دسته: خبر

  • پر غزې د اسراییلو  تازه بریدونه/تر ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي

    پر غزې د اسراییلو تازه بریدونه/تر ۳۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي

     

    اسرائیلو نن سهار (سه شنبه) د غزې پر تړانګه پراخ هوايي بریدونه وکړل، چې سلګونه ولسي وګړي یې ووژل او ټپیان کړل.

    په غزه کې د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د غزې په مرکزي، شمالي او جنوبي سیمو کې د اسراییلو د بمباریو په پایله کې تر 330 ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي.

    د غزې د ملکي دفاع سازمان هم ټینګار کړی چې د اسرائیلو په سختو بریدونو کې ۳۳۰ فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې، ماشومان او بوډاګان دي وژل شوي دي. د ملکي دفاع ویاند محمود بسال ای ایف پي ته وویل، “له 220 څخه زیات کسان وژل شوي، چې ډیری یې ماشومان، ښځې او بوډاګان دي.”

    یاد سازمان  زیاته کړه: «اسرائیلو تر ۲۰۰ زیات هوایي بریدونه او درنې مرمۍ ویشتې دي. د بې ځایه شویو خلکو خیمې هم په نښه کړې دي.

    عیني شاهدانو ویلي، بمباري تر ډېره په شمالي او مرکزي غزې متمرکزه وه او د پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل کېدل. همدا راز د بریدونو د شدت له امله د ملکي او دفاعي ځواکونو مرستندویه ټیمونه هم له سختو ستونزو سره مخ شوي چې سیمې ته یې رسیدلي دي.

    د اسراییلو د دفاع وزیر یوف ګالانت اعلان وکړ چې د حماس لخوا د یرغمل شویو خوشې کولو څخه د انکار او اسراییلي سرتیرو ته د زیان رسولو ګواښونو له امله د هیواد اردو په غزه خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.

    په یوه لنډ بیان کې، هغه خبرداری ورکړ: “که حماس ټول یرغمل خوشې نه کړي، په غزه کې به د دوزخ دروازې خلاصې شي او د حماس جنګیالي به له داسې ځواکونو سره مخ شي چې مخکې یې هیڅکله نه وو لیدلي.”

    دغه خونړي بمبارۍ په داسې حال کې زیات شوی چې د منځګړیتوب (مصر، قطر او امریکا) او په دوحه او قاهره کې د ښکېلو خواوو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې د اوربند د غځولو او یا د دویم پړاو د تطبیق لپاره کومې پایلې ته نه دی رسېدلی.

     

  • ترکمنستان او قطر د افغانستان د اقتصادي حالت په اړه خبرې کړي.

    د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر او د کابینې یو شمېر نورو غړو د قطر د بهرنیو چارو او لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت او ټولنیز-اقتصادي وضعیت په اړه په مفصل ډول د نظر تبادله شوې ده. خبرپاڼې زیاته کړې چې په افغانستان کې د سرحد آباد-هرات د برخې د ودانیزو چارو کارونو پرمختګ څېړل شوی، چې دا د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د(ټاپي) د نړۍوالې ګاز نللیکې د پلي کېدو یو مهم پړاو ګڼل کېږي. قطري لوري بیا په دغه برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.

  • دحوثیانو نوې جګړه ییزه ټکنالوجي

    دحوثیانو نوې جګړه ییزه ټکنالوجي

     

    حوثیانو دبې پیلوتو الوتکو نوې ټیکنالوژي ترلاسه کړې ،یو برتانوی شرکت ادعا کړې چې دیمن حوثیانو د ډ پرمختللی درون دجوړولو ورتیا تر لاسه کړې ده.
    دیاد شرکت په وېنا د دی پرمختللي درون کشف کول خورا ګران دی او کولی شي ډیر لری الوتنه وکړي.

    د راپور په وینا،  د عصري ټیکنالوژۍ سره د بې پیلوټه الوتکو کشف کول خورا ستونزمن کیدی شي ځکه چې په رادار کې نه ښکاري.

    راپور په ګوته کوي چې که چیرې امریکايي یا اسراییل جنګ پیل کړي، نو هوثیان  کولی شي د نوي ټیکنالوژۍ په کارولو سره دوی حیران کړي.

    د برتانیا سازمان د هوثیانو لخوا د کارول شوي وسلو معاینه کولو وروسته خپل راپور خپور کړی دی.

    حوثیانو تازه اسراییل ته ۴ورځې وخت ورکړی تر څو دغزې کلابندي ختمه کړي که نه بریدونه به بیا پیل کړي

    داسراییلو او حماس تر منځ دجګړې پرمهال هم حوثیانو له 100 څخه ډیر بریدونه ترسره کړل.

    حوثیانو د اسراییل او حماس تر مینځ د اوربند تر تړون را وروسته دخپلوبریدونو محدودیت اعلان کړ.

  • دغزې بیارغاونې په اړه دامریکې او مصرمذاکرې

    دغزې بیارغاونې په اړه دامریکې او مصرمذاکرې

     

    د مصر او متحده ایالاتونو چارواکو ترمنځ د غزې د بیارغونې پلان په اړه پراخې خبرې اترې روانې دي.

