مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • اسلامي امارت  له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي

    اسلامي امارت له پاکستانه د داعش د غړیو د رااوښتو د مخنیوي لپاره کلک تدابیر غوره کړي

    د افغانستان اسلامي امارت  افغانستان ته د داعش د غړیو د اوښتو د مخنیوي لپاره د دیورند پر کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

    په دې اقداماتو کې د امنیتي ټیمونو ځای پر ځای کول او د کډوالو د هویت بایومتریک پېژندنه شامله ده، په تېره بیا په تورخم کې.

    افغان  امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته، د دې لپاره چې د داعش ترهګرې ډلې غړي د کډوالو په نوم افغانستان ته نه ننوځي، امنیتي تدابیر یې په ځانګړې ډول په تورخم کې پیاوړي کړي دي.

    د یادو سرچینو په وینا، دا مهال د «سلطان مفکر» په مشرۍ یو امنیتي ټیم چې د کورنیو چارو وزارت د امنیت ریاست مشري کوي، تورخم ته استول شوی دی. دا ټیم  د استخباراتو او کورنیو چارو وزارت له ځینو غړو جوړ شوی، او له پاکستانه د افغان کډوالو له راستنېدو سره هممهاله، په تورخم کې ځای پر ځای شوی دی.

    امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې د دوی د استخباراتو له مخې، داعش هڅه کوي چې د کډوالو په جامه کې له خپلو کورنیو سره یوځای د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي. له همدې امله په تورخم کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

    سرچینې زیاتوي، ټولو کډوالو ته یوازې هغه مهال د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي، چې د بایومتریک سیسټم له لارې یې هویت تایید شي.

    یوه امنیتي چارواکي ویلي: «موږ د پاکستان له تاکتیکونو سره اشنا یو. موږ نه یوازې تورخم، بلکې هغه ټولې لارې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خلاصې دي، کلکې څارو.»

    راپور زیاتوي چې دغه اقدامات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي، او امارت یوازې په تورخم بسنه نه ده کړې، بلکې داسې نورې لارې هم شته چې ښایي داعش هڅه وکړي له هغو څخه د کډوالو په نوم افغانستان ته ننوځي. له همدې امله په سپین بولدک، غلام خان، خرلاچۍ (پکتیا) او انګور اډې (پکتیکا) کې هم خپل امنیتي تدابیر سخت شوي.

    د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې پاکستان ښایي د افغان کډوالو په نوم د داعش وسله وال افغانستان ته ولېږي.

    اسلامي امارت  چې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره یې په تورخم کې یو کمپ جوړ کړی چې «عمري کمپ» نومېږي، او نویو کډوالو ته لومړی په همدې کمپ کې ځای ورکول کېږي.

  • په ډنمارک او بلجیم کې د افغان کډوالو د جبري شړلو پر ضد لاریونونه ترسره شول

    تیره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) له لوري په ډنمارک (آغوس) او بلجیم (بروکسل) ښارونو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو او زورولو پر ضد احتجاجي لاریونونه ترسره شول.

    لاریون کوونکو د پاکستاني حکومت دغه چلند غیر اسلامي، غیر انساني او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف وباله.

    د PTM ډنمارک مشر میرویس سالم وزیر او د بلجیم مشر وحید شیرزاد په خپلو ویناوو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې روان ظلم وغنده او له نړیوالو ادارو یې د بیړني اقدام غوښتنه وکړه.

    دوی ټینګار وکړ چې زرګونه افغان کډوال، چې ښځې، ماشومان او زاړه پکې شامل دي، له کورونو ایستل شوي، شتمنۍ یې لوټ شوې او حتا د قانوني اسنادو لرونکي کورونه هم نړول شوي دي.

    لاریونوالو له اروپايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نورو آزادو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او دا ناقانونه جبري شړل ژر تر ژره بند شي.

  • چین اسلامي امارت  ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه

    چین اسلامي امارت ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه

    چین د افغانستان د افغانستان اسلامي امارت  استازو ته بلنه ورکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د روان کال په غونډو کې ګډون وکړي.

    د اسلامي امارت  د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د شانګهای غونډو ته د امارت  د استازو د بلنې له امله مننه کړې ده.

    د د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.

