دسته: خبر

  • دمرستو بندېدل،پرافغانستان منفي اغیز نلري

    دمرستو بندېدل،پرافغانستان منفي اغیز نلري

     

    د افغانستان دعامې روغتیا وزارت معین وایی چې د مرستو بندول پر افغانستان هیڅ اغیزه نه ده کړې

    بخت الرحمن شرافت په غزني کې د نشه يي توکو د روږدو ښځو د درملنې لپاره د ۲۰ بستریز روغتون د پرانستلو پر مهال وویل چې بهرنۍ مرستې د افغانستان په اقتصاد یا کوم سکتور منفي اغیزه نلري. په افغانستان کې شفافیت رامنځته شوی، سرچینې په سمه توګه اداره شوي، خلک سخت کار کوي، او شته سرچینې په مؤثره توګه اداره شوي دي.”

    د غزني سیمه ییزو چارواکو وویل چې دا روغتون د روږدو ښځود درملنې لپاره د شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰ ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

    د غزني د عامې روغتیا رییس، زرک زیرک زیاته کړه: “دا روغتون د روږدو کسانو د درملنې لپاره شل بسترونه لري، چې د اړتیا په صورت کې به زیات شي.” “ناروغان د ۴۵ ورځو لپاره درملنه کیږي، او ټول کارمندان یې ښځې دي.”

    دا روغتون د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر او د یوې سیمه ییزې ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

    په غزني کې د یوې سیمه ییزې ادارې مشر حمیدالله همت وویل: “د دې روغتون بودیجه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر YHDO له خوا موسسې ته ورکړل شوې وه، او په دې پروژه کې تر ۱۲۰،۰۰۰ ډالرو پورې لګښت راغلی دی،

    د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د هیواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو لپاره د اوو میلیاردو افغانیو په ارزښت بودیجه منظور شوې ده، او د هغې عملي پړاوونه به ډیر ژر پیل شي.

  • چیناییان له روسانو سره یوځای د اوکراین پرخلاف جنګیږي

    چیناییان له روسانو سره یوځای د اوکراین پرخلاف جنګیږي

     

    لږترلږه څو سوه چینایي اتباع د روسیې د ځواکونو په لیکو کې د اوکراین پر وړاندې جنګیږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې “سلګونه” چینایي اتباع د روسیې په استازیتوب په اوکراین کې جنګیږي، نوموړی څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې روسیه غواړي چین داوکراین په جګړه کې ښکېل کړي.

    د اوکراین ولسمشر د جمعې په ورځ، د اپریل په ۱۲مه، په بروکسل کې د اوکراین د متحدینو د پوځي مشرانو په غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې په خپله وینا کې وویل: “اوس مهال، موږ داسې معلومات لرو چې ښیې چې لږترلږه څو سوه چینایي اتباع د روسیې د ځواکونو په لیکو کې د اوکراین پر وړاندې جنګیږي.”

    د اوکراین ولسمشر تېره چهارشنبه ادعا وکړه چې روسیه هڅه کوي چین د کیف پر وړاندې په جګړه کې ښکېل کړي.

    زیلینسکي اعلان وکړ چې بیجینګ د اوکراین په جګړه کې د روسیې له خوا د چینایي اتباعو د کارولو څخه خبر دی او ټینګار یې وکړ چې کیف د لږترلږه ۱۵۵ چینایي اتباعو په اړه معلومات لري چې د اوکراینیانو پر وړانی په لومړۍ لیکه کې جنګیږي.

    له بلې خوا، چینایي چارواکو د تیرې پنجشنبې په ورځ د زیلینسکي پر څرګندونو نیوکه وکړه او هغه یې غیر مسؤلانه وبللې.
    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل چې د هغه هیواد “تل له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې د وسله والو شخړو له سیمو څخه لرې پاتې شي.”

    ویاند همدارنګه په “اړونده خواوو غږ وکړ چې د غیر مسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.”

  • د امریکا په مشرانو جرګه کې د افغانستان پرجګړې بحث وشو.

    د امریکا په مشرانو جرګه کې د افغانستان پرجګړې بحث وشو.

    د امریکا په سنا جرګه کې د افغانستان د جګړې د څیړنې کمېسیون دوهمه علنۍ ناسته د جمعې په ورځ جوړه شوه. په دې ناسته کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه او د هغې د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول.

    د امریکا د جګړې د څېړنې کمېسیون لومړۍ علنۍ ناسته د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخوانیو سرتېرو په دفتر کې ترسره شوې وه.

