مؤلف: Abdulraziq Ezatmal

  • د بندرعباس په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسیدلی

    د بندرعباس په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسیدلی

    د ايران په بندر عباس کې له مرګونې چاودنې دری ورځې وروسته، د مړو شمېر لا هم مخ په زياتېدو دی. چارواکي د لسګونو ناپېژندل شویو جسدونو یادونه کوي. د دوشنبې په ورځ، په بندر عباس کې د چاودنې او اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۰ ته لوړ شو. د هرمزګان د والي په وینا، ۲۲ کسان لا هم نادرکه دي. بل پلو روغتیايي چارواکي د ۲۲ جسدونو د پېژندلو هڅه کوي.

    په همدې مهال، د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اور وژنې عملیات پایته رسېدلي، خو د هرمزګان والي وايي د قربانیانو لپاره د مرستې او ژغورنې عملیات لاهم روان دي او په وينا يې د سيمې پاکولو او کانټېنرونو لېږدول ښايي تر “دوو اوونيو” وخت ونيسي.

    د ایران حکومت د ‘شهید رجايي’ په نوم مهم بندر کې تر چاودنې وروسته دوشنبه (اپرېل ۲۸/غويي ۸) په ټول هېواد کې “عمومي ماتم” یا ویر اعلان کړی دی.

    د چارواکو به وینا په دې چاودنه کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي هم دي.

    د چاودنې له کبله د رامنځته شوې ککړتیا او لوګیو له امله په بندر عباس او ‘قشم’ سیمه کې ټول ښوونیز او دولتي مرکزونه رخصت کړای شوي دي.

    په همدې حال کې د ایران رسنیو خبر ورکړی چې روسیې درې الوتکې د اور قابو کولو لپاره ورلېږلې دي.

    د يکشنبې په ورځ د تسلیت پیغام تر څنګ د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین له ایران سره د اور په مړ کولو کې د همکارۍ وړاندیز کړی و.

    په ایران کې د مسکو سفیر کاظم جلالي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، له روسیې تر مرستې غوښتلو وروسته دغه هېواد په داسې حال کې چې “رخصتي‌ هم وه، په نیمه شپه یې په چټکۍ سره د اور وژنې درې الوتکې د شهید رجايي بندر د اور قابو کولو لپاره راولېږلې.”

    د ایران په هرمزګان کې د کړکېچ د کنټرول مدیر مهرداد حسن زاده ویلي چې اوسمهال “تر ۸۰ سلنه اور قابو شوی دی. د شهید رجايي بندر د اور وژنې ځمکنۍ او هوايي ډلې پر اور مړ کولو لګیا دي.”

    چاودنه د شنبې (اپرېل ۲۶/ غويي ۶) پر سهار د شهید رجايي په نامه بندر کې شوې، چې د ایران سویلي بندر عباس ښار ته نژدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.

    د دې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو بامونه وغورځېدل، کړکۍ ماتې شوې او په سیمه کې ګاډي ویجاړ شول.

    چاودنه دومره زوروره وه، چې د پېښې له ځایه ۵۰ کیلومتره لېرې یې اغېز محسوس شوی. د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، شپږ کسان لا هم تري تم دي.

    د ایران مدني دفاع ادارې مسوولین وايي، د اور وژنې ”اتیا سلنه عملیات” ترسره شوي دي.

    د چارواکو له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي:” له لومړنیو ساعتونو راهیسې ۷۵۲ روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.”

    په اعلامیه کې ویل شوي، چې ۱۹۰ کسان تر اوسه په روغتونونو کې بستري دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

    احتمال شته چې د مړو شمېر لوړ شي. روغتونونو کې په پراخه کچه له خلکو د وینې ورکولو غوښتنه شوې.

    ایراني چارواکو تر اوسه په بندر کې د چاودنې لامل نه دی په ګوته کړی.

    ایراني رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي، د بندر عباس په شهید رجايي بندري سیمه کې یوې زورورې چاودنې پراخه ویجاړي رامنځته کړې ده.

    رپوټونو کې ویل شوي چې تر ډېره اداري ودانۍ زیانمنې شوي. ” چاودنه دومره زوروره وه چې د یوې ودانۍ چت پر کارکونکو نړېدلی.”

