دسته: خبر

  • د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

    د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

    د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د نیمروز ولایت د کمال خان بند چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې ده چې د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

    یاد وزارت نن (چهارشنبه، د فبروري ۷مه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې “د کمال خان بند پروژې د بشپړیدو او ګټې اخیستنې مراسم” به نن د نیمروز ولایت په چهار برجک کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ترسره شي.

    د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت دا هم ویلي چې د کمال خان بند د اوبو مدیریت، کرنې پراختیا او انرژۍ تولید لپاره “حیاتي اهمیت لري”. دا بند به ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي او د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.

    دا بند، چې جوړولو یې کلونه وخت ونیو، د نیمروز ولایت په چهار بورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی او د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

     

  • داسماعلیه فرقې مشر کریم آغاخان د۸۸کلونو په عمر ومړ

    داسماعلیه فرقې مشر کریم آغاخان د۸۸کلونو په عمر ومړ

     

    د اسماعلیه فرقې مشر د ۸۸ کلونو په عمر وفات شو.
    د آغا خان بنسټ د سې شنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۴مه  وویل چې د نړۍ د اسماعیلیانو روحاني مشر او د اغاخان بنسټ رییس کریم آغا خان د ۸۸ کلونو په عمر مړ شوی دی.
    د آغا خان پراختیایي شبکې په یوه X پیغام کې لیکلي: “د هغه شاهي جلالتماب شهزاده کریم الحسیني، د شیعه اسماعیلي مسلمانانو ۴۹م میراثي امام او  د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۴مه، د ۸۸ کلونو په عمر په لیسون  کې اه ورکړه،  کریم آغا خان د آغا خان پراختیایي شبکې بنسټ ایښودونکی او رییس هم و.
    د څو لسیزو راهیسې، د آغا خان بنسټ په ډیرو هیوادونو کې، په شمول د افغانستان، دخیریه کارونو او ټولنیزو چار لپاره دفترونه لري

  • اسراییلو تر اوړربند راوروسته ۴۰۰فلسطینیان بندیان کړي دي

    اسراییلو تر اوړربند راوروسته ۴۰۰فلسطینیان بندیان کړي دي

     

    اسراییل د یو شمیر فلسطیني بندیانو له خوشې کولو وروسته، په یو نوي اقدام کې، په مختلفو پلمو سره د لویدیځې غاړې څخه ۴۰۰ فلسطینیان ونیول او بندیان کړل.
    د اسراییلي تلویزیون ۱۴ چینل راپور ورکړ؛ په تېره یوه میاشت کې (د حماس سره د بندیانو د تبادلې د تړون د یوې برخې په توګه د فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو سره سم)، د اسراییلو پوځ د لویدیځې غاړې په مختلفو برخو کې، په ځانګړې توګه په جنین او طولکرم کې ۴۰۰ فلسطینیان نیولي دي.

    د دې عبراني ژبې رسنۍ په وینا؛ د اسراییلو پوځ د لویدیځې غاړې په شمالي سیمو کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې له ۳۸۰ څخه زیات فلسطینیان د اسراییلو پر وړاندې په وسله والو عملیاتو کې د ښکیلتیا په تور نیولي دي.

    د دې رسنۍ په وینا؛ د لویدیځې غاړې په دریو سیمو کې عملیات دوام لري، او د لومړي ځل لپاره، د اسراییلو پوځ اړ شوی چې په دې سیمه کې پرمختللي ایتان زغره وال پرسونل وړونکي موټرونه وکاروي.

  • افغانستان کې مو دفترونه نه دي تړلي(سورصلیب)

    افغانستان کې مو دفترونه نه دي تړلي(سورصلیب)

     

    د سره صلیب نړیوالې کمېټې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې یې خپلو کارکوونکو ته د امنیتي دلایلو له امله په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی دی.

    سور صلیب وایی چې په کابل او ټول افغانستان کې یې کارمندان پرته له کوم خنډ څخه خپلې دندې ترسره کوي.

    دې سازمان د دوشنبې په ورځ په ایکس-پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي دي چې یوې رسنۍ په غلطۍ سره راپور ورکړی چې سره صلیب له خپلو کارمندانو څخه غوښتي چې په کور کې پاتې شي.

    د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا راپور ناسم وباله او ویې ویل چې د دوی ټول بشري پروګرامونه په عادي ډول دوام لري.

    په بیان کې ویل شوي، چې موږ په ټول افغانستان کې اړمنو ټولنو ته د بشري مرستو رسولو ته ژمن یو.

  • وروستیو ګونګوسو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

    وروستیو ګونګوسو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

     

    دافغانستان داسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد دیوې مرکې په ترڅ کې ویلي دي چې اسلامي امارت داختلافتو او کورنیو جګړو د له منځه ولو لپاره رامنځه شوی دی او دیو والی په ارزښت ډیر ښه پوهیږي .