    وزارت په خپله خبرپاڼه کې د بلل شوي پلاوي د کچې یا ترکیب په اړه جزییات نه دي ورکړي.

    د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د چین سفیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

    چین له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت  سفیر یې په رسمي ډول منلی او له اوسني حکومت سره نژدې سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې لري.

    افغانستان تر هغه مخکې چې طالبان واک ته ورسېږي، د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د څارونکي په توګه ګډون درلود، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته چې پخوانی نظام سقوط وکړ، د افغانستان غړیتوب وځنډول شو، او د طالبانو استازو په تېرو څلورو کلونو کې د دې سازمان په غونډو کې ګډون نه درلود.

    د شانګهای د همکارۍ سازمان سر منشي نورلان یرمکبایف تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۵مه غونډه به د ۲۰۲۵ کال په دوهمه نیمایي کې د چین په ولسي جمهوریت کې جوړه شي. نوموړي همداراز ویلي چې د دې غونډې اجنډا «ډېره بډایه» ده.

    افغانستان کلونه هڅه وکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان دایمي غړی شي، خو د ناامن وضعیت او اوږدو جګړود دې هدف د تحقق مخه ونیوله.

  • پاکستان کې چاودنې ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

    پاکستان کې چاودنې ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

    پاکستاني رسنۍ وایي، په بلوچستان ایالت کې د یوې درنې چاودنې له کبله ۱۹ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

    د راپورونو له مخې، دا پېښه د دې ایالت په ماستونګ سیمه کې رامنځته شوې.

    د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

    د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

    پاکستان په دې وروستیو کې د نا امنیو په لومه کې سخت راګیر شوی، چې د شنونکو په باور د خلاصون لار ترې ورکه ده.

    د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په ګډون ترهګرې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

    شهباز شریف دا هم ویلي وه: «افغانستان زموږ ورور هېواد دی او موږ طبیعي ګاونډیان یوو. موږ باید د ښو ګاونډیانو په توګه په دوستانه فضا کې ژوند وکړو، خو له بده مرغه داسې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان له افغان خاورې فعالیت کوي او زموږ پر بې‌ګناه خلکو بریدونه کوي.»

    خو تازه د اسلامي امارت  مرستیال ویاند حمدالله فطرت، د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې له افغانستان څخه وسله‌والې ډلې پاکستان ته ننوځي.

    نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان امنیتي ستونزه د اسلام‌ اباد کورنۍ مسئله ده.

    فطرت څرګنده کړه: «افغانستان باید د پاکستان د امنیتي ستونزو په خاطر ملامت ونه ګڼل شي. دا موضوعات باید د اسلام‌اباد د کورنیو چارو په چوکاټ کې وڅېړل شي.»

    هغه زیاته کړه، افغانستان تل هڅه کړې چې په سیمه کې سوله او ثبات رامنځته کړي او نه‌غواړي چې د نا امنۍ سرچینه وپېژندل شي.

  • د روغتیا نړیوال سازمان: ۱۰٪ افغانان به سږ کال له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

    د روغتیا نړیوال سازمان: ۱۰٪ افغانان به سږ کال له روغتیايي خدماتو بې برخې شي

    د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د سې‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امریکا د مرستو د بندېدو له امله ښایي د افغانستان تر لس سلنه ډېر خلک د سږکال تر پایه له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شي.

    افغانستان چې ۴۵ میلیونه نفوس لري او له کلونو راهیسې پر نړیوالو مرستو متکي دی، دا مهال د بشري بحران له پلوه په نړۍ کې دوهم ستر هیواد دی.

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا له خوا د روان کال په پیل کې د مالي ملاتړ له بندېدا وروسته، شاوخوا درې میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته له لاسرسي بې‌برخې شوي، ځکه چې تر ۳۶۴ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي، او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال تر درېیمې ربعې پورې ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي.

    د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان استازی، اېډوین سنیزا سالوادور، فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل:
    «که دا مرکزونه بند شي، نو له ټولټال ۱٬۰۶۸ روغتیایي مرکزونو څخه به تر نیمایي ډېر یې وتړل شي، چې معنا دا ده چې ښایي دوه یا درې میلیونه نور کسان هم له خدماتو محروم شي.»

