دسته: خبر

  • دخبریالانو وژونکی باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي

    غزه کي د خبریالانو دبيسارِي مرګ ژوبلې په اړه د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون اعلامیه

    د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د غزې روان وضعیت له نږدې څاري او د خبریالانو د لوړو تلفاتو له امله ژوره اندېښنه لري.

    د یو خبریال وژل، په حقیقت کې د اطلاع او معلوماتو د رسونې، ویښتابه اوټولنیزتحرک وژل دي. د یو خبریال وژل، د انسانیت وژل دي.هغه کسان چې خبریالان هدف ګرځوي، د انسانیت ښکاره دښمنان دي.

    نوې څېړنې ښيي چې له بده مرغه، په تېر یو نیم کال کې، له ۱۴۷ څخه تر ۲۳۲ پورې خبریالان په غزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

    دا شمېره، د ترسره شویو تحقیقاتو له مخې، یو نوی ریکارډ دی چې په نړۍ کې یې ساری نشته.

    د براون پوهنتون له لوري تازه خپور شوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې، چې د غزې جګړه پیل شوې، تر ۱۴۷ څخه تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ۶۷ خبریالان وژل شوي وو.

    د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له مني راهیسې، فلسطیني خبریالان په غزه کې له لوږې، د پاکو اوبو له کمښت، د سرپناه نشتوالي او د برېښنا له پرې کېدو سره مخ دي. ښځینه خبریالانې او نور د رسنیو کارکوونکي، لکه ژباړونکي، له انلاین ځورونې، د جنسیت پر بنسټ د کرکې له څرګندونو، فزیکي بریدونو، جنسي تېري او حتی له قتل سره مخ شوي دي.

    د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ له پېل راهیسی لږ تر لږه ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې ۱۰ تنه یې په اسراییل او غزه کې حضور درلود.

    تر ټولو دردونکې دا ده چې د غزې خبریالان ډېر ځله په قصدي ډول هدف ګرځول شوي دي.

    د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون، د خبریالانو د قتل عاملین په سختو ټکو غندي او له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړي چې د اسراییل پر وړاندې، چې د خبریالانو قاتل دی، ګډ اقدامات وکړي او په رسمي ډول د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وړاندې کړي.

    هغه کسان چې خبریالان قصداً وژني، باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل او له نړیوالو بندیزونو سره مخ شي.

    د فدراسیون مشرتابه پلاوی

  • غزه کې دخبریالانو مرګ ژوبلې،نړېوال ریکارډجوړکړ

    غزه کې دخبریالانو مرګ ژوبلې،نړېوال ریکارډجوړکړ

     

    په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د نړۍ له جګړو او ویتنام څخه هم زیات دی
    وه نوې څېړنه ښيي چې د غزې جګړه په تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ جګړه ده. په دې جګړه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر په لویو جګړو لکه لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه، د امریکا کورنۍ جګړه، د کوریا جګړه، د ویتنام جګړه او د افغانستان په جګړه کې د دغه مسلک د وژل شویو خبریالانو له مجموعې څخه اوښتی دی.

    د بوسټن ګلوب ورځپاڼې د راپور له مخې، د براون پوهنتون د “جګړې لګښت” پروژې نوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د غزې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې له ۱۴۷ څخه تر۲۳۲ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یوازې ۶۷ خبریالان وژل شوي وو. راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو، ټینګار وکړ: “دا شخړه په اسانۍ سره په تاریخ کې د خبریالانو لپاره ترټولو خونړۍ پیښه ده.”

    د دغې څېړنې د لیکوالانو په وینا، د غزې د جګړې په څېر په شخړو کې ډېری هغه خبریالان وژل شوي یا ټپیان شوي چې ځايي خبریالان دي او د نړیوالو پېښو د پوښښ لپاره د بهرنیو خبریالانو حضور کم شوی، په تېره بیا د جګړې په سیمو کې. د نړۍ ترټولو خطرناکو پیښو پوښښ لپاره، خبري شبکې په محلي ژورنالیستانو ډیر تکیه کوي، چې ډیری وختونه د لږ معاش او محدودو سرچینو لپاره کار کوي.