    ځېنو رپوټونو کې دا هم ویل شوي چې چاودنې په کانتینرونو کې د کیماوي توکو له امله ډېرې زورورې وې.

    عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي ” لومړۍ په لږه اندازه اور ولګېد خو په سیمه کې د ۴۰ سانټي ګراډه تودې هوا له کبله په چټکۍ دغه اور پراخه شو او د چاودنو لامل شو.”

  • په بندرعباس کې د چاودنې له مله له ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.

    په بندرعباس کې د چاودنې له مله له ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي.

    رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران بندر عباس په چاودنه کې د ټپیانو شمېر له ۵۰۰ تنو وا وښت.

    که څه هم د یادې چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم.

    دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې هممهاله په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو درېیم پړاو پیل شوی دی.

    بل خوا د ایران د نفتو تصفیې ادارې ویلي، چې دا چاودنه او اورلګیدنه له تصفیه خونو، سون موادو او د تېلو له پایپ لاینونو سره هېڅ تړاو نه لري.

    ایراني چارواکو ویلي، چې د چاودنې غږ تر ۳۰ کیلو مټرو پورې اورېدل شوی دی.

    د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر کمپیوټرونه د یوه سایبري برید له امله زیانمن شوي وو، چې د لارو او اوبو د تګ راتګ پر سیستم یې اغېز کړی و.

    بل لورته بیا د ایران د سرې میاشتې مشر بابک محمودي رسنیو ته تر دې دمه د لږ تر لږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده.

    سرچینه وایي، چې چاودنه تیره ورځ څه باندې ۱۲ بجې د بندر عباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې ده.

  • اسراییلو له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه واچوي

    اسراییلو له امریکا غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو ځواکمن بمونه واچوي

    واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خپلو سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر، ران درمر، د امریکا له جګپوړو چارواکو غوښتي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو د ځواکمنو “سنګرماتوونکو” بمونو د کارولو امکان په پام کې ونیسي.

    د دې راپور له مخې، درمر په ګډو غونډو کې ویلي دي چې د ایران اتومي تاسیسات، چې تر مځکې لاندې دۍ، یوازې هغه مهال له منځه وړل کېدای شي چې د امریکا هوایي ځواک د ۳۰ زره پونډ وزن لرونکي سنګرماتوونکي بمونه وکاروي.

    دا معلومات د اسراییلو د پخوانیو استخباراتي چارواکو او امریکایي استخباراتي چارواکو له، چې د دغو غونډو له جزییاتو خبر وو، له قوله خپاره شوي دي.

    واشنګټن پوسټ همداراز افشا کړې ده چې د تېر نوومبر د ټاکنو د پایلو له مخې د ډونالډ ټرمپ له بریا وروسته، درمر له ټرمپ سره د هغه په مار-اې-لاګو کې هستوګمځي کې اوږدې خبرې کړي دي. په دې لیدنه کې د ټرمپ زوم او سلاکار جرد کوشنر او د سپینې ماڼۍ د منځني ختیځ استازی، سټیو ویتکاف، هم حاضر وو.

    د راپور له مخې، دا کتنه د درمر په ابتکار ترسره شوې وه، او څو اسراییلي چارواکو ویلي چې هدف یې “د امریکا او اسراییل ترمنځ د سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د نوو بنسټونو ایښودل” و.

    تر دې وړاندې، د اکسیوس نشریې هم د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې تېره اوونۍ د ایران او امریکا د اتومي خبرو پر مهال، ران درمر هم په روم ښار کې موجود و.

    له موضوع درېیو خبرو اسراییلي سرچینو هم ویلي چې درمر د دغو خبرو اترو له پیل یوه ورځ مخکې په پاریس کې د ایران د خبرو اترو لپاره د امریکا له استازي، سټیو ویتکاف، سره لیدلي وو.

    امریکا په تېرو اوونیو کې او له تهران سره د اتومي مذاکراتو د پیل په درشل کې، خپلې څو بي-۲ بمبارد الوتکې د دیه‌ګو ګارسیا نظامي اډې ته انتقال کړې دي.

