دسته: خبر

  • د بشري حقونو ادارې وايي، ایران د افغانانو اعدامونه زیات کړي

    د بشري حقونو ادارې وايي، ایران د افغانانو اعدامونه زیات کړي

    د بشري حقونو سازمانونه وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو اعدامونه په زیاتېدو دي، او دې وضعیت د عادلانه محاکمو او له اقلیتونو سره د چلند په اړه پراخې نړیوالې اندېښنې پارولې دي.

    د ایران د بشري حقونو بنسټونو راپور ورکړی چې د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، یوازې په یوه میاشت کې لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایراني زندانونو کې اعدام شوي دي.

    د هنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، په اعدام شویو کې ۶ افغان اتباع وو، خو د دوی نومونه او د قضیو جزئیات نه ‌دي څرګند شوي.په پاتې اعدام شویو کسانو کې ۱۵ لُران، ۱۲ ترکان یا اذریان، ۱۲ کُردان، او ۶ بلوچان شامل دي.

    همداراز، ۶ تنه د «اسراییل لپاره د جاسوسۍ» په تور اعدام شوي، خو دا نه ده معلومه چې آیا په هغوی کې کوم افغان هم شامل و که نه. هنګاو او نور سازمانونه وایي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغانانو د اعدام کچه په چټکۍ سره لوړه شوې، چې د بشري حقونو مدافعان یې ژور اندېښمن کړي دي. د هنګاو د پخوانیو شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي، او په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۷۳ ته رسېده.

    دا اعدامونه د حقونو د نړیوالو بنسټونو له لوري د قانوني بهیر د شفافیت، د دفاع د حق، او د مهاجرو د انساني وضعیت په اړه د اندېښنې سبب شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له راټولو شویو معلوماتو سره سم، د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان اعدام شوي دي چې اکثره یې د بلوچانو او کردانو په شان د ایران د اقلیت قومونو وګړي دي.په دې بیان کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر خپور کړی، راغلي چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې د اعدامونو د شمیرې دوه برابره زیات دی.

  • قطر ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د نوملیکنې پروسه رسما پیل شوه

    قطر ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د نوملیکنې پروسه رسما پیل شوه

    د اسلامي امارت  اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو طالب چارواکو بهرنیو هېوادونو ته د افغان مسلکي کارګرو د قانوني لېږد لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

    د امارتي چارواکو په خبره دغه اقدام د اقتصادي ودې، د بې‌ کارۍ کمولو او له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره مهم دی.

    د اسلامي امارت  د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوملیکنې برخې هم په ډاګه کړې.

    د برېښنا انجنیر Electrical Engineer، د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef de Partie، سرآشپز دوه بسته Head Chef، د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دو‌یم مرستیال یا (COMMIS 2)، د هوټل د تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا F&B Bus Runner، د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دویم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د مېز همغږي‌کوونکی یا Housekeeping Desk Coordinator، دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا Housekeeping Room Attendant هغه برخې دي چې افغان کارګر به ورته لېږدول کېږي.

    د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې نوملیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو ک د اسد له ۷ مې نېټې د ځانګړو ادرسونو له لارې ترسره پیلېږي.

    سرچینه زیاتوي، چې یاد وزارت ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو رسمي ادرسونو د یادو شرکتونو نومونه او ادرسونه په بشپړ ډول نشر کړي، چې هېوادوال هلته نوملیکنه کولی شي.

    دا کارګر داسې مهال استول کېږي، چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ نه بلې ته په لوړېدو او د بېوزلۍ کچه په پراخېدو ده.

  • کابل د وچکالۍ له سخت ناورین سره مخ او اوسیدونکي یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

    کابل د وچکالۍ له سخت ناورین سره مخ او اوسیدونکي یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

    د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږ ۍ ادارې (اوچا) د رپوټ پر بنسټ، کابل کې د ځمکلاندې اوبو کچه له ۲۵ تر ۳۰ مترو ټیټه شوې او څه د پاسه نیمايي ژورې څاه ګانې وچې شوې.‌ یوازې تېر کال د اوبیزو سرچینو د نوې کيدنې وړتیا پرتله ۴۴ میلیون مترمکعب ډېر اوبه کارول شوي دي.