    سالوادور زیاته کړه:«کله چې مالي ملاتړ بند شو، اوسنیو مرستندویانو هڅه وکړه چې تشه ډکه کړي، خو د امریکا د مالي ملاتړ کچه دومره لوړه وه چې دغه تشه لا هم جدي ده.»

    د افغانستان وران روغتیایي سیسټم چې د لسیزو جګړو له امله سخت کمزوری شوی، د نوزیږدو ماشومانو او میندو د مړینې تر ټولو لوړ نړیوال نرخونه لري.

    د نړیوالو بشري مرستو وضعیت هغه وخت لا خراب شو چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د روان کال په پیل کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د ختمولو او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د وتلو امر وکړ.

    د ترمپ ادارې د USAID له خوا تمویلېدونکي ۸۳ سلنه بشري پروګرامونه لغوه کړل. دې ادارې په کال کې ۴۲.۸ میلیارد ډالري بودیجه لرله، چې د ټولو نړیوالو بشري مرستو ۴۲ سلنه یې جوړوله.

    سالوادور زیاته کړه«روغتیايي سیسټم له وړاندې ډېر نازک و، او اوس چې کوم سیستم پاتې دی، هڅه کوي تر وسه وسه کار وکړي، خو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. که موږ په ګډه د دې تشې د ډکولو لپاره کار ونه کړو، نو زه ویره لرم چې حالت به لا خراب شي.»

    هغه دا هم وویل چې د ډینګي، ملریا او نري رنځ (توبرکلوز) په څېر ناروغیو د خپریدو خطر ډېرېږي، او د واکسیناسیون کچه به راټیټه شي.

    د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې په افغانستان کې د ماشومانو واکسینپراخ کړي، تر څو پولیو یا ګوزڼ له منځه یوسي. دا ناروغي اوس یوازې په دوو هېوادونو کې پاتې ده: افغانستان او ګاونډي یې پاکستان.

    د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی مأموریت (UNAMA) هم دا میاشت له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتي چې سږ کال دې د هغو ۲۲.۹ میلیونه افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

    د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) له مخې، ۸۵ سلنه افغانان د ورځې تر یو ډالر کم عاید لري.

  • ټرمپ د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د جګړې له امله ملامت کړی.

    ټرمپ د اوکراین ولسمشر د روسیې سره د جګړې له امله ملامت کړی.

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا اوکرایین کې د جګړې پیلېدو پړه د دغه هېواد پر ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي اچولې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ مخکې د اوکرایین شمال ختیځ کې پر سومي ښار د روسیې په توغندیو برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۵ کسان ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپيان شول.

    ټرمپ ویلي زېلېنسکي له ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین جګړه کې د “میلیونونو خلکو د وژلو” په پړه کې شریک دی.

    هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “باید له ځانه شل چنده غټ چا سره جګړه پیل نه کړئ او بیا دا هیله هم لرئ چې خلک توغندي درکړي.”

    نوموړي د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن هم د دې جګړې د پیلېدو له کبله ملامت کړ.

    ټرمپ دا څرګندونې داسې حال کې کوي چې پر سومي ښار د روسیې د یکشنبې ورځې خونړي برید پراخه غوسه راوپاروله. دا روان کال اوکرایین کې پر ملکي خلکو باندې د روسیې تر ټولو وژونکی برید و.

    هغه د دغه برید په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل، دا “وحشتناک” و او دا چې ده ته ویل شوي روسیې “تېروتنه کړې”، خو جزییات یې ورنه کړل.

    ټرمپ وویل: “میلیونونه خلک د درېیو کسانو له کبله ووژل شول… راځئ ووایو لومړی نمبر پوتین، دویم نمبر بایډن چې هېڅ نه پوهېده چې څه کوي، او زېلېنسکي.”

    اټکل کېږي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۲۴مه د روسیې لخوا پر اوکرایین د بشپړ یرغل له پیل راهیسې ټولو خواوو ته میلیونونه نه، بلکې سلګونه زره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

    ټرمپ د زېلېنسکي وړتیا تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل چې نوموړی “تل د توغندیو پېرلو په لټه کې وي”.

    د امریکا ولسمشر وویل: “کله چې جګړه پیلوئ، باید پوه اوسئ چې ګټلی یې شئ.”

    ډونلډ ټرمپ تر ‌دې مخکې هم په وار وار جو بایډن او ولودیمیر زېلېنسکي‌ د جګړې پیلېدو له کبله پړه بللي دي.

