د اسراییلو جنګي الوتکو په سویدا ولایت کې د سوریې د پوځ پر پوستو بمباري کړې ده
په بریدوو کې د سوریې د پوځ ټانکونه ویجاړ شوي دي
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر یسرایل کاټز د اسراییلو پوځ ته امر وکړ چې د سوریې د پوځ ځواکونه او هغه وسلې بمبار کړي چې د سویدا ولایت کې د سیمه ایزو وسله والو ډلو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره مداخله کړې وه.
د اسراییلي رسنیو په وینا، د نتنیاهو او کاټز لخوا په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي: “موږ د اسراییلو پوځ ته امر کړی چې سمدلاسه د سوریې د رژیم ځواکونه او هغه وسلې چې دوی سویدا سیمې ته لیږلي دي په نښه کړي، ځکه چې د دوی هدف د دروز په وړاندې عملیات کول دي، کوم چې په سیمه کې د بې وسلې کولو پالیسۍ سره په ټکر کې دي.”
په بیان کې ویل شوي چې اسراییل په سوریه کې د دې اقلیت ملاتړ ته ژمن دی، د هغه څه سره سم چې دا یې “په اسراییل کې د خپلو دروز اتباعو سره ژوره او ورورګلوۍ اړیکه” په توګه بیان کړې.
نتنیاهو او کاټز دا هم ټینګار وکړ: “موږ د سوریې رژیم د دروزیانو د په نښه کولو څخه د مخنیوي او زموږ د پولو سره نږدې د سیمې د بې وسلې کولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوو.”
په ورته وخت کې، د سوریې رسمي خبري اژانس (SANA) راپور ورکړ د اسراییلو اشغالګرو جنګي الوتکو د سویدا ښار په نښه کړ، چې په سویلي سوریه کې د دروز اکثریت لري.”
د دوشنبې په ورځ، اسراییل اعلان وکړ چې دوی د سویدا په کړکیچن سیمه کې د سوریې د اردو ټانکونه ویجاړ کړي او خبرداری یې ورکړ چې د دروزیانو په نښه کول به زغم نه کړي.
له بلې خوا، د سوریې د کورنیو چارو وزارت وویل چې سویدا ته د ځواکونو د ننوتلو هدف یوازې د امنیت ډاډمن کول او د اتباعو د ژوند ساتنه ده، او د عامه او شخصي ملکیتونو د هر ډول سرغړونې په وړاندې یې خبرداری ورکړی دی.
حکومتي ځواکونه د دوو ورځو سختو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره سویدا ښار ته ننوتل. دا د دسمبر په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت له واک ته رسیدو راهیسې په ښار کې د حکومتي ځواکونو لومړی حضور دی.