    د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ یونیسف هم خبرداری ورکړی که دا بهیر همداسې روان وي‌ نو د کابل ټولې اوبیزې زېرمې ښايي‌ تر ۲۰۳۰ م کال پورې وچې شي.

    ‌سږکال د افغانستان د اوبو او دغه هېواد کې د روغتیا ساتنې لپاره د ۲۶۴ میلیون ډالرو بودیجې ته اړتیا ده خو یوازې ۸/۴ میلیون ډالر یې ترلاسه شوي‌.

    د مرسي‌ کور د دفتر مشره سانا جانسن وايي “که جدي‌ اقدام ونشي، د کابل د اوبو رسونې سیستم پرځېدنه به په یوه هر اړخیز انساني‌ ناورین واوړي.‌

    اوس د دې وخت را رسېدلی چې له خصوصي‌ سکتوره او ملګرو ملتونو نیولې تر نړیوالې ټولنې او نادولتي‌ ادارو پورې ټول د سیمې له خلکو سره لاس ورکړي‌ او د داسې حل لارو په لټه شي‌ چې د ټولنې له زړه را وټوکېږي.

    د اسلامي امارت  چارواکي‌ وايي‌ په کابل کې د اوبو د کړکېچ یوازینۍ حل لاره دغه ولایت ته د پنجشیر سیند د اوبو لېږدول دي.

    د کابل د اوبیزې حوزې عمومي‌ مشر محمد عارف مومند وایي، د دغه پروژي په پلي‌ کېدا سره به څه د پاسه ۳میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرې او د کابل پر ځمکلاندې اوبو تکیه کمه شي.

    د هغه په وینا،‌ د دغه پلان د شونتیا ارزونه د ۲۰۲۴ م کال په وروستیو کې بشپړه شوه او لګښت یې شا و خوا ۱۷۰ میلیون ډالر اټکل شو. د دغه پلان پر بنسټ، ټاکل شوې د ۱۲۳ کیلومترو د یوې نل لیکې په ایستلو د پنجشیر سیند اوبه کابل ته ولېږدول شي.

    خو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغې پروژې بودیجه لا رسما نه ده تصویب شوې او د بهرنیو پانګوالو راماتولو لپاره هلې ځلې روانې دي.‌

    د دغې پروژې ترڅنګ،‌ د شاتوت اوبو بند جوړونې پروژه هم د لاس پر سر ده چې ورباندې نژدې ۲۸۶ میلیون ډالر لګښت راځي.‌ د اوبو دا بند کولای شي‌ د کابل د اړتیا وړ اوبو یوه برخه برابره کړي.

    د هغه مالوماتو بر بنسټ چې د مرسي‌ کور په ګډون نړیوالو ادارو خپاره کړي‌، دا پلان په دریو پړاونو کې پلي‌ کېږي‌ او موخه دا ده چې لږ تر لږه د کابل ۲میلیون اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شي،‌ په ځانګړې توګه هغو سیمو کې چې اوسمهال په بشپړه توګه پر ژورو څاه ګانو او وچېدونکو اوبیزو سرچینو تکیه دي‌.

    افغانستان کې د مرسي کور د دفتر مشره سانا جانسن بي‌ بي‌ سي‌ سره خبرو کې وویل،‌ هغه څه چې موږ یې نن په افغانستان کې وینو،‌ د خطرناکو کړکېچونو یوه ګډوله ده.‌ په کور دننه د حکومتوالۍ د نظام پرځېدنه،‌ د اوبیزو پروژو په مدیریت کې د سیمه ییزې همغږۍ نشتون او د افغانستان پرمختیا لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو کې د پاموړ کمښت.

    هغې زیاته کړه، “د ډېرو کړکېچونو په څېر،‌ د ټولنې بې وزله او زیانمنونکي‌ وګړي‌ تر ټولو ډېر فشار ګالي. اړتیا ده سملاسي‌ او همغږی اقدام وشي.”

    د یادونې وړده چې د نړۍ په کچه اقلیمي بدلون په بېلابېلو هیوادونو کې د وچکالۍ ستونزې رامنځته کړي خو ترټولو ژور اغېز یې په افغانستان دی خو د نړېوالو په باور که سملاسي‌ اقدام ونشي،‌ کابل ښايي‌ نور د ژوندانه وړ ښار نه وي او په یوې بې اوبه،‌ بې سېکه او غلې پلازمېنه بدله شي.