    دا په داسې حال کې ده چې روسیې لومړی د ولسمشر په توګه د زېلېنسکي تر ټاکل کېدو مخکې، ۲۰۱۴ کال کې پر اوکرایین برید کړی او بیا یې په ۲۰۲۲ کال کې د پراخې کچې یرغل پرې وکړ.‌

    ټرمپ وویل “بایډن [جګړه] درولې شوه، زېلېنسکي درولې شوه او پوتین هېڅکله باید پیل کړې نه وای. ټول ملامت دي.”

    د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ کړکېچ تېره فبرورۍ سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال له ناندریو راهیسې اوج کې دی.

    ټرمپ په هغې غونډه کې زېلېنسکي تورن کړی و چې ګوندې له “دریېمې نړیوالې جګړې” سره لوبېږي او له دې کبله یې سختې نیوکې پرې کړې وې چې ولې یې ژر له روسیې سره د سولې خبرې نه دي پیل کړې.‌

    د امریکا ولسمشر برعکس له مسکو سره د اړیکو ښه کولو هڅې کړې دي.

    ټرمپ تېره میاشت وویل چې له پوتین سره یې “ښې” ټیلیفوني خبرې کړې او د روسیې ولسمشر تر هغې یوه اوونۍ وروسته نوموړي ته سوغات په ډول یو انځور استولی و.

    واشنګټن فبرورۍ کې له مسکو سره د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک پر ضد رایه وکاروله چې روسیه یې اوکرایین سره د جګړې له کبله “تېري کوونکې” پېژندله.

  • حماس د اسرائيلو له خوا په اوربند کې د بې وسلې کېدو وړانديز رد کړی

    حماس د اسرائيلو له خوا په اوربند کې د بې وسلې کېدو وړانديز رد کړی

    د راپورونو له مخې حماس د اسرائیلو لخوا د شپږو اونیو مشروط اوربند وړاندیز رد کړی دی.

    یوه لوړپوړي فلسطیني چارواکي چې د اسرائيلو او حماس تر منځ د خبرو له بهیر سره بلد دی، ویلي، دغه پلان نه د جګړې د پایته رسولو او نه هم له غزې د اسرائيلي ځواکونو د وتلو تضمين ورکوي. دا دواړه د حماس ممهمې غوښتنې دي چې د نيمايي يرغمل شويو د خوشي کولو په بدل کې يې وړاندې کړې دي.

    حماس دغه وړانديز په داسې حال کې رد کړی چې په غزه کې د اسرائيلو له خوا مرګوني بريدونه دوام لري.

    په همدې مهال، د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړی چې “په غزه کې بشري وضعیت اوس ښایي د تېرو اتلسو میاشتو راهیسې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی وي.”

    شپږ اوونۍ کېږي چې اسرائیلو غزې ته د توکو ورتګ بند کړی، او دا د جګړې له پيله راهيسې د توکو تر ټولو اوږد بندیز بلل کېږي.

    د ملګرو ملتونو ادارې د اسرائیلو دا ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې په غزه کې کافي خوراکي توکي شته او وایي دا کلابندي ښایي د نړیوال بشري قانون خلاف وي.

    خو د اسرائیلو لومړی وزير وايي د دې له کبله يې غزې ته د توکو پر ورتګ بنديز لګولی چې حماس د يرغملو خوشي کولو ته اړ شي او د هغه اوربند غځولو ته غاړه کېږدي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه پايته رسېدلی دی.

    په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر ویلي، “هلته شته همکاران وايي، بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې د ولسي وګړو تلفاتو کې او د پاتې زېربناوو ويجاړي کې زیاتوالی دی.”

    ویل کېږي اسرائیلو تېره اوونۍ ناوخته د اوربند خبرو کې ښکېلو سیمه‌ییزو منځګړو ته د اوربند خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده.

    له دې وړانديز وروسته، د حماس یو پلاوی چې مشري یې د مذاکراتو مشر خلیل الحیة کوله، د مصر استخباراتو له چارواکو سره په قاهره کې وکتل.

    یاد فلسطیني چارواکي ویلي، “اسرائیلو د مصر له لارې د حماس غورځنګ ته استول شوي وړاندیز کې په څرګند ډول د جګړې د ختمېدو او يا له غزې د وتلو پرته د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې.له همدې امله حماس دا وړاندیز په بشپړ ډول رد کړ.”