    د بي-۲ بم غورځوونکې الوتکې ځانګړی وړتیا لري چې له درنو دفاعي سیستمونو څخه تېرې شي او د ۳۰ زره پونډه وزن لرونکو لویو “نفوذي بمونو” (GBU-57A/B) په کارولو سره تر مځکې لاندې تاسیسات له منځه وړي.

    دا هدایتېدونکي او سنګرماتوونکي بمونه چې ۱۴ ټنه وزن لري، یوازې د بي-۲ الوتکو په وسیله انتقالېدای شي او د پیاوړو مرکزونو د ویجاړولو لپاره ډیزاین شوي، چې پکې د ایران احتمالي تاسیسات هم شامل دي.

    د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې، متحدو ایالتونو په لومړي ځل له بي-۲ الوتکو څخه د یمن د حوثیانو د زیرمو د ویجاړولو لپاره کار واخیست.

  • په ننګرهار کې قومي مشرانو او راستنو شویو کډوالو د پاکستان «ظلمونه» وغندل

    په ننګرهار کې قومي مشرانو او راستنو شویو کډوالو د پاکستان «ظلمونه» وغندل

    په ننګرهار ولایت کې قومي مشرانو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وغندله.

    دوی له نړیوالو بنسټونو، د پاکستان له خلکو او عالمانو وغوښتل چې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د پولیسو د “ظلم او تاوتریخوالي” پر وړاندې ودرېږي.

    قومي مشرانو ټینګار وکړ چې پاکستان په زور او جبر زرګونه افغان کډوال ایستلي او د هغوی مالونه او شتمنۍ یې ضبط کړې دي.

    تر دې وړاندې هم په ځلونو داسي راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان پولیسو له کډوالو سره ناوړه چلند کړی دی.

    د ختیځ زون یوه قومي مشر جهان جهاني، وویل چې پر کډوالو پراخ ظلم روان دی او نړیوال بنسټونه باید سمدستي د دغو تاوتریخوالو او جبري ایستنو د درولو لپاره اقدام وکړي.

    بل قومي مشر تاووس خان آخوندزاده، وویل چې اسلامي امارت باید ایستل شوو کډوالو ته ځمکه ځانګړې کړي. هغه زیاته کړه چې افغانستان پراخې دښتې او ځمکې لري او کډوال کولی شي دا ځمکې ابادې کړي.

    په دې غونډه کې لعل محمد، چې له پاکستانه ایستل شوی، د پاکستان د پولیسو له لوري د کډوالو پر وړاندې د “ظلم او تاوتریخوالي” کیسې بیان کړې.

    هغه وویل چې پولیس کډوال نیسي، د هغوی دوکانونه او کورونه قلف کوي، د هغوی نقلیه وسایط او شتمنۍ ضبطوي.

    نوموړي زیاته کړه چې ښځې او ماشومان هم له تاوتریخوالي او شکنجې خوندي نه دي.

    د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنري ویلي چې د اپریل میاشتې له پیله تر اوسه تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. دغه اداره خبرداری ورکوي چې زرګونه ښځې او نجونې هم په دې کډوالو کې شاملې دي چې له اندېښنو سره افغانستان ته ستنېږي.

    د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ رئیس عرفات جمال، چې په تورخم کې یې د کډوالو د ایستلو بهیر لیدلی، ویلي چې لسګونه زره افغانان له پاکستانه په زور راستنېږي. هغه زیاته کړه چې ډېری کډوال یوازې له خپلو لږو شخصي شیانو، ستړیا او راتلونکي ته له ژورې اندېښنې سره خپل هېواد ته ستنېږي.

  • تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه

    تاجکستان هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه

    د ایران او پاکستان ترڅنګ تاجیکستان هم له خپلې خاورې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.

    د دغه هیواد امنیتي ځواکونو تازه ۴۷ افغان کډوال په زور او له قانوني بهیر پرته بېرته افغانستان ته استولي، سره له دې چې یادو کسانو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د اعتبار وړ کارتونه ورکړي وو.

    د تاجیکستان د وحدت ښار ځینو ځایي سرچینو افغان رسنیو ته ویلي چې د دوشنبې په ورځ ۴۷ افغان کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري جبراً اخراج شوي دي.

    ویل کېږي چې دا کسان اکثره د وحدت ښار موټروانان او د ټکسي موټرو خاوندان وو، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) قانوني اسناد یې لرل.

