مؤلف: مومند افغان

  • دافغانستان وضعیت په تړاو ګډ تحلیلي لارښود خپور شو

    دافغانستان وضعیت په تړاو ګډ تحلیلي لارښود خپور شو

    د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د افغانستان وضعیت په اړه تازه ګډ تحلیلي لارښود خپور کړی دی.

    دغه لارښود چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو لخوا په متفقه توګه تایید شوی، په‌کې ویل شوي چې افغان میرمنې ، نجونې او نورې زیان منونکې ډلې په افغانستان کې د ځورونې له خطر سره مخ دي.

    د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه کې مالوماتي منابع او د دې ټولنې غړیو هېوادونو ویلي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه نقض شوي او دغه برخه د ځورونو له خطر سره مخ ده.

    د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره : ((داروپايي ټولنې ۲۷غړیو هېوادونو دا تائید کړه چې په افغانستان کې ښځې، نجونې او نور د تاوتریخوالي سره مخ ډلې د ځورونو له خطر سره مخ دي. د اروپايي ټولنې عدالت محکمې، په سیمه  کې مالوماتي منابعو او ددې ټولنې غړیو هېوادونو د مالوماتو په بنسټ په افغانستان کې واکمنو چارواکو د ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادي منع کړې او دغه برخه د ځورونو له خطر سره لاهم پر خپل ځای پاتې ده.))

    همدا راز په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴  کال موندنو ښودلې چې له بهرنیو ځواکونو سره د افغان کارکوونکو، د دولت ضد ډلو او د قومي او مذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو ترڅنګ مهمه اړتیا بللې ده.

    د اروپایي ټولنې د کډوالۍ چارو اداره : ((د ۲۰۲۴ کال موندنې تائیدوي چې له طالبانو څخه د پخواني حکومت چارواکو، له بهرنیو ځواکونو سره افغان کارکوونکو، د طالبانو ضد ډلو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو قومي اومذهبي لږکیو د ژوند خوندیتوب د نورو موخو تر څنګ مهمه اړتیا ده. ))

    د اسلامي امارت ویاند بیا وایي چې د دې راپور ټولې برخې دبهرنیو چارو وزارت څېړي او خپل نظر به پخپل وخت سره شریک کړي.

    خو په ټوله کې باورونه دا دي چې د سرپرست حکومت له لوري د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه هغه ننګونې دي چې ډېری کورنۍ د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

    دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د ښځو کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو بر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي؛ څو د نړۍوالو له لوري پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو ته بهانه پاتې نه‌شي.

    د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې سربېره له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو په هېواد کې د ښځو پر کار او او له شپږم ټولګي پورته په زده کړو بندیزونو ته اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت یې په ځلونو غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي.

    خو اسلامي امارت بیا له دې وړاندې په ځلونو ویلي چې د اسلامي او شرعي اصولو په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه تامین دي او د نجونو زده‌کړو لپاره په ځانګړي پلان کار کوي.

  • سرپرست حکومت په دوحې ناسته کې ګډوڼ تائید کړ

    سرپرست حکومت په دوحې ناسته کې ګډوڼ تائید کړ

    User Rating: Be the first one !

    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دافغانستان په تړاو ددوحې درېیمه ناسته مهمه بللې او ویلي یې دي چې په دغه کنفرانس کې د ګډون پرېکړه د ناستې د اجنډا له بشپړې ارزونې وروسته شوې ده.
    اسلامي امارت له اوږده ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په راروانه درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت د استازي د ګډوڼ خبر ورکوي.
    د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دغه پرېکړه یې د ناستې د اجنډا له بشپړې څېړلو وروسته کړي؛ خو وايي تر دې دمه د ګډون کوونکي تشکلیل په تړاو پرېکړه نه ده نهايي شوې.
    نوموړي د یادې ناستې اجنډا مهمه بللې چې په خبره یې پکې به د افغانستان د روان سیاسي اقتصادي او بشري وضعیت او لاسته راوړنو په تړاو بحث وشي.
    شنونکي د دوحې راروانه ناسته مهم بولي او د افغانستان د موجوده سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو ته د حللارې د موندنې لپاره یو ښه فرصت بولي.
    د نظر خاوندان وايي، له نړۍوالې ټولنې سره پر یوه میز پر شته ستونزو او ننګونو بحث کولای شي دواړه خواوې د روانو مسائلو په اړه واحد دریځ ته راوبولي.
    دغه شنونکي وايي ورته ناستې کولای شي له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د رسمي تعامل مزل رالنډ، لګېدلي محدودیتونه راکم او په پای کې رسمیت پېژندنې ته لار هواره کړي.
    باور دا دی چې اوسنیو شرایطو ته په کتو اسلامي امارت ته پکار ده چې د دې ناستې په څېر هېڅ داسې فرصت له لاسه ورنه کړي چې له نړۍ سره د مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره ګټور تمامېدلی شي.
    دوحه پوره دوه اونۍ وروسته داسې مهال د افغانستان په تړاو د درېیمې ناستې کوربه دی چې له دې وړاندې هم دوه نورې ورته ناستې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره شوي چې افغان حکومت پکې ګډون نه درلود او د ماناداره ګډون غوښتنه یې کړې وه.
    ټاکل شوې دغه دوه ورځنۍ ناسته د روانې جون میاشتې په دېرشمه پیل او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترېش ترڅنګ به د ګڼو هېوادونو او نړیوال سازمانونو مشران پکې حضور ولري.

