د بښنې نړیوال سازمان د کډوالو د حقونو د کمپاین فعال جېمز جینیون وایي، د پاکستاني چارواکو له لوري د هغو سختو تعقیبونو، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورینونو په اړه بېپروا چلند چې له افغان کډوالو سره یې کوي، ناهیلی کوونکی دی.
جینیون زیاتوي، د دې پر ځای چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د درولو لپاره نړیوالې غوښتنې ومني، د ناهیلۍ خبره دا ده چې نوي ټاکل شوي پاکستاني حکومت اوس د دې ایستلو لړۍ د افغان (ACC) کارټ لرونکو کډوالو ته هم غځولې ده.
سرچینه وایي، د پاکستان حکومت د “بهرنیانو د ستنولو ناقانونه پلان” د کډوالو او نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دی او د ټولو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
بل لورته پاکستان کې د اسلامي امارت سفیر هم په اسلام اباد کې د ۸۰۰ افغان کډوالو په نیول کېدو خواشیني ښودلې ده.
یادې ادارې ویلي، چې نیول شوي کډوال له ځانه سره پوره قانوني اسناد لري او د بشر حقونو له ادارو یې غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې جدي مداخله وکړي.
دسته: خبر
-
د بښنې نړیوال سازمان؛ افغان کډوالو سره د پاکستان چلند ناهیلی کوونکی دی
-
اېران وایي ۳ میلیونه افغان کډوال مو وایستل خو بېرته راغلل
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو رییس وایي، په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا درې میلیونه غیر قانوني کډوال له هېواده ایستل شوي، خو د افغانستان د سختو حالاتو له امله دوی بېرته ایران ته راستانه شوي دي.
نادر یاراحمدي ، وویل چې امنیتي ځواکونه به په «جدي تعقیب» دغه کډوال بیا له هېواده وباسي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي د کډوالو د ایستلو او بېرته افغانستان ته د ستنولو څرنګوالی توضیح نه کړ. له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم څو ځله ویلي و چې ایران نور د میلیونونو افغان اتباعو د «منلو» ظرفیت نه لري.
د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو رییس افغان اتباع په دوو ډلو وویشل او زیاته یې کړه: «لومړۍ ډله هغه قانوني کډوال دي چې له پخوا څخه یې د خدماتو د ادارو له خوا کارتونه ترلاسه کړي، او په دې اساس خدمات ورته وړاندې کېږي.»
د یاراحمدي په وینا، ډېری دا کسان لوستي دي، او نژدې ۷۰۰ افغان متخصص او فوق متخصص ډاکټران په ایران کې په روغتونونو کې کار کوي. ده دوهمه ډله هغه کسان وبلل چې د افغانستان د جګړې له امله ایران ته راغلي دي او ځینو ایرانيانو د قانون خلاف کار ورکړی او دوی هم نه غواړي چې له ایرانه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل، تر ټولو لویه ستونزه له دې ډلې سره ده، او وزارت هڅه کوي له هغو ایرانیانو سره په خبرو دا ستونزه حل کړي چې دغو کډوالو ته یې کار ورکړی دی.
ایران په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د سیاسي بحرانونو په ترڅ کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی.
خو له ۱۴۰۲ کال څخه، چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او هغوی بیا واک ته ورسېدل، ایران ته د افغان اتباعو مهاجرت ډېر شوی دی. پر دې سربېره، د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې، داسې راپورونه ورکړل شوي چې له ایرانه د افغان ځواکونو یوه برخه د روسیې په ملاتړ د جګړې لپاره استول شوي، خو د دې شمېر په اړه کره معلومات نشته، او ایراني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د ۱۴۰۳ کال تر مني پورې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۳.۷۵ میلیونه تنه دی، او په پاکستان کې هم تر دوه میلیونه زیات افغان کډوال ژوند کوي. -
درنې واورې د هېواد یو شمېر لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړلي
د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د سالنګ لویه لار د درنې واورې او ورښت له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
حق شناس زیاتوي، چې دغه راز د غزني د مالستان او ناور ولسوالیو نښلوونکي سړکونه او د بامیان د قوناق، اب قول کرمان او شاتو کوتلونه او د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیا لار هم د واورې ورښت له امله تړل شوې ده.
نوموړی دغه راز وایي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار هم د ورښت له امله غر ښویېدلې و چې په خبره یې، تر پاک کارۍ وروسته اوسمهال د تګ راتګ پرمخ پرانیستی دی.
د هېواد د یوشمیر ولایتونو لویې لارې وخت نا وخته د ژمي په موسم کې د باران او واورو له امله بندېږي، چې له امله یې مسافر له سختو ستونزو سره مخ وي.
عام خلک له حکومت غواړي، چې د لویو لارو د بندېدو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په پار دې د ستونزو پر حل کار وکړي. -
تېر میلادي کال په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بې ساري ډول ډېرې وې.
د بې غورۍ او بې احتیاطۍ د زیاتېدو له کبله افغانستان تېر میلادي کال تر بل هر وخت ډېرې ترافیکي پېښې لرلې.
پرون په دوو ترافیکي پېښو کې په میدان وردک کې د ۵ تنو او په فاریاب کې د ۳ تنو د مړینو راپور ورکړل شوی دی. خو ممکن تر دې ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې مړه او ژوبل شوي وي ځکه چې د ګڼو پېښو راپور نه ورکول کېږي.
د میدان وردک د امنیه قوماندانۍ ویندوی یوسف اسرار وویل چې په دغه ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې د دوو ماشومانو په شمول ۵ تنه مړه شوي.
د ده په وینا دا پېښې د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې، چې له میدان وردک ولایت څخه تېریږي، په نرخ او سیداباد ولسوالیو کې شوي دي.
دا په یوه اوونۍ کې په افغانستان کې لسمه ترافیکي پېښه ده چې راپور یې ورکړل شوی دی.
د سې شنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۳ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. دا پېښې په پښتونکوټ او جمعه بازار ولسوالیو کې شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې (دوشنبې) په سنمګان او غزني کې په ۳ ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.
د یکشنبې په ورځ په درو ولایتونو کې په درو ترافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.
داسی کمه ورځ پېښېږي چې ترافیکي پېښې د افغانانو ژوند نه اخلي خو په وروستیو ورځو کې تر ټولو ناوړه ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې (د قوس ۲۸) د کابل – کندهار په لویه لاره کې هغه دوې پېښې وې چې له کبله یې۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور سخت ټپیان شول. -
د کابل په شکردره کې د شاه و عروس بند بشپړ او پرانستل شو
د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د تېر 2024 کال په وروستۍ ورځ د شاه او عروس بند د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت لهخوا رسماً پرانستل شو.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د امارت ګڼ جګپوړي چارواکي راغلي وو. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه بند بشپړېدا د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مهم او ګټور ګام دی. هغه زیاته کړه چې څو لسیزې جګړې د اوبو په برخه کې د بنسټیزو کارونو د ترسره کېدو مخه نیولې وه.
ملا برادر په خپلو خبرو کې وویل چې د شاه او عروس بند چارې، چې په ۱۳۸۹ کال کې پیل شوې وې، اوس په مسلکي ډول پای ته رسېدلې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امارت د اوبو د مدیریت لپاره ځانګړې پروژې په پام کې لري. هغه وویل چې د بندونو جوړول د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ په کنټرول کې اغېزناک دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وویل چې شاه او عروس بند به د کابل د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي. د هغه په وینا، پر دغه بند له ۲۵۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت شوی او دا به د کابل ۲۰ زرو اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابرې کړي او شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
په غونډه کې د کابل والي امین الله عبید وویل چې د دې بند پرانیستل د کابلیانو د اوږدمهاله هيلو پوره کېدل دي.
له بلې خوا، د شنونکو په وینا د شاه او عروس بند چارې د تېر حکومت پر مهال بشپړېدو ته نژدې شوې وې، خو د جمهوریت تر سقوط وروسته یې پاتې چارې اسلامي امارت بشپړې کړې. -
افغانستان، سږکال ۴۳۸زره مټریک ټنه وریجې تولید لري
د اسلامي امارت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، روان کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي دي.
یادې ادارې ویلي، چې سږنی مقدار د تېر کال په پرتله ۹.۶ سلنه زیات دی.
د سرچینې د سروې له مخېط کندوز چې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجو حاصلات لري، تر ټولو مخکې دی.
د معلوماتو له مخې روان کال د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۰۵ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده، چې له ډلې ۴۳۸ زره مټریک ټنه حاصل يې په کور دننه تر لاسه شوی.
افغانستان د نړۍ یو له کرنیزو هېوادونو شمېرل کېږي، چې ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
کرنیز پوهان د حاصلاتو زیاتوالي ته خوشبین دي، خو له حاکم نظام نه د کروندګرو د ملاتړ او د دوی تولیداتو ته د ښه بازار غوښتنه کوي. -
ایران وايي، په ۸ میاشتو کې یې افغانستان ته د ۱.۶ میلیارد ډالرو صادرات کړي
د ایران د ګمرکونو د ادارې عمومي رييس فرود عسکري وايي، دغه هیواد د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې، افغانستان ته د ۱.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي دي.
عسکري وویل چې افغانستان په تېرو اتو میاشتو کې د ایران لپاره پنځم لوی صادراتي هیواد پاته شوی دی.
د اګست په نیمایي کې د کابل په یوه غونډه کې، د اسلامي امارت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل چې هېواد یې لیواله دی چې د افغانستان د کانونو صنعت د پراختیا، د لمریزې برېښنا د تولید، او د رېل پټلۍ نښلولو د پراختیا لپاره ایراني پانګوال جلب کړي.
د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ایراني پلاوي هم وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره یو ګډ ځانګړی صنعتي زون جوړ کړي.
ملا برادر یادونه وکړه چې افغانستان د پانګونې لپاره پر یو ښه ځای بدل شوی او اړوند وزارتونه او ادارې به له پانګوالو سره نژدې همکاري وکړي.
د ایران د اقتصادي او سوداګریزو فعالانو پلاوي د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي سره هم یوه جلا غونډه وکړه او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یې د ګډ اقتصادي او کان کیندنې زون د جوړولو غوښتنه وکړه.
د اګست په پیل کې، په افغانستان کې د ایران سوداګري اتشه وویل چې د افغانستان په بازارونو کې د ایران د حضور د ښه کولو لپاره، د دواړو هېوادونو سوداګري باید د همکارۍ نوې بڼې غوره کړي.
حسین روستایي وویل: “افغانستان د خپل بازار تر ۸۰ سلنې زیاتې اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي، چې له دې څخه ۲۵ سلنه واردات له ایران څخه کیږي.”
هغه زیاته کړه چې ایران د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو (د مارچ ۲۰ څخه د جولای ۲۱ پورې) کې افغانستان ته له ۷۲۴ میلیونه ډالرو څخه زیات توکي صادر کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښیي.
هغه وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د مرکزي حکومت پیاوړتیا، له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه کړي دي.
روستایي ټینګار وکړ چې د افغانستان د کانونو استخراج لومړیتوب دی، نو د ایران دودیزې اقتصادي اړیکې باید د همکارۍ نوو بڼو ته داخلې شي.
د هغه په وینا، په کانونو کې پانګونه، تخنیکي او انجینري خدمتونه، د کرنې میکانیزه کول، ځیرک کرنیز سیستمونه، د ترانسپورټي زیربناوو جوړول، او نوي کیدونکي انرژۍ د همکارۍ لپاره نوي ډګرونه دي چې باید پام ورته وشي.
ایران د متحده عربي اماراتو، افغانستان، ارمنستان، اذربایجان، بحرین، عراق، کویت، قزاقستان، عمان، پاکستان، قطر، روسیې، ترکیې، ترکمنستان، او سعودي عربستان په شمول له ۱۵ هېوادونو سره د مځکې یا اوبو شریکې پولې لري. -
سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست
سعودي عربستان په یوه خبرپانه کې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیسته.
یاد سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: « افغانانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د لېوالتیا پر اساس» دا پرېکړخ وشوه چې سعودي عربستان به د ډسمبر په ۲۲ مه په کابل کې خپل سفارت د بیا ځل لپاره پرانیزي.”
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست احمد شکېب افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفير سره کتلي دي.
شکېب په خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دې ناسته کې يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، افغانانو ته د ويزو د ورکړې پر بهير او پر يو شمېر نورو اړينو مسأيلو خبرې کړې دي. -
نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې نن د ډسمبر په ۲۳ مه په ۱۱ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي.
د عامې روغتیا وزرات وایي، چې دغه کمپاین به د ډسمبر تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا ۴،۸ میلیونه له پنځو کلنو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د معلوماتو له مخې دا کمپاین به کابل، کندهار، هلمند، روزګان، زابل، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هرات او کندز ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.
دغه کمپاین د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي پکې موجوده ده. -
د اسلامي امارت لوی درستیز؛ افغانان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري
د اسلامي امارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت وایي د یوه نظام لپاره طبي زده کړي فرض عین دي.
د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په طبي برخه کې د ښځینه وو او نارینه پر زده کړو ټینګار کړی دی.
یاد وزارت ویلي: « افغانستان ښځینه او نارینه ډاکترانو ته اړتیا لري، څو په لوړ همت د خپلو خلکو خدمت وکړي.»
فطرت دا خبرې د طبي علومو په علمی او مسلکی اکادمۍ کې کړې دي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې کابو یوه میاشت کېږي اسلامي امارت د نجونو پر وړاندې یواځینۍ د طبي زده کړو دروازه هم بنده کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ وایي، اسلامي امارت نجونې په څلورو دیوالونو کې ایسارې کړې دي چې دا پریکړې د ژورخپګان د اخته کیدو سبب شوې.