    د سیمې یوه اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې دغه کډوال د وحدت ښار امنیتي ادارې ته وربلل شوي وو، هلته یې اسناد ترې ضبط شوي او بیا په دوو موټرو کې پولې ته لېږدول شوي دي.

    همداراز، یو شمېر نور افغان کډوال چې د درملنې، سودا یا بازار لپاره وتلي وو، د تاجیک امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

    وحدت ښار چې د دوشنبې له مرکزه ۲۰ کیلومتره ختیځ لوري ته پروت دی، یوازینی ځای دی چې د تاجیکستان دولت افغان کډوالو ته پکې د استوګنې اجازه ورکړې ده. دغه ښار د سلګونه افغان کډوالو د اوسېدو مرکز ګڼل کېږي او اوسېدونکي یې تر سختو امنیتي محدودیتونو او څار لاندې ژوند کوي.

    تاجیکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی، خو د رسنیو د سختو محدودیتونو له امله دا پېښې ډېرې لږ رسنیزې کېږي.

    ځینې کډوال مخکې هم په ورته ډول اخراج شوي، خو د بډو په ورکولو سره یې بېرته تاجیکستان ته ستنېدو ته لاره موندلې. دا بهیر د امنیتي ځواکونو د ځینو فاسدو کړیو له خوا تنظیمېږي، چې د کډوالو له ناوړه حالت څخه ناوړه ګټه اخلي.

    تر دې دمه د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په ګډون هېڅ نړیوال سازمان دغو پېښو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

  • د افغانستان او قزاقستان خصوصیي سیکتور د ۱۴۰ میلیون ډالرو قراردادونه وکړل

    د افغانستان او قزاقستان خصوصیي سیکتور د ۱۴۰ میلیون ډالرو قراردادونه وکړل

    د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د قزاقستان ـ افغانستان د سوداګرۍ فورم په ترڅ کې چې په کابل کې جوړ شوی و، د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۲۰ سندونه لاسلیک شوي دي.

    د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی په وینا، دا تفاهم‌لیکونه به د درملو، فلزاتو، نساجۍ، موټرو، کرنې، تعمیراتي موادو او په نورو اقتصادي برخو کې د همکارۍ زمینه برابره کړي.

    عزیزی د دغو تفاهم‌لیکونو لاسلیکول د دواړو هېوادونو د مادي او معنوي لپاره ګټور وبلل او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د توازن پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

    د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې له هغه وخته چې «اسلامي امارت» په افغانستان کې واکمن شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده. نوموړي پرون دا هم وویل چې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د لوړولو لپاره تر درې میلیاردو ډالرو پورې هوکړې ته رسېدلي دي.

    وروسته له هغه چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین کابل ته سفر وکړ او له یو شمېر طالب چارواکو سره یې وکتل، د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر اعلان وکړ چې قزاقستان به د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپین بولدک د ریللارې په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

    د دوی له قوله راپور ورکړی چې قزاق پانګه‌وال د معادنو، نفتو او ګازو په برخو کې د پانګونې لیوالتیا لري او د دوی تخنیکي ډلې کابل ته استول شوي دي.

  • په پاشلو مخالفانو کې یو بل درز څرګند شو

    په پاشلو مخالفانو کې یو بل درز څرګند شو

    د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند ظاهراً په دې اعتراض کې چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې عمر داوودزی د مشر په توګه ټاکلی، له دې مجمعې څخه د وتلو اعلان وکړ.

    په داسي حال کې چې د اسلامي امارت د مخالفانو کمزورتیا ورځ تر بلې ثابتېږي، دواړو ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د «جوړښت، تګلارو، او د مدیریت او کار کولو طریقو» پر سر د اختلاف له امله د افغانستان د ژغورنې له ملي مجمعې څخه وتلي دي.

    د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د سې‌شنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې له لوري د جوړښت، تګلارې او مدیریت اړوند ملاحظاتو ته نه پاملرنه، «نه یوازې د ولس په ګټه نه ده، بلکې د طالبانو پر ضد مطرح خوځښتونو او سازمانونو ته هم زیان رسوي.»

