دسته: خبر

  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چین سره د صادراتو پرزیاتوالي خبرې وکړي.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چین سره د صادراتو پرزیاتوالي خبرې وکړي.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، په ځانګړې توګه د جلغوزو، انارو، قیمتي او کانونو ډبرو لکه نفریت، اونکس، لاجورد او تالک د صادراتو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو خبرو موخه د ټرانزیتي توکو او د افغانستان د توکو د لېږد رالېږد د بیو ټیټوالی او همدانګه د هېواد د اړتیا وړ ماشین‌الاتو  وارداتو کې د اسانتیا رامنځته کول وو.

    نورالدین عزیزي او ژاو شینګ هوکړه وکړه، چې د لا زیاتې همغږۍ، د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره به یوه ګډه کاري ډله جوړوي، ترڅو منظمې غونډې جوړې کړي.

  • د کلیواو پراختیا له لوري په تګاب ولسوالۍ کې لسګونه پروژې پرانستل شوې.

    د کلیواو پراختیا له لوري په تګاب ولسوالۍ کې لسګونه پروژې پرانستل شوې.

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پيل شوې.

    د یادو پروژو د پیل لپاره په جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کاپیسا ولایت والي الحاج قاري بريال صاحب او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي سید ابرار محمدي د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

    په یاده غونډه کې د کلیو او پراختیا وزیر د یادي سېمې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه کیږې همدارنګه موږ به خپلو امکاناتو ته په کتلو سره د هیواد په لیرې پرتو سېمو کې هغه بنیادي پراختیایي پروژې پلي کوو کومو پروژو ته چي د سېمې خلک اړتيا لري.

    په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

    د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

  • د اوبو او انرژۍ وزیر د یوې ترکي شرکت سره د کجکي بند پر پراختیا خبرې وکړي.

    د اوبو او انرژۍ وزیر د یوې ترکي شرکت سره د کجکي بند پر پراختیا خبرې وکړي.

    د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سلیمان جیلیو سره کتلي دي. په دې کتنه کې، دواړو لورو د پانګونې په برخه کې د همکاریو د پراختیا، د کجکي بند پروژې د پاتې چارو د پرمختګ او د دغه وزارت د پروژو د ترسره کولو په هکله بحث کړی او د پروژې په چارو کې یې د همغږۍ پر پياوړتیا، انسجام او چټکتیا ټینګار کړی دی.

  • تورخم دروازه پاسپورټ، او وېزې لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه

    تورخم دروازه پاسپورټ، او وېزې لرونکو افغانانو ته پرانیستل شوه

    د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت ځايي چارواکو وایي، د تورخم لاره دواړو غاړو ته پرانیستل شوې، چې ورسره پاسپورت او ویزې لرونکي کسان کولای شي لاړشي او راشي.

    د ننګرهار د ځایي چارواکو په خبره ، د دروازې دواړو غاړو ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو دوی هڅه کوي چې تذکره لرونکو ته هم پاکستان له تورخم د اوښتو اجازه ورکړي

    د ننګرهار مرستیال والي وویل، تورخم دروازه د اړتیا وړ بنسټونو د جوړولو پر سر د راپورته شوې لانجې له کبه تړل شوې وه، ‌چې اوس هغه بشپړ شوي دي. “دروازه کې چې زموږ لخوا دېوال جوړول پیل شوي وو، لا یې هم کار روان دی او د ټرانزیټ او مسافرو پر مخ دروازه پرانیستې ده.”

    ځینو خبریالانو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، د دوشنبې په ورځ یې هغو افغانانو ته د تورخم له لارې افغان خاورې ته د اوښتو اجازه ورکړې چې “تذکرې” لري. د پاکستان د کډوالۍ (امیګرېشن) په سیستم کې د ځینو ستونزو له کبله پاکستاني اړخ ته زرګونه افغانان له دروازې د اوښتو په تمه وو.

    د شاه ‌زلمي په نامه یوه خبریال پر اېکس لیکلي، د تورخم پورې غاړه، په زرګونو افغانان د پیژندپاڼې پر مټ افغانستان ته د تګ هڅه کوي، خو د پاکستان د محدودیتونو له کبله لاهم ایسار پاتې دي. دوی په روژه کې، ټوله ورځ دغلته تیروي. پاکستان په پيژندپاڼې  تګ را تګ بند کړی، خو افغانان ترې غواړي چې دا محدودیتونه لیرې کړي.

    دا پرمختګونه په داسې وخت کې کېږي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو اړوندو چارواکو سره یې کتلي وو.

    ،پاکستان وړاندې یوازې ناروغانو او ترانزیت ته له دروازې د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

    پاکستاني پلاوي ویلي، له افغانستان سره د دوامداره تعامل او دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ مو د اړیکو د پراختیا لپاره د پاکستان ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې وه.

    دواړو خواوو د لوړې کچې لیدنو او خبرو اترو د زیاتوالي پر سر موافقه وکړه، چې دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

    دا په تېرو درېیو میاشتو کې کابل ته د صادق خان دویم سفر دی، په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خپل تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلي دي.