    باور دا دی چې په لومړي ځل اسرائیلو د اوربند د پرمختګ لپاره د حماس د بې وسلې کولو شرط وړاندې کړی، کوم چې د حماس لپاره سره کرښه بلل کېږي.

    یاد فلسطینی چارواکي اسرائیل تورن کړل چې یوازې د وخت ضایع کولو هڅه کوي، او غواړي یرغمل شوي کسان ترلاسه او جګړه اوږده کړي.

    اټکل کېږي چې لا هم ۵۹ یرغمل شوي کسان په غزه کې پاتې دي، چې له هغوی ۲۴ يې ژوندي دي.

     

    د عکس سرچینه،AFP

    د سې شنبې په ماسپښین، د حماس د نظامي څانګې ویاند وویل، دوی له هغه ډلې جنګیالیو سره اړیکه له لاسه ورکړې چې د اسرائیلي-امریکايي یرغمل ایدان الیګزانډر ساتنه کوي.

    دوی وايي دا ړیکه ځکه پرې شوې چې د دوی پر “موقعيت مستقیم بريد شوی” دی.

    ابو عبیده د دې ادعا لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي، او دا یې هم نه دي ویلي چې تماس کله پرې شوی. اسرائیل وايي پر هغو ځايونو بريدونه نه کوي چې ګومان کېږي یرغمل په کې ساتل کېږي.

    حماس د شنبې په ورځ د دغه ۲۱ کلن سرتېري یوه ویډیو خپره کړه، چې داسې ښکاري تر فشار لاندې خبرې کوي او د اسرائیلو پر حکومت نيوکه کوي.

    د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.

    په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

    د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بې‌ځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضله‌اوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.

  • په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له امله ۳۲ تنه وژل شوي

    په اوکراین کې د روسیې د تازه بریدونو له امله ۳۲ تنه وژل شوي

    اوکرايیني‌ چارواکي وايي د دغه هېواد شمال ختیځ کې د سومي ښار پر مرکز د روسیې د توغندیو په یوه برید کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي او د لسو ماشومانو په ګډون ۸۴ نور ټپیان دي.

    د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي د روسیې د بالستیک توغندیو په دغه “وحشتناک برید” کې عادي خلک په نښه شوي او دا چې روسیه به د ده په وینا له پیاوړي فشار پرته د جګړې غځولو ته دوام ورکړي.

    د رپوټونو له مخې دوه سکندر ډوله بالیستیک توغندي په سیمه‌ییز وخت د سهار پاو باندې لس بجې د سومي د دولتي پوهنتون او د کانګرس مرکز شاوخوا ولګېدل.‌

    تر پېښې وروسته خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې د توغندیو د لګېدو د ځای شاوخوا پر سړکونو په وینو لړلي جسدونه پراته دي. په وژل شویو کې لږترلږه دوه ماشومان دي.

    اوکرایيني چارواکو ویلي، ټولټال ۲۰ ودانۍ زیانمنې شوې چې څلور په کې ښوونیز تاسیسات، پنځه اپارتمانونه او پاتې چایخونې او دوکانونه دي. لس موټرونه او ښاري برقي بسونه هم ویجاړ شوي دي.

    زېلېنسکي له نورو هېوادونو د “سخت” غبرګون غوښتنه کړې. نوموړي ویلي “خبرې د بالیستیک توغندیو او هوایي بمونو” مخنیوي‌ کې پاتې راغلې.

    هغه وویل، “متحد ایالتونه، اروپا او په نړۍ کې بل هر هغه څوک چې د دې جګړې او وژنو پای غواړي. روسیه کټ‌مټ همدا ډول ترهه غواړي او دا جګړه غځوي. پر یرغلګر له فشار پرته، سوله ناممکنه ده.”

    د اوکرایین ولسمشر وویل دا خورا مهمه ده چې په نړۍ کې هېڅوک چوپ او بې پروا پاتې نه شي.

    د اوکراینۍ چارواکو په وینا د پوهنتون د کانګرس مرکز ډېر وخت د ماشومانو ټولګیو لپاره کارول کېږي، او ځایی اوسېدونکي وايي چې دا ځای “د ټول ښار تعلیمي مرکز” دی.