    د اسلامي امارت ویاند  وایی د افغانستان اوسنۍ بودیجه په بشپړه توګه د هېواد له کورنیو سرچینو څخه تمویلیږي، په تېرو درېیو کلونو کې د نړیوالو له لوري ترسره شوې مرستې اسلامي امارت ته نه دي ورکړل شوې.

    داسلامي امارت مرکزی ویاند په وېنا مالیې وزارت تېر کال د عادي بوديجې سربېره د ۵۵۵ پراختیايي پروژې هم له کورنیو عوایدو تمویل کړي دي، چې اکثره یې بشپړې شوې دي.

    د اسلامي نظام له لوري د جبل السراج او غوري سمنټو فبریکه ،دکابل کندهار لویه لاره چې ۵۰۰ کیلومتره اوږوالی لري،د ۳۰۰بستریز روغتون جوړیدل،له وچکالۍ سره اغیزمنه مبارزه،د داعش ځپل او دبشپړ امنیت ټینګول دحکومت دلویو لاسته راوړنو په توګه یادوي.

    د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ اسلامي امارت پیل د اختلاف او کورنیو جګړو پر ضد شوی او تر بل هر چا د یووالي په ارزښت ښه پوهېږي، دا مهال د هېواد په هېڅ زندان کې سیاسي بندي نشته او په زندانونو کې د شکنجو اوازې بې بنسټه دي.

    مولوي ذبیح الله مجاهد ولس ته ډاډ ورکړی، چې هېواد کې د داعش ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌مثاله ښه دی.

    د نوموړي په وینا؛ اسلامي نظام بوړبکۍ نه دی راوړۍ، چې د پروپاګند په پایله کې به پاشل کېږي او ترمنځ به یې اختلاف راځي. د فکر او عقیدې خلک څوک له خپلې موخې نشي لاس پر سر کولی.

    د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه ویلي؛ بګرام د افغانستان ملکیت دی، افغانان یې هیچا ته د نیولو اجازه نه ورکوي او په وینا یې، هغه وسلې چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وې، غنیمت دی، د افغانانو ملکیت دی او له همدې وسلو څخه به د دین، هېواد او خپلواکۍ په ساتلو کې کار اخلو.

  • دتعرفو جگړه کي دامریکي شاته تگ

    دتعرفو جگړه کي دامریکي شاته تگ

     

    چین د ټرمپ ادارې ته ځواب ورکړ، په امریکایي وارداتو یې ۱۵٪ تعرفه ولګوله
    داپه داسی حال کې دی چې متحده ایالاتو پدې وروستیو کې له چین څخه په لیږدول شویو توکو باندې ۱۰٪ مالیه وضع کړه .
    وروسته له هغه چې امریکا په تیرو څو ورځو کې پر چینایي وارداتو تعرفې ولګولې، چین هم نن د امریکا څخه پر تیلو، ګازو او نورو وارد شویو محصولاتو تعرفې اعلان کړې.

    د چین د مالیې وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو څخه وارد شوي د ډبرو سکرو او ګازو محصولاتو باندې به ۱۵ سلنه مالیه ولګول شي، په داسې حال کې چې د امریکا وارد شوي خام تیلو او موټرو محصولاتو باندې به ۱۰ سلنه مالیه ولګول شي.

    د چین د مالیې وزارت ویلي چې په امریکایي محصولاتو به د تعرفو پلي کول د فبروري په لسمه پیل شي.

    یاده دی وي چې د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې له چین، کاناډا او مکسیکو څخه امریکا ته په لیږل شویو توکو تعرفې اعلان کړې، چې په ځواب کې یې کاناډا او مکسیکو هم په امریکایي محصولاتو تعرفې اعلان کړې.

    وروسته، ولسمشر ټرمپ له خپل دریځه په شا شو اوپه کاناډا او مکسیکو باندې د تعرفو لګولو پریکړه د یوې میاشتې لپاره وځنډوله، چې وروسته کاناډا او مکسیکو هم خپله پریکړه بیرته واخیسته.

  • ددولتي مامورینو د تنخواه ګانو مهاویش اعلان شو

    دافغانستان دمالیې وزارت له خوا د ټولو دولتي کارکوونکو دمرغومې میاشتې د تنخواه ګانو مهالویش اعلان شو

    دمالیې وزارت په رسمي پاڼه کې دمهاولیش دخپرېدو ترڅنګ ویل شوي دي چې په بانکونوکې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره دهرې ادارې کارکوونکې په ټاکلي ورځ د تنخواه ګانو داخیستلو لپاره دی بانکونو ته ورشی.

