دسته: خبر

  • داتلانو جام وروستۍ لوبه نن تر سره کېږي

    داتلانو جام وروستۍ لوبه نن تر سره کېږي

    هند او نیوزیلینډ سبا د چمپینز ټرافي په فاینل کې مقابله کوي،
    د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام وروستۍ لوبه به نن په دوبۍ کې د هند او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شي.

    هند او نیوزیلینډ به ۲۵ کاله وروسته د چمپینز ټرافي په فاینل کې سره سیالي وکړي.

    ۲۵ کاله وړاندې، د آی سي سي د اتلانو ټرافي د دوهمې دورې په فاینل کې چې په نیروبي کې ترسره شوه، نیوزیلینډ د کریس کینز د غوره سلیزې له امله هند ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

    هند او سریلانکا د ۲۰۰۲ کال د چمپینز ټرافي په سیالیو کې ګډ اتلان اعلان شول، چې وروسته هند په ۲۰۱۳ کال کې انګلستان ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله،

    یاده دی وي چې هند د پنځم ځل لپاره د چمپینز ټرافي فاینل لوبوي، په داسې حال کې چې نیوزیلینډ به د دریم ځل لپاره د چمپینز ټرافي فاینل لوبه وکړي.

    دواړه لوبډلې په چمپینز ټرافي کې دوه ځلې سره مخ شوي او دواړو یوه یوه لوبه ګټلې ده.

  • اسراییل دوحې ته دخبرولپاره پلاوی لیږي

    اسراییل دوحې ته دخبرولپاره پلاوی لیږي

     

    اسراییل د غزې د اوربند د دوهم پړاو د خبرو اترو لپاره قطر ته د پلاوي د لېږلو اعلان وکړ
    د یوې بهرنۍ خبري ادارې په وینا، تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې سبا پیل شي.

    اسراییلویلي دي چې د غزې د اوربند د دوهم پړاو لپاره به قطر ته یو پلاوی واستوي.

    د یوې بهرنۍ خبري ادارې په وینا، تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې سبا په دوحه کې پیل شي.

    د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی ویټکوف به هم په قطر کې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

    له بلې خوا، حماس وايي چې مثبتې نښې نښانې شته چې د اوربند د دوهم پړاو په اړه خبرې اترې پیل شوې دي، او غواړي له امریکایي چارواکو سره وګوري ترڅو دوی په اسراییلو فشار راوړي.

    تر دې مخکې اسراییلو غوښتنه کړې وه چې د غزې د اوربند د تړون لومړی پړاو وغځول شي، خو د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د اسراییلو دا غوښتنه رد کړه چې لومړی پړاو وغځوي.

  • افغانستان او ازبکستان د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کړی

    افغانستان او ازبکستان د اوږدمهاله اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کړی

    د ټولګټو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ازبیکستان هېواد له سفیر ایبک عثمانوف سره، د دغه وزارت د تخنیکي او اوسپنیزې کرښې د مرستیالانو په شتون کې په خپل کاري دفتر کې کتلي دي. دواړو لورو د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اوږد مهاله اقتصادي، سوداګریزو او ريلي اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي. په لیدنه کې دواړو لورو د حیرتان–مزارشریف د اوسپنیزې کرښې د ترمیماتو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد او د بلخ–هرات د اوسپنیزې کرښې د مطالعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې. په پای کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او اوسپنې پټلۍ د رغولو، ترميم او معياري کولو په برخه کې په هر اړخیزې همکارۍ هم ټینګار شوی دی.

  • ملګري ملتونه وایي تېرکال د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې

    ملګري ملتونه وایي تېرکال د افغانستان اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ د جنوري تر ۳۱مې پورې، یې اقتصاد ۲.۷ سلنې وده کړې ده. دغه راپور کې راغلي چې دغه موده کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۷ سلنې لوړ شوی، خو د تېر کال په نومبر او ډسمبر کې بیا ۴.۸ سلنې کم شوی دی. راپور کاږي چې دغه موده کې افغانستان ته د ۱۰ اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي چې، ۴۰ سلنې زیاتوالی ښیي، خو له افغانستانه بیا صادرات ۵ سلنې کم شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې ویل شوي چې ۲۰۲۵ کې ۲۲.۹ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، اقلیمي بدلونونو او د اقتصادي بې ثباتۍ له امله لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • حماس اودکیف مخالفینو سره دامریکې پټ مذاکرات

    حماس اودکیف مخالفینو سره دامریکې پټ مذاکرات

     

    د حماس غورځنګ یوې مهمې سرچینې په دوحه کې د دې غورځنګ او د امریکا د حکومت د استازي ترمنځ د وروستیو خبرو اترو جزئیات افشا کړل.