    په ورته مهال، د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند هم د ملي مقاومت جبهې له خوا له مجمعې سره د همکارۍ پرې کولو پرېکړه تایید کړې او څرګنده کړې یې ده چې «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمعې له لارې مطرح شوي، له سیاسي، تخنیکي او د خلکو د اوسني وضعیت له مخې د ساتنې وړ نه دي، او موږ نه یوازې د دې بنسټ په تصمیم‌ نیولو او ټاکنو کې ګډون نه درلود، بلکې اوس یې هم نه لرو،»

    د افغانستان د آزادۍ جبهې هم په یو بیان کې خپل غړیتوب د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع کې «افواهات» بللي او په کلکه یې رد کړی دی.

    تېر کال د قوس په میاشت کې، د اسلامي امارت د مخالفو مشرانو د «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» په نوم یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ. عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمت‌الله نبیل، محمد محقق، عبدرب الرسول سیاف، اسماعیل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاح‌الدین رباني او عطا محمد نور د دې ائتلاف پّ جوړښټ کې شامل وبلل شول.

    یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان او عبدالحق شفق هم د دې مجمعې له غړو څخه شمېرل کېږي.

    د څو سرچینو په وینا، د صلاحج الدین رباني جمعیت او د احمد مسعود مقاومت ډله په دې غوسه دي چې ولې عمر داوودزی د مجمعې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

    داوودزی، په خټه پښتون دی او دحامدکرزي او اشرف غني په حکومتونو کې یې د کورنیو چارو وزارت په شمول لوړې څوکۍ لرلې.

  • د کینیا پولیسو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجي قدیر نیولی

    د کینیا پولیسو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجي قدیر نیولی

    د کینیا په پلازمېنه نایروبي ښار کې یوې محکمې کینیايي پولیسو ته اجازه ورکړې چې د افغانستان ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د امریکا د رسمي غوښتنې له مخې په توقیف کې وساتي.

    عبدالظاهر قدیر، چې د حاجي ظاهر په نوم هم پېژندل کېږي، د اپرېل په ۱۵مه د کینیا د جنايي تحقیقاتو ریاست (DCI) له خوا د نایروبي په یوه هوټل کې ونیول شو. د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د امریکا د متحدوایالتونو له خوا د نشه‌يي موادو د قاچاق، د وسلو د لرلو په تور په شمول د څو تورونو په خاطر مطلوب دی.

    د امریکا د نشه‌يي موادو د مخنیوي ادارې (DEA) د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵مه د نیویارک ایالت د جنوبي ولسوالۍ محکمې ته د قدیر پر ضد جزايي شکایت ثبت کړی و. دغه شکایت وروسته د امریکا د حکومت له لوري د یوې رسمي دیپلوماتیکې غوښتنه سبب شوه، چې له کینیا څخه یې وغوښتل تر څو د قدیر استرداد ته اجازه ورکړي.

    د دوشنبې په ورځ، د ملاماني محکمې مشر قاضي بینمارک اخوبي، د کینیا د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې قدیر دې تر هغو په توقیف کې وساتل شي څو د استرداد رسمي بهیر مخ ته ولاړ شي. محکمې ټینګار وکړ چې موجود شواهد او شرایط د امریکا د نیولو حکم او د مشکوک کس استرداد موجه کوي.

    ادعاکوونکو څرګنده کړه چې قدیر د اپرېل په ۱۴مه له کابل څخه د قطر ایرویز په الوتکه کې کینیا ته داخل شوی او هلته یې دايمي استوګنځی نه درلود. چارواکو اندېښنه وښوده چې که خوشې شي، ښايي د تېښتې جدي خطر رامنځته شي او دا به هغه هڅې هم ناکامه کړي چې نور ښکېل کسان وپیژندل شي.

    عبدالظاهر قدیر چې په ۱۹۷۳ کال په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، د مرحوم عبدالقدیر زوی دی، هغه چې د متحدې جبهې یو جګپوړی قومندان او د افغانستان په انتقالي ادارې کې وزیر و، په ۲۰۰۲ کال کې ووژل شو. ظاهر قدیر د افغانستان د سرحدي ځواکونو پخوانی جنرال، د ولسي جرګې غړی، د «د سولې کاروان» مشر او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال و.