    په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، نانسي پاول، وویل چې د سنا د پوځي کمېټې ځینو غړو، چې پکې د سناتور جان مک‌کین نوم هم اخیستل شوی، د پاکستان د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې څنګه یې د ترهګرۍ د پراخېدو ملاتړ کاوه. هغې زیاته کړه، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به په خپلو لیدنو کې تل د امریکا له چارواکو غوښتنه کوله چې اسلام‌اباد ته دې مالي مرسته زیاته کړي.

    په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر، چې د غونډې له مهمو ویناوالو څخه و، ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قربانۍ باید جدي وبلل شي. ده وویل، افغان سرتېرو مېړانه وکړه او قربانۍ یې ورکړې، خو د دوی هڅو ته لازم درناوی ونه شو.

    دا ناسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او سیاستونو ارزونې ته ځانګړې شوې ده.

    د امریکا د پخوانیو چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر مشرانو هم غونډې ته خبرې وکړې؛ لکه د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوودزي.

  • د فرانس پریس تحقیقي راپور: هغه ادعاوې رد شوې چې ګنې امریکايي پوځیان بګرام ته راغلي

    د فرانس پریس تحقیقي راپور: هغه ادعاوې رد شوې چې ګنې امریکايي پوځیان بګرام ته راغلي

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې هیله څرګنده کړې چې هغه غواړي په افغانستان کې هغه پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي، چې کله طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، نو امریکا پرېښې وه. خو دا راپورونه چې ګواکې بګرام هوايي اډه په ۲۰۲۵ کال کې بېرته امریکايي ځواکونو ته سپارل شوې، تأیید شوي نه دي.

    په دې اړه د ادعاوو له خپرېدو وروسته فرانس پریس خبري اژانس په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې د امریکا او د اسلامي امارت  چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي، او داسې کوم شواهد نه شته چې امریکايي ځواکونه دې په بګرام کې موجود وي.

    د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۸مه، د ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه سرلیک کې لیکل شوي وو: «اسلامي امارت  بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپارله.»

    یادې ادعاوې نه یوازې په ایکسپاڼه، بلکې فیسبوک، انسټاګرام، تریډز، ټیک‌ټاک، او یوټیوب کې هم خپرې شوې. بګرام هوايي اډه چې په افغانستان کې تر ټولو ستره پوځي اډه ګڼل کېږي، د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو لپاره ستراتېژیک مرکز و، تر هغه چې دوی د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې له دې ځایه ووتل.

    دا اډه له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې د افغانستان د اسلامي امارت  تر ولکې لاندې ده، او طالبانو د امریکا د وتلو پر مهال پاتې تجهیزات هم ونیول.

    ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د کابینې په یوه غونډه کې خبریالانو ته ویلي و: «موږ غوښتل بګرام هوايي اډه ولرو، چې دا د نړۍ له سترو هوايي اډو څخه یوه ده.» هغه څرګنده کړې وه چې غواړي په بګرام کې د امریکايي سرتېرو یوه کوچنۍ ډله ځای پر ځای کړي، څو د سیمې د چینایي نفوذ مخه ونیسي.

    خو له دې سره سره، دا ادعاوې چې امریکايي ځواکونه ګواکې د ۲۰۲۵ په اپریل کې بګرام ته بېرته ورغلي، بې بنسټه دي.

    د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي د اپرېل په ۹مه په ایمېل کې ویلي: «دا راپورونه چې امریکا بګرام اډه بېرته نیولې او هلته یې ترانسپورتي الوتکه کښینولې، ناسم دي. په بګرام کې د امریکا هېڅ پوځي حضور نشته.»

    د یادونې وړ ده چې امریکا د افغانستان اسلامي امارت  په رسمیت نه پېژني. په فبرورۍ میاشت کې طالبانو له امریکا سره د سولې هغه تړون هم لغوه کړ چې د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړې وه.

    د امارت  ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل په ۶مه په یوه بیان کې ویلي: «دا راپورونه چې ګواکې امریکا بګرام ته بېرته راغلې، یوازې تبلیغات دي. افغان ولس پوهېږي چې دا هېڅ امکان نه لري.»

    هغه د افغانستان دولتي راډیو ټلوېزیون ته ویلي: «افغانستان یو خپلواک هېواد دی، خپل خپلواک ځواکونه لري. هېڅ بهرني پوځي حضور ته اړتیا نشته، او نه به ورته اجازه ورکړل شي. افغانستان یو امن هېواد دی، او موږ دې ډول اقدام ته اړتیا نه لرو.»