    د حماس سرچینې، چې نوم یې نه دی څرګند کړی، له العربي الجدید سره په مرکه کې وویل: مستقیمې خبرې اترې، چې د بندیانو د چارو لپاره د ډونالډ ټرمپ د استازي ادم بوهلر په شتون کې ترسره شوې، د ټرمپ د هغو څرګندونو وروسته سمدلاسه ترسره شوې چې دوه اونۍ وړاندې یې د حماس لخوا د هغو بندیانو د خوشې کولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په اړه کړې وې چې امریکایی اتباع دي.

    د حماس دې سرچینې ټینګار وکړ: “د خبرو اترو په جریان کې، د حماس غورځنګ د یوې جامع موافقې وړاندیز وکړ، چې اصلي برخه یې د دښمنیو بشپړ بندول دي.” هغه بندیان چې امریکا یې د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه هغه سرتیري دي چې د صهیونیسټي پوځ له پوځي مرکزونو څخه د مقاومت له خوا نیول شوي وو، او ملکي وګړي نه دي او په ښاري مرکزونو کې نه وو. د دغو بندیانو شمېر له ۴ څخه تر ۶ کسانو پورې دی.

    د اسراییلو خبریال بارک روید هم د باخبره سرچینو په حواله دا خبر خپور کړ او ویې ویل چې د ټرمپ ادارې چارواکو په دې اړه په پټه د حماس له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.

    د اسراییلو د ۱۲ چینل راپور ورکړ چې د حماس سره د امریکا اړیکه د نتانیاهو په مخ یو قوي څپېړه ده.

    یوې باخبرې اسراییلي سرچینې د اسراییل ورځپاڼې اسراییل هایوم ته هم وویل چې رژیم د حماس سره د امریکا د حکومت د اړیکو په اړه ډیر اندیښمن دی.
    له بله پلوه د نووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د پولیټیکو ورځپاڼې نن سهار، د پنجشنبې په ورځ، د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کسانو په کیف کې د ولادیمیر زیلینسکي له ډېرو مهمو سیاسي مخالفینو سره پټې خبرې اترې کړې دي – په شمول د اوکراین پخوانۍ لومړۍ وزیرې یولیا تیموشینکو او د اوکراین د پخواني ولسمشر پیټرو پوروشینکو سره تړلي د اروپا د پیوستون ګوند مهم شخصیتونه.

    په راپور کې راغلي: “د ډونالډ ټرمپ د ټیم څلورو لوړ پوړو غړو په کیف کې د زیلینسکي د ځینو مهمو سیاسي مخالفینو سره پټې خبرې اترې وکړې، ځکه چې واشنګټن او مسکو هڅه کوي ولادیمیر زیلینسکي له واکه لرې کړي، څوک چې د جګړې پای ته رسولو او له روسیې سره د سولې کولو مخالفت کوي.”

    دا معلومات د اوکراین د پارلمان د دریو غړو او د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د یوه چارواکي په حواله خپاره شوي دي. د راپور له مخې، د دې خبرو اترو اصلي تمرکز په اوکراین کې د وخت څخه مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کیدو امکان دی. د جمهوري غوښتونکو د یوې سرچینې په وینا، په دې غونډو کې ګډونوالو ځانونه د هغو خلکو په توګه وړاندې کړي چې متحده ایالات ورسره د زیلینسکي په پرتله په اسانۍ سره تفاهم ته رسیدلی شي.

  • داعش پاکستان کې پټنځایونه لري(مجاهد)

    داعش پاکستان کې پټنځایونه لري(مجاهد)

    دامریکې ولسمشر او دهغه هېواد ددقاع وزیر له پاکستانه مننه وکړه چې دکابل په هوایي ډګر کې پر امریکایي پوځونو دبرید پلان جوړونکی نیولی دی خو افغان حکومت وایي چې داپیښه ثابتوي چې ترګر په کوم ملک کې اوسېږي.

    دافغانستان اسلامي امارت مرکزی ویاند مولوي ذبیح الله  مجاهد وایي چې د داعش ترهګر پاکستان کې پتنځایونه لري.