  • هند ته د افغاني صادراتي مالونو د مخنیوي په خاطر پر پاکستان د افغانستان اعتراض

    هند ته د افغاني صادراتي مالونو د مخنیوي په خاطر پر پاکستان د افغانستان اعتراض

    افغانستان د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.

    پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.

    پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.

    افغان پلاوي د تړون هغه ماده یاده کړه چې له مخې یې افغانستان ته دا اجازه ورکړل شوې چې له واګه بندر څخه درېیم هېواد ته صادرات وکړي، او پر دې یې اندېښنه وښوده.

    سرچینې ویلي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ پاکستاني پلاوي طالب چارواکو ته د نوې پالیسۍ وضاحت وکړ او ویې ویل چې پاکستان د روان کال له مې میاشتې راهیسې له هندوستان سره د درېیم هېواد په تجارت بندیز لګولی، او دا پرېکړه د وروستیو ترینګلو اړیکو له امله شوې ده.

    سرچینه زیاتوي چې پاکستاني پلاوي افغان چارواکو ته ویلي چې د اوسنۍ پالیسۍ له مخې له پاکستانه د هندوستان پر لور د درېیم هېواد هیڅ سوداګري ته اجازه نه شته، او دا پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ شوې ده.

    ټاکل شوې ده چې دا موضوع د دواړو هېوادونو د راتلونکو خبرو پر مهال وڅېړل شي، څو د ترانزیتي سوداګرۍ په دوه‌اړخیز چوکاټ کې د احتمالي جنجال مخنیوی وشي.

    افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.

    په ورته وخت کې هند د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراخېدو محالفت وکړ او هغه یې «نه منونکی» اقدام وباله.

    د هند د بهرنیو چارو د دولت وزیر کیرتي وردهن سنګ دا دریځ د خپل هیواد پارلمان ته په رسمي بیان کې څرګند کړ. نوموړي وویل، حکومت د مې په ۲۱ مه نېټه په پیکینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان له درې‌اړخیزې غونډې خبر دی، چې په لړ کې یې د سیمه‌ییزې همکارۍ، په ځانګړي ډول د لارو په اړه خبرې وشوې.

    هغه زیاته کړه:«حکومت په پرله‌پسې ډول له اړوندو خواوو سره خپل اعتراض شریک کړی چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) له هغو برخو تېرېږي چې د هند د لداخ او جمو و کشمیر د قلمرو برخې دي، او دا سیمې پاکستان په غیرقانوني ډول اشغال کړې دي. دا پروژه یو کمربند، یو سړک نومېږي، خو موږ پرې اعتراض کړی او له هغوی مو غوښتي چې دا فعالیتونه ودروي.»

    هغه همداراز وویل:«د درېیمو هېوادونو د ګډون یا د دغه دهلېز د پراخېدو هر ډول وړاندیز هم د منلو نه دی. حکومت دا دریځ تل ټولو اړخونو ته څرګند کړی دی.»

    CPEC د چین د “یو کمربند، یوه لار” (Belt and Road Initiative – BRI) سترې پروژې یوه مرکزي برخه ده، چې له مخې یې پیکېنګ له پاکستان سره د اساسي پروژو لپاره تر ۶۰ میلیاردو ډالرو د ډېرې مرستې ژمنه کړې، چې ډېره برخه یې د پورونو په بڼه ده.

    په مې میاشت کې د پیکینګ په غونډه کې د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو خپل تمایل څرګند کړ چې درې‌اړخیزه همکاریو ته لا پراختیا ورکړي، په ځانګړې ډول د اقتصادي یوځایوالي او اتصال په برخو کې. چین څرګنده کړې چې غواړي CPEC افغانستان ته هم وغځوي، څو د دغه جګړه ځپلي هېواد د بیا رغونې او پراختیا هڅو ته پراخ ملاتړ برابر شي.