    د CIA د عامه اړیکو مشرې، لیز لیونز هم دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې الیس بګرام ته سفر کړی دی.

    هغې د اپرېل په ۱۱مه په یوه بیان کې ویلي: «دا راپورونه چې د CIA مرستیال مایکل الیس بګرام ته تللی، ناسم دي.»

    د فرانسې خبري اژانس (AFP) نورې دا ډول ادعاوې هم رد کړې دي.

  • دپاکستان پر وروستیو اقداماتو دبخښنې نړیوال سازمان نیوکه

    دپاکستان پر وروستیو اقداماتو دبخښنې نړیوال سازمان نیوکه

     

    پاکستان دی د افغان کډوالو ایستل ودروي

    د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو ایستل ودروي

    د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه وکړه،

    دبخښنې نړیولا سازمان له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: “پاکستان د ۸۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو افغان تابعیت کارت لرونکو ته د شړلو لړۍ دوام ورکوي.”

    د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې پاکستان باید سمدلاسه د افغان کډوالو د ایستلو پالیسي ودروي.

    په اعلامیه کې ویل شوي، “موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې سمدلاسه د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه بیرته واخلي او د بشري حقونو د نړیوال قانون سره سم اصلاحي اقدامات وکړي.”

    پاکستان، د بشري حقونو د سازمان له دی غوښټنې سره سره، د جمعې په ورځ، د اپریل په شپږمه، یو کمپاین پیل کړ چې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال په زور سره خپل هیواد ته راستانه کړي.

    د رسمي معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د افغانانو د جبري راستنولو پروسه پیل کړه، او له هغه وخت راهیسې، شاوخوا ۹۰۰،۰۰۰ خلک ایستل شوي دي.

    دوه اونۍ وړاندې، په پاکستان کې افغان کډوالو چې متحده ایالاتو ته د بیا میشتیدنې په تمه وو، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک ولیکه او له هغه یې وغوښتل چې د مارچ د ۳۱ نیټې د نیټې په نږدې کیدو سره افغانستان ته د دوی د اخراج مخه ونیسي.

    د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، دغو کډوالو د پاکستان له لومړي وزیر څخه وغوښتل چې هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې د بیا میشتیدنې پروسې بشپړیدو ته انتظار باسي او په پاکستان کې پاتې شي.

  • دامریکې او چین تر منځ دتعرفو جګړې دوام

    دامریکې او چین تر منځ دتعرفو جګړې دوام

     

    چین پر ۱۸ نورو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین د اسعارو په لاسوهنه تورن کړ، خو چین د امریکا تعرفې “ځورونې” وبللې
    امریکا او چین ترمنځ د تعرفو شخړه لاسخته شوه چې له امله یې چین پر ۱۸ نورو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول.

    د یوې بهرنۍ خبري ادارې په وینا، دواړو هېوادونو یو بل باندې تورونه هم لګولي دي.

    کله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین د اسعارو په لاسوهنه تورن کړ، چین د امریکا د تعرفو دا کار ځورونکی وباله.

    له بلې خوا، چین هم پر ۱۸ نورو امریکایي شرکتونو بندیزونه لګولي دي او د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې چین د پرمختګ له حق څخه بې برخې کېدای نشي. چین به د خپلو مشروع حقونو او ګټو د ساتنې لپاره اغیزمن اقداماتو ته دوام ورکړي.

    په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې هم په متحده ایالاتو باندې د ۲۵ سلنه غچ اخیستونکي تعرفې لګول تصویب کړل، په داسې حال کې چې روسیې د متحده ایالاتو تعرفې د نړیوال سوداګرۍ سازمان د اصولو خلاف وبللې.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې نوي تعرفې ښیي چې متحده ایالات د نړیوالو سوداګریزو قوانینو پابند نه دی.

    تیره اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو باندې د غچ اخیستونکو تعرفو اعلان وکړ.

    د ټرمپ لخوا لګول شوې تعرفې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ په ځانګړي ډول سخته سوداګریزه جګړه پیل کړې ده.

    په چین باندې د امریکا ټولټال تعرفې ۵۴ سلنې ته لوړې شوې وې، چې په ځواب کې یې چین د امریکایي محصولاتو په وارداتو باندې ۳۴ سلنه تعرفې او په متحده ایالاتو باندې نور سوداګریز محدودیتونه اعلان کړل.