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها هم دغه برید غندلی دی.‌

    هغه د اېکس یوه پیغام کې لیکلي، “ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. د یوې لویې عیسوۍ رخصتۍ پر مهال د داسې برید کول مطلق ناوړه دی.”

    د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر وايي، دوه میاشتې کېږي‌ چې روسیې د امریکا دا غوښتنه له پامه غورځولې چې له اوکرایین سره دې له قید او شرط پرته اوربند وکړي. هغه زیاته کړې “روسیې، د دې پر ځای خپله ترهه لا ډېره کړې ده.”

    دیادونې ده چې دغه برید کې کارېدلي توغندي له کسلټر مهماتو ډک شوي وو، چې پراخه ساحه کې خلک له تفکیک پرته وژلی شي.

    اوکرایین لپاره د امریکا ځانګړي استازي کیت کېلاګ ویلي، چې دا برید “د شرافت له ټولو کرښو تېرېږي” او دا چې “ولسمشر ټرمپ له همدې امله د دې جګړې پای ته رسولو لپاره سختې هڅې کوي.”

    د اروپايي ټولنې جګپوړې ډیپلوماتې، کاجا کالاس، پر اېکس لیکلي چې دا ګوزارونه “د روسیې د سختېدونکو بریدونو یوه وحشتناکه بېلګه ده، په داسې حال کې چې اوکرایین یو غیر مشروط اوربند منلی دی.”

    د بریتانیا لومړي وزیر سر کېير سټارمر هم دا برید “وحشتناک” بللی.

    هغه ویلي، “ولسمشر زېلېنسکي سولې لپاره ژمنتیا ښودلې ده، ولسمشر پوتین باید اوس له کوم شرط پرته بشپړ او سملاسي اوربند ومني- څنګه چې اوکرایین منلی دی.”

    د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون ویلي، د سومي بریدونه پر روسیه باندې عاجل د اوربند د پلي کولو اړتیا ښيي.

    سټارمر او مکرون دواړه په اوکرایین کې د سولې د هر ډول تړون د پليتابه لپاره پر پلانونو باندې کار کوي.

    دا برید داسې مهال کېږي چې منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیف وېټکوف د جمعې پر ورځ سنټ پیټرزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

  • په ناروې هیواد کې د روسیې خوا ته ادرار جریمه لري

    په ناروې هیواد کې د روسیې خوا ته ادرار جریمه لري

    ناروې د خپلو ښایسته منظرو، د وچې او سمندر ترمنځ د حیرانوونکو، تنګو او ژورو ننوتو او راوتلو برخو، او بې شمېره نورو طبیعي ښکلاوو په خاطر مشهوره ده.

    دا هیواد په دې هم مشهور دی چې خلک یې طبعیت ته ډېر درناوی کوي. خو که تاسو د دې هېواد شمال ته د سفر نیت لرئ او غواړئ د یاکوب‌سِلفا سیند ته نژدې، چې د ناروې او روسیې ترمنځ د پولې یوه برخه جوړوي، کمپ ووهئ، نو باید دا خبرداری جدي وګڼئ.

    که ناروې ته سفر کوئ، هیڅکله هم د روسیې لوري ته د ادرار کولو فکر مه کوئ، ځکه ښایي له درنې جریمې سره مخامخ شئ چې اندازه یې ۳۱۵ یورو (نژدې ۲۶ زره افغانۍ) ده.

    په یوه لوحه کې، چې د نامعلومو کسانو له خوا ګرنس یاکوب‌سِلفا (تفریحي ځای کې نصب شوې، دا خبرداری ورکوي چې: «روسیې خوا ته ادرار کول منع دي.»

    که څه هم دا خبرداری په لومړي سر کې ټوکه ښکاري، خو د ناروې د سرحدي چارو کمېشنر، ینس-آرنه هویلوند، تایید کړې چې دا کار کېدای شي د ۳۱۵ یورو جریمې سبب شي.

    د ناروې «بارنتس آبزرور» ورځپاڼې د راپور له مخې، ښاغلي هویلوند وضاحت ورکړی چې د ناروې قوانین په ښکاره ډول وايي: «په پوله کې د ګاوندي هیواد یا د هغه د چارواکو پر وړاندې هر ډول سپکاوی منع دی.»