    مولوي ذبیح الله مجاهدرسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي،په دې کې هېڅ شک نه شته چې هغه برید داعش کړی و او بیا چې داعشیان د پاکستان په خاوره کې نیول کېږي نو دا پخپله دا په ډاګه کوي چې داعش هلته پناه وروړې ده او خپل پټنځایونه یې هم هلته جوړ کړي دي. دا موضوع په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.

    دافغانستان پوځونه په تېرو دوو کلونو کې د داعش ډلې پرخلاف پرېکنده اقدامات کړي دي چې اوسمهال د یادو اقداماتو له امله داعش په افغانستان کې اډې نلري.

    دپاکستان حکومت ویلي دي چې ملزم شریف الله یې نیولی او امریکې ته یې سپارلی دی.

    باده دی وي چې امریکایی ځواکونو هغه مهال په ۲۰۲۱ کال کې دیاد برید دترهګر په نامه،دکابل هوایي ډګر ته نږدې یو کور په نښه کړ او لس تنه یې ووژل خوورسته بیا ثابته شوه چې وژل شوي خلک بیګناه ول.
  • اوکراین کې د اروپا پوځونه ځای پرځای کېدای شي(مکرون)

    اوکراین کې د اروپا پوځونه ځای پرځای کېدای شي(مکرون)

     

    دفدانسې ولسمشر مکرون وایی د روسیې او اوکراین د سولې تړون په صورت کې اروپايي ځواکونه اوکراین ته لیږل کیدی شي.
    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د روسیې او اوکراین د سولې د موافقې په صورت کې به اروپايي ځواکونه اوکراین ته واستول شي.

    د راپورونو له مخې، د فرانسې ولسمشر په یوه بیان کې وویل چې اروپايي ځواکونه به په اوکراین کې په لومړۍ کرښه کې نه وي، د ده په وېنا، اوکراین کې د اروپايي ځواکونو ځای پرځای کول به د هغه د امنیت تضمین وي.

    مکرون زیاته کړه چې هغه به د امریکا ولسمشر ټرمپ قانع کړي چې نوي تعرفې ونه لګوي، او زیاته یې کړه چې د امریکا پلان چې په اروپایي محصولاتو تعرفې ولګوي، د پوهیدو وړ نه دی.

    ټاکل شوی د اروپا لوی درستیزان به راتلونکې اونۍ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر سره وګوري.

  • ډنمارک له افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالره مرسته وکړه.

    ډنمارک له افغانستان سره د سلګونو میلیونو ډالره مرسته وکړه.

    په سویس کې د افغانستان د مرستو ځانګړي اماني صندوق خبر ورکړی، چې ډنمارک له افغانستان سره ۶.۹ مېلیون ډالره مرسته کړې ده. دغه صندوق سه شنبه د کب پر ۱۴مه پر اېکس پاڼه د افغانستان له خلکو سره د ډنمارک د دې مرستې هرکلی کړی دی. د دغه صندوق په وینا، دا مرسته د افغانانو د پیاوړتیا په ځانګړې توګه په هېواد کې د نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره ډېره مهمه ده. بلخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. په همدې حال کې اوچا د اړمنو خلکو د لاسنیوي لپاره د ۲.۲۴ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده چې په روژې میاشت کې په مېلیونونو افغانان نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه له کوم ځایه ترلاسه کړي.

  • تورخم جګړه کې ، درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي.

    تورخم جګړه کې ، درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي.