    د چین له اعلان وروسته، ولسمشر ټرمپ وویل چې که چین ۳۴ سلنه تعرفه بیرته وانخلي، نو امریکا به پر چین لګول شوې تعرفه ۱۰۴ سلنه ته لوړه کړي. په چین باندې دا ۱۰۴٪ تعرفه پرون نافذ شوه.

    اوس، د امریکا د ۱۰۴٪ تعرفې په ځواب کې، چین د امریکايي محصولاتو په وارداتو تعرفه ۸۴٪ ته لوړه کړې او نور سوداګریز محدودیتونه یې اعلان کړي دي، چې په ځواب کې یې امریکا اوس په چین باندې سوداګریز تعرفه ۱۲۵٪ ته لوړه کړې ده.

  • داعدامونو له ډېرېدو،دعفوې نړیوال سازمان اندېښنې

    داعدامونو له ډېرېدو،دعفوې نړیوال سازمان اندېښنې

     

    تېر کال په ۱۵ هېوادونو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان اعدام شوي دي

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، تیر کال په ۱۵ هیوادونو کې له ۱۵۰۰ څخه ډیر کسان اعدام شوي دي. د بشري حقونو سازمان په ۲۰۲۴ کال کې ایران، عراق او سعودي عربستان د ۹۰ سلنه اعدامونو مسؤل ګڼلي دي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، تیر کال ۱۵۱۸ کسان اعدام شوي، چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې په منځني ختیځ کې تر ټولو لوړه شمېره ده. په ۲۰۱۵ کال کې، یوه لسیزه وړاندې، ۱۶۳۴ کسان اعدام شوي وو.

    د بخښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې په چین کې په زرګونو هغه کسان چې اعدام شوي دي، په دې راپور کې شامل نه دي. په راپور کې په شمالي کوریا او ویتنام کې هم اعدامونه شامل نه دي.

    د راپور له مخې، ایران، عراق او سعودي عربستان تیر کال د اعدامونو د زیاتوالي مسؤل وو. یوازې دا درې هیوادونه د لږترلږه ۱۳۸۰ اعدامونو مسؤل دي، چې په نړۍ کې د پیژندل شویو اعدامونو له ۹۰ سلنې څخه ډیر پکې شامل دي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، په عراق کې اعدامونه څلور چنده زیات شوي، چې لږترلږه له ۱۶ څخه ۶۳ ته لوړ شوي دي. په سعودي عربستان کې هم اعدامونه دوه چنده شوي، چې ټولټال ۱۷۲ څخه لږ تر لږه ۳۴۵ ته رسیدلي دي.

    د راپور له مخې، اسلامي جمهوریت تېر کال لږ تر لږه ۹۷۲ کسان اعدام کړل، چې د تېر کال په پرتله ۱۱۹ زیات دي، کله چې ۸۵۳ کسان وو. په دې توګه، اسلامي جمهوریت د ټولو پیژندل شویو اعدامونو ۶۴ سلنه مسؤلیت لري.

    د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنیس کالامارد وویل: “د مرګ سزا یو کرغیړن عمل دی چې په نننۍ نړۍ کې هیڅ ځای نلري. دا ظالمانه، غیر انساني او سپکونکې سزا ده.”

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، چین، د ایران اسلامي جمهوریت، سعودي عربستان، عراق او یمن هغه پنځه هیوادونه دي چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کیږي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې ایران د هغو کسانو د سزا ورکولو لپاره د مرګ سزا کارولو ته دوام ورکړ چې د ښځو، ژوند، آزادۍ لاریونونو په جریان کې یې نظام ننګولی و. دغه سازمان ویلي چې تیر کال دوه لاریون کوونکي، چې یو یې رواني معلولیت درلود، د لاریونونو په تړاو اعدام شول.

    دې سازمان لیکلي چې سعودي چارواکو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د سیاسي مخالفینو د چوپولو او د هیواد د شیعه اقلیت اتباعو ته د سزا ورکولو لپاره د مرګ سزا کارولو ته دوام ورکړی چې د “حکومت ضد” لاریونونو ملاتړ یې کاوه.

    د بخښنې نړیوال سازمان د ترهګرۍ اړوند جرمونو لپاره د عبدالمجید النمر د اعدام یادونه کړې، که څه هم سازمان ویلي چې د محکمې لومړني اسناد په لاریونونو کې د هغه د ګډون مستند کوي.

    د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د اعدامونو له ۴۰ سلنې څخه زیاته برخه د مخدره توکو جرمونو سره تړاو لري.