    دسرچېنو په وېنا واشنګټن په پام کې لري تر دوه اړخیزو خبرو  وروسته د غزې د بیا رغونې پلان کې ځینې ټکي اضافه کړي.

    متحده ایالات غواړي د حماس ټول پلوي اشخاص له صحنې لری شي او دهغو اشخاصو په اړه پوره پوره خبرتیا ولري چې په راتلونکی کې د غرې اداره په لاس اخلی.

     

    دسرچېنو په وېنا دامرکې متحده ایالات مصر سره تر مشورو وروسته دغزې په اړه دخپل پلان بشپړ حزییات څرګندوي.

    له بلې خوا، د اسرایل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې دا مهال د اسراییلو یوپلاوی په مصر کې دی..

    د دې خبرپانې له مخې د سفر هدف په غزه کې د اسراییلو د یرغملو په اړه د مصري ځواکونو له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کول دي.

  • د قوش تیپې کانال په شاوخوا کې به په سلګونو د سنځلې نیالګي کینول شي.

    د قوش تیپې کانال په شاوخوا کې به په سلګونو د سنځلې نیالګي کینول شي.

    د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د سنځلې له ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول او د قوش‌تیپې کانال شاوخوا سیمې ته لېږدول شوي دي. د کابل ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اقدام د شنو ساحو د زیاتوالي، د خاورې د ساتنې، د تخریب د کمولو او د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی دی. د کابل د کرنې ریاست ټینګار کړی، چې دا ډول پروګرامونه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

  • اېراني کارګران د لوړ معاش لپاره افغانستان ته راځي.

    اېراني کارګران د لوړ معاش لپاره افغانستان ته راځي.

    د ایران د کارګرو استازي محسن باقري ویلي، چې د دې هېواد کارګر د زیات معاش د ترلاسه کولو په موخه افغانستان ته ځي. باقري ویلي، چې د دې هېواد کارګر د غوره مزدورۍ ترلاسه کولو په موخه عراق او افغانستان ته د تللو هڅه کوي. باقري زیاتوي، چې د کورني بازار د کار کولو شرایط نامناسب دي، نو له همدې کبله ایراني کارګر د غوره مزدورۍ په بدل کې د ساده کارونو د موندلو لپاره یادو هېوادونو ته کډوالیږي.

  • د کانونو وزارت وایي د ټاپي پروژې چارې به ګړندۍ شي.

    د کانونو وزارت وایي د ټاپي پروژې چارې به ګړندۍ شي.

    د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، چې د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به هېواد کې د ټاپي پروژې چارې لا ګړندۍ شي. د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په افغانستان کې ۸ کیلومټره پرمختګ لرلی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت همایون افغان وایي، اوسمهال د دې پروژې کار په هرات کې روان دی او د هوا په ښه کېدو سره به یې چارې چټکې شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، اوسمهال په افغانستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هېڅ خنډ نشته او په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه ژمن دي چې دا پروژه پر ټاکلي وخت کې بشپړه کړي

  • آزاربایجان او قرغزستان په افغانستان کې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.

    آزاربایجان او قرغزستان په افغانستان کې د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.

    د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارتونو پخوانیو مرستیالانو ارزشکوروف او الماس بیک تومانوف د افغانستان کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر سره کتلي دي. دې کتنه کې د دواړو هېوادونو استازو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مناسب ګڼلي دي. د دواړو هېوادونو استازو د افغانستان د کانونو او په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو برخه کې د پانګونې ترڅنګ د یو معیاري لابراتوار د جوړولو ژمنه کړې.

  • د دایکنډي او کندهار لویه لاره بیا رغول شوې ده.

    د دایکنډي او کندهار لویه لاره بیا رغول شوې ده.

    د دایکندي د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د دایکندي – کندهار لویه لاره د ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت پراخه او بیارغول شوې ده. په جوړه شوې مطبوعاتي غونډه کې د دایکنډي د ټولګټو رییس اکرام‌الله عبدالرافع وویل چې په دې پروژه کې د دایکندي د پاتو ولسوالۍ د تپه لادوګک له سیمې څخه د روزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ د مولوي شهید راهنما کوتل پورې د ۵۲.۲۲۵ کیلومتره په اوږدوالي سړکونو، پلونه، پلچکونو، ویالو او ساتندوی دېوالونو جوړول، بیارغول او ترمیم شامل و، چې چارې یې بشپړې شوې دي.

  • له پنجشیر ولایت د سیمه ییزو محصلاتو څخه په میلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه شوي.

    له پنجشیر ولایت د سیمه ییزو محصلاتو څخه په میلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه شوي.

    د پنجشېر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په روان لمریز کال کې له سیمه ییزو محصولاتو څخه د څه باندې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست رییس امین الحق ماثوري ویلي چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې په دغه ولایت کې د سیمه ییزو محصولات د صادراتو له درکه ۳۶۰ میلیونه ۲۱ زره ۲۴۲ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د نوموړي په وینا چې دغه عواید د ۸۸۰۰ ټنه ګیلاسو، ۵۶۶ زره ۴۹۸ قیراطه زمردو، ۲۱ زره ۳۸۰ لېټره لبنیاتو او ۲۸ زره ۹۵۵ کیلوګرامه طبي توکو د پلور څخه ترلاسه شوي دي.