او لویدیزې غاړې اسرائیلو ته کار لپاره د شاوخوا ۲۲۰،۰۰۰ فلسطینیانو ورتګ منع کړی.

    دې مسلې رغنیز سکټور چې شاوخوا ۸۰،۰۰۰ فلسطینیانو پکې کار کاوه، پام وړ اغېزمن کړی دی.

    د دوی پر ځای اوس د هند، شري لنکا او ازبکستان په څېر له نورو هېوادونو لسگونه زره کارکونکي ګومارل کېږي.

    تر هغې وروسته چې د اسرائیلو اقتصادي وده د جګړې په جریان کې ورو شوه، داقثصاد پوهانو په نظر تر جګړې وروسته یې د “قوي بیارغونې احتمال” شته.

    هغوی د اسرائیل د پرمختللې ټېکنالوژۍ د یوې برخې وده د دې لامل ګني چې اوس د دغه هېواد د اقتصاد پنځمه برخه جوړوي.

    خودا حقیقت چې دا جګړه د تېرو جګړو په پرتله اوږده ده او د وګړو لویه برخه یې اغېزمنه کړې، کېدای شي اقتصادي رغونه کمزورې او اوږده کړي

     

  • دچیني سفیر وېنا حیرانوونکې ده (پاکستان)

    دچیني سفیر وېنا حیرانوونکې ده (پاکستان)

     

    اسلام اباد: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وايي، په پاکستان کې د چین د سفیر څرګندونې حیرانوونکې دي او د دواړو هېوادونو د سفارتي دودونو عکاسي نه کوي.

    د بهرنيو چارو وزارت وياند د اوونيزې خبري غونډې پر مهال وويل، چې له چينايي اتباعو سره د ځينو بدمرغه پېښو د رامنځته کېدو په اړه د چين د حکومت او د سفارت د مشرتابه په کچه د چينِ اتباعو ،پروژو او کپنیو دساتنې ژمنه تازه شوې .

    د چین سفیرپه یوه تازه وینا کې ویلي دي چې له پاکستان سره همکاري کوو ترڅو د ترهګرو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړای شي
    د چین سفیردغه راز ویلئي دي چې د نوي حکومت نه وروسته د پاکستان او چین اړیکې زیاتې شوې
    ممتاز زهرا بلوچ وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر هم د چینايي اتباعو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی .

  • دحزب الله نوی مشر وټاکل شو

    دحزب الله نوی مشر وټاکل شو

     

    حزب الله د نصرالله پخوانی مرستیال نعیم قاسم د ځای ناستي په توګه وټاکه
    د لبنان د حزب الله ډلې د عمومي مشر پخوانی مرستیال نعیم قاسم ځان د حسن نصرالله ځای ناستی اعلان کړ.
    له تیرې میاشتې رادیخوا چې حسن نصرالله وژل شویدیُنعیم قاسم دحزب الله مشري پرغاړه لري.

    دغه ملا د نصرالله په څېر یو له هغو شخصیتونو څخه دی چې د علي خامنه اي له شخصیتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې څو ځله ایران ته سفرونه کړي او د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره په دوامداره توګه په تماس کې دی. نعیم قاسم له ۱۹۹۱ کال راهیسې د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال و. په تېرو ورځو کې داسې غیر رسمي راپورونه خپاره شول چې قاسم د حزب الله پر ضد د اسرائیلو د بریدونو له شدت وروسته ایران ته تللی دی.

  • پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه

    پښتونخوا

    پښتونخوا کې د پولیو واکسین پرټیم دوسلوالو په برید کې ۲تن پولیس وژل شوي دي.

    د اورکزیو د پوليسو وياند محمد موسی د یادې پېښې له تائيد سره ویلي، د پوليسو او امنیتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې ‘درې بريد کوونکي هم وژل شوي دي.’

    سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي د پېښې په ځای کې یې د لټون عمليات پيل کړي دي.

    دا پېښې داسې مهال شوې، چې پاکستان پرون (دوشنبه) د پولیو یا ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړی.

    د چارواکو په وینا په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو په مثبتو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. داسې اندېښنې دي چې دا ډول تاوتریخوالی به د نورو ننګونو ترڅنګ د کمپاین په بریالي ډول ترسره کېدل هم له ګواښ سره مخ کړي.

    په پاکستان کې روغتیايي مسؤلین وايي، په روان ۲۰۲۴ کال کې په پولیو ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی، تر ټولو وروستۍ پېښه تېره اونۍ د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې ثبت شوې وه.

    سږ کال په پاکستان کې تر ټولو زیاته ځپل شوې صوبه بلوچستان ده چې ۲۰ پېښې پکې ثبت شوې دي. په سند کې ۱۲ او په خیبر پښتونخوا کې پنځه پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې پنجاب او اسلام اباد کې یوازې د یوې یوې پېښې راپور ورکول شوی دی.