    سازمان زیاته کړه چې تیر کال یوازې ۱۵ هیوادونو په ځانګړي ډول د مرګ سزا پلي کړه، ۱۱۳ هیوادونو په بشپړ ډول د مرګ سزا لغوه کړې، او ۱۴۵ نورو هیوادونو په قانون یا عمل کې دا سزا لغوه کړې ده.

  • له نویو تعرفو،دترمپ دپلویانوناخوښي

    له نویو تعرفو،دترمپ دپلویانوناخوښي

     

    د ټرمپ د تعرفو وروسته د نړیوالو ونډو بازارونه تاریخي کمښت ویني، حتی د ولسمشر ملاتړي په غوسه دي
    د نړیوالو ونډو بازارونو کې د تاریخي کمښت وروسته، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړو هم د هغه د پالیسیو په اړه پوښتنې پیل کړې.

    د نړیوالو ونډو بازارونو کې د تاریخي کمښت وروسته، د امریکا د ادارې هڅې چې خپلو ملاتړو ته قناعت ورکړي، ناکامې شوې.

    له بلې خوا، میلیاردر امریکایي پانګوال د ټرمپ د تعرفو په اړه غوسه دي او د اقتصادي رکود ویره یې هم څرګنده کړې ده.

    پانګوالو د یوې لویې تېروتنې د ترسره کېدو دمخه د اصلاح پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نړیوال اقتصاد د غلطو محاسبو له امله مخ په ځوړ روان دی.

    د جي پي مورګان مشر ډیمون وویل چې تعرفې کولی شي د مصرف کونکو او پانګوالو حذبات کم کړي، چې د اقتصادي ودې مخه نیسي.

    یاده دی وي چې چې په دې وروستیو ورځو کې، د امریکا ولسمشر امریکا ته په وارداتو لږ تر لږه ۱۰٪ تعرفه ولګوله، او د دې ۱۰٪ تعرفې سربیره په ځینو هیوادونو اضافي تعرفې ولګول شوې.

    دامرکې ولسمشر دونالد ترمپ په ​​خپل زاړه سیال چین باندې ۳۴٪ تعرفه وضع کړه، پداسې حال کې چې زاړه متحدین کاناډا، بریتانیا، آسټرالیا او نور اروپایي هیوادونه هم د ټرمپ د پریکړې څخه اغیزمن شول، مګر، په روسیه باندې اضافي تعرفې نه دي وضع شوې.

  • پاکستان له ټولو نړېوالو اصولو خلاف افغان ګډوال وباسي.

    پاکستان له ټولو نړېوالو اصولو خلاف افغان ګډوال وباسي.

    اسلامي امارت وایي  چې پاکستان د “ټولو اصولو خلاف” افغان کډوال افغانستان ته ستنوي او غوښتنه یې کړې چې باید یوه “منظمه تګلاره” ورته جوړه شي.

    دا څرګندونې  د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو  سره په خبرو کې کړې دي.

    حقاني‌ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې د راونې لړۍ په اړه ویلي، “دا د ټولو نړیوالو، اسلامي‌ او د ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل دی.‌ موږ وخت په وخت په مجلسونو کې له دوی سره دا خبره شریکه کړې چې مهاجرین دې اجباري نه باسي. موږ د مهاجرینو د راتګ مخالف نه یو خو باید په اصولو باندې راشي، د دواړو هېوادونو تر منځ له یوه تفاهم سره راشي او یو میکنیزم ورته جوړ شي او د هغې له مخې باید په باعزته ډول او په ترتیب سره خپل هېواد ته انتقال شي.”

    خو پاکستان حکومت له اوږدې مودې راهیسې وخت په وخت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې او دمه په دمه یې هلته د دوی د مېشتېدو نېټه غځولې او یا یې هم ځانګړې نېټې د ضرب الاجل په توګه ورته ټاکلې دي.

    د تازه لړۍ لپاره یې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه ټاکلې وه.

    اسلامي امارت وايي، له هغه راهیسې چې له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو تازه لړۍ پیل شوې؛ هره ورځ تر دوه نیم سوو پورې کورنۍ د ډیورنډ له کرښې پر سپین بولدک او تورخم اړول کېږي.

    حقاني ویلي چې په تېرو څو ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو شاوخوا زر کورنۍ چې ټولټال نږدې ۸۰۰۰ تنه کېږي، افغانستان ته ستانه شوي دي.

