دسته: خبر

  • عمان کې دایران او امریکې دخبرو اترودریم پړاو

    عمان کې دایران او امریکې دخبرو اترودریم پړاو

     

                                               داورانیمو غني کول او د توغندیو پروګرام؛ د عمان د خبرو اترو اصلي ټکي دي

    د ایران د اټومي قضیې د څارونکو سترګې په عمان متمرکزې دي. چیرې چې د ایران او متحده ایالاتو تخنیکي متخصصین د ځینو حساسو او اړینو جزئیاتو بیاکتنې لپاره سره ګوري چې کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د نوي تړون لپاره لاره هواره کړي.

    د ایران د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال مجید تخت روانچي او د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي کوي. برعکس، د امریکا ټیم کې د مختلفو وزارتونو شاوخوا ۱۲ استازي شامل دي، په شمول د بهرنیو چارو وزارت، د خزانې وزارت، او استخباراتي ادارو، او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ پلان جوړونې رییس مایکل انټوین لخوا رهبري کیږي. انټوان د JCPOA یو سخت منتقد و.

    د خبرو اترو اصلي تمرکز به د یورانیمو د غني کولو او د هغې د اندازې مسله وي. دا په داسې حال کې ده چې د دې مسلې په اړه د امریکا دریځونه تر دې دمه متضاد ښکاري.

    تېره میاشت، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز ټینګار وکړ چې تهران باید د خپل اټومي پروګرام “بشپړ له منځه وړلو” سره موافقه وکړي. خو، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټاکوف د دې امکان په اړه خبرې وکړې چې ایران ته اجازه ورکړل شي چې د غني کولو کچه ۳.۶۷٪ وساتي، کوم چې په JCPOA کې هم شامل و.

    له بلې خوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د ډونالډ ټرمپ اداره چمتو ده چې تهران ته اجازه ورکړي چې ملکي اټومي پروګرام ولري، په دې شرط چې دا پروګرام یوازې په وارد شوي اټومي سونګ توکو تکیه وکړي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي مخکې ویلي وو چې که امریکا “حقیقي غوښتنې” وړاندې کړي، نو موافقه ممکنه ده. هغه د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو او د یورانیمو د سوله ایز غني کولو د ایران حق په رسمیت پیژندلو ټینګار هم وکړ.

    د غني کولو د مسلې سربیره، داسې ښکاري چې د ایران د توغندیو پروګرام به هم په خبرو اترو کې راپورته شي. یوه باخبره ایراني چارواکي دا خبر تایید کړ او رویټرز ته یې وویل چې ایران د خبرو اترو په لاره کې ترټولو لوی خنډ د خپل توغندیو پروګرام ګڼي، نه د یورانیمو غني کول.

    ایراني چارواکي څرګنده کړه چې تېره اونۍ له روم څخه له وتلو وروسته، ایراني مذاکره کوونکي په دې باور وو چې متحده ایالاتو دا منلې ده چې تهران به نه په بشپړه توګه خپل د غني کولو پروګرام بند کړي او نه به خپل ټول غني شوي یورانیم وسپاري. خو، د توغندیو پروګرام د شخړې یوه لویه نقطه پاتې ده.

    هغه یادونه وکړه: “په عامه خبرو اترو او دوه اړخیزو تفاهمونو کې د اختلاف یوازینۍ پاتې مسله د توغندیو مسله ده.” ایراني چارواکي ټینګار وکړ چې د توغندیو د پروګرام په اړه د تهران دریځ ثابت دی او ایران د JCPOA کې شامل شوي موادو څخه هاخوا نور امتیازات نه وړاندې کولو ته لیواله دی. د هغه په ​​وینا، د ایران دفاعي وړتیا “د خبرو اترو وړ نه ده”.

    د یادونې وړ ده چې عباس عراقچي، چې ټاکل شوې ده د متخصصینو له غونډې وروسته له سټیو ویټیکر سره “غیر مستقیم” غونډه ولري، پرون، د جمعې په ورځ مسقط ته ورسید.

    تر دې مخکې، د خبرو اترو دوه نور پړاوونه په مسقط او روم کې ترسره شوي وو، چې دواړو خواوو “مثبت او رغنده” وبلل.

  • تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه

    تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه

    د ایران او پاکستان ترڅنګ تاجیکستان هم له خپلې خاورې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.

    د دغه هیواد امنیتي ځواکونو تازه ۴۷ افغان کډوال په زور او له قانوني بهیر پرته بېرته افغانستان ته استولي، سره له دې چې یادو کسانو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اعتبار وړ کارتونه ورکړي وو.