    د قدیر سیاسي ژوند د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د حکومت پر پالیسیو د سخت مخالفت له امله ډېر مطرح و. په تېرو کلونو کې پر هغه څو ځله تورونه لګول شوي، لکه د مخدرو موادو قاچاق او د واک ناوړه استفاده، چې ده تل دا تورونه رد کړي او دا یې سیاسي هڅې بللې چې غواړي د ده اعتبار ته زیان ورسوي.

    تمه ده چې د نایروبي محکمه په نژدې ورځو کې د استرداد رسمي بهیر پیل کړي. تر اوسه پورې نه په کینیا کې د افغانستان سفارت او نه هم د قدیر د مدافع وکیل ټیم د نوموړي د نیولو په اړه کوم رسمي نظر څرګند کړی.

    دا پېښه، د قدیر د سیاسي تېر ژوند او د امریکا د تورونو د جدي والي له امله، ښايي هم دننه په افغانستان او هم نړیواله کچه پراخ پام ځان ته راجلب کړي.

  • پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

    پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

    د واتیکان د خبر له مخې پاپ فرانسيس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. واتیکان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروسته له هغه چې پاپ بینیډیکټ شپاړسم له خپلې دندې استعفا ورکړه، کاردينال جورج ماریو برګولیو د ۲۰۱۳ په مارچ میاشت کې د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره وټاکل شو.

    د پاپ فرانسیس له مړینې وروسته، کارډېنل کېون فارېل د رومن کاتولیکې کلیسا مشر شو او تر هغه چې نوی پاپ ټاکل کېږي نوموړی به دا دنده پر غاړه لري.

    کارډېنل فارېل د دوشنبې سهار د پاپ د مړینې اعلان وکړ. نوموړی هغه کس دی چې د پاپ د مړینې یا استعفا څخه د بل پاپ تر ټاکنې پورې واتیکان اداره کوي.

    فارېل د ايرلنډ په ډوبلېن کې زیږېدلی. د اسپانیا په سالامانکا پوهنتون او د روم په پونټیفیکل جورجين پوهنتون کې یې زدکړې کړې دي.

    نوموړی تر ۲۰۰۷ کال پورې د ډالاس بېشپ و. وروسته پاپ فرانسیس ترې وغوښتل چې واتیکان کې دنده ترسره کړي او بیایې د کارډېنل رتبې ته لوړ کړي.

    د بريتانیا له وېسټ منېسټر نیولې تر وارسا، مکسیکو ښار، کیېف او نورو ښارونو کې، زرګونه خلک د پاپ فرانسيس د درناوي لپاره راټول شوي دي.

    دیادونې وړده هغه مهال چې یو پاپ ومري یا هم استعفا وکړي، کاتولیکه کلیسا یوه ځانګړي حالت ته ځي چې ” رسولي تشه” ورته ویل کېږي.

    دغه مهال د پاپ څوکۍ داسې بلل کېږي چې څوک نه لري نو ځکه خو د نوي پاپ تر ټاکل کېدو ځیني واکونه او اجرایوي چارې ځنډول کېږي.

    هم مهاله په واتیکان کې د لوړې پوړۍ ځینې دندې هم ځنډول کېږي او په نړیواله کچه د کاتولیکې کلیسا لخوا هیڅ مهمې پرېکړې نه کېږي.

    د دې هر څه لامل دا ښودل کېږي چې کلیسا بې پرې پاتې شي او د چا تر اغېز لاندې رانه شي او یا ترې هم ناوړه ګټه پورته نه شي . له بلې خوا د الازهر شیخ پاپ فرانسیس د بشر دوستۍ ښه بېلګه بللی د اسلامي نړۍ د یوه معتبر بنسټ الازهر مشر شیخ احمد طیب، پاپ فرانسیس ” یو انساني ورور ” بللی او ویلي یې دي چې هغه د بشر دوستۍ یوه بېلګه وه.

    شیخ طیب مصر ته د پاپ څو کاله وړاندې سفر ستایلی او ویلي یې دي ” انسانیت ته د خدمت وقف، د بې وزلو دفاع او د بېلابېلو دینونو او کولتورونو ترمنځ د اړیکو جوړولو مخکښ و.”

