کام اییر خصوصي هوايي شرکت وايي چې د کابل – دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي.
دغه شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل – دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې به د دسمبر په ۱۷ مه له کابل څخه دوحې د دوی د یوې الوتکې په الوت پیل شي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د افغانستان او بهرنیو هیوادونو ترمنځ ټولې الوتنې وځنډول شوې خو په وروستیو دوو کلونو کې د سیمې د هیوادونو ځینو هوايي شرکتونو کابل او د افغانستان څو نورو ښارونو ته الوتنې بیا پیل کړي دي.
دسته: خبر
-
کام اییر هوايی شرکت د کابل – دوحې ترمنځ الوتنې پیلوي
-
سوریه کې د وسلوالو نښتو دوام
په سوریه کې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشته اداره (SOHR) وايي، د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو د دغه هېواد د دویم لوی ښار حلب څو برخې نیولې دي.
د SOHR چارواکي وايي چې د جمعې تر ماښامه پورې وسله والو یاغیانو د حلب ښار شاوخوا نیمایي برخه نیولې ده.
په تېرو څو کلونو کې سوریه کې تر ټولو ډېر حکومت ضد وسله وال بلل کېږي او دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د بشار الاسد د حکومت مخالف وسله وال حلب ته رسېدلي چې حکومتي ځواکونه یې له ماتې سره مخ دي.
په هغه ویډیو کې چې د افراطي وسله والې ډلې حیات التحریر الشام له خوا خپره شوې، وسله وال په ښار کې په جګړه کې لیدل کیږي.
د چهارشنبې په ورځ، د سوریې حکومتي ځواکونو ادعا وکړه چې دوی په حلب او ادلب سیمو کې د حیات تحریر الشام او نورو اړوند ډلو له بریدونو وروسته یو شمیر سرې تلیفونونه ترلاسه کړي.
په ۲۰۱۱ کال کې چې د سوریې د حکومت پر ضد د ډیموکراسۍ پلوو مظاهره چیانو تاوتریخوالی پیل کړ، تر اوسه شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي دي.
د ځینو وسله والو ډلو په ګډون یو شمېر جهادي ډلو له دغه کړکېچن وضعیت څخه په سوریه کې د پراخو سیمو د نیولو لپاره ګټه پورته کړې ده.
په سوريه کې د روسيې حکومت او د هغه يو شمېر متحدينو د ډېرو خلکو په ملاتړ سره ډېرې سيمې بېرته نيولې دي.
ادلب د حيات التحرير الشام د وسله والې ډلې وروستی مهم مرکز ګڼل کېږي، ترکي ځواکونه هم هلته مېشت دي او ځينې وسله والې ډلې هم شته چې د ترکيې له خوا يې ملاتړ کېږي.پرون په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي وویل چې وسله والو له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټرونه درولي او بیا د کلي پر لور روان شوي دي. په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
التحریر الشام او پلویانو یې ویلي چې په حلب او ادلب ولایتونو کې یې یو شمېر کلي او ښارونه نیولي دي.
د جمعې په ورځ په یوه بیان کې چې د یاغیانو اړوند چینل خپور کړ وویل: “زموږ ځواکونو حلب ښار ته ننوتل پیل کړي دي.”
لومړی، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې د سوریې او روسیې الوتکو د جمعې په ورځ په حلب کې ۲۳ هوايي بریدونه کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې جګړه کې ٢٥٥ کسان وژل شوي، چې ډېرى يې جنګيالي دي، چې دا په سوريه کې د ياغيانو او حکومت پلوه ځواکونو ترمنځ له څو کلونو وروسته تر ټولو خونړۍ جګړه وه.
د سرچینو په وینا، مخالفو ځواکونو د چهارشنبه راهیسې د 50 ښارونو او کلیو کنټرول ترلاسه کړی دی.
په ۲۰۱۱ کال کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال کمه شوه چې ترکیې او روسیې – د سوریې اصلي متحدینو – د ادلب ښار د نیولو لپاره د حکومت د هڅو د مخنیوي لپاره اوربند وکړ.
ادلب دا مهال د مخالفینو تر ټولو ځواکمن ځای دی، چې تر څلور میلیونو ډېر وګړي پکې ژوند کوي، چې ډېری یې د جګړې پر مهال بې ځایه شوي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
-
په ازبکستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا سیمه ییزه غونډه
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف، اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو جګپوړي چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې سره راټول شوي چې د سیمې پر مهمو مسلو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي سعیدوف په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي کاها ایمانادزه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا، او همداراز د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون کړی.