    مهالویش:

  • ددونالدترمپ له طرحې سره د عربي ملکونو مخالفت

    ددونالدترمپ له طرحې سره د عربي ملکونو مخالفت

     

    څو عربي هېوادونو د ټرمپ د هغه پلان مخالفت وکړ چې فلسطینیان له غزې څخه اردن او مصر ته انتقالوي
    د مصر، اردن، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر لوړ پوړو ډیپلوماتانو په قاهره کې په یوه غونډه کې د فلسطینیانو د هر ډول جبري بې ځایه کیدو مخالفت وکړ.
    د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي چې هغه ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې نړۍ د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د تلپاتې سولې تړون د ترلاسه کولو لپاره د منځګړي په توګه د امریکا ولسمشر ته ګوري. په ورته وخت کې، د یو شمیر عربي هیوادونو ډیپلوماتانو په قاهره کې په یوه غونډه کې د ښاغلي ټرمپ د هغه وړاندیز سره خپل مخالفت څرګند کړ چې فلسطینیان له غزې څخه اردن او مصر ته انتقال کړي.

    ښاغلي سیسي د ښاغلي ټرمپ سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د دوامداره همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. دا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ خبرې اترې وې وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ له غزې څخه اردن او مصر ته د فلسطینیانو د لېږد وړاندیز وکړ.

    مصر او اردن، چې په سیمه کې د امریکا مهم متحدین دي، په وار وار د غزې د “پاکولو” وړاندیز رد کړی دی.

    په عین حال کې، مصر، اردن، سعودي عربستان، قطر، فلسطیني ادارې او عربي لیګ د نن ورځې د مصر په پلازمینه قاهره کې د یوې غونډې په پای کې اعلان وکړ چې دوی له غزې څخه د فلسطینیانو د لیږد مخالفت کوي.

    دا غونډه وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ له غزې تړانګې څخه مصر او اردن ته د فلسطینیانو د لېږدولو مسله راپورته کړه.

    شننونکي په دی باور دي چې د دونالد ترمپ دغه طرح به دحماس او اسراییلو ترمنځ دسولې روان بهیر هم له ننګونو سره مخ کړي ځکه چې دسولې تړون داسی یو ټکی نلري او داسې یوه طرحه به حماس مجبوره کړی چې یو ځلې بیاله خپلې خاورې دفاع ته ودریږي.

  • سومالیا کې دداعش پرمورچو دامریکې بمباري

    سومالیا کې دداعش پرمورچو دامریکې بمباري

     

    سومالیا کې د امریکایي ځواکونو په برید کې د داعش ګڼ شمېر وسلوال وژل شوي دي

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکایي ځواکونو ته امر کړی چې په سومالیا کې د داعش جنګیالیو د وژلو لپاره هوايي بریدونه وکړي.
    دراپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه امریکایي ځواکونو ته امر کړی چې په سومالیا کې د هوايي بریدونو له لارې داعش ووژني.

    ډونالډ ټرمپ وویل چې امریکایي ځواکونو د داعش څو ترهګر وژلي دي چې په غارونو کې پټ وو.

    هغه دا هم وویل چې د داعش ترهګرو ګواښ کړی و چې په متحده ایالاتو او د هغې په متحدینو به برید وکړي، د دونالد تر مپ په وېنا برید د ترهګرو پټنځایونه پرته له دې چې کوم ملکي وګړي ته زیان ورسوي ویجاړ کړل.

    له بلې خوا، د سومالیا حکومت هم په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې ویلي چې متحده ایالاتو دمخه د هیواد په شمالي سیمو کې د داعش پر وړاندې د برید په اړه ورته خبر ورکړی و.

  • ایران پر خلاف ټول لاسوندونه وساتل شي(امریکایي سناتوران)

    ایران پر خلاف ټول لاسوندونه وساتل شي(امریکایي سناتوران)

     

    د امریکا د سنا او استازو جرګې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې یو پریکړه لیک وړاندې کړ چې ټینګار کوي چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدین باید د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو  ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول لاسوندونه  وساتي.

    ایران تل ادعا کړې چې د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او یوازې سوله ایزې علمي څیړنې ترسره کوي.

    په داسې حال کې چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې، سي آی اې، تېر کال اعلان وکړ چې تهران لا تر اوسه د اټومي بم جوړولو لپاره قطعي پریکړه نه ده کړې، اسراییل باور لري چې دایران اسلامي جمهوریت د دې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

    د تېر کال په سپتمبر کې، د ساینس او ​​نړیوال امنیت انسټیټیوټ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د سنجران او ګلاب دره په دوو اټومي ځایونو کې د اسلامي جمهوریت فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.

    د هغو سپوږمکۍ انځورونو له مخې چې د لویدیځو استخباراتي سرچینو لخوا انسټیټیوټ ته ورکړل شوي، په تیرو ۱۸ میاشتو کې، هغه ایراني کارپوهان چې د د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې یې د اټومي وسلو پورې اړوند پروژو کې کار کاوه یو ځل بیا په دې دوو پټو ځایونو کې کار کوي.

    دایران اسلامی جمهوریت تر دی دمه په دی اړه کوم رسمي غبرګون نلری خو ددی هیواد مذهبی مشرڅو څو ځلې د امریکې او دونالر ترمپ ګواښونه بې اغیژې او تبلیغاتي جګړه بللې ده.