    د 2023 له مني راهیسې، په غزه کې فلسطیني خبریالان د خوارځواکۍ، د څښاک د خوندي اوبو نشتوالی، د سرپناه نشتوالی، او د بریښنا بندیدو په څیر ننګونو سره مخ دي. ښځینه خبریالانې او د رسنیو نورې کارکونکې، چې په کې ژباړونکي هم شامل دي، له انلاین ځورونې، د جنسیتي کرکې له ویرې، فزیکي بریدونو، جنسي تیري او حتی وژنې سره مخ شوي دي.

    سټیفني ساول، د جګړې د پروژې د لګښتونو رییس، وویل: “خبریالان او د ژورنالیزم مسلک په زیاتیدونکي توګه د جګړې قرباني کیږي. “ډیموکراسي او سوله په آزادو رسنیو پورې اړه لري، او ملېزم په مختلفو لارو د ډیموکراسۍ کمزوری کولو کې مرسته کوي.”

    د جګړې د لګښتونو پروژه یوازینۍ موسسه نه ده چې د خبریالانو لپاره د غزې مرګونې جګړه مستند کړې. د 2024 په فبروري کې، د ژورنالیستانو د ساتنې کمیټې په یوه ځانګړي راپور کې اعلان وکړ چې 2024 د خبریالانو لپاره ترټولو خونړی کال و ځکه چې دې سازمان څه باندې درې لسیزې دمخه د معلوماتو ثبت کول پیل کړي.

    د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو نږدې دوه پر درېیمه برخه فلسطینیان وو، چې د اسراییلی ځواکونو په لاس وژل شوی دی.

    د ژورنالیستانو د ساتنې د کمیټې اجرایوي رییس جوډي ګینسبرګ وویل: “په غزه کې جګړې د خبریالانو پر ژوند بې ساري اغیز کړی دی او دا په ډاګه کوي چې د جګړې په سیمو کې د دوی د ساتنې نړیوال نورمونه څومره له پامه غورځول کیږي.”

    هغه زیاته کړه چې د خبریالانو د وژنو زیاتوالی د “په نړیواله کچه د رسنیو د غږ خاموشولو” د پراخ رجحان یوه برخه ده او دا رجحان په 2025 کې په چټکۍ سره دوام لري.

    د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې ۱۰ یې په اسرائیلو او غزې تړانګې کې وو.

  • دامریکې اوسنې طرح دمنلونه ده(روسیه)

    دامریکې اوسنې طرح دمنلونه ده(روسیه)

    کرملین وایی چې  نشي کولی د جګړې پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو وړاندیزونه ومني ځکه چې دوی هغه اندیښنې له پامه غورځوي چې مسکو یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړې اصلي لاملونه ګڼي.

    د رویټرز په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د سې شنبې په ورځ د مسکو او واشنګټن ترمنځ په خبرو اترو کې د پرمختګ نشتوالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د امریکا وړاندیزونه د هغو بنسټیزو مسلو لپاره حل لارې نلري چې روسیه یې اندېښمنه کړې ده.

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې د امریکا د وړاندیزونو د بیاکتنې غوښتنه کړې وه او شرایط یې وړاندې کړي وو. چې ناټو کې د اوکراین نه شاملېدل، د ختیځ اوکراین په څلورو سیمو کې د روسیې د بشپړ کنټرول،پیژندل، او د اوکراین پر پوځ محدودیتونه شامل وو. خو کیف دا غوښتنې مسکو ته تسلیمېدل ګڼۍ.

    په عین حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو اونیو کې د مسکو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی. ترامپ وایی د روسیې لخوا د سولې د تړون د احتمالي خنډ پرسر غوسه دی. ټرمپ ګواښ کړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نو پرهغو هېوادونو به بندیزونه ولګوي چې له روسیې څخه تیل اخلي.

    د ټرمپ د نویو دریځونو په اړه، د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې له متحده ایالاتو سره اړیکې دوام لري، خو ټینګار یې وکړ چې د بحث لاندې موضوع “ډیره پیچلې” ده او دوه چنده هڅو ته اړتیا لري.

    په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې مسکو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو لپاره په بشپړه توګه ژمن دی، او امریکایي چارواکو ته یې د اوکراین له خوا د ادعا شویو سرغړونو لیست چمتو کړی دی.