  • اختریزو پیغامونو کې پر یووالي ټینګار شوی

    اختریزو پیغامونو کې پر یووالي ټینګار شوی

    User Rating: Be the first one !

    رئيس الوزرا ، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله په خپلو پيغامونو کې د هېواد ابادي، دایمي ثبات او پرمختګ لپاره یووالی مهم بللی دی.
    حامد کرزي پر حکومت غږ کړی چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.
    د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو او پخوانيو سیاسیونو د لوی اختر په مناسبت اختریزو پیغامونو کې پر افغانانو د یووالي، نظام ملاتړ او د زده کړو پر اهمیت او اړتیا ټینګار کړی دی.
    پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په خپل اختریز پيغام کې چې په خواله رسنیو یې خپور کړی افغانانو ته یې داختر مبارکي ویلې او پر حکومت یې غږ کړی چې د هیواد د ا بادۍ او فلاح لپاره دې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.
    حامد کرزي ویلي، (( که چېرې غواړو چې هېواد او خلک مو د پردو له احتياجه خلاص شي او د خپلو بچیانو پر مټ د بريا او پرمختګ لوړو درجو ته ورسېږي نو لازمي ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بچیانو (نجونو او هلکانو) ته د زدکړې او تعلیم زمينه برابره کړو. بيا هم پر اسلامي سرپرست حکومت ږغ کوم چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.))
    دغه راز د تیر حکومت اجرایه رئيس او د پخلاینې عالي شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله په خپل اختریز پيغام کې ویلي چې سږکال لوی اختر په داسې مهال راځي چې فقر، بیکارۍ او طبیعي پېښو موږ هېوادوال په شدید ډول اغېزمن کړي او ډېر شمېر هېوادوال له اقتصادي ننګونو سره لاس و ګریوان دي.
    د پخلاینې عالي شورا پخوني مشر داکټر عبدالله عبدالله اختریز پيغام کې ویلي، ((زموږ د هېواد ابادي او پرمختګ زموږ په یووالي، ګډ کار، د ټولو لپاره د زدکړو او کار د مشروع حق په تامین کې نغښتی دی. د افغانستان خلک باید په ځيرتیا سره د ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع ته په احترام کولو او د ټولو لپاره د سوله ییز ژوند د زمینې په برابرولو سره، همغږي او یو موټی شي.))
    ددې سربیره ګڼ شمیر اوسنیو چارواکو په خپلو اختریزو پيغامونو کې د نظام ملاتړ باندې ټینګار کړی او ولس ته یې ډاډ ورکړی چې د اختر شپې ورځې دې په ډاډمنه امنیتي فضا کې ولمانځي.
    رئيس الوزرا محمد حسن اخند په خپل اختریز پيغام کې پر مسوولینو غږ کړی چې مسوولیتونه په سمه ادا او د خلکو خدمت وکړي.
    د سرپرست حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند اختریز پيغام کې داسې ویليذ ((په امارتي مسؤلینو غږ کوم چې د ولس خدمت ته په پوره اخلاص او لوړ همت سره ودریږي. په هره برخه کې باید د هیوادوالو د هوساینې او پرمختګ لپاره اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې هیڅ نوع سستي یا غفلت و نه کړي.))
    سبا دوشنبه په هیواد کې د لوی اختر اوله ورځ ده.
    امنیتي مسوولینو په ټول هیواد کې د لوی اختر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي او افغانانو ته ډاډ ورکوي چې پرته له اندېښنې او ویرې دې د اختر شپې ورځې په خوښۍ ولمانځي.

  • دامنیت شورا  داوربند له طرحې سره د حماس توافق

    دامنیت شورا داوربند له طرحې سره د حماس توافق

    د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک مسوده ته رایه ورکړه، چې د واشنګټن له خوا په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي.

    حماس په غزه کې  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا داوربند او بندیانو دتبادلې پرېکړه منلې او خبرو ته یې چمتووالی ښودلی دی.

    دیادې ډلې یو لوړ رتبه مشر ابو زهري ویلي دي  چې حماس د اوربند، د اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د اسرائيلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو او د اسرائیلي یرغمل شویو د تبادلې په اړه له پرېکړې سره موافقه لري.

    له اوربند او تبادلې څخه د حماس ملاتړ په امریکا کې هم ستایل شوی دی.دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دی چې اوس تر هر وخت د اوربند عملي کیدو ته لاره اوراه شوې ده .

    دامنریکې دبهرنیوچارو وزیر په وینا تر ټولو مهمه خبره د غزې په تړانګه کې د حماس د مشرتابه دریځ دی او زیاته یې کړه چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دوی د غونډې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لس ورځې مخکې، وړاندیز شوي وړاندیز ته خپله ژمنه تایید کړه.

    د ښاغلي بلېنکن په وینا په غزه کې به د اوربند تر ټينګېدووروسته د پلانونو په اړه خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې دوام وکړي او ویې ویل: “دا اړینه ده چې موږ دا پلانونه ولرو