دسته: خبر

  • داسلامي همکارېو سازمان له استازو سره دبهرنیو چارو وزیر کتنه

    داسلامي همکارېو سازمان له استازو سره دبهرنیو چارو وزیر کتنه

     

    د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او ځانګړی استازی ښاغلي طارق بخت او ورسره مل پلاوي دافغانستان اسلامي امارت بهرنېو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

    په دې غونډه کې، دواړو خواوو د امنیت، تعلیم، مخدره توکو سره د مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختیایي مرستو، یاد سازمان کې د افغانستان د استازیتوب پیاوړتیا، او نورو مسلو په اړه هر اړخیژې خبرې وشوې.

    مولوي امیر خان متقي د امنیت، اقتصاد، تعلیم، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مثبت تعامل او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې عیني واقعیت د بهرنیو رسنیو له ښودل شوي انځور څخه ډیر توپیر لري او هیله یې څرګنده کړه چې بهرني اړخونه باید د رسنیو لخوا وړاندې شوي انځور پرځای عیني واقعیتونه په خپلو سترګو وویني.
    داسلامي امارت دبهرنیو چرو وزیر زیاته کړه چې د نړۍ په ذهنونو کې د جګړې د څلویښت کلن انځور بدلول یوازې د خپلو سترګو سره د واقعیتونو لیدلو سره ممکن دي.

    ښاغلي بخت وویل چې دا حقیقت چې موږ په افغانستان کې حضور لرو. دا په ګوته کوي چې موږ غواړو حقایق په خپلو سترګو وګورو، نه د نورو له سترګو، او موږ به د مختلفو ګوندونو نظرونه واورو، مګر په نهایت کې به موږ په خپلواکه توګه او د حقایقو په رڼا کې پریکړه وکړو. هغه زیاته کړه چې له پیل راهیسې، موږ د افغانستان سره په تعامل کې د قوي ارادې چلند پلوي یو او د حقایقو د پوهیدو او د هغوی د منعکس کولو په چلند باور لرو.
    هغه دا هم وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان به په مختلفو لارو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

  • اسراییلي مرکچي پلاوی قاهرې ته ورسېد

    اسراییلي مرکچي پلاوی قاهرې ته ورسېد

     

    د اسراییلو پلاوی له حماس سره دخبرو اترو دبیا پیل لپاره قاهرې ته ورسید

    د اسراییلو چینل ۱۴ د اسراییلي چارواکو له قوله ویلي چې اسراییل به د خبرو اترو په نوي پړاو کې حماس ته درې اساسي غوښتنې وړاندې کړِي.

    ۱- د حماس له خوا د ټولو نیول شویو کسانو خوشې کول.
    ۲- د حماس د پوځي څانګې ړنګول او د هغوی د جنګي وړتیاوو له منځه وړل
    ۳- د غزې له تړانګې څخه د فلسطین له خاورې بهر ته د دې غورځنګ د مشرانو شړل.

    سیاسي سرچینو ټینګار کړی چې دا غوښتنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ بشپړ ملاتړ لري، ځکه چې د هغه اداره هڅه کوي چې د اوږدمهاله سیاسي حل لارې د یوې برخې په توګه پر حماس فشار راوړي چې بې وسلې شي.

    د پخوانیو پلاويو برخلاف، دا ځل د پلاوي مشري د جګړې د بندیانو او ورک شویو کسانو د څانګې مشرې ګال هیرش کوي، چې پخوا یې د قطري لوري سره د خبرو اترو مشري کړې وه. دا بدلون د مذاکراتي ټیم د بدلون یوه برخه ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ځینو چارواکو سره د تاوتریخوالي په منځ کې د شین بیت مشر رونن بار او د پوځ لوړ پوړی قوماندان نیتش ایلون له خبرو اترو څخه لرې کړل. خو، د موساد مشر ډېوېډ بارنیا لا هم په ټیم کې دی.