    د رویټرز په وینا، سره له دې چې ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې موافقې ته د رسیدو لپاره هڅې کوي، خو داسی ښکاري چې دریځ یې ورو ورو دمسکو پرخلاف سختېږي.

  • د اوسپنۍ په پټلیو کې د پام وړ ډېرښت راغلی.

    د اوسپنۍ په پټلیو کې د پام وړ ډېرښت راغلی.

    ټولګټو وزارت وايي، د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارو په انتقالاتو کې ۵.۵ سلنه ډېرښت راغلی دی. دغه وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې ۴.۴ میلیونه ټنه لېږد رالېږد د اوسپنې پټلۍ له لارې شوی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۲ کال کې دغه شمېر ۴.۱ ټنو ته رسېده. د دغه وزارت ویاند د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانزیټ او صادراتو د کچې پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ زیاتوي، چې په ۱۴۰۳ کال کې له ۱۴۵ زره ټنو ډېر توکي ټرانزیټ او صادر شوي دي. ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ اهمیت ته په پام، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي لپاره په دې برخه کې پانګونه مهمه بولي.

  • اروپا ته په لومړي ځل د ریل پټلۍ له لارې په سلګونو ټنه وچه میوه صادره شوه.

    اروپا ته په لومړي ځل د ریل پټلۍ له لارې په سلګونو ټنه وچه میوه صادره شوه.

    د هرات ولایتي مسوولینو ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال لومړۍ صادراتي جوپه چې ۲۰۰ ټنه وچه مېوه ده، د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې اروپا ته صادره شوې. د ولایتي چارواکو په وینا، دغه جوپه چې ارزښت یې ۱.۲ میلیونه ډالر دی د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې ترکيې او اروپا ته صادره شوې ده. ویل شوي چې پسته، کشمش، بادام او جلغوزه په دې صادراتو کې شامل دي چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راټول شوي او له پروسس وروسته صادر شوي دي. د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي چې په تېرو درې میاشتو کې د خواف – هرات رېل پټلۍ له لارې له ۳۵ زره ټنه زیات بار له هېواده بهر او له بهره هېواد ته انتقال شوی.

  • په تیر ۱۴۰۳ کال کې هیواد ته په زرګونو ټنه د روسیې ګاز وارد شوی.

    په تیر ۱۴۰۳ کال کې هیواد ته په زرګونو ټنه د روسیې ګاز وارد شوی.

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې له روسیې څه باندې ۲۷۵ زره ټنه ګاز پېرلي دي. د دغه وزارت ویاند د دې پېرل شویو ګازو ټول ارزښت ۱۳۲ میلیونه ډالر یادوي. په ورته وخت کې، رویټرز خبري اژانس افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته له روسیې د ګازو د صادراتو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی. افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه ګاز د منځنۍ اسیا له هېوادونو او روسیې واردوي.

  • دبېځایه شویوفلسطینیانوپرخیموباندې داسراییلی الوتکویرید

    دبېځایه شویوفلسطینیانوپرخیموباندې داسراییلی الوتکویرید

     

    د اسراییلو پوځ په غزه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په خیمو باندې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.

    د یوې بهرنۍ خبري ادارې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ د وړیا خوړو د ویش یو مرکز هم په نښه کړ، په داسې حال کې چې د اسراییلو په برید کې ۱۳ فلسطینیان شهیدان او ګڼ شمېرنور ټپیان شوي دي.

    له بلې خوا، د حماس ویاند عبداللطیف په جبالیا کې د اسراییلو په هوايي برید کې شهید شو.

    راپورونه ښيي چې د اسراییلو د وروستي بمبارۍ له امله ۱۴۲۰۰۰ فلسطینیان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

    د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسراییلو د یرغل له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵۰ زرو څخه اوښتی دی.

  • امریکا او اروپادی یواړخیزسیاستونه پریږدي(ناټو)

    امریکا او اروپادی یواړخیزسیاستونه پریږدي(ناټو)

     

    د ناټو عمومي منشي په اروپا او امریکا باندی غږوکړچې یو اړخیزحرکتونه پریږدي
    روټ په اروپايي هېوادونو غږ وکړ چې د خپلو پوځي بودیجو په زیاتولو سره د ګډ امنیت لپاره ډیرکاروکړي.