  • غزه کې اشغال او نسل وژنه دی پای ته ورسېږي(بخښنې نړېوال سازمان)

    غزه کې اشغال او نسل وژنه دی پای ته ورسېږي(بخښنې نړېوال سازمان)

     

    د بخښنې نړیوال سازمان د غزې په اړه د ۲۵ هیوادونو د ګډې اعلامیې په ځواب کې چې د انګلستان لخوا خپره شوې ده ویلي دي چې د غزې د خلکو د کړاو په اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر خبرې تشې ادعاوې دي.

    د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړه: د غزې په اړه ګډه اعلامیه د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې او ډله ییزو وژنو د پای ته رسولو لپاره هیڅ اراده یا مشرتابه یا عملي اقدام نلري.

    دغه سازمان یادونه وکړه چې د برتانیا حکومت باید سمدلاسه اسراییلو ته د وسلو ټول صادرات ودروي، که مستقیم وي یا غیر مستقیم، په شمول د F-35 جنګي جټ الوتکو  پرزې.

    د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار وکړ: د برتانیا حکومت باید په خپل اختیار کې ټول سیاسي، قانوني او ډیپلوماتیک وسایل وکاروي ترڅو هغه نسل وژنه پای ته ورسوي چې اسراییل یې په غزه کې کوي او خپل غیرقانوني اشغال پای ته ورسوي.

  • عراقچی:غني کولو ته دوام ورکوو

    عراقچی:غني کولو ته دوام ورکوو

     

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ چې تهران به د اسراییلو سره د وروستۍ جګړې په جریان کې د سخت زیان سره سره هم د یورانیمو د غني کولو پروګرام نه پریږدي.

    د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، هغه وویل: “د غني کولو پروګرام ودرول شوی ځکه چې زیان جدي او پراخ دی، مګر په څرګنده توګه ایران به د غني کولو کار ودروي ځکه چې دا زموږ د ساینس پوهانو لپاره یوه لاسته راوړنه ده او تر ټولو مهمه دا چې دا اوس د ملي ویاړ خبره ده.”

    د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د امریکا او اسراییلو بریدونو ته په اشارې سره، عراقچي وویل چې تاسیسات سخت زیانمن شوي او د زیان د کچې پراخه ارزونه روانه ده. هغه تشریح کړه: “د اټومي انرژۍ سازمان د تاسیساتو د زیان کچه ارزوي، مګر تر هغه ځایه چې زه پوهیږم، زیان خورا سخت و.”

    له هغه وپوښتل شول چې ایا ایران د بریدونو څخه د خپلو غني شویو یورانیمو ځینې برخې ژغورلي دي، هغه وویل چې هغه “په دې اړه دقیق معلومات نلري،” مګر ټینګار یې وکړ چې د ایران د اټومي انرژۍ اداره د اټومي او غني شویو موادو دقیق حالت معاینه کوي.

    اراغچي دا هم وویل چې ایران چمتو دی چې له متحده ایالاتو سره خبرې وکړي، مګر په مستقیم ډول په اوسني وخت کې نه. هغه یادونه وکړه چې د جګړې څخه مخکې، تهران او واشنګټن د عمان په منځګړیتوب د اټومي خبرو اترو پنځه پړاوونه ترسره کړي وو، مګر د غني کولو کچې په اړه موافقې ته رسیدو کې پاتې راغلل چې ایران یې اجازه ورکولی شي.

    د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو بریدونو درې ځایونه په نښه کړي دي “په بشپړ ډول ویجاړ کړي” او خبرداری یې ورکړ چې که ایران خپل د غني کولو پروګرام بیا پیل کړي نو بیا به په نښه شي.

    د یورانیمو د غني کولو په اړه شخړه د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې یو له اصلي ټکو څخه دی. پداسې حال کې چې ایران د یورانیمو د غني کولو په حق ټینګار کوي، د ټرمپ اداره دا اقدام “سره کرښه” ګڼي. امریکا او اسراییل ادعا کوي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره اړین غني کولو کچې ته نږدې دی، پداسې حال کې چې تهران ټینګار کوي چې د دوی پروګرام په بشپړ ډول ملکي دی.

    د جون په ۱۳مه، اسراییل په ایران باندې یو لړ بریدونه پیل کړل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۱۲ ورځو جګړې لامل شو. د جون په ۲۲مه، امریکا هم په شخړه کې شامله شوه، د تهران په جنوب کې د فوردو د غني کولو په ځای او په اصفهان او نطنز کې دوه نور اټومي تاسیسات یې په نښه کړل. د دریو سایټونو د زیان بشپړ حد لاهم نامعلوم دی.