    دغه وزارت پر‌خپله اېکس پاڼه ویلي چې په دې تړاو د وزیر مولوي‌ عبدالکبیر په مشرۍ راستنېدونکو افغانانو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه ناسته شوې او یو پلاوی هم تورخم ته لېږل شوی چې د کډوالو ستونزې په ګوته او ورته د حل‌لارې موندلو هڅه وشي.

    له بلې خوا د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې یې ۳۰۵۳ هغه افغانان پر تورخم اړولي چې ‘افغان سټيزن کارت’ یې درلود.

    دا هغه پېژندپاڼه ده چې افغان کډوالو ته یې په پاکستان کې د قانوني مېشتېدنې جواز ورکاوه.،GETTY IMAGES

    د خیبر پښتوخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د شمېرو له مخې، یوازې پرون د یکشنبې په ورځ یې د دغو کارتونو درلودونکي ۱۶۹۸ تنه او ۳۲۶۸ نور هغه افغانان بېرته د تورخم له لارې خپل هېواد ته ولېږل چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت وو.

    د شمېرو له مخې، په تازه لړۍ کې تر اوسه له ګېلګېت بلتېستانه د دغه کارت لرونکی یو، له اسلام اباده ۱۶۰ او له پنجابه ۱۹۸۰ تنه له دې لارې پر ډيورنډ کرښه اړول شوي دي.‌

    د پاکستان دولتي یا سرکاري شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ټولټال ۴۸۴ زره ۹۷۵ ناقانونه کډوال له دې لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.‌

    د یادولو ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۳۱مه د افغان کډوالو لپاره په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو ضرب الاجل ټاکلی و.

    که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چې د کډوالۍ کارت لرونکي افغانان د روان میلادي کال د جون تر پایه په پاکستان کې پاتې کېدلی شي خو ځينې افغان کډوال شکایت کوي چې له دې اعلان سره سره هر ډول اسناد لرونکي افغانان له یوې مخې په پنجاب، بلوچستان او سند ایالتونو کې نیول کېږي.

    دوی وايي تر نیول کېدو وروسته داسې ځانګړو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري‌ او دوی پکې تر شپږو ورځو ساتل کېږي چې له کړاو سره پکې مخامخېږي.

    دغه افغانان شکایت کوي چې د خپلو کورنیو د توکو راټولو ته هم وخت او فرصت نه ورکول کېږي او له ډېر محدود سامان سره په یوه ګاډي کې څو کورنۍ کېنول کېږي او پر تورخم یا سپين بولدک اړول کېږي.

    په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې یې له خیبر پښتونخوا د ‘افغان سټيزن کارت لرونکي’ زرګونه کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

  • نتانیاهو له غزې څخه د راکټي برید  د”قوي ځواب” امر کړی

    نتانیاهو له غزې څخه د راکټي برید  د”قوي ځواب” امر کړی

     

    په جنوب کښې د اسدود او عسقلان په ښارونو باندې د حماس د فوځی څانګې القسام برګیډ لخوا له پراخو راکټی حملو وروسته د اسرائیلو د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر د دغه حملې په وړاندې د قاطع ځواب ورکولو امر اعلان کړ.

    د دغه دفتر د خبرتیا له مخې، د یکشنبې په ماښام د غزې له تړانګې څخه د څه باندې لسو توغندیو له ویشتلو وروسته د اسرائیلو لومړی وزیر د حماس په خلاف  د پوځی عملیاتو د دوام ترڅنګ، دفوځی حملو د زیاتیدو موافقه وکړه.

    په بیان کې دا هم ویل شوي چې نتانیاهو واشنګټن ته د الوتنې پر مهال د دفاع له وزیر یسرایل کاتز سره تلیفوني خبرې وکړې.

    په دې لړ کې د اسرائیلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان وکړ چې پوځ ته یې د پوځي عملیاتو د پراخولو او حماس ته د سختې ضربې ورکولو امر کړی دی.

    همداشان د اسرائیلو د پوځ ویاند عفیخای ادری هم د غزې د تړانګې د الصحابه، السماح، العوده، الزویده او الصلاح سیمو له اوسیدونکو وغوښتل چې الموصی سیمې ته ولیږدول شی.

    دحماس پوځي برخې  القسام له خوا تې ماښآم داسراییلو پرولور۱۰ توغندي وتوغول شول چې داسراییلي پوځیانو له خوا ۵ یې په هوا کې خنثی او ۵ نوریې ځبل هدفونو ته ورسیدل.

    اسراییل حکومت هم پر دی باندی اعتراف کړی دی چې ۵ توغندي د اسدود او عسقلان په ښارونو کې لګیدلي چې مرګ ژوبله هم لري.