    قاهرې ته داسراییلي پلاوي د تګ سره سم، نن ماښام ۶:۳۰ بجې، د اسراییلو سیاسي او امنیت شورا به د تل ابیب په کیریا ودانۍ کې یوه مهمه غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د خبرو اترو لاره او د تړون راتلونکی پړاو بیاکتنه وشي، او همدارنګه به غزې ته د بشري کاروانونو د ننوتلو او د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه د ټرمپ د خبرداري سره د چلند په اړه بحث وشي.

    که څه هم داسې ښکاري چې د اسراییل او امریکا ترمنځ د دې غوښتنو په اړه همغږي شتون لري، خو د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیفن ویټیکر د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د اسراییل او حماس ترمنځ د غزې اوربند تړون پر خپل ځای پاتې دی او د دې تړون دوهم پړاو به خامخا پیل شي.ویټیکر زیاته کړه چې د غزې د تړون د دوهم پړاو د پروسې په اړه د منځني ختیځ له چارواکو سره د هغه خبرې اترې ډېرې ګټورې وې. هغه ټینګار وکړ چې دا پړاو به ډیر پیچلی وي، ځکه چې  پکې د جګړې پای ته رسول، د حکومتي جوړښت څخه د حماس لرې کول، او د غزې څخه د غورځنګ وتل شامل دي.

    سره له دې چې واشنګټن د خبرو اترو د دوام لپاره فشار راوړي، د اسراییلو ارزونې ښیي چې د حماس د غوښتنو سره د موافقې امکان خورا کم دی. یوه داسې مسله چې د جګړې بیا پیل یوازې د وخت خبره ګرځوي.

    اسراییلي چارواکو ټینګار کړی چې هیواد یې هڅه کوي چې د پوځي عملیاتو پیل کولو دمخه د امکان تر حده ډیر یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

    همدارنګه، د پخواني فورمول سره سم، د ډیرو بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د تړون د لومړي پړاو د غځولو وړاندیز هم وړاندې کیدی شي.

     

  • امریکې ته داروپا توند ځواب

    امریکې ته داروپا توند ځواب

     

    د جرمني لومړۍ وزیرې د امریکا د مرستیال ولسمشر پر وړاندې سخت غبرګون وښود

    دغه غبر ګون دامریکې د مرستیال ولسمشردهغو څرګندونو پر وړانې رامنځته شو چې ګنی به اروپا کې د وېنا ازادي تر ګواښ لاندې ده.

    د جرمني لومړۍ وزیره اولاف شولز د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هغې څرګندونېرد کړې چې په اروپا کې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ ده.

    د جرمني چانسلر اولاف شولز د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ته په ځواب کې وویل چې هیڅوک اړتیا نلري چې جرمني یا اروپا ته ووایي چې څه وکړي.

    اولاف شولز وویل چې دا باید ونه شي، په ځانګړې توګه د ملګرو او متحدینو ترمنځ، موږ دا په کلکه ردوو.

    د جمعې په ورځ، د میونخ امنیتي کنفرانس کې، د امریکا مرستیال ولسمشر ډي جي وینس وویل چې اروپایي مشران ویناوې سانسور کوي، په انګلستان کې د بیان آزادي په شاتګ کې ده، او اروپا ته ترټولو لوی ګواښ د چین یا روسیې څخه نه، بلکې د ځان څخه دی.

    له بلې خوا اروپايي ټولنه غواړي د اوکرین دمسلی پزسز یوه بیړنۍ ناسته جوړه کړي.

    ددونالد ترمپ وروستیو څرګندونو ،په اروپا کې داسې اندژښنې را زېږولي دي چې داوکراین دخاورې یوه اهمه برخه،روسیې ته پریښوول شي.

    دونالد ترمپ په ډاګه کړې ده چې اوکراین به نه دناتو غړی شی او نه به د روسیې پر وړاندې جګړه وګټي.

  • افغانستان کې دوسله والو روزنیز مرکزونه نشته(مجاهد)

    افغانستان کې دوسله والو روزنیز مرکزونه نشته(مجاهد)

     

    دافغانستان اسلامی امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه رپوټ رد کړ چې وايي د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)‌ او جماعت انصار‌الله (تاجیکستاني طالبانو) په افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري.‌

    دافغانستان داسلامی امارت مرکزی ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد وایی ځینې اتخباراتي کړۍ دافغانستان پّ اړه منفي تبلیغات کوي.