    د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې په وینا، ایران په نړۍ کې یوازینی غیر اټومي هیواد دی چې تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم غني کوي، دا کچه د اټومي وسلو لپاره اړین ۹۰ سلنې څخه لرې نه ده، مګر د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون کې ټاکل شوي ۳.۶۷ سلنې حد څخه ډیره لوړه ده.

    ایران په وروستیو کلونو کې خپل اټومي فعالیتونه د پام وړ پراخ کړي او ګړندي کړي دي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې متحده ایالات په ۲۰۱۸ کال کې له اټومي تړون څخه ووتل. لویدیځ هیوادونه او اسراییل شک لري چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې دی، خو تهران دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې حق لري د ملکي موخو لپاره خپل اټومي پروګرام تعقیب کړي.

  • نتنیاهو دجګړې ددوام ستر لامل دی(اسراییلی ولس)

    نتنیاهو دجګړې ددوام ستر لامل دی(اسراییلی ولس)

     

    په اسراییل کې د نتنیاهو حکومت پر ضد لویه مظاهره، د یرغمل شویو کسانو د بیرته ستنیدو غوښتنهږ.

    مظاهره چیانو غوښتنه وکړه چې د نتنیاهو حکومت سمدلاسه د حماس سره د اوربند تړون ته ورسیږي ترڅو یرغمل شوي کسان خوشې شي/عکس: رویټرز
    تل ابیب: په اسراییل کې اتباعو د اوربند او په غزه کې د یرغمل شویو کسانو د بیرته ستنیدو لپاره لویه مظاهره وکړه.

    د اسراییلي رسنیو په وینا، د یرغمل شویو کسانو کورنیو او اسراییلي اتباعو د نتنیاهو حکومت پر ضد مظاهره وکړه.

    د راپور له مخې، په تل ابیب کې زرګونو لاریون کونکو د امریکا سفارت ته لاریون وکړ او هلته یې لاریون وکړ.

    د اسراییلي رسنیو په وینا، لاریون کونکو غوښتنه وکړه چې د نتنیاهو حکومت سمدلاسه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حماس سره د اوربند تړون ته ورسیږي.

    بل لورې ته اسراییلي رسنیو ادعا کړې ده چې تر راتلونکو دوو اونېو د اوربند او بندیانو دتبادلې امکان شته.

    د یادو سرچینو په وېناداځل به اوربندیوازې د بندیانو دتبادلې لپاره نه بلکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره وي

  • افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې

    افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې

    ازبکستان، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړې چې د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره به د درې‌اړخیز ټرانسپورتي دهلېز له لارې همکاري زیاتوي، څو د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ سوداګري او ترانسپورت نور هم پراخ شي.

    د دغو دریو هېوادونو د ترانسپورت چارواکي د یوې مجازي غونډې (ویډیوکنفرانس) له لارې سره راټول شول، څو د ازبکستان–افغانستان–پاکستان ترانسپورت دهلېز یا ترانس افغان د پرمختګ لپاره د ګډې کاري طرحې مسوده وارزوي او وروستۍ کړي.

    دا غونډه د ازبکستان د ولسمشر په غوښتنه ترسره شوه، چې له مخې یې باید د دغه هېواد د ترانسپورت او لوژستیک سیستمونو پراختیا ته دوام ورکړل شي.

    د «ترند» خبري آژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې خبرې پر هغو عملي ګامونو متمرکزې وې چې د باروړونکو توکو د تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګرۍ د خنډونو د له منځه وړلو، او د سرحدي لوژستیک بهیر د ساده کولو لپاره اخیستل کېږي.

    درې خواوو موافقه وکړه چې د ګډې طرحې وروستۍ نسخه دې بشپړه شي او لازمې کورنۍ پروسې دې پیل شي، څو لاسلیک ته چمتو شي.

    دا نوښت د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. دغه هڅه د هغې پخوانۍ درې اړخیزې هوکړې بشپړونه هم ده چې د ترمذ–مزارشریف–کابل–پېښور د رېللارې د پروژې لپاره د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې لاسلیک شوې وه.