    د ناټو عمومي منشي مارک روټ د چهارشنبې په ورځ په وارسا کې په یوه وینا کې خبرداری ورکړ چې اوس د “یو اړخیز چلند” وخت نه دی، ده غوښټنه وکړه چې متحده ایالات او اروپا باید د امنیتي مسلو په اړه یو اړخیز عمل ونه کړي.

    ، روټ زیاته کړه چې په داسې حالت کې چې نړیوال ګواښونه زیات شوي او د اوکراین په وړاندې د روسیې جګړه دوام لري، د ګډ امنیت ساتلو یوازینۍ لار د ناټو چوکاټ کې متحد کیدل دي.

    دا خبرداری د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تعقیب کې راغلی چې د ناټو غړو، په ځانګړې توګه هغو هیوادونو سره چې دفاعي لګښتونو کې کافي پیسې نه ورکوي، د دفاع لپاره د واشنګټن ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

    په ورته وخت کې، د امریکا د چارواکو، لکه د دفاع وزیر او مرستیال ولسمشر، لخوا د اروپا د “آزاد سفر” سره د نارضایتۍ راپورونه خپاره شوي، چې اندیښنې یې زیاتې کړي دي. سره له دې، روټ ټینګار وکړ چې په متحده ایالاتو باور کیدی شي او د ناټو ترټولو لوی ملګری پاتې کیږي.

    هغه همدارنګه په اروپايي هېوادونو غږ وکړ چې د خپلو پوځي بودیجو په زیاتولو سره په ډله ییز امنیت کې لوی رول ولوبوي. د روټ په وینا، د جون په میاشت کې په هاګ کې سرمشریزه به د ناټو د “پیاوړې کولو او عادلانه کولو” لپاره یو فرصت وي. هغه وويل: “يو عادلانه ناټو پدې مانا ده چې ټول غړي خپله عادلانه ونډه ورکړي.”

    که څه هم ټرمپ له هېوادونو غوښتي چې خپل دفاعي لګښتونه د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنې ته لوړ کړي، چې د اوسني دوه سلنې هدف څخه ډېر لوړ دی، خو د امریکا په ګډون هیڅ هېواد تر اوسه دې کچې ته نه دی رسیدلی.

    مارک روټ په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو دهرکلي سره سره ټینګار وکړ چې تر جګړې وروسته د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اړیکو عادي کول به ممکن نه وي ځکه چې د دواړو خواوو ترمنځ بشپړ بې باوري شتون لري.

    د ناټو عمومي منشي روسیه “تر ټولو مهم او مستقیم امنیتي ګواښ” وباله، او خبرداری یې ورکړ: “د روسیې د اوسني توغندیو ټیکنالوژۍ سره، په وارسا او مادرید باندې د برید ترمنځ د وخت توپیر یوازې 10 دقیقې دی،په دی توګه د ناټو ټول غړي هیوادونه په ختیځه جبهه کې دي.”

  • د رییس الوزاء په مشرۍ  د هیواد پرمهمو مسایلو خبرې وشوې.

    د رییس الوزاء په مشرۍ د هیواد پرمهمو مسایلو خبرې وشوې.

    د رییس‌الوزرا په مشرۍ د کابینې په ۱۸مه غونده کې پر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسایلو بحث او لازمې پریکړې وشوې. یاده غونډه کې هېواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو مخنيوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تایيد شوي او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې چې د تطبیق په موخه یې عملي اقدامات ترسره کړي. دې غونډه کې دغه راز ټولو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې په لویو او وړو پروژو کې د خلکو د استخدام په اړه له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ دې هڅه وشي، چې په کور دننه خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.

  • د کرنې وزارت د اضافي غنمو پر پیرودلو ټینګار وکړ.

    د کرنې وزارت د اضافي غنمو پر پیرودلو ټینګار وکړ.

    د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د دې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخند په مشرۍ او د اقتصاد، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د مسوولینو په ګډون د اضافي غنمو د پېرلو مرکزي کمېټې په ناسته کې د هېواد له بزګرانو د اضافي غنمو پر پېرلو ټینګار شوی. د یاد وزارت په وینا، تراوسه له بزګرانو ۳۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه پېرل شوي اضافي غنم د هېواد د ۱۱ ولایتونو سېلوګانو ته لېږدول شوي دي.