    د تاجیکستان د وحدت ښار ځینو ځایي سرچینو افغان رسنیو ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ ۴۷ افغان کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري جبراً اخراج شوي دي.

    ویل کېږي چې دا کسان اکثره د وحدت ښار موټروانان او د ټکسي موټرو خاوندان وو، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) قانوني اسناد یې لرل.

    د سیمې یوه اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې دغه کډوال د وحدت ښار امنیتي ادارې ته وربلل شوي وو، هلته یې اسناد ترې ضبط شوي او بیا په دوو موټرو کې پولې ته لېږدول شوي دي.

    همداراز، یو شمېر نور افغان کډوال چې د درملنې، سودا یا بازار لپاره وتلي وو، د تاجیک امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

    وحدت ښار چې د دوشنبې له مرکزه ۲۰ کیلومتره ختیځ لوري ته پروت دی، یوازینی ځای دی چې د تاجیکستان دولت افغان کډوالو ته پکې د استوګنې اجازه ورکړې ده. دغه ښار د سلګونه افغان کډوالو د اوسېدو مرکز ګڼل کېږي او اوسېدونکي یې تر سختو امنیتي محدودیتونو او څار لاندې ژوند کوي.

    تاجیکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی، خو د رسنیو د سختو محدودیتونو له امله دا پېښې ډېرې لږ رسنیزې کېږي.

    ځینې کډوال مخکې هم په ورته ډول اخراج شوي، خو د بډو په ورکولو سره یې بېرته تاجیکستان ته ستنېدو ته لاره موندلې. دا بهیر د امنیتي ځواکونو د ځینو فاسدو کړیو له خوا تنظیمېږي، چې د کډوالو له ناوړه حالت څخه ناوړه ګټه اخلي.

    تر دې دمه د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په ګډون هېڅ نړیوال سازمان دغو پېښو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

  • د افغانستان او قزاقستان خصوصیي سیکتور د ۱۴۰ میلیون ډالرو قراردادونه وکړل

    د افغانستان او قزاقستان خصوصیي سیکتور د ۱۴۰ میلیون ډالرو قراردادونه وکړل

    د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د قزاقستان ـ افغانستان د سوداګرۍ فورم په ترڅ کې چې په کابل کې جوړ شوی و، د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۲۰ سندونه لاسلیک شوي دي.

    د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی په وینا، دا تفاهم‌لیکونه به د درملو، فلزاتو، نساجۍ، موټرو، کرنې، تعمیراتي موادو او په نورو اقتصادي برخو کې د همکارۍ زمینه برابره کړي.

    عزیزی د دغو تفاهم‌لیکونو لاسلیکول د دواړو هېوادونو د مادي او معنوي لپاره ګټور وبلل او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د توازن پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

    د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې له هغه وخته چې «اسلامي امارت» په افغانستان کې واکمن شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده. نوموړي پرون دا هم وویل چې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د لوړولو لپاره تر درې میلیاردو ډالرو پورې هوکړې ته رسېدلي دي.

    وروسته له هغه چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان وکړ چې قزاقستان به د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپین بولدک د ریللارې په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

    د دوی له قوله راپور ورکړی چې قزاق پانګه‌وال د معادنو، نفتو او ګازو په برخو کې د پانګونې لیوالتیا لري او د دوی تخنیکي ډلې کابل ته استول شوي دي.

  • په پاشلو مخالفانو کې یو بل درز څرګند شو

    په پاشلو مخالفانو کې یو بل درز څرګند شو

    د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ظاهراً په دې اعتراض کې چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې عمر داوودزی د مشر په توګه ټاکلی، له دې مجمعې څخه د وتلو اعلان وکړ.

    په داسي حال کې چې د اسلامي امارت د مخالفانو کمزورتیا ورځ تر بلې ثابتېږي، دواړو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د «جوړښت، تګلارو، او د مدیریت او کار کولو طریقو» پر سر د اختلاف له امله د افغانستان د ژغورنې له ملي مجمعې څخه وتلي دي.

    د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې له لوري د جوړښت، تګلارې او مدیریت اړوند ملاحظاتو ته نه پاملرنه، «نه یوازې د ولس په ګټه نه ده، بلکې د طالبانو پر ضد مطرح خوځښتونو او سازمانونو ته هم زیان رسوي.»