هغه لیکلي: «منځنۍ آسیا د ازبکستان د بهرني سیاست په لومړیتوب کې پاتې ده.»
سعیدوف د سیاسي خبرو اترو د پراختیا، اقتصادي ادغام، چاپیریالي همکاریو، ترانسپورتي اړیکو او د خلکو ترمنځ اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمهییزې همکارۍ اړوند بحثونه وو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ترانسپورتي او سوداګریزو اړیکو د ښهوالي، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د ملتونو او ټولنو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
دغه بحثونه د ګډو ننګونو د هوارولو لپاره په ځانګړي ډول د افغانستان د سیاسي او اقتصادي حالاتو په بدلېدونکي وضعیت کې د همغږو هڅو پر زیاتېدونکي اهمیت هم ټینګار کوي. -
افغان لوبغاړي دای پی ایل ځلانده او قیمتي ستوري
د دوشنبې ورځې د بولۍ پر مهال د افغانستان ځوان ورو توپ اچوونکی الله محمد غضنفر ممبای انډينز لوبډلې په ۴۰.۸ ميليونه هندي روپيو چې شاوخوا ۴۸۰ زره امریکايي ډالر کېږي واخيستل شو.
د افغانستان الرونډر عظمت الله عمرزی چې تېر کال هم په ای پي اېل کې لوبېدلی و په ۲۰.۴ میليونه هندي روپيو چې شاوخوا ۲۴۰ زره ډالر کېږي پنجاب کېنګز لوبډلې خپل کړ.
د افغانستان تېز توپ اچوونکی چې مخکې د سنرايزر حيدر اباد لوبډلې برخه و سږ کال راجستان رايلز لوبډلې په ۲۰ ميليونه هندي روپيو چې شاوخوا ۲۳۵ زره ډالر کېږي وپېره.
د افغانستان بل الرونډر کريم جنت چې د ملي لوبډلې لپاره په ګڼو سياليو کې لوبېدلی، ګوجرات ټايټنز لوبډلې په ۷.۵ ميليونه هندي روپيو چې څه کم ۹۰ زره امريکايي ډالر کېږي واخيست.
دا په داسې حال کې ده چې د بولۍ په لومړۍ ورځ چنای سوپر کېنګز لوبډلې نور احمد لکڼوال په ۱۰۰ میليونه هندي روپيو چې نژدې ۱.۲ ميليونه ډالر کېږي پېرلی و. د ده تر څنګ بل افغان توپوهونکی او وېکټ ساتونکی رحمان الله ګوربز کولکتې نايټ رايډرز لوبډلې په ۲۰ میليونه هندي روپيو او يا ۲۳۵ زره ډالرو پېرلی و.
د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان بيا ګوجرات ټايټنز لوبډلې له وړاندې د ۱۸۰ میليونه هندي روپيو چې ۲.۱۲ ميليونه ډالر کېږي له ځان سره ساتلي دی
-
امریکا ،فرانسه او اسراییل وایي حزب الله سره اوربندنږدې شوی دي
د اسراييلو او د لبنان د مقاومتي ډلې حزب الله تر منځ د اوربند تړون ښايي ډېر ژر لاسليک شي.د یوې بهرنۍ خبري ادارې له مخې لبناني سرچینو ویلي دي چې د امریکا او فرانسې ولسمشران په ۳۶ ساعتونو کې د اوربند اعلان کولی شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي وايي، د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د اوربند خبرې په سم لوري روانې دي او موږ یوې هوکړې ته نږدې شوي یو.
د فرانسې د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لبنان کې د اوربند په خبرو کې مثبت پرمختګ شوی او تمه ده چې ډېر ژر به پایلې ولري.
د عربي رسنیو له مخې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر هم ادعا کړې چې دوی له حزب الله سره اوربند ته نږدې شوي دي. د اسراییلو کابینه به د سه شنبې په ورځ په دې اړه بحث وکړي.
له بلې خوا حزب الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو بریدونه دوام لري، د نن ورځې په بریدونو کې تر ۱۲ زیات کسان شهیدان شوي دي.
په غزه کې د کډوالو پر کمپونو او روغتونونو د اسراییلو بمبارۍ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۰ ډیر فلسطینیان شهیدان کړي دي.
د رپوټونو له مخې په رفح ښار کې د اسراييلي پوځيانو پر موټر د حماس د توغنديو په بريد کې څو تنه اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.
په غزه کې د ژمي له بارانونو وروسته اټکل کیږي چې ۵۰۰ زره کسان به د یخنۍ له امله اغیزمن شي.