    د دې رېللارې دهلېز اټکل شوی لګښت شاوخوا ۵ میلیارد ډالره دی او تمه ده چې په کال کې تر ۲۰ میلیونه ټنه مالونه انتقال کړي. د بشپړېدو په صورت کې به دا دهلېز اروپا، روسیه، منځنۍ آسیا، افغانستان، پاکستان، هند او جنوب ختیځه آسیا سره پر یوه مهمه ځمکنۍ سوداګریز لاره ونښلوي.

    د درې هېوادونو چارواکي دغه دهلېز یوه بنیادي او تغییر راوړونکې زیربنایي پروژه ګڼي، چې نه یوازې د سیمې ترمنځ سوداګري به زیاته کړي، بلکې د جیوپولیتیکي اړیکو او اقتصادي یووالي لپاره به هم مهم فرصتونه رامنځته کړي، په تېره بیا په داسې یوه سیمه کې چې تر دې وړاندې لږ نښلول شوې وه.

  • د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي

    د یوې پټې طرحې له مخې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي

    په یوه نوې برالا شوې موضوع کې معلومه شوې، چې په تېروتنه د یوه برېتانوي چارواکي له لوري د شخصي معلوماتو له افشا کېدو وروسته، د یوې پټې چمتو شوې طرحې له مخې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي وو.

    د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د هغو ۱۹۰۰۰ افغانانو شخصي معلومات افشا شوي، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د برېتانیا ویزو ترلاسه کولو غوښتنلیکونه یې وړاندې کړي وو.

    د بریتانیا مخکیني حکومت ته په دې هکله په ۲۰۲۳ کال کې معلومه شوه او نهه میاشتې وروسته یې د بيا مېشتولو یوه نوې طرح ترتیب کړه، چې له مخې یې تر اوسه ۴۵۰۰ افغانان برېتانیا ته رسېدلي دي. د دې موضوع په تړاو د ممنوعیت له قضايي حکم وروسته د افشا شویو معلوماتو او بیا مېشتولو پلان پټ ساتل شوی.

    د معلوماتو خپرولو دې لویې سرغړونې جزیات او د هغو افغانانو شمېر چې د دې پایله کې برېتانیا کې د اوسېدو حق ورکړل شوی، ایله له هغه وروسته برالا شول، چې د سترې محکمې یوه قاضي امر وکړ، چې د معلوماتو پټ ساتلو امر باید لغوه شي.

    په افشا شویو معلوماتو کې د دې خلکو نومونه، اړیکو شمېرې او د ځینو کورنیو په هکله معلومات هم شامل وو، چې د دوی په وینا د اسلامي امارت له لوري له احتمالي خطر سره مخامخ وو.

    د بریتانیا حکومت دغه راز په دې تړاو ځینې نور ټکي هم خپاره کړل:

    • د برېتانیا دفاع وزارت په باور په افشا شویو معلوماتو کې د ۶۰۰ افغان پوځیانو معلومات هم وو، او دغه راز د دوی د کورنیو ۱۸۰۰ داسې کسانو معلومات هم پکې شامل دي، چې تر اوسه په افغانستان کې دي.
    • پلان پای ته رسېدلی، خو بل ځای ته د لېږدولو په تړاو به هغه ژمنه پورې کېږي، چې په افغانستان کې له پاتې کسانو سره شوې.
    • د لېږد دې پټې طرحې چې د افغان لېږد تګلارې نوم ورکړل شوي، تر اوسه لګښت ۴۰۰ میلیونو پاونډو ته رسېدلی او داسې تمه کېږي، چې له ۴۰۰ تر ۴۵۰ میلیونو پاونډو پورې نور لګښت به هم پرې وشي.
    • دا معلومات په دفاع وزارت کې د یوه کس لخوا په تېروتنه افشا شوي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی.
    • هغو خلکو ته چې معلومات یې افشا شوي، ایله د سې شنبې پر ورځ په دې هکله معلومات ورکړل شوي.