    په ورته مهال، د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند هم د ملي مقاومت جبهې له خوا له مجمعې سره د همکارۍ پرې کولو پرېکړه تایید کړې او څرګنده کړې یې ده چې «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې له لارې مطرح شوي، له سیاسي، تخنیکي او د خلکو د اوسني وضعیت له مخې د ساتنې وړ نه دي، او موږ نه یوازې د دې بنسټ په تصمیم‌ نیولو او ټاکنو کې ګډون نه درلود، بلکې اوس یې هم نه لرو،»

    د افغانستان د آزادۍ جبهې هم په یو بیان کې خپل غړیتوب د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع کې «افواهات» بللي او په کلکه یې رد کړی دی.

    تېر کال د قوس په میاشت کې، د اسلامي امارت د مخالفو مشرانو د «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ. عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمت‌الله نبیل، محمد محقق، عبدرب الرسول سیاف، اسماعیل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاح‌الدین رباني او عطا محمد نور د دې ائتلاف پّ جوړښټ کې شامل وبلل شول.

    یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق هم د دې مجمعې له غړو څخه شمېرل کېږي.

    د څو سرچینو په وینا، د صلاحج الدین رباني جمعیت او د احمد مسعود مقاومت ډله په دې غوسه دي چې ولې عمر داوودزی د مجمعې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

    داوودزی، په خټه پښتون دی او دحامدکرزي او اشرف غني په حکومتونو کې یې د کورنیو چارو وزارت په شمول لوړې څوکۍ لرلې.

  • د کینیا پولیسو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجي قدیر نیولی

    د کینیا پولیسو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجي قدیر نیولی

    د کینیا په پلازمېنه نایروبي ښار کې یوې محکمې کینیايي پولیسو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د امریکا د رسمي غوښتنې له مخې په توقیف کې وساتي.

    عبدالظاهر قدیر، چې د حاجي ظاهر په نوم هم پېژندل کېږي، د اپرېل په ۱۵مه د کینیا د جنايي تحقیقاتو ریاست (DCI) له خوا د نایروبي په یوه هوټل کې ونیول شو. د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د امریکا د متحدوایالتونو له خوا د نشه‌يي موادو د قاچاق، د وسلو د لرلو په تور په شمول د څو تورونو په خاطر مطلوب دی.

    د امریکا د نشه‌يي موادو د مخنیوي ادارې (DEA) د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵مه د نیویارک ایالت د جنوبي ولسوالۍ محکمې ته د قدیر پر ضد جزايي شکایت ثبت کړی و. دغه شکایت وروسته د امریکا د حکومت له لوري د یوې رسمي دیپلوماتیکې غوښتنه سبب شوه، چې له کینیا څخه یې وغوښتل تر څو د قدیر استرداد ته اجازه ورکړي.

    د دوشنبې په ورځ، د ملاماني محکمې مشر قاضي بینمارک اخوبي، د کینیا د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې قدیر دې تر هغو په توقیف کې وساتل شي څو د استرداد رسمي بهیر مخ ته ولاړ شي. محکمې ټینګار وکړ چې موجود شواهد او شرایط د امریکا د نیولو حکم او د مشکوک کس استرداد موجه کوي.

    ادعاکوونکو څرګنده کړه چې قدیر د اپرېل په ۱۴مه له کابل څخه د قطر ایرویز په الوتکه کې کینیا ته داخل شوی او هلته یې دايمي استوګنځی نه درلود. چارواکو اندېښنه وښوده چې که خوشې شي، ښايي د تېښتې جدي خطر رامنځته شي او دا به هغه هڅې هم ناکامه کړي چې نور ښکېل کسان وپیژندل شي.

    عبدالظاهر قدیر چې په ۱۹۷۳ کال په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، د مرحوم عبدالقدیر زوی دی، هغه چې د متحدې جبهې یو جګپوړی قومندان او د افغانستان په انتقالي ادارې کې وزیر و، په ۲۰۰۲ کال کې ووژل شو. ظاهر قدیر د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی جنرال، د ولسي جرګې غړی، د «د سولې کاروان» مشر او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال و.

    د قدیر سیاسي ژوند د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د حکومت پر پالیسیو د سخت مخالفت له امله ډېر مطرح و. په تېرو کلونو کې پر هغه څو ځله تورونه لګول شوي، لکه د مخدرو موادو قاچاق او د واک ناوړه استفاده، چې ده تل دا تورونه رد کړي او دا یې سیاسي هڅې بللې چې غواړي د ده اعتبار ته زیان ورسوي.

    تمه ده چې د نایروبي محکمه په نژدې ورځو کې د استرداد رسمي بهیر پیل کړي. تر اوسه پورې نه په کینیا کې د افغانستان سفارت او نه هم د قدیر د مدافع وکیل ټیم د نوموړي د نیولو په اړه کوم رسمي نظر څرګند کړی.