    طیب ویلي، د الازهر او واتیکان ترمنځ اړیکې د پاپ فرانسیس په موده کې پراخې شوې وې. دغه اړیکې په ۲۰۱۷ کال کې د الازهر د سولې کنفرانس کې له ګډونه پیل او په ۲۰۱۹ کال کې د انساني ورورولۍ د سند په لاسلیک سره یې دوام وکړ.

    شیخ طیب ویلي، پاپ له اسلامي نړۍ په ځانګړې ډول عرب ټولنې سره له نژدې لیدنو ژمنتیا درلوده او پر غزې د یرغل پر مهال او همدا ډول نړۍ کې د اسلام ضد کرکې پر وړاندې یې رغنده رول درلوده.

    دیادولو ده چې د پاپ فرانسیس جنازه به د تیرو مراسمو په پرتله یو څه جلا وي.د مراسمو پیل به د واتیکان د لوړ پوړي کارډینل یا مذهبي مشر کیون فاریل په مشرۍ وي چې د “مړینې رسمي تایید ” به اعلانوي او د پاپ جسد به په تابوت کې اېښودل کیږي.

    د پاپ جنازه په دودیز ډول یوه پیچلې موضوع وه، خو پاپ فرانسیس په دې وروستیو کې د جنازې بهیر ساده کولو لپاره ځینې پلانونه تصویب کړل.

    پاپ د لرګي یو ساده تابوت غوره کړی په یوه لوړ ځای عامو خلکو ته د جسد لیدودود یې لغوه کړ. پرځای به یې، ویر کونکو ته بلنه ورکړل شي چې داسې حال کې خپل درناوی وړاندې کړي چې د هغه جسد به تابوت کې دننه پروت وي، پوښ یې لرې کیږي. فرانسیس به په روم کې د سینټ ماري کلیسا یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

    دا له یوې پېړۍ ډېره موده کې لومړی ځل دی چې یو پاپ له واتیکانه بهر سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.

  • په افغانستان کې لس تنه پیلوټان له هوایي پوهنتونه فارغ شول

    په افغانستان کې لس تنه پیلوټان له هوایي پوهنتونه فارغ شول

    لسو پیلوټانو له افغان هوايي پوهنتون څخه د خپلو زده کړو او روزنې تر بشپړېدو وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

    د دې فارغانو له ډلې، شپږو پیلوټانو د Cessna-208 الوتکو د چلولو مسلکي روزنه ترلاسه کړې، او څلورو نورو د M-17 هیلیکوپټرو د الوتنې روزنه بشپړه کړې ده.

    دا پېلوټان په شاوخوا درې کاله کې وروزل شول.

    د فراغت په مراسمو کې نوو فارغ شوو پیلوټانو ته سپارښتنه وشوه چې خپلې روزنې ته دوام ورکړي او لا ډېر مسلکي شي.

    د هوايي ځواک د لوی درستیز، نقیب‌الله مقیم، په وینا: «پیلوټي یو پېچلی مسلک دی چې هوښیارۍ ته اړتیا لري. د پیلوټۍ درسونه او زده کړې هیڅکله پای نه لري. باید شپه او ورځ زحمت وباسئ او خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.»

    د ملي دفاع وزارت مرستیال، باز محمد، وویل: «له مشره تر کشره که له خپل مسیر نه لږ هم منحرف شو، دا به زموږ په زیان وي. که تاسې په خپله له ځان سره د خپلو خبرو یا کړنو له امله ضرر ونه کړئ، بل څوک به درته زیان نه شي رسولی.»

    نوو فارغ شوو پیلوټانو ویلي، دوی ښه روزنه ترلاسه کړې او چمتو دي چې د افغانستان د خاورې دفاع وکړي او د هېواد خلکو ته خدمت وکړي.

    جمال خان صلاح‌الدین، چې یو له دغو پیلوټانو څخه دی، وویل: «موږ درې کاله زده کړې وکړې. په هوايي پوهنتون کې مو نظري کورسونه بشپړ کړل. وروسته موږ هوايي ډګر ته لاړو او هلته مو د الوتنې تمریني الوتنې وکړې.»

    له هغه راهیسې چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبان بیا واک ته رسېدلی، افغان هوايي پوهنتون ۸۴ روزنیز کورسونه جوړ کړي، چې په لړ کې یې ۱،۱۸۲ تنه له بېلابېلو څانګو فارغ شوي دي.