    د برېتانیا په دارالعوام یا ولسي جرګه کې په دې هکله د وینا پر مهال د دفاع وزیر جان هیالې له هغه کسانو ”د زړه له تله بخښنه” وغوښته چې معلومات یې افشا شوي او هغه وخت دا قضیه برالا شوه، چې ځینې معلومات د فېسبوک پر پاڼو خپاره شول.

    د نوموړي په ونیا داسې ځکه شوي، چې ”د حکومت له رسمي تائید شوي سیسټمه بهر” ته یوه پراخه پاڼه د برېښنالیک له لارې استول شوې وه، چې ده ”یوه جدي اداري تېروتنه” وبلله.

    هیالې وايي، دا افشا شوي معلومات د هغو ”ګڼ شمېر بې درکه شویو معلوماتو” یوه برخه وه، چې له افغانستانه د خلکو ایستلو په ترڅ کې ورک شول، او د لوړپوړو پوځي چارواکو، حکومتي مقاماتو او پارلمان غړو نومونه پکې شامل وو.

    د کډوالو ایستلو دا بهیر چې له مخې یې ۳۶ زره افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي، له هماغه پیله پرې پراخې نیوکې شوې او په ۲۰۲۲ کال کې د بهرنیو چارو کمېټې یوه ارزونه کې دا (یو ناورین) او ( یو خیانت) بلل شوی و.

    پروسږ کال چې د معلوماتو له افشا کېدو وروسته حکومت نوې طرح چمتو کړه، رسنیو په خورا چټکۍ سره معلومات ترلاسه کړه.

    کله چې حکومت تېر کال د دې معلوماتو له افشا کېدو وروسته د خلکو لېږد لپاره نوی پلان ترتیب کړ، له محکمې یې وغوښتل چې رسنۍ د افشا شویو معلوماتو په هکله د هر ډول جزیاتو له خپرولو منع کړي.

    محکمې امر کړی و، چې رسنۍ باید د دې موضوع په هکله هېڅ معلومات خپاره نه کړي او ان د دې امر په هکله هم باید څه و نه وايي.

    هیالې وايي، دې ته د ورته بل امر په هکله معلومات نه لري. نوموړي پارلمان ته وویل، د دې ”کمساري” حکم له کبله هغه وخت هم له خبرو منع شوی و، چې دی د دفاع علی البدل وزیر و او په دې هکله معلومات ورکړل شوي وو.

    د محکمې هغه اسناد چې د سې شنبې په ورځ افشا شول، ښيي چې د هغه مهال د دفاع وزیر بین والاس “په شخصي ډول” د سخت حکم غوښتنه کړې وه، چې حکومت ته وخت ورکړل شي چې “هر هغه څه وکړي چې په معقول ډول یې کولی شي، چې له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې ښايي، د معلوماتو افشا کېدو له امله له خطر سره مخامخ شوي وي”.

    د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې بیا دا حکم له دې کبله غځول شوی و، چې ښايي طالبان د افشا شویو معلوماتو له شتون څخه خبر نه وي.

    قاضي چیمبرلین بیا د دفاع وزارت له هغې داخلې ارزونې وروسته چې وايي، داسې احتمال شته چې طالبان ښايي د دې معلوماتو په هکله مهم معلومات ولري، او دا تائید کول سخته ده چې اغېزمنو کسانو ته له دې امله د خطر کچه پاموړ کچه زیاته شوې وي.

  • مرحوم مطیع الله تراب د وطن او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې.

    مرحوم مطیع الله تراب د وطن او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې.

    د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د نامتو او حماسي شاعر، مطیع الله تراب په مړینه خواشیني ښودلې.

    کرزي د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی او څرګنده کړې یې ده چې هغه د هېواد او ولس ستونزې او دردونه په شاعرانه احساس بیانول.

    دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د اسلامي امارت  ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په یوه بیان کې په ډاګه کړې، چې د مطیع الله تراب مړینې متاثره کړي دي.

    مطیع الله تراب په خوست کې د زړه ناڅاپي حملې له امله ومړ.

    د ښاغلي تراب جنازه  په ننګرهار ولایت کې ادا او په خوږیاڼو ولسوالۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شوه.

    د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو راشدخان، محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزي او نورو هم د تراب صاحب پر مړینې خواشینې ښودلې او هغه یې د هېواد لپاره لویه ضایع بللې ده.