    په وروستیو کلونو کې د پولیو څو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي د وسله والو تر بریدونو لاندې راغلي. سږ کال د واکسیناسیون په کمپاینونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان چې ډېری یې پولیس دي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

    د روغتیا نړیوال سازمان سږ کال په افغانستان کې هم د پولیو لږ تر لږه ۱۸ پېښې تائید کړي، چې ډېری یې د هېواد په سوېل کې دي.

    پوليو، يوه ساري ناروغي ده چې د کوچنيانو په منځ کې د فلج کېدو لامل کېږي. په نړيواله کچه د لسيزو اوږد واکسين کولو وروسته له منځه وړل شوې ده.

    د بلوچستان په پنجګور کې هم د وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي دي
    بلوچستان

    د بلوچستان په پنجګور ضلع کښې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې پنځه کسان مړه او دوه ژوبل شوي دي.

    د بلوچستان د والي ویاند شاهد رند وايي، برید پر هغو کسانو شوی، چې د یوه بند د څارنې په دنده بوخت وو. بريد کې درې وژل شوي او دوه ټپیان د پنجګور ضلعې اوسېدونکي دي.

    د بلوچستان وزير اعلي مير سرفراز بګټي د پېښې غندنه کړې او ويلي یې دي، ترهګر به هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږي.

  • د احصایې ملي اداره؛ په میزان میاشت کې ۴زره بهرنیو سېلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې

    د احصایې ملي اداره؛ په میزان میاشت کې ۴زره بهرنیو سېلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې

    داسلامي امارت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې ۳ زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
    خبرپاڼه کاږي چې ۴۳۳ تنو د تاریخي سیمو د لیدلو او پاتې نورو بیا د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.
    ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې په ټول هېواد کې ۱۴۴ زره او ۸۴۰ برېښايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
    خبرپاڼه زیاتوي چې د تذکرو ډېره برخه په کابل، ننګرهار، کندهار، هرات، او بلخ ولایتونو کې وېشل شوې ده.

  • ایران بایدپوځي ځواب ورنکړي(امریکا)

    ایران بایدپوځي ځواب ورنکړي(امریکا)

     

    امریکا  دایران پر پوځی هدفونو باندې د اسرائیلو د رژیم د حملو او تیریو له پای ته رسیدو وروسته ،له ایرانه غوښتي دي چې ځواب ورنکړي

    دامریکې یو لوړرتبه چارواکي وایي: د ایران په وړاندې د اسرائیلو غبرګون پای ته رسیدلی دی او له تهران څخه غوښتنه کوو. د دې برید په ځواب کې یا هر ډول اضطراري اقدام ونکړي.

    یادامریکايي چارواکي نن سې شنبه سهار ټینګار وکړ: دا باید د اسرائیلو او ایران ترمنځ د مخامخ بریدونو د تبادلې پای وي.

    دغه جګپوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي: امریکا د اسرائیلو دفاع ته چمتو ده.

    د اسراییلو رژیم ۱۲ چینل هم د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکی له قوله راپور ورکړی: د ایران په وړاندې د اسرائیلو ځواب باید د دواړو لورو د متقابلو حملو د ختمیدو سبب شی.

    د اسرائیلو رژیم پوځ نن شنبه سهار (د تهران پر وخت شاوخوا ۲:۳۰ بجې) د ایران پر پوځي اهدافو د بریدونو د پیل اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې دا برید بریالی دی.

    داسراییلو دپوځ یو ویاند ویلي دی چې اسراییل دایران هره برخه چې وغواړي په نښّ کولی شي او نن مونږ ایران ته دخپل زور او وړتیا یوه برخه ښکاره کړه.

    د دغه هیواد د هوایی مدافعې اډې له دغه حملې وروسته اعلان وکړ: د صهیونیسټی رژیم جنایتکار او غیرقانونی رژیم ته د اسلامی جمهوریت د چارواکو له مخکینیو خبرداریو سره سره، دغه جعلی رژیم نن سهار په یو لړ تکفیری اقداماتو سره، د صهیونیسټی رژیم په ځینو پوځی مرکزونو حملې وکړې. د تهران او خوزستان په ولایتونو او په الهام باندې حملې چې د دغه هیواد د هوایی مدافعې د مربوط نظام له خوا په بریالیتوب سره په دغه ځپونکی اقدام سره په شا وتمبول شو او ځینو ځایونو ته یې محدود تاوانونه ورسیدل، د دغې پیښې ابعاد تر څیړنې لاندې دی.

    ایران په یادو بریدونو کې دخپلو ۲ تنو سرتیرو دوژل کیدو خبره هم کړې او ټیګار یې کړي دي چې یادو بریدونو ته به ځواب ورکړي

    په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: په دې برخه کې له خلکو څخه د پيوستون او سولې د ټينګښت لپاره د بلنې په ترڅ کې له هغوى څخه غوښتل کيږي چې د دغو پيښو په اړوند خبرونه د ملي رسنيو له لارې خپاره کړي او د دښمن د رسنيو اوازو ته پام ونه کړي.