    په تورخم کې تيره شپه د اسلامي امارت سرحدي ځواکونه له پاکستاني لوري سره په جګړه اوښتي دي.
    په تورخم کې د اسلامي امارت یوې باخبره سرچینې د جګړې پیښېدل تایید کړل، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
    د پاکستان د ملیشې ځواک یوه چارواکي بیا ویلي چې جګړه کې د دوی خواته د ( ایف سي) ځواک درې سرتیري او یو عام کس ټپي شوی دی.
    دغه چارواکي تور پورې کړی چې جګړه د اسلامي امارت د پوله ساتو له خوا پيل شوې او تورخم کې یې د دوی (ایوب چیک پوسټ) په نښه کړی دی.
    د لنډي کوتل روغتون ډاکټران وایی چې د ډذو تبادلې په وخت له تورخمه د یوه ځایی ډریور حیات شیر مړی وروړل شوی دی.
    ځایي خلکو ویلي چې د ډزو له کبله پولې ته څيرمه پروت باچا مینې کلي نه خلکو د ویرې له کبله کډې بار کړي او لنډي کوتل ته تللي دي.
    په ورته وخت کې ، تورخم کې د اسلامي امارت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، د ننګرهار د ولایتي ادارې د مرستیال عزیزالله مصطفی په مشرۍ پلاوي په تورخم کې له پاکستاني چارواکو له پلاوي سره چې مشري یې پوځي کمیسار کرنل وقاص کوله خبرو کې د ستونزې د اوږد مهالي حل وړاندیزونه کړي.
    نوموړي له پاکستاني لوري وغوښتل چې لار به ۲۴ ساته پرانیستې وي، او د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ کې باید زیاتوالی راشي،د ناروغانو او مسافرو اړوند باید اسانۍ راشي.” او دا چې په راتلونکي کې باید د لارې د تړلو پلمې له منځه یوړل شي.
    ښاغلی حکمت وايي، دوی سملاسي پر داسې څه سلا نه شول چې د تورخم لار دې پرانیستل شي، ”موږ خپلو مشرانو ته پر دغو څلورو نقطو خبره وکړه او دوی به خپلو مشرانو ته خبره وکړي.”
    نوموړي پر تورخم لار له تلونکو کسانو وغوښتل چې تر هغه چې د لارې د بشپړې پرانیستې خبر نه وي خپور شوی له تګ راتګه دې ډډه وکړي.
    د تورخم لار د فبرورۍ پر ۲۱مه د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري وتړل شوه. یوه پاکستاني چارواکي د ترکیې خبري اژانس انادولو ته ویلي، پر کرښه افغان ځواکونو د امنیتي پوستو جوړلو پیل کړي، دوی ترې د کار ځنډولو غوښتنه وکړه، خو دوی خپل کار ته دوام ورکړ، همدا د لارې تړل کېدو لامل شو.
    اسلامي امارت ویلي پر کرښه جوړېدونکې امنیتي بنسټونه د دوی په خپله خاوره کې دي او دا چې پاکستان اړخ ته کوم ګواښ نه دی.
    له بل لوري د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه کسان د لارې تړل کېدو له امله بند پاتې دي او په تېرو څو ورځو کې چې لاره تړلې ده یوازې د څو جنازو د اړولو اجازه ورکړل شوې.
    له رسنیو سره په خبرو کې ځینو کسانو ویلي، ډېرو خلکو ته د څښاک اوبه او خواړه هم نه رسېږي.
    همدارنګه اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې له ۵۰۰۰ ډېرې پر توکو بار لارۍ د تورخم دواړو غاړو ته ولاړې دي. سوداګرو ویلي د سبو او میوو په ګډون ډېر هغه توکي چې باید پر وخت رسول شوی وای پر لار د ځنډو له امله یې زیان لیدلی.
    د خیبر د سوداګرۍ خونې مشر یوسف اپریدي په لنډي کوتل کې خبریالانو ته وویل د تورخم لارې دا وار تړل کېدو سوداګرو ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی. هغه وویل که لار همداسې تړلې پاتې شي د لا نور زیان شونتیا شته.
    د افغانستان د سوداګرۍ خونې چار سمبالي محمد یونس موند وایي ، د لارو تړل کېدو په پایله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه کمه شوې. هغه وویل افغانستان د خوندي ټرازیټي لارو او سوداګرۍ لپاره تر ډېره په منځنۍ اسیا تکیه کړې.
    ښاغلي اپریدي خبرداری ورکړ چې که د لارو تړلو دا چارې همداسې دوام وکړي ښايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا نوره هم ټيټه شي.

  • د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د افغان کروندګرو ملاتړ یې لومړیتوب دی

    د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي د افغان کروندګرو ملاتړ یې لومړیتوب دی

    د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، له ملګرو ملتونو سره په همکارۍ یې یوه کاري ډله جوړه کړې ده، چې موخه یې د کروندګرو ملاتړ او د بدیلو کښتونو ورکړه ده چې په دې برخه کې د دواړو لورو ترمنځ ناستې دوام لري. عثماني وایي چې افغانستان په کال کې۷ مېلیونه ټنه غنمو اړتیا لري او زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې په کال کې ۵ مېلیونه ټنه غنم تولیدیږي او هېواد د غنمو د تولید له پلوه ځانبسیاینې ته نږدې شوی دی. د دغه وزارت مرستیال څرګندوي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د حبوباتو تولید هم له ۹۶ زره ټنو ۱۲۷ زره ټنو ته لوړ شوی دی.