    په دې حالت کې، د ګاوندي هیواد پر لور ادرار کول بې‌احترامۍ یا پاروونکی اقدام تعبیرېدلای شي.

    که څه هم ښاغلي هویلوند ومنله چې «په طبیعت کې ادرار کول په خپله سپکاوی نه دی»، خو ټینګار یې وکړ چې «هر څه په نیت پورې اړه لري» او تر ټولو مهم دا چې دا کار په کوم ځای کې ترسره کېږي.

    دا سرحدي سیمه د نظارتي کامرو تر څار لاندې ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې قانون سرغړونه نه کېږي.

    د روسیې مشهور سوداګر، میخائیل خودورکوفسکي، چې په ټولنیزو رسنیو کې ځان د روسیې د اپوزیسیون مشر، اصلاح‌غوښتونکی او پخوانی سیاسي بندي معرفي کوي، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې، یعنې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، پر ایکسپاڼه لیکلي و:
    «د ناروې او روسیې پوله تر ټولو شمالي او همداراز د ناټو او روسیې ترمنځ د پولې تر ټولو باثباته برخه ده. د ناروې چارواکي غواړي دا ثبات وساتي، او اوسني محدودوونکي قوانین یې لا سخت کړي دي. اوس، نه یوازې دا چې د روسیې خاورې ته لاس اچول یا د روسیې خواته ډبرې غورځول منع دي او جریمه لري، بلکې حتی روسیې ته ادرار کول هم جریمه لري.

    کله چې د ناروې د سرحدي چارو له کمېشنر څخه د دې عمل د احتمالي سزا پوښتنه وشوه، هغه وویل چې دا پرېکړه به پولیس کوي.

    دا لومړی ځل نه دی چې داسې عمل، چې بې‌ضرره ګڼل کېږي، جریمه لري. په یوه پېښه کې، یوې ښځې د دې لپاره نژدې ۹۰۰ یورو جریمه ورکړه چې لاس یې د سیند د اوبو د بهیر څخه هاخوا، د پولې لور ته اوږد کړی و.

  • پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو خلاف لاریونونه وکړل

    پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو خلاف لاریونونه وکړل

    د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړو په جرمني کې لوی لاریون وکړ، چې پکې یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوام وغانده او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې بېړني ګامونه پورته کړي.

    دا مظاهره چې د PTM د جرمني څانګې له خوا تنظیم شوې وه، لسګونه فعالان پکې راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې د افغان کډوالو شړل باید سمدلاسه ودرول شي.
    دوی د جرمني له حکومت، د اروپايي اتحادیې له مشرتابه، او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ(UNHCR) څخه وغوښتل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچ ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.

    په یوه خبرپاڼه کې، PTM  د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې مظاهرې موخه دا وه چې د افغان کډوالو د “غیرقانوني ایستلو او لوټ” په اړه نړیوالو ته پوهاوی ورکړي او د هغو کسانو لپاره چې د لسګونو کلونو جګړو بې‌کوره کړي، د انساني، عادلانه او قانوني چلند غوښتنه وکړي.

    مظاهره‌چیانو په لاسونو کې لوحې (پلېکارډونه) نیولي وو او داسې شعارونه یې ورکول: «جبري ایستل ودروئ»، «کډوال هم انسانان دي»، او «د جګړې قربانیانو ته انصاف ورکړئ.»

    د PTM مشر منظور پښتین د مظاهرې ګډونوالو ته په وینا کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو چلند وغانده او حکومت یې د بشري اصولو په سرغړونه تورن کړ.

    پښتین وویل: «افغانان شاوخوا ۴۰ کاله مخکې د پاکستان د ستراتېژیکو ګټو او د نړیوالو قوتونو د لاسوهنې له امله مهاجر شول. پاکستان د افغان کډوالو په نوم میلیاردونه ډالره مرسته ترلاسه کړه، خو اوس هغوی داسې شړي چې نه د انساني کرامت خیال ساتل کېږي او نه نړیوال قانوانین.»

    هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي او د دوی د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.

    پاکستان د اپرېل پر ۱۰مه د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړ. د بشري مرستو سازمانونه وایي، دا مهال شاوخوا ۲۰,۰۰۰ افغانان هره ورځ یا خو په خپله خوښه، یا د فشار له امله، له پاکستان څخه وځي.