    دا پېښه، د قدیر د سیاسي تېر ژوند او د امریکا د تورونو د جدي والي له امله، ښايي هم دننه په افغانستان او هم نړیواله کچه پراخ پام ځان ته راجلب کړي.

  • په افغانستان کې لس تنه پیلوټان له هوایي پوهنتونه فارغ شول

    په افغانستان کې لس تنه پیلوټان له هوایي پوهنتونه فارغ شول

    لسو پیلوټانو له افغان هوايي پوهنتون څخه د خپلو زده کړو او روزنې تر بشپړېدو وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

    د دې فارغانو له ډلې، شپږو پیلوټانو د Cessna-208 الوتکو د چلولو مسلکي روزنه ترلاسه کړې، او څلورو نورو د M-17 هیلیکوپټرو د الوتنې روزنه بشپړه کړې ده.

    دا پېلوټان په شاوخوا درې کاله کې وروزل شول.

    د فراغت په مراسمو کې نوو فارغ شوو پیلوټانو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې روزنې ته دوام ورکړي او لا ډېر مسلکي شي.

    د هوايي ځواک د لوی درستیز، نقیب‌الله مقیم، په وینا: «پیلوټي یو پېچلی مسلک دی چې هوښیارۍ ته اړتیا لري. د پیلوټۍ درسونه او زده کړې هیڅکله پای نه لري. باید شپه او ورځ زحمت وباسئ او خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.»

    د ملي دفاع وزارت مرستیال، باز محمد، وویل: «له مشره تر کشره که له خپل مسیر نه لږ هم منحرف شو، دا به زموږ په زیان وي. که تاسې په خپله له ځان سره د خپلو خبرو یا کړنو له امله ضرر ونه کړئ، بل څوک به درته زیان نه شي رسولی.»

    نوو فارغ شوو پیلوټانو ویلي، دوی ښه روزنه ترلاسه کړې او چمتو دي چې د افغانستان د خاورې دفاع وکړي او د هېواد خلکو ته خدمت وکړي.

    جمال خان صلاح‌الدین، چې یو له دغو پیلوټانو څخه دی، وویل: «موږ درې کاله زده کړې وکړې. په هوايي پوهنتون کې مو نظري کورسونه بشپړ کړل. وروسته موږ هوايي ډګر ته لاړو او هلته مو د الوتنې تمریني الوتنې وکړې.»

    له هغه راهیسې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان بیا واک ته رسېدلی، افغان هوايي پوهنتون ۸۴ روزنیز کورسونه جوړ کړي، چې په لړ کې یې ۱،۱۸۲ تنه له بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي.

  • اسلامي امارت  له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي

    اسلامي امارت له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي

    د افغانستان اسلامي امارت  افغانستان ته د داعش د غړیو د اوښتو د مخنیوي لپاره د دیورند پر کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

    په دې اقداماتو کې د امنیتي ټیمونو ځای پر ځای کول او د کډوالو د هویت بایومتریک پېژندنه شامله ده، په تېره بیا په تورخم کې.

    افغان  امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته، د دې لپاره چې د داعش ترهګرې ډلې غړي د کډوالو په نوم افغانستان ته نه ننوځي، امنیتي تدابیر یې په ځانګړې ډول په تورخم کې پیاوړي کړي دي.

    د یادو سرچینو په وینا، دا مهال د «سلطان مفکر» په مشرۍ یو امنیتي ټیم چې د کورنیو چارو وزارت د امنیت ریاست مشري کوي، تورخم ته استول شوی دی. دا ټیم  د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له ځینو غړو جوړ شوی، او له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله، په تورخم کې ځای پر ځای شوی دی.

    امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې د دوی د استخباراتو له مخې، داعش هڅه کوي چې د کډوالو په جامه کې له خپلو کورنیو سره یوځای د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي. له همدې امله په تورخم کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

    سرچینې زیاتوي، ټولو کډوالو ته یوازې هغه مهال د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې د بایومتریک سیسټم له لارې یې هویت تایید شي.

    یوه امنیتي چارواکي ویلي: «موږ د پاکستان له تاکتیکونو سره اشنا یو. موږ نه یوازې تورخم، بلکې هغه ټولې لارې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خلاصې دي، کلکې څارو.»

    راپور زیاتوي چې دغه اقدامات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي، او امارت یوازې په تورخم بسنه نه ده کړې، بلکې داسې نورې لارې هم شته چې ښایي داعش هڅه وکړي له هغو څخه د کډوالو په نوم افغانستان ته ننوځي. له همدې امله په سپین بولدک، غلام خان، خرلاچۍ (پکتیا) او انګور اډې (پکتیکا) کې هم خپل امنیتي تدابیر سخت شوي.