    دامنیت شورا په رپوټ کې راغلي چې پر ټي‌ټي‌پي، القاعده او انصار الله سربېرته افغانستان کې د داعش، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ/ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نوربهرني وسلوال هم فعالیت لري.

    د یاد رپوټ په غبرګون کې مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي دا د ځینو هېوادونو او استخباراتي کړیوبې بنسټه “تبلیغات دي.‌

    یاده دی وي چې تر دی وړاندې هم ورته ادعاوې شوي دي خود ادعاوو دثبوت لپاره  کړه و دمنلو وړ مدارک نه دي وړاندې شوي.

    یو له هغو هېوادونو څخه چې داسی تورونه پورې کوي د پاکستان هېواد دی چې بیلابیل مقامونه او مشران یې مختلفې او متضادې څرګندونې لري.

  • غزې په اړه د صعودي داستخباراتو دپخواني مشرنوې طرحه

    غزې په اړه د صعودي داستخباراتو دپخواني مشرنوې طرحه

     

    د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر د غزې لپاره د “مارشال پلان” وړاندیز وکړ
    د غزې په اړه د ټرمپ وړاندیز د کار وړ نه دی، مګر واشنګټن باید د غزې په بیا رغونه کې مرسته وکړي ترڅو خلک په خپله خاوره کې پاتې شي
    د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي د ولسمشر ټرمپ اعلان رد کړ او د غزې په اړه یې د نوي پلان وړاندیز وکړ.

    د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل عربي خبري اژانس ته په یوه مرکه کې د غزې د خلکو د ویستلو په اړه د ټرمپ پلان رد کړ او ویې ویل چې د امریکا د ولسمشر پلان په هیڅ ځای کې د خرڅلاو وړ نه دی.

    د استخباراتو پخواني مشر د غزې لپاره د امریکا په مشرۍ د مارشال پلان وړاندیز هم وکړ.

  • عبدالرحمن الثاني سره دملابرادر آخندکتنه

    عبدالرحمن الثاني سره دملابرادر آخندکتنه

     

    د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا داقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن دیوه رسمي سفر په ترڅ کې.متحده عربي امارتو ته ورسید.

    قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال نن د عقرب د میاشتې په ۲۵ نیټه د قطر له لومړي وزیر محترم محمد بن عبدالرحمن الثاني سره وکتل.
    د سرچینو په حواله،په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د اړیکو او اقتصادي مسایلو او همدارنګه د دولتي او سکتوري پانګونو په اړه خبرې وشوې.

    عربي متحده امارات له افغانستان سره پیاوړي سیاسي ُدپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

    یاد هیواد له افغانستان سره دبشري مرستو په برخه کې هم مهم رول لوبولی دی.

  • دیني او عصري علوم په اخلاص سره زده کړئ

    دیني او عصري علوم په اخلاص سره زده کړئ

     

    استادانو اومحصلینو ته دامیرالمومنین حفظته الله وېنا

    امیر المومنین شیخ هیبت الله اخند زاده  دکندهار پوهنتون محصیلنو اواستازانو ته په یوه غوڼده کې دوېنا پر مهال ویلي دي چې :(د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، تاسو څخه زدکړه وکړي )

    دافغانستان دلوړو زدکړږو وزارت ویاند حافظ ضیا‌ءالله هاشمي پر اېکس پاڼې ویلي دي چې داسلامي امارت مشر په خپله وېنا کې د علم پر ارزښت او “د دیني او عصري زدکړو” د اهمیت په اړه خبرې او استادانو او محصلانو ته لارښوونه کړې، چې “دواړه علوم په اخلاص سره” زده کړي.

    شیخ صاحب په دی وېنا کې ویأي دي “له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، تاسو څخه زدکړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ.”

    امیرالمومنین زیاته کړې  “چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري…‌ افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده”.

  • په حکومتي ادارو کې نوي بدلونونه

     

    د علیقدر امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ، په ځینو دولتي پوستونو او مسؤلیتونو کې نوي بدلونونه اعلان شول.

