دسته: افغانسان

  • داسلامي همکارېو سازمان له استازو سره دبهرنیو چارو وزیر کتنه

    داسلامي همکارېو سازمان له استازو سره دبهرنیو چارو وزیر کتنه

     

    د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او ځانګړی استازی ښاغلي طارق بخت او ورسره مل پلاوي دافغانستان اسلامي امارت بهرنېو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

    په دې غونډه کې، دواړو خواوو د امنیت، تعلیم، مخدره توکو سره د مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختیایي مرستو، یاد سازمان کې د افغانستان د استازیتوب پیاوړتیا، او نورو مسلو په اړه هر اړخیژې خبرې وشوې.

    مولوي امیر خان متقي د امنیت، اقتصاد، تعلیم، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د مثبت تعامل او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل چې عیني واقعیت د بهرنیو رسنیو له ښودل شوي انځور څخه ډیر توپیر لري او هیله یې څرګنده کړه چې بهرني اړخونه باید د رسنیو لخوا وړاندې شوي انځور پرځای عیني واقعیتونه په خپلو سترګو وویني.
    داسلامي امارت دبهرنیو چرو وزیر زیاته کړه چې د نړۍ په ذهنونو کې د جګړې د څلویښت کلن انځور بدلول یوازې د خپلو سترګو سره د واقعیتونو لیدلو سره ممکن دي.

    ښاغلي بخت وویل چې دا حقیقت چې موږ په افغانستان کې حضور لرو. دا په ګوته کوي چې موږ غواړو حقایق په خپلو سترګو وګورو، نه د نورو له سترګو، او موږ به د مختلفو ګوندونو نظرونه واورو، مګر په نهایت کې به موږ په خپلواکه توګه او د حقایقو په رڼا کې پریکړه وکړو. هغه زیاته کړه چې له پیل راهیسې، موږ د افغانستان سره په تعامل کې د قوي ارادې چلند پلوي یو او د حقایقو د پوهیدو او د هغوی د منعکس کولو په چلند باور لرو.
    هغه دا هم وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان به په مختلفو لارو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

  • کابل کې د پاکو اوبو کمښت

     

    Image result for مشکل اب اشامیدنی کابل

    د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اوبو د کمښت  بحران د حل لپاره درې سترې زیربنایي پروژې؛ د شاتوت، شاه او عروس بندونه او د کابل-پنجشیر پروژه په پام کې ده.

    د دغه وزارت د اوبو د پروګرامونو رئیس انجنیر رفیع الله ستانکزي د شنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) په کابل کې ، ملت ته د حکومت د ححساب ورکولو په بهیر کې وویل چې د کابل-پنجشیر د پروژې په بشپړېدو سره به له ۶۰ تر ۶۵ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ته انتقال شي.

    د شاتوت، شاه او عروس د بندونو د جوړولو کار د  جمهوریت پر مهال پیل شو، خو په تېرو درېیو لسیزو کې د کابل-پنجشیر پروژې په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي او د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت لا هم په تفصیل سره نه دی غږیدلی خو دغه پروژه دکابل دپاکو اوبو ستونه تر یوه بریده حل کولای شي.

  • (افغانستان انترنشنل)سره هرډول همکاري مردوده وګڼل شوه

    (افغانستان انترنشنل)سره هرډول همکاري مردوده وګڼل شوه

    شکایتونو او رسنیزو تخلفاتو ته د رسیدنې کمسیون په خپله پرونۍ غونډه کې دافغانستان انترنشنل شبکه تحریم کړې او یادې شبکې سره هر راز همکاري مردوده ګڼلې ده .