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو په نوم د داعش وسله وال افغانستان ته ولېږي.

    اسلامي امارت  چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره یې په تورخم کې یو کمپ جوړ کړی چې «عمري کمپ» نومېږي، او نویو کډوالو ته لومړی په همدې کمپ کې ځای ورکول کېږي.

  • په ډنمارک او بلجیم کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریونونه ترسره شول

    تیره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) له لوري په ډنمارک (آغوس) او بلجیم (بروکسل) ښارونو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو او زورولو پر ضد احتجاجي لاریونونه ترسره شول.

    لاریون کوونکو د پاکستاني حکومت دغه چلند غیر اسلامي، غیر انساني او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف وباله.

    د PTM ډنمارک مشر میرویس سالم وزیر او د بلجیم مشر وحید شیرزاد په خپلو ویناوو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې روان ظلم وغنده او له نړیوالو ادارو یې د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.

    دوی ټینګار وکړ چې زرګونه افغان کډوال، چې ښځې، ماشومان او زاړه پکې شامل دي، له کورونو ایستل شوي، شتمنۍ یې لوټ شوې او حتا د قانوني اسنادو لرونکي کورونه هم نړول شوي دي.

    لاریونوالو له اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نورو آزادو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او دا ناقانونه جبري شړل ژر تر ژره بند شي.

  • چین اسلامي امارت  ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه

    چین اسلامي امارت ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه

    چین د افغانستان د افغانستان اسلامي امارت  استازو ته بلنه ورکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د روان کال په غونډو کې ګډون وکړي.

    د اسلامي امارت  د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د شانګهای غونډو ته د امارت  د استازو د بلنې له امله مننه کړې ده.

    د د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

    وزارت په خپله خبرپاڼه کې د بلل شوي پلاوي د کچې یا ترکیب په اړه جزییات نه دي ورکړي.

    د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

    چین له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت  سفیر یې په رسمي ډول منلی او له اوسني حکومت سره نژدې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

    افغانستان تر هغه مخکې چې طالبان واک ته ورسېږي، د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د څارونکي په توګه ګډون درلود، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته چې پخوانی نظام سقوط وکړ، د افغانستان غړیتوب وځنډول شو، او د طالبانو استازو په تېرو څلورو کلونو کې د دې سازمان په غونډو کې ګډون نه درلود.

    د شانګهای د همکارۍ سازمان سر منشي نورلان یرمکبایف تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۵مه غونډه به د ۲۰۲۵ کال په دوهمه نیمایي کې د چین په ولسي جمهوریت کې جوړه شي. نوموړي همداراز ویلي چې د دې غونډې اجنډا «ډېره بډایه» ده.

    افغانستان کلونه هڅه وکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړی شي، خو د ناامن وضعیت او اوږدو جګړود دې هدف د تحقق مخه ونیوله.

  • دامریکې په ۵۰ ایالتونو کې دترمپ ضد لاریونونه

    دامریکې په ۵۰ ایالتونو کې دترمپ ضد لاریونونه

     

    په لس هاوو زره خلکو د امریکې ولسمشر دونالد ټرمپ د پالیسیو پر ضد په مختلفو ایالتونو کې لاریونونه پیل کړي دي.
    د لاریونونو غوښتنه د ۵۰۵۰۱ غورځنګ لخوا ورکړل شوې وه، چې معنی یې د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې د ۵۰ لاریونونو غورځنګ دی
    د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، نن د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د ولسمشر ټرمپ د پالیسیو پر ضد لاریونونه روان دي، چې ګڼ شمېر خلک پکې ګډون لري.

    د راپور له مخې، لاریون کوونکو په واشنګټن ډي سي کې هم په لوی شمیر کې راټول شوي دي، دغه راز  د نیویارک او فلوریډا په ګډون په بیلابیلو ځایونو کې هم لاریونونه پیل شوي دي.

    د امریکايي رسنیو په وینا، په واشنګټن ډي سي او د امریکا په نورو ښارونو کې د ټرمپ پر ضد د لاریونونو غوښتنه د ۵۰۵۰۱ غورځنګ لخوا شوې ده. ۵۰۵۰۱ د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې د پنځوسو لاریونونو غورځنګ استازیتوب کوي.

    د راپور له مخې، د لاریونونو تنظیموونکي وايي چې دوی د ټرمپ ادارې د غیر ډیموکراټیکو او غیرقانوني اقداماتو پر وړاندې د لاریونونو غوښتنه کړې ده.