    پاکستاني چارواکو وویل، یوازې هغه افغانان، چې قانوني وېزې او پاسپورټونه ولري، هېواد ته به د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.

    خو جدي ناروغان به د پخوا په شان د دروازې له لارې د تګ راتګ اجازه ولري.

    وړاندې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې د شنبې په ورځ له څلورو زرو ډېر پاسپورټ لرونکي افغانان خپل هېواد ته ستانه شول او له افغانستانه ۱۱۰۰ پاکستانيان خپل هېواد ته له کرښې واوښتل.‌

    د تورخم دروازې د تړل کېدو له کبله دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي او صادرات لېږدوونکي موټر ولاړ وو.

  • امریکا د سراج الدین حقاني پر سر د لسو مېلیونو ډالرو جایزه لغوه کړه

    امریکا د سراج الدین حقاني پر سر د لسو مېلیونو ډالرو جایزه لغوه کړه

    د اسلامي امارت  چارواکي وايي، امريکا د افغانستان حکومت د کورنيو چارو د چارسمبالي وزير سراج الدين حقاني پر سر د معلوماتو په تړاو لګول شوې جايزه لغوه کړې او نوموړی يې د تعقيب لاندې کسانو له نوملړه ايستلی دی.

    رويترز خبري اژانس د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت له قوله د دې خبر پخلی کړی دی.

    امارتي چارواکي وايي د کورنيو چارو د وزير تر څنګ د دوو نورو طالب مشرانو نومونه هم د مطلوبو کسانو له نوملړه ايستل شوي دي.

    سراج الدین حقاني له عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پلان کولو او برخه اخیستو له امله مطلوب وو.

    د سراج الدین حقاني ورور او د امارت یو لوړ پوړی غړي انس حقاني په یوه ویډیويي پیغام کې چې الجزیره تلویزون خپور کړی، د دې خبر د هرکلي ترڅنګ ویلي، “امریکا حالات درک کړي او پر دې پوهېدلي چې افغانستان اوس چا ته خطر نه دی” هغه ویلي د طالبانو پنځه تنه چې په پر سر یې جایزې ټاکل شوې وې په دې وروستیو کې یې په ناستو او غونډو کې ګډون کاوه او فعال و.

    انس حقاني وايي، له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل د دوحې د هوکړې یوه برخه ده.سرچینه،د طالبانو حکومت د بهرنیو

    د بنديز لرې کېدو دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې اسلامي امارت  د پنجشنبې پر ورځ د جورج ګليزمن په نامه یو امریکایی وکړی له دوه کلن بند وروسته خوشی کړ.

    نوموړی چې په ۲۰۲۲ کال کې نيول شوی و، کابل ته د زندانيانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر او د افغانستان سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد له سفر وروسته ازاد شو چې اسلامي امارت يې خوشي کېدل “د ښه نیت اقدام” بللی و.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې ويلی وو چې د ګلیزمن خوشي کول د یوه “مثبت او رغنده ګام” استازیتوب کوي. نوموړي د هغه د خوشي کولو په تړاو د قطر له “مهم” رول څخه هم مننه کړې وه.

    سراج الدین حقاني د جنورۍ په میاشت کې سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و،

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا اعلان کړی و چې سراج الدين حقاني ته د عمري حج لپاره د جنورۍ له ۲۳ د فبرورۍ تر درېيمې نېټې پورې د سفر معافيت ورکړل شوی.

    د راپورونو له مخې حقاني د دې سفر پر مهال په متحده عرب اماراتو کې غونډې هم درلودې.

    د بندیزونو له نوملړه د سراج حقاني د نوم لرې کولو په تړاو امریکايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو دا ډول څه رامخې ته کېږي باور دا دی چې د ولسمشر ټرمپ اداره ُاسلامی امارت ته د تعامل یو ډول لاس غځوي. که څه هم ټرمپ په وروستیو کې د افغانستان له حکومت سره د پاتې امریکايي وسلو په تړاو خبرداری ورکړی و چې غواړي دغه وسلې ترې بېرته واخلي.

     

  • د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په پراختیا ټېنګار شوی.

    د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په پراختیا ټېنګار شوی.

    د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د ازبکستان د سرخان دریا والي قاسموف اولوغ بیک بیردي کابلوچ، د دغه هېواد د ساختماني او عمومي خدمتونو وزارت مرستیال او مل پلاوي بلخ کې د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا او ځینو نورو ولایتي مسوولینو سره کتلي دي. د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې عصمت الله ارګاشیف د افغانستان او ازبکستان د اړیکو پر پیاوړتیا په ټینګار سره ویلي، افغانستان اوس د نړۍ لپاره ګواښ نه دی او له هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د بلخ والي هم د کابل او تاشکند ترمنځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه یادې کړې دي.

  • په کندهار کې تاریخ تېري خوراکي توکي نیول شوي.

    په کندهار کې تاریخ تېري خوراکي توکي نیول شوي.