    دافغانستان داسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دبدلونونوتفصیلات داسې خپاره کړي دي:

    (د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله ) دحکم پر اساس لاندې ټاکني وشوې:

    ١ – د تخار مخکنی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده، دکار او ټولنیزو چارو وزارت دټولنیزو چارو معین په توګه.

    ٢ – دکانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي؛ د لوړو زده کړو وزارت دعلمي معین په توګه.

    ٣ – د افغانستان بانک د نظارت مخکنی آمر شیخ عبد الرحمن قانت؛ دکانونو او پترولیم وزارت دپلان او پالیسۍ معین په توګه.

    ٤ – د کندهار مخکنی امنیه قومندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ؛ د تخار د والي په توګه.

    ٥ – د هلمند ولایت مخکنی والي مولوي عبدالاحد طالب؛ د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه؛

    ٦ – د لوړو زده کړو وزارت مخکنی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه؛ د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه.

    د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې ټولوته د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې ورته توفیق غواړو.)

  • دکرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ورسېده

    دکرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ورسېده

     

    د افغانستان د کرکټ لوبډله د ای  سی سی چمپنز ټرافۍ  کې د ګډون لپاره پاکستان ته ورسېده.

    مجیب الرحمن به تر هغه چې په بشپړ ډول فټ نه شي یو ورځنۍ لوبه ونه کړي.

    د افغانستان د کرکټ لوبډله د سختو امنیتي تدابیرو لاندې له هوايي ډګر څخه هوټل ته یوړل شوه. د نن ورځې له آرام کولو وروسته، د افغانستان د کرکټ لوبډله به سبا په لاهور کې تمرینات پیل کړي.

    د افغانستان کرکټ بورډ تایید کړه چې ورو توپ اچونکی غضنفر ټپي شوی او له سیالیو بهر دی، او ویې ویل چې غضنفر د فریکچر له امله د څلورو میاشتو لپاره له کرکټ څخه بهر دی.

    د چمپینز ټرافي په لوبډله کې احتیاطي لوبغاړی ننګیال خروټي شامل شوی دی.

    له بلې خوا، افغان سپنر مجیب الرحمن به تر هغه چې په بشپړ ډول روغ نه شي یو ورځنۍ لوبه ونه کړي.

  •  د فرانسې ولسمشر هم د ټرمپ د غزې پلان رد کړ

     د فرانسې ولسمشر هم د ټرمپ د غزې پلان رد کړ

     

    د فلسطینیانو او د هغوی د عربي ګاونډیانو وقار او درناوی باید په پام کې ونیول شي. دا د املاکو عملیات نه دي، دا یو سیاسي عملیات دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون دغزې په اړه د دونالد ترمپ دطررحې په ردولوسره ویلی دي چې دوه ملیونه خلکو ته نه شي ویل کیدی چې بل چیرې لاړ شي
    پاریس: د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلانونه رد کړل.

    دفرانسوي سرچینو  په وینا، د فرانسې ولسمشر مکرون د غزې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلانونه رد کړل، ویې ویل چې دوه میلیونه خلکو ته نه شي ویل کېدای چې بل ځای ته لاړ شي.

    د فرانسې ولسمشر وویل چې د فلسطینیانو او د هغوی د عربي ګاونډیانو وقار او درناوی باید په پام کې ونیول شي. دا د املاکو عملیات نه دي، دا یو سیاسي عملیات دي.

    ولسمشر مکرون د غزې د جګړې په اړه د نتانیاهو سره د خپلو اختلافاتو په اړه وویل، “ما تل د اسراییلو له لومړي وزیر سره خپل اختلاف تکرار کړی دی. د ملکي وګړو په نښه کولو لپاره دومره لوی عملیات سم نه دي.”

    باید یادونه وشي چې په دې وروستیو ورځو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د غزې د اشغال اعلان وکړ. ټرمپ وویل چې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته به د غزې تړانګه د اسراییلو له لارې امریکا ته وسپارل شي، غزه به بیا ورغول شي او هلته به زرګونه دندې رامنځته شي، خو د غزې خلک به د اوږدې مودې لپاره د بیرته راستنیدو حق ونلري.