-
اسراییلی مذهبي مشر مو نه دی وژلی(ایران)
ایران په متحده عربي اماراتو کې د یوه اسراییلي مذهبي مشر په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.
ربي زوی کوګان، چې د اورتودوکس یهودي سازمان لپاره یې کار کاوه، د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کې ورک شو او مړی یې د یکشنبې په ورځ وموندل شو.
د متحده عربي اماراتو چارواکو د یوه اسرائیلي مذهبي مشر د وژلو په شک درې کسان نیولي دي.په متحده
د اماراتي رسنیو له مخې، د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د زو کوګان د وژنې په شک یې ۳ تنه نیولي دي.د اماراتو د کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي.
د اماراتو د کورنیو چارو وزارت وايي، د ټولنې د بې ثباته کولو د هرې هڅې پر وړاندې به له ټولو قانوني واکونو کار واخلي.
اسراييلي او اماراتي چارواکو په دې اړه پلټنې پيل کړي .
اسراييلي ربي هم د اروپايي هېواد مالدووا پاسپورټ درلود او په همدې پاسپورټ يې دوبۍ ته سفر کړى و.
-
ایران د کاظمي قومي پر ځای د افغانستان لپاره نوی استازی وګوماره
ایران د افغانستان لپاره د خپل هیواد د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته ورسوله او کاظمي قمي یې له دې دندې لیري کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په حکم علیرضا بیګدلي په کابل کې د ایران د استازولۍ د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
ښاغلی بیګدلي، چې د کاظمي قمي پر ځای ګومارل شوی، پخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال و.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي دنده پای ته رسول شوې او د پخوا په شان به د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی د ایران د باندنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.
تسنیم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان لپاره به د ایران د باندنیو چارو وزارت ځانګړی استازی څوک وي.
بیګدلي تر دې وړاندې په قزاقستان، اذربایجان، قبرس او ترکیې کې د ایران د سفیر په توګه دندې اجرا کړي دي.
کاظمي قمي د ایران او طالبانو د حکومت د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړی په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې د ایران تر ټولو فعال استازی پاته شوی دی. -
د کابل او مسکو ترمنځ راشه درشه مهمه ده
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او اسلامي امارت ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلیو متقي او کابلوف د کتنې هدف د دوه اړخیزو همکاریو ارزول و او په کې د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیااحمد تکل، د ښاغلیو متقي او کابلوف د خبرو په اړه پر ایکسپاڼه کې لیکلي چې دوی د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې وبللې او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
امیرخان متقي ویلي چې روسیې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکي د رسمي غونډو لپاره مسکو ته بللي دي.
هغه د مسکو د بلنو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د چارواکو تګ راتګ یې مهم بللی دی.
له دې سره په یو وخت د روسیې د باندنیو چارو اندرې رودنکو له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره لا ډېر وختي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي چې ضمیر کابلوف له امیرخان متقي سره په کتنه کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به د مسکو یو جګپوړې پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه به له امارتي چارواکو سره خبرې وکړي.
که څه هم روسیه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو په مسکو کې یې د افغانستان په سفارت کې د امارت استازی د شارژدافېر تر کچې منلی دی. -
داسراییلو بمباري او دحزب الله کروز توغول
پر لبنان د صهیونیسټي پوځ د هوايي برید په پایله کې ۲۴ تنه شهیدان شول، حزب الله په کروز توغندي غچ واخیست.
دبهرنيو ميډيا له مخې په غزه او لبنان کې داسرائيل لخوا هوايي بريدونه کيږي چې پکې هره ورځ خلک شهيدان کيږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې اسرائیلي پوځ د لبنان په ختیځو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۲۴ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي، دغه راز حزب الله هم په تل ابیب کې د اسرائیلو هوايي اډه په کروز توغندیو په نښه کړې ده.
پر غزې د اسرائیلو په برید کې تر ۳۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي دي
له بلې خوا پر غزې د اسراييلي بريدونو له كبله تر ۳۰ زيات فلسطينيان شهيدان شوي او جومات هم په بمبارۍ كې شهيدان شوي او يو اسراييلي يرغمل هم د اسراييلو په بريدونو كې وژل شوى دى. -
ګډ بازار چې افغانان له ويزې پرته ورتلی شي
د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار یا ازاده تجارتي سیمه چې څو میاشتې مخکې پرانیستل شو، اوس په غوړېدو دی او هره ورځ سلګونه افغانان دې بازار ته د پېر او پلور لپاره راځي.
دا بازار چې د امو سيند په بل اړخ کې د ترمز ښار په سرحدي سیمه کې دی، د دواړو هېوادونو سوداګر او پلورونکو ته فرصت ورکړی چې خپل تجارتي توکي او محصولات په دې بازار کې وپلوري. د ازبکستان وګړي هم هره ورځ دې بازار ته د توکو د اخيستلو لپاره ورځي.
دا بازار د روان ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې پر ۲۹ د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله آریپوف پرانیست. دې پرانیستغونډې ته د اسلامي امارت یو پلاوی او د قرغیزستان، قزاقستان او اذربایجان چارواکي هم بلل شوي وو.
که څه هم د ازبکستان چارواکي وايي، افغان سوداګر له دې ازاد زون نه له مالیاتو پرته د ګټې اخیستنې اجازه لري، خو افغان سوداګر لا هم راتلونکې کې پر عایداتو د مالیو د لګولو د شونتیا په اړه اندېښمن دي.
دې بازار کی د افغان سوداګرو منشي جمعه الدین حاجي زاده وايي، “په پیل کې افغان تاجران د دې بازار په اړه ډاډه نه وو، چې ایا بریالي به شي یا نه، تر هغه چې د افغانستان او ازبکستان چارواکو هغوی ته ډاډ ورکړ د دوی پانګونه به په دې بازار کې خوندي وي.”
د هغه په وینا، افغان سوداګرو اندېښنه لرله که دوی په دې بازار کې ډېره پانګونه وکړي، کېدای شی دا سرحد کوم وخت وتړل شي.
خو بیا هم، یو شمېر افغان پلورونکي په دې بازار کې وايي چې دوی لا هم له ځینو ستونزو سره مخ دي.
دا بازار په ۳۶ هکټاره ځمکه د ازبکستان په خاوره کې پروت دی. د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د افغانستان اتباع کولی شي پرته له ويزې هره ورځ دې ۲۴ ساعته بازار ته سفر وکړي او که اړتیا وي، تر ۱۵ ورځو پورې دغه ازاده اقتصادي سیمه کې پاتې شي.
د سرحد په دواړغاړو کې ګمرکي او د پاسپورت د کنټرول څانګې ۲۴ ساعته فعالیت کوي. د ازبکستان چارواکي وايي، د دې بازار په لومړۍ برخه کې- چې اوس فعاله ده، ۳۶۳ دوکانونه دي، ۲۷۵ دوکانونه د ازبکستاني سوداګرو او ۸۸ دوکانونه د افغان پلورونکو لپاره ځانګړي شوي دي.
په دې ازاده سیمه کې یوه مجهز روغتون هم جوړ شوی دی، چې افغانان ورته د علاج لپاره راځي، هره ورځ سلګونه افغانان – ښځې او سړي دې روغتون ته د درملنې لپاره راځي.
دو ی وایي، پخوا به د علاج لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس د پاکستان وېزه د افغانانو لپاره ستونزمنه ده او دوی دغه روغتون ته پرته له ويزې مراجعه کوي.
په دې سیمه کې دوه هوټلونه او یوه رستورانت هم جوړ شوي چې ترکي او ازبکي خواړه وړاندې کوي.
دا ازاده سیمه داسې ډیزاین شوې چې په راتلونکي کې به هره میاشت یو اعشاریه څلور میلیونه ډالره سوداګري ولري او هر کال له یو اعشاریه پنځه میلیونه کسانو ډېر خلک راجذب کړي.
د ازبکستان چارواکي وايي په څه د پاسه دوه میاشتو کې چې بازار فعال شوی دی بازار ته شاوخوا پنځوس زره کسان ورغلي دي.
تمه کېږي چې دا ازاده تجارتي سیمه د شاوخوا درې زره کسانو لپاره د کار زمینه برابر کړي، چې یو پر درېیمه برخه به یې افغانانو ته ورکول کېږي. ازبک چارواکو په وینا د مزار شریف او د ازادې سیمې ترمنځ د کارګرانو لپاره به یو بس فعال شي.
له بل لوري د بلخ په ولایت کی چارواکي وایي چې دوی اوسمهال پر هغه طرحه کار پیل کړی چې د حیرتان په بندري ښارګوټي کې هم یو لوی سوداګریز ازاد نړیوال بازار جوړ کړي.
د بلخ د صنعت او تجارت رییس قاري امیر محمد متقي وویل چې دغه لوی سوداګریز ازاد نړیوال بازار به په نړیوال معیار او پراخه ساحه کې جوړ شي چې د منځنۍ اسیا اونورو هېوادونو سوداګر به له افغان سوداګرو سره یو ځای دغه بازار کې په کار بوخت شي.