    د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې څه باندې ۶ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي ضبط کړل شوي دي. چارواکي زیاتوي، چې د یاد ولایت په ۱۹ ناحیو کې د یوه ګډ کمیسیون له لوري د تاریخ تېره او بې کيفيته توکو د څارنې کمپاين ترسره شوی او په تېرو ۲ ورځو کې یې یاده اندازه توکي راټول کړي دي.

  • محدوداوربندسره دروسیې اواوکراین توافق

    محدوداوربندسره دروسیې اواوکراین توافق

     

    اوکراین هم له روسیې سره د ۳۰ ورځو لپاره ، محدود اوربند ته موافقه وکړه

    دریپوټونو ترمخه د يوکرين صدر زيلنسکي هم روس سره د ۳۰ ورځو دپاره په  محدود اوربند اتفاق کړی په داسې حال کې چې د امريکې صدر ټرمپ د يوکرائن د معدني ذخيرو نه وروستو د انرجۍ د تاسيساتو د خپلولو خواهش څرگند کړی دی .

    په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل اوکرایني سیال سره یو ساعت ټیلیفوني خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې ولسمشر زیلینسکي د امریکا له همکارۍ حخه مننه وکړه او موافقه یې وکړه چې د روسیې د انرژۍ پر بنسټونو به حملې نه کوي.د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ویلي، کییف چمتو دی چې د روسیې د انرژۍ پر شبکې او بنسټیزو تاسیساتو بریدونه ودروي.

    زیلینسکي زیاته کړه چې د اټومي بټۍ په اړه یې له ټرمپ سره پر وړاندیز خبرې کړې دي.

    هغه زیاته کړه چې هغه د ټرمپ لخوا هیڅ فشار نه احساسوي چې د روسیې په ګټه کوم امتیازات ورکړي.

    ټرمپ د اوکراین د معدنی زیرمو وروسته، د انرژۍ تاسیساتو مالکیت هم غواړي

    ولسمشر ټرمپ له خپل اوکرایني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي ډي چې د اوکراین د انرژۍ د زیربنا د خوندي کولو لاره دا ده چې د اټومي او برښنايي بټۍ په ګډون د انرژۍ تاسیسات د امریکا ملکیت ته انتقال کړي.

    خو د اوکراین کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا وړاندیز د اعتبار وړ نه دی ځکه چې په اوکراین کې د اروپا د انرژۍ ترټولو لوی فابریکه Zaporizhzhia د روسیې تر کنټرول لاندې ده.

    د ولسمشر ټرمپ دغه وړاندیز د زیلنسکی په اعلان کې هم شامل نه و.

    تر اوسه څرګنده نه ده چې موقت اوربند به له کومې نېټې پیل شي، خو په راتلونکو څو ورځو کې به په دې اړه په سعودي عربستان کې تخنیکي ټیمونه غونډه وکړي چې په هغه کې به په تور سمندرګي کې د موقتي اوربند او همدارنګه  د انرژۍ د تاسیساتو په اړه خبرې وشي.

  • ایران ته دامریکې دوه میاشتنی مهلت

    ایران ته دامریکې دوه میاشتنی مهلت

     

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته په یوه استول شوي لیک کې د نوي اټومي تړون لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی.

    امریکايي رسنۍ وايي، د ایران لوړپوړو چارواکو ته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري په لیکل شوي لیک کې ایران ته د نوي اټومي تړون لپاره ۲ میاشتې وخت ورکړل شوی دی.

    امریکايي رسنۍ ادعا کوي چې په دې لیک کې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو د بیا پیل وړاندیز شوی او تهران نخشحن ګواښ شوی چې که خپل اټومي پروګرام ته دوام ورکړي، له عواقب سره به مخامخ شي.

    د امریکا ولسمشر د دې میاشتې په پیل کې د ایران مشرتابه ته یو لیک واستاوه، په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ اسراییل، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته د لیک د محتوا په اړه خبر ورکړ.

  • هند کې دمچېو برید ۵۰ تنه ټپیان کړل

    هند کې دمچېو برید ۵۰ تنه ټپیان کړل

     

    هند: د یوه سړي د جنازې پر مهال د مچیو په برید کې ۵۰ تنه ټپیان شول

    ټپیان شوي او د فوري طبي مرستې لپاره نږدې روغتون ته لیږدول شوي / فایل عکس
    په هند کې د یوه سړي د جنازې د سوځولو دمراسمو پر مهال د مچیو په برید کې شاوخوا ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

    دبهرنيو ميډيا له مخې دغه پيښه دهند په جيپور ښار کې هغه مهال رامينځته شوې کله چې ديو کس دسوځولو مراسمو په مهال داور د ګرمۍ له امله مچۍ دچړو څخه راووتې او په خلکو يې بريد وکړو.

    د رسنيو د راپورونو له مخې، د مچيو د بريد له امله شاوخوا ٥٠ تنه ټپيان شوي، چې د طبي مرستو لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

    د رسنیو راپورونو کې ویل شوي چې ډیری خلک د طبي پاملرنې ترلاسه کولو وروسته رخصت شوي.