    یادکمسیون له خوا دافغانستان انترنشنل دتحریم دلایل داسې یاد شوي دي:

    رسنیز اخلاق له مخاطبانو سره د ژورنالیسستانو او رسنوالو یوه ګړنۍ یا شفاهي ژمنه ده، چې د اطلاعاتو د ورکړې او ترلاسي پر مهال په پام کې نیول کېږي، پر دې سربېره ځینې حقوقي مفاهیم هم شته چې د مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو، ملي ګټو او انساني غوښتنو له مخې ټاکل کېږي او پامنیوی یې د رسنیو او ژورنالېستانو لپاره اړین وی.
    د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو سرغړاویو د ارزونې کمېسیون چې له سره یې فعالیت پیل کړی دی، د رسنیو مسلکي، حقوقي او اخلاقي موارد، رسنیز شکایتونه له نژدې او په خورا مسلکي ډول څاري او وخت پر وخت له رسنیو سره خپلې پرېکړې او سپارښتنې شریکوی.
    افغانستان انټرنیشنل راډیو او ټلوېزیون چې له هېواده بهر د هېواد د ننه لپاره خپرونې کوي، په لوی لاس ځینې مسلکي سرغړاوی او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي. د رسنیزو سرغړاویو د ارزونې کمېسیون په نوموړي رسنۍ شوي شکایتونه د ۱۴۰۳ هـ ل د غويي د نولسمې نېټې په جلسه کې وارزول چې ځینې یې له خپل ولس سره په دې ډول شریکوي.
    ۱- د وګړیو او حقوقي شخصیتونو د خصوصی حریم پامنیوی او ورته درناوی چې د اسلام مبارک دین او د افغانستان او نړۍ په حقوقي نظامونو کې ځانګړی ځای لري، د دې رسنۍ لخوا پرې په وار وار تېری کېږي.
    ۲- شخصیت وژنه چې له مسلکي پلوه په بشپړ ډول رسنیز جرم دی د افغانستان انټرنیشنل د خپرونو ورځنۍ چاره ده.
    ۳- له مسلکي پلوه د خبرونو کره والی او سموالی یوه مهمه چاره ده، خو نوموړی راډیو، ټلوېزیون دا مسلکي چاره د سرعت او شخصي تمایلاتو قرباني کوي.
    ۴- تحریف یا په معلوماتو کې ګوتوهنه چې یو مسلکي جرم دی، دا رسنۍ یې په خلاص مټ ترسره کوي.
    ۵- د رسنیو یوه ډېره مهمه دنده چې د ټولنیزې هوساینې، اخلاقي او رواني امنیت ساتنه ده، افغانستان انټرنیشنل یې لا زیانمنوي.
    ۶- د افغانستان انټرنیشنل خپرونې د ټولنې د یووالي او سالمیت پر ځای په هېواد کې بېلابېلو قومی، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته لمن وهي.
    ۷- د افغانستان انټرنیشتل راډیو، ټلوېزیون د خپرونو محتوا او د وړاندې کوونکیو کړه وړه له افغانۍ ارزښتونو او دیني غوښتنو ښکاره سرغړاوی دی.
    ۸- د اطلاعاتو د ترلاسي لپاره له سرچینو سره معامله او ان کله کله د معلوماتو او کلپونو په بدل کې بډې ورکول یوه بشپړه اخلاقي او حقوقي تېروتنه ده، چې نوموړی ټلوېزیون یې ترسره کوي.
    ۹- په خبرونو او خپرونو کې بې پرېتوب د ژورنالېزم له مهمو اصلونو څخه دی، چې نوموړی ټلوېزیون ان د مېلمنو په غوراوي کې هم دا مسلکي چاره تر پښو لاندې کوي، په خپلو خپرونو کې داسې کسان مېلمانه کوي چې د خپلو عقدو او شخصي تمایلاتو له مخې د اورېدونکو عامه افکار زیانمنوي.
    ۱۰- تر ټولو بده دا چې په هېواد کې د حاکم نظام او ټیکاو پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دوښمنانو تبره ته لاستی اچوي.
    دا او دېته ورته لسګونه موارد دی چي نوموړی رسنۍ ترې سرغړونه کوي.
    ټول شنونکې، کارپوهان او خبریالان دې له دوی سره به بحثونو کې له ګډون او هرډول همکارۍ ډډه وکړي او همداراز په عامه ځایونو کې نوموړې رسنې ته د خپراوي د اسانتیاوو برابرول ممنوع دي.
    د افغانستان مؤمن ولس څخه هیله ده چې د افغانستان انټرنیشنل راډیو ټلوزېزون سره د خپل ایمانی او ملي مسؤولیت له